تبليغاتX
گرمسیر
دصفت الله (ذاهدی) خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي خپرونه

 

داچې نن ورځ انټرنيټ هغه نړى ده چې په پراخه كچه هغه چاته چې انټرنيټ ته لاس رسى لري معلومات وړاندكوي اوهم كولاى شي له دې لارې يوې اوبلې خواته معلومات اونوراسنادواستوي اودرسنيوپه برخه كې هم ډيرپياوړې برخه گڼل كيږي اودمطبوعاتولارويان پكې ورځني معلومات پيښې خبرونه اونورخپروني چې په دې كې تاندسايټ هم پوره ونډه لري .

په ډيرافسوس سره بايدووايم چې دتاندسايټ مې راخلاص كړترڅونوي خبرونه اونوي معلومات وگورم چې پكې مې دهلمنددوالي اودهلمنددخبريالانوپه اړه يوه ليكنه ولوسته خداى شته ډيرخفه شوم ،هغه  خبريالان چې په ډيروسختوشرايطوكې په هلمندكې كاركوي له هلمندڅخه دبيلابيلوپيښوپرمختگ په شاتگ اونورخبرونه خپروي اوشپه ورځ يې پرځان يوه كړې ده نوبياتاندراپورته شي اوليكي چې دهلمندوالي خبريالانوته پيسې وركوي اودوى هم غوړخبرونه خپروي،لومړى به راشودې چې دهلمنددبيارغونې بهيرپه تيرونوروكلونوكې دومره پرمختگ نه دى كړى لكه محمدگلاب منگل په وخت كې دانه يوازې زه وايم بلكې دهلمندټول اوسيدونكي يې شاهدان دي،دومره لويې پروژې چې ددې والي پرمهال پلې شوې نورنه دي توانيدلي چې داكارونه ترسره كړي،خواوس اصلي خبره داده چې تاندسايټ په واروارپه هلمندكې له خبريالانوڅخه غوښتنه كړې چې له دوى سره دخبرونواوراپورونوپه وركولوكې مرسته وكړي خودهلمندخبريالان په دې پوهيږي چې داسې يوسايټ چې پخپله نه ابرولري ،نه عزت لري اونه هم داچاعزت پكې خوندي دى نوځكه هريوه دوى ته دخبرونواونورمعلوماتوله وركولوڅخه ډه ډه كړې ده چې په بدل كې يې تاندداسې غلط اوپه حقيقت نه  ولاړمعلومات ورپورته كوي ،

زموږجدي غوښتنه دتاندسايټ له چلونكوڅخه داده چې له داسې معلوماتوله خپرولوڅخه په كلكه ډه ډه وكړي دابيخي دغولوخوراك دى چې دتاندسايټ يې كوي چې په خبريالانوپسې مطلق درواغ خپروي.

 

په درنښت خپلواك ،ځواكمن  هلمند

 

+ نوشته شوی په   Sat 4 Jul 2009ساعت 4:14 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
دهلمند ولایت دوالی ویاند محمدداوداحمدی وایی  چی تیره شپه مرکزلښکرګاه ښار اړونده  د پیرسبز د کلا امنیتی پوستی اته تنه پولیس  دیوی دسیسی  نه وروسته وژل شوی دی.

احمدی وایی چی په پوسته کی ټول ۹ تنه پولیس وه خوهغه تن چی په وژنه کی یی لاس درلود تښتیدلی دی

 تردی مهاله پوری ددغواتوتنو پولیسو وژنه کومی ډلی پخپل  غاړه نه ده اخیستی

+ نوشته شوی په   Sat 27 Jun 2009ساعت 6:16 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
 

 

 

دهلمند ولایت دوالی ویاند محمدداوداحمدی وایی  چی تیره شپه مرکزلښکرګاه ښار اړونده  د پیرسبز د کلا امنیتی پوستی اته تنه پولیس  دیوی دسیسی  نه وروسته وژل شوی دی.

احمدی وایی چی په پوسته کی ټول ۹ تنه پولیس وه خوهغه تن چی په وژنه کی یی لاس درلود تښتیدلی دی

 تردی مهاله پوری ددغواتوتنو پولیسو وژنه کومی ډلی پخپل  غاړه نه ده اخیستی

+ نوشته شوی په   Sat 27 Jun 2009ساعت 6:16 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 دایران اولسمشر احمدی نژاد ددوهم ځل لپاره ګتونکی شو

 دایران د انتخاپاتو کمیسون ویلی دی چی دابران اولسمشر ددوهم ځل لپاره بیرته احمدی نژاد وټاکل شو

هغوی احمدی نژاد د یوه ښه  کاندید په توګه غوره کړی وو 

 دایران د  انتخاپاتو کمیسون  خبر ورکړی دی چی اخری نتایج ښی چی احمدی نژاد د ا مهال څه کم ۲۰ میلیونه رایی وړی دی  او هغه دایران د اولس مشر به توګه وټاکل شوو

دایران ډیری وګړی دا مهال خبله رایه  احمدی نژاد ته ورکړی دی چی ویل کیزی  ۸۰  فیصده رایی داحمدی نژاد وه

دهغی  اعلامیی په ترڅ کی چی دانتخاباتو دخپلواک کمیسون دفتر خپره کړی ده ویل کیزی  چی داحمدی نژاد دوهم سیال  سید محسن موسوی ۹ میلیونه رایی وړی دی

او د احمدی نژاد رایی ۱۹۷۶۱۴۳۳   او د موسوی  رایی  ۹۸۴۱۰۵۶ درضایی رایی ۶۳۳۰۴۸ او د کروبی رایی ۲۷۰۸۸۵  شمارل شوی دی

 احمدی  نژاد دامریکا  په وړاندی سخت ولاړ وو او خپلی اتومی بټی یی هیڅکله  بندی نه کړلی.

  او دامهال هغه په خپلی یوی بیانیی کی ویلی دی چی دی په دهیواد اقتصاد سیاست او امنیت  لپاره سخت ګامونه پورته کړی

 صفت الله  زاهدی هلمند

+ نوشته شوی په   Sat 13 Jun 2009ساعت 4:40 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند ولایت د ناوی ولسوالی د عینک په سیمه کی ۱۲ وسلوالو ‌طالبان ووژل شول

 دغه خبره د هلمند ولایت امنیه  قوماندان سمونوال اسدالله شیرزاد وکړه نوړی وویل:چی تیره ورځ وسلوالو طالبانو غوښتل چی د ناوی ولسوالی د عینک پریوی امنیتی پوستی برید ترسره کړی چی نښته رامنځ ته شوه .

دامنیه قوماندان په وینا چی په دغه نښته کی ۱۲ وسلوالو طالبان ووژل شول او یو پولیس ژوبل شو نوموړی وایی چی به وژل شوو کی دری طالب قوماندانان د ملا ادریس ،ملافاروق او ملا قدرت به نامه مهم قوماندانان هم شامل دی  

شیرزاد وایی چی د جګړی په ترخ کی یی یو لړ وسلی او مهمات هم ترلاسه کړی دی

ده په وینا چی د جګړی  به ترڅ کی د ملی پولیسو ترڅنګ نړیوالوسوله ساتو ځواکونو هم ورسره کومک کړی دی

 .بل خوا قاری یوسف احمدی چی د‍وسلوالو طالبانو په استازیتوب خبری کوی وایی چی  د هلمند ولایت د ناوی ولسوالی د عینک د امنیتی پوستی په برید کی یی ۵ پولیس وژلی دی .

احمدی د خپلو ۲ ملګرو د وژلو خبرهم تایدوی.

 

صفت الله  زاهدی
+ نوشته شوی په   Sat 13 Jun 2009ساعت 2:18 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند ولایت د ناوی ولسوالی د عینک په سیمه کی ۱۲ وسلوالو ‌طالبان ووژل شول

 دغه خبره د هلمند ولایت امنیه  قوماندان سمونوال اسدالله شیرزاد وکړه نوړی وویل:چی تیره ورځ وسلوالو طالبانو غوښتل چی د ناوی ولسوالی د عینک پریوی امنیتی پوستی برید ترسره کړی چی نښته رامنځ ته شوه .

دامنیه قوماندان په وینا چی په دغه نښته کی ۱۲ وسلوالو طالبان ووژل شول او یو پولیس ژوبل شو نوموړی وایی چی به وژل شوو کی دری طالب قوماندانان د ملا ادریس ،ملافاروق او ملا قدرت به نامه مهم قوماندانان هم شامل دی  

شیرزاد وایی چی د جګړی په ترخ کی یی یو لړ وسلی او مهمات هم ترلاسه کړی دی

ده په وینا چی د جګړی  به ترڅ کی د ملی پولیسو ترڅنګ نړیوالوسوله ساتو ځواکونو هم ورسره کومک کړی دی

 .بل خوا قاری یوسف احمدی چی د‍وسلوالو طالبانو په استازیتوب خبری کوی وایی چی  د هلمند ولایت د ناوی ولسوالی د عینک د امنیتی پوستی په برید کی یی ۵ پولیس وژلی دی .

احمدی د خپلو ۲ ملګرو د وژلو خبرهم تایدوی.

 

صفت الله  زاهدی
+ نوشته شوی په   Sat 13 Jun 2009ساعت 2:18 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د زابل په ولايت كي نن سهار د جګړي په ترڅ كي د وسلوالو طالبانو يو قوماندان ووژل شواو يو بل ژوندي وه نيول شو

 

دزابل ولايت دامنيت امر غلام جيلاني فراهي وويل چي دزابل ولايت د ارغند اب په ولسوالي كي دپوليسو سره په نښته كي د وسلوالو طالبانو يوتن ملافيض الله په نامه ووژ ل شواو يو بل تن ژوندي نيول شوي دي

فراهي وايي چي د جګړي په دګر كي يي دوه ميله  پيكا يو موترسايكل هم نيولي دي

 

قاري يوسف احمدي چي د وسلوالو طالبانو په استازيتوب  خبري كوي وايي چي په زابل ولايت كي ددوي ملګرو ته كوم زيان نه دي اوښتي

احمد ي وايي وژل شوي او نيول شوي كس د سيمي اوسيدونكي دي

+ نوشته شوی په   Sun 17 May 2009ساعت 6:24 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 

 کرزى صاحب مبارک، زه هزاره شوم !

 

ښاغلى کرزى صاحب سلامونه !

زېرى مې درباندې دادى زه پښتون وم خو اوس  هزاره شوم ، حيرانېږه مه ، له شيخ محسني،  محقق، خليلي او انوري صاحب څخه مې وړاندې  ځکه پر تازېرى وکړ چې پوهېږم  ته له دوى څخه هم ډېر په دې قوم زهيرېږي   او ښايي دې قوم  به دنړۍ په تاريخ کې ستا په څېر  تر مورمهربانه دايي نه وي ليدلې .

دجنس دبدلون ،  دتابعيت دبدلون ،دنه نوم دبدلون  به دې اورېدلي وي خو دادى له ماڅخه دقوم او هويت دبدلون  خبر هم واوره . که څه هم دادزهرو غړپ دى خو له مجبوريته ورته غاړه ږدم .

ګوره زه پدې خاطر نه يم هزاره شوى چې ګوندې داقوم کوم مذهبي فضيلت لري زه ديو مسلمان په توګه پدې باور يم چې هېڅ کوم قوم په بل قوم غوره والى نلري په اسلام کې دغوره والي معيار تقوا ده، زه متعصبه هم نه يم . ځکه تعصب او وچ په وچه ځان يا خپل قوم په نورو لوړ ګڼل ناپوهي ده . رسول الله فرمايي چې متعصبه خلک  زما له ډلې څخه نه دي.

 څرنګه چې پښتون پر هزاره لوړ نه بولم  همداراز هزاره هم پر پښتون لوړ نه ګڼم  زه پوهېږم چې عقبى دمتقيانو ښه وي هغه که هزاره وي او که پښتون.  داخرت خبرې به په اخرت کې کوو  او نه زه ددې لپاره هزاره کېږم چې اخرت مې ښه شي خو داچې اوس خپل قوم او خپله ژبه پرېږدم او هزاره کېږم لامل يې دادى چې په دې کې مې مادي او دنيوي ګټه ده (( په دنيا ښه راسره وکړه __ په اخرت کې دهرچابېل دي کورونه)) .

 زه افغان يم ،اړ يم چې په افغانستان کې واوسم دلته په ټولنه کې ژوند وکړم ، پرمختګ وکړم ، ارام  اوهوسا ژوند ولرم . له بچيانو او دوستانو سره مې راتلونکې تضمين وي خو پدې باوري يم چې ترڅو پښتو وايم اوځان پښتون بولم نو  ستا په نظام او ستا په شتون کې دې موخو ته رسېدلى نشم . ستا په شتون کې دې  موخې ته درسېدلو يواځينۍ لار له پښتون سره  داړيکو پرېکون او بل قوم او په ځانګړې توګه هزاره توب ته  اوښتون دى. ګوره زه بې دليله  ( ويداوت دې ريزن ) نه غږېږم زه ثبوت نه ، بلکې ثبوتونه  لرم مثلاً اوس چې زه پښتون يم  نو له هرې خوا  وژل کېږم ،  تړل کېږم  توهين مې  کېږي ، بهرني ځواکونه

 مې دالقاعده  ترورست او ددولت او نظام دمخالف په نوم وژني او دانور مې بيا دجاسوس او ددولت دمرستندوى په نوم .

ښوونځي زما سوځول کېږي ،  له بيا رغونې او پرمختګ  څخه بې برخې زه  يم ، اولاد مې  نالوستي او لنډه غر لويېږي ، دامنيت دنشتوالي په پلمه مې څوک سيمه کې يوه خښته هم نه ږدي ، لا هم راته اور کرل کېږي ، خپل ورونه يې پخپلو کې اچولي يو او دوى مو ننداره کوي ،دژينوسايډ پاليسي زما پر ضد  عملي کېږي ، په ودونو مې بمبارد کېږي ، هره ورځ مې لسګونه ښځينه ،کوچنيان سپين ږيري او بې ګناه ځوانان وژل کېږي، څوک يې په کيسه کې هم نه وي او که ستا دترحم او عاطفې سمندر ډېر توپاني شي نو بيا مې  دمړي بيه يولک او دټپي بيه  ٥٠ زره افغانۍ راته ټاکې او دامېلمانه کاکاګان خو ځان هم راباندې نه پوهوي چې دا مو انسانان مړه کړل  او که فارمي چرګان .

سره له دې چې  دهېواد ٦٥ په سلوکې نفوس زما په قوم پورې اړوند دى خو په پلازمينه کې مې څوک په خپلې ژبې  ليکلو او غږېدلو ته هم  نه پرېږدي .

 خو که له خيره  هزاره شم نوبيا به مې مزې  وې ، له پورتنيو ټولو ستونزو څخه  خو به له يوې مخې خلاص شم . له دې پرته به له ډېرو نورو امتيازاتو او خوندونو څخه هم  بر خمن شم .  بيا هم مثلاً : دنفوسو سلنه به مې لس هم نه وي خو له ٦٥ به ډېر امتياز ترلاسه کوم ، ولسوالۍ ګانې به  مې راته ولايتونه شي   ، بوديجه  او په پارلمان  کې  دغړيو ونډه به مې تر نورو ډېره وي ، له قانون به فوق او مستثنى يم، تاته ، دافغانستان  ملي مشرانولکه احمدشاه بابا، ميرويس نيکه ،اميرعبدالرحمن خان  امير امان الله خان ، سردار نادر خان او نورو ته به  ښکنځل کوم ،  دا فغانستان تاريخ به تورداغ او شرموونکى بولم  ، داملي اتلان به ظالمان ، مستبدين او پښتون به وحشي قوم  بولم   خوڅوک به رانه پوښتنه هم نشي کولى ، هم به دې پرضد جبهې جوړوم هم به راته امتياز راکوې، هم  به ستا دامنيتي چارواکيو  دګواښونو او خبرداريوپروا نه کوم  او په سرتمبګۍ به  ستا پرضد خلک تحريکوم ، لاريونونه به کوم،( مرګ به کرزى،ماکرزى را نه محقق را ميخواهم) شعارونه به  ورکوم   او هم به راته دمحقق په څېر په اتيازروډالرو  دزره ضد موټر اخلې،

چې پښتون او کوچى واوسم نو مجبور يم چې ستا په يوه اشاره په څو ساعتونو کې خپلې پلرنۍ ځمکې پرېږدم  ،کډې ترې په شا او په سره اوړي کې  ژمنيو سيمو ته لاړ شم خو چې هزاره واوسم نوبيابه مې      خبره هم سپره  وي ،په  ناحقه به  دجايدادونو خاوند هم يم او ستاددولت دممانعت برسېره به نرغوندې ستا پرضدلاريون هم کوم .

هم به دې مرستيال يم هم به دې له اپوزيسيون سره کار کوم ،هم به په ښکاره دهزارستان نقشې او دافغانستان  دوېش پلانونه  جوړوم دباميانو کوڅې او واټونه  به دايرانيو ايت الله ګانو په نومونو نوموم ، ستاپرځاى به په اداراتو کې ددوى عکسونه  ځړوم ،  ستا داساسي قانون پرضد به  ايراني اصطلاحات کاروم ،ايرانى کولتور به رايجوم اوهم به ستا ترزنې لاندې ناست  يم او زما له مشورې اوخوښې پرته به هېڅ کار هم نشې  کولى .

هم به يوه رايه نه درکوم هم به دې مرستيال  ټاکل کېږم، په ناقانونه توګه  به په پلازمېنه کې  خپل ورورته  دخلکوشخصي قباله يي  ٢٠٠٠ جريبه ځمکه ورکوم چې ځانته يې وپلوري او ځانته پکې ښارګوټى جوړکړي ، څو وزارتونه  او لايتونه   به راکول کېږي،دملي يووالي پرضد  به کارونه  هم کوم او ستايل کېږم به هم ،  دخلکو په سرونو به ٦ انچه ميخونه هم ټک وهم ، رقص مرده  به  هم کوم ( مړي به  ګډوم ) دنورو قومونو له اتباعو به تيونه هم غوڅوم خو بيا به مې هم تربوداستره  مجسمه   دنمانځنې او درناوي لپاره  په  کابل کې  ودرول کېږي .

په پلازمينه کې به داحمدشاه  بابا ، سيدنورمحمدشاه ، شاشهيد په څېر پښتون مېشتو سيمو کې يو کيلومتر سړک هم نه وي پوخ شوى. برېښنا، روغتونونه او نور خوپرېږده   خوزما په سيمو   دشت برچي ، کلاى شاده ، پول سوخته ،دريمه کارتې  او کارته سخي( جمال مېنه)  کې به   ٤٠ متره سړکونه ، روغتونه ، برېښنااونور هرڅه   جوړشوي وي.

زه به په هرات ، مزار، کابل ، بغلان ان لښکرګاه کې  په دولتي او دخلکو په شخصي ځمکو  خپل قام ته ښارګوټي جوړوم او لګښت به يې هم له تا ، هم له ايران او هم له اغاخان څخه اخلم . خوکه  پښتنو ته  خپلې ثابتې  پلرنۍ شخصي او قبالوي ځمکې ورکول شوې نو بيا به لاريون هم کوم ، چيغې به وهم، هغوى به هم وژنم او تاته به هم  فاشست وايم .

کرزى صاحب ! له دې بل ښه او ستر امتياز  څه شى دى چې زموږ هزاره ګانو  دخوښۍ لپاره دې دکوچيانو په سل کلنو او يونيم سل کلنو  قبالو ستر ګې پټې،له  خپلو جايدادونودې بې برخې او دسترګو په رپ کې دې له بهسودو ووېستل.

دازموږ لپاره څومره دخوښۍ وړ خبر ده چې  کوچيان مو له بهسودو، داى ميرداد، اجرستان او ناور څخه ستاد وسلې او رينجر په زور ووېستل ،

موږ که هرڅومره دکوچيانو په اړه سپکه ژبه کاروواو قام ته يې دکوچيګرۍ نوم  ورکوو خو هېڅوک راته خوله هم نشي چوله کولى خو که هغوى موږ ته هزاره ګري وايي نو بيا ستا لخوا دملي يووالي ضد حرکتونوباندې تورنېږي .

ښاغليه ! ګوره هسې  وړيا او بې مطلبه نه هزاره کېږم ، ګټې مې پکې دي ، پوهېږم  چې ستا په شتون کې  مې اخر هم  دملي هويت او ژبې پر جغرافيه نقشه راځي  او له هرڅه خلاصېږم .

ګوره په ايران کې به له ٤٠ ميليونو ډېر سنيان وي خو نه يې چا مذهب رسمي کړ او نه کلتور،خو دلته ان تا  په يو  لاس کې دوه هندواڼې ونيولې او هغه سياسي بدعت دې وکړ چې سارى يې په نړۍ کې نه ليدل کېږي ، واه واه يو هېواد دوه   قانونه ، يوه محکمه دوه مذهبه (  حنفيت او جعفريت )

هم به ايران خورم هم به امريکالوشم، که لورابوش هم افغانستان ته راشي نو ستا پاملرنه ماته وي باميانو ته يې رالېږي او که دنړيوال بانک رئيس هم .

ايران هم راته سلګونه ، ښوونځي  مدرسې، کلتوري مرکزونه ،  روغتونونه پلونه سړکونه اودقم په څېر لوى لوى پوهنتونونه  جوړ کړل ته په دريمه کارته  کې  دخاتم النبيين په نوم دخوشحال بابا دلېسې  پر ملکيت  دايران دلسګونو ميليونو ډالرو په لګښت  جوړې شوې  څو پوړېزې ودانۍ وګوره چې عقل دې له سر څخه والوځي.

رښتيا دپښتنو داشتمني خو هم ستا دلطف له برکته زموږ شوه همداراز د اغاخان او ايران په مرسته به  دڅو تلويزيوني چينلونو، راديوګانواو ورځپاڼوخاوندهم يم  ،  او٢٤  ساعته برېښنابه هم لرم

ښاغليه ! داچې زه اوس قوم او نژاد بدلوم  نوغواړم  چې دامراسم ستا په مبارک لاس ترسره شي  ځکه وړاندې مو وويل چې  ته ترمحسني او خليلي هم په دې قوم ډېر مهربانه يې ،خو باور مې نشي چې ته به  دامنيتي  ستونزوله کبله  دې مراسموته کومې تکيه خانې ته راشې ، ښه داده چې زه تاته  ارګ ته درشم خو اورېدلي مي دي چې هلته ډېره سخته تالاشي ده او ان په سپيو هم خلک لټول کېږي  نو مهرباني وکړه  زما دنوي قوم په احترام خو دې کم ترکمه زما ددرتللو په وخت کې دا د ارګ ددروازې سپيان وتړه .

 محمدحسن حقيار

 

+ نوشته شوی په   Sun 17 May 2009ساعت 6:17 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 

دهلمند ولايت د ګريشك په ولسوالي كي ۶ پوليس ديوي نښتي په ترڅ كي ووژل شول

 

دهلمند ولايت د ګريشك ولسوالي ولسوال عبدالاحد وويل چي دګريشك ولسوالي د بندبرق په پوستي نن سهار اوه بجي  وسلوالو طالبانو بريد كړي دي چي د بريد په پايله كي ۶ تنه پوليس وژل شوي دي

دګريشك ولسوال وايي چي په سيمه كي دا مهال چاڼيز عمليات دوام لري 

 

بل خوا د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بياوايي چي د ګريشك د بندي برق دامنيتي پوستي ۷ تنه پوليس يي وژلي او د هغوي وصلي يي هم له ځانه سره وړي دي

احمدي وايي چي بريد شل دقيقي دوام وكړي چي په پايله كي يي يو تن وسلوال طالب هم ژوبل شوي دي

صفت الله  زاهدي  هلمند

+ نوشته شوی په   Sun 17 May 2009ساعت 5:34 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 

 

په هلمند كي د يوه پوليس ترڅنګ  ۹ وسلوال طالبان ووژل شول

 

دهلمند امنيه قوماندان سمونوال اسدالله  شيرزاد وويل چي د هلمند ولايت د ناوي په ولسوالي كي  تيره شپه ناوخته جګړه پيل شوه د قوماندان په وينا چي جګړه په سيمه كي لا اوس هم دوام لري

دده په وينا  چي د جګړي په ترڅ كي ۹ وسلوال طالبان ووژل شول

امنيه قوماندان وايي چي د جګړي په ترڅ كي يو پوليس هم وژل شوي دي او يو بل ژوبل شوي دي

خو وسلوالو طالبانو لا تردا مهاله پوري ددغي جګړي په اړه څه نه دي ويلي  

صفت الله  زاهدي  هلمند
+ نوشته شوی په   Mon 11 May 2009ساعت 7:8 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
 
لومړی صفحه
بریښنالیک
آرشیف
په باره کی دویب پاڼي
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی

دتليفون نمبر

0708373448 او یا هم

0797021540


دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com

safatullah.zaihidi@yahoo.com

او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي

صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد

زړې لیکنی
تیر 1388
خرداد 1388
اردیبهشت 1388
فروردین 1388
اسفند 1387
بهمن 1387
دی 1387
آذر 1387
آبان 1387
مهر 1387
شهریور 1387
مرداد 1387
تیر 1387
خرداد 1387
اردیبهشت 1387
فروردین 1387
اسفند 1386
بهمن 1386
دی 1386
آبان 1386
ورځنې تودې پیښې
انځورونه
شعرونه
لیکنی او نظرونه
خبرونه
لنډي كيسي
د نړی عجایبی او جالبی ټوټي
له دوستانو سره خوشحاله شيبي
تاريخ او ژوند
دپارلمان غړو نمبرونه
کمپیوټر پوهنه
اسلامی نری او نبوی احادیث
هلمند او هلمندیان
د تولنی ترجمانان څوك دي ؟
دپولیسو او پوځ رتبي
اړیکی
ګرمسير
ياهو
جي ميل
پژواك خبري اژانس
بينوا
وخت خبري اژانس
بي بي سي پښتو
ملالي جويا
تل افغان
بي بي سي ناظر
دجګري اوصلحي راپوروركولو انستيوت
طلوع تلويزيون
امريكاږغ ويب پاڼه
ښايست
هيله دافغان ښوو ځوانانو ويب لاګ
پيمان ملي ورح پانه
ځنځیر بلاګفا
ملل متحد
ټوکمار بلاګف
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

دقالب جوړښت
صفت الله ذاهدی

safatullahzaihidi222