![]() |
![]() |
|
| دهلمند خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي ويب پاڼه |
|
+ نوشته شده در
Mon 19 Nov 2007ساعت 8:6 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
په افغانستان کې دامریکا نظامی مقامات وائې، دهلمند په ولایت کې دعملیاتو په وخت کې د ائتلاف قواو ٢٣ تنه یاغی طالبان ووژل او یو لس تنه نورئې ونیول. د امریکا پوځی مقاماتو نن دشنبی په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې وائې، دغه جگړه په داسی وخت کې ونښته چې دائتلاف عسکرو دگرمسیر په ولسوالې کې دوسلو تالاشی کوله. دا ولسوالې په هغه لاره واقع ده چې له پاکستان نه ورباندی وسلې په قاچاق راوړل کیږی. له بل پلوه پولیسان وائې، افغان عسکرو د کندهار ولایت دژیړۍ په ولسوالې کې دعملیاتو په وخت کې لږترلږه شل تنه یاغی طالبان ووژل. له بلی خوا دهیواد په جنوب کې دناټو ماموران وائې، نن دشنبی په ورځ دهیواد په جنوب کې دسرک دغاړی دبم په چاودنه کې دناټو دوه عسکر او ددوی ترجمان ووژل شول. په دغه دچاودنه کې دناټو دری نور عسکر زخمیان شول. همدغه راز دناټو ماموران وائې، نن د شنبی په ورځ د ننگرهار په ولایت کې ځانمرگی بم اچونکی یو ملکی افغان او یو دناټو عسکر زخمی کړ. په دغه چاودنه کې دوه ملکیان هم زخمیان شویدی |
|||||
|
+ نوشته شده در
Mon 19 Nov 2007ساعت 7:59 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
افغان اوامریکا ئې ماموران وائې، په یو لړعملیاتو کې چې دافغانستان په جنوب کې وشول ، لږترلږه ۴٣ تنه مشکوک طالبان ووژل شول . په افغانستان کې دامریکا نظامی مقامات وائې، دهلمن په ولایت کې دعملیاتو په وخت کې دائتلاف قواو ٢٣ تنه یاغی طالبان ووژل او یو لس تنه نورئې ونیول . دامریکا پوځی مقاماتو نن دشنبی په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه چې وائې، دغه جگړه په داسی وخت کې ونښته چې دائتلاف عسکرو دگرمسیر په ولسوالې کې دوسلو تالاشی کوله . دا ولسوالې په هغه لاره واقع ده چې له پاکستان نه ورباندی وسلې په قاچاق راوړل کیږی . له بل پلوه پولیسان وائې، افغان عسکرو دکندهارولایت دژیړۍ په ولسوالې کې دعملیاتو په وخت کې لږترلږه شل تنه یاغی طالبان ووژل . له بلی خوا دهیواد په جنوب کې دناټو ماموران وائې، نن دشنبی په ورځ دهیواد په جنوب کې دسرک دغاړی دبم په چاودنه کې دناټو دوه عسکر او ددوی ترجمان ووژل شول . په دغه دچاودنه کې دناټو دری نور عسکر زخمیان شول . همدغه راز دناټو ماموران وائې، نن دشنبی په ورځ د ننگرهار په ولایت کې ځانمرگی بم اچونکی یو ملکی افغان او یو دناټو عسکر زخمی کړ. په دغه چاودنه کې دوه ملکیان هم زخمیان شویدی
|
|
+ نوشته شده در
Sun 18 Nov 2007ساعت 8:48 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
سید سلیمان اشنا
|
||
|
+ نوشته شده در
Sun 18 Nov 2007ساعت 8:18 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
ښایسته سعادت د پنځو کالو راهیسې د امریکا غږ همکاره ده چې په پیل کې د رادیوي خپرونو ویانده او چلوونکې وه. ښایسته سعادت د خبرو اترو د سیاسي بحثونو پروگرام هم چلاوه چې یو ساعته ژوندې خپرونه ده. د تلویزیوني خپرونو د پیل سره سم هغه د امریکا غږ اشنا تلویزیون ویانده شوه. هغې په افغانستان، هند او امریکا کې زده کړې کړې دي. |
|
+ نوشته شده در
Sun 18 Nov 2007ساعت 8:14 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
خاطره اسحاق زي
يوه نجلي وه نازنينه |
|
+ نوشته شده در
Wed 14 Nov 2007ساعت 6:55 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
راځه چي له دي بلي دي خبر كړم اوګوټونه پر مځكي چليږي پكه دادي لا بله سپكه
|
|
+ نوشته شده در
Wed 14 Nov 2007ساعت 6:22 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
ولی ژاړي نه شرميږي لوي هلك يي دخداي ريګ ته وګوره مشرف لالا دي را باندي وخندوي هغه به هم چي كله دماپښين پر فلميټو خوابدي شو نو به دباندي ووتي او داسي به ژړل لكه ته چي ژاړي
www.gramsar.blogfa.com |
|
+ نوشته شده در
Tue 13 Nov 2007ساعت 10:12 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
www.gramsar.blogfa.com چی په سروشونډو دي رنګ وهلي نه وي نو ښايست له به دي څله شراب نه خورم |
|
+ نوشته شده در
Tue 13 Nov 2007ساعت 10:7 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
ستا دسترګو بلا واخلم بيادې سترګې ولې سرې دي
پام چې واردې خطا نشي مامنلې غرغرې دي داميد په قافله كې شروع نوې نغارې دي ګوندې وخته ماليدلي په خپل سر خاورې ايرې دي داباران دملغلرو كه داوښكو فوارې دي ځكه ماته ډيرې ګرانې دپتنګ بلبل نخرې دي دنكريزو په جامه كې مې قربان دزړه قطرې دي چې په ژرنده مې ځان وړه كړو نو ايله مې وصال بيا موند درنجو په نوم مې كړي ستا دسترګو نندارې دي دږومنځ په رنګ ښكل كړي زلفې ما خورې ورې دي دريبار سره دې كړي اشنا نوې مشورې دي |
|
+ نوشته شده در
Tue 13 Nov 2007ساعت 7:9 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
پښتون ته د اباسين اواز اى لروبر محكوم آزاد پښتونه
|
||
|
+ نوشته شده در
Tue 13 Nov 2007ساعت 7:5 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
په هلمندولايت كي دولتي چارواكوديوې غونډي په ترڅ كي بزګرانوته خبردارى وركړ چي په هلمندولايت كي به دتارياكوكروندې له منځه وړي، دوى له كروندګروڅخه وغوښتل چي دتارياكوله كرلوڅخه لاس واخلي كه نه دوى به ئې كروندې ويجاړي اوعاملينوته به ئې سخته جزاوركړي ،دولتي چارواكوداخبردارى په داسي حال كي وركړچي همدااوس په هلمندولايت كي دتارياكودكرلولړى پيل سوې اوكچه ئې مخ په زياتيدوروانه ده. هلمندولايت يوله هغوولايتونوڅخه دى چي دكوكناروكرل پكي زيات رواج لري اوډيرۍ وګړي له دغي لاري داړتياوودپوره كولولپاره پيسې په لاس راوړي . |
|
+ نوشته شده در
Mon 12 Nov 2007ساعت 12:6 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
نامعلومووسله والوكسانودولايتي شورايوغړى وواژه. دهلمندولايت دګرشك ولسوالى په پازاركي دهلمندولايت دولايتي شورايوغړى حاجي دين محمد اسحق زائ دسه شنبې په ماښام دنامعلومووسله والوكسانوله خوا ووژل سو،دګرشك ولسوال حاجي مناف خان د يوه تليفوني تماس كي وويل:حاجي دين محمددماښام دلمانځه تراداكولووروسته له مسجدڅخه دخپل كور پرخواروان ووچي نامعلومووسله والوكسانو ورباندي دټوپك ډزي وكړې اوهغه ئې وواژه،نوموړي وويل داكاردهيواد ددښمنانوكاردى چي نه غواړي په هيوادكي سوله اوثبات ټينګ سي. دحاجي دين محمددكورنى نژدې خپلوان وائې چي نوموړي له چاسره كومه شخصي دښمني نه درلوده،خو ددغه رپوټ تر بشپړېدوپوري ددغي پيښي پړه چاپرغاړه نه ده اخيستي . دهلمندپه ولايت كي په دې وروستيو كي پرقومي سپين ږيرو اومشرانوبريدونه زيات سويدي،څوورځي وړاندي هم دګرشك په ولسوالى كي يو قومي مشرحاجي ميراجان چي له خپل كورڅخه دمسجد پرلور روان وودنا معلومووسله والوكسانوله خوا ووژل سو. بل لورته دفرا ولايت څخه هم دجګړوراپورونه رارسيدلي دي،وسله طالبانوادعاكړيده چي دګلستان اوخاك سفيدولسوالى ئې نيولي اوددوى ترولكې لاندي دي،قاري محمديوسف احمدي چي رسنيوته ځان دوسله طالبانووياندمعرقي كوي وائې چي دخاكسفيد اوګلستان ولسواليودنيولوترڅنګ لس ميله وسلې اودوه موټره هم ددوى ځواكونوته په لاس ورغلي دي.خودفرا والي حاجي غلام محي الدين بلوچ داخبره نه مني او وائې چي يوازي دګلستان ولسوالي دنښتوپه ترڅ كي دطالبانو لاس ته ورغلې، دى دنورو ولسواليودنيولوخبره بې بنسټه بولي . په دې وروستيوكي په سهيلي ولايتونوكي امنيتي پيښوخورا زوراخيستى چي ډيرۍ وخت ئې امنيتي چارواكي وخبريالانوته دجزئياتوله وركولوڅخه ډډه كوي . |
|
+ نوشته شده در
Mon 12 Nov 2007ساعت 12:2 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
تاسو كولاي شي خپل هر قسم معلومات او انځورونه وه ګرمسير ته راوليږي
|
|
+ نوشته شده در
Sun 11 Nov 2007ساعت 11:8 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
![]() |
|
+ نوشته شده در
Sun 11 Nov 2007ساعت 11:2 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
www.gramsar.blogfa.com زمونږتوريالي اوميړني ځوان احمدشاه بابادي |
|
+ نوشته شده در
Thu 8 Nov 2007ساعت 7:49 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|
+ نوشته شده در
Thu 8 Nov 2007ساعت 7:43 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|
+ نوشته شده در
Thu 8 Nov 2007ساعت 7:39 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|
+ نوشته شده در
Thu 8 Nov 2007ساعت 7:36 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|
+ نوشته شده در
Thu 8 Nov 2007ساعت 7:34 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
پاكستان دكورنييوچارووزير شيرپاو دبغلان ځانمرګي بريد غندلي دي دپاكستان دكورنيو چارو وزيراو دافغانستان او پاكستان ترمنځ دامن دجرګې دپاكستان لـه طرفه دكميسون مشر افتاب احمدخان شيرپاوْ دافغانستان په بغلان ولايت كښې دځانمرګى بريد په نتيجه كښې دبيګناه كسانو وژنه غندلې او دا يې دانسانيت خلاف يو ناوړه فعل ګرځولى دى ، نن دچهارشنبي په ورځ دپاكستان دكورنيو چارو وزارت لخوا په يو خپور كړي شوي بيان كښې دپاكستان دكورنيو چارو وزير ويلى دى چې افغانستان كښې ځانمرګى بريدونه دغندنې اود خواشينۍ وړ دي او مونږ په بغلان كښې دځانمرګي بريد په نتيجه كښې دشپږوپارلمانى غړو په شمول دګڼ شمير بيګناه كسانو په وژنه ډير خفه يو <دهْ زياته كړه چې پاكستان دترهـګرۍ خلاف جنګ كښې افغانستان سره ګډه مبارزه كوي چې دا به دترهګرۍ بشپړې خاتمې پورې جارى ساتلى شي |
|
+ نوشته شده در
Thu 8 Nov 2007ساعت 7:31 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
وړاندوينه وکړه چې په ١٩٧٠کال کې به دامريکا دنفتو توليد دخپل اوج ټکي ته ورسېږي .
نوموړي دا مهال دشل په نوم په يوه نفتي شرکت کې کار کاوه . دده له وړاندوينې سره سم ددې شرکت مشران په اندېښنه کې شول او هڅه يې وکړه چې ښاغلى هوبرټ دې ته اړ باسي چې له خپلې وړاندوينې څخه بېرته واوړي مګر هوبرټ په حقه و او هماغسې وشول . دامريکا دنفتو دتوليد کچه په ١٩٧٠کال کې دخپل اوج ټکي ته ورسېدله او له هغه مهاله تر اوسه پورې مخ پر ځوړ روانه ده ان دا چې دالاسکا دخليج ١٣ميليارده بوشکو لرونکو زېرمو هم ددغه ټيټوالي مخه ونه نيولاى شواى . همدې چارې او اندېښنې امريکا په منځني ختيځ کې خپل حضور لرلو ته اړيستې ده او دا کار يې ورته روا کړى دى چې داټوم او وسلو پر ضد دتورې طلا زېرمو ته ځان ورسوي دهوبرټ دمحاسبې له مخې دامريکا داستخراج وړ ټولې نفتي زېرمې ١٧٠ميليارده بوشکې کېږي چې د امريکا داوسنۍ اړتيا نيمايې برخه هم نه شي برابرولى . په لومړي سر کې يو شمېر کارپوهان دهوبرټ له شننې سره مخالف و او ويل يې دنوې ټکنالوژۍ په برکت شونې ده چې دامريکا دشته نفتي زېرمو کچه لوړه شي. که څه هم عصري ټکنالوژۍ هره ورځ خپل دودې او پرمختيا پړاونه وهي خو دامريکا نفتي زېرمې له هغې کچې چې هوبرټ يې وړاندوينه کړې وه لوړې او زياتې نه شوې ، ان که دالاسکا زېرمې په پام کې ونيول شي نو دامريکا دنفتو تاريخ کټ مټ لکه هوبرټ چې يې وړاندوينه کړې وه هماغسې روان دى او دامريکا دننه نفتي زېرمې د ډېرو دقيقو محاسبو پر بنسټ ايله اته کاله نور دامريکا اړتيا پوره کړي . دهوبرټ دمحاسبې له مخې کارپوهانو د ټولې نړۍ نفتي زېرمې محاسبه کړې دي او داسې پايله يې رايستلې ده چې دنفتو توليد به ديويشتمې پېړۍ په لومړۍ لسيزه کې خپل اوج ته ورسېږي . يو شمېر نور وايې چې دنفتو دتوليد داوج دغه ټکى د٢٠٠٥ او ٢٠٠٦په اوږدو کې پاى ته رسېدونکى دى . دکلفورنيا دټکنالوژۍ په موسسه کې فزيک پوه ډيويډګواسټاين چې تېر کال يې د (( نفتو پاى )) په نوم يو دنفتو په اړه يو څېړنيزکتاب خپور شوى دى وايې چې دنفتو دتوليد داوج کلونه تر ٢٠١٠پورې پاى ته رسي . درابرټ هرش په نوم دانرژي يو بل کار پوه وايې چې دنفتو دتوليد دپاى ته رسېدلو لپاره ددقيق کال ټاکل اړين نه دي . نوموړي دامريکا دنفتو دوزارت لپاره يو څېړنه کړې ده چې په ترڅ کې يې ويلي دي چې يو لسيزه په کار ده چې دامريکا اقتصاد دنفتو دتوليد له ستونزې سره ځان سم کړي . په لومړۍ نړيواله جګړه کې په ١٩١٨کال کې چې کله فرنګيانو باکو ترکانو ته وسپاره نو المان ته بله لاره نه وه پاتې له دې پرته چې دتسليمي سر يې ټيټ کړ. هغه مهال لورډکرزن چې وروسته بيا دبريتانيا دباندنيو چارو وزير شو په يوه ليکنه کې وليکل : ((دنفتو پر څپو سپاره دايتلاف ځواکونه بريالي شول .)) دا خبره ډېره ژوره ده که يې څوک تاريخي شاليد ته وګوري نو په دې نړيواله جګړه کې دالمان دماتې يو لامل هم دتيلو او نفتو دزېرمو خلاصېدل و چې دنامتو څېړونکي او دسيمې دچاروکارپوه الکساندر خرامچيخين په وينا لومړۍ نړيواله جګړه چې دنويو صنعتي وسايلو په مټ لومړۍ پر مخ بيونکې جګړه وه او په دې حياتي ماده يانې نقتو پسې زياته تړلې وه په داسې ډول چې نفتي زېرمو کولاى شول چې دجګړې او جګړمارانو برخليلک وټاکي . دده په وينا ددې جګړې په اخر کې په لوېديځ کې المان جګړه بايللې وه ځکه ددې هېواد دجګړې ماشين نور په خپله خېټه کې دسون توکي نه درلودل چې دهغه څرخونو ته دخوځښت متره او ځواک ورکړي او دا که يوه کال وړاندې ته وګورو نو المان به موښه تر پام راشي . دوهمه نړيواله جګړه هم دنفتو او تيلو په مټ تر سره کېدله او تر ټولو مهم ځاى دخزر بحيره وه چې دنفتو بډايې زېرمې يې درلودې . هغه مهال چې آډولف هيټلر د((اوبيز عمليات )) په نوم تر ټولو مشهور عمليات د١٩٤٢کال په لومړيو کې پيل کړل او قفقاز ته يې خپل ځواکونه واستول تر ټولو ستر موخه يې دباکو نفت او ددې عملياتو اصلې انګېزه يې دې نفتو ته رسېدل و. هيټلرځکه دا هڅه کوله چې دى پوهېده دښو جګړيزو پښتيو او فقرو دنشتوالي پر مهال نه شي کولاى چې دروسيې ملا ماته کړي او دداسې پښتيو اوفقرو په موندلو کې هيټلر تورې طلا ته سخته زياته اړتيا درلوده خو دا دهيټلر دپلان کمروزتيا نه وه چې دقفقاز په غرونو کې يې دسره پوځ دسرتېرو کتارونه نه يواځې مات نه کړاى شول بلکې دروس په خاوره کې يې دهر ډول پرمختګ مخه هم ونيول شوه او دطنز په ژبه سړى ويلاى شي چې دهيټلر دجګړې ماشين پترول تمام کړل . نن هم همدا نفت او توره طلا ده چې دنړۍ دهغه بل سر لوى ځواکونه دې ته هڅوي چې دنړۍ له يوه سره بل سر ته راشي او په منځني ختيځ کې دنفتو لويې زېرمې چې په هر نوم وي دځان کړي چې دعراق ښکېلاک يې تر ټولو ښه بېلګه ده . دڅېړنو له مخې منځنى ختيځ دټولې نړۍ په پرتله دنفتو بډايه زېرمې لري چې دشمېرنو له مخې دغه زېرمې دټولې نړۍ په سله کې پنځه اويا نفت برابروي . له همدې امله ده چې دنړۍ ټول هغه هېوادونه چې په ځان کې يو څه سيکه ويني هڅه کوي څو پر دغو بډايو زېرمو کې برخه ولري . دغه زېرمې له قفقازه پيل کېږي او دخليج زيات هېوادونه پکې راځي چې سعودي عربستان، عراق ، کويټ او ايران تر نورو مخکې دي عراق چې په نړۍ کې تر سعودي عربستان وروسته دنفتو سترې زېرمې لري له ډېر پخوا راهسي په هغه لړليک کې و چې امريکا يې دنفتي زيرمو پر سر دخپل ژوند داوږدولو په تکل کې وه . دامريکا ديو شمېر اوږدمهاله ستراتيژيو له مخې په سيمه کې ددوى د ګټو په سر کې دخليج نفت و چې لومړى سعودي عربستان او دويم وار دعراق وچې بايد نفت يې که دسولې او که دجګړې له لارې وي لکه عراق دامريکا ګوتو ته ورشي . اوس مهال دخليج په ټولو هېوادونو کې دشيخيزم دناروا او عياشيو په مټ ولاړو کړنلارو له امله دامريکايې ستراتېژۍ دپلې کولو لپاره تر ټولو ښه مهال برابر شوى دى ، امريکا اوس په سيمه کې دخپلو ګټو دخوندي کولو لپاره په سلګونه لارې جوړې کړي دي . له يو شمېر هېوادونو څخه دپورونو په بدل او له يو شمېر نورو هېوادونو څخه يې دنورو پروګرامونو له مخې دنفتو او اوبلن ګاز چې زيات يې په قطر کې دى امريکاته لېږدول کېږي او دا هغه څه دي چې امريکايې له ډېر پخوا راهسي په سوچ کې وه . دعراق نفتو ته درسېدلو لپاره څولسيزې وړاندې امريکايي کارپوهانو په داسې يوه طرحه کار کاوه چې له مخې يې وکولاى شي دتورې طلا دغه بډايه زېرمې پخپل واک راولي . په ١٩٩١ او ١٩٩١کال کې دکويټ دازادۍ پر مهال دامريکا لپاره دنفتو دکمښت له اندېشنې سره دعراق ښکېلاک هم يو نه بېلېدونکى خيال و په دې پلمه چې دکويټ مرسته يې وکړه او عراقي پوځيان يې ورڅخه وشړل نفتي زېرمو ته ډېر په اسانه ځانونه ورسول . له دې ورسته په عراق لګېدلي بنديزونه هم ددې يو لامل شول چې امريکايانو ته دپام وړګټه په ډېره اسانه سره په لاس ورکړي. په دې سربېره نه يواځې امريکا له دې نفتو څخه ګټه پورته کړه بلکې دتيلو په بدل کې په عراق کې دخوراک پروګرام چې دملګرو ملتونو يو پروګرام و، له مخې يې ډېرو خلکو دبينن سيوان په ډول عرافي نفت په تور بازار کې په ازاد مټ پلورل او دعراق دوږيو انسانانو د رګونو په وينوباندې دتورې طلا په بازارونو کې په ميليونه ډالره ګټه کوله . دسيوان دوسيه له هغو زرګونو دوسيو څخه يوه وه چې دعراق دنفتو له تورې سوداګرۍ سره يې تړاو درلود . امريکا تر ٢٠٠٣کاله پورې دعراق نفت په بيلا بېلو لارو باندې تر لاسه کول خو په ٢٠٠٣کال يانې هغه مهال چې په عراق کې دخداى بښلي صدام حسين واک پاى ته ورسول شو او دامريکا دوسلو په زور پکې تش په نوم يو داسې دولت رامنځ ته شو چې نه دچا دسر دساتنې تضمين په وس کې و او نه هم دمال امريکا دننه په عراق کې ددې وس پيدا کړ چې نفت په ازاد مټ پرته له دې چې دچا له لوري دڅارلو او ياحساب او کتاب اندېښنه دې ورسره وي خپلو بازارنو او زېرمو ته وړل پيل کړل او دا پروسه اوس هم روانه ده . په زړه پورې خبره داده چې که رښتياهم امريکا دنفتو په لټه کې سيمې ته نه واى راغلې لومړى به يې دهغو ناسمو ادعاو سپيناوى کړى واى چې ويل يې دصدام په واک کې دپراخې بربادۍ وسلې دي خو دا چې نه شوې پيدا په دې اړه باندې بايد امريکا له سره غور کړى واى او خپله تګلاره يې بدله کړې واى . دويمه خبره داده چې که رښتيا هم امريکا په عراق کې له دوى چې ويل ددې هېواد دخلکو دهوساينې لپاره مداخله کړې واى او يا لکه دوى چې وايې په دې هېواد کې يې ديو داسې نظام دړنګولو لپاره مداخله کړې ده چې نه يواځې امريکا ته ګواښ و بلکې دعراق ولس هم ورڅخه تر پوزې پورې رسېدلى و نو بيا به هغه مهال امريکا ددې هېواد دخلکو دامنيت او دژوند دهوساينې او پرمختګ لپاره هم يو ګام پورته کړى و. او په دې صورت کې به بيا ددوى په لاس باندې دبې ګنا وژل شويو عراقيانو دمړو شمېره اته لکه ته نه رسېده. په عراق کې دامريکايانو له لوري دخلکو دوژلو له پېښو سره سړي ته ددې هېواد ديوه پخواني لوړي پوړي چارواکي خبرې وريادېږي . دکويټ له جګړې وروسته دامريکا دهغه مهال ددفاع وزير چې وروسته د ريچارد نيکسن دواک پر مهال دتورسازمان يا CIA مشر او له هغه وروسته د جمی کارټر په دولت کې دانرژۍ وزير و ، په ١٩٩٢کال کې دانرژي دنړيوالې شورا دپنځلسمې کنګرې په غونډه کې چې دهسپانيا په پلازمېنه مادريد کې جوړه شوې وه په خپله وينا کې وويل : ((دلومړي بش ددولت ديو شمېر لوړ پوړيو چارواکو په اند هغه درس چې دامريکا خلکو دخليج له جګړې څخه واخيست هغه دادى چې دمنځني ختيځ په خلکو کې لغتې وهل او تر پښو لاندې کول دهغې قربانۍ په پرتله ډېر اسانه دي چې امريکايان يې دوارداتي نفتو دمحدودلو په وړاندې ورکوي . )) دانرژي دنړيوالې ټولنې او دامريکا دمتحده ايالتونو دانرژۍ دوزارت لاسته راوړنې ښيي چې دنفتو نړيوال مصرف به دراتلونکو پنځه ويشتو کلونو په اوږدو کې په سلو کې پنځوس لوړ شي او دانرژي دنړيوال اژانس داټکل له مخې به دغه مصرف د ٢٠٠٥کال په ورځ کې له ٨٣،٢ميليونه بوشکو څخه به په ٢٠٣٠کال کې ١١٥،٤ميليونه بوشکو ته لوړ شي . چې دغه شمېره به دامريکا دنفتو دوزارت داټکل له مخې ١٣١ميليونه بوشکو ته لوړه شي . دا دامريکا دتوليدي ډلې شورون پکزاکو له هغې خبرتيا سره هم اړخ لګوي چې وايې يو سلو پنځه ويشت کاله تېر شول چې نړۍ لومړى زر تريليونه بوشکې نفت مصرف کړل خو يواځې دريشو کلونو ته اړتيا ده چې دويم ترېليون هم مصرف کړي چې دا دهغو ټولو زېرمو له حجم سره برابر دى چې تر اوسه پورې دهغوى شتون په زبات رسېدلى دى . که څه هم١٩٨٠ لسيزه کې نفتو په بازار کې ګډوډۍ هغه مهال رامنځ ته شوه چې هر هېواد دنفتو په بازار کې پرته له دې چې اړتيا، دنويو زيرمو کشف او يا بيو ته پاملرنه وشي دخپلو زيرمو له کچې څخه دلوړو توليداتو څخه خبرې پيل کړې . له ١٩٨٥تر ١٩٨٦ کال پورې عربي متحده اماراتو دخپلو زېرمو رسمې براورد له ٣٣،٩ څخه ٩٧،٢ بيليونه بشکو ته لوړ کړ. سعودي عربستان هم ١٩٨٧او ١٩٨٨کلونو تر منځ په خپلو زېرمو کې په سلو کې پنځو س لوړ والى راوست او له ١٦٩،٦څخه يې ٢٥٤،٩ ميليارده بشکو ته ورساوه ، او په عين وخت کې عراق دخپلو زېرمو دوه برابره اټکل وکړ او له ٣٢ميلياره بوشکو څخه يې په ١٩٨١ کال کې ٦٥ميليارده بوشکو ته لوړ کړ چې (دغه شمېره له ٢٠٠١کاله وروسته ١١٥ميليارده بوشکو ته ورسېده ) . په دې توګه د١٩٨٣ او ١٩٨٨کلونو تر منځ داوپک دغړو هېوادونو دزېرمو ټوليزه شمېره په سلو کې ٦٢لوړه شوه او له ٤٧٠ مليارده څخه ٧٦١،٤مليارده بوشکو ته لوړه شوه . په دې ډول دغو هېوادونو دخپلو زېرمو شمېره د٢٠٠٥کال دجنوري په لومړيو کې تر ٨٩٦،٦ پورې هم لوړه کړه |
|
+ نوشته شده در
Thu 8 Nov 2007ساعت 7:28 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
چی د ښکلو په محفل کی را څرګند شی چی پر مخ توری زلفان دخپل خوری کړی چی د زلفو ګیډی واړوی خپل شا ته ( مل ) بی ځایه په یار نه دی مین شوی |
|
+ نوشته شده در
Thu 8 Nov 2007ساعت 7:25 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
ناټو ځواکونو د یوې پاڼې په خپرولو سره منلې چې د ځواکونو د ډزو له امله پرون یو تن ولسی وګړی وژل شوی دی . په پاڼه کې ویل شوی ، چې پېښه هغه وخت رامینځ ته شوه چې یو موټر په ډیر ګړندیتوب سره د ځواکونو اشارې ته د نه پاملرنې له امله په ډزو سره وول شو . په خبر پاڼه کې نه ده په ګوته شوې چې دغه پېښه د هېواد په کوم ځای کې رامینح ته شوې ده . صفت الله ذاهدي
|
|
+ نوشته شده در
Thu 8 Nov 2007ساعت 7:23 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
اناراودهغه فايدي دهلمندولايت دميووله پلوه يوډيرغني ولايت دي چي پكښي رازرازميوي پيداكيږي چي يويي له هغه جملي څخه اناردي چي دهلمندپه نوزاد،سنگين ،موسي قلعه ،ولسواليوكي يي غټ غټ باغونه دي چي دهلمنداونوروولايتونوپه بازارونوكي دخرڅ په موخه عرضه كيږي .اناردقدرت له پلوه يوه ډيره خوش ذايقه ميوه ده چي انسانان ورنه هميشه استفاده كوي كوم چي داناروموسم وي .اواناردانسان په جسماني صحت كي مهم رول لري چي وظيفه يي په بدن كي دويني صافوالي دي اوهمدارنگه دزړه دبدوالي له منځه وړل دفشاربرابره ول اوداسي نور وظايف لري. عبدالباري (صديقي مسافر) هلمندلښكرگاه |
|
+ نوشته شده در
Thu 8 Nov 2007ساعت 7:16 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
دهلمنددګرشك ولسوالۍ دنهرسراج په سيمه كي دولايتي شورا يوغړي حاجي دين محمد دسه شنبي په ماښام هغه مهال دنامعلوموكسانولخوا دډزوپواسطه ووژل سو.چي دمسجدنه دكور په لورروان وو. خوتراوسه دد ي وژني پړه نه طالبانوا ونه كوم بل چا په غاړه ا خيستي. دحاجي دين محمد نژدي خپلوان وايي چي دچاسره يي كومه شخصي دښمني نه لرله . په هلمندولايت كي دالومړۍ ځل دۍ چي دولايتي شورايوغړي تردي ډول بريد لاندي راځي. احمدنويدنظري هلمند |
|
+ نوشته شده در
Thu 8 Nov 2007ساعت 6:58 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
صفحه نخست پروفایل مدیر وبلاگ پست الکترونیک آرشیو عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی
دتليفون نمبر 0708373448 او یا هم 0088216---8441545سټلایټ نمبر دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com safatz@internews.af او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد |
|
RSS
|