![]() |
![]() |
|
| دصفت الله (ذاهدی) خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي خپرونه |
|
وسله والوطالبانو د يكشنبې په شپه دنهوبجو په شاوخواكي دهلمند كندهار د لوئې لاري پرسرد دوه لاري پر يوه امنتي پوسته بريد وکړ ، دهلمندولايت دامنيه قومندانى دمطبوعاتي دفترآمرسلطان محمود ددغه خبر د تائدولو په ترڅ كي وويل دشپې پرنه بجودلښكرګاه ددوراهي دكانټنرپه نوم يوه امنيتي پوسته ددولت دمخالفينوله خواتربريدلاندي راغله چي له امله ئې دوه تنه پوليس مړه اودرې نور ټپيان سويدي،ده وويل چي وروسته مخالفين شاتګ ته اړسوي اودپيښي په ځاي كي دوينونښي نښانې ښئ چي وسله والوطالبانوته مرګ ژوبله اوښتې وي. وسله والوطالبانوددغه بريدپړه پرغاړه اخيستې،دوسله والوطالبانووياندقاري محمديوسف احمدي رسنيوته ويلي دي چي په دغه بريدكي ئې دپوليسو دوه موټره ويجاړكړي،لس نفره پوليس ئې وژلي او څلورميله وسلې ئې نيولي دي. په دې وروستيوكي دهلمندپه جګړه ځپلي ولايت كي پرامنيتي پوستوبريدونه زيات سوي څه موده وړاندي دګرشك په ولسوالى كي دپوليسويوه امنيتي پوسته دوسله طالبانوتربريدلاندي راغله اوپوليسوته ئې درنده مرګ ژوبله واړوله. |
|
+ نوشته شده در
Sun 6 Jan 2008ساعت 9:1 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د سنګيسار څخه په رارسيدلو خبرونو کي طالبان په هغه سيمه کي د ناټو د ځواکونو د يوې الوتکي د راغورځيدلو ادعا کوي ، ويل کيږي چي د ايساف الوتکه په مرميو ويشتل سوې او راغورځول سوې ده خو له بلي خوا په کندهار کي د ايساف مطبوعاتي دفتر لراوبرويبپاڼي ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي د الوتکي راغورځيدل ردوي ، او وايي چي دا خوشي اوازې دي چي ويل کيږي چي د ايساف الوتکه غورځېدلې او د رالوېدلو پر وخت يې سيمه ايزو وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده . سنګيسار د طالبانو د مشر ملا محمد عمر پخوانی جهادي سنګر دی او په ۱۹۹۴ ميلادي کال کي يې په لومړي ځل د طالبانو اسلامي غورځنګ پيل هم له همدې کلي څخه وکړ . |
|
+ نوشته شده در
Sun 6 Jan 2008ساعت 8:58 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
صفحه نخست پروفایل مدیر وبلاگ پست الکترونیک آرشیو عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی
دتليفون نمبر 0708373448 او یا هم 0088216---8441545سټلایټ نمبر دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com safatz@internews.af او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد |
|
RSS
|