تبليغاتX
گرمسیر
دصفت الله (ذاهدی) خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي خپرونه

دهلمندولايت دسنګين په ولسوالۍ کي ديوه ځاۍ پرځاۍ سوي ماين د چاودني له امله پنځه ولسي وګړوخپل ژوندله لاسه ورکړۍ چي پکښي يوه ښځه اويوماشوم هم شامل دي .

دغه چاودنه تيره ورځ پرلس بجى دهلمندولايت دسنگين اوگرشك ولسوالۍ ترمنځ دحيدرابادپه سيمه كى پريوشخصي سراچه موټرباندى سوى چى دچاودنۍ په ترڅ كى پنځه تنه ولسۍ وگړى وژل سوى اويوتن ژوبل سوى  دى. په وژل سوكسانوكى يوه ښځه اويوه انجلۍ هم شامل دى دا خبره ددغه ولايت امنيه قومندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وه كړه. انډيوال زياته كړه چى دغه سراچه موټردسنګين ولسوالۍ څخه دګرشک ولسوالۍ په لور روان وو چي پريوځاى پرځاى ماين برابرسواوپـيښه رامنځته سوه.

خودوسلوالوطالبانووياند قاري يوسف احمدى ديادي سوى پيښى څخه ځان ناخبره ښودلى  اونه هم بلى سرچينى پيښه په خپل غاړه اخيستى .

ددغه ځاى ځائې اوسيدونكي  بياوايي چى ښايي داماين  وسلوالوطالبانو افغان اوبهرنيوځواكونوته ښخ كړى وي چى دملكى كسانو موټر يي دچاودنى ښكارسو، دحيدراباد دسيمى يوتن اوسيدونکي گل احمد وويل چى هروخت دسنگين اوگرشك ولسوالۍ ترمينځ وسلوال طالبان افغان اوبهرنيو ځواكونوته ځمكنى اوريمونټى ماينونه ښخوي چى دافغان اوبهرنيو ځواكونوموټرونه يي الوزولى

ديادونى وړ ده چى دوى مياشتى وړاندى هم دهلمند ولايت مركز لښكرگاه ته څيرمه دبولان په سيمه كى دولسۍ وگړو يوه گاډه دچاودنى ښكار سوه چى دچاودنى په تر ځ كى درى تنه ولسۍ وگړو خپل ژوند له لاسه وركړۍ وو. ددي پيښي پړه تراوسه نه طالبانوپرغاړه اخيستۍ اونه هم بلي ډلي

ځايي خلک بياوايي چي ښائي داماين طالبانوبهرنيواوافغان ځواکونوته ښخ کړۍ وي.

+ نوشته شده در  Sat 9 Feb 2008ساعت 12:31 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

تيره ورځ په ۱۰ بجي په هلمند ولايت دسنګين او ګرشك په لوي لاردسرك ديو ښخ سوي مين په چاودنه كي پنځه تنه ووژل شول

دا پيښه دګرشك ولسوالي د حيدر اباد په سيمه كي دسورلي په يوه سراچه ډوله موټر باندي په داسي حال كي وچاوديد چي موټر د سنګين نه د ګرشك په لوري روان وو چي ماين پري وچاوديد  او په ديچاودنه كي  پنځه تنه مړه او يو تن ژوبل شو  اوپه وژل شو كسانو كي يوه ښځه او يوه ماشومه هم شامله ده

دهلمند ولايت دامني قوماندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال و ويل ئي چي دا په هغه موټر وشوه چي شپږ تنه سورلي ئي راوړلي نوموړي داكار دسولي او وطن ددښمنانو كار وباله    خو دائي وه نه ويل چي دا ماين د چا لخوا څخه شخ كړي شوي او دچالپاره وو خو دځائي طالبانو وياند قاري يوسف احمدي  هم په دي اړه ناخبري وښوده  خو ولسي وګړي بياوائي چي ځائي طالبان وخت ناوخته  وه افغان او ناټو ځواكونو ته ماينونه ايږدي چي د ځايي وګړو موټر پري برابر شو 

+ نوشته شده در  Tue 5 Feb 2008ساعت 1:29 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

تيره شپه په هلمند مركز لښكرګا ښار دصافيانو په كلي كي دايساف ځواكونودعملياتوپر مهال  په يو كور بريد وسو چي يو تن پكي ووژل سو او يواوه كلنه  ماشومه  ټپي كړل سوه

داپيښه تيره شپه پنځلس كم يوه بجه وو رامنځ ته سوه دوژل سوي  كس عبدالغار ورور حاجي نوراحمد وايي چي په هيڅ هم نه وخبر چي دكور دروازه يي په بم والوزول او وروسته خاريجان  په خپل سر په كورته  ورننوتل  ورور يي ورته وواژه او يو ماشومه يي هم په ډزو ټپي  كړه حاجي نور احمد وويل چي عبدالغفار په بازاركي نصوار پلورل اوخپل اولاد ته يي  نفقه دهمدي لاري لاس ته راوړل حاجي نور احمدوويل چي ورور يي په هيڅ ګوند اوډله پوري نه دي  تړلي

 دصافيانو دكلي اوسيدونكو داپيښه سخته وغندله  او ويل چي اول  ٰبايد دوي ځان ته مجريم معلوم كړي بيايي دوژلو اونيولو اقدام وكړي ،كلي والو داهم وويل نړيوله ځواكونه دي   خپل  سري عمليات نه كوي داخلي پوليس دي په داسي عملياتو كي  ونده اخلي چي دداسي پيښو مخنيوي وسي دالومړي ځل ندي چي  په هلمندكي  داسي پيښي رامنځ ته كيږي دګرمسير ولسوالي زياتره استوګتن دداسي پيښو څخه خپل كورونه پريښي دي او كډي يي كړي دي 

دبلي خوا دناټو وياند، سايمونيلر ،وويل چي داعمليات تيره شپه تر سره سول  او دوژل سوي كس وژل يي تايد او په غاړه يي واخستل او وويل چي وژل شوي كس دوسلوالوطالبانوكلك ملاټړ وو  او دټپي سوي ماشومي نه يي ناخٰبري ښودله

 

 

 

+ نوشته شده در  Tue 5 Feb 2008ساعت 1:22 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

افغان فرهنګپال محمدسليم تايب په حق ورسيد

په برتانيا کې داوسيدونکوافغانانودټولنې مرستيال، دافغانستان دپوځ پخوانى افسر اودنظامي علوموماسټر محمد سليم تايب دورپيښې شوې ناروغى له امله دروان کال د جنورى په ٢٦ نيټه د٥٢ کلونوپه عمر لدې نړۍ سترگې پټې کړې. له مرحوم نه دوه زامن اودوې لوڼې پاتې دي

+ نوشته شده در  Mon 28 Jan 2008ساعت 10:24 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

افغان فرهنګپال محمدسليم تايب په حق ورسيد

په برتانيا کې داوسيدونکوافغانانودټولنې مرستيال، دافغانستان دپوځ پخوانى افسر اودنظامي علوموماسټر محمد سليم تايب دورپيښې شوې ناروغى له امله دروان کال د جنورى په ٢٦ نيټه د٥٢ کلونوپه عمر لدې نړۍ سترگې پټې کړې. له مرحوم نه دوه زامن اودوې لوڼې پاتې دي
+ نوشته شده در  Mon 28 Jan 2008ساعت 10:23 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

کندهار بياهم جګړه وشوه

دکندهار په ميوند ولسوالي کې ديوې وسله والي نښتي پر مهال يو امنيتي ساتونکى وژل شوى دى چارواکي وايي چې بريد پر ولسوالي نه بلکي پر يوه امنيتي پوسته شوى خو طالبانو لراوبر ويپاڼي ته وويل چې ددوهدف دميوند ولسوالي نيول وو او په دې نيت يې بريد کړى . خو افغان چارواکي دطالبانو داخبره نه مني
+ نوشته شده در  Mon 28 Jan 2008ساعت 10:22 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

کندهار: د اوړو بيه څلورسوه کلداري راکښته سوې ده.

په کندهارکي داوړو بيه په يوه ګونۍکي څلورسوه پاکستانۍکلداري راکښته سوې ده . دغه خبره په کندهار کي دسوداګريزي خوني ( اطاق تجارت)رئيس ماما عبدالرازق ( رفيقي) خبريالانوته وکړه . دده په وينااوړه ځکه دنوروورځوپه پرتله په کندهارکي ارزانه سويدي چي د کندهار ديو شميرسوداګروپه مرسته شپاړس سوه ټنه اوړه دتورغونډۍله لاري د ترکمنستان څخه اوديارلس سوه ټنه دحيرتان له لاري دتاجکستان له هيواد څخه کندهارته راواردسوي دي ښاغلي ( رفيقي) زياته کړه : (( موږهڅه کووچي نوراوړه هم کندهارښارته واردکړو ترڅو داوړوبيه نوره هم  راکښته سي، ځکه ترمخه دکندهارپه ښارکي ديوې سل کيلويي ګونۍاوړوبيه څلورزره څلورسوه پاکستانۍکلداري وه خودپورته يادسوواوړوپه رارسيدوسره ديوې ګونۍپه بيه کي څلورسوه پاکستانۍ کلداري کمښت راغلى دى ))
ديادوني وړده چي په کندهارولايت کي دنيژدې يوې مياشتي راهيسي داوړواوغازوبيې دونده لوړ ي سوي دي  چي هغه دچاپه خبره له اسمان سره خبري کوي اوټول خلګ له دولت څخه هيله کوي چي په دې ګرانۍ،بېکارۍاوشنه ژمي کي ددوى غم وخوري کنې دابه يوه داسي ستونزه وي چي زموږځپلى اولس به نورهم وځپي ،چي بيابه يې جبران ډيروخت په برکي ونيسي

 

+ نوشته شده در  Mon 28 Jan 2008ساعت 10:22 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

هلمند:درې پوليس وژل سوي اودوه تنه ټپيان دي

دهلمندامنيه قومندان ومنل چي:تېره شپه دطالبانوپه بريدکي درې تنه پوليس وژل سوي اودوه تنه نورټپيان دي .
مل پاسوال محمدحسين ( انډيوال ) خبريالانوته وويل چي يادسووپوليسودګرشک ولسوالۍمرکزته نيژدې کزمه کوله چي تربريدلاندي راغلل اودغه مرګ ژوبله رامنځته سوه .
انډيوال زياته کړه نورپوليس موسمدستي سيمي ته وروليږل اوپرطالبانوباندي دځوابي بريدپه پايله کي يې هغوى ته هم مرګ ژوبله واړول لاکن کره معلومات يې نه لرو.
خوپه سيمه کي يوتن ځايي طالب قومندان ملاعبدالخالق په دې اړه خبري رسنيوته ويلي چي په دې بريد کي ېې ترلسوډيرپوليس وژلي مګرطالبانوته هيڅ تاوان نه دىرسيدلى .
ګرشک دهلمندولايت يوه له ناکراروولسواليوڅخه ده چي تل يې په رسنيوکي دجنګ اوجګړوخبرونه خپريږي
+ نوشته شده در  Mon 28 Jan 2008ساعت 10:21 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 
صفحه نخست
پروفایل مدیر وبلاگ
پست الکترونیک
آرشیو
عناوین مطالب وبلاگ
درباره وبلاگ
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی

دتليفون نمبر

0708373448 او یا هم

0088216---8441545سټلایټ نمبر

دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com

safatz@internews.af

او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي

صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد

نوشته های پیشین
آبان 1388
مهر 1388
شهریور 1388
مرداد 1388
تیر 1388
خرداد 1388
اردیبهشت 1388
فروردین 1388
اسفند 1387
بهمن 1387
دی 1387
آذر 1387
آبان 1387
مهر 1387
شهریور 1387
مرداد 1387
تیر 1387
خرداد 1387
اردیبهشت 1387
فروردین 1387
اسفند 1386
بهمن 1386
دی 1386
آبان 1386
آرشیو موضوعی
انځورونه
شعرونه
لیکنی او نظرونه
خبرونه
لنډي كيسي
د نړی عجایبی او جالبی ټوټي
له دوستانو سره خوشحاله شيبي
تاريخ او ژوند
دپارلمان غړو نمبرونه
کمپیوټر پوهنه
اسلامی نری او نبوی احادیث
هلمند او هلمندیان
د تولنی ترجمانان څوك دي ؟
دپولیسو او پوځ رتبي
پیوندها
ګرمسير
ياهو
جي ميل
پژواك خبري اژانس
بينوا
وخت خبري اژانس
بي بي سي پښتو
ملالي جويا
تل افغان
بي بي سي ناظر
دجګري اوصلحي راپوروركولو انستيوت
طلوع تلويزيون
امريكاږغ ويب پاڼه
ښايست
هيله دافغان ښوو ځوانانو ويب لاګ
پيمان ملي ورح پانه
ځنځیر بلاګفا
ملل متحد
ټوکمار بلاګف
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

safatullah zahidi 333