تبليغاتX
گرمسیر
دصفت الله (ذاهدی) خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي خپرونه

2008\ 3\ 9

د هلمند په ولايت كي ناټو ځواكونو عمليات ترسره كړيدي چي دعلياتو

 

 پرمهال يي يوشمير اولسي وګړوته مرګ ژوبله ا ړولي  ده  چي په پايله كي

 

 ددغي ولسوالي ګڼ شمير اولسي وګړي  داحتجاج په ډول دغه ولايت

 

 مركزته ورغلي دي  

……………………………………………………………………………….

 

ديكشنبي  په شپه څلور بجي د  ناټوځواكونود هلمند ولايت په نادعلي

 

 ولسوالي كي يو لړ عمليات ترسره كړي دي  چي دنوموړي عملياتو په ترڅ

 

 كي يي  ددغي ولسوالي  په يو دښتي  او لڅه سميه كي په يو ه كور يرغل

 

 وروړي   چي  د نوموړي كورني دوه تنه پلار او زوي  يي وژلي دي   چي

 

يوتن  يي له ځان سره بيولى،اوله پاته دوه نورو كسانوسره يي وهل اوټكول كړي دي

نن دلس بجو پرمهال دوژل سوو  خپلوان او دنادعلي ولسوالي مخور سپين

 

ږري او ځوانان دهلمند ولايت امينه قومنداني مخي ته  راغوند سوي وو اود

 

 وژل سوو كسانومړي   يي هم له ځان سره راوړي وو او په فرياد سره يي

 

 دافغان دولت نه داغوښتنه كوله چي دتلاشي او عملياتوپرمهال دي يوازي

 

افغان ملي اور دو اوياهم پوليس كورونو ته د تلاشيي لپاره بيايي

 

ولي ددغه ولايت امينه قومندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال په سيمه

 

كي  دغه پيښه تايدكړه ولي نور يي دپيښي د علت څخه ناخبري وښودله،

 

دوژل سوو كسانو دخپلوانو څڅه يوتن استي خان لمر تلويزيون ته  وويل

 

چي  وژل سوي كسان پلار او زوي وه  ده  وويل نورعلي  او زوي يي جمع

 

خان چي اته كاله عمر يي درلودي په دغه  پيښه كي  وژل سوي دي استي خان

 

وايي وژل سوي كس يو غريب او بزګر  سړي وو 

 

شير محمد هم ددي راغلو خلكو څخه وه ده وويل ( چي اته كلن ماشوم خو

 

نسي طالب كيداي  دراغلوكسانو شميره چي  په سلګونو كيده له ځان سره

 

 يي مرګ په امريكا  او مرګ په بهرنيانو شعارونهويل  ، دوي دافغان دولت

 

نه دبهرنيانو د وتلو غوښتنه  هم وكړه

 

په هلمند كي د ميشتو بر تانوي ځواكونو وياند سايمون ميلر وويل چي په

 

دغه عمليات يي دافغان ځواكونو د  اې ، ايل  ، اس  ، ايف    په ملګر تيا 

 

ترسره كړيدي نوموړي عمليات  يي تايد كړه ولي په وژل سو كسانو يي

 

خفګان  وښودي   

 

ديادوني وړ ده چي څه باندي يو ه مياشت وړاندي هم دي ته ورته  يوه پيښه په

 

هلمند مركز لښكرګاه كي دصافيانو په يو  كلي كي  دبرتانوي ځواكونو

 

دعملياتو په ترڅ كي رامنځ ته سوي وه  چي يو تن يي وژلي  او يوه ماشومه

 

يي ټپي كړي وو

 

صفت الله   (ذاهدي ) هلمند

+ نوشته شده در  Tue 11 Mar 2008ساعت 9:15 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند ولايت داطلاعاتو او كلتور رياست وه كتابتون ته داطلاعاتو او كلتور وزارت

 

يو شمير ادبي سياسي او ټولنيز كتابونه وركړل چي  نن ديو لړ مراسيمو په ترڅ كي  په

 

دغه كتابتون كي ځاي پر ځاي كړه

........................................................................................................

نن دسي شنبي په ورځ دهلمند ولايت داطلاعاتو او كلتور رياست وه كتابتون ته

 

داطلاعاتو او كلتور وزارت لخوا څلورزره جلده ادبي ،سياسي او ټولنيز كتابونه چي 

 

په دري او پښتو باندي ليكل شوي وه وركړل .

 

دغه كتابونه نن سهار دهلمند ولايت د والي دمعاويند سيد امان الله سعادت لخوا  ديو ي

 

غونډي په ترڅ كي دهلمند ولايت اطلاعاتو او كلتوررياست په عامه كتابتون كي 

 

دلوستونكو لپاره ځاي پرځاي شوه  چي دهلمند ولايت دوالي معاويند داطلاعاتو او

 

كلتور له وزير ښاغلي عبدالكريم خرم نه ددي مثبت ګام په اوچتيدلو مننه وكړه  او يو

 

شمير زيات مينه وال  له دغه كار نه خوښي څرګندوله

 

+ نوشته شده در  Tue 11 Mar 2008ساعت 9:9 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

kai

کیې ایدي

په افغانستان کې د یوناما مرستیال، کرسټفر الکساندر، نن په

کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په راتلونکو څو اوونیو

کې به کیې ایدي په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د نوي

ځانګړي استازي په توګه په دنده پيل وکړي.

نوموړي وویل چې د ملګرو ملتونو دنوي استازي د ماموریت د ترلاسه

کولو سره سم به په افغانستان کې د فعالیتونو پروسه لا ګړ دئ شي

او د افغانستان له حکومت سره د ګډو هدفونو د خپلولو لپاره به یو ځای

کار وشي.

دی خبری ناستې ته کرسټفر الکساندر وویل چې نوموړی ځانګړی ا

ستازی به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د ورکړل شویو

صلاحیتونو لاندې خپل ماموریت وغزوي.

هغه وویل چې دنوي استازي په دندو کې ښه مشوره، د نړیوالې ټولنې د ملاتړ همغږي، بشري حقونه او

ټاکنې شاملې دي.

د افغانستان حکومت څه موده وړاندې انګلیسي سیاستوال، پیډي اشډاون، ددی لپاره پدې دنده ونه مانه

چې ګواکې زیات صلاحیتونه ورته ورکول کیدل.

+ نوشته شده در  Tue 11 Mar 2008ساعت 9:3 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

نن دشنبی په ورځ په افغانستان کې په رزگونو کسانو داسلام دپیغمبرد کارتون په خلا ف چې په ډنمارکی

ورځپاڼوکې بیا خپور شویدی احتجاجی مظاهری وکړی . په زرگونو کسانو نن دشنبی په ورځ په هرات کې

مارش وکړاو په شعارونو کې ئې هغه ډنمارکی ورځپاڼې غندلی چې اسلام ته ئې سپکاوی کړیدی. دغه

کارتون یو له هغو دولسو کارتونونونه دی چې په اسلامی نړۍ کې زوروری بلواگانی راپارولی وی.

 دوی لومړی په دوه زره شپږم کال کې خپاره شوی وو. یوشمیر ډنمارکی ورځپاڼو وروسته له هغې چې

پولیسانو وویل، دوی هغه توطئه کشف کړه چې غوښتل ئې دغه ارټسټ ووژنی، تیره میاشت دارټسټ

سره دملاتړپه ښودلوسره تیره میاشت دغه کارتون بیاخپورکړ. مسلمانان داسلام دپیغمبر عکس یا تصویر

ایستل اسلام ته سپکاوی گڼی . افغان مظاهره کونکو دهالنډ دپارلمان دمحافظه کار وکیل گریت ویلدرز

هغه راتلونکی فلم وغنده چې قرآن شریف ئې دیو فاشستی کتاب په حیث یادکړیدی .

+ نوشته شده در  Tue 11 Mar 2008ساعت 9:0 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

Afghans protest 'insults' to Islam in Pul-i-Alam, capital of Logar province, 05 Mar 2008
د شنبی په ورځ په زرگونو کسانو د هرات په ښارکې هم مظاهره کړی وه.

په زرگونو افغانانو د اسلام د پیغمبر د

کارټون او د هالنډ د پارلمان دیو محافظه

کار وکیل د فلم په خلاف چې په

راتلونکی وخت کې به خپورشی،

مظاهرو ته دوام ورکړیدی

په زرگونو افغان زده کونکو د ډنمارک په

ورځپاڼو کې د هغه کارټون په خلاف مظاهره

کړی چې د اسلام پیغمبر پکې ښودل شویدی چې دبم په ډول لونگو ټی ئې په سرکړیدی.

نن د یکشنبی په ورځ د جلال اباد په ښارکې مظاهره شویده.

 مظاهره چیانو د ډنمارک د هغو ورځپاڼو چې دغه کارتون ئې خپور کړیدی او

دهالنډ د پارلمان دیو محافظه کار وکیل د فلم په خلاف چې راتلونکی وخت

کې به خپور شی، شعارونه ورکول.

رپوټونه وائې، په دغه فلم کې په قران شریف باندی اعتراض شویدی. دوی

له افغانستان نه دډنمارکی اوهالنډ عسکرو دویستلوغوښتنه کول چې دناټو

په مشری په افغانستان کې وظیفه سرته رسوی.

د شنبی په ورځ په زرگونو کسانو د هرات په ښارکې هم مظاهره کړی وه.

مسلمانان د اسلام د پیغمبر عکس ویستل اسلام ته سپکاوی گڼی. دغه

کارتون چې د ډنمارک په ورځپاڼو کې خپور شویدی یو له هغو دولسو

کارټونونه دی چې په دوه زره شپږم کال کې د لومړی ځل لپاره د ډنمارک

ورځپاڼو خپور کړی و او په درسته اسلامی نړۍ کې بلواگانې راپارولی وی.

تیره میاشت د ډنمارک یو شمیر ورځپاڼو دغه کارټون بیا خپور کړ.

پولیسانو وویل، دوی یوه توطئه کشف کړه چې منظورئې دکارټونست وژل وو.

ورځپاڼو دغه کارتون د کارتونست په طرفداری خپور کړیدی.

+ نوشته شده در  Tue 11 Mar 2008ساعت 8:57 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
لمندوال : هلمندى والي غواړو
 

 
 
هلمندکې د غونډې گډونوال
هلمندوال وايي دغه ولايت ته دې هلمندى والي راولېږل شي .
د هلمند ولايت دګڼو قومونواستازو په يوه احتجاجي غونډه كې له حكومت څخه غوښتنه وكړه چې دغه ولايت ته بايد داسې څوک د والي په توګه ورولېږل چې خپله د هلمندسړى وي .

د هلمند پخوانى والي اسدالله وفا و، چې دوې ورځې وړاندې له دندې ګوښه شو .

قومي مشرانو كه څه هم دښاغلي وفا دكارستاينه كوله، خو ويل يې چې كه نوى والى د هلمند نه وي، ښايي په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت لانور هم کړکېچن شي .

اسدالله وفا ډېروخلكو ديوه جدي سړي په توګه پېژاندۀ، هغه به په هره غونډه كې پربهرنيانو نيوكې كولې او هغوى به يې له حكومت سره په نه همكارۍ تورنول .

اسدالله وفا دغه نيوكې دوې ورځې وړاندې له بي بي سي سره په يوه ځانگړې مركه كې بياتكرار كړې، هغه وويل په هلمند ولايت كې مېشت نړيوال سرتېري له ما سره هېڅ ډول همكاري نه كوي .

د كوكنارو پرضد مبارزه كې هم له موږ سره همغږي نه ښيي . كه دغه حالت دوام وكړي زه به له خپلې دندې استفعا وركړم .

خواوس معلومه نه ده چې هغۀ خپله استفعا وركړې او كه دحكومت له لوري له دندي ګوښه شوى .

اسدالله وفا شاوخوا ١٤ مياشتې د هلمند د والي په توګه دنده ترسره كړه .

كه څه هم يوشمېر هلمندوال دهغه ځينې كارونه مثبت بولي، خو د ناكامۍ په اړه يې هم خبرې كېږي .

هلمندکې به امنيت څومره تامين وي
 د لښكرګاه مركزي جامع جومات ته، چې د ولايت تر څنګ پروت دى، هم ځانمرګى بريدكوونكى راځي او د ولايت مرستيال حاجي پيرمحمد وژني . نو تاسو فكروكړئ چې په هلمندولايت كې امنيت څومره تامين و
 
قاري مختاراحمد

ډېرى د ښاغلي وفا ناكامي د يوه ډاډمن امنيت په نشتوالي پورې تړي .

امنيت هغه څه دى چې ګڼ هلمندوال يې له ډېر پخوا څخه غوښتنه كوي .

ځينې نور بياوايي چې اسدالله وفا د هلمندوالو درد ځكه دوا نكړاى شو، چې په دغه ولايت كې يې سياسي نفوذ نه درلود.

ډېرو قومي مشرانو دخپلې دې غوښتنې دليل دا وړاندې كړ، چې د هلمند امنيتي وضعيت اوس ډېر خراب دى اوداسيې والي ته اړتيالري چې له قومي نفوذ څخه برخمن وي .

داچې د قومي مشرانو دغو غوښتنو اوړانديزونو ته مركزي حكومت مثبت ځواب وايي او كه نه، دا هغه پوښتنه ده چې دمګړۍ يې ځواب نه موندل كېږي، خو د هلمند نوى والي به څوك وي، كه څه هم تر اوسه دحكومت له لوري نه دى اعلان شوى، خو ډېرى خلك په بيا، بيا د لغمان د اوسني والي ګلاب منګل نوم اخلي،چې د هلمندراتلونكى والي به وي .

+ نوشته شده در  Wed 5 Mar 2008ساعت 7:18 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
یوه ځان مرگه د افغانستان په ختیځ کی یو پولیس وژلی دی


افغان چارواکي وایی چی یوه ځان مرگه پرون د خوست د ولایت د تڼیو په ولسوالي کی په یوې حکومتي ودانۍ باندی حمله وکړه او یو پولیس یې وواژه.

ځان مرگه غوښتل خپل موټر بم په حکومتي ودانۍ باندی ورولي، مگر افغان محافظینو په هغه باندی ډزي وکړې او موټر د ودانۍ په دروازه کی وچول سو په دې پېښه کی تقریبا لس کسه چی یو عسکر هم په کی شامل و، زخمي سوي دي.

دا په تیرو دوو ورځو کی د ځان مرگو دوهمه چاودنه ده چی په خوست کی د طالبانو له خوا کیږی.

یاغي طالبانو ددوشنبې په ورځ اول د ناتو او افغان د گډو قواو د یوې نظامي اډې په محافظینو باندی ډزي وکړې او بیا یې د بمونو ډکه لارۍ په هغې خوا وروستله او هغه یې وچوله.

په دې حمله کی څلور تنه ووژل سول او پنځلس کسان زخمي سول چی په مړو کی د ناتو دوه عسکر هم وو. د ناتو د عسکرو ملیت نه دی اعلان سوی . د افغانستان په ختیځ کی اکثره امریکا یي عسکر اچول سوي دي.

+ نوشته شده در  Wed 5 Mar 2008ساعت 6:58 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
افغانستان د پارلمان وکیلانو پرون په کابل کی مظاهره وکړه


Denmark
د افغانستان د پارلمان څه د پاسه دوو سوو وکیلانو پرون په کابل کی مظاهره وکړه او په هغې کی یې د اسلام د پیغمبر په ډنمارکي کارتون او هغه هالینډي فلم باندی چی وروسته به را وځي او په کی په اسلام باندی انتقادونه شوي دي، خپل احتجاج څرگند کړ
.

د افغانستان د پارلمان وکیلانو د ډنمارک او هالینډ د حکومتونو نه وغوښتل چی د اسلام د سپکاوي نه لاس واخلی.

هغوی دغه راز د هغي بیانیې یوه برخه ولوستله چی د ملگرو ملتو او د اسلامي کنفرانس د سازمان نه غواړی چی هیوادونه دداسی اعمالو نه منع کړی چی ددوی په قول ‏«‎ خطر ناکي مقابلې»‎ را پاروي.

 د ډنمارک څو ورځپاڼو په دې وروستیو وختو کی د اسلام د پیغمبر هغه کارتون بیا چاپ کړی دی چی یوه داسی لنگوټه یې تړلې ده چی د بم غوندي ښکاری.

افغان پارلماني وکیلانو د هالینډ په هغه سیاستمدار باندی هم اعتراضونه وکړل چی په نظر کی لری هغه فلم خپور کړی چی ویل کیږی په هغه کی قرآن یو فاشیستي کتاب ښودل سوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر رنگین داد فر سپانتا ددوشنبې په ورځ کوپن هاگن ته ولاړ چی په دې کارتون باندی احتجاج څرگند کړی.

هغه وویل چی د بیان د آزادۍ نه باید داسی استفاده ونه سی چی دده په قول ‏«‎ یو میلیارډ مسلمانان په قهر او غوصه سی‏. ‏»‎

+ نوشته شده در  Wed 5 Mar 2008ساعت 6:56 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
طالبانو په خوست کې د ناټو په یو مرکز باندی حمله کړیده

طالبانو د هغې حملی مسؤلیت په غاړه اخیستی دی چې پرون د دوشنبی په ورځ دخوست په ولایت کې دناټو په مرکز باندی شوی وه
.

په دغه حمله کې لږ تر لږه پنځه تنه زخمیان شوی وو. دا معلومه نده چې په دغه حمله کې څوک وژل شویدی هم دی او که نه.

د امریکا د پوځ نطاق وائې، د ناټو لږ تر لږه دری عسکر په دغه حمله کې زخمیان شویدی او محلی مقامات وائې، دری افغان پولیسان هم زخمیان شویدی.

د ناټو د عسکرو هویت تر اوسه پوری ندی څرگند شوی. افغان مامورانو وویل، حمله کونکو مخکی لدی نه چې په دغه مرکزکې خپل موټر وچوی، د ناټو په مرکز باندی ئې ډزی وکړی.

د کاناډا نظامی مقاماتو پرون ددوشنبی په ورځ رپوټ ورکړ چې د دوی یو عسکر د یکشنبی په ورځ په کندهار کې وژل شوی و.

او افغان مقاماتو وویل، د یکشنبی په ورځ د هلمند په ولایت کې د عملیاتوپه وخت کې څه د پاسه شل تنه یاغیان وژل شوی وو.

+ نوشته شده در  Tue 4 Mar 2008ساعت 7:31 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
د تاریخ په ځنډه کې

Benazir Bhutto speaks during press conference in Islamabad, 07 Nov 2007

بېنظیر بوټو

د کال ١٩٨٨
د نوامبر پر شپاړ سمه، د پاکستان خلکو له یوې لسیزی څخه وروسته لومړنیو انتخاباتو کی د پخواني صدراعظم، ذوالفقارعلی بوټو لور، فقید بېنظیر بوټو، د صدر اعظمی په حيث انتخاب کړه.

دا په معاصر تاریخ کی د یوه اسلامی هیواد لومړنی ښځینه مشره وه. په کال ١٩٧٧ کی، کله چی جنرال محمد ضیاء الحق په یوه پوځی کودتا کی قدرت ونیوی، ذوالفقار علی بوټو یې محاکمه کړ، او ځکه یې اعدام کړ چی ویل یې په کال ١٩٧۴ کی یې د یوه سړي د قتلولو امر ورکړی وو.

بېنظیر بوټو په وروسته اوو کالو کی څو ځله په خپل کور کی نظر بنده سوه. په کال ١٩٨۴ کی بېنظیر بوټو انگلستان ته وتښتېده او هلته د پاکستان د پیپلز پارټی، چی د دې پلار تاسیس کړې وه، مشره سوه.

جمهور ریس ضیاءالحق په کال ١٩٨٨ کی د متحده ایالاتو د سفیر سره یو ځای د الوتکي د لوېدلو په یوې پېښی کی مړ سو او په پاکستان کی د قدرت خلا منځته راغله.

------------------------------

 د کال ٨١٢٠ ، د امریکا پر ایسیکس نومي کښتی باندی، چی د نهنگانو په ښکار پسی وتلې وه، یوه لوی نهنگ د جنوبی امریکا د لوېدیځ ساحل څخه، دوه زره میله لیری حمله وکړه.

دغه ٢٣٨ ټنه ایسیکس نومې کښتۍ، د نهنگانو په ښکار پسی وتلې وه چی د هډوکو او غوړیو څخه یې ډېره زیاته گټه ترلاسه کېدله. یوه قهرېدلي نهنگ دوه ځله پر کښتۍ باندی حمله وکړه او پر بل مخ یې واړوله.

 ددغی بېړۍ شل تنه عمله په نورو وړو کښتیو کی وتښتېدل مگر پنځه لس تنه یې په څپو کی ډوب سول او یوازي پنځه تنه یې ژوندي پاته سول.

ددغو پنځو تنو څخه دریو تنو یې په ډېرو خواریو یې ځانونه د جنوبی امریکا سواحلو ته ورسول او دوه نور یې په لار کی د لوږي څخه مړه سول.

------------------------------ 

150 3eifell.jpg
په پاریس کی د آیفل منار
د کال ١٧٨٣
د نومابر پر یویشتمه فرانسوی ډاکټر جین فرانکوی ډی روزې او فرانکوی لورینټ، د لومړي ځل لپاره په بالون کی والوتله او د پاریس پر سر باندی یې په تقریبا پنځه ویشتو دقیقو کی پنځه نیم میله الوتنه وکړه.

دا بالون دوو وروڼو ژاک ایتینی او جوزف مایکل مونټگولفایر اختراع کړی وو. انسانانو په حقیقت کی د بېخې ډېره وخته د الوتلو خوبونه لیدلي وه.

 د یونان یوه افسانه موږ ته وایی چی ډیډېلس وزرونه جوړ کړل او د موم پیوندونه یې پکښی وهل او هوا ته والووت.

لوناردو داوینچی په پنځه لسمه پېړۍ کی د داسی الوتونکو ماشینونه رسمونه وایستل چی اوسني هیلیکوپټر ته ورته وه. خو د انسانانو دا ارزو ایله د ١٧٨٠ په لسیزه کی پوره سوه، او انسان په هوا کی وگرځېدی.

------------------------------ 

Viscera coffin made of gold and inlaid with colored glass and semi-precious stones
د کال ١٩٢٢
د نوامبر پر شپږ ویشتمه، برټانوي لرغون پېژوندونکي، هاوارډ کارټر او لارډ کارناروون، په څه باندی دریو زرو کالو کی د لومړي ځل لپاره د مصر د پاچا ټوټان خامین قبر ته ننوتل.

 دا یوه عجیبه خبره وه چی تر دغه وخته پوری د ټوټان خامین قبر ته هیڅوک نه وه ورغلي او هغه ثابت پاته سوی وو، او په هغه کی دننه ددغه تنکي ځوان پاچا د سرو زرو د یوه تابوت په شمول، چی د هغه مومیایی سوی مړی پکښی پروت وو، په زرهاو قېمتی شیان پیدا سول.

کله چی په کال ١٨٩١ کی کارټر د لومړي ځل لپاره مصر ته ورغی، نو د مصر د پاچاهانو اکثر قبرونه لوټ سوي او قېمتی شان ورڅخه وړل سوي وه.

او تر کال ١٩١٣ پوری اکثر لرغون پېژوندونکي په دې عقیده سول چی نور نو په مصر کی داسی تاریخی اثر پاته نه دی چی هغه کشف سوی نه وی. خو کارټر امید له لاسه نه ورکاوه او د مصر د پاچاهانو د قبرونو کیندلو ته یې، تر هغه وخته پوری چی د ټوټان خامین قبر یې پیدا کاوه، دوام ورکړ.

 پاچا ټوټان خامین په کوچنیوالي کی پاچا سو او تر لسو کالو پاچاهی وروسته د اته لسو کالو په عمر مړ سو، ځکه یې نو د مصر په تاریخ کی چندانی کارنامې پاته نه دی.

د ټوټان خامین په قبر کی د سروزرو او جواهراتو پر یو شمېر آثارو برسېره، د کورسامانونه، کالي، یوه گاډۍ‏، وسلې او یو شمېر نور داسی شیان پراته وه چی د پخواني مصر پر کلتور باندی یې رڼا اچوله.

د ټوټان خامین مړی درې زره دوه سوه کاله په دغه تابوت کی ساتل سوی وو او اوس د هغه له قبر څخه لاسته راغلي آثار د مصر د قاهرې په میوزیم کی ساتل کېږی.

+ نوشته شده در  Tue 4 Mar 2008ساعت 7:22 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
په لومړي ځل، یوې امریکایۍ مسلمانې، افغاني تابعیت، پس له ‌ډیرې اوږدې مودې، تر لاسه کړې
 

Map of Afghanistan
دغه امریکایي افغانه میرمن له کابل ښار وتی سیمې، د ماهیپر تنګي په کلي کې ژوند کوي.
په لومړي ځل، یوې امریکایۍ مسلمانې، افغاني تابعیت، پس له ‌ډیرې اوږدې مودې، ترلاسه کړې. دا امریکايۍ اوس مریم بابکرخیل نومیږي

 مریم بابکر خیل په کال ۱۹۵۴ کې د امریکې دمتحدو ایالاتو د کیلفورنیا د سانټیاګو په ښار کې زیږېدلې. د هغې پخوانی نوم ډبرلین ویدر بي دی. 

مریم بابکرخیل څه موده وړاندې په ده سبز ولسوالۍ کې افغاني تابعیت واخیست. 

مریم وايي چې دا په دولس کلنۍ کې په لومړي وار په ۱۹۷۱ کې افغانستان ته راغلې، خو هغه وخت یې له افغانانو سره مینه پیدا شوه؛ کله چې افغانان له جګړو کډه کولو ته اړ شول.

مریم بابکرخیلې خپل کلي ته د نورو خیریه کارونو تر څنګ یو ښوونځی هم جوړ کړی چې نیږدې شپږ نیم سوه زده کوونکي پکې زده کړه کوي.

دغه امریکایي افغانه میرمن له کابل ښار وتی سیمې، د ماهیپر تنګي په کلي کې ژوند کوي. هغه وایي چې په کلیوال چاپیریال کې ورته ژوند له خوند ‌ډک دی. 

د مریم خاوند، ببرک بابکرخیل دهغې په اړه وایي چې نوموړې ورسره دیوې افغانې په څیر ژوند کړی.

مریم مسلمانه ده. هغه وايي د ژوند تر پایه به په افغانستان کې پاتې شي

+ نوشته شده در  Tue 4 Mar 2008ساعت 7:19 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
دبریتانی شهزاده هاری بریتانی ته رسیدلی دی

دبریتانی شهزاده هاری په افغانستان کې دیو عادی عسکر په حیث دلسو هفتو وظیفی له اجرآله کولو نه وروسته نن دشنبی په ورځ بریتانی ته ورسید. دهغه دوظیفی موده لدی کبله لنډه کړی شوه چې خارجی مطبوعاتو دهغه دوظیفی په باره کې رپوټونه خپاره کړل .

شهزاده هاری دشاهی هوائې قواو په اډه کې چې اکسفورد ته نژدی پرته ده له الوتکونه راښکته شو او په میدان کې دهغه پلار چارلزاو مشرورور ویلیم هرکلی ووایه . ٢٣ کلن هاری دملکی ایلزابت لمسی او دهغو کسانو په شمیر کې دریم کس دی چې دبریتانی دتاج مدعیان دی .هغه له افغانستان نه پرون دجمعی په ورځ دخپلی وظیفی سرته درسیدلونه دمخه روان شوی و. دهغې فیصلی نه وروسته هغه له افغانستان نه وویستل شوچې هغه او دهغه قطعه به دافراطیانو هدف ونه گرځی .

 دجنوری په میاشت کې داسترالیا یوی ورځپاڼۍ دهغه په باره کې رپوټ ورکړی وچې په افغانستان کې وظیفه اجرآ کوی . دغه رپوټ پدی هفته کې دډرج رپوټ په نامه دامریکا په یو ویب سائټ کې ورکړشو او دنړۍ مطبوعاتو دغه رپوټ بیا خپور کړ

+ نوشته شده در  Tue 4 Mar 2008ساعت 7:17 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

President Bush, right and Danish Prime Minister Anders Fogh Rasmussen, left, talk at a joint news conference at Bush's ranch near Crawford, Texas

جورج بش او د دنمارک صدر اعظم، اندرس فاگ راسموسن

جمهور رئیس بش وايي عراق د امریکا د متحده ایالتونو سره د اوږدې مودې امنیتي موافقې ته اړتیا لري، ترڅو د موکراسي په دې ملک کې خوندي شي.

ښاغلي بش د دنمارک د صدر اعظم اندرس فاگ راسموسن سره د خبرو په وخت وویل چې په افغانستان کې د ناتو نورو پوځونو ته اړتیا شته ده.

جمهور رئیس بش چې په تکزاس کې د خپلې کروندې نه خبریالانو ته خبرې کولې، وویل: "زه په دې پوهیږم چې عراقي مشرانو ولې احمدي نژاد بغداد ته بللی دی. دی هیله لري چې دوی د یکشنبې د کتنې په وخت احمدي نژاد ته څرگند پیغام ورسوي".

جمهور رئیس بش وویل: "پیغام باید دا وي: مغلقې وسلې چې ځمونږ خلک ورباندې وژل کیږي مه رالیږه. او پیام دادی: مونږ د امریکا سره د امنیت په برخه کې د اوږدې موافقې په لټه کې یو تر څو زمونږ د دموکراسۍ دودې لپاره کافي وخت ولرو."

د جنورۍ په میاشت کې د امریکا د دفاع وزیر، رابرت گیتس، ویلي ؤ چې امریکا نه غواړي په عراق کې د اوږدې مودې لپاره اډې ولرې. خو د امریکا حکومت د خپلو پوځونو لپاره د یوې موافقې د تر لاسه کولو پسې دی تر څو له عراق سره پوځي اړیکې تامین کړي.

جمهور رئیس بش وویل د ایران مشر ته بل پیغام دادی چې بین المللي ټولنه د ایران د یورانیمو د غني کولو د پروگرام په برخه کې جدي دي.

په ایران باندې د نورو بندیزونو لگولو لپاره د ملگرو ملتو بل اقدام بلې هفتې ته کیدونکی دی. ایران وايي د یورانیمو په غني کولو ځکه لگیا دی چې د برښنا په تولید کی ورنه گټه واخلي، نه دا چې اتمي وسلې ورنه جوړې کړي.

جمهور رئیس بش د دنمارک د صدر اعظم راسموسین سره د خبرو نه وروسته خبریالانو سره خبرې وکړې. دواړو مشرانو د اقلیم په بدلون، د دارفور په بحران، کینیا او په راتلکونکې میاشت کې په رومانیا کې د ناتو په کیدونکي غونډې خبرې وکړې.

په دې غونډه کې په افغانستان کې د ناتو د پوځونو د زیاتوالي په هکله خبرې کیږي.

President Bush at the White House press conference, 28 Feb 2008
ښاغلي بش: طالبان اوس هم ځان مرگي کسان استخداموي، مگر حکومت ته لوی خطر نه شي جوړولی.
راسموسین وايي: "مونږ ډیرې هلې ځلې کوو تر څو په افغانستان کې زمونږ ماموریت بریالی شي. د افغانانو لپاره، د بین المللي امنیت لپاره او همدارنگه د ناتو لپاره دغه ماموریت ډیر مهم دی. نو ځکه مونږ په افغانستان کې د ناتو ډیرو قواوو ته اړتیا لرو."

په داسې حال کې چې د ناتو ٢٦ واړه هیوادونه په افغانستان کې قواوې لري خو ددې هیوادونونه ځنې داسې هم دي چې ددوی قواوې د طالبانو سره مخامخ په جگړه کې نه دي شامل او د ملک په خوندیو ځایونو کې میشته دي.

جمهور رئیس بش وویل دی د ناتو غړو هیوادو په ستونزو خبر دی، خو دی د دوی نه غواړي چې د طالبانو سره جبهو ته ډیر نور عسکر هم ور ولیږي.

بش وویل: "پرو سږ کال دا وخت ؤ، او طالبانو دفاعي حالت درلودل، سږکال بیا دوی د اکار کوي. ایا دوی اوس هم خطر ناک دي؟ بلي اوس هم دوی خطر ناک دي."

ښاغلي بش وویل طالبان اوس هم ځان مرگي کسان استخداموي، مگر حکومت ته لوی خطر نه شي جوړولی. ده وویل ناتو کولی شي د طالبانو په ضد وجنگیږي، خو دوی ډیرو عسکرو ته اړتیا لري ترڅو دغه وظیفه پای ته ورسوي.

+ نوشته شده در  Tue 4 Mar 2008ساعت 7:14 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
مشکوکو یاغی طالبانو د موبائل تلیفون دوه برجونه تباه کړیدی

02/03/2008

رادیو تبلفون برج
د یود پاسه د دوه زرم کال نه را پدی خوا، په افغانستان کې موبائل تلیفونه رواج شویدی او اوس په هیواد کې د ارتباط اصلی وسیله ده.
افغان پولیسان وائې، مشکوکو یاغی طالبانو د افغانستان په جنوب کې دموبائل تلیفون دوه برجونه تباه کړیدی. افراطیانو پرون د شنبی په ورځ ناوخته په کندهار کې دموبائل تلیفون برج تباه کړچې د روشن په نامه دتلیفون دشرکت پوری ئې ارتباط لاره
.

دوی د جمعی په ورځ سهار وختی هم په کندهار کې داریبا‏‏(‎AREEBA‏)‎ په نامه د تلیفون د شرکت یوبرج الوزولی وو.

پولیسان وائې، احتمال لری چې دا کار طالبانو کړی وی ځکه چې ددغې ډلې نطاق تیره هفته گواښ کړی وچې که دغه شبکی دشپی له خو ا خپل فعالیت بند نکړی نو دوی به د افغان ټلیکمیونکیشن برجونه والوزوی.

 طالبان ویریږی چې په افغانستان د امریکا او نوری خارجی قواوی د موبائل تلیفون له سیگنلونونه کاراخلی چې دیاغی طالبانو څرک ولگوی.

د یود پاسه ددوه زرم کال نه را پدی خوا، په افغانستان کې موبائل تلیفونه رواج شویدی او اوس په هیواد کې د ارتباط اصلی وسیله ده.

طالبان هم دموبائل تلیفون نه کاراخلی او لدی لاری نه دمطبوعاتوسره تماس نیسی. د ټلیکمیونکیشن ماهران وائې، امریکائې پوځ بی لدی چې ددغو شبکو له سیگنلونونه کار واخلی، مصنوعی سپوږمیونه کار اخلی.

 طالبانو د تلیفون شرکتونوته په تیر وخت کې گواښ کړی واودا تورئې ورباندی لگولی وچې په افغانستان کې دخارجی قواو سره همکاری کوی.

+ نوشته شده در  Tue 4 Mar 2008ساعت 7:8 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
افغان مامور: د هیواد په ٩٥ فیصده خاوره باندی حکومت کنټرول لری

Amrullah Saleh, the head of Afghanistan's intelligence service, speaks during a press conference in Kabul, Afghanistan, 03 Mar 2008

د افغانستان د استخباراتو رئیس، ‎امرله صالح

د افغانستان د استخباراتو رئیس  ‎امرله صالح ‏ وائې، حکومت د افغانستان په ٩٥ فیصده خاوری باندی کنټرول لری او د امریکا هغه رپوټ ئې ردکړ چې ویلی و، د کابل حکومت یوازی د افغانستان دخاوری په دریمه برخه باندی کنټرول لری
.

هغه پرون د دوشنبی په ورځ په کابل کې وویل، د افغانستان د٣٦۴ ولسوالیونه یوازی اته ئې د حکومت په لاس کې ندی.

د امریکا د ملی استخباراتو رئیس ‏(‎مائک مک کائنل ‏)‎ تیره هفته کانگرس ته ویلی وچې دافغانستان شپته فیصده خاوره د محلی قبائلو په لاس کې ده، طالبان لس فیصده او حکومت دیرش فیصده کنټرولوی.

ښاغلې صالح دمک کائنل دا ارقام غلط اوبی اساسه وبلل او وائې، امریکائې چارواکې د قبائلو د مشرانو په هغه نقش باندی چې د افغانستان په حکومتی عنعنوی سستم کې ئې لوبوی پوره ندی ندی خبر.

د افغانستان د استخباراتو رئیس وویل، د امریکا ماموران فکر کوی چې په حکومت کې، د قبائلو اکثریت مشران کوم نقش لوبوی نودا د هغوی کنټرول بولی، په داسی حال کې چې کابل ‏دا یوه ډیره ښه شتمنی بولی.

 د امنیتی چارو څارونکی پال بورټن چې دافغانستان په باره کې پوره مطالعه لری، وائې مرکزی حکومت ته د قبائلی مشرانو وفاداری ترزیاتی اندازی پوری د کابل دحکومت د قابلیت پوری اړه لری چې دوی ته څومره گټه رسولی شی.

دی وائې، دکابل حکومت کوښښ کوی چې د افغانستان په جنوب کې خلکوته لومړی ضروری شیان ورسوی محلی قبائلی مشرانوته ئې دا نا ممکنه کړیده چې د مرکزی حکومت په باره کې پوره احساس وکړی.

+ نوشته شده در  Tue 4 Mar 2008ساعت 7:6 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

Britain's Prince Harry, atop a military vehicle in the Helmand province, Southern Afghanistan, 18 Feb 2008
دبریتانی ددفاعی چارو مامورانو  پریکړه وکړه  چې شهزاده هاری  دهلمند له ولایت نه په داسی وخت کې رااوباسی چې په دغه ولایت کې دهغه دوظیفی په باره کې رپوټونه خپاره شول. دهغه دامنیت په باب اندیښنی پیدا شوی چې دی دبریتانی دتاج دریم وارث دی
+ نوشته شده در  Sat 1 Mar 2008ساعت 7:18 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
د برتانیی شهزاده په افغانستان کی د طالبانو پر خلاف جنگیدلی دی

28/02/2008

شهزاده هیری
درویشت کلن شهزاده، د تیر کال د ډسمبر د میاشتی راهیسی د هلمند په ناکراره ولایت کی، د خپلو قواوو ترڅنگ په جنگ شامل و.
د برتانیی د دفاع وزارت وایی چی شهزاده هری د دریو میاشتو لپاره د افغانستان په جنوب کی د طالبانو پر خلاف د جنگ په لومړی کرښه کی جنگیدلی دی
.

د برتانیی د دفاع وزارت دا خبره تایید کړه چی دغه درویشت کلن شهزاده، د تیر کال د ډسمبر د میاشتی راهیسی د هلمند په ناکراره ولایت کی، د خپلو قواوو ترڅنگ په جنگ شامل و.

د برتانیی د پوځ قوماندان جنرال ریچارد دانت وایی چی په افغانستان کی په جنگ کی، د شهزاده گډون د افتخار وړ دی او ده په محاربه کی د نورو عسکرو په شان جنگیده.

افغانستان ته د شهزاده د اعزام خبر د برتانیی د حکومت او مطبوعاتو د موافقی په اساس نه وخپور شوی.

 خو چارواکی وایی چی دا خبره یوی استرالیایی مجلی او جرمنی ورځپاڼی بر بنډه کړی ده.

ډانت نن وویل چی دی د دی خبر د بربنډ کییدو له امله ډیر متاثره دی.

 او د دفاع وزارت به له سره په دی غور وکړی چی شهزاده به بیا افغانستان ته ولیږی او که نه

+ نوشته شده در  Sat 1 Mar 2008ساعت 7:15 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
دبریتانی شهزاده  هاری له افغانستان نه را ایستل شویدی

شهزاده لس هفتی په پټه خپله وظیفه اجرا کوله . دبریتانی مطبوعاتو موافقه کړی وه چې دهغه دوظیفی په باره کې به رپوټونه نه خپروی مگر کله چې په یو امریکائې ویپ سائټ کې دهغه په باره کې معلومات خپاره شول نو هماغه وچې په لندن کې ددفاعی چارو ماموران مجبور شول چې دغه اقدام وکړی . دچټکی ارزیابی نه وروسته پریکړه وشوه چې شهزاده هاری له افغانستان نه را اوباسی او بریتانی ته ئې راولی څو دی اودهغه قطعه به دطالبانو هدف نشی .

 په هلمند کې دهغه قوماندانانو دی دهغو کسانو په کتارکی دریم کس یادکړچې دبریتانی تاج ته په کتارکې ولاړدی په داسی حال کې چې دی یو نمونه عسکردی او صدراعظم گورډون برون وائې، هغه خپله وظیفه په ښه شان سرته ورسوله. ښاغلئ برون وائې: ١ زه فکرکوم چې هرڅوک غواړی له ده او زموږ له ټولو هغو قواو نه چې وظیفه سرته رسوی مننه وکړی چې په زړورتیا، په مسلکی توگه اووفاداری سره خپله وظیفه اجرآکوی . په لومړی سرکې پلان داسی و چې هغه به ددرو میاشتو لپاره وظیفه اجراکوی .

 مگر دبریتانی ددفاع وزیر دیس برونی وائې، تل داتفاهم موجود و چې کله چې دهغه په باره کې معلومات خپاره شی نو کیدای شی چې دهغه سفر لنډ شی . هغه وائې: ٢ لیکن دا یوه مآیوسه کونکی خبره ده چې دده په باره کې پدی طریقه معلوما ت خپاره شول ، موږ توقع لرله چې ښائې همداسی وشی . ددغه احتمال لپاره پلان موجود و.دده قوماندانانو پلان لاره چې که دده په باره کې رپوټونه خپاره شی نو دوی باید ډاډ ورکړی چې هغه صحیح سلامت وساتی او هغه څو ک چې دده سره کارکوی هغوی هم باید وژغورل شی .

که څه هم چې هاری دپوځ سره مینه لری خودا مشکله ده چې وویل شی چه هغه به بیا په څیرمه جبه کې وظیفه سرته ورسو او که نه . دی به یوازی دخطر سره مخامخ نوی بلکه دده په شاوخوکې کسان به هم ورسره مخامخ وی . دبریتانی اوه زره اته سوه عسکر اوس په افغانستان کې دیره دی چې دا دناټو ترټولو لوی دوهمه قطعه ده . اکثره دغه عسکر دافغانستان په جنوب کې دیره دی چې دطالبانو پلویان پکې زیات دی

+ نوشته شده در  Sat 1 Mar 2008ساعت 7:12 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 ایساف نن وویل چې په پکتیکااوکندهارولایتونه کې ددغه ځواک څلورپوځیان وژل شوي اودوه نورژوبل شوي دي .

 

دایساف له یوې خبرپاڼې سره سم دسې شنبې په ورځ په پکتیکاکې

دنړیوالوځواکونودوه پولنډي عسکرهغه مهال ووژل شول اویوټپي شوچې

دهغوی دموټرودکاروان په لاره کې یې اېښودل شوی ماین وچاود.

پېښه دولایت له مرکز اودایساف ځواکونوله اډې کابودرې کیلومتره لېرې

وشوه .پولنډ په افغانستان کې دولس سوه پوځیان لري چې دناټو دڅه باندې

څلوېښت زره کسیزځواک په څنګ کې فعالیت کوي .

له بلې خوا ددغه ځواک دوه نورعسکردسې شنبې په ورځ په کندهارکې

دسړک دغاړې په چاودنه کې ووژل شول .

په دې پېښه کې یوبل ژوبل شو.ناټوځواکونوددغودرو عسکرودملیت په اړه

څه نه دي ویلي خو دټپي شوي حال یې له خطره وتلی بللی دی .


+ نوشته شده در  Thu 28 Feb 2008ساعت 10:30 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
څوک چــې کبان په سينـدکې نيسي هابه جال جـوړوي
يـــارســـــتـادميــنې انتــــظـــارورځـــې نــه کـال جـوړوي
ســــاده ښـايست دې ښـه دى ځارپېزوان پـرې مه ځړوه
لکـــــه هنــدوان کړي عـبـادت سُنـــدرنه خـــال جـــوړوي
سـتادښايـــست رنګيــنـۍ واړه راتــه وړا نــدې وروستــه
زه يـــې قـلــم بــانــدې لــيکـــم دزړه مــې حــال جوړوي
چې دوصال ماڼۍ کړم جوړه،خيال مې ډوب شـي هومره
بيده شـــي لاړشــــي راشـــي ستاداوربل شـال جوړوي
دښکـلوچـــم راځـــينــې ورک دى لــروبــرګــرځـــي اوس
دبېــلــتانــه غــميــــزې ســـتامـــې دزړه فـــال جـــوړوي
چــې پـــکې زانګم بـــه يووخت هغه شېبې شـمارم تـل
اميـــن زى ســتــاکــاږي تــصــويــردزلــفــوټــال جــــوړوي

 

+ نوشته شده در  Thu 28 Feb 2008ساعت 10:24 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

دمارجي ولسوالي دشورشوورك اوسيستاني په سيمه كي پرون دځاي طالبانو اوپوليسو تر منځ جګړه وه شوه

......................................................................................

پرون دمارجي ولسوالي دشورشورك او سيستاني  په سيمه كي پوليس د ګزمي پر مهال بوخت وه چي  دپوليسو پر موټر وسلوالو طالبانو د راكټ بريد وكړاو په دي پيښه كي يو پوليس زخمي او پنځه ويشت تنه وسلوال طالبان وژل شوي  دپوليسو يو رنجر موټرهم  سوځيدلي دي دهلمند ولايت دامني قوماندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال نن سها رخبريالانو ته وويل:

 چي دابريدد مارجي ولسوالي دشورشورك او سيستاني په سيمه كي چي ډيره نارامه سيمه ده  هغه مهال د پوليسو پر يو موټر باندي دراكټ بريدوشو چي    نوموړي پر ګزمه بوخت وه وروسته پوليسو يو لړ عمليات پيل كړه چي دعملياتو په ترڅ كي يي پنځه ويشت تنه وسلوال طالبان ووژل او دوه ميل راكټ دوه ميله سقيل او څلور ميله كلاشنكوف هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي خوبل طرف ته د ځايي طالبانو وياند قاري يوسف احمدي  بيا دپيښي پخلي وكړ او وي ويل چي زموږيو تن مړ او دوه تنه ټپيان دي اونوموړي وويل چي  زيات شمير پوليس وژل شوي دي بل پلو بيا  حسين انډيوال زياته كړه چي نن يي دوتنه مضنون كسان ددووريموټ كنټرول ماينونو سره هم نيولي دي او نن سهار د ناوي ولسوالي دعينك په قريه كي يو ملكي موټر پر يو ځاي پرځاي شوي ماين باندي برابرشوو چي څلور تنه ملكي وګړي مړه اودوه  تنه ټپيان دي او په مړو كسانو كي يو تن محد غل چي لاره نيونكي وو هم وژل شوي دي    او بل خوا تيره ورځ بيا محلي خلګو وه پوليسو ته دښه امنيت دټينګښت په خاطر هغوي ته تقدير نامي وركړلي او نوموړي پوليس يي وستايل خو دا څويم ځل دي چي دهلمند مر كز ته نيژدي داسي پيښي رامنځ ته كيږي

 

صفت الله  ذاهدي هلمند   

 

+ نوشته شده در  Thu 28 Feb 2008ساعت 10:18 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 


ليكوال   : ليف نيكولايويچ تولستوى

ژباړن        : انجينېر اصف عمر، كابل

تر نڅا وروسته

دا دى تاسي واياست، انسان نه پوهېږي، چي ښه او بد څه دي، خو ټوله خبره په چاپېريال كي ده؛ چاپېريال هر څه ژوي راژوي، خو زما په اند ټوله خبره په پېښه كي ده. دا دى زه به د ځان په اړه درته ووايم.

په دې اړه چي سړى بايد د ځان د بشپړولو لپاره لومړى د چاپېريال په شرايطو كي بدلون راولي. موږ ټولو ته ښاغلي ايوان واسيليويچ زموږ تر منځ د روانو غورو په ترڅ كي وويل:”كه رښتيا شي، هېچا دا خبره نه وه كړې، چي انسان په خپله نه شي كولاى، په ښو او بدو پوه شي. خو د ايوان واسيليويچ دا عادت و، چي د غورو په ترڅ كي ور په زړه شويو خيالونو ته ځواب ووايي او د خپل ژوند د ځينو خاطرو كيسه وكړي. ډېر ځله به په كيسه داسي بوختېده، چي اصلي موضوع يې له ياده وتله او كيسه يې هم بيا په پوره رښتينولۍ كوله. اوس يې هم همداسي كول“.

_ دا دى زه به د ځان په اړه درته ووايم، زما ټول ژوند په بل ډول نه، په همدې ډول روان دى، په چاپېريال پوري نه، بېخي په بل څه پوري تړلى دى.

_ موږ وپوښتل: په څه شي پوري؟

_ دا كيسه ډېره اوږده ده، د دې لپاره چي پوه شئ، نو ټولي كيسې كولو ته اړتيا ده.

_ خو ويې كړئ!

ايوان واسيليويچ په چورت كي لاړ او سر يې وخوځاوه.

_ هو! ټول ژوند له يوې شپې څخه، يا كه سم وويل شي، له يوه ګهيځه پر بله روان شو.

_ څه خبره وه؟

_ خبره دا وه چي زه سخت مين وم، مين شوى خو ډېر ځله وم، خو دا ډېره سخته مينه وه، تېر شوى كار دى، هغه اوس واده شوې ده، لوڼي لري، دا نجلۍ ب... نومېدله، هو! وارينكه ب...

_ ايوان واسيليويچ د هغې كورنى نوم واخيست.

_ هغه ان په پنځوس كلنۍ كي ډېره ښكلې او زړه راښكونكې وه، خو په اتلس كلني ځوانۍ كي يې بيا سارى نه درلود؛ جګه، سيخه، مغروره او بې جوړې، هو! رښتيا بې جوړې، پر لاري بې كچي نېغه تله، تا به ويل بل ډول تلاى نه شي، سر يې لږ شا ته نيوه او دغه كار د هغې ښكلا او جګوالي ته د هغې له ډنګرتوب سره، سره شاهانه بڼه وركوله، داسي چي كه چېري د هغې په ښكلو شونډو او ځلېدونكو سترګو كي دايمي پسته موسكا او د هغې نازك بدن نه واى، نو خلك به ورڅخه ډارېدل.

_ ايوان واسيليويچ يې څنګه ښه انځوروي.

_ هو! كه هر څومره يې ښه درته انځور كړم، بيا هم تاسي نه شئ كولاى، د هغې د ټولي ښكلا اټكل وكړئ، خو خبره په دې كي نه ده، هغه څه چي زه يې كيسه كوم، په څلوېښتمه لسيزه كي و. هاغه وخت زه د يوه ولايتي (اطرافي) پوهنتون محصل وم، نه پوهېږم چي دا ښه كار و، كه بد، خو هاغه مهال زموږ په پوهنتون كي ټولني، سازمانونه، ګوندونه او كومه تيوري نه وې. موږ ځواانان وو او ژوند مو هم هماغسي و، لكه له ځوانۍ سره چي ښايي، هم مو زده كړه كوله او هم مو مستي. زه هاغه وخت شوخ او خندانه هلك او بډاى هم وم. له ما سره يو بهرنى هم و، سات تېرى سړى و، له نجونو سره به له غرونو راښويېده، (د سكي تختې لا هغه وخت نه وې موډ شوي)، له ملګرو سره به يې نشه كوله، ( هاغه وخت موږ له شامپاين څخه پرته بل څه نه څښل، پيسې نه وې، هېڅ شى مو نه څښل، بس نه مو څښل، نو (لكه اوس چي ودكا څښي). زما لپاره تر ټولو ښه سات تېرى او خوښي ماښامني محلفونه او نڅاوي وې، نڅا مي ډېره ښه كوله او څېره مي هم بده نه وه.

_ بس دى، بس ډېره كميني مه كوئ، يوې نجلۍ وويل، موږ خو ستا څېره وينو.

څېره مو نه يوازي بده نه وه، بلكي ډېره ښكلې او زړه وړونكې وه.

_ زړه وړونكې يې ګڼئ، ويې ګڼئ، خو خبره په دې كي نه ده، خبره په دې كي ده، چي د خپلي دغي سختي ميني پر مهال، زه له هغې سره د يوه ولايتي مشر كره، چي ډېر مهربانه او مېمله پاله سړى و، د نځا په محفل كي وم، ښه راغلاست ته د هغه مېرمنه ولاړه وه، چي په ډېرو ښكلو جامو كي وه او پر سر يې د جواهرو ګاڼه، اوږې او سينې يې همداسي راوتي او لوڅې وې، لكه د اليزاويتي پيتروفني پورتريت تابلو او همداسي مهربانه، لكه د هغې مېړه.

نڅا زړه راښكونكې او تالار د موسيقۍ له كورسونو (ډلو) سره زړه وړونكى و. هغه ته د هاغه وخت وتلي او پېژندل شوي ځمكه وال راغلي وو. كانتين هم ډېر ښكلى و، د شامپاين ويالې رواني وې. كه څه هم زما شامپاين ډېر خوښېدل، خو ما نه څښل، ځكه چي بې له شرابو په مينه نشه وم، خو نڅا مي تر پرزېدو كوله. هم د كادريل نڅا، هم والس او هم پولكي. خو بې له شكه څومره چي شوې وه، دا ټول له وارينكې سره، هغه په سپين اوږد كميس كي له ګلابي پټۍ سره وه، په لاسونو يې سپيني لاس كښي وې، چي تر مړوند ښې نه رسېدې او په پښو يې سپيني له خنډګرو لوړي موزې وې. د مازوركي د نڅا پر مهال هغه راڅخه هاغه بدرنګه انجينېر انيسيموف بوتله. زه تر اوسه نه شم كولاى، د هغه دغه خوځښت وروبخښم. همدا چي هغه ننوتله، ويې بلله. زه دا وخت سلمان ته په لاس كښو پسي تللى وم او ناوخته مي كړ، بس نو د مازوركي نڅا مي له هغې سره نه، بلكي له يوې المانۍ سره، چي پخوا ورپسي ګرځېدم، وكړه. خو ډارېږم چي دغه ماښام زه د هغې په وړاندي لږ بې نزاكته وم؛ نه مي ورسره خبري كولې او نه مي ورته كتل. ما يوازي په اوږد سپين كميس كي جګه او نېغه تنه ليدله، د هغې له ليري برېښنده له چوكاڼو سره سره غومبري، مهرباني او ښكلي سترګي، نه يوازي ما، بلكي ټولو ورته كتل او خوند يې ترې اخيست. هم نارينه وو او هم ښځينه وو خوند ترې اخيست. سره له دې چي هغې ټول هېڅ ګڼل، هغې ته نه كتل او خوند نه اخيستل ناشونى و. كه څه هم ما د مازوركي نڅا له هغې سره نه كوله، خو په حقيقت كي زه ټول وخت له هغې سره په نڅا اخته وم. هغه به هر ځل پرته له دې چي وشرمېږي، د تالار له هغه سره سيخ زما پر لور راخوځېدله، ما به هم بې له دې چي بلني ته وګورم، له ځايه د هغې پر لور ټوپ واهه او هغې به هم په خوږه موسكا زما د سم اټكل مننه كوله.

 كله چي يې موږ هغې ته وروستلو او هغې نه شو كولاى په پټو سترګو ما وټاكي، بل ته د لاس وركولو پر مهال يې خپلي ډنګري اوږې كېكښلې او د تاسف او ډاډګيرني لپاره به راته موسكۍ شوه. كله چي د مازوركي والس پيل كېده، ما ډېر وخت له هغې سره والس كوه او په ژر، ژر سا اخيستلو او موسېدلو يې راته وويل: بيا وكړه، بيا وكړه او ما بيا، بيا والس كوه، داسي چي خپل بدن مي نه احساساوه.

 _ څنګه مو نه احساساوه، زما په خيال، كله چي مو د هغې له ملا څخه لاس راتاواوه، نه يوازي خپل، بلكي د هغې بدن مو هم ښه احساساوه.

_ يوه مېلمه وويل: د ايوان واسيليويچ باړخوګان له شرمه سره شول او په بګوره يې ان چيغه كړه.

_ دا دى، تاسي اوسني ځوانان ياست. تاسي پرته له بدنه هېڅ هم نه وينئ، زموږ په وخت كي داسي نه وه. هر څومره چي زما مينه ډېرېده، هغومره راته هغه بې بدنه ښكارېده. تاسي اوس غومبري، پښې او نور څه وينئ، تاسي چي پر هغو ښځو مين ياست، نو لڅوئ يې. خو زما لپاره هاغه وخت د (الفونز كار) خبره.

_ ښه ليكوال و، زما د ميني په مضمون كي تل جامې د ژړو (برنجي) وې، موږ نه يوازي لوڅولې نه، بلكي نوري مو هم پټولې، لكه د نوح u مهربانه زوى. خو تاسي په دې نه پوهېږئ...

_ د هغه خبرو ته غوږ مه ږدئ. دا وواياست چي نور څه وشول؟

_ له موږ څخه يوه وپوښتل.

_ هو! نو نڅا ما ټوله له هغې سره كوله او په دې نه پوهېدم، چي څومره وخت تېر شوى دى. ساز غږوونكو په ستړيا او نهيلۍ، لكه تل چي د نڅا او محفلونو په پاى كي وي، هماغه تال بيا، بيا غږاوه. په مېلمه ځايونو كي د قطعو د مېزونو له شا و خوا څخه پلرونه او مېندي د شپې د ډوډۍ په هيله پاڅېدل. نوكرانو له ځينو شيانو سره يوې او بلي خوا ته منډي وهلې، درې بجې وې، بايد له وروستيو دقيقو څخه ګټه اخيستل شوې واى. ما بيا هغه وټاكله او موږ د سلم ځل لپاره د تالار په منځ كي تېر شولو.

_ نو وروسته له ډوډۍ به كادريل زما وي؟

_ ما په داسي حال كي چي هغه مي خپل ځاى ته بدرګه كوله وويل.

_ ولي نه، خو چي ما درڅخه يو نه سي!

_ هغې په موسكا وويل.

_ زه يې نه پرېږدم.

_ ما وويل.

_ راكړئ زما (ويير).

_ هغې وويل.

_ زړه مي نه كېږي.

_ ما په داسي حال كي چي سپين ارزانه (ويير) مي وركاوه وويل.

_ دا دى واخلئ، چي ستاسي ارمان نه شي.

_ هغې له (ويير) څخه بڼكه وشكوله او رايې كړه.

ما بڼكه واخيسته او يوازي په سترګو كي مي كولاى شواى، خپله مننه او خوښي څرګنده كړم. زه نه يوازي خوښ او راضي وم، بلكي نېكبخته هم وم، زه مهربانه وم، زه (زه) نه وم، بلكي بدي نه پېژندونكى، يوازي نيكى كوونكي اسماني موجود وم. ما بڼكه په لاس كشه كي پټه كړه، همداسي ولاړ وم او له هغې څخه مي د ليري كېدو وس نه درلود.

_ ګورئ، پلار نڅا ته بولي!

_ هغې ما ته په داسي حال كي چي د كور او نورو مېرمنو سره په وره كي ولاړ، جګ پوځي افسر ته، يې چي د هغې پلار و ګوته نيولې وه، وويل.

_ وارينكې دلته راشه!

_ موږ د كور د مېرمني زوږ لرونكى غږ واورېد.

وارينكه وره ته لاړه او زه ورپسي.

_ ګراني پلار راضي كړه، چي له تا سره لاړ شي! نو مهربانه شئ، پيتر ولادسيلاويچ.

_ د كور مېرمني افسر ته مخ ورواړاوه.

د وارينكې پلار يو ډېر ښكلى، جګ، منډلى او تازه سپين ږيرى و. د هغه مخ شين او سور لكه (د لومړۍ نيكولاى) له چنګو برېتونو سره و. د كميس غاړه يې تر برېتو پوري لوړه، وېښتان يې د مخ خوا ته ږمنځ شوي او په سترګو او شونډو كي يې هماغسي پسته او مهربانه موسكا وه، لكه د لور. د بدن جوړښت يې هم ډېر ښه و؛ پراخه سينه يې په جګړه كي ګټلو ميډالونو ښكلې كړې وه، پراخي اوږې او اوږدې پښې يې لرلې. هغه د زاوه ټيپ پوځي قوماندان و.

 كله چي موږ وره ته ورسېدو، هغه نه منله او ويل يي چي نڅا يې هېره كړې ده. په پاى كي موسكى شو او كيڼ لور ته يې لاس واچاوه. توره يې له تيكي څخه راوايستله او يوه خدمتكار ځوانكي هلك ته يې وركړه، په ښي لاس يې لاس كښه راښكله.

_ ( هر څه له قانون سره سم).

_ هغه په موسكا وويل. د لور لاس يې ونيوه، د ميوزك لپاره د يوه تاو څلورمه برخه ودرېده. كله چي مازوركه پيل شوه، هغه له تال سره سم په مستۍ يوه پښه پر ځمكه وترپوله او بله يې واغزوله. د هغه جګه او غټه تنه كله په ارامه او پستو ګامونو او كله په شوخو او زوږ لرونكو د تالار شا و خوا وګرځېدله. د وارينكې ښكلې تنه د هغه تر څنګ ډېره نه تر سترګو كېده. هغې پر خپل وخت پښې وړاندي او وروسته كولې، ټول تالار د دغي جوړې هر قدم څاره، ما نه يواز خوند اخيست، بلكي په وياړ او حيرانتيا مي هغوى ته كتل. په تېره بيا زه د هغه په پښو كش شويو بې موډه له څلور كونجه څوكو او ټيټ تلي والا موزو ته حيران وم. داسي برېښېده چي موزې په پوځي موچي ګنډل شوي وې. (د دې لپاره چي لور وباسي او ښې جامې ورته واغوندي، هغه پر موږ نه، بلكي له موږه وتلي موزې په پښو كوي) زما په خيال كي وګرځېدل، داسي ښكارېده، چي مخكي هغه ښه نڅا كوله، خو اوس دروند شوى او پښو يې هغه نرمښت له لاسه وركړى او سره له ټولو هڅو يې نه شو كولاى، له موزيك سره سل په سلو كي سمه پښه ووهي. خو سره له دې هم هغه دوه دوره ښه تېره كړه. كله چي هغه پښې ارتي او بيا يې سره يو ځاى كړې، لږ دروند پر يوه ځنګون ولوېده او هغه په داسي حال كي چي پلار يې بې ځايه كړې لمن سموله، نرمه له هغه څخه تاوه شوه، ټولو په زوره چكچكي وكړې. كله چي هغه لږ په سختۍ پورته شو، په مينه يې لور له غوږه ونيوله او پر تندي يې ښكل او زما څنګ ته يې راوستله. هغه فكر كاوه، چي زه ورسره نڅېږم، ما وويل چي زه د هغې سړى نه يم.

_ مهمه نه ده، دا ځل تاسي ورسره لاړ شئ!

_ هغه په داسي حال كي چي موسېده او توره يې بېرته په تيكي كي ايښووله وويل.

لكه له بوتل څخه په څڅېدلي لومړي څاڅكي پسي چي د بوتل مايعات پر بهېدو راوزي. همداسي زما ميني زما په زړه كي د ميني كولو ټوله وړتيا رابهر كړه. هاغه مهال زما ميني ټوله نړۍ په غېږ كي نازوله. زما د كور مېرمن، د هغې مېړه، د هغې مېلمانه او نوكران، ان پر ما په غوسه انجينېر انيسيموف هم خوښېده. د هغې د پلار په اړه د هاغو كورنيو موزو او د هغې په څېر موسكا سره، بيا ما يو ځانګړى ترور شوى خوږ احساس درلود.

ما زوركه پاى ته ورسېدله، كوربه، مېلمانه د شپې ډوډۍ خوړلو ته راوبلل، خو افسر ب... وويل چي زه بايد ګهيځ وختي پورته شم. له كور والاوو سره يې خداى پاماني وكړه او لاړ. زه وډار شوم چي اوس هغه هم بيايي، خو هغه له مور سره پاتي شوه.

وروسته له ډوډۍ خوړلو، ما له ژمني سره سم، د كادريل نڅا كوله، سره له دې چي زه بې كچي نېكبخته وم، خو نېكبختي مي لا پسي زياتېدله. موږ د ميني په هكله هېڅ نه ويل، ما نه له هغې او نه مي له ځان څخه پوښتنه كوله، چي هغه له ما سره مينه لري، كه نه. ما ته همدا بس وو، چي ما ورسره مينه لرله او زه يوازي له يوه شي څخه ډارېدم، چي كوم شى زما دغه نېكمرغي ويجاړه نه كړي.

كله چي زه كور ته راغلم، جامې مي وايستلې او غوښتل مي چي ويده شم، ومي ليدل، چي دا ناشونې ده. زما په لاس كي د هغې د (ويير) بڼكه وه او بشپړه لاس كښه چي هغې ماته د تګ په وخت كي راكړې وه. ما لومړى د هغې مور وروسته هغه په ګاډۍ كي كېنول. ما دغو شيانو ته كتل او سترګي مي نه پټېدلې. كله مي د هغې هاغه وخت سترګو ته درېده، چي د دوو نورو ځوانانو تر منځ يې زه پېژندلم او كله مي د هغې خوږ غږ اورېده، چي ويل يې: ”غرور؟ كه نه؟“ بيا يې په خوښۍ لاس راكاوه، يا هاغه وخت چي د ډوډۍ د مېز تر شا يې د شامپاين پيك شونډو ته وړاندي كاوه او تر سترګو لاندي يې ما ته په مينه كتل. خو تر ټولو ډېر مي هغه په هاغه حال ليده، چي له پلار سره د پستې او ماهرانه نڅا پر مهال يې په غرور او خوښۍ نندارچيانو ته كتل او ما بې ارادې په خپل فكر كي هغوى په يوه خوږ او نرم احساس سره يو ځاى كول. هاغه وخت ما او مرحوم ورور مي يو ځاى ژوند كاوه. ورور مي له اشرافيت سره هېڅ مينه نه لرله او د نڅا محلفلونو ته بېخي نه ته. هغه د ډاكټرۍ درجې د لومړي پړاو ازموينو ته تيارى نيوه او په ژوند كي يې تر ټولو نېكه لاره مخته نيولې وه. هغه ويده و، ما د هغه په روجايي نيم پټ ځان او په بالښت كي چوخ شوي سر ته كتل او زړه مي ورباندي سوځېد، له هغې نېكمرغۍ څخه هېڅ خبر نه و، چي ما احساسوله. زموږ نوكر شمع په لاس، له ما سره مخامخ شو، غوښتل يې د جامو په ايستلو كي راسره مرسته وكړي، خو ما رخصت كړ. د هغه خوبجنه څېره له ګډوډو وېښتانو سره راته ډېره د زړه سوي وړ ښكاره شوه. د دې لپاره چي څوك ويښ نه كړم، زه د ګوتو پر سرو خپلي كوټې ته لاړم او په خپل كټ كي كښېناستم. نه زه ډېر نېكمرغه وم، ما نه شو كولاى ويده شم. پر هغه سربېره په تودو شويو كوټو كي زما ګرمي كېدله او پرته له دې چي يونيفورم وباسم، په كراره بېرته لومړنۍ كوټې ته لاړم. هلته مي (شنيل) واغوست ور مي بېرته كړ او كوڅې ته ووتلم.

له نڅا څخه زه پر پنځو بجو لاړم، تر څو كور ته رسېدم او هلته كېناستم، دوه ساعته نور هم تېر شول. بس نو چي كوڅې ته وتلم، نو فضا روښانه شوې وه. هوا له اوبلنو ګردلو ډكه وه. واوره د لاري پر سر ويلېدله او له ټولو بامونو اوبه څڅېدلې. ب... دوى هاغه وخت د ښار په څنډه كي ژوند كاوه. څنګ ته يې لويه مامته وه، چي په يوې څنډي كي يې د نجونو انستيتيوت و.

زه له خپلي تشي كوڅې لوى واټ ته ووتلم، هلته مي مخي ته پلي خلك، خشبه (لرګي ماتوونكي) چي پر واوره ښويېدنكو ګاډۍ ګانو يې د كور تر وره ته لرګي رسول، اسونه له يو ډول او پرله پسې سرخوځوني سره مخي ته راغلل. په ګردلو كي واړه كورونه او كوڅې غټ او لوړ ښكارېدل. دا ټول ماته په ځانګړې توګه خواږه او ارزښتمن وو. كله چي زه مامتې ته، چېري چي د هغوى دوى كور و ووتلم، هلته وړاندي مي يو غټ او تور شى وليد او له ليري د شپېلۍ او ډول غږ راته. زما په زړه كي پرله پسې سندري ګرځېدلې او كله، كله د مازوركي ساز هم ګرځېده، خو دا ساز يو بل ډول زيږ ساز و.

دا څه شى دى؟

_ ما له ځان سره فكر وكړ او د مامتې په منځ كي پر تېري شوي لاري د غږ خوا ته روان شوم. كله چي سل ګامه وړاندي لاړم، ما وكولاى شول، چي په ګردلو كي تور خلك ووينم. داسي برېښېده چي سرتېري وي. (كېداى شي تعليم ورباندي كوي)، ما فكر وكړ او له هغه ټټار سره يو ځاى چي پوستين يې اغوستى، زما څخه مخكي روان او يو شى يې ووړ، نژدې ورغلم. سرتېري په دوه ليكو يو بل ته مخامخ او وسلې يې پښو ته نيولي او بې خوځښته ولا وو، تر شا يې ډولچي او شپېلۍ والا ولاړ او بې ځنډه يې هغه زيږ او زړه تنګوونكى ساز تكراراوه.

_ دا هغوى څه كوي؟

ما له ټټار څخه چي زما څنګ ته ولاړ و، وپوښتل.

_ تاتار يې مخته كړى، چي تښتېدلى و، ټټار په بګوره په داسي حال كي چي د ليكو پاى ته يې كتل، وويل.

ما هماغې خوا ته وكتل او د ليكو تر منځ مي يو ډاروونكى شى وليد، چي رانژدې كېده. دا رانژدې كېدونكى شى له نو پورته لوڅ انسان و، چي د دوو سرتېرو په وسلو پوري تړل شوى و. د هغه تر څنګ يو جګ پوځي، چي (شنيل) او خولۍ يې پر سر وه، روان و. د هغه بدن ما ته اشنا وبرېښېده. مجرم چي ټول بدن يې رېږدېده، په خټه شوې واوره كي يې بېواكه ګامونه اخيستل او له دواړو خواوو څخه د ګوزارونو له امله چي به كله شا ته شو، نو سرتېرو چي دى يې په وسلو پوري تړلى و، له لوېدو څخه د مخنيوي لپاره مخ ته راكش كړ او كله به چي مخته لاړ، نو هغوى به شا ته كش كړ او جګ افسر په كلكو ګامونو له هغوى سره برابر روان و. دا له سور او سپين مخ او سپينو برېتو او د كميس له لوړي غاړي سره د هغې پلار و.

له هر ګوزار سره مجرم، لكه هېښتيا چي څرګندوي، د ګوزار كوونكي لور ته كتل او له قهره يې غاښونه چيچل او يوه خبره يې پرله پسې تكراروله، يوازي هاغه وخت ما دغه يوه خبره سمه واورېدله، چي هغوى بېخي رانژدې شول، هغه په سلګيو، سلګيو ويل:” وروڼو رحم وكړئ، وروڼو رحم وكړئ!“. خو وروڼو رحم نه كاوه.

كله چي هغوى بېخي زما برابر ته راغلل، نو ما وليدل، چي څنګه يو سرتېرى په كلكو ګامونو د ليكي مخته راغى او لښته يې پر چيوس د تاتار پر ملا راكوزه كړه. تاتار مخته ټوپ كړه، خو سرتېرو راټينګ كړ، بيا له بلي خوا څخه ورباندي همداسي ګوزار وشو، بيا له بلي خوا، بيا له بلي. افسر يې څنګ ته روان و، كله به يې خپلو پښو او كله به يې تاتار ته كتل، كله به يې په غومبرو پړسولو هوا كش كړه او بېرته به يې د تړلو شونډو له كونجونو وايستله. كله چي هغوى له هغه ځايه چي زه ولاړ وم، تېر شول، زما سترګي د لنډي شېبې لپاره د مجرم پر شا ولګېدې، هغه داسي موړې، موړې لنده، په وينو سره او غيرمعمولي وه، چي هېچا به باور نه واى كړى، چي دا دي د سړي شا وي.

 _ وه خدايه!

_ زما تر څنګ ټټار وويل.

هغوى له موږ څخه ليري كېدل، خو هماغسي له هري خوا ګوزارونه كېدل. مجرم هماغسي له درده مخ او شا ته كېده، ډول او شپېلۍ هماغسي غږېدله، جګ منډلي عسكر هماغسى د مجرم تر څنګ په كلكو ګامونو روان و. افسر ناڅاپه ودرېد او په چټكو ګامونو يوه سرتېري ته ور نژدې شو.

_ زه به يې دروښيم!

_ ما د هغه له بګوري ډك غږ واورېد.

_ بيا داسي كوې؟ داسي كوې؟

او ما وليدل چي څنګه هغه په لاس كښه كي زورور لاس د ډار شوي، ټيټكي، ستړي شوي سرتېري پر مخ د دې لپاره ور پوري كاوه، چي هغه لښته د تاتار پر شا په زوره نه وه وهلې.

_ نوي لښتي راوړئ! هغه چيغه كړه او شا ته يې وكتل او پر ما يې سترګي ولګېدې. داسي يې وښووله، چي نه مي پېژني، هغه په غوسه بېرته مخ واړاوه، زه داسي وشرمېدلم، چي نه پوهېدم، كومي خوا ته وګورم، لكه ما چي په يوه ډېر غټ او شرمناك كار كي برخه اخيستې وي. ما سترګي كښته واچولې او په بېړه د كور پر لور وخوځېدم. ټوله لار مي په غوږو كي كله د ډول او شپېلۍ غږونه، كله د تاتار خبره ”وروڼو رحم وكړئ، رحم وكړئ!“ او كله د مغروره، قهرجن، افسر قهرجن غږ ”بيا داسي كوې، داسي كوې؟“ ګرځېدل راګرځېدل او ورسره زما پر زړه يوه داسي درنده تر كانګو رسېدلې تنده پرته وه، چي ما ويل، همدا اوس به زه د هغې نندارې، چي زما په مخ كي تېره شوه، ټوله كركه او وحشت چي زما بدن ته راغلى و، بېرته د كانګي په ډول وګرځوم. هېڅ پوه نه شوم چي څنګه تر كوره ورسېدم او پرېوتم. خو همدا چي ويده شوم، بيا مي هغوى ټول وليدل او بېرته نېغ كښېناستلم.

(داسي ښكاري چي هغه په هاغه څه پوهېږي، چي زه نه پوهېږم.

_ ما د افسر په هكله فكر كاوه.

_ كه زه په هغه څه پوهېداى چي هغه پوهېږي، نو په هغه څه به هم پوهېداى، چي زما په مخ كي تېر شول او داسي به نه ځورېدم). خو څومره چي مي په دې اړه چورت واهه، هغه څه چي افسر پوهېده، ما ته د منلو وړ نه وو او خوب راته يوازي ماښام هغه وخت راغى، چي د يوه انډيوال كره مي ځان په شرابو ښه نشه كړ.

څه فكر كوئ، ما څه پرېكړه وكړه؟ دا چي هغه څه چي ما وليدل ډېر ناوړه كار و؟ هېڅكله نه.

”څرنګه چي دا كار په دومره ډاډ سره تر سره كېده او ټولو ضروري باله، نو له دې څخه څرګندېده، چي هغوى په داسي څه خبر وو، چي زه پرې نه وم خبر“. ما فكر او هڅه كوله، چي زه هم خبر شم. خو هر څومره هڅي چي مي وكړې، په هاغه څه خبر نه شوم او بې خبره مي نه شو كولاى، پوځي دنده تر سره كړم، كه څه هم مخكي مي غوښتل. همدا لامل و چي نه يوازي په پوځي كي، بلكي هېڅ چېري مي دنده تر سره نه كړه او لكه څنګه چي وينئ، د هېڅ كار هم نه وم.

_ په دې نو موږ خبر يو، چي څنګه د هېڅ كار نه وي.

_ يوه له موږ څخه وويل.

_ ښه به دا وي چي ووايې، څومره خلك به د هېڅ كار نه واى، كه چېري تاسي نه واى.

_ دا نو بېخي چټيات دي. ايوان واسيليويچ په رښتينې زړه تنګۍ وويل.

_ ښه نو په مينه څه وشول؟

_ موږ وپوښتل.

_ مينه؟ مينه له هماغي ورځي څخه په كمېدو شوه، كله چي هغه له موسكا سره په چورت كي تله او دا له هغې سره پېښېدل، ما ته افسر په مامته كي راپه يادېده او ما ته ځان ښه نه ښكارېده او زړه مي تنګېده. هاغه و چي له هغې سره مي ليدنه كتنه كمه كړه او په همدې ډول مينه په نشت واوښته. ومو ليدل چي څنګه كارونه پېښېږي او له څه شي ژوند بدلېږي او بل لوري ته روانېږي او تاسي بيا وايئ...

_ هغه پاى ته ورسوله.

+ نوشته شده در  Thu 28 Feb 2008ساعت 10:16 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

حنان حبيبزى

رڼا

 رڼا!  ته څومره ښكلې يې . دسپوږمۍ په څېر مهربانه يې ،ته له چا مخ نه ګرځوې او زما د شوكورو سترګو لپاره لكه د نور وړانګه راڅرګنديږې ، هرې خوا چي زه ځم ، ته هم راسره يې ،ته چي يې زه هرڅه  ليدلى سم ، كتلى شم او ښكلولى سم ، خو كه تا رانه مخ واړاوه، زه به هغه ښكلا نوره ونه ګورم چي ستا له بركته  خپل زيات وخت د هغې پر نندارې تيروم.

ته يې چي زه د ښكلا ننداره كوم . ته يې چي زه د خداى د مخلوق ښكلا وينم ، ته يې چي زه ، پر ښكلا د زړه تنده ماتوم ، ته يې چي زه مې د جانان ننداره كوم .

كنه ، نو زما خونه ،به په تيارو كي ډوبه وه .

ته ، چي راسره وې !!! زما مينې چي خندل ، په ياد دې دي ؟ . هو، پوهيږم هغه خندا به ته څنګه هيروې ، زه  چي يې  ټول عمر  لټون  كوم .هېڅ مې نه هيريږي او هره شيبه  مې په زړه وري، دا دى اوس  مې بيا په زړه اوري.

هغه غزل مې په زړه اوري . هغه د مينې غزل. هغې چي د مينې سندرې ويلې ،پاس په چنار كي چي بلبلې  ورته راټولې وې او دې ورته كيسې كولې ، هغه شيبه مې په زړه اوري . هغه لكه ښاپيرۍ له مرغيو سره يې مينه وه .

هو هغه هم مينه وه ، خو نه پوهيده چي زړه يې چيرې دى ؟ زړه يې چا وړى ؟.د هغې زړه ما وړى ، ما خو هغه ما نه پيژني ، هله رڼا بيا د پيرزونې  ډيوې  بلې كړه، چي زه ددې جوګه شم چي دا هر څه ووينم ، تا هم ووينم ، او هغه هم ووينم . ته پوهيږې چي د ډير وخت راهيسې زه له تابې برخې يم . خونه مې توره تياره ده او زه لكه توره سيايي په كي ناست يم او د مينې په خيالونو كي پټ يم .

زه كله كله د خيال نړۍ جوړه كړم . په دې نړۍ كي زه او هغه يوازې يو ، نور هيڅوك نسته ، خو بدمرغه تياره يې راباندې خرابه كړي . زما دغه نړۍ داسې ده لكه د ماشومو نجونوكورګى، د نانځكو كورګى، هغه كورګى چي كله وران او كله جوړ سي.

اخ ! څه ښكلي خيالونه ، زه يم او د ښكلا ملكه راسره ده ، زه هغې ته غزلې وايم هغې يې ما ته وايي . څه ښه خيالي نړۍ ده . كله كله ځود ترنم نړۍ ته .د پسرلي رنګينو ډاګونو ته ، هغو ډاګونو ته چي د لاله او غاټول ګلان په كي د غالۍ په څير غوړيدلي دي، له  ترنم سره سندرې وايو ، د سهار سندرې ، هغه سندرې چي موږ د خيال په  نړۍ كي وركوي ،خو كه ته راسې نو زه به ددې جوګه سم چي دا هرڅه پر رښتيني نړۍ وګورم .

اه ! رڼا راسه ، نور مې انديښنې خوري ، ويلې كوي مې ، كله ځي او كله راځي ، كله جوړيږي او كله ورانيږي، زما خيالونه د ليونتوب خوا ته روان دي .

انديښنو كي ورك دي ، نه پوهيږم چي دا هر څه يو دم ولې ؟

د كوډګرې خندا او د كوډګرو سندروله لاسه . اه چي په زړه مې اوړي او رااوړي.كه ته مې بيا خونه روښانه نه كړې ، همدا سې به  په تياره كي ورك ورك سم، ويلې به شم . اه ! چي بيلتون سخت دى .

رڼا ! كله دې زه په دې حال ليدلى وم ، نه ! هيڅكله دې نه وم ليدلى .

لږ راسه ومې ګوره  او بيا د وړانګو پيرزونې راباندې خپرې كړه چي ډير عمر مې ستا په بيلتون كي لوړې او ژورې وزغملې . نور يې وس نه لرم .

رڼا ! راسه خپلې مرمرينې وړانګې پرانيزه او زما توره خونه رڼا كړه .

زه تاته ګورم ، زه په تا باور لرم ، زه ستا په هيله يم .

اه! چي زړه مې راوخوت او  انتظار وخوړلم

+ نوشته شده در  Thu 28 Feb 2008ساعت 10:12 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
طالبانو په موبائل تلیفونو باندی د حملو کولو گواښ کړیدی

25/02/2008

Taliban militans sit on their vehicle in the town of Musa Qala, 06 Nov 2007 (File photo)
طالبانو په تیر وخت کې د موبائل تلیفونو شرکتونو گواښ کړی و او په دوی باندی ئې دا تور لگولی و چې په افغانستان کې د خارجی عسکرو سره همکاری کوی او په توطئه کې ورسره شریک دی.
طالبانو گواښ کړیدی چې که د موبائل تلیفونو شرکتونه د شپی له خوا خپلی شبکی بندی نکړی نو د افغان مخابراتی برجونه به والوزوی
.

د دوشنبی په ورځ د طالبانو نطاقانو وویل، په افغانستان کې د امریکا او نور خارجی عسکر د یاغی طالبانو د څرک په لگولو کې دموبائل تلیفونو د سیگنلونو نه کار اخلی.

دوی له تلیفون چیانونه غوښتی دی چې هره ورځ دی په محلی وخت د ماښام په پنځو بجو تر سهار وختی پوری دی خپل سیگنلونه دی وژنی.

د طالبانو نطاقان وائې، د تلیفونو شرکتونو ته دری ورځی وخت دی چې دغه غوښتنی پر ځای کړی یا به ددوی په برجونو او دفترونو باندی حملی وشی.

د یو د پاسه د دوه زرم کال نه راپدی خوا چې طالبان پکې را وپرزول شول، په افغانستان کې موبائل تلیفونونه رواج شویدی.

دوی اوس په هیواد کې د مخابری مهم وسائل دی او یاغی طالبان د یوبل سره په خبرو کې او په مطبوعات کې له دغو وسیلونه کار اخیستل کیږی.

د ټیلیکمیونیکیشن ماهران وائې، امریکائې عسکر بی له تلیفونو له شرکتونو له مرستی نه د مصنوعی سپوږمیونه د موبائل تلیفونونو سیگنلونه اخیستلای شی.

طالبانو په تیر وخت کې د موبائل تلیفونو شرکتونو گواښ کړی و او په دوی باندی ئې دا تور لگولی و چې په افغانستان کې د خارجی عسکرو سره همکاری کوی او په توطئه کې ورسره شریک دی.

په افغانستان دموبائل تلیفونو څلور شرکتونه افغان وائرلس، روشان، اریبا او اتیسالات فعال دی.

emailme.gif دا مضمون کوم بل دوست ته واستوئ!

+ نوشته شده در  Thu 28 Feb 2008ساعت 10:7 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
په تېرو درېو ورځو کې په کندهار کې ١۴٠ کسان وژل شوېدي

19/02/2008

Afghan police at the site of a massive suicide attack in Arghandab, west of Kandahar, 17 Feb 2008
د افغانستان چارواکى وايي په کندهار کې دپولېسو ېو موټر ته نېژدى ېو موټر بم چاودېدلى دى او ېو تن ېې وژلى دى او ېو تن پکى زخمى شوېدى
.

دا درېمه ورځ ده چې په کندهار کې چې د طالبانو مورچل گڼل کېږى بمونه چول کېږى. چارواکى وايي داسى ښکارى چې دا بم د لېرى نه کنترولېدونکې وسېلى په واسطه چول شوېدى.

تر اوسه پورې هېچا هم ددغې چاودنى مسوولېت په غاړه ندى اخېستى.

رپوټ وايي د نن ورځې د بم چونى له ځانى تلفاتو سره، په تېرو درى ورځو کې په کندهار کې په بمونو باندى د مقتولېنو شمېر ١۴٠کسانو ته رسېږى.

په دې لړکې ٣٧ کسان په هغه ځان مرگي برېد کې چې هدف ېې د کاناډاېې عسکرو کاروان و، ددوشنبى په ورځ ووژل شول.

پردى سر بېره د تېرې ېکشنبى په ورځ تقرېبا سل کسان په هغه بم چونه کې ووژل شول چې زېات شمېر خلک پکې د سپېو د جنگ نندارې ته راټول شوى وو. 

کندهار د کوکنارو د کرلو ېوه مهمه سېمه هم ده.

 په تېرو دوو کلونو کې په دغه ولاېت کې د ېاغېانو، ناټو، افغان قواو او امرېکاېې عسکرو ترمنځ سختى نښتى شوېدى.

په بروکسېل کې ددوشنبى په ورځ دناټو ېو قوماندان امرېکا ېې جنرال جان کراډاک خبرېالانو ته ووېل دى توقع لرى چې په افغانستان کې د ېاغېانو برېدونه په راتلونکېو څو مېاشتو کې زېات شى.

 هغه ووېل چې په عنعنوى ډول په عسکرو باندى حملى به کمى شى خو په ځان وژونکېو برېدونو او د سړک دغاړى په چاودونو کې به زېاتوالى راشى.

 ڼاټو په افغانستان کې ۴٣ زره عسکر لرى، خو سره له دې ېې هم تقرېبا دوه زره عسکر کم دى چې په هغو سېمو کې چې ېاغېان پکى زېات فعال دى، عملېات وکړى.

+ نوشته شده در  Thu 28 Feb 2008ساعت 10:4 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
د ناتو مشر په افغانستان کی د ناتو د قواو ماموریت ضرورت بللی دی

21/02/2008

aptnbrussel nato Jaap de Hoop Scheffer eng 150 5jan04005.jpg
د ناتو عمومي منشی، یاپ دي هوپ شیفر

د ناتو مشر وایی چی په افغانستان کی د ناتو د قواو ماموریت ېوازې د خپلى خوښې او انتخاب کار ندى، بلکی یو ضرورت دی او لویدیځ یې بایلل نشی زغملای.

د ناتو عمومي منشی یاپ دي هوپ شیفر دا تبصره نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کی د جمهوررئیس حامد کرزي سره په گډ خبري کنفرانس کې وکړه.

شیفر افغانستان ته د ناتو د سفیرانو د یوه هیات په مشري تللی دی چی د هغه ملک د امنیتي مامورینو سره په داسی حال کی وگوری چی فقط څو ورځي مخکی د ځان مرگي حملو په ترڅ کې ترټولو سخته مرگانۍ حمله وشوه.

یاغي طالبانو په دې وروستیو وختو کی په ملکي خلکو او امنیتي قواو باندی خپلي حملې زیاتي کړي دي. امریکا د ناتو د متحدانو نه غوښتي دي چی د افغانستان زیات ملاتړ وکړی.

+ نوشته شده در  Thu 28 Feb 2008ساعت 10:2 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د افغانستان د دفاع وزارت وایی چی عسکرو یې په دې هفته کی په نظامی عملیاتو کی چی د الوتکو ملاتړ ورسره و، لږترلږه دیرش یاغي طالبان وژلي دي
.

چارواکو نن وویل چی دا عملیات یې د چهارشنبې په ورځ د هلمند په ولایت کی چي طالبان په کی ډیر فعال دي، وکړل. د دفاع وزارت وایی چی په دې عملیاتو کی یې کوم عسکر نه دی وژل شوی.دا نه ده معلومه چی په دې عملیاتو کی ائتلافي قواوی هم شاملي وې که نه. د یوه بل خبر په اساس د برتانیې ددفاع وزارت ویلي دي چیHelmand نن د پنجشنبې په ورځ د هلمند په ولایت کی د برتانیې یوې گزمې ته بم وچول سو، یو عسکر یې وواژه او یو بل یې زخمي کړ

+ نوشته شده در  Thu 28 Feb 2008ساعت 10:1 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 
صفحه نخست
پروفایل مدیر وبلاگ
پست الکترونیک
آرشیو
عناوین مطالب وبلاگ
درباره وبلاگ
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی

دتليفون نمبر

0708373448 او یا هم

0088216---8441545سټلایټ نمبر

دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com

safatz@internews.af

او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي

صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد

نوشته های پیشین
آبان 1388
مهر 1388
شهریور 1388
مرداد 1388
تیر 1388
خرداد 1388
اردیبهشت 1388
فروردین 1388
اسفند 1387
بهمن 1387
دی 1387
آذر 1387
آبان 1387
مهر 1387
شهریور 1387
مرداد 1387
تیر 1387
خرداد 1387
اردیبهشت 1387
فروردین 1387
اسفند 1386
بهمن 1386
دی 1386
آبان 1386
آرشیو موضوعی
انځورونه
شعرونه
لیکنی او نظرونه
خبرونه
لنډي كيسي
د نړی عجایبی او جالبی ټوټي
له دوستانو سره خوشحاله شيبي
تاريخ او ژوند
دپارلمان غړو نمبرونه
کمپیوټر پوهنه
اسلامی نری او نبوی احادیث
هلمند او هلمندیان
د تولنی ترجمانان څوك دي ؟
دپولیسو او پوځ رتبي
پیوندها
ګرمسير
ياهو
جي ميل
پژواك خبري اژانس
بينوا
وخت خبري اژانس
بي بي سي پښتو
ملالي جويا
تل افغان
بي بي سي ناظر
دجګري اوصلحي راپوروركولو انستيوت
طلوع تلويزيون
امريكاږغ ويب پاڼه
ښايست
هيله دافغان ښوو ځوانانو ويب لاګ
پيمان ملي ورح پانه
ځنځیر بلاګفا
ملل متحد
ټوکمار بلاګف
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

safatullah zahidi 333