![]() |
![]() |
|
| دصفت الله (ذاهدی) خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي خپرونه |
|
نن دهلمندولايت دملى امنيت مؤظينو دپوليسو په مرسته ددغه
ولايت دنادعلى ولسوالۍ په زرغون كلى كى د هيريونو يوه
فابريكه او دهيرينو دجوړولو يوڅه اندازه مواد هم نيولى
دغه خبره دملى امنيت يوتن كاركونكى چى دنوم نه ښودولو په
شرط وكړه .
نوموړى وويل: چى په دغو موادوكى دهيريونو دفابريكى تر څنګ
كيمياوى مواد تيزاب او دتارياكو توفيلى مواد هم شامل دى .
ده زياته كړه چى تر دامهاله يي دپوره راپور دنه بشپړيدوپر اساس
دنيول سوموادو اندازه نه سم ويلاى خو نوموړى دومره وويل چى
ښاي پنځه سوه كيلو ګرامه راسى نوموړى زياته كړه چى فابريكه
غټه وه او په سيمه كى مو دفعاليت څخه واچوله .
خو دنوموړى په وينا تر دامهاله يي په دى تور څوك نه دى نيولى
نوموړى زياته كړه چى په هغه سراي كى يوازى ښځى وى او
دامهال پلټنى روانى دى . هيره دى نيوى چى دايوځل نه دى چى دنادعلى په ولسوالۍ كى
دى دى ته ورته مواد نه وى نيول سوى څومياشتى وړاندى هم
دمخدره موادوپه وړاندى دمباريزى مديريت په يادسوى كلى كى
يوه دهيرينو فابريكه يوڅه اندازه خام موادورسره نيولى وه چى په
تور يي څوك نه وه نيولى .
او ديوه بل خبر له مخي د هلمند ولايت د ګرمسير په ولسوالي
كي دوسلوالي نښتي په ترځ كي دولس تنه شكمن طالبان نيولي
دي
داخبره په بګرام كي د ايساف ځواكونو دوري په اته ويشاتمه
پژواك خبري اژانس ته كړي ده
په خبر باڼه كي دا هم راغلي دي چي دوي د يو مشهورطالب
قومندان كور هم تلاشي كړي دي چي نوموړي قومندان دوسلو
قاچاق كاوه او نيول شوي وسلي يي ټولي سوځول شوي دي
صفت الله ذاهدي هلمند سلام وطن داره |
|
+ نوشته شده در
Thu 17 Apr 2008ساعت 12:30 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
||||||||||||
|
+ نوشته شده در
Tue 15 Apr 2008ساعت 5:4 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
||||||||||||
|
||||||||
|
+ نوشته شده در
Tue 15 Apr 2008ساعت 5:2 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
||||||||
|
||||||||
|
+ نوشته شده در
Tue 15 Apr 2008ساعت 4:59 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
||||||||
|
||||||||
|
+ نوشته شده در
Tue 15 Apr 2008ساعت 4:54 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
||||||||
|
||||||||
|
+ نوشته شده در
Tue 15 Apr 2008ساعت 4:50 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
||||||||
|
||||||||
|
+ نوشته شده در
Tue 15 Apr 2008ساعت 4:49 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
||||||||
|
||
|
+ نوشته شده در
Mon 14 Apr 2008ساعت 4:28 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|||
|
+ نوشته شده در
Mon 14 Apr 2008ساعت 11:53 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
||
|
+ نوشته شده در
Mon 14 Apr 2008ساعت 11:47 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|||
|
+ نوشته شده در
Mon 14 Apr 2008ساعت 11:37 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
پاته دى نه وى چى وړمه ورځ دهلمندولايت مركزلښكرګاه ته
څيرمه دبولان په سيمه كى دايساف ځواكونواو ملى اوردوپه ګډه
سره په يو كور كى چاپه وهلى .
چاپه وړمه ورځ دسهار پر څلوربجى پر شاوخواد حاجى عبدلودود
پر كور وهلى چى دعبدلودود په وينا دديو زوى حاجى غفور يي
دځان سره بيولى دى .
عبدلودود زياته كړه چى بهرنيو او افغانيو ځواكونو ددوى دكور
څخه دښځو زر او نغدى وړى چى دنوموړى په وينا ټول اتيالكه
افغانى خساره ور اوښتى ده نوموړى وويل چى لومړى يي ددوى
دكور دروازه په بم الوزولى اووروسته يي دددوى دكور ټول شيان
تيت اوپر ك پاشلى چى دكور كالۍ يي هم دځان سره وړى .
نوموړى دغه كار غيري بشري كار وه باله اووويل چى بهرنى
قوواوي ددوى دساتلو او دبيارغاونى لپاره راغلى او كه ددوى
ورانولو لپاره راغلى .
خوپه هلمند ولايت كى دايساف ځواكونو وياند سايمن ميلر
دامنى چى په يادسوى سيمه كى افغان انړيوالو ځواكونو عمليات
ترسره كړى نوموړى وويل چى دعملياتو په ترځ كى يي دعبد
الودود په كوركى چاپه وهلى اويو تن يي په دى تړاو بيولى چى
دوسلوالو طالبانو سره يي اړيكى درلودلى ميلر زياته كړه چى
دغه عمليات يو ډير كامياب عمليات وه چى هيچاته پكى زيان نه
دى رسيدلى . خو په هلمند ولايت كى حكوتى چارواكو په دى اړه ناخبري وه ښودل .او نوموړي پيښه يي يو څل بيا په عينك كي تكراركړه چي پرون يي د حاجي عبدالغفار صاحب په كور باندي چاپه وواهله چي دهغوي څخه يي څه وسلي ويوړلي او د هغوي په كور كي يي تر ياك وسوځول خو افغانان له داسي ناوړه اعمالو څخه ډير بد وړي او دا زموږ په افغاني دود او كلتور كي ډير بد او ناوړه اعمال دي چي ناټو ځواكونه يي پخپل سر په كورنو كي پلټني كوي صفت الله ذاهدي هلمند |
|
+ نوشته شده در
Mon 14 Apr 2008ساعت 10:58 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
نن دهلمندولايت دبيلابيلو ولسواليو څخه دبريدونواو
چاودونوراپورونه رارسيدلى څلورتنه قومى مشران هم وژل سوى
چى په دغو بريدونوكى ويل كيږى پوليسو ته مرګژوبله اوښتى . . تيره شپه دهلمندولايت شمال ته دګرشك په ولسوالۍ كى پوليس
ديو كمين سره مخ سوى چى ديوچارواكى په خوله چى دنوم نه
ښودولو په شرط يي وويل چى په دغه كمين كى څلورتنه پوليس
وژل سوى او پنځه تنه ژوبل سوى دى چى دنوموړى په وينا په
ژوبل سو كسانو كى يوسيمه ايز قو مندان رازق هم شامل دى .
خو دكمين نيولو پړه وسلوالو طالبانو په خپله غاړه وخيست
قاري يوسف احمدى چى ځان دوسلوالوطالبانو وياند معرفى كوى
ديوناڅرګند ځاي څخه دټيلفون په ليكه كى وويل چى په دغه
كمين كى څلورتنه پوليس وژل سوى او اووه تنه ژوبل سوى
نوموړى وويل چى ددوى يوقومندان رازق هم په دغه ترځ كى
ژوپل سوى چى دژوبل سوشميره داحمدى په وينا اتو تنو ته
رسيږى .
او ديوبل خبر له مخى دتيري جمعى په ورځ څلورتنه قومى مشران
او دهغوى سره ډرايور ديوڅو نامعلومو وسلوالو كسانو له لورى
برمته سوى وه چى دنوموړو كسانو جسدونه تيره شپه موندل سوى
چى دامهال دلښكر ګاه په بست روغتون كى يي جسدونه پراته دى
دقومى مشرانو دجملى څخه يوتن حاجى ظاهر او بل حاجى
عبدلرحمن نوميږى .
خويوتن چى نه يي غوښتل نوم يي واخيستل سى وويل چى يادسو
كسانو هر وخت په جرګګيو كى ناسته كوله نوموړى زياته كړه چى
تيره جمعه هم دوى يوجرګى ته تللى وه چى بيرته دراستنيدوپر
مهال دشورشورك په سيمه كى دنامعلومو وسلوالو له خوا برمته
سوى وه . خو ددغو قومى مشرانو دوژنى پړه تر دامهاله كومى ډلى پر غاړه
نه ده اخيستى .
او ديوبل خبر له مخى په سنګين ولسوالۍ كى دملى
اوردوځواكونو دري تنه بم جوړونكى دبمونواو موهيماتو سره
نيولى دغه خبره په هلمند ولايت كى دايساف ځواكونو وياند
سايمن ميلر وكړه نوموړى وويل چى نيول سوى كسان دامهال
دملى اردو په قرار ګاه كى تر پوښتنى ګرويږنى لاندى دى .
اودناوى ولسوالۍ څخه هم د يوى چاودنى راپور رارسيدلى چى
ديوتن چارواكى په خوله چى نه يي غوښتل نوم يي واخيستل سى
وويل چى نن دمخدره موادوپر يو موټر دلوى كلى په سيمه كى
دماين يوه چاودنه وسوه چى د نوموړى په وينا چاته پكۍ زيان نه
دى رسيدلى ولى زياته يي كړه چى موټر ويجاړسوى .
پاته دى نه وى چى وړمه ورځ دهلمندولايت مركزلښكرګاه ته
څيرمه دبولان په سيمه كى دايساف ځواكونواو ملى اوردوپه ګډه
سره په يو كور كى چاپه وهلى .
چاپه وړمه ورځ دسهار د څلوربجى پر شاوخواد حاجى عبدلودود
پر كور وهلى چى دعبدلودود په وينا دديو زوى حاجى غفور يي
دځان سره بيولى دى .
عبدلودود داوه وه كړه چى بهرنيو او افغانيو ځواكونو ددوى
دكور څخه دښځو زر او نغدى روپى وړى چى دنوموړى په وينا
ټول اتيالكه افغانى خساره ور اوښتى ده نوموړي وويل چى
لومړى يي ددوى دكور دروازه په بم الوزولى اووروسته يي
دددوى دكور ټول شيان تيت اوپر ك پاشلى .
نوموړى دغه كار غيري بشري عامل وه باله اووويل چى بهرنى
قوواوي ددوى دساتلو او دبيارغاونى لپاره راغلى او كه ددوى
ورانولو لپاره راغلى .
په هلمند ولايت كى دايساف ځواكونو وياند سايمن ميلر دامنى
چى په يادسوى سيمه كى افغان او نړيوالو ځواكونو عمليات
ترسره كړى نوموړى وويل چى دعملياتو په ترځ كى يي دعبد
الودود په كوركى چاپه وهلى اويو تن يي په دى تړاو بيولى چى
دوسلوالو طالبانو سره يي اړيكى درلودلى ميلر زياته كړه چى
دغه عمليات يو ډير كامياب عمليات وه چى هيچاته پكى زيان نه
دى رسيدلى . خو په هلمند ولايت كى حكومتى چارواكو په دى اړه ناخبري وه ښودل . |
|
+ نوشته شده در
Mon 14 Apr 2008ساعت 10:25 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
نن سهار دنهوبجوپرشاوخواددغه ولايت دګرشك ولسوالۍ بازارته څيرمه دبهرنيوځواكونودفرقي مخيته يوځان وژونكى بريدترسره سوى چى پكى دګڼو كسانودمرګ ژوبلى خبري كيږى . ددغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وويل چى دغه ځان وژنكى چاودنه پربهرنيوځواكونوترسره سوه چى دچاودنى په ترځ كى درى تنه ولسۍوګړى وژل سوى اواووه تنه ژوبل سوى دى انډيوال زياته كړه چى ښايي په دغه چاودنه كى بهرنيوسرتيورته هم زيان اوښتى وى خوولى دامهال كره معلومات دبهرنيانو په اړه نسته . دگرشك ولسوالۍ ولسوال هم چاودنه تائيده وى اوزياته يي كړه چى چاودنه دمره زوروره وه چى دچاودنى ږغ دګرشك ښار ولرزاوه نوموړى وويل چى چاودنه دبهرنيوځواكونود فرقى سره وه سوه ده زياته كړه چى دامبلانسونو ږغونه موترغوږوپوري راورسيدل نوموړى وويل چى په دغه چاودنه كى درى تنه ولسۍ وګړى مړه اواووه تنه ژوبل سوى دى . ده وويل چى دچاودنى وروسته ټيليفونى شبكى هم كار پريښود اوداراته څرګنده نه ده چى په دغه چاودنه كى بهرنيوځواكونوته مرګ ژوبله اوښتى ده اوكه يا. خوچاودنه وسلوال طالبان په خپله غاړه اخلى قاري يوسف احمدى چى ځان دوسلوالوطالبانووياند معرفى كوى ديوناڅرګندځاى څخه دټيلفون په ليكه وويل چى دغه چاودنه ددوى دملګرى له خوا چى عبدالرحمن نوميده دهلمند ولايت اوسيدونكى وه ترسره سوه نوموړى زياته كړه چى دغه چاودنه يي هغه مهال وكړه كله چى بهرنيان په تعليم بوخت وه نوموړى وويل چى دچاودنى په ترځ كى شل تنه بهرنيان مړه اوزيات شمير ژوبل سوى دى . دګرشك ولسوالۍ يوتن اوسيدونكى چى احمدشاه خان نوميده دټيلفون په ليكه كى وويل چى دغه چاودنه ډيره زوروره وه اودچاودنى ږغ دګرشك بازار ته راورسيده نوموړى وويل چى درى تنه ولسۍ وګړى وژل سوى اوزيات شمير ژوبل سوى دى خونوموړى زاته كړه چى كله موسيمه دنيژدى څخه وليده په سيمه كى وينۍ ډيرى پرتى وى اودانسانانو غوښى شاوخوا پرمځكه پاشيلى ترسترګوكيدى خوولى داسى معلوميده چى بهرنيان هم وژل سوى وى. ديوبل تن دخولى چى دنوم نه ښودولوپه شرط يي وويل چى په دغه چاودنه كى دملكى وګړوترڅنګ دولس تنه بهرنى سرتيري ووژل سوه اوګڼ شميرژوبل معلوميده نوموړى وويل چى چاودنه هغه مهال رامنځ ته سوه كله چى بهرنى سرتيرى دخپل ځاي څخه دتعليم په شكل راووتل اوچاودنه رامنځ ته سوه . خويوبل كس چى پيښه يي له نيژدوليدلى وه وويل چى يوځوان كس چى لږلږ يي ږيره راغلى وه دبهرنيوځواكونودفرقى ددروازى مخى ته ورتيرسوو.
|
|
+ نوشته شده در
Mon 31 Mar 2008ساعت 3:47 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
دهلمند په ولايت كي ناټو ځواكونو عمليات ترسره كړيدي چي دعلياتو پرمهال يي يوشمير اولسي وګړوته مرګ ژوبله اووښتي ده چي په پايله كي ددغي اولسوالي ګڼ شمير اولسي وګړي ديكشنبي په شپه څلور بجي د ناټوځواكونود هلمند ولايت په نادعلي ولسوالي كي يو لړ عمليات ترسره كړي دي چي دنوموړي عملياتو په ترڅ كي يي ددغي ولسوالي په يو دښتي او لڅه سميه كي په يو كور يرغل وروړي چي د نوموړي كورني دوه تنه پلار او زوي يي وژلي دي ،يوتن يي له ځان سره بيولى،اوله پاته دوه نورو كسانوسره يي وهل اوټكول كړي دي نن دلس بجو پرمهال دوژل سوو خپلوان او دنادعلي ولسوالي مخور سپين ږري او ځوانان دهلمند ولايت امينه قومنداني مخ ته راغوند سوي وو اود وژل سوو كسانومړي يي هم له ځان سره راوړي وو او په فرياد سره يي دافغان دولت نه داغوښتنه كوله چي دتلاشي او عملياتوپرمهال دي يوازي افغان ملي اور دو اوياهم پوليس كورونو ته ورځي ولي ددغه ولايت امينه قومندان مل پاسوال انديوال محمد حسين انډيوال په سيمه كي دغه پيښه تايدكړه ولي نور يي دپيښي علت څخه ناڅبري وښوله، دوژل سوو كسانو دخپلوانو څڅه يوتن استي خان وويل وژل سوي كسان پلار او زوي وو ده وويل نورعلي او زوي يي جمع خان چي اته كاله عمر يي درلودي په دغه پيښه وژل سوي دي استي خان وايي وژل سوي كس يو غريب او بزګر سړي وو شير محمد هم ددي راغلو خلكو څخه وو ده وويل ( چي اته كلن ماشوم خو نسي طالب كيداي دراغلوكسانو شميره چي په سلګونو كيده له ځان سره يي مرګ په امريكا او مرګ په بهرنيانو شعارونه ليږدول ، دوي دافغان دولت نه دبهرنيانو د وتلو غوښتنه هم وكړه ، كڅه هم موږ ډير كوښښ وكړ ترڅو په هلمند كي دميشتو برتانوي ځواكونو له وياند سره په تما س كي سو خو درپوټ ترجوړولوپور ي بريالي نه سوو |
|
+ نوشته شده در
Mon 31 Mar 2008ساعت 3:45 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|||||||||||||
|
+ نوشته شده در
Mon 31 Mar 2008ساعت 12:22 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|||||||||||||
|
|||||||||||||||
|
+ نوشته شده در
Mon 31 Mar 2008ساعت 12:20 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|||||||||||||||
![]() |
|
+ نوشته شده در
Sun 30 Mar 2008ساعت 3:11 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
![]() |
|
+ نوشته شده در
Sun 30 Mar 2008ساعت 3:9 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
![]() |
|
+ نوشته شده در
Sun 30 Mar 2008ساعت 3:7 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
چاودنه رامنځته سه وچى د محمد حسين انډيوال وكړه نوموړى وويل چى چاودنه ديوريموڼټ كنترول ماين له كبله رامنځته سوه چى دچاودنى په ترځ كى دوتنه دبريښنا ددفتر كاركونكى وژل سوى او اته تنه ژوبل سوى انډيوال وويل چى په ژوبل سووكسانوكى ولسۍ وګړي هم سته . نوموړى داكار دوطن ددښمنانو وباله اووويل چى سيمى ته مودپوليسويوپلاوى دڅيړنى لپاره استولى خونوموړى وويل چى په دى تور موتردامهاله څوك نه دى نيولى خو دسيمي يو اوسيدونكي محمد عيسي بياوويل چي داډيره درنه اونه هم ددغى چاودنى پړه كومى ډلى پر غاړه اخيستى ده چاودنه وه چي د ګرشك څخه ليري سيمي يي هم ولړزولي . ديادونى وړده چى څوورځى وړاندى هم دبريښنا بند ته څيرمه دپوليسوپر رينجر موټر دماين يوه چاودنه رامنځته سوه چى دچاودنى په ترځ كى دچارواكوپه خوله يوتن پوليس مړ اودوه تنه ژوبل سوه . |
|
+ نوشته شده در
Sun 30 Mar 2008ساعت 2:39 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د جرمنى نظامى چارواکى وايي د ا گزمه د کندز په ولاېت کې وه اونن د پنجشنبى په ورځ د سړک د غاړى ېو بم دهغو ى زغرور موټر ته نېژدى وچاودېده. په دغه چاودنه کې دوه عکسر ښه کارى زخمى سول. پر جرمنېانو باندى دا فشار دى چې په افغانستان کې دناټو کو ششو نو ته نور عکسر هم ورکړى. د کاناډا ددفاع وزېر پېټر مکې پر جرمنى باندى غږ کړېدى چې په جنوب کې ستر نقش ولرى، ځکه هلته ېاغې طآلبان ډېر فعال دى. هغه دغه خبرى په هغه مرکه کې وکړې چې د جرمنى په ېو ه مجله ډېر شپېگل کې خپره شوېده. جرمنى اوس په افغانستان کې تر درو زرو نه زېات عسکر لرى، خو زېاتره ېې په شمال کې چې نسبتا ارامه ده ځاى په ځاى شوېدى. رپوټ وايي چې جرمنى پنځه کاله مخکى په افغانستان کې خپل عسکر اچولى دى نو له هماغه وخت راهېسى ېې ٢٦ عسکر وژل شوېدى. د چارشنبى په ورځ د فرانسى جمهوررئېس نېکولس سر کوزې د برتانېې پارلېمان ته ووېل فرانسه غواړى چې په افغانستان کې خپل نظامى موجودېت زېات او پراخه کړى. هغه ووېل پکارده چې طالبانو ته ماتى ورکړل شى دا مهمه نده چې قېمت به ېې څومره وى |
||
|
+ نوشته شده در
Sat 29 Mar 2008ساعت 11:34 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
رنگین دادفر سپنتا ښاغلي سپنتا وویل چې په دری اړخیزو کتنو کې پدی پریکړه وشوه چې د تاجکستان نه ایران ته، د افغانستان له لارې به د بریښنا پروژه پيل شي. دا ډول، سپنتا د افغانستان او تاجکستان ترمنځ، د دوه اړخیزو همکاریو په اړه وویل چې دواړه هیوادونه پدی سلا شول چې زندانیان به یو بل ته سپاري. هغه، دا ډول، زیاته کړه چې په تاجکستان کې ډیری هغه افغانان زندانیان دي په جرمونو، ترورستي فعالیتونو او د مخدره موادو په قاچاق کې نیول شوي. نوموړي وویل چې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د امنیت دلاښه والي، نشه يي توکي، تروریزم او د اطلاعاتي راکړی ورکړی په سر هم خبرې شوي. ښاغلي سپنتا د درې واړو هیوادونو ترمنځ دیوه ګډ تلویزیون د جوړیدو خبره هم وکړه هغه وویل چې دا تلویزیون به په فارسي ژبه خپرونې ولري او دا ډول پښتو ته هم پکې ځای ورکړل شوی دی. |
||
|
+ نوشته شده در
Sat 29 Mar 2008ساعت 11:33 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
ښاغلي سرکوزي له خپلو لومړیو رسمیاتو څخه وروسته د بریتانیې د پارلمان گډې غونډې ته یوه له احساساتو ډکه وینا وکړې. هغه بریتانیې په اروپا کې فاشیزم ته د شکست په ورکول و ستایله او هوډ یې وکړ چې فرانسه به له بریتانیې سره په افغانستان کې د طالبانو خلاف په جگړه کې څنگ په څنگ و درېږي. سرکوزي: "زمونږ دواړو هیوادنو له یو بل سره یو ځای د درېدو هوډ کړی. او په افغانستان کې مو له ټولو ملگرو سره د گډ درېدو هوډ کړی. ځه نه ویریږم چې و وایم په افغانستان کې زمونږ گټې ډېري مهمې دي." هغه زیاته کړه چې فرانسه به د ناټو په بخارست کې په راتلونکي کنفرانس کې د افغانستان لپاره د نور پوځونو لیږلو وړاندید وکړي. سرکوزي: "فرانسې په افغانستان کې د سولې، د خلکو سره د مرستې او د یوه قانوني حکومت را مینځته کولو لپاره د ناټو ټلوالي ته د یوې منظمې او نړیوالې ستراتیژي وړاندیز کړی دی. که دا ومنل شي نو فرانسه به د ناټو د بخارست په کنفرانس کی په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پیاوړتیا وړاندیز وکړي." دغه وړاندیز له بریتانیې او امریکا سره د کال ٢٠٠٣ د عراق د جگړې راهیسې د فرانسې د ترینگلو اړیکو بیرته ښه کولو هڅه ده. کاناډا اختار ورکړی که چیري د ناټو نور هیوادونه د افغانستان جنوبي سیمو ته عسکر و نه لیږي، نو دوی به له افغانستان څخه خپل ٢٥٠٠ عسکر وباسي. دوی د طالبانو خلاف د زر نور عسکرو غوښتنه کړې. ټاکل شوې ده نن به د بریتانیې صدر اعظم گورډن برون له سرکوزي سره د افغانستان، اقتصاد، چاپېریال او یو لړ نورو مسلو په سره تفصیلي خبرې وکړي. ښاغلي سرکوزي د چین د حکومت او د تبت د مذهبي مشر دلای لاما تر مینځ په خبرو هم ټینگار وکړ. د نیکولس سرکوزي سفر بریتانیې ته په دوولسو کالو کې د فرانسوي جمهور رئیس لومړۍ رسمي سفر دی. په فرانسې کې د خرابې اقتصادي وضعې په هکله د اندېښنو وروسته د سرکوزي ملاتړ د تېر کال د جولای د میاشتې راهیسې په سلو کې له پنځه شپېته څخه څلوېښتو ته را تیټ شوی. فرانسوي څېړونکي وايی بریتانیې ته د ښاغلي سرکوزي سفر به له نوموړي سره په فرانسه کې ملاتړ زیات کړي. |
||
|
+ نوشته شده در
Sat 29 Mar 2008ساعت 11:33 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
افغانستان ته د ملگرو ملتو خاص آستاځي کای ایدی نن د جمعې په ورځ کابل وکوت او هوډ یې وکړ چی داسی تغییرات به راولی چی وکړا سی ددغه جنگ ځپلي ملک د بیا رغوني د کوششونو سره مرسته وکړی .
د ناروی دغه پخواني سفیر وعده وکړه چی د افغانستان د حکومت او د بین المللي بسپنه ورکونکو ملکونو تر منځ پیوستون او همکاري به بهتره سی چی د مرستو رسولو او پرمختگ هلي ځلي په ښه توگه تر سره سی . ددغو همکاریو او پیوستون د نشتوالي له کبله د بیا رغونی ډیري پروژې نا کامي شوي دي ، مگر د ملگرو ملتو د یوې نوي پریکړی په اساس ښاغلي ایدي ته واک اختیار ورکړه سوی چی ددغو مرستو په رسولو کی مستقیما همکاري وکړی . کای ایدي وایی چی د جمهوررئیس حامد کرزي حکومت ډیره موده مخکی لا د همکاریو د بهتره کیدو غوښتنه کړې وه . هغه وعده وکړه چی ملگري ملتونه به خپله وظیفه تر پخوا په ډیره ښه توگه تر سره کړی .
ایران د اسلام ضد هالینډی فلم غندلی دی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایی چی د اروپا حکومتونه باید د هالینډ د پارلمان ښي لاسه افراطي وکیل پرې نږدي چی خپل هغه فلم وښئي چی وایی قرآن تشدد لمسوي . د ایران د بهرنیو چارو د وزارت نطاق محمد علي حسینی دا فلم د اسلام ضد او د کلتور ضد وباله . ددې فلم جوړونکي گیرت وایلډرز وروسته له هغه دا فلم د خپل سیاسي گوند د انټرنیټ په پاڼه کی ځای کړ چی د هالینډ تلویزیون د هغه د خپرولو نه انکار وکړ . دا فلم چی « فتنه » نومیږی د تروریستي حملوعکسونه ښئي چی په هغو کی په امریکا کی د ٢٠٠١ کال د سیپټامبر د یوولسمي تروریستي حملې هم شاملي دي او د اسلام د مقدس کتاب نه ځینی جملې هم ورسره ذکر شوی دي . وایلډرز وایی چی ددې فلم د جوړولو نه دده یو مهم هدف دادی چی دا باور ورته پیدا شوی چی د مسلمانانو مخ په زیاتیدونکي مهاجرتونه په هالینډ او د اروپا په نورو هیوادونو کی دیموکراتیک ارزښتونه تهدیدوی . د هالینډ صدراعظم وایي چی دا فلم پرته له خپگان او اختلاف را وستو بل کوم هدف نه لری او هغه د فلم هغه برخه رد کړې چی اسلام د تشدد سره مساوی بولي . |
||
|
+ نوشته شده در
Sat 29 Mar 2008ساعت 11:31 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
ښاغلي بش د عراق د جنگ نه دفاع وکړه او د عراق نه ېې د امرېکاېې قواو د وښکدلو په خلاف اخطار ورکړ. د ښاغلي بش په وېنا که امرېکاېې عسکر د عراق نه ووځی نو دا کار به دټرورېستانو بری وی. بش حاضرېنو ته ووېل چه په کال دری د پاسه دوه زره مېلادی کی د قدرت نه د صدام حسېن لری کول مناسب اقدام چه ده وکړ، ځکه چه نړئ اوس ډېره مصونه ده. د امرېکا جمهور رېس اعلان وکړ چه امرېکا باېد په عراق کی د ټرورېستانو په خلاف جنگ حتما وگټی. هغه ووېل که هلته مو دښمن مات کړ نو بېا به امرېکایېان په خپل کور د حملو وېره نه لری. بش ووېل کېدی شی چه په عراق چه کوم پرمختگ په تېره موده شوی دی بېرته ضاېع شی. په عېن وخت کی د عراق د جنگ مخالفانو نن د واشنگټن ډی سی په شمول په ټوله امرېکا کی مظاهری وکړی. په شمالی کارولاېنا اېالت کی د په خپله وېنا کی د دېموکرات وگند کاندېد سناتور بارک اوباما اعلان وکړ چه د عراق جنگ امرېکا ته امنېت نه دی ورپه برخه کی، بلکه اوس ډېره غېر مصونه ده او هم ېې اېران، شمالی کورېا، طالبان او القاعده زړور کړی دی. د دېموکرات گوند بلی کاندېدی سناتورې هېلری کلنټن هم د عراق په باب د دوشنبی په ورځ خبری وکړی او وېې وېل چه څلور زره امرېکاېې عسکر په دغه جنگ کی وژل شوی دی او هم ېې د امرېکا پوځی او اقتصادی قوت د گواښ سره مخامخ کړی دی. بله مېاشت به په عراق کی د امرېکا سفېر او د پوځ عمومی قوماندان د عراق د جنگ د پرمختگ په باب کانگرس ته راپور ورکړی. |
||
|
+ نوشته شده در
Thu 27 Mar 2008ساعت 1:42 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
دا د هغه د نهه ورځنى سفر وروستى تم ځاى و. ښاغلى چېنى په ترکېه کې د هغه هېواد له جمهور رئېس عبدالله گل سره ملاقات وکړ خو له ملاقات نه وروسته رسمى وېناگانى خپرې نشوى. رپوټ وايي چې ښاغلى چېنى به دهغه هېواد له صدر اعظم رجب طېب اردوگان سره هم ملاقات وکړى. توقع ده چى چېنى به له ترکېې نه وغواړى چې په افغانستان کې له طالبانو سره په جگړه ورسره مرسته وکړى. هغه به د ترکېې له چارواکېو سره د اېران په مخنېوى کې چې خپل اټومى پروگرام پرمخ بونه زى هم مذاکرات وکړى. انقره له اېران سره ډېرې قوى اړېکى لرى او د خپلو تېلو لپاره پر اېران باندى ډېره زېاته تکېه لرى. د امرېکا د جمهورى رېاست مرستېال ډېک چېنى تردې مخکى هپ اسراېېلو کې ووېل چې د حماس گوند چې اېران اوسورېه ېې ملاتړ کوى ددى کوشش کوى چې د فلسطېن او اسرائېلو ترمنځ د مذاکراتوپه لار کې خنډ ونه پېدا کړى. ښاغلى چېنى نن ددوشنبى په ورځ په بېت المقدس کې په خپلو خبرو کې ووېل ددې شواهد شته دى چې اېران او سورېه د حماس ملاتړ کوى. ښاغلى چېنى په دغو دواړو هېوادونو باندى دا تور ولگاوه چې دوى په دغه برخه کې ترخپلى وسى پورى له هرڅه نه کار اخلى. ډک چېنى دا خبرى وروسته له هغه نه وکړې چې د سهار ډوډۍ ېې د اسراېېلو له صدر اعظم ېهود اولمېرت سره وخوړله. د ېکشنبى په ورځ ښاغلى چېنى له محمود عباس سره په په لوېدېزه غاړه کې د رام الله په ښار گوټى کى په ېوه گډ خبرى کنفرانس کې ووېل د منځنى ختېځ سوله به له اسرائېلو اوفلسطېن دواړو نه ډېر سخت رعاېت او امتېاز وغواړى چې ېوبل ته ېې ورکړى. ډېک چېنى له محمود عباس سره په داسى وخت کې خبرى وکړى چې ترده مخکى ېې د اسراېېلو له جمهور رئېس شیمون پېرېز او نورو لوړ پوړه چارواکېو سره خبرى کړى وې. |
||
|
+ نوشته شده در
Thu 27 Mar 2008ساعت 1:41 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
دا پېښه پرون ددوشنبې په ورځ په هرات کی شوې ده. له بلي خوا د افغانستان ددفاع وزارت ویلي دي چی د زابل په ولایت کی افغان عسکرو پرون د جگړو په لړ کی یو شمیر یاغي طالبان وژلي دي. په دې باب نور تفصیلات نه دي ورکړه شوي. یاغي طالبانو هوډ کړی چی په افغانستان کی به د افغان، ناتو او امریکا د قواو په مقابل کی خپلو حملو ته دوام ورکړی. |
||
|
+ نوشته شده در
Thu 27 Mar 2008ساعت 1:35 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
هغه رپوټ چې نن د سه شنبى په ورځ دمرستو ادارو خپور کړېدى، وايي د لوېدېځ هېوادونه په دې کې پاتى راغلل چې هغه د ملېاردونو ډالره مرستى افغانستان ته ورکړى چې وعده ېې ورسره کړې وه. ددغو مرستو وعده د افغانستان د انکشاف او سولى د منځته راتگ لپاره شوې وه خواوس دغه دواړه کارونه له خطر سره مخامخ دى. د اکبر( ACBAR ) په نامه د مرستو ېوه موسسه وايي چې نړېوالى ټولنى د پنځه وېشت ملېاردو ډالرو د وروکولو له ٢٠٠١ مېلادى کال راهېسى کړېده. خو ېوازې ١٥ مېلېارده ډالره ېې تراوسه پورې ورکړېدى. دغه اداره واېې چې په دې لړکې امرېکا د لس ملېاردو ډالرو وعده کړې وه خو تراوسه پورې ېې ېوازې نېمامى مرسته افغانستان ته ورکړېده. په دغه رپوټ کې وېل شوېدى چې هغه څلوېښت فېصده نړېواله مرسته اعانه ورکوونکېو هېوادونو ته د سترو کمپنېو د گټى اوسلاکارانو د معاش په بڼه ورکړل شوېده. د اکبر دمرستو اداره وايي څرنگه چې پرمختگ او سولى ترمنځ اړېکى موجودى دى نو د مرستو د موثرېت اغېزه په سوله اوثبات باندى ډېره زېاته ده. رپوټ په دې باندى هم انتقاد کوى چې هغه پېسى چې په نظامى عملېاتو باندى لگول کېږى او هغه چې په انکشافى پروژولگول کېږى دهغو ترمنځ ډېر غټ توپېر موجوددى. په رپوټ کې وېل شوېدى چې دامرېکا نظامى لگښت په ېوه ورځ کې په افغانستان کې سل ملېونه ډالره دى خو هغه لگښت چې امرېکا او نور مرستندوېه هېوادونه ېې په انکشافى کارونو کوى هغه د ورځى اوه ملېونه ډالرو ته رسېږى. له بل پلوه افغانستان د خپلو دولتى موسساتو په بېا ودانولو کې تر نوي فېصدو پورې په خارجى مرستو باندى تکېه لرى. د اکبر موسسه په نړېوالو اعانه ورکوونکېو باندى غږ کوى چې په افغانستان کې په انکشافى او بشرى مرستو کى زېاتوالى راولى او په خپلو هغو وعدو باندى چې د مرستو لپاره ېې کړېدى وفا وکړى. پکارده چې لگښتونه سره منظم او ډېر موثرسى او ډېرې مرستى دافغانستان د حکومت له لارې نه دغه هېوادته ورکړل شى. |
||
|
+ نوشته شده در
Thu 27 Mar 2008ساعت 1:32 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
په هلمند کی په ېوه زراعتی مارکېټ باندی په حمله کی اته کسان وژل شول. د افغانستان په جنوب کی د بزگرانو د ېوه مارکېټ سره نږدی د موټر بم په ېوه چاودنه کی اته کسان مړه شوی او اولس ېې زخمېان شوی دی .دا پېښه نن د هلمند ولاېت په گرېشک ولسوالئ کی وشوه. د هلمند د امنېې قوماندان، محمد حسېن انډېوال، خبرېالانو ته ووېل چه د موټر بم د ودچاودنی په وخت په دغه سېمه کی د حکومت عسکر نه ؤ موجود. ښاغلي انډېوال ددی حملی مسوولېت د طالبانو په غاړه واچوه او د فرانسې خبری اژانس هم راپور ورکړ چه طالبانو ېې مسوولېت په خپله غاړه اخېستلی دی. د دوشنی په ورځ طالبانو په هرات کی د پولېسو په ېوه گزمه باندی ناڅاپی حمله وکړه چه څلور پولېسان او دوه ملکی خلک ېې ووژل. د دوشنبی په ورځ د افغانستان دفاع وزارت اعلان وکړ چه زابل کې ېې ېو گڼ شمېر طالبان په جنگ کی ووژل. طالبانو اوس په پوره زور د افغان، ناتو او امرېکا په مشرئ د اېتلافی قواو په خلاف خپلی حملی زېاتی کړی دی. |
||
|
+ نوشته شده در
Thu 27 Mar 2008ساعت 1:30 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
+ نوشته شده در
Tue 25 Mar 2008ساعت 9:30 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
نن د افغانستان د د دفاع وزارت وویل چی د ارزگان په ولایت کی یی د شنبی د ورځی په عملیاتو کی یو شمیر وسلی ترلاسه کړیدی. دغه وزارت په دی جنگ کی د وژل شوو یاغیانو شمیر ونښود، خو امنیتی چارواکی وایی چی د یوه قوماندان په شمول تر څلویښتو زیات یاغیان وژل شوی دی. په افغانستان کی د امریکا په مشری د ایتلاف قواوی وایی چی په کندهار کی د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی د ایتلاف قواوو دوه عسکر وژل شوی دی. د ایتلاف قواوی وایی چی د دوی عسکرو د افغان عسکرو سره یو ځای گزمه کوله چی د دوی موټر د سړک د غاړی په ماین وربرابر شو، دغه ماین په هغه سړک کی ښخ شوی و چی د موټرو تگ رانگ پری زیات و. د ایتلاف د قواوو منسوبینو د دغو وژل شوو عسکرو هویت ندی برملا کړی. په یوه بل تشدد کی د جوزجان په ولایت کی یو ولسوال د شنبی په ورځ په چړو وهل شوی او وژل شوی دی. پولیسو تر اوسه قاتل ندی نیولی. چارواکی گمان کوی چی په دی حمله کی یاغی طالبان لاس لری. |
||
|
+ نوشته شده در
Tue 25 Mar 2008ساعت 9:29 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
په کابل کې امریکایی قواو د ایستر سندی په نوم خپله مذهبي رخصتی په خپلو پوځي کمپونو کې ونمانځله. په امریکایی قواو کې مذهبي راهب کپتېن نچ وویل ددی مذهبي مراسمو په تر سره کیدو د عسکرو سره مرسته کیږی چی په افغانستان کې د خپل ماموریت په دوان کې د خطرونو سره مخه وکړای شي. قوماندان نچ وویل کله چې عسکر د جنگ جبهې ته ځي نو ددوی سره په زړه کې دا ډاډ وي چې د هغوی خدای ورسره دی او د زړه ایمان به دوی ته قوت، د زړه صبراو د دماغ ارامتیا وبښي. او همدا قوت به دوی د گواښونو نه هم وساتي. په یوه بل خبر کی، د جمعی په روځ زیات شمیر افغانان په کورونو او رستورانونو کې د خپلو تلویزیونونو مخی ته ددی دپاره را ټول شوی و چی د افغان ایدل د هنري خپرونی وروستی سیالي وگوری. ددی هنری سیالۍ نه وروسته ددی مسابقاتو گټونکی اعلان شو. په کابل کې د یو نړیوال هوټل په لوی صالون کې دوه و وروستیو پاتی برخه والو د کمرې په وړاندی مقابله وکړه چی وروستی سیالي نولس کلن رفیع ناب زاده چی په خټه تاجک دی او زیاتره یو سپینه چرمي کرتی اغوندی، وگټله |
|
+ نوشته شده در
Tue 25 Mar 2008ساعت 9:28 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
یو افغان مامور وايي په تیر یوه کال کې د مخدره موادو ضد سل تنه پولیس وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت معيین جنرال محمد داود داود نن د دوشنبې په ورځ وویل چې د مخدره موادو د ضد پولیسو په مخکې اصلي خنډ ناامني ده، دا ځکه چې کوکنار په ډیرو خطرناکو او ناامنه سیمو کې کرل کیږي. د جنرال داود په وینا، له دې ټولو خنډونو سره سره پولیسو دا کار کړېدى چې ١٣ ولایتونه په بشپړ ډول د کوکنارو له کښت څخه پاک کړي. هغه وايي حکومت په پام کې لري چې په روان کال کې ٢٢ ولایتونه د کوکنارو له کښت څخه پاک کړي. ملگري ملتونه وايي افغانستان د ټولې نړۍ ٩٣ فیصده غیر قانوني مخدره مواد تولیدوي. د ملگرو ملتونو د مخدره موادو او جنايي جرمونو اداره وايي د مخدره موادو قاچاق د یاغي طالبان لپاره مالي منبع ده. |
||
|
+ نوشته شده در
Tue 25 Mar 2008ساعت 9:26 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
نن د ۱۳۸۷ كال د حمل په دريمه نيته دهلمند نوي والي ګلاب منګل په
يوولسو بجو وه هلمند ولايت ته راغي دي ديوي درني غوندي په ترڅ كي وه
هلمند والو ته معرفي شو چي په دي غونده كي دولتي چارواكو،قومي
مشرانو ،دولايتي شورا غړو،دهلمند ولايت دولسي جرګي غړي هريو لكه
نسيمه نيازي ،حاجي ولي جان شيخ نعمت الله غفاري او په سلګونو كسان
حاضر وه او په دي غونده كي يي قراردرلودي غونده لومري د قرانكريم په مباركو ايتونو سره پيل شوه دهلمند ولايت
سرپرست سيد امان الله سادات دهلمند نوي والي ته داد وركړ چي ستا سره
به تل د هلمند خلك او قومي مشران همكاره وي نوموړي وويل چي ګلاب
منګل په لغمان ولايت كي د دوهم حسن ګرديزي لقب وړي وو او نوموړي
زيات د باسازي كارونه كړي دي ورپسي د سيميزو ارګانونو د خپلواكي
اداري د لوي رياست مرستيال عبد المالك (صديقي ) وينا وكړه نوموړي
وويل چي په هلمند كي ځيني مطبوعاتي حلقي دي چي هلمند يي يو ورسته پاته
ولايت ښودلي دي خو ځيني امنيتي مشكلات شته او غيرتمن خلګ هغه
دي چي دداسي مشكلاتو په وړاندي وه دريزي او دترياكو دكشت د مخنيو ي
غوښتنه يي هم وكړه ورپسي يو شمير دولتي غرو قومي مشرانو او د په ولسي جرګي كي د هلمند
ولايت استازي شيخ نعمت الله (غفاري) هم دنوي والي په رارسيدو سره وه
هلمند والو ته مباركي وركړه او خوښي يي څرګنده كړه چي هلمند ولايت
دداسي يو فرهنګپاله اوپروطن مين شخص دي ولايت ته راغلي دي له دوي تولو وروسته دهلمند نوي والي ګلاب منګل خپله وينا وكړه: دده دخپلي وينا په ترڅ كي وويل چي : زه غواړم خپل تول كارونه ددولتي ،قومي او اداري چارواكو په همكاري
سره دلته پلي كړم او دهلمند ددي هري ورځئ د جنازي پر ځاي د پاسازي
كارونه پيل كړم او هغه بي اعتمادي چي ددولت او اولس تر منځ راپورته
شوي ده هغه به زه له منځه خخه وړم او په هلمند كي به تر تولو لومړي امنيت راولم او نوموړي زياته كړه چي زه به د هلمند ولايت ګوټ ،ګوټ ته د
باسازي كارونه وه رسوم او زه به د خپلي هري يوي مور او ورينداري د سر لو
څي عزت وه ساتم او دهلمنديانو دشهامت او غيرت شمله تل هسكه غواړم
د غوندي په اخر كي ددود او عنعناتو سره سم د هلمند ولايت قومي مشر
او سپين زيري حاجي نادرخان دهلمند ولايت دنوي والي په سر باندي
پګړي وركړه خو يو شمير ښاريانو او هلمند والو بيا دنوي والي په راتګه
سره خوښي څرګنده وله او دنوي كال او نوي والي درارسيدلو سره يو شمير
قومي مشران هم په نوي والي ګلاب منګل باندي خوشحاله وه |
|
+ نوشته شده در
Sat 22 Mar 2008ساعت 12:11 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
نن د ۱۳۸۷ كال د حمل په دريمه نيته دهلمند نوي والي ګلاب منګل په
يوولسو بجو وه هلمند ولايت ته راغي دي ديوي درني غوندي په ترڅ كي وه
هلمند والو ته معرفي شو چي په دي غونده كي دولتي چارواكو،قومي
مشرانو ،دولايتي شورا غړو،دهلمند ولايت دولسي جرګي غړي هريو لكه
نسيمه نيازي ،حاجي ولي جان شيخ نعمت الله غفاري او په سلګونو كسان
حاضر وه او په دي غونده كي يي قراردرلودي غونده لومري د قرانكريم په مباركو ايتونو سره پيل شوه دهلمند ولايت
سرپرست سيد امان الله سادات دهلمند نوي والي ته داد وركړ چي ستا سره
به تل د هلمند خلك او قومي مشران همكاره وي نوموړي وويل چي ګلاب
منګل په لغمان ولايت كي د دوهم حسن ګرديزي لقب وړي وو او نوموړي
زيات د باسازي كارونه كړي دي ورپسي د سيميزو ارګانونو د خپلواكي
اداري د لوي رياست مرستيال عبد المالك (صديقي ) وينا وكړه نوموړي
وويل چي په هلمند كي ځيني مطبوعاتي حلقي دي چي هلمند يي يو ورسته پاته
ولايت ښودلي دي خو ځيني امنيتي مشكلات شته او غيرتمن خلګ هغه
دي چي دداسي مشكلاتو په وړاندي وه دريزي او دترياكو دكشت د مخنيو ي
غوښتنه يي هم وكړه ورپسي يو شمير دولتي غرو قومي مشرانو او د په ولسي جرګي كي د هلمند
ولايت استازي شيخ نعمت الله (غفاري) هم دنوي والي په رارسيدو سره وه
هلمند والو ته مباركي وركړه او خوښي يي څرګنده كړه چي هلمند ولايت
دداسي يو فرهنګپاله اوپروطن مين شخص دي ولايت ته راغلي دي له دوي تولو وروسته دهلمند نوي والي ګلاب منګل خپله وينا وكړه: دده دخپلي وينا په ترڅ كي وويل چي : زه غواړم خپل تول كارونه ددولتي ،قومي او اداري چارواكو په همكاري
سره دلته پلي كړم او دهلمند ددي هري ورځئ د جنازي پر ځاي د پاسازي
كارونه پيل كړم او هغه بي اعتمادي چي ددولت او اولس تر منځ راپورته
شوي ده هغه به زه له منځه خخه وړم او په هلمند كي به تر تولو لومړي امنيت راولم او نوموړي زياته كړه چي زه به د هلمند ولايت ګوټ ،ګوټ ته د
باسازي كارونه وه رسوم او زه به د خپلي هري يوي مور او ورينداري د سر لو
څي عزت وه ساتم او دهلمنديانو دشهامت او غيرت شمله تل هسكه غواړم
د غوندي په اخر كي ددود او عنعناتو سره سم د هلمند ولايت قومي مشر
او سپين زيري حاجي نادرخان دهلمند ولايت دنوي والي په سر باندي
پګړي وركړه خو يو شمير ښاريانو او هلمند والو بيا دنوي والي په راتګه
سره خوښي څرګنده وله او دنوي كال او نوي والي درارسيدلو سره يو شمير
قومي مشران هم په نوي والي ګلاب منګل باندي خوشحاله وه |
|
+ نوشته شده در
Sat 22 Mar 2008ساعت 12:10 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
د افغانستان چارواکى وايي ېوه ځان وژونکى څلور افغان او درې تنه د ناټو عسکر د هېواد په جنوبى برخه کې وژلى دى. پولېس وايي چې بم نن ددوشنبى په ورځ دهېلمند په ولاېت کې دناټو ېوه کاروان ته نېژدى وچاودېده. په همدغه چاودنه کې اوه کسه نور هم زخمېان شوېدى. د ډنمارک پوځ وايي ددوى دوه عسکر په همدغه پېښه کې وژل شوى هم دى. د چک جمهورېت پوځ وايي ددوى ېو عسکر هم په دغه چاودنه کې وژل شوېدى. د ناټو چارواکى وايي ېو افغان چې په دغه پېښه کې وژل شوېدى هغه دعسکرو ترجمان و او بل ېې ملکى سړى و. په هلمند کې زېاتره عسکر بریتانویېان دى. خو د ډنمارک هېواد په ناټو کې له پنځو سوو نه زېات عسکر لرى او د سولى په نړېواله قوه ېا اېساف کې خدمت کوى. ددغى حملى مسوولېت تر اوسه پورې چا په غاړه ندى اخېستى. |
|||||
|
+ نوشته شده در
Sat 22 Mar 2008ساعت 12:5 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د افغانستان د حکومت مامورېن واېې چه امرېکاېې قواو نن په ېوه کلی باندی حمله وکړه او د دوو ماشومانو او ېوې ښځی په شمول ېې شپږ کسان ووژل. مامورېن او د کلی خلک واېې چه دا پېښه نن دوخته په خوست کی وشوه. دری سړي هم په دغه حمله کی ووژل شول. د امرېکاېې قواو ددی برېد په باب نور تفصېلات نه دي ورکړل شوی. دا پېښه فقط ېوه ورځ وروسته دهغی نه وشوه چه د هېلمند ولاېت له خوانه د افغانستان د پارلمان غړېو او د سېمی اوسېدونکېو ووېل چه پرون د ناتو ترقوماندې لاندی د اېساف قواو په ېوه هواېې حمله کی دېرش کسان ووژل او په دې ملکی خلک هم پکی شامل دی. خو د اېساف نړېوالو قواو د ملکی خلکو د وژل کېدو خبره رد کړی ده او واېې چه په دغه هواېې حمله کی دولس تنه طالبان وژل شوی دی. د ناتو او اېتلاف قواوې واېې چې د خپلو نظامی عملېاتو په وخت ډېر تاکېد کوی چه ملکی خلک ونه وژل شی. فعلا په افغانستان کی د امرېکا، ناتو او افغان قواوې په شرېکه د طالبانو د خونړی پاڅون د زپلو له پاره د هېواد په جنوبی او ختېزو برخو کی د طالبانو سره جنگېږی. او یو بل خبر وایی چی ملگرو ملتونو د افغان حکومت نه غوښتي دي چی په بشري حقوقو باندی تیری کونکي محاکمه کړی. ملگرو ملتونو د افغان حکومت نه غوښتي دي چی په دې برخه کی چی په بشري حقوقو باندي تیري کونکي عدالت ته را کش کړی، خپلي هلي ځلي زیاتي کړی. په افغانستان کی د بشري حقوقو لوړ رتبه مامور، نورا نیلاند، پرون وویل چی د هغو خلکو آوازونه چی ظلمونه پر شوي، باید چی واوریدل سی. اکثره جنگ سالاران چی د افغانستان په دیرش کلنه جگړه کی په بشري حقوقو باندي په تیریو تورن دي، اوس د پارلمان غړي دي؛ او ځیني یې په دولت کی لوړي چوکۍ لری. د بشري حقوقو مؤسسو د ٢٠٠٦ کال د ډیسیمبر په میاشت کی د جمهور رئیس حامد کرزي نه وغوښتل چی ژر د حقایقو د پیدا کولو او روغي جوړي محکمه تاسیس کړی چی په تیرو دیرشو کالو کی د جنگي جنایاتو او په بشري حقوقو باندي د تیریو تورن کسان محاکمه کړای سی |
||
|
+ نوشته شده در
Sat 22 Mar 2008ساعت 12:2 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د یوناما په دفتر کې د بشر د حقونو د ادارې مشری میرمن نورانایلند نن خبریالانو ته وویل چه د افغانستان جګړه یوازی په نظامی وسایلو نشی حل کیدی، بلکه یوه هر اړخیزه ملکی ستراتیژی ورته په کار ده. هغې زیاته کړه چې افغان دولت د بشر د حقونو د نړیوال میثاق له نظره خپل مسولیتونه په اقتصادی -اجتماعی او فرهنگی چاروکی نه دی تر سره کړی. دا موضوع د افغانستان د بشری انکشاف په راپور کی هم تایید شویده. په دی راپور کی ښونځیو ته د نیمای افغان ماشومانو د نه تللو یادونه شویده |
||
|
+ نوشته شده در
Sat 22 Mar 2008ساعت 11:59 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د کاناډا د دفاع وزیر وائې، دی باور لری چې ناټوبه اضافی ولیږی چې په کندهار کې د کاناډا د عسکرو
د دفاع وزیر پیټر ماکائې نن د یکشنبی په ورځ په بروکسل کې د امنیتی چارو په کنفرانس دا خبره وکړه چې لږ تر لږه زرو تنو اضافی عسکرو ته ضرورت دی. دی باور لری چې د ناټو نور هیوادونه به د ناټو د مشرانو د عالی غونډی په وخت کې چې د اپریل په دوهمه نیټه جوړیږی، ددغوعسکرو وعده وکړی. د کاناډا پارلمان د پنجشنبی په ورځ د دوه زره یولسم کال پوری په افغانستان کې د خپلوعسکرو دوره اوږده کړه خو پدی شرط چې ناټو اضافی زر تنه عسکر او همدغه راز هلیکپټری او اکتشافی الوتکی هلته ولیږی. دکاناډا (٢٥٠٠ ) عسکر د افغانستان په جنوب کې دیره دی. تر اوسه پوری په افغانستان کې د کاناډا شپږ تنه عسکر وژل شویدی. کاناډا افغانستان ته شپږ کاله پخوا عسکر استولی دی. ښاغلئ ماکائې وائې، د یاغی طالبانو سره جنگ به په یوه ډیره اوږده ستونزه وی. د افغانستان په نارامه جنوب د امریکا، بریتانی او کاناډا زیات شمیر عسکر دیره دی چې د یاغی طالبانو په خلاف جنگیږی. کاناډا د ناټو په نورهیوادونو باندی انتقاد کوی چې خطرناکو سیموته خپل عسکر نه لیږی |
||
|
+ نوشته شده در
Sat 22 Mar 2008ساعت 11:57 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د اېتلاف ېوه اعلامېه واېې چه په عسکرو باندی ېې په داسی حال کی ډزی وشوی چه د شک لاندی څو کورونو تلاشی ېې اخېستله. د شک کېده چه وسله وال جنگېالی پکی دی، چه بمونه الوزوی او د وسلو په قاچاق کی لاس لری. د امرېکا پوځ واېې چه په ځوابی ډزو کی څو وسله وال سړي، ېوه ښځه او ېو هلک ولگېدل. خو د سېمی اوسېدونکي واېې شپږ کسان لگېدلی دی چه ټول ېې د ېوه کور غړي ؤ. دا فقط ېوه ورځ وروسته د هغی وشوه چه د پارلمان غړو او د هلمند د سېمی اوسېدونکو ووېل چه پرون د ناتو تر قوماندې لاندی د اېساف قواو په ېوه هواېې حمله کی دېرش کسان ووژل؛ چه ملکی خلک هم پکی شامل دی. د اېساف نړېوالو قواو د ملکی خلکو د وژل کېدو خبره رد کړی ده او واېې چه په دغه هواېې حمله کی دولس تنه طالبان وژل شوی دی. د ناتو او اېتلاف قواوې واېې چه د خپلو نظامی عملېاتو په وخت ډېر تاکېد کوی چه ملکی خلک ونه وژل شی. فعلا په افغانستان کی د امرېکا، ناتو او افغان قواوې په شرېکه د طالبانو د خونړی پاڅون د زپلو په منظور د هېواد په جنوبی او ختېزو بر خو کی د طالبانو سره جنگېږی. د قهرجنو خلکو ېوه ډله په دغه ځای کی نن راټوله شوه او د امرېکا په خلاف ېې شعارونه ورکول. په افغانستان کی د طالبانو سره په جنگ کی د جنگ په وخت د ملکی خلکو وژل کېدل ېوه ډېره حساسه موضوع ده. فعلا په افغانستان کی د ناتو او امرېکا پنځه پنځوس زره عسکر د طالبانو سره جنگېږی او هم د ابادئ په پروژو کی کمک کوی. جمهور رېس کرزي شخصا څو څو وارې د امرېکا په پوځ او د ناتو په قوماندانانو باندی غږ کړی دی چه د ملکی خلکو د وژلو مخه دې ونېسی. د اېتلاف قواوې واېې چه طالبان په جنگ کی ملکی خلکو نه د ډال په توگه کار اخلی. مېاشتی پوری ځنډولی دي چه په کال نور لس سوه نوي مېلادی کال کی په لاهور کی دبم د الوزولو په الزام په اعدام باندی محکوم شوی. |
||
|
+ نوشته شده در
Sat 22 Mar 2008ساعت 11:53 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
صفحه نخست پروفایل مدیر وبلاگ پست الکترونیک آرشیو عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی
دتليفون نمبر 0708373448 او یا هم 0088216---8441545سټلایټ نمبر دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com safatz@internews.af او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد |
|
RSS
|