![]() |
![]() |
|
| دصفت الله (ذاهدی) خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي خپرونه |
|
دناټو دوه سرتيري وژل سوي او په ګريشک کي مهمات ترلاسه
سو ناټو د مطبوعاتي دفتر له خوا لراوبر ويبپاڼي ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي ددوی دوه سرتيري نن دافغانستان په سهيل کي ددوو جلا جلا پېښو په ترڅ کي وژل سوي دي ، په خبرپاڼه کي راغلي چي د ناټو يو سرتيرئ يې د طالبانو له خوا په جګړه کي ووژل سو او دوهم سرتيرئ د افغان پوليسو سره په عملياتو کي د همکارۍ پر مهال په يوه چاودنه کي ووژل سو، په خبرپاڼه کي د وژل سوو سرتيرو هويت پټ ساتل سوی دی .
د ناټو د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه بله خبرپاڼه کي ويل سوي چي افغان امنيتي ځواکونو د هلمند ولايت په ګريشک ولسوالي کي تيره اوونۍ د ځانګړو عملياتو په ترڅ کي د مهماتو يو زېرمتون کشف او ترلاسه کړی دی ، په خبرپاڼه کي راغلي چي په ترلاسه سوو مهماتو کي ۱۰۰۰ بېلابېلي مرمۍ شاملي دي چي ۴۷ يې له اوږې څخه د ويشتونکي راکټ او ۴۷ نوري يې له اوږې څخه د ويشتونکي توپ او له مځکي څخه مځکي توغندۍ دي . صفت الله ذاهدی هلمند |
|
+ نوشته شده در
Tue 20 May 2008ساعت 1:15 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
هلمند کې ځان وژونکي برید دروند ځيان اړولی
تیره ورځ د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د پولیسو پر مشر ځان وژونکی برید شوی چې ده ته ځيان ندی رسیدلی لیکن څلور ولسي وګړي وژل شوي او د ۵ تنو پولیسو په ګډون ۸ ولسي وګړي ژوبل دي . دا خبر د نوموړی ولایت امنیه قوماندان محمدحسین انډیوال راکړ. په دې برید کې برید ګر هم وژل شوی دی . موسي کلا د هلمند هغه ولسوالي ده چې پکې تیره ورځ د والي ګلاب منګل په چورلکه هم برید شوی وو خو نوموړی له دې برید څڅه روغ خلاص شوی وو. ګمان کیږي چې دا ځان وژونکی به هم د پرون ورځي د غونډي لپاره برابر کړای شوی وو خو دا غونډه تر نامعلومي مودې پورې ځنډول شوي ده . ټاکل شوي وه چې په دې غونډه کې یو شمیر د بیارغوني پروژې په موسی کلا کې پرانیستل شي. صفت الله ذاهدی هلمند |
|
+ نوشته شده در
Tue 20 May 2008ساعت 11:57 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
م.م: زمونږ په خوراکي کتار ځپونکی بريد شوی
په افغانستان کې د ملگروملتونو سياسي دفتر واېې چې د بي وزلو افغانانو لپاره د دوي د خوراکی توکو په يوه قافله وړمه ورځ د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې بريد شوی .د ملگرو ملتونو د کابل د څانگی نطاق حليم صديقي وويل چې په دې کتار کې 79 موټر خوراکي توکي ول چې ځيني موټر ېې سوځول شوي دي . ويل کيده دا خوراکي توکي د کندهار له لاری نيمروز او هرات ولايتونو ته په لاره ول . نوموړي وويل چې په دې بريد کې دوه موټره خوراکي توکي چې ټول ټال 84 ټنه خوراکي مواد پرې بار وو سوځيدلي او د 10500 وږيو کسانو خوراکي توکي له مينځه تللي دي .د يادوني وړ ده چې د رواني مياشتي له اتمی نيټي راهيسي د خوراک د نړيوال سازمان 48 تنه خوراکي توکي له يو موټر سره يو ځای تري تم شوي دي . صفت الله ذاهدی |
|
+ نوشته شده در
Tue 20 May 2008ساعت 11:55 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
په موسي كلا ولسوالي كي تيره ورځ ځانمرګي بريد وشو دهلمند ولايت د موسي كلا ولسوالي د پوليسو پر قومندان عبدالولي (كوكه) باندي ځانمرګي بريد وه شو ځانمرګي بريد كوونكي چي د موسي كلا ولسوالي په بازار كي په يوه دوكان كي ناست ووهغه مهال يي دپوليسو پر يوه موټر باندي يي ځانمرګي بريد وكړ چي د بريد په پايله كي څلور پوليس زخمي او دوه تنه عام وګړي مړه او يو شمير
نور دملكي وګړي يي زخميان كړه د موسي كلا ولسوال ملا عبدالسلام وويل چي ځانمرګي بريد ماښام پر اوه بجي او پنځلس دقيقي كي رامنځ ته شو ځانمرګي بريد كوونكي ځكه مرګ ژوبله وا نه ړول چي ملكي وګړي ټول خپلو كورونو ته تللي وه ده زياته كړه چي داسي نښي تر ستر ګو كيدلي چي د
كوكنارو نيښ يي وهلي وي خو تر دا مهاله لا طالب وياند قاري يو سف احمدي لا څه نه دي ويلي د يادوني وړده چي دا د موسي كلا ولسوالي د نيولو څخه ورورسته دا دويم ځانمرګي بريد وو چي رامنځ ته شو او
هيره دي نه وي چي تيره وځ په همدي ولسوالي كي د هلمند
دوالي پر چورلكي باندي هم بريد وه شو چي چورلكه بيړني ناستي
ته اړ شوه صفت الله ذاهدي هلمند |
|
+ نوشته شده در
Mon 19 May 2008ساعت 10:24 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
ترمنځ په نښته كې درې تنه پوليس ټپيان شوي او دطالبانو ځيني وسلې دپوليسو لاسته ورغلي دي . دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وويل چې پيښه تيره ورځ ناوخته رامنځته شوه . هغه وويل چې وسله والو طالبانو دكندهار هلمندپرلويه لاره پوليسو ته كمين نيولي ؤ كله چې پوليس ور ورسيدل نو هغوي ورباندي بريدو كړ . هغه وويل چې دبريد په پايله كې درې تنه پوليس ټپيان شوه اوپه ځوابي بريد كې طالبانو ته هم دسر زيان واوښت خوددقيقو تلفاتو په اړه يي څه ونه ويل . هغه وويل چې وروسته ځني طالبان وتښتيدل چې په تعيقب سره يي دطالبانويوه خېمه چې ګڼي وسلې اومهمات پكښې وه دپوليسو لخوا وسوځول شوه اوترڅنګ يي درې موټر سيكلونه اويو موټر هم دپوليسو لاسته ورغلي . په سيمه كې طالبانو يو تن قوماندان ملا محمدشريف دپوليسو سره جګړه مني خووايي چې ددوي لوري ته كوم زيان نه دي اوښتي . هغه وويل چې دطالبانو دري نفره ددوي مړو درك چه شويدي هم ژوندى نيولي دي دري موټر سايكله يي سوځيدلي دي صفت الله( ذاهدي )هلمــــــــــــــــــــــــــــند |
|
+ نوشته شده در
Sun 18 May 2008ساعت 4:41 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د هلمند والي او ګڼ شمېر نور دولتي چارواکي د مخالفينو
له بريده هغه مهال روغ ووتل، چې په چينيك ډوله الوتكي
يي ډزي وشوې .
د هلمند والي محمدګلاب منګل تېره ورځ ناوخته له موسى
کلا څخه له بېرته راتك وروسته په لښکرګاه کې ديوې
خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې د موسى کلا ولسوالۍ
مرکز ته نږدې يې پر چورلکې ډزې پيل شوې .
هغه زياته کړه چې څو مرمۍ يې پر چورلکې ولګېدې، خو
چورلکې بېړنۍ ناسته وکړه اودوي وژغورل شوه.
د هلمند والي وويل چې موسى كلا ته يې د سفر موخه د
بيارغونې د يو شمېر پروژو پرانېستل او د سيمې له قومي
مشرانو سره ليده كاته وه .
هغه زياته كړه
لږ وروسته موږ د بهرنيو ځواكونو لخوا دموټرو په واسطه
د لنډۍ ناوې په سيمه كې يوې بلې قرارګاه ته يوړل شو ،
چې هلته دوالي الوتكه ناسته وه اوترڅرخ لاندې ويشتل شوې وه
دغه چينوک ډوله چورلکه د ناټو ځواکونو وه، چې د هلمند
والي او چارواکي يې موسى کلا ولسوالۍ ته وړل.
په هلمندكې قومي مشران د هلمند پر والي دغه بريد پر ټولو
هلمنديانو بريد بولي .
بلخوا وسلوالو طالبانو ددغه بريد مسووليت په غاړه
اخيستى دى .
بل خوا دوسلوالو طالبانو وياند قاري يو سف احمدي بيا له
يوه نا معلوم ځاي څخه و ه سلام وطن داره ته وويل
چې ددوى کسانو د موسى کلا ولسوالۍ د "ده زور" په سيمه
کې د والي پر چورلکې د زيکويک ډزې وکړې او ويې
ويشتله . هغه ادعا وکړه چې چورلکه نسکوره شوې او ګڼ
شمېر دولتي چارواکيو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې، خو د
والي په اړه يې معلومات نه درلود
صفت الله ذاهدي هلمند. |
|
+ نوشته شده در
Sun 18 May 2008ساعت 2:44 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
د زړګي لپهد ځـــــوانۍ خمــــار زما كه سرګردان او تار په تار دى ستـــا سينه د مشكو ښار دى د لونګو جوړ بازار دى
پاريســـي زلفو ښامار پرې په هنر خور كړى سيورى بدخشــان كې د زړګي مې غلى غلى جوړ ناتار دى
د زړګــي پــه لپـــه وينـــې هـــر پر هــر ته وركــــومه ارمــــــــــــان مـــــــخ را اړولى وايي پار نن د بهار دى
|
|
+ نوشته شده در
Wed 14 May 2008ساعت 2:12 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|||
|
+ نوشته شده در
Wed 14 May 2008ساعت 2:9 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
باز؛ د مينې په انداز كې د سپوږمۍ چمبه راواخله، ورته ستوري په گډا کړه مرورې دي سندرې، لږ يې توري را پخـــــــلا کړه په نظـــــر رابانـــدې وڅښــه، د ښکلا د مۍ جامونه اوږده غاړه صراحي کړه، اموخته مې په صهبا کړه د زړگـــي پـــه للمــه دښـــته، د ارمـان زړي کرمه د بـــــاران په شان وريږه، چيرته شنه مې تمنا کړه تخـــــيل کـــــــــې جوړومه، ستا د مينې د ښکلا بُت بُتکده د خيال حرم کړه، لږ خو ما د ځان په خوا کړه څنگه غلـــــی ناست يې بازه؟ وزرونـه دې خواره کړه د کوترو سيل تيريږي، څه خو شور څه خو غوغا کړه |
|
+ نوشته شده در
Wed 14 May 2008ساعت 2:7 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
خاطره اسحق زۍ -
ستا بې وفايې مې ځوروينه ![]() د چا له سحر تارومار شوه زموږ پرشوره ليوني مينه يه له ازله خو داسي نه و ولي تقدير مو شو رنګينه هوډ مو په منځ کي وفاداري وه بي وفايې دې و کړه په مينه دشمن له شانه يرغل را وکړ که نه ما نه بايلله دغه مينه په ريښتنې مينه الله راضي وي د خدای رضاِ، لرې نه شينه راشه اې ياره زياتي پخلا شو |
|
+ نوشته شده در
Wed 14 May 2008ساعت 2:1 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|||
|
+ نوشته شده در
Wed 14 May 2008ساعت 2:0 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|||
|
داسی به تیز لکه مارغه غوندی شم لعنتی بوشه ستاگریوان به بیا باره غوندی کرم ته منافق ددی حهان یی یاره تاته وایم ته لعنتی هغه شیتان یی یاره تاته وایم ذاهدی هلمند گرمسیر |
|
+ نوشته شده در
Wed 14 May 2008ساعت 1:53 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
جمهور رئیس حامد کرزي د هیواد په بزګرانو غږ وکړ چې د کوکنارو له کر څخه دي ډډه وکړي.جمهور رئیس حامد کرزي د هیواد په بزګرانو غږ وکړ چې د کوکنارو له کر څخه دي ډډه وکړي او په خپلو ځمکو کي دي غنم وکري . جمهور رئيس کرزي په کابل کې د سلګونو بزګرانو غونډې ته وینا وکړه او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپل وړاندیزونه دي راټول کړي او دولت ته دي یې وسپاري. حامد کرزي وويل د بزګرو وړاندیزونه او ستونزې به د افغانستان په اړه په پاریس کې جوړیدونکي نړیوال کنفرانس کې مطرح کړي. جمهور رئیس په داسې حال کې دا څرګندونې کړي چي په افغانستان کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوي او دولت غواړي له بهره غله وارده کړي. |
|
+ نوشته شده در
Wed 14 May 2008ساعت 1:23 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د هلمند ولايت د ګرمسېر په ولسوالۍ كي د امريكا د سمندري ځواكونو هغه پوځي عمليات چي د وسله والو طالبانو د له منځه وړلو په موخه پيل سوي وه تر اوسه روان دي . ځايې چارواكي كه څه هم ځان په دغو عملياتو كي شكيل نه بولي خو وايې چي د ګرمسېر ولسوالۍ څخه تر شلو زرو پوري كورنۍ د جګړو له امله كډوالي سوي دي . خو سيمه ايز خلك بيا وايې چي د جګړې له پيله بيا تر اوسه تر سلو زيات ولسي خلك وژل سوي دي او دېرش زره كورنۍ كډوالي سوي دي .ئتلافي ځواكونو د سه شنبې په ورځ د بګرام څخه د يوې خبرپاڼيله لاري ګرمسېر ولسوالۍ كي د دولسو ۱۲ وسلوالو طالبانو د وژل كېدو خبروركړى دى د سمندري ځواك ويانده ميرمن كيپټن كيلي سيمه ايزو خلكو ته د مرګ ژوبلي اوښـتل نه ردوي خو د ارقامو په اړه يې ناخبري ښيې . وسله وال طالبان د ګرمسېر ولسوالۍ په نښتو كي د خپلو څلورو ملګرو د وژل كېدو د پخلي تر څنګ د شپږو بهرنيو سرتيرو د وژل كېدو ادعا كوي ، طالب وياند قاري يوسف وايې چي د بهرنيو سرتيرو يو موټر ددوئ پر يوه ښخ سوي ماين وخوت او ياده سوې مرګ ژوبله ور واوښتله . كابو دوې اونۍ كيږي چي د امريكا سمندري ځواك د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ د دولت د وسله والو مخاليفينو پر وړاندي پوڅي عمليات پيل كړي چي د كارپوهانو په وينا تر اوسه يې د برې او ماتي پايلي نه دى څرګندي سوي . |
|
+ نوشته شده در
Wed 14 May 2008ساعت 1:21 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
په هلمندولايت كې دوه تنه دولتي مامورين درشوت اخيستلوپه تورونيول
سول
يادوسويو دوو تنو مامورينو دماليې د ټولولودنده پر غاړه درلوده چې دو
شنبې په ورځ دپوليسولخواونيول سول .
هلمندوالي محمدگلاب منگل وويل چې په دې وروستيوكې دمستوفيت
لخوادماليې راټولولوپه موخه درى كسان گمارل سوي ووچې يوتن يې
دلښكرگاه ښاروالى اوبل تن يې دمستوفيت استازى و.
هغه زياته كړه چې يادوسويوكسانوپه لښكرگاه كې له هټيوالودبډوپه بدل
كې كمه ماليه راټولوله چې دوئ ته دخلكولخواشكايتونه هم رسيدلى و.
منگل وويل چې پوليسودمستوفيت اوولايت استازي نيولي اودښاروالى
استازى په تيښته بريالى سوى دى.
نوموړي زياته كړه چې زه له اداري فسادسره جوړنه يم اوډيره هڅه به مې
داوي چې په بډولړلي كسان به له دولتي اداروڅخه گوښه كړم.
د هلمند مستوفي امان الله سادات هم د ا ومنله چي دغو كسانو رشوت
اخيستى دى او زياته يې كړه چي يو د ولايت كاركونكى وو او بل د مستوفيت
چي د ښار ددكاندارانو څخه د مالي د راټولو دنده وركړل سوې وه .
داپه داسې حال كې دچې دهلمندولايت زياتره اوسيدونكي ددولتي اداروله
مامورينوڅخه سرټكوي چې دوى تل ورڅخه درسمي كارونوپه ترسره
كولوسره ترې پيسې غواړي . |
|
+ نوشته شده در
Wed 14 May 2008ساعت 1:20 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
له درو ورځو را په دېخوا د هلمند ولايت د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ
د را منځ ته سوى تاوتريخوالي له امله وسله والو طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله
اوښتې ده .
تر ټولو سخته نښته په موسى كلا ولسوالۍ كي سوې چي پكي څلور تنه
وسله وال طالبان وژل سو ي دي د پوليسو مشر مل پاسوال محمد حسين
انډيوال د يك شنبې په ورځ د يوې خبري غونډي پر مهال خبريالانو ته وويل
چي په دغو درو ولسواليو كي اوه تنه وسله وال طالبان وژل سوي او په
لسګونه ميله درنې او سپكي وسلي ، مرمۍ د يوه سټلايټ په ګډون
ورځيني يو شمير مبايل ټيليفيونونه هم ورځيني تر لاسه سوي دي .
نوموړي زياته كړه چي په دغو پيښو كي پوليسو ته هيڅ زيان نه دى اوښتى
او د وژل سويو طالبانو مړي د لښكرګاه په بست روغتون كي پراته دي ،
انډيوال وويل چي په دغو عملياتو كي ورسره ځايې خلكو هم ډېره مرسته
كړې ده .
وسله والو طالبانو ددغو را منځ ته سويو پيښو په اړه تر دا مهاله څه نه دي
ويلي .
د يادوني وړ ده چي په دې وروستيو مياشتو كي د هلمند ولايت په پوليسو
كي د پخوا په پرتله زيات مثبت بدلون تر ستركيږي او څو څو ځله يې ددولت
د مخاليفينو څخه په ورته شميره كي وسلې نيولي دي او په سيمو كي يې
د امنيت د ټينګښت په موخه خپلواك عمليات تر سره كړي دي . |
|
+ نوشته شده در
Wed 14 May 2008ساعت 1:18 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
هلمند په ناکراره ولسوالۍ کې يو ځل بيا د حکومت پلوه ځواکونو
او طالبانو تر منځ نښتي شوي . د ائتلافي ځواکونو يو چاپي بيان چې نن بينواويب پاڼي ته رسيدلی واېې چې تيره شپه او نن سهار په گرمسير کې سختي نښتي شوې چې گڼ شمير دولت ضد وسله وال پکې وژل شوي دي .ائتلاف واېې عمليات د هغه طالب قوماندان د نيولوپه هدف پيل شول کوم چې د گرمسير طالبانو ته د وسلو په قاچاق تورن دی خو تر اوسه ندی نيول شوی .په همدې حال کې له گرمسير څخه شاوخوا 9000 کسان تښتيدلي دي .د کډوالو چارو وزير" شمس الدين سرحدي"نن وويل د کومو ارقامو په اساس چې دوي ېې لري تر اوسه له گرمسير ولسوالۍ څخه 900 کورنۍ چې ټول ټال شميره ېې 6000 ته رسيږي امن ځايونو ته کډه شوي دي.ډير دا کډوال اوس لشکرگاه ته څيرمه په هغو پنډغالو کې ميشت دي کوم چې د افغان دولت له خوا جورړ شوي دي . |
|
+ نوشته شده در
Wed 14 May 2008ساعت 1:17 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه كي د اخترونو د لمانځه د ادا كولو لپاره يوه عيدګاه جوړه او ګټي اخيستلو ته وسپارل سوه . دنوموړي عيدګاه د پرانيستلو پر مهال هلمند والي محمد ګلاب منګل وويل چي دا په هلمند كي تر ټولو غوره كار دى چي د اخترونو د لمانځه د ادا كولو لپاره عيدګاه جوړ سوه . وړاندي تر دې به د هلمند اوسېدونكو د اختر لمونځ په كرزي ورزشي سټوډيم كي كاوه چي هلته به له ګڼو ستونزو سره مخامخ كيدله . د چانجير د تخنيكي دستګاه رئيس حاجي معلم شاولي وويل چي دغه عيدګاه په دولس جريبه ځمكه كي د لښكرګاه د ښاروالي په مالي لګښت په اته ويشت لكه يو څلوېښت زره او پنځه سوه افغانيو جوړه سوې چي څلوېښت زره لمونځ كوونكي پكي ځايېږي . د هلمند ګڼ شمير اوسېدونكي دنوموړي عيدګاه جوړيدل د چارواكو يو ستر ګام بولي او په ټينګار سره غوښتنه كوي چي دولت بايد په سيمه كي داسي پروژې په لاره واچوي چي وزګارو خلكو ته پكي د كار زمينه برابه سي ځكه بېكاري د تاوتريخوالي يو ستر لامل بلل كيږي . د يادوني وړ ده چي تيره ورځ هم د لښكرګاه ښار د بست په تاريخي سيمه كي د والي ګلاب منګل لخوا يو منځنى ښوونځي د اته سوه نارينه او ښځينه زده كوونكو لپاره پرانيستل سو. |
|
+ نوشته شده در
Wed 14 May 2008ساعت 1:15 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
![]() |
|
+ نوشته شده در
Sat 10 May 2008ساعت 3:28 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
دهلمند ولايت په ناداعلي ولسوالي معلمينو نن لاريون كړي وو او دوي د خپلو معاشونو غوښتنه كوله چي زموږ معاش دي د هلمند ولايت د پوهني رياست موږ ته راكړي د ناداعلي ولسوالي د تولو مكتبونو معلمينو له دولت نه غوښتنه كوله او په دي موخه يي لاريون كړي وو چي ددوي معاش دي وركول شي دوي وويل چي زموږ معاش دولت له موږ څخه په دي موخه ګرځولي دي چي ستاسي مكتبونه د ناامني په خاطر تړل شوي دي نو موږ تاسو ته تر هغو پوري معاش نه دركوو تر څو پوري چي تاسي خپل مكتبونه فعال نه كړي يو تن سر ښونكي عبدالمنان ي بيا وايي چي دا زموږ كار نه دي چي مكتبونه دي فعال كړو دا دقومي مشرانو وظيفه ده تر څو دوي مكتبونه فعال او موږ وه زده كونكو ته درس وركړو دهلمندولايت د پوهني رئيس رحيم الله خان وايي چي په دي ولايت كي دوه سوه څلورويشت ښوونځي شته چي د ددي ښوونځيو له جملي څخه يوسل اواته شپيته ښوونځي دامنيتي ستونځو له امله تړل سوي دي او موږ ته د پوهني د وزار ت لخوا څخه هدايت راكول شوي دي چي تولو هغه ښوونكو ته چي مكتبونه يي تړل شوي دي دهغوي معاش ورنه كول شي د يادوني وړ ده چي تير كال په هلمند ولايت كي اولس تنه ښوونكي ، زده كوونكي او اميرين وژل سوي دي صفت الله ذاهدي هلمند |
|
+ نوشته شده در
Sat 10 May 2008ساعت 3:26 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالي كي دتير و څوروځو په شان نن هم جګړه روانه وه دهلمند ولايت ډيري ځاي وګړي وايي چي په ګرمسير ولسوالي كي اوس هم عمليات شروع دي ګرمسير ولسوالي دوه كاله د وسلوالو طالبانو په ولكه كي وه څو
ځله برطانوي ځواكونو په ګرمسير ولسوالي باندي حمله وكړه خو دوي وه نه سوه كولاي چي د ګرمسير ولسوالي پخپل واك كي وه ساتي دڅو ورځو په موده كي اوس امريكائي سمندري ځواكونو د ګرمسير په ولسوالي باندي حمله وكړه چي د ګرمسير ولسوالي زياته برخه يي پخپل لاس كي ده ځاي وګړي وايي چي اوس ډيري برخه په ګرمسير ولسوالي كي دامريكاي سمندري ځواكونو ګزمي تر ستر ګو كيږي رحمت الله د ګرمسير ولسوالي اوسيدونكي چي ډير ويريدي له ماسره په داسي حال كي خبري كولي چي نه يي غوښتل دولسوالي حالت چاته بيان كړي دي وايي چي هلته ديرخ سخته جګړه لا اوس هم روانه ده په جګړه كي ځاي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړول شوي ده او ډيري وګړي بي سرپنا ه شوي دي او زيات خلګ وه خوراكي توكو او درملني ته ضرورت لري دهلمند ولايت دولايت شورا رئيس او دګرمسير ولسوالي اوسيدونكي انورخان وايي چي تر اته زره پوري ځاي اوسيدونكي بي ځايه شوي دي او په سرو ريګو كي خپل ژوند تيروي په ډيري سختي سره انورخان هم وويل چي دامريكاي سمندري ځواكونو اوس د ګرمسير ولسوالي ډيره لږه برخه په لاس كي ده نن بيا په بګرام كي د خپري شوي خبرپاڼي له مخي ويل شوي دي چي د ګرمسير په ولسوالي كي ځاي خلګو په سمندري ځواكونو لاريون وكړ چي سمندري ځواكونه دي دلته نور عمليات بس كړي او نه يي غوښتل چي دلته عمليات نوردوام ولري ولي سمندري ځواكونو دلاريون په پايله كي په هغوي باندي ددرنو او سپكو وصلو ډزي وكړي چي ان دراكټ لانچرو څخه هم كارواخيستل شو اووروسته لاريون كونكي پخپل مخه ولاړه دسمند ري ځواكون وياندي كيفټن كيلي وويل چي دنن په جګړه كي دوه ماشومان ژوبل شوي دي چي ژوبل كسان يي دسمندري حواكونو وه روغتون ته ددرملني لپاره وړي دي ديادوني وړده چي پنځه مياشتي وړاندي هم برطانوي ځواكونو دموسي قلعه ولسوالي له طالب ځواكون څخه وه نيول خو د ځاي وګړ و په وينا چي لا اوس هم هلته امنيت ډاډمن نه دي عزيزاحمد چي موسي قلعه ولسوالي ته تللي وو وويل چي خلګ را ضي نه وه او دموسي قله مركزي سيمه يوازي دافغان او نړيوال ځواكونو په لاس كي وه اوپرنورو سيمو دځاي وسلوالو طالبانو ولكه پري زياته وه صفت الله ذاهــــــدي هلمــــــــــــــــسند |
|
+ نوشته شده در
Wed 7 May 2008ساعت 11:56 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د برتانیی د شاهی کورنی دریم وارث، شهزاده هیری ته چې د شهزاده پرنس چارلز او شهزادگۍ دیانا دوهم او کمکې زوی دی، په ا فغانستان کی د پوځي خدمت په ویاړ مدال ورکړ شو .هارى د ملکى الېزابت ٢٣ کلن لمسى دى. نوموړى د هغو ١٥٠ عسکرو په جمله کې و نن ددوشنبى په ورځ ېې له لندن نه بهر په وېنډ سر کې مېډالونه واخېستل. د شهزاده هارى ملگرې چلسي ډېوي او دهغه مشر ورور شهزاده وېلېم دغه مراسم لېدل چې د هغه ترور شهزادگۍ آن هغوى ته مېډالونه ورکړل. هغه د هېلمند په ولاېت کې د لسو اونېو لپاره له خپلو عسکرو سره خدمت وکړ خو د فبرورى په مېاشت کې بېرته خپل کورته وروسته له هغه نه ولېږل شو چې د استرالېا ېوې ورځپاڼى دا خبرخپور کړ چې هغه افغانستان ته لېږل شوېدى.
وروسته بېا د امرېکا په ېوه وېب پاڼه کې هم دا خبر خپورسو. د برتانېې حکومت د برتانېې له اخبارونو سره دا موافقه کړې وه چې د هغه د عسکرى مامورېت په افغانستان کې پټ وساتى.
دا کار ددى لپاره شوى و چې دى او د ده عسکرى قطعه د حملونه خوندى وساتل شى |
||
|
+ نوشته شده در
Tue 6 May 2008ساعت 10:11 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
دهلمند ولايت د ګرشك په ولسوالي كي تيره ورځ يو پوليس د نامعلومو كسانو لخوا ووژل شو دا خبره د هلمند ولايت دامني قومندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال وكړه ده وويل چي پوليس تيره ورح مازديګرد ګرشك ولسوالي په مركز كي دګزمي پر مهال دنامعلو مو وسلوالو
كسانو لخوا په ډزو سره وويشتل شو دامني قومندان وويل چي دپوليسو لخوا په محل كي سختي پلټني رواني دي خو په تور يي تردا
مهاله پوري ځوك نه دي نيول شوي او نه هم كومي ډلي تر اوسه پيښه پخپله غاړه اخيستي ده بل پلو د ځاي وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي سلام
وطن داره ته وويل چي دګرمسير ولسوالي د خواجه اباد په سيمه كي
يي د امريكاي سمندري ځواكونو دري ټانكونه ويجاړ او دولس تنه
وژلي خو ائيتلافي ځواكونو لا تر دا مهاله پوري خه نه دي ويلي بل پلو په بګرام كي دخپري شوي خبر پاڼي له مخي ويل
شوي دي چي تيره ورځ دهلمند ولايت په ګرمسير ولسوالي كي
دوه ويشت تنه طالب جنګيالي دچاڼيزو عملياتو په پايله كي
وه نيول شو چي يو شمير يي ووژل شوه سمندري ځواكونوويلي دي چي دوي په چاڼيزو عملياتو بوخت وه چي دطالبانو له بريد سره مخامخ شوه چي د بريد په پايله كي يي دوويشت
تنه دستګير او زيات شمير يي ووژل شوه ديادوني وړده چي په دغه جګړه كي دامريكا سمندري ځواكونو دوه زره دري سوه تنو برخه اخيستي ده او د
ګرمسير ولسوالي اوه زره كورني له خپلو كورنو څخه دجګړي له
امله مهاجر شوي دي صفت الله ذاهدي هلمند |
|
+ نوشته شده در
Tue 6 May 2008ساعت 10:8 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
![]() |
|
+ نوشته شده در
Mon 5 May 2008ساعت 11:35 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
![]() |
|
+ نوشته شده در
Mon 5 May 2008ساعت 11:32 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|
|
+ نوشته شده در
Mon 5 May 2008ساعت 11:30 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|
|
+ نوشته شده در
Mon 5 May 2008ساعت 11:29 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
![]() |
|
+ نوشته شده در
Mon 5 May 2008ساعت 11:18 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
![]() |
|
+ نوشته شده در
Mon 5 May 2008ساعت 11:15 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
نور يي ژوبل شوه دهلمند ولايت د نوزاد ولسوالي په شمال ختيځه سيمه كي دايساف د ځواكونو يو موټر چي په ګزمه بوخت وو پر ماين وخوت په هلمند كي دايساف ځواكونو وياند رابين ميټيوز ديوه ژپاړونكي له لاري وويل د ماين دجاودني له امله يي يو سرتير ي مړ او دري تنه نوريي ژوبل دي چي په ژوبلو كسانو كي يو هم افغان دي ده وويل چي ژوبل شوي كسان يي دايساف ځواكونو نيژدي روغتون ته ددرملني لپاره وړي دي له بلي خوا قاري يوسف احمدي چي ځان د وسلوالو طالبانو وياندراپيژني پيښه پخپله غاړه اخلي او وايي چي دايساف ځواكونو يو موټر دريمونت كنټرول ماين په واسطه ويجاړ او اته تنه يي ووژل شول قاري يوسف احمدي وايي چي په ګرمسير ولسوالي كي هم دسمندري ځواكونو دوه موټره ويجاړ او ددولسو تنو دوژل كيدو خبروركوي ديادوني وړده چي دامريكي سمندري ځواكونوڅلور ورځي وړاندي په ګرمسير ولسوالي كي دهزارباش په نامه ډير ستر عمليات پيل كړي دي صفت الله ذاهدي هلمند |
|
+ نوشته شده در
Sat 3 May 2008ساعت 1:16 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
په دي اړه تر اوسه پوري دهلمند امني قومنداني او پي ارټي څه نه دي ويلي خو څه ګړي وروسته به بيا معلومات دروليږم چي كله د پيښي جزيات په لاس راشي زه كوښښ كوم چي له ملكي زګړو سره په تماس كي شم خو نه شم كولاي ځكه چي مخابراتي شركت هلته ګول دي صفت الله ذاهدي هلمند |
|
|
+ نوشته شده در
Wed 30 Apr 2008ساعت 10:14 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
جمهور رئیس حامد کرزی واک ته له رسېدو وروسته تر اوسه لږ تر لږه څلور ځله له تروریستي بریدونو څخه روغ رمټ پاته شوی دی. د دیارلس سوه و اوه اتیایم کال د غویي پر اتمه نېټه، ملېشو د مجاهدینو د بریا پر جشن د سپکو وسلو او راکټ لنچر ډزې وکړې. په دې پېښه کې درې تنه مړه او اته نور ټپیان شول، خو ښاغلی کرزی د کابینې غړي او بهرني ډیپلوماتان پرته له کوم زیانه له سیمې ووتل. ددې برید پړه طالبانو پر غاړه واخیسته. مخکې له هغه، د دیارلس سوه و شپږ اتیایم کال د غبرگولي پر شلمه نېټه، طالب ملېشو د غزني ولایت د اندړو په ولسوالي کې پر یو ښوونځي چې جمهور رئیس کرزي په کې وینا کوله، د توغندي برید وکړ.
په دې برید کې چا ته زیان ونه رسېد او ښاغلي کرزي خپلې وینا ته دوام ورکړ. د دوه زره و څلورم کال د سپټمبر پر اوولسمه هم د امریکایي پوځونو پر یو هېلیکوپتر چې کرزی یې د پکتیا ولایت گردیز ښار ته لېږداوه، د وسله والو ملېشو لخوا د توغندي برید وشو چې نښه خطا او الوتکه له یوه واړه زیان په گاللو سره پر ځمکه کیناسته.
خو تر ټولو لومړی او خطرناکه مرگونی برید، د جمهور رئیس حامد کرزي په خپل پلرني ټاټوبي کندهار کې پرې وشو. د دوه زره و دویم کال د سپټمبر پر نهمه نېټه د ملي اردو په کالو سمبال یو پخواني طالب د کرزي پر کاروان له نژدې واټن څخه ډزې وکړې چې له امله یې کرزي ته زیان ونه رسېد خو د کندهار والي گل آغا شیرزی یې زخمي کړ. برید کوونکی د امریکایي ساتونکو له خوا ووژل شو خو په پېښه کې دوه تنه نور هم د برید د مخنیوي قربانیان شول. د یادونې وړ ده چې افغان جمهور رئیس له څو څو ځله ناوړه پېښو سره له مخامخېدو وروسته، د یو شمېر نړېوالو څېرو لخوا د یو زړه ور مشر په توگه ستایل شوی دی. |
||||
|
+ نوشته شده در
Tue 29 Apr 2008ساعت 12:44 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
ناټو وايي د افغانستان د جمهور رئېس حامد کرزى د قتل کولو هڅو پرهغه پلان اغېزه نده کړى چې وايي د کابل ا منېت به د افغانستان ملى اردو ته وسپارل شى. د ناټو وېاندى جنرال کارلوس برانکو د امرېکا غږ ته نن ووېل چې د افغانستان امنېتى قواو په بشپړ ډول ددې قدرت درلود چې د ېکشنبى په ورځ د جمهور رئېس د قتل دد هڅو د پېښې په برخه کې اقدام وکړى. هغه ووېل چې د افغانستان ملى اردو او پولېس د اگست تر مېاشتى پورې د کابل د امنېت چارې سنبالولى شى.
بل پلو، دافغانستان چارواکي د ېکشنبې د ورځې دهغې پېښې په نورو مشکوکانو پسى گرځى چې دافغانستان د جمهور رئېس حامد کرزى د قتلولو لپاره پکې هڅې وشوې. په داسى حال کې چې امنېتى چارواکېو دا پوښتنى کولى چې طالبانو څنگه وکولى شول چې جمهور رئېس ته دومره نېژدى، ورشى، عسکر نن ددوشنبى په ورځ په ټول کابل کې په چټکى سره گرځېدل او لټه ېې کوله. طالبان د عسکرى رسم گذشت په وخت کې جمهور رئېس ته نېژدى شوى ول. په دغه برېد کې فضل الرحمن څمکنى د اولسى جرگې ېوغړى او ېولس کلن هلک ووژل شول. د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزى، په داسى حال کې چې د راکټونو او اوتومات ټوپکو گولۍ د ږلۍ په څېر ورېدلى، د پېښې له ځاې نه روغ رمټ ووت.
په دغه پېښه کې لږ تر لږه لس کسان زخمى شول. رپوټ وايي امنېتى قواو درى برېد کوونکي ووژل او څوتنه نور ېې بند ېان کړل. طالبانو ووېل دوى ددى لپاره دا حمله وکړه چې دا څرگنده کړى چې دوى هر چېرته حمله کولى سى. د سپېنى ماڼۍ وېاندې ډا نه پرېنو ووېل چې د تر هگرانو خطر واقعى اوخونړى دى. هغې ووېل چې د ترهگرانو سره مبارزه د امرېکا، افغانستان اوعراق د حکومتونو لپاره تر ټولو لوړه او مهمه مسله ده. د ېکشنبى په ورځ په کابل کې داحمله په داسى وخت کې وشوه چې په افغانستان کې د وروستى کمونېستى حکومت د سقوط شپاړسمه کلېزه د ٢١ توپونو په ډزو او عسکرى رسم گذشت سره لمانځل کېدله. چارواکېو په دغه مناسبت د امنېت د ښه کولو لپاره له څو اونېو راهېسى کار کاوه |
||||
|
+ نوشته شده در
Tue 29 Apr 2008ساعت 12:40 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
افسوس زما پر حال نن په وطن كي له اغياره څخه ستړي ښكارم يم هديرو كي له كفنه سره مړي ښـــــــــــــــــكارم دهر چا خوله راپســــــي وازه زه خز نه پوهـــــيږم جاهل په لاس كي د جنګونو يو غټ پړي ښكارم زه خو ګرم يم چي ښايـــسته بلبــــلان درومي له ما خوشحالي نسته ((داوري)) پر درراويـــښ شه ګرانه غمو كــــــــــــــاروان كي دازله يو وګړي ښــــــــــــكارم كامل داوري دهلمند ولايت دكجكي اوسيدونكي ځوان تكړه شاعر
او محصل |
|
+ نوشته شده در
Sat 26 Apr 2008ساعت 3:32 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
افسوس زما پر حال نن په وطن كي له اغياره څخه ستړي ښكارم يم هديرو كي له كفنه سره مړي ښـــــــــــــــــكارم دهر چا خوله راپســــــي وازه زه خز نه پوهـــــيږم جاهل په لاس كي د جنګونو يو غټ پړي ښكارم زه خو ګرم يم چي ښايـــسته بلبــــلان درومي له ما خوشحالي نسته ((داوري)) پر درراويـــښ شه ګرانه غمو كــــــــــــــاروان كي دازله يو وګړي ښــــــــــــكارم كامل داوري دهلمند ولايت دكجكي اوسيدونكي ځوان تكړه شاعر او محصل |
|
+ نوشته شده در
Sat 26 Apr 2008ساعت 3:31 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
دهلمند ولايت په ګريشك ولسوالي كي هغه وخت دوه تنه مړه او دري تنه زخميان سول چي كله دامني قومنداني مخي ته يوه چاودنه رامنځ ته سول دا چاودنه نن سها رپر اوه نيمي بجي دګريش ولسوالي مخي ته ديو ه ځانمرګي بريد كونكي لخوا وشوه دهلمند ولايت دامني قومندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال وويل چي دا چاودنه نه وه بل كي دا يو حانمرګي بريد كونكي وو چي غوښتل يي دپوليسو وه نضام كرول ته حان نيژدي كړي چي دپوليسو لخوا پري ډزي وشوي چي دډزو په پايله كي ځانمرګي بريد كوونكي انفجار وكړ چي دانفجار په پايله كي دوه تنه ملكي وګړي مړه او او دري تنه پوليس زخميان دي يو تن هم له مړو څخه سپيين ږيري دي: بل خوا دوسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا پيښه پخله غاړه اخيستي ده اويلي يي دي چي ځانمرګي بريد كوونكي نصيرالله نوميږي چي دهلمند اوسيدونكي وو دده په وينا چي دولس تنه پوليس يي وژلي دي ديادوني وړ ده چي دا په هلمند كي دنوي كال په پيل كي دريم ځانمرګي بريد كونكي دي چي زياته مرګ ژوبله يي ولسي وګړو ته اړولي ده صفـــــت الـــلــه (ذاهدي ) هلمــــــــــــــــــــــــــند |
|
+ نوشته شده در
Wed 23 Apr 2008ساعت 11:53 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
په هلمندمركزلښكر ګاه كي دبشري حقونو د خپلواك كميسون يوه غونډه وشوه په دي غونډه كي د هلمند ولايت څارنوالي غري دعدلي اورګانونو ، ، محاكمي رئيسان دهلمند امنيي قومندان او دجنوب لويديځي حوزي دبشردحقونو خپلواك كميسون رئيس انجينر عبدالقادر خان او يو شمير ژورنالستان هم حاضر وه په غونډه كي دجنوب لويديځي حوزي دخپلواك كميسون رئيس عبدالقادرخان وويل چي زموږ په يو ځاي كيدوكي شايد ديري ستونځي حل شي او په هلمند كي نسبت وه پخوا ته به پيښي لږ شي او موږ له دولت سره يو ځاي كار كوو اوورورسته دهلمند ولايت دمحاكمو درياست په نمايندګي مولوي سيد ګل ( خپلواك ) وينا وكړه نوموړي وويل چي كه چيري يو مضنون وه نيول شي نو بايد تر دوه اويا ساعته پوري دي بايدنور محكوم نه شي او دده جزا تثپيت شي او نوموري د ښحي د قضا په هكله وويل چي د ښځي قضا نا جايزه ده او داد رئيس جمهو روينا ده اووروسته بيا دامني قومندان مل پاسوال محمد حسين انديوال هم وينا وكړه او دخپلي وينا په تر ح كي يي وويل چي په هلنمد كي لمړي د تعليم كچه ديره شاته پاته ده او وروروسته بيا دپوليسو مسلكي زده كړه ده خو ديري وګري بيا دبشري حقونو ددفتر په پرانيستلو باندي زياته خوشحالي څرګندوله دالمري خل دي چي په هلمند كي دبشر حقوقو نريواله اداره دهلمند د خلكو دحقوقو څخه د دفاع په خاطر غونده كوي صفت الله ذاهدي هلمند |
|
+ نوشته شده در
Wed 23 Apr 2008ساعت 11:51 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
په هلمند کی نن اوه زره کورنيو ته خوراكي توكي وركول شوه په هلمندكي دغنمودغه مرسته ده نړيوال خوراكي پروګرام يا WFP له لاري دهلمندولايت هغواووه زره كورنيوته وويشل سول كوم چي دبي وزلي سره مخ دي اوددي ولايت دليري او پرتوولسواليوڅخه دجنګ اوجګړو له امله مركزلښكرګاه ته راغلي دي. ددغي مرستي وه ويشني ته په زرګونه بي وزلي ښځي اوسړي دخوراكي ګدام مخي ته لا دمخه ولاړ وه دهلمندولايت مرستيال عبدالستارميرزاكوال دهلمنددكرهني اومالدارۍ رئيس انجنرغلام نبي چي ددي مرستودويشلوڅارنه يي كوله وايي چي دهري كورنۍ پرسر به ۲۰۰ كيلوګرامه غنم وركول شي اوداويشنه ديولړبي وزلو كورنيو دپلټولو وروسته پيل سوې اوهغه كورنيوته به دامرستي وركول كيږي چي مياشتنۍ عايديي تر۲۰۰۰ افغانيوكم وي. په هلمندكي دنړيوال خوراكي پروګرام مسـئول عجب ګل كوچۍ وايي چي دغه مرستي يي دبيي دلوړوالي په سبب اوس مهال چمتوكړي ځكه چي دغنمواونوروخوراكي توكوبيي پداورستيوكي خورا جګي تللي اوبي وزلي كورنۍ ددي توان نلري ترڅوخوراكي توكي دخپلو بچيولپاره رانيسي رانيسي. دهلمندمرستيال والي عبدالستار((ميرزاكوال)) په خبره چي دهلمنددسري مياشتي رياست هم پدي هڅه كي دۍ چي ترڅوبي وزلوكورنيوته مرستي چمتوكړي د يا دوني وړ ده چي په اوس وختو كي زيا ت شمير هلمندوال له ليرو ولسواليو څخه د جنګ جګړو له امله هلمند مركز لښكر ګاه ښار ته راغلي دي چي دخوړو لپاره اوس خوراكي توكي نه لري صفت الله ذاهدي هلمند . |
|
+ نوشته شده در
Wed 23 Apr 2008ساعت 11:49 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
په هلمند ولايت كي شپږ تنه دعلني محكمي لخوا څخه نن داعدام په حكم محكوم سول يادسوي شپږ تنه نيژدي څومياشتي وړاندي د هلمند ولايت دناوي ولسوالي دشورشورك په سيمه كي د پوليسو لخوا څخه دتښتول سوو انسانانو سره د انسان تښتونكو سره لاس په لاس وه نيول سول نوموړي شپږ تنه هر يو لكه عزيز الله ،سيدرسول ،حيات الله ،حق مل،نعمت الله او يو بل تن هم دحيات الله په نامه سره وو دمرافعي په صورت كي دغه شپږ تنه داعدام په حكم سره محكوم سول د ددغوكسانودادام سزا په داسى حال كى دمحكمى رئيس الحاج عبدالواحد افغانى اعلان كړه چى دادارورئيسان اوژورنالسيتان موجود وه افغانى وويل چى دغه سزا دافغانستان دداخلى اوخارجى امنيت دشپاړسمى مادى ددوهم بنداوددروڅلويښمى مادى سره سم وركړل سوه افغانى وويل چى دغه كسانوته په دى موخه ښكاره دادام سزاوركول سوه تر څوپه دغه ناارامه ولايت هلمندكى خلك ځينى عبرت واخلى .خو دغه شپږ سره تنه يي دسيدرسول په كوركي نيولي وه چي له دوي سره يي هغه تښتول شوي كسان هم وه نيول كوم چي دوي تښتولي وه او له دوي سره يي دانسان تښتولو يو شمير الات هم لكه چاړه ، ساتول ،او كلاشنكوف نيولي وه چي دا شپږ سره تنه اوس دمرافعه محكمي لخوا داعدام په سزا اعلان سول او ديو بل خبر له مخي د هلمند ولايت په سنګين ولسوالي كي دائيتلافي ځواكونو د ګزمي په يوه موټر باندي چاودنه رامنځ ته سوي ده په هلمند ولايت كي دايساف ځواكونو وياند سايمون ميلر پيښه تائيد كړي خو دمرګ ژوبلي په اړه يي تردامهاله څه نه دي ويلي چاودنه وسلوالو طالبانو پخپله غاړه اخيستي قاري يو سف احمدي چي ځان دوسلوالو طالبانو وياندراپيژني ديو ناڅرګند ځايه څخه دتليفون په ليكه كي وويل چي دغه چاودنه دسنګين په ولسوالي كي ددوي دملګرو لخوا دائيتلاف دځواكونو پر يو موټر باندي دريموټ كنټرول ماين په مرسته چاودنه رامنځ ته كړي چي داحمدي په وينا لس تنه وژل سوي او موټر يي ويجاړ سوي دي خو ائيتلافي ځواكونو تر دا مهاله پوري څه نه دي ويلي او ديو بل خبر له مخي د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوالي كي په يثو لړ عملياتو كي لس تنه طالبان ووژل شول داخبره دملی دفاع و.ارت به یوه خإر بانی کی راغلی ده : چي لس تنه طالبان په ګرمسير ولسوالي كي ووژل شول صفت الله ( ذاهدي) هلمــــــــــــــــــــــــــــــند |
|
+ نوشته شده در
Tue 22 Apr 2008ساعت 9:36 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
په افغانستان کې د ناتو ډلييزه وژنه او د نړيوالو حقوقو دريځ د
طالب وژنې څخه تر قوم وژنې ( ژنوسايد ) پورې
د اپريل په مياشت کی په بخارست ښار کی د ناتو سرمشريزه غونده جوړيږی . خينی هيوادونه نيت لری چه په افغانستان کی ناتو زياتره جګړی ته وهڅوی . نړيوال حقوق دغه افغان وژنه چی د ملګرو ملتونو تر بيرغ لاندی تر سره کيږی ، د « ژنوسايد جنايت» ( نسل وژنه ) په نوم يادوی . ( ۱ ) لاندی مضمون د بخارست د غوندی په درشل کی د ناتو پام هغه حقوقی دروند مسئوليت ته چی د بيگناه او بيدفاع افغانانو د بی خايه وژلو په وړاندی لری را اړوی. افغانان هيله لری چه ناتو په خپل غونده کی د جګړی د چتک بنديدو د پاره تجويز ونيسی . او د هر دول پريکړی څخه چه د جګړی د لمن د پراختيا لامل ګرخی په کلکه دده وکړی . لمړی ـ د ژنوسايد حقوقی شاخص :
۱ ــ د ژنوسايد مفهوم : د ژنوسايد مخنيوی او ورسره د مقابلی کانوانسيون په ۱۹۴۸ م کال د دسامبر په ۹مه نیته د ملکرو ملتونو ( م ، م ) د عمومی اسامبلی له خوآ تصويب او په ۱۹۵۱ د جنوری په ۱۲ مه نافذ شو. کانوانسيون ژنوسايد داسی تعريفوی : « هغه عملونه چی د يوی ملی ، قومی ، نژادی يا مذهبی دلی د تول يا يوی برخی له منځه وړو په موخه تر اجرآ لاندی راشی » . ( ۲ ) دا مهمه نده چه وژنه کلی وی يا قسمی او د سولی په وخت کی رامنځته شی يا د جګړی په وخت . کانوانسيون په خپل۲ مه ماده کی هغه عملونه چی د ژنوسايد د جنايت په کته گوری کی شامليږی په لاندی دول څرګندوی: الف . يو گروپ ( دلی ) پوری تړلی کسانو وژنه . ب . يو ګروپ پوری تړلی غړيو ، فزيکی او فکری بشپړتيا ته تاوان رسول . ج . يوه دله د هغه حالت تر اغيز لاندی راوستل چه د کلی يا قسمی فزيکی له منځه وړل يی لامل وګرځی . د . د يو ګروپ د زيږيدو او پنزيدو ( توالد او تناسل ) مخه نيول. ه . د يو ګروپ ماشومان بل ګروپ ته اجباری ليږدونه . د پورتنيو ۵ مواردو نه که يوازی د یو مورد نه په يو وخت هم ګته پورته شی د ژنوسايد جنايت مطرح کيږی . په افغانستان کی د ناتو قواوو د دول دول وسايلو نه وار وار د نوموړی ۵ مورد څخه د ۳ مورد نه (الف ، ب ، ج ) د هغه کسانو په وړاندی چه « طالبان » ( إ ) ويل کيږی کار اخيسی دی . ــ په نړيوال حقوقی نظام کی د ژنوسايد کانوانسيون اغيز : نړيوال قوانين د ۲ نورمونو تر اغيز لاندی دی : ـ الزامی نورمونه ( Erga omme ) : لکه د جنګی جناياتو په اړه اصول . هر هيواد ګته او وجيبه ( دنده ) لری چی الزامی نورمونه په بشپړه توګه مراعات کاندی . ـ غير الزامی نورمونه : لکه د بشر د حقونو پرنسيبونه . د نورنبرګ د اساسنامی د ۶ می مادی له مخی د نړيوالو قوانينو ځينی تيروتنی يوازی هغه وخت د جنايت په بنه مطرح کيدای شی چه د نورو جناياتو لکه د سولی په ضد جنايت يا جنګی جنايت سره تړاو ولری . اما ژنوسايد که د سولی يا جګړی په حالت کی وی خپلواکه ( اتونوم ) تيروتنه يعنی جنايت ګنل کيږی او د هغه نه دده الزامی ( Ega omme ) بنه لری . دوهم ـ په افغانستان کی د ناتو د دله ايزی وژنی حقوقی ارزونه :
اوس د ژنوسايد د تشخيص ( تاکلی ) په اړه په کافی اندازه حقوقی معيارونه په لاس کی لرو چی د هغو په بنست په افغانستان کی د ناتو نظامی عمليات د نړيوالوقوانينو په رنا کی تر ارزونی لاندی راوړو . ۳ ــ د يوه مذهبی ، قومی مغضوب واقع شوی دلی شته والی :
ځينی څيړونکی فکر کوی چه د ناتو د وژنی په اجندآ کی يوازی طالبان د يوه مذهبی دلی په صفت شامل دی نه قومی اکثريت د يو قوم په حيث . ۴ ــ د وژنی منظم پلان :
پلان د ناتو دستراتژیستانو له خوآ د موقوت غوندو په ترڅ کی ( وروستی په بخارست کی ) طرح کيږی. ۵ ، ۶ ــ پرله پسی او سيستماتيکه وژنه :
د م ، م عمومی منشی ، عمومی اسامبلی ته د يو راپور د وړاندی کولو په ترڅ کی وويل : « په افغانستان کی په ۲۰۰۷ م کال ، ۸۰۰۰ کسان وژل شويدی . » ( مارچ ۲۰۰۸ ) . نتيجه
ــ په افغانستان کی د ناتو په دله ايزه وژنه کی د ژنوسايد تولی حقوقی جوړونکی پرزی را غوند شوی دی کوم چی په ترڅ کی يی طالب د يوه مذهبی دلی او پښتون ولس د يو قوم ( اتنی ) په صفت د ژنوسايد ليكنه داكتر روستاد تره كي |
|
+ نوشته شده در
Mon 21 Apr 2008ساعت 2:19 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
صفحه نخست پروفایل مدیر وبلاگ پست الکترونیک آرشیو عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی
دتليفون نمبر 0708373448 او یا هم 0088216---8441545سټلایټ نمبر دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com safatz@internews.af او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد |
|
RSS
|