تبليغاتX
گرمسیر
دهلمند خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي ويب پاڼه

دهلمند ولایت د امنی قومندان مل پاسوال محمد حسین انډیوال  وویل نن سهار دهمدی ولسوالی د سیدانو په کلی کی پریوه شخصی ټونس موټر ماین چاودلی دی چی د چاودنی په صورت کی یی ۳تنه ماشومان وژلی او۴تنه نور یی ژوبل کړی دی چی په ژوبل شوو کی هم۲تنه ماشومان شامل دی .

او دیوه بل خبر له مخی د دهمد ی ولسوالی په بازارکی تیر ما ښام دوسلوالو طالبانو او پولیسو تر منځ نښته رامنځ ته شوه دهلمند دامنی قومندان محمد حسین انډیوال د جګړی د تایید تر څنګ وویل چی پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی  او د مخالفینو یو تن مړ او دوه تنه ژوبل شول .

قاری یوسف احمدی چی رسنیو سره د وسلوالو طالبانو په استازیتوب خبری کوی وایی چی د ګریش په ولسوالی کی له پولیسو سره مخامخ جګړه هغه مهال رامينځته شوه چې کله ګڼ شمير طالبان پولیسو ته څوځايه کمينونه ونيول چی د کمينونوپه لړ کې  پرپولیسو  بريدونه پيل شول چې په ترڅ کې  يي دپوليسو يورينجر موټر دراکيټ خوراک شوی او شل تنه نورپلي او سپاره عسکر ووژل شول

احمدی وایی . په درنده جګړه کې چې دوه ساعته يي مخامخ  دوام درلود ، دوه تنه طالبان هم ژوبل شوي اوپولیسو  له خوا ترسخت مقاومت وروسته طالبان  د خپلومرکزونوپه لور ستانه شوي دي

 

+ نوشته شده در  Sun 20 Jul 2008ساعت 4:4 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
ظمت وشکوه يک عشق

ازكجا آغاز كنم بيان قصه أي راكه گوياي عظمت و شكوه يك عشق با شد ؟

قصه شيرين كه ازدريا كهنسال تراست

حقيقتي ساده ازعشقي كه او برايم به ارمغان مي آورد

له کوم حایه یی شروع کم؟

واو همانند باراني تابستاني كه زمين رابه سطحي درخشان مبدل ميسازد،

به دنيای من راه پيدا كرد وزند گيم رادرخشان ساخت

او به د نياي خا لي من مفهوم بخشيد

او قلب مرا لبريز ميكند

او دل مرا با احساس خاصي لبريز مي كند

با آواي فرشتگان وتخيلات نالوده

او روح مرا از عشقي والا وبيكران سر شار مي سازد

همانگونه كه هر كجا بروم تنها نخواهم بود

با وجود او چه كسي مي تواند تنها باشد؟

راستي اين عشق تا چه هنگام دوام خواهد داشت ؟

يا مي توان عمر عشق را با مبناي روز وساعت سنجيد ؟

اكنون جوابي ندارم

اما همينقدر قادرم بگويم كه به او نياز دارم

او قلب مرا لبريز مي كند.

+ نوشته شده در  Sun 20 Jul 2008ساعت 12:24 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
+ نوشته شده در  Sun 20 Jul 2008ساعت 12:22 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

nn2


+ نوشته شده در  Sun 20 Jul 2008ساعت 12:21 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 


دسترگو پیوند


خوش می شمعه ا و خوش می پروانهءد عشق

خـــوش می  میــــخانها او پیمانهء د   عشق

 

که  چبری غواری علاقه  اومحبت  وه نیسی

وه به وینی  به بشواو زره کی  زولانــــهءد  عشق

 

+ نوشته شده در  Sun 20 Jul 2008ساعت 12:18 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 


دبهار گلونه
 

گلهای بهار

شإه د بهارده زه له تا نه فصــــــــــــــــله لرم

لری یم له ملک او له هواحخه فــاصـــله لرم

 

داغیاربه وطن کی بسرلی او خزان خه شی دی

به وطن کی د غریبی به زه تر کومه ا فـاصــــله لرم

 ترجمه صفت الله ذاهدی
+ نوشته شده در  Sun 20 Jul 2008ساعت 12:12 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 
 
 
 
بارک اوباما او گل اغا شېرزى
بارک اوباما د ننگرهار له والي سره وکتل .
د امريکا د ولسمشرۍ لپاره ديموکراټ کانديدباراک اوباما په افغانستان کې له يوشمېرچارواکو او امريکايي پوځيانو سره وليدل .

له سناتور بارک اوباما سره تېره ورځ (شنبه، د جولاى ١٩ ) د افغانستان په سفر ديموکراټ سناتور جک ريډ او جمهوريت غوښتونکى سناتور چاک هگل مل وو .

ده په کابل کې د ناټو په مشرۍ له امريکايي پوځيانو او بيا وروسته په جلال اباد کې له مېشتو امريکايي پوځيانو سره وليدل .

د امريکايي سرتېرو زياتول

دا مهال امريکا په افغانستان کې شاوخوا ٣٤ زره پوځيان لري . سناتو اوباما وايي چې له افغانستان سره به ٧٠٠٠ نور امريکايي سرتېريو ولېږي .

ټاکل شوې ده چې ښاغلى اوباما به نن (يکشنبه، د اپرېل ٢٠) د خپل سفر په لړ کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په کابل کې گوري .

افغان چارواکي وايي چې دواړه مشران به په افغانستان کې د ترهگرى پر وړاندې دمبارزې په لارو چارو او د اوسنيو امنيتي حالاتو په اړه خبرې وکړي .

بارک اوباما ويلي چې اوسمهال افغانستان تر عراق زيات خطرناک دى .

هغه تېره اوونۍ ويلي وو چې افغان ولسمشر حامد کرزي ځان له ولسه گوښه کړى او له کابله بهر د نورو سيمو بيا رغونې ته پام نه کوي خو افغان حکومت د ښاغلي اوباما دغه څرگندونې په امريکا کې د انتخاباتي کمپاين لامله بولي .

اوباما په افغانستان کې
ښاغلي اوباما په افغانستان کې له مېشتو امريکايي سرتېرو سره وليدل .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سلطان احمد بهين په دې باور دى چې افغانستان ته د بارک اوباما سفر به دى له حقيقتونو سره اشنا کړي .

بارک اوباما تېره ورځ په يو ناڅاپي سفر د هېواد ختيځ ولايت ننگرهار ته لاړ او هلته يې له افغان ځايي چارواکو او مېشتو امريکايي قوماندانو سره د امنيتي حالاتو په اړه خبرې وکړې .

ښاغلي اوباما څو ځله ويلي و چې افغانستان ترعراق خطرناک دى او ټينگار يې کړى چې افغانستان ته دې له ترهگرۍ سره جگړې ته نور سرتېري واستول شي .

هغه څو ورځې وړاندې ويلي و چې له عراقه به امريکايي پوځيان وباسي او د دوى يو شمېر به افغانستان ته د ترهگرۍ پر وړاندې جگړې ته ولېږي .

داچې افغانستان ته د نورو سرتېرو استول به د امنيت په ټينگولو کې څومره مرسته وکړي سياسي او پوځي کارپوهان په دې باور دي چې د سرتېرو زياتوالى او کموالى د امنيت د راوستو حل لاره نه ده.

ويل کېږي چې د افغانستان سربېره به ښاغلى اوباما عراق، برتانيې، فرانسې، جرمني، اردن او اسرايلو ته هم سفر وکړي

+ نوشته شده در  Sun 20 Jul 2008ساعت 11:28 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

A first look at the world's cheapest car, Tata's Nano, 10 Jan 2008
د هند د ټاټا شرکت نن ېو نوی موټر اوښوده او واېې چه په نړئ ترټولو ارزانه موټر دی. دا نوی موټر چه د ټاټا د اولسی موټر په نامه ېاد شوی دی، دوه زره ډالر قېمت لری او څلور دروازی لری.

دا نوی هندی موټر نن د نوي ډلی کې د ېوه تجارتی نندارتون په دوران کې وښودل شو. خو دا موټر اېرکانډېشن او برقی دروازی نلری او نه هم د 'پاور سټرېرنگ' عصری سیستم لری.

+ نوشته شده در  Sat 19 Jul 2008ساعت 2:5 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

Cell
موبایل ټیلیفون د چا دپاره ضرورت او د چا د پاره د ځان ښودولو یوه وسیله گرځیدلی ده.
نن سبا چی د ساینس د کمالاتو کومه نمونه ډیره زیاته زمونږ په ژوند کی لیدل کیږی، هغه موباییل یا گرځنده لاسی ټیلی فون دی.

نن سبا د موبایل ټیلی فون استعمال دومره زیات شویدی چی د ځینو خلکو په جیبونو او لاسونو کی د یو په ځایی دوه دری موبایل سیټونه لیدل کیږی.

موبایل ټیلیفون د چا دپاره ضرورت او د چا د پاره د ځان ښودولو یوه وسیله گرځیدلی ده.

خو اوس د طبی چارو ماهران وایی چی د موبایل ټیلیفون ډیر استعمال او اشنایی د انسان عصابو او د سماعت قوت ته تاوان رسوی.

تازه شوی طبی څیړنی وایی چی ډیر خلک چی زیات وخت د موبایل ټیلی فون سره تیروی. هغوی د اوریدو یا د سماعت دقوت د کمیدو شکایت کوی.

ماهران وایی چی یو نفر چی په ورځ کی یو ساعت نه زیات موبایل ټیلی فون استعمالوی او خصوصا د راسته طرف غوږ ته یی نیسی نو څه موده پس د ځینو اوازونو په اوریدو کی د مشکل سره مخ کیږی.

ډاکټر مایکل هوفر وایی چی هغه څوک چی ډیر زیات موبایل استعمالوی هغوی د سین. فی. ټی او ز نه شروع کیدونکی غږونه سم نشی اوریدی.

cell
'هر څوک چی تیز غږونه یی غوږ ته متواتر رسیږی د هغوی د اوریدو توان په خطرکی دی.'
هغه وایی چی مونږ چی کله خبری کوو نو لکه د راډیو د غږ په شان په څپو او موجونو کی مو غږ خپریږی، نو که څوک په غوږونو دروند شی نو هغه ډیری هغه کلیمی نه اوری چی س فی ټ او ز یی سر کی راځی.

 ډاکټران وایی چی په غوږ کی یو شان نری ویخته وی چی د اواز سرعت کنټرولوی. نو کله چی د موبایل ډیر استعمال کیږی نو دغه وخته کمزوری شی نو بیا د اوریدو قوت هم ورسره له منځه لاړ شی.

څېړونکو د سلو داسی کسانو چی موبایل ټیلی فون استعمالوی او پینځوسو داسی کسانوچی موبایل نه لری. د دواړو طرفونو امتحانی څیړنه کړی.

 دا څیړنه چی دولس میاشتی وخت یی نیولی دی په دی کی معلومه شوی چی هغه کسان چی زیات وخت موبایل ټیلیفون غوږ ته نیسی د هغو نورو په نسبت چی هیڅ موبایل نه گرځوی د اوریدو قوت یی ډیر کم شویدی.

 د موبایل ټیلیفون نه علاوه هغه خلک هم د اوریدو د قوت نه د محرومیدو ډیر امکانات لری. څوک چی د سندرو یا د لوبود مسابقو د روان جریان یا کمنټرئ د اوریدو دپاره راډیو یا ټیپونه د غوږ پوری نیسی یا یی په گوشکئ اوروی.

cell
هغه ډاکټران چی د غوږ پوزی ستونی سر او غاړی د مرضونو علاج کوی هغوی وایی چی هر څوک چی تیز غږونه یی غوږ ته متواتر رسیږی د هغوی د اوریدو توان په خطرکی دی.

 د موبایل ټیلی فون استعمالونکو ته ډاکټران دا مشوره ورکوی چی دوی کله غوږونو باندی گرمی احساس کړی یا یو څه درانه ورته محسوس شی نو باید یو څه وخت دپاره د موبایل ټیلی فون نه پرهیز وکړی.

که چری په غوږو کی شرهار محسوس کړئ نو هم معنا دا چی گنی کڼیدو ته ورنیزدی شوی یی.

 د موبایل ټیلی فون د استعمال سره د نورو طبی مسلو د پیدا کیدو په باب تحقیقات روان دی چی زر به تر خلک خبر شی.

+ نوشته شده در  Sat 19 Jul 2008ساعت 2:4 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د دغه عظيم الشان قران(١٤) پاڼي لا له وړاندې تهران ته ليږدول شوي دي ترڅو په هغه نندارتون کې چې د سپتمبر له (٢٢) د اکتوبر تر(٢) نيټې پورې به د ليدونکو په وړاندې پرانيستى وي نندارې ته وړاندې شي.

+ نوشته شده در  Sat 19 Jul 2008ساعت 2:3 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

Rush hour traffic on Beijing streets. Beijing is one of the world's most polluted cities and poor air quality (File)
سوزوکي وايي ددغه موټر نه د اروپايي موټرو په پرتله، زېانمن گازونه لږ راوځي.
هند په اسیا کې د موټرو د تولیدوونکي هیواد په حیث په بین المللي بازار کې رامنځ ته کیږي. په دې بازارونو کې د وړو او ارزان قیمته موټرو لپاره د نړی په سطحه تقاضا زېاتیږي.

د سوزوکي په نامه د موټر جوړولو یوه کمپنۍ وايي یو نوی موټر چې د اروپا يي مستهلکینو په منځ کې ډیر اخېستونکي لري، د ډهلي ښار ته نژدې دهمدغه ډول موټرو تولید د بل کال د ډېسمبر په مېاشت کې پیل کوي.

 سوزوکي وايي ددغه موټر نه د اروپايي موټرو په پرتله، زېانمن گازونه لږ راوځي.

 دغه جاپانۍ کمپني په نظر کې لري چې په هند کې په راتلونکی کال کې د ١٥٠ زرو په شاوخوا کې همدغه راز واړه موټر تولید کاندي.

دا کمپني همدارنگه وايي چې هرکال به په هندوستان کې په خپلو فابریکو کې د یو اعشاریه اته ملیارډو ډالرو په اندازه پیسې ولگوي. سوزوکي یواځنۍ کمپني نه ده چې په هند کې موټر جوړوي او بیاېې په نړیوالو مارکیټونو کې دخرڅلاو لپاره وړاندې کوي.

د کوریا د هونډې په نامه شرکت هم دهند په جنوبى برخه کې موټر جوړوي. ددغو موټرونو ډیر شمیر یې اروپا، روسیې او لاتینې امریکا ته صادریږي. د صنعت ماهران وايي په هند کې موټر جوړول ډیرې گټې لري. دلته محصولات په ارزانه بېه جوړېږى، تخنیکى ماهران هم شته او پردې سر بېره په ملیونو اخېستونکي هم موجود دي.

Saleen customized Ford Mustangs
په لویدیزو هیوادو کې د گازونو په تولید باندې د سختو بندیزونو لگول او د تیلو د بیو جگیدل هغه عوامل دي چې اروپايي مشتریان وړو موټرو ته مخه کوي.
یوگندرا پراتاپ د اوورډرایف د مجلې مسئول مدیر وايي: "په هند کې د انجنیرۍ هغه ټول مهارتونه شته دي چې د موټرو په جوړولو کې پکاریږي او دلته د موټرو په جوړولو لږ مصرف کیږي او گڼ شمیر اخېستونکي هم شته دي. د مثال په توگه سوزوکي په هند کې د جاپان په پرتله ډیر موټر خرڅوي."

د نړی موټر جوړونکيو وړو موټرو جوړولو ته زور ورکړی دی ځکه د نړی په سطحه ددغو موټرو اخېستلو ته ته تقاضا ډیره شویده.

په لویدیزو هیوادو کې د گازونو په تولید باندې د سختو بندیزونو لگول او د تیلو د بیو جگیدل هغه عوامل دي چې اروپايي مشتریان وړو موټرو ته مخه کوي.

د اقتصاد پوهان دا اټکل کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې په ډیر و هیوادو کې خاصتاً چې اقتصاد یې وده کوي لکه هند، چین، روسیه او برازیل کې د منځني طبقې خلک د لوړې طبقې په شان دهغو موټرونو اخېستلوته مخه کوي چې قیمتونه یې د لسو زرو ډالرو نه ښکته وي.

دا کار ددې باعث شوی چې د موټر جوړولو غټې کمپنۍ لکه تویوتا او جنرال موټر داسې اعلان وکړي چې دوی داسې موټر جوړوي چې مصرف یې لږ وي او په اسیايي هیوادونو لکه چین او هند کې جوړیږي

+ نوشته شده در  Sat 19 Jul 2008ساعت 2:2 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

Tooling the Web for information is faster and more convenient than leafing through reference works.  Many librarians have become computer search advisers
په وروستیو کالونو کې د ټیکنالوژیکي پرمختیا له کبله په ځینو هیوداونو کې اقتصاد وده کړې، د کار موقعې ډیري شوې او د بې وځلۍ کچه ټیټه شوې ده.

د موبل او کمپیوټر د استعمال له پراخیتیا سره په ځینو مخ پر وده هیوادونو کې د کرهڼې او روغتیا ده ډگرونو کې پرمختگ شوی، خو د دغو هیوادونو لپاره د اقتصادي پرمختیا ډېره اوږده لاره اوس هم پر مخکې پرته ده. 

په روانډا کې حکیم موسی کیرانگا، د بوټو څخه جوړ شوو داروگانو په هکله ډېر مالومات لري. او په دې هکله هغه د کمپوټر او انټرنیټ منندوی دی چې دی یې کاره وي.

هغه کمپوټر، د کمپیوټري د زده کړو په یوه کلیواله مرکز کې زده کړ. او اوس دغه شپیته کلن حکیم خپل مالومات د انټرنیټ له لارې د نورو حکیمانو سره په ټوله افریقا او حتې په کاناډا کې شریکه وي.

موسی وایی: "‎ما خپلې تجربې له دوی سره شریکې کړې دي، او دوی اوس ما پېژني. په بدل کې ما د هغو بوټو او ونو په هکله چې زه یې د خلکو د روغتیا لپاره کاره وم معلومات پراخ کړل."‎

اینډریو برنز د نړیوال بانک یو وتلی اقتصاد پوه دی او د ‏(‎مخ په وده ملتونو کې ټیکنالوژي‏)‎ رپوټ یو مهم لیکوال دی.

په رپوټ کې هغه وايي: مخ پروده هیودانو کې ټیکنالوژي تر پرمختللو هیوادونو په چټکۍ وده کړې. د کال ١٩٩٠ څخه تر کال ٢٠٠۴ پورې عاید لوړ شوي او د ټیکنالوژیکي پرمختیا له کبله د غریبو خلکو شمېر کم شوی.

اینډریو وایی: "‎که و گورو چې عاید په کومو هیوادونو کې ډېر شوي، او د ژوند کچه د چا لوړه شوې، دا هغه هیوادونه دي چې د ټیکنالوژۍ په ډگر کې یې تر هر چا ډېر پرمختگ کړی. د مثال په ډول په ختیځې اسیا او د ارام سمندر په هیودانو کې له څلورو څخه نیولې تر پنځو په سلو کې په کلینیو تولیدونو کې زیاتوالی رامینځته شوی."

د پاکستان په کراچۍ ښار کې دغه ډول ټیلفوني مرکزونه د هیواد په اقتصادي پرمختیا کې رول لوبه وي، او دا کار د کمپیوټر او استخباراتي ټیکنالوژۍ په ډگر کې د پرمختیا له کبله ممکن شوی.

دوی خلکو ده د کار زمینه برابره وي او ښه عاید ورکوي، بې له ټیکنالوژی به داسې ښه چانسونه په لاس نه وای ور رغلي.

احسان سعېد یو له دغسې خلکو څخه دی. هغه وایی: "‎دا کار زما د ژبې او د تبلیغي استعداد د ښوالي سبب ورگرځېدو، او زما حوصله یې را لوړه کړه. سړي ته تجربه ورکوي چې څنگه باید کار وکړي او له خلکو سره څنگه راشه درشه وکړي‏."‎

small_voamobile_graphic
خو موبل ټیلیفون بل تر هر څه زیات د خلکو په ژوند کې بدلون راوستی د نړۍ اتیا په سلو کې خلک اوس د موبل ټیلیفون شبکو په واټڼ کې ژوند کوي.

په واشنگټن کې د اختراع او بدلون د مرکز مشر، ارتر مولیلا، وايي موبل ټیلیفونونه ډول ډول اغیزې لري.

ارتر مولیلا وایی: "‎په دودیزو او د سخت دریزو رژیمونو په هیوادونو باندې موبل په رښتیا ډیموکراټیکه اغیزه لري. او په څرگنده ډول ډېر خنډونه له مینځه وړي. نو ځکه د برما په چېر هیوادنو کې چې تر سخت دریځه رژیمونو لاندي دي سیاسي ظلم پټ نه شي پاتې کیدای. او ژر د موبل او انټرنیټ له لارې را ووځي."

خو ضرورت نه ده چې نوې ټیکنالوژي د لودیځ ډوله خوشالي سبب وگرځي. ارتر وایی: "‎دا څرگنده ده چې ټیکنالوژي دغه کلتورونه داسې بدله وي لکه لودیځ چې بدله وي، خو په دغو ملکونو کې بیل اثرات لري. هر وخت د پرمختیا مقصد نه ترې لاسته کیږي. د مثال په ډول په امریکا کې  هر څه چي وي، ټیکنالوژۍ د غربت کچه یې کمه کړې او ډېر خلک اوس داسې موقعو څخه گټه اخلي چې ټیکنالوژي ورته برابرې کړې دي.

+ نوشته شده در  Sat 19 Jul 2008ساعت 1:53 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

Tooling the Web for information is faster and more convenient than leafing through reference works.  Many librarians have become computer search advisers
په وروستیو کالونو کې د ټیکنالوژیکي پرمختیا له کبله په ځینو هیوداونو کې اقتصاد وده کړې، د کار موقعې ډیري شوې او د بې وځلۍ کچه ټیټه شوې ده.

د موبل او کمپیوټر د استعمال له پراخیتیا سره په ځینو مخ پر وده هیوادونو کې د کرهڼې او روغتیا ده ډگرونو کې پرمختگ شوی، خو د دغو هیوادونو لپاره د اقتصادي پرمختیا ډېره اوږده لاره اوس هم پر مخکې پرته ده. 

په روانډا کې حکیم موسی کیرانگا، د بوټو څخه جوړ شوو داروگانو په هکله ډېر مالومات لري. او په دې هکله هغه د کمپوټر او انټرنیټ منندوی دی چې دی یې کاره وي.

هغه کمپوټر، د کمپیوټري د زده کړو په یوه کلیواله مرکز کې زده کړ. او اوس دغه شپیته کلن حکیم خپل مالومات د انټرنیټ له لارې د نورو حکیمانو سره په ټوله افریقا او حتې په کاناډا کې شریکه وي.

موسی وایی: "‎ما خپلې تجربې له دوی سره شریکې کړې دي، او دوی اوس ما پېژني. په بدل کې ما د هغو بوټو او ونو په هکله چې زه یې د خلکو د روغتیا لپاره کاره وم معلومات پراخ کړل."‎

اینډریو برنز د نړیوال بانک یو وتلی اقتصاد پوه دی او د ‏(‎مخ په وده ملتونو کې ټیکنالوژي‏)‎ رپوټ یو مهم لیکوال دی.

په رپوټ کې هغه وايي: مخ پروده هیودانو کې ټیکنالوژي تر پرمختللو هیوادونو په چټکۍ وده کړې. د کال ١٩٩٠ څخه تر کال ٢٠٠۴ پورې عاید لوړ شوي او د ټیکنالوژیکي پرمختیا له کبله د غریبو خلکو شمېر کم شوی.

اینډریو وایی: "‎که و گورو چې عاید په کومو هیوادونو کې ډېر شوي، او د ژوند کچه د چا لوړه شوې، دا هغه هیوادونه دي چې د ټیکنالوژۍ په ډگر کې یې تر هر چا ډېر پرمختگ کړی. د مثال په ډول په ختیځې اسیا او د ارام سمندر په هیودانو کې له څلورو څخه نیولې تر پنځو په سلو کې په کلینیو تولیدونو کې زیاتوالی رامینځته شوی."

د پاکستان په کراچۍ ښار کې دغه ډول ټیلفوني مرکزونه د هیواد په اقتصادي پرمختیا کې رول لوبه وي، او دا کار د کمپیوټر او استخباراتي ټیکنالوژۍ په ډگر کې د پرمختیا له کبله ممکن شوی.

دوی خلکو ده د کار زمینه برابره وي او ښه عاید ورکوي، بې له ټیکنالوژی به داسې ښه چانسونه په لاس نه وای ور رغلي.

احسان سعېد یو له دغسې خلکو څخه دی. هغه وایی: "‎دا کار زما د ژبې او د تبلیغي استعداد د ښوالي سبب ورگرځېدو، او زما حوصله یې را لوړه کړه. سړي ته تجربه ورکوي چې څنگه باید کار وکړي او له خلکو سره څنگه راشه درشه وکړي‏."‎

small_voamobile_graphic
خو موبل ټیلیفون بل تر هر څه زیات د خلکو په ژوند کې بدلون راوستی د نړۍ اتیا په سلو کې خلک اوس د موبل ټیلیفون شبکو په واټڼ کې ژوند کوي.

په واشنگټن کې د اختراع او بدلون د مرکز مشر، ارتر مولیلا، وايي موبل ټیلیفونونه ډول ډول اغیزې لري.

ارتر مولیلا وایی: "‎په دودیزو او د سخت دریزو رژیمونو په هیوادونو باندې موبل په رښتیا ډیموکراټیکه اغیزه لري. او په څرگنده ډول ډېر خنډونه له مینځه وړي. نو ځکه د برما په چېر هیوادنو کې چې تر سخت دریځه رژیمونو لاندي دي سیاسي ظلم پټ نه شي پاتې کیدای. او ژر د موبل او انټرنیټ له لارې را ووځي."

خو ضرورت نه ده چې نوې ټیکنالوژي د لودیځ ډوله خوشالي سبب وگرځي. ارتر وایی: "‎دا څرگنده ده چې ټیکنالوژي دغه کلتورونه داسې بدله وي لکه لودیځ چې بدله وي، خو په دغو ملکونو کې بیل اثرات لري. هر وخت د پرمختیا مقصد نه ترې لاسته کیږي. د مثال په ډول په امریکا کې  هر څه چي وي، ټیکنالوژۍ د غربت کچه یې کمه کړې او ډېر خلک اوس داسې موقعو څخه گټه اخلي چې ټیکنالوژي ورته برابرې کړې دي.

+ نوشته شده در  Sat 19 Jul 2008ساعت 1:52 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

شنه رنگ
شین رنگ د اسمان او د اوبو سره تشبح کیږی چی د ژوند او ارامش معنا لری.

شین رنگ سږ کال د کال رنگ شو. شین رنگ د طبابت له لحاظه په اعصابو ډیر ښه تاثیر لری.

په واشنگټن ډی سی کی یو داسی یو موزیم جوړ شوی چی ټول پکی شین رنگ څخه استفاده شوی ده.

 د شنو رنگونو ننداره، اغیزی یی په کلتور، او په ټکرانو کی له هغه څخه استفاده د تاریخ په اوږدو کی تل رواج لری دی. دا نندارتون په ټوله نړی کې له ابي رنگ سره د خلکو د مینې ښکارندوی دی.

لی تالبات په واشنگټن ډی سی کی د ابی رنگه منسوجاتو د موزیم مرستیال دی. هغه وایی په ټکرانو کې ځکه د ابی رنگ څخه ډیره استفاده کیږی چې دا رنگ د انسان د روحي ارامتیا سبب گرځی.

په ټولنه کې مختلف رنگونه د انسانانو په رواني حالت باندی ډول ډول تاثیرات لری. شین رنگ معمولاً د ارامش سبب گرځی چی په عمومی ډول سره ورته د ارامونکی رنگ په سترگه کتل کیږی.

نړی پیژتدونکی پدی عقیده دی چی رنگونه د انسانانو لمړنی تجربې گڼل کیږي. وینه او اور د سور رنگ سره تشبح کیږی او سور رنگ د خطر او ناارمی سره.

خو بل خوا ته بیا شین رنگ د اسمان او د اوبو سره تشبح کیږی چی د ژوند او ارامش معنا لری. په اوسني وخت کې د ټکرانو د رنگولو لپاره د کیمیاوی موادو څخه استفاده کیږي، په داسې حال کې چې د پیړیو راهیسې به خلکو د نیل په شان له طبیعی رنگونو څخه استفاده کوله. 

سږ کال د شین رنگ څخه ډیره گټه اخیستل شوی ده. په نړیواله کچه طراحان او هنرمندان د نړی د وضیعت د ارامش په موخه شین رنگ ته مخه کوی.

+ نوشته شده در  Sat 19 Jul 2008ساعت 1:51 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

Global Warming blocks of ice

د انترکتېکا د ېخ ېوه پرخه برخه د زمکی د کری د گرمېدلو په وجه رالوېدلی او اوبه شوی ده.

ساېنس پوهان واېې چه د انترکتېکا د منجمدی قارې د ېخ د سطحی د دومره زېاتی برخی وېلې کېدل ددی خبری ښکاره ثبوت دی چه د نړئ د اقلېم بدلېدل په انترکتېکا باندی هم ناوړه اغېزه غورځوی.

د مصنوعی شپوږمئ په وسېله د اخېستلو شوو تصوېرونو نه معلومېږی چه د انترکتېکا ېو ډېر غټ برف کوچ اوس اوبه شوی دی او تقریبا څلور سوه پنځلس متره مربع داخلی ساحه ېې له منځ نه تللی ده. ېواځی ېوه نرئ برخه د ېخ پاتی ده.

ساېنس پوهان واېې چه تېرو پنځو لسېزو کی په انترکتېکا کی د حرارت سطحه ډېره لوړه شوی ده او شپږ غټ غټ برف کوچونه ېې د وېلی کېدو نه وروسته رالوېدلی دی

+ نوشته شده در  Sat 19 Jul 2008ساعت 1:50 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 دغه پیښه نن سهارپر اتو بجو د زابل ولایت دشهر صفا د جلدک په سیمه کی د یوه مسافر وړونکی ټونس او بار وړونکی مازدا لا امله رامنځ ته شوه چی دواړه سره په یوه ګولای کی سره وه جنګیدله چی مسافر وړونکو ته یی مرګ ژوبله واړول .

دزابل دامنیت امر سمونوال غلام جیلانی (فراهی ) په یوه ټلیفونی تماس کی پیمانن اخبار ته وویل چی ۴ تنه مړه او ۴ تنه هم ټپیان دی ږ

فراهی وویل چی په دغو کسانو کی یو شمیر غریب کاره وه چی له ایران څخه شړل شوی وه .

نوموړی وایی چی  دغه پیښه د ډیر سرعت څخه رامنځ ته شوه دی وایی چی ټپیان یی د کلات ښار روغتون ته دتداوی لپاره وړی دی .

 

څو اونی وړاندی هم د کابل کندهار پر لویه لاره باندی په یوه ترافیکی پیښه کی ۷ تنه مړه او ۲۳ تنه ټپیان شو ل .

+ نوشته شده در  Sat 19 Jul 2008ساعت 1:46 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

وسلوالو طالبانو د ناوی ولسوالی دسرک پر یوه نادولتی شرکت برید وه کړچی د برید په پایله کی یی ۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

 د هلمند ولایت دامنی قومندان مل پاسوال محمد حسین وویل :لومړی طالبانو ددی شرکت د کاروان پریوه موټر د ماین چاودنه وه کړه چی وروسته یی بیا کاروان تر برید لاندی راویست چی دبرید په پایله کی یی ۳ تنه د شرکت ساتونکی ووژل او دری تنه یی ژوبل کړه.

 

انډ‌یوال وویل چی دغه نادولتی شرکت دسړک جوړنی لپاره شګی او مواد انتقالول

هغه وویل چی طالبانو په سیمه کی پریو شمیر دوکانونو هم د کلا شنکوف ډزی کړی دی  چی یو شمیر دوکانو اور اخیستی دی او سوځول شوی دی.

 

قاری یوسف اخمدی چی رسنیو سره دوسلوالو طالبانو په استازیتوب خبری کوی وایی چی د ناوی ولسوالی د عینک  په سیمه کی یی د کورنیو عسکرو دوه پیکف موټرونه پرله پسی  په ځمکنیو ماینونو الوزولس چی له امله یی دواړه موټرونه ویجاړ شوی او په کی سپاره اته تنه وژل شوی او څلورتنه ټپیان دی.

څو اونی وړاندی هم ددی شرکت پنځه تنه په ناوی ولسوالی کی  د یوه ښخ شوی ماین له امله ووژل شول

 هلمند

 

 

 

 

+ نوشته شده در  Sat 19 Jul 2008ساعت 1:45 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 دهلمند ولایت دامنی قومندان مل پاسوال محمد حسین انډیوال ته وویل: نن سهاردهلمند ولایت د نادعلی په ولسوالی کی د یوه ریموټ کنټرول ماین په چاودنه کی یو زوی او پلارهغه مهال  ووژل شو او یوبل  تن زخمی شوچی کله د نادعلی ولسوالی د لوی مانده په سیمه کی د پولیسو موټر ترڅنګدغه موټر سایکل والا له رنجرموټر دمخه شول ماین پر موټرسایکل والا وچاودید  او پولیسو ته کوم زیان وه نه رسید

  او همدارنګه نن غرمه د لشکرګاه ښار د کندهار اډی تر څنګ دیوی بلی چاودنی په ترڅ کی اتلس تنه ژوبل شول .

انډیوال وویل چی په ژوبل شوو کی یو تن پولیس شامل دی  او لس تنه دا مهال بست دروغتون ته ددرملنی لپلره راوړل شوی دی چی یوه تن یی له سختو ټپونو څخه خپل ژوند له لاسه ورکړ

 

قاری یوسف احمدی چی ځان دوسلوالو طا لبانو ویاند راپیژنی وایی چی دغه  ماین د پیازو ا و کچالیو په یوه کراچی کی ځای پر ځای شوی وو چی د چاودنی له امله یی نهه تنه پولیس ووژل او رنجر موټر یی هم ټوټه کړ

احمدی وایی چی یو قوماندان هم د پولیسو پکی ووژل شو .

 

دیادونی وړده چی څو عمر مخکی هم په همدغه سیمه کی یوه چاودنه وه شوه چی د ګرمسیر دامنی قومندان معصوم خا ن پکی ووژل شو .

+ نوشته شده در  Wed 16 Jul 2008ساعت 4:30 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د نادعلی ولسوالی یو ځای وګړی ابراهیم جان وویل: دغه دوه تنه نن سهارچارشنبه په موټر سایکل سپاره وه کله چی دلوی مانده له سیمی نه دتیریدو په حالی کی وودیوه ښخ شوی ماین دچاودنی سره مخ شول او په پایله کی  دوی ووژل شول.

د هلمند دامنیه قوماندان مل پاسوال محمد حسین انډیوال وویل :دنادعلی ولسوالی د لوی مانده په سیمه کی پوستی ته نږدی د پولیسودګزمی  لپاره یو ماین ځای پرځای شوی وو.

انډیوال وویل : کله چی دپولیسو دموټر څخه یو موټرسایکل دمخه کیږی نود ماین چاودنه پر هغوی باندی رامنځ ته شوه، چی یو زوی او پلار د ماین په چاودنه کی ووژل شول  او یوتن هم ژوبل شو.

پیښه تر دامهاله پوری کوم چا په غاړه نه ده اخیستی .

+ نوشته شده در  Wed 16 Jul 2008ساعت 4:29 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

ددفاع وزارت په  یو ی اعلامیی کی راغلی دی چی  دهلمند ولایت د کجکی په ولسوالی کی یی ۲۰ تنه وسلوال طالبان د ملی اردو او برتانوی ځواکونو په ګډو عملیاتو کی  وژلی دی .

ویل کیږی چی په وژل شوو کی یو طالب قوماندان د ملا رحمانی په نامه هم شامل دی

دځای وګړو په وینا چی دلته  ددو ورځو راهیسی  عملیات دوام درلود چی دا مهال عملیات پای ته رسیدلی دی .

 

قاری یوسف احمدی چی رسنیو سره دوسلوالو طالبانو په استازیتوب خبری کوی  وایی چی د کجکی په ولسوالی کی دوی ته کومه مرګ ژوبله  نه ده اوښتی دی وایی چی د برتانوی ځواکونوڅلورزغروال ګاډی یی ویجاړ کړی دی او څوارلس بهرنی عسکر یی وژلی او یو ګڼ شمیر یی ژوبل کړی دی

احمدی وایی چی همدارنګه ملی اردو ته هم مرګ ژوبله اوښتی ده .

+ نوشته شده در  Wed 16 Jul 2008ساعت 4:28 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

دهلمند  د سنګین به  ولسوالی   کی ۴۰ تنه وسلوالو طالبان ووژل شول .

 

په بګرام کی  دیوی خپری شوی خبرپاڼی له مخی ویل شوی دی چی  دوی د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالی کی  ۴۰ تنه وسلوال طالبان ووژل دوی وایی چی دغه وسلوال طالبان یی هغه مهال ووژل چی  له دوی سره د یوی جګړی په ترڅ کی مخامخ شول په خبرپاڼه کی راغلی دی چی له طالبانو څخه یی د جګړی لیکی  او پټن ځایونه هم نیولی دی .

د سنګین ولسوال عزت الله مجاهد لا تر دا مهاله پوری څه نه دی ویلی ده یوازی دومره زیاته کړه چی  ۴۰ تنه وژل شوی و ۱۲ تنه وسلوال طالبان یی  ژوندی نیولی دی

ویل کیزی چی په وژل شووو کی شل تنه پاکستانیان وه .

او برطانوی ځواکونو د یوه سرتیری دوژل کیدو خبر هم ورکړ.

 

قاری یوسف احمدی چی رسنیو سره د وسلوالو طالبانو په استازیتوب خبری کوی وایی چی د برطانوی ځواکونو دری ټانګونه یی ویجاړ کړی وپکی سپاره ټول لس تنه عسکر یی وژلی دی او زیات شمیر یی زخمیان کړی دی   احمدی د خپل یو طالب دوژل کیدو خبر هم ورکړ .

 

 

+ نوشته شده در  Tue 15 Jul 2008ساعت 3:44 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

نن سهار د هلمند ولایت دګرشک په ولسوالی کی  د سرک د غاری د بم په یوه  چاودنی کی څلورتنه د یو ایس پی ای ساتونکی ووژل شول او دوه نورټپیان شول .دغه خبره د هلمند ولایت د امنی قومندان  مل پاسوال محمد حسین انډیوال وه کړه نوموړی وویل چی دوی د یوه شخصی امنیتی شرکت ساتونکی وه .

  

قاری یوسف احمدی چی رسنیو سره  دوسلوالو طالبانوپه استازی توب خبری کوی وایی: چی  دوی دیوه کورنی شخصی شرکت ساتونکو ته ځمکنی ماین ایښی وو چی د چاودنی په پایله کی یی  شپږ تنه د یو،ایس،پی،ای دامنیتی شرکت ساتونکی ووژل او یو پیکف موټر یی هم له منځه وړی دی .

+ نوشته شده در  Mon 14 Jul 2008ساعت 2:12 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند ولایت د مارجی په ولسوالی کی تیره شپه دپولیسو او

  وسلوالو طالبانو تر منځ جګړه وه نښته

د هلمند ولایت د امنی قوندان مل پاسوال محمد حسین انډیوال 

 وویل : چی دغه جګړه دنارجی په ولسوالی کی  د شپی تر

 ناوخته پوری دوام وه کړ چی پولیسو او وسلوالو طالبانو ته په کی

 مرګ ژوبله واوښته .

 دامنی قومندان وویل : چی په دغه جګړه کی دوه تنه پولیس

 ژوبل شوی دی او اوه تنه وسلوال طالبان ووژل شول چی د

 وسلوالو طالبانو بو محلی قومندان هم په وژل شو کی  شامل

 دی .

 د مارجی ولسوالی یو تن وګړی عبدالسلام د تلیفون په

 کرښه راته  وویل: چی دغه جګړی د ماښام له لسو بجو څخه د

 شپی تر دوو بجو پوری دوام وه کړ نوموری زیاته کړه چی د

 وسلوالو طالبانو جسدونه لا د ا مهال پر ځای پراته وه

 وسلوالو طالبانو لا تر دی مهاله پوری څه نه دی ویلی .

+ نوشته شده در  Mon 14 Jul 2008ساعت 2:9 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 


  د هند د سفارت په ځان وژونکې برید کې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شو.

            د دې کورنۍ د غړیو د خښولو په هکله زمونږ د ریپورټ د لیدلو لپاره

 

دا ځای کلیک کړۍ مونږ د دې کورنۍ له یواځنې غړي سره چې ژوندۍ پ

 

باتې شوۍ خبرې کړي .

د ویدیو د کتلو دپاره لومړي د انځور پر مخ کلیک کړی ترڅو فعال شي، او بیا د

پلی آیکن کلک کړی. دا کیدای شي ترڅو چی ویدیو ټوله لوډ کیږی تاسی

په انتظار کی پاته شی او دا په دی پوری تړلی چی ستاسو د شبکی

چټکوالی څومره ده .

 

+ نوشته شده در  Thu 10 Jul 2008ساعت 12:32 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

 

دهمند ولایت د سنگین په ولسوالې کې شپږتنه وسلوال طالبان ووژل شول .

 

دهلمند ولایت دپې ارټې ویاند رابین میتیوز وویل :دغه شپزتنه هغه وخت ووژل شول چی کله وسلوالو طالبانو بر برطانوی ځواکونو سره مخامخ جگړه ونښته .

رابین میتیوز وویل چی دوی ځیینی ځایونه هم له وسلوالو طالبانو څخه وه نیول  او یو شمیر هغه کسان یی ازاد کرل چی کله وسلوالو طالبانو بندیان کړی وه .

 

قاری یوسف احمدی چی ځان دوسلوالو طالبانو ویاندراپیژنی وایی دوی د سنگین په ولسوالې کې یې یولس تنه دملۍ اردو عسکر په مخامخ جگره کې وژلې دې او گڼ شمیر نور یی ژوبل کرې دې

 

+ نوشته شده در  Wed 9 Jul 2008ساعت 3:53 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

دهلمند ولایت د نهرسراج ولسوالی پر لویه لاره شپږ تنه وسلوال طالبان ووژل شول

 

دهلمند ولایت دامنی قومندان مل پاسوال محمد حسین انډیوال وویل چی پروند ماښام دا شبږ تنه وسلوال طالبان د نهرسراج ولسوالی پرلویه لا رووژل شول ده وویل  چی دا مهال لا هم پولیس د پلټنی لپاره هلته شته

 

قاری یوسف احمدی چی دځان د وسلوالو طالبانو ویاند راپیژنی وایی چی  دوی دیوه انفجار په پایله کی په جلا جلا پیښو کی پنځلس پولیس وژلی دی او دوه رنجر موتر ییی هم له منځه وړی دی .

+ نوشته شده در  Wed 9 Jul 2008ساعت 3:51 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

دهلمند ولایت د نادعلی ولسوالی یو شمیر اوسیدونکی وایی چی وسلوال طالبان د نادعلی ولسوالی د یو شمیر قومی سپین ږیرو په وینا ووتله  او داسیمه یی پریښودله ډیری اوسیدونکی دنادعلی ولسوالی وایی چی دوی خپله تللی دی د دی سیمی یو تن اوسیدونکی عبدالسلام راته وویل چی دغه وسلوال طالبان  د پخواپه څیرچی په ډلو ډلو په دی ولسوالی کی ګرځیدله  اوس نه سترګو کیږی هدایت الله هم ورته نظر لری وایی چی د وی هلته ډیری د تګ راتګ لاری په اوبو پاندی اخیستی وی چی دا مهال یی شتون ډیر لږدی دی وایی چی د قومی مشرانو دیوه تړون په صورت کی چی  وسلوا ل طالبان به ځمکنی ماینونه نه ښخوی او مخامخ جګړه به له بولیسو سره نه کوی  ورورسته له دغی تړون نه طالبان لاړلاو سیمه یی پریښودله

 

د هلمند ولایت د امنی قومندان مل پاسوال محمد حسین انډیوال وویل چی موږ مخکی د مارجی ولسوالی قومی مشرانو ته ویلی وه چی وسلوال طالبان تاسی وه باسی او یا موږ ته اجازه راکړی  چی موږ یی د یو لړ عملیاتو په ترڅ کی وه باسو خو دغه وسلوال طالبانو قومی مشرانو ته بد رد وویل  دامنی قومندان په وینا  چی دغه  وسلوال طالبان د پولیسوپه زورسره ووتل دی وایی چی دوی له یو لړ تلفاتو وروسته دغه سیمه پریښودله .

 

انډیوال وویل چی موږ ددغی سیمی څخه دوسلوالو طالبانو دوتلو ورورسته  دولس ځمکنی ماینونه خنثی کړل چی په وسلوالو طالبانو په لویه لار کی ایښی وه .

+ نوشته شده در  Wed 9 Jul 2008ساعت 3:50 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

روحانی ملگریه باخه خبر نه یی

حسن حقیار

.......................................................

چې وباسي  زړونه هغه خنجر نه يې
چې څښي وينې ته هغه ستمګر نه يې
چې ترې لاس رسي اسمان ته لوړ غر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

خبر نه يې چې هلمند کې څه تېرېږي
سرې سکروټې پر  مارجې  باندې ورېږي
 
دهلمند اسمان لوګيودى پوښلى
داور تاو نه دسيندو اوبه خوټېږي
چې توپان جوړ کړي ته هغه شرر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

ستا وژونکي اخته داسې يو رنځ باندې
چې دوى خوند اخلي له وير نه او له ساندې
بلوي اور ابراهيم پکې ګوذار کړي
دفرعون او دنمرود خويونه کاندې
 
ته تابع دابراهيم يې ازر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

داسې غواړي چې دحق ژبې دې پرې وي
او معيار دانسانيت ددوى نخرې وي
تش فرياد  دې هم دچا څوک پورته نکړي
توره لاس کې دظالم سترګې دې سرې وي
خو ملګرى ته  دداسې سنګر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

زړونه ى غوښې ندي کاڼي دصحرا دي
تل مدام دانسانيت پرضد لګيادي
دښکلا دښمنان ټول دلته راغلي
خداى خبر چې دابدرنګه څه بلا دي؟
ته ددې بې رحمه خلکو عسکر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دوى دوينو اوانسان سوداګران دي
دپوډرو او وسلو قاچاقبران دي
د ماشوم سترګې، بډوډي او زړه پلوري
خداى بخښليه  !دا پدې کچه لېوان دي
 
مړيې ځکه کړې  چې ته قاچاقبر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

ستا  وژونکي لري ډېر اوږده لاسونه
يرغمل دي ورسره ډېر ولسونه
ددوى جال خپور دى په ټولې نړۍ باندې
ددوى ښپو کې دي پراته شاهي تاجونه
ته ددوى انډول، ددوى  برابر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دوى  داوسپنې نينې  هم شي چيچلى
دوى فولاد او تېږي هم  شي هضمولى
 
دوى حالات شي دخپل ځان تابع کولى
 
دوى له سترګونه رانجه شي تښتولى
ته لا پوه په دغه چل او هنر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

تا رسواکړل دوى په خپلو راپورو کې
غږېدې يې په موټرو او قصرو کې
دمختار دکمپ اواز دې ولې لوړ کړ؟
اوس شټېږه دې دوينو فوارو کې
ستا غږ کنده کې دى لاهم کمر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

څوک کوښښ کوي غچ اخلي دميوند
څوک مافيا سره لري قوي پيوند
څوک اوبه خړوي نيسي خپل کبان
څوک دجنګ له برکته کوي ژوند
تنهاته ددې حالاتو کسکر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دانسان غوښې کړي ځانته سيخ کباب
وينې واړوي په سر لکه شراب
په نشه کې يې چې ترنګ ته ونڅېږي
له کولمونه يې کړي جوړ ځانته رباب
که له دوى سره شوې جوړ نو خطر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

ناپوهي او جهل دلته کرل کېږي
دښوونکي ،زده کوونکي سرغوڅېږي
دوى مريخ او زحل ځانته تابع کړي
خو زموږ خټين ښوونځي سوځول کېږي
دروانې ډرامې کرکتر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

روحاني صيب دلته جنګ دى دفيلانو
دسيالۍ ميدان شو دا د شيطانانو
ازمونتون يې دتخنيک او دوسلو شو
ژوند دوزخ شو د ښپې لوڅو انسانانو
شکر داچې اوس په دغه سقر نه يې
 
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

 مستند فلمونه دلته ډېر جوړېږي
د جنګي فلمو لپاره اور بلېږي
هالييود او بالييود دلته مصروف دي
دافلمونه ډېر قيمته پلورل کېږي
ته اګاه ددې منطق په زېر زور نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دلته جنګ دى دتاريخ او کولتورونو
دلته جنګ دتمدن او مذهبونو
شوى بيا د صليبي جګړو اعلان دى
دلته جنګ دى دځواکمنو چينلونو
لا اګاه يې په ديوان او دفتر نه يې
 
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دلته ډېر وسلوال لا هم نه پوهېږي
چې دکوم هدف   لپاره وژل کېږي
دلته لاره لورى ورک دى له ولسه
پټې سترګې ، واګې بل سره ځغلېږي
کړه راويښ يې که څه هم پيغمبر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

چې وژلي يې لکونه افغانان دي
هماغه مو اوس په سر بيا حاکمان دي
دغربيانو په قاموس کې داسې وايي
چې ددوى وي نو همدا بشردوستان دي
ته ددې قانون له مخې بشر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

په مرکز کې انسانان  تښتول کېږي
دجمهور رئيس مرستيا ل يې وژل کېږي
دځنګل قانون دى شهر ناپرسان دى
وکيلان ، لوى  څارنوال  ډبول کېږي
ته خو دوى نه په رتبه کې بهتر نه يې!!
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دلته حق ويل  پخپله خودکشي ده
دعزت اودشرف کار جاسوسي ده !؟
ډک له ګټې تجارت بې ناموسي ده !؟
پلمه جوړه ده قانون ديموکراسي ده
نوبه څنګه دحالاتو اثر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

دلته ژبې له طوطيانو نه غوڅېږي
بلبلانو ته رانجه ورکول کېږي
ته جرس وې تاکاروان راويښولو
نو ستادا جسارت کله  زغمل کېږي!؟
ته خو دوى ته عاشورا  يې اختر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

 ستا وژونکي په رينجرو کې ګرځېږي
په شاهي مېلستونونو کې اوسېږي
داسې نده چې الوتي په هوا دي
لښکرګاه کې هروخت ښکته پورته کېږي
نيول کېږي ځکه نه چې  رهبر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

ستا معصوم وروڼه مې کله نه هېرېږي
چې کوم خړ پړ وينم دوى راته يادېږي
(چې  رشاد ١ ) او( تقوى ٢)  ونيسم په غېږ کې
نو( سپوږمۍ ٣) ، عمران ٤) مې سترګو ته ودرېږي
وي ستانوم به پرې ژوندى بې ثمر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

 غرونه سپک او ستا غمونه ترې درانه وو
په هلمند کې دهيچا ګرېوان وچ نه وو
خو ماهلته دفولادو يوکان وليد
ستا باتور پلار چې په مثل دتور غره وو
ته شهيديې، مړ دده په نظر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

(ستانکزيه ٥ )  د( هجران ٦ ) يې دا(تسل٧) دى
 
چې( روښانه ٨) ( سباوون ٩ ) ددې اجل دى
چې ترشايې وي (صالح  ١٠) کاروان ترې پاتې
(نادم ١١ ) ندى  (بريالى ١٢) دى دا اتل دى
چې( شفيع ١٣ ) دې شي ته خوښ په محشر نه يې ؟
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

(پاڅون ١٤) وکړه که رښتيا (شريعتيار ١٥) يې
اى (زاهده ١٦) که  (داعي١٧) دخداى دلار يې
د(روما١٨) اود( عذرا ١٩)اوښکې کړه پاکې
(ماريې٢٠)  ته يې په دغه وخت په کار يې
تار او ستن واخله شلېدلى ټتر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

خفه نشي روحاني له ستړي قامه
يو هم نه دى غافل ستا له انتقامه
دتيارې مقابلې ته به وردانګي
درڼا توره راباسي له نيامه
سپيلنى به  نور ددغه مجمر نه يې
روحاني ملګريه پاڅه خبر نه يې

____________________________________________________________________
١_٢ زما اولادونه ،   ٣ دارواښاد روحاني لور ٤ دارواښاد روحاني زوى

(٦زين الله ستانکزى ٧عبدالودود هجران  ٨محب الله روښان ٩ عزيز احمد تسل  ٩   سباوون هېوادمل١٠ صالح محمد صالح ١١بشيراحمد نادم ١٢ بريالى هلمند١٣ عزيز احمد شفيع
١٤ ميرويس پاڅون ١٥محمداسمعيل شريعتيار ١٦صفت الله زاهدی ١٧محمد الياس داعي
١٨روما محمدي  ١٩عذرا احدي ٢٠ ماريه  دارواښاد روحاني ژورنالستان ملګري

 

 

 

+ نوشته شده در  Wed 9 Jul 2008ساعت 3:40 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

دهلمنددوالي مرستيال نن وويل چې درى تنه وسلوال طالبان په دې وروستيوكې هغه مهال دملي امنيت دمنسوبينولخواونيول شول كله يې چې په ناوه ولسوالى كې پرغزيدلې لارې دگرمسيرولسوالى دملي امنيت مديرته چې لښكرگاه ته په لارې وكمين نيولى و.

دده په ويناچې له دوى سره وسله اودوه عرادې موټرسيكلونه هم نيول شوي اويوتن دحيدرپه نامه په تيښته بريالى شوى دى.

هغه زياته كړه چې نيول شوي كسان دملاعصمت الله ترمشرى لاندې داتلس كسيزې ډلې غړي دي چې دوى هم پخپل جرم اعتراف كړى او هريويې محمدصادق،شمس الله اوخان محمدنوميږي اودامهال دملي امنيت په رياست كې ترلازياتوپلټنولاندې دي.

ديادونې وړده چې يادشوي كسان هم خبريالانوته وښودل شول اودوى پخپل وارسره په دې كارپيښماني څرگندوله اوله دولت څخه يې دبخښنې غوښتنه كوله.

+ نوشته شده در  Tue 8 Jul 2008ساعت 10:39 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

دماين دچاودنې دتړاوپه تورڅلوكسان نيول شوي دي.

يادشوي كسان وروسته له هغه دهلمندولايت په مركزلښكرگاه دصافيانوپه سيمه كې نيول شوي چې كابودوې اونى وړاندې دپوليسوپرموټردريموډكنټرول چاودنه ترسره شوه چې پكې يوپوليس ووژل شواودوه تنه ټپيان شول.

دهلمنددوالي مرستيال الحاج عبدالستارميرزكوال نن وويل چې يادشوي كسان په دې ولايت كې دملي امنيت رياست لخوانيول شوي اونيول شويوكسانوپخپل جرم اعتراف هم كړى دى.

دده په ويناچې په دې وروستيوكې په صافيانوكې دبيارغونې يوه پروژه پيل شوې نودوطن دښمنان هڅه كوي چې په دې ولايت كې دبيارغونې بهيرټكنى كړي نوپه دې كاريې لاس پورې كړى و.

نيول شوي څلوواړه كسان خبريالانوته وښودل شول له دوى څخه يوتن چې خپل نوم يې حافظ محب الله ښوده اودپيښې اصلي عامل هم دى گڼل كيږي وويل چې دى دوې مياشتې له پاكستان څخه دنيش وهلوپه موخه هلمندولايت ته راغلى چې له هغه وروسته يې په دې كارلاس پورې كړ،دده په ويناچې ده ديني زده كړې په پاكستان كې ترسره كړې دي اوپه هغه مدرسه كې په افغانستان كې دجهادلپاره هڅول شوى و.

هغه وويل چې دشپې پريوه بجه موماين دخپلودوملگروچې هغه هم نيول شوي په واسطه ماين ځاى پرځاى كړاودورځې په نهه بجوده پخپله ورته چاودنه وركړه.

دهلمنددوالي دمرستيال په ويناچې حافظ محب الله دريموډكنټرول ماينونوجوړولوماهرهم دى .

ديادونې وړده چې وړاندې تردې دملي امنيت رياست په دې ولايت كې كابودرى اونى وړاندې په دې ولايت كې د دريوپاكستانيانوچې غوښتل يې ځانمرگي بريدونه ترسره كړي دنيولوخبروركړى و.

 

+ نوشته شده در  Tue 8 Jul 2008ساعت 10:38 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

يادشوي توكي ديك شنبې په ورځ ناوخته دهلمندولايت دناوې ولسوالى دسرې كلاپه سيمه كې دملي امنيت دعملياتوپه لړكې نيول شوي دي.

په هلمندكې دملي امنيت يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپورشي نن وويل چې يادشوي عمليات ديوه مخكيني راپورپه اساس ترسره شول چې په پايله كې يې څلورميله كلاشينكوفونه ،۷۱كيلوگرامه اوبلن تارياك،۱۳كيلوگرامه وچ تارياك او۷۰كيلوگرامه كيمياوي توكي چې دهيرويينوپه جوړولوكې ورڅخه كاراخيستل كيږي نيول شوي دي.

سرچينې زياته كړه چې له  دې توكوسره دتړاوپه توردرى كسان هم نيول شوي چې دامهال ترې پلټنې روانې دي،دسرچينې په ويناچې نيول شوي كسان هريوسعدمحمد،عبدالغفاراولعل محمدنوميږي.

ديادونې وړده چې نيول شوي كسان خبريالانوته وښودل شول خوله هغوى سره دخبروكولواجازه نه وه.

داپه داسې حال كې ده چې كابودوې مياشتې  وړاندې په دې ولايت كې دمركزلښكرگاه دصافيانوپه سيمه كې يوه اندازه نيشي توكي اومهمات دملي امينت لخواترلاسه شوي وو.

+ نوشته شده در  Tue 8 Jul 2008ساعت 10:37 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

په کابل کی ځانمرګی برید ۲۸ تنه ووژل او ۱۴۱ تنه یی ژوبل کړه .

 

نن سهار پر اته نیمو بجو د کابل شارد شهرنو په سیمی کی  د هند دسفارت مخی ته یو ځانمرګی برید وه شو  .

دغه برید کونکی چی په سرایچه موټر کی سپوروو غوښتله یی چی د هند سفارت ته ننوزی  او هلته ځان ته انفجار ورکړی  خو نوموړی  د پولیسو له خوا خخه وه درول شو  چی نوموړی ورورسته حان ته انفجار ورکړ او دانفجار په پایله کی ملکی وګړو ته مرګ ژوبله واړوله چی په پای کی یی اته ویشت تنه ووژل او یو سل اویوڅلویښت تنه یی ژوبل کړه  چی په ژوبل شوو کسانو کی ښځی ا و ماشومان هم شامل دی .

د هند د سفارت یوه کارکونکی چی نه یی غوښتل نوم یی واخیستل شی  ګرمسیر ویب پاڼی ته وویل چی دولس موټره دهند دسفارت هم ویجاړ شوی دی  نوموړی وویل  چی د سفارت ودانی ته هم زیان رسیدلی دی .

هلمند ګرمسیر

+ نوشته شده در  Mon 7 Jul 2008ساعت 12:57 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 

 

د کابل شار د حانمرگی برید تصویرونه

 

 

 

 

 

+ نوشته شده در  Mon 7 Jul 2008ساعت 12:56 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

څو شيبې وړاندې  ، په کابل ښار کې د هند پر  سفارت  ځانمرګى بريدو شو، چې د مرګ ژوبلې په اړه يې دمګړۍ معلومات نشته .

دغه بريد نن سهار ( د چنګاښ  ١٧مه ) شاوخوا ٨:٣٠ بجې د کورنيو چارو وزارت تر څنګ  وشو ده چاودنې وروسته سيمه د امنيتي ځواکونو لخوا کلابند شوه .   

ددغه بريد د مرګ ژوبلې  په اړه تر  اوسه پوری  معلومات نشته  

 

 

+ نوشته شده در  Mon 7 Jul 2008ساعت 12:35 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

 

په کابل کې ځانمرگي بريد ٣٠ ته مرگ ژوبله واړوله

 

د رپوټونو له مخې په دغه پېښه کې ډېرى مړي او ټپيان د هندوستان سفارت ساتوکي او لارويان دي .

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د هندوستان پر سفارت شوي ځانمرگي بريد شاوخوا ٣٠ کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده .

دغه ځانمرگى بريد نن سهار اته نيمې بجې د کورنيو چارو وزارت تر څنگ د سفارت د ودانۍ په دروازه کې وشو .

دغه چاودنه سخته زوروره وه چې په سيمه کې د نژدې ودانيو او مارکيټونو ښيښې يې ماتې کړې دي .

د ټپيانو د لېږدولو لړۍ د کابل د امرجنسي روغتون ته دوام لري .

په سيمه کې يوه پوليس چې د نامۀ له ښودلو يې ډډه کړې ده، رسنيو ته ويلي چې ځانمرگي بريد کوونکي يو سراچه ډوله موټر له چاودېدونکو توکيو ډک د هندوستان سفارت دروازې ته څېرمه وچووه .

د رپوټونو له مخې په دغه پېښه کې ډېرى مړي او ټپيان د هندوستان سفارت ساتوکي او لارويان دي .

د ټپيانو د لېږدولو لړۍ د کابل د امرجنسي روغتون ته دوام لري .

تېر کال هم يوه ځانمرگي بريد کوونکي د کورنيو چارو د وزارت دروازې ته څېرمه ځان وچووه چې په په لسگونه کسان يې مړه او ټپيان کړل .

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د شمالي ولايت کندز ښار په لويديځ کې د چاردرې په ولسوالۍ کې ځانمرگي بريد درې ماشومانې ټپيانې کړې .

دغه ځانمرگي بريد ظاهرآ د ايساف ځواکونو کتار په نخښه کاوۀ، خو د ښوونځي درې ماشومې زده کوونکې يې ټپي کړې .

 

+ نوشته شده در  Mon 7 Jul 2008ساعت 12:34 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 

 
 
موندا او راني
موندا او راني به د بايسکل په وسيله بهر ته په چکر وتل .
په هند کې يوه کليوال سړي د ښځينه يږې له مړينې وروسته د هغې
 
کوچنی بچی په خپل کور کې ورسره ساتلی او په ځنګل کې يې د
 
ښکاريانو له منګولو ژغورلی دی .

د ځنګلونو د چارو چارواکو د يږې ښکار نامشروع بللی او ويلي دي چې د ځنګلي څارويو

ښکار يو غيرقانوني کار دی .

خو ٣٥ کلن هندي وګړي راميش موندا بيا په خپل کور کې له ځانه سره د يږې بچی ساتلی

او مور يې د څارويو باغ ته لېږلې ده چې دغې يږې د نه خوړو اعتصاب کړی دی .

خو د يږې دغه کوچنی بچی بيا د خپلې مور له مړينې وروسته د خپل پلار له مينې هم بې برخې شوی دی .

ښاغلی موندا د يږې دغه بچی دوه کاله وړاندې د اوريسا ولايت په ختيځ ځنګل کې ژغورلی و .

د يږې دغه کوچني بچي هم له ښاغلي راني او دده له لور سره خپله مينه تبادله کړې ده، چې ځايي رسنيو يې په اړه بېلابېلې

کيسې ليکلې دي .

د يږې د بچي له خوشي کېدا وروسته ښاغلي موندا هڅه کوله چې د څارويو هغو باغ ته ورشي چې د يږې دغه بچی پکې

ساتل شوی دی .

ښاغلی راني وايي چې دی د يږې د بچې د ليدو لپاره ډېر لېوال دی، دی وايي : " ما د يږې بچی د خپلې لور جولکي په څېر

وروزه او اوس يې ليدلو ته ډېر لېواله يم . "

د بېلتانه اوښکې

د راني لورکۍ جولکي هم د خپلې ملګرې (يږې) په بېلتون خپلې اوښکې تويې کړې .

ښاغلي موندا د يږې بچی راني هغه مهال ونيوله کله چې يې د اورلګولو لپاره لرګي راټولول .

خوشاله کورنۍ
پلار او دوه لوڼې!!! ؟؟؟

د يږې له مړينې وروسته راني يوازې پاتې شوه چې بيا وروسته يې موندا د خوړو او اوبو

چارې پرخپله غاړه واخيستې، او له خپلې لور سره يې يوځای پالنه او روزنه کوله چې

ډېرځله خلکو پر يوه بايسکل سپاره ليدلي وو .

په هند کې د څارويو په اړه له قانون سره سم انسانان د څارويو د بندي له بندي کولو منع

کړای شي، خو که چېرې دوی ناروغه او یا هم معلول وي

+ نوشته شده در  Sat 5 Jul 2008ساعت 10:41 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 

 
 
په افغاني فلمونو کې ښځينه ستورې (.)
افغان فلم جوړوونکي وايي که چېرې افغانې نجونې په فلمونو کې کار کولو ته چمتو شي نو دوى به دې ته اړ نه شي چې په نورو هېوادونو کې ښځينه لوبغاړو پسې وگرځي .
يو شمېرافغان فلم جوړوونکي وايي په فلمونو کې د ښځينه لوبغاړو نه
 
گډون د دوى چارې تر ډېره بريده ټکنۍ کړې دي .

ددوى په وينا د همدې ستونزې له کبله دې ته اړ شوي چې په خپلو فلمونو کې د نورو هېوادونو ښځينه لوبغاړو ته رول ورکړي .

په همدې حال کې يو شمېر نجونې وايي چې د امينت د نشتوالي او د ځينو نورو دوديزو ستونزو له کبله دې ته زړۀ نه ښه کوي چې په فلمونو کې کار وکړي .

په افغانستان کې که څه هم په وروستيو څو کلونو کې د ښځو ونډه په ټولنيزو، سياسي او نورو چارو کې د پام وړ بلل کېږي، خو اوس هم په دغه هېواد کې زيات شمېر مېرمنې دې ته زړۀ نه ښه کوي چې په افغاني فلمونو کې کار وکړي .

فلم جوړوونکى حيدرجلال چې په ختيځو ولايتونو کې يې زيات شمېر فلمونه او ډرامې جوړې کړې وايي د افغانو ښځينه لوبغاړو له کموالي سره مخامخ دي او دې ته اړ شوي چې په خپلو فلمونو کې د گاونډيو هېوادونو ښځينه لوبغاړو ته رول ورکړي :

په افغان فلم کې د ښځو ونډه
په همدې حال کې يو شمېر نجونې وايي په فلمونو کې کار کولو ته ځکه زړۀ نه ښه کوي چې په افغاني دوديزه ټولنه کې دې کار ته ډېر خلک په درنه سترگه نه گوري .

'' په ختيځ زون کې ما ٢٢ فلمونه او يو شمېر ډرامې جوړې کړې دي ، خو زموږ لويه ستونزه همداده چې په فلمونو او ډرامو کې موږ ښځينه لوبغاړي نلرو، ددې لپاره چې موږ خپل هنر ته دوام ورکړو نو پاکستان او نورو گاونډيو هېوادونو ته ځو او ښځينه لوبغاړو ته يې په فلمونو کې رول ورکوو.''

په همدې حال کې يو شمېر نجونې وايي په فلمونو کې کار کولو ته ځکه زړۀ نه ښه کوي چې په افغاني دوديزه ټولنه کې دې کار ته ډېر خلک په درنه سترگه نه گوري .

ددغو نجونو په وينا د امنيت نشتوالى هم لويه ستونزه ده چې دوى نه غواړي په فلمونو کې رول ولوبوي .

ددې تر څنگ ځينې خلک دا نيوکې هم کوي چې اوسني فلمونوکې افغاني کلتور او دودنو ته دومره پاملرنه نه کېږي نو ځکه ځينې کورنۍ خپلې لوڼې په فلمونو کې کار کولو ته نه پرېږدي .

د افغان فلم يو کارکووونکى احد ژوند دا خبره تاييدوي او وايي چې اوسني زيات شمېر فلمونه تجارتي بڼه لري او کيسه ييزې تگلارې هم د افغانستان داوسنيو شرايطوسره برابرې نه دي :

افغان فلم جوړوونکى او اکټر حشمت الله
که څه هم په تېرو څو کلونو کې په ځينو فلمونو کې افغانو نجونو رول لوبولى دى، خو افغان فلم جوړوونکي دغه شمېره لږه گڼي .

'' اصلا هغه سوژې چې د خلکو خوښې دي او د افغانانو د کلتور په مطابق وي يا د ټولنې دردونه په سوژې کې راشي دداسو فلمونو جوړونه په افغانستان کې په ټپه ولاړه ده .''

که څه هم په تېرو څو کلونو کې په ځينو فلمونو کې افغانو نجونو رول لوبولى دى، خو افغان فلم جوړوونکي دغه شمېره لږه گڼي .

ددوى په وينا که چېرې افغانې نجونې په فلمونو کې کار کولو ته چمتو شي نو دوى به دې ته اړ نه شي چې په نورو هېوادونو کې ښځينه لوبغاړو پسې وگرځي

+ نوشته شده در  Sat 5 Jul 2008ساعت 10:39 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

دهلمند ولایت د نادعلی ولسوالی د مرجی په سیمه کی اته تنه وسلوال

 

طالبان ووژل شوه .

 

دهلمند ولایت د نادعلی ولسوالی د مرجی د سیمی ډیری اوسیدونکی وایی

 

چی د وسلوالو طالبانو مړی لا دا مهال په سیمه کی پراته دی

 

دهلمند دامنی قومندان مل پاسوال محمد حسین انډیوال وویل : چی پرون د

 

یو لړ تصفیوی عملیاتو په ترڅ کی یی اته تنه وسلوال طالبان ووژل  او څلور 

 

موټره یی وسوځول شول

 

دامنی قومندان په وینا چی موږ به دیر ژر د نادعلی په ولسوالی کی هم

 

تصفیوی عملیات شروع کړو او نوموړی ولسوالی به هم له وسلوالو طالبانو

 

څخه پاکه کړو

 

دا په دی ولسوالی کی څویم ځل دی  چی یو لړ تصفیوی عملیات تر سره

 

کیږی او وسلوالو طالبانو ته په کی مرګ ژوبله اوړی

صفت الله  ذاهدی

+ نوشته شده در  Sat 5 Jul 2008ساعت 10:19 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

 

د نادعلي ولسوالۍ د چاه نجیر د سیمی ډیری  اوسیدونکی وایی چی دا مهال  تر شپږ سوو زیات وسلوال طالبان دغې  سمې ته راغلی  دی  دووى په وينا  دهلمند ښارته  د دوى په وړاندې دغه ليار تړلې  ده     ددی سیمی یو تن اوسيدنكى بسم الله وویل دغه سړك دا مهال دخلكوپرمخ تړل شوي ده   دنوموړي په  خبره  دا مهال وسلوالو طالبانو د عادي وګړودنه تگ لپاره پرسړك  اوبه رایله کړی دی چې وګړی یی له یو لړ ستونزو سره مخ کړی دی دهلمند دامنی قومندان مل پاسوال محمد حسین انډیوال وویل : دليارې تړلوخبره ومنله اوزيا ته يې كړه  ډیرژربه  موږلياره  خلاصه کړو ده په دغه ولايت كې دورستيوناامنيولامل په پاكستان كې دمدرسوتړل وگڼل چې په دې كارسره يوشمير طالبان دامنيت دگډوډولواودذكات ټولولوپه مخه هلمند ته راغلي   انډیوال ډاډوركړ چی دیر ژربه په دغه سيمه  کی امنیيت  بیرته خپل حالت ته راوه ګرځو دامنی قومندان په وینا چی دوی تراوسه  په دې اړه  گړندي  ګامونه نه دی اوچت کړی

 

 

+ نوشته شده در  Sat 5 Jul 2008ساعت 10:18 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
د کندهار ولايت سلګونو قومي مشرانو، عالمانو او د ولايتي شورا استازو  د دغه ولايت د چارواکيو او د ولايتي شورا د رييس پر  خلاف د عبدالله کندهاري څرګندونې په کلکه وغندلې او د هغه تر څنګ يې د طلوع ټلويزيون د چارواکو د محاکمه کېدو غوښتنه هم وکړه. افغان  منجم  عبدالله کندهاري څو ورځې مخکې د طلوع ټلويزيون د  ګفتمان په نامه پروګرام کې د کندهار پر والي اسدالله خالد اود ولايتي شورا پر رئيس احمد ولي کرزي سختې نيوکې وکړې.  کندهاري د يادې شوې خپرونې له لارې په کندهار ولايت کې د وروستيو ټولو نا امنيو پړه پر يادو شويو چارواکيو ور واچوله او ويې ويل چې په دې برخه کې پوره شواهد او اسناد هم لري. خو د دغه ولايت قومي مشران او دولتي چارواکي بيا د نوموړي دغه راز څرګندونې له حقيقت څخه لرې ګڼي او دا په سيمه کې د مېشتو قومونو او ولسونو په منځ کې د اختلافاتو د اچولو  په موخه د طلوع ټلويزيون يوه سياسي لوبه ګڼي.د کندهار د سولې او ملي پخلاينې د کميسيون مشر حاجي اغا لالي بيا پر طلوع ټلويزيون نيوکه وکړه چې په لوى لاس دغه راز مسايلو ته لمن وهي او د پښتنو په خلاف دسيسې جوړوي
+ نوشته شده در  Thu 3 Jul 2008ساعت 12:32 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
د انګلستان لندن ټایمز ورځپاني په خپله ننۍ ګڼه کې په افغانستان کې د انګریز د اردو د هغو

سترو او ورانونکو توغندو  کارولو ته اشاره کړي چې کولای شي د مقابل لوري خورا  ټینګ او

ژور بلنداژونه ړنګ او دړي وړي کړي.

ورځپاڼي د انګلستان د پوځ له چارواکو په حواله لیکلي چې دا توغندي ترما بارک نومیږي چې

ځیني د بشري حقونو د دفاع ټولني یې د کارولو غندنه هم کوي.

دا بمونه داسي جوړ شوي چې د استعمال سره سم مخکې تر چاودني داسي خفه کونکی

ګاز شیندي چې هر ژوندی موجود زیندۍ کوي او د بدن ټولي برخي یې یوه له بله جلا کیږي.

د لندن ټایمز پر حواله چې د انګریز دولت دخپل غلیم پر وړاندي د دې توغندو کارول یو قانونی

کار بولي خو د بشري حقونو مدافع سازمانونه ویره لري چې د داسي راکټونو  استعمال کولای

شي چې ولسي وګړو ته هم پراخه مرګ ژوبله واړوي.


تر اوسه دا ډول راکیټونه په سیمه کې نه وو کارول شوي او دا بمونه ډیر د هلمند په ولایت

کې د انګلیسي سرتیرو له خوا د طالبانو پر ضد کارول شوي دي.

لندن ټایمز وایې چې دا توغندي  له چورلکو ویشتل کیږي او د لایزر وړانګو په مرسته ورته

لارښونه کیږي .

ترما بارک توغندي د اکسیجن ګاز د له مینځه وړلو وړتیا لري کوم چې د هر ژوندي موجود لپاره

مهم دی.

+ نوشته شده در  Thu 3 Jul 2008ساعت 12:23 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې نن غرمه د يوه ځانمرګي بريد له امله شپږ تنه ټپيان

شويدي.

دغه بريد د کندهار- سپين بولدک پر لويه لار د کاناډايي ځواکونو د موټرو د تېرېدو پر مهال شوى

دى.

د سپين بولدک امنيتي چارواکي وايي، ځانمرګي بريدکوونکي خپل سرف ډوله موټر د کاناډايي

پوځيانو له کاروان سره وجنګاوه او د کاناډايي پوځيانو په ګډون يې شپږ تنه ټپيان کړل.

د طالبانو وياند رسنيو ته وويل، چې د دوى يو تن طالب ملګري له باروتو ډک موټر د ناټو ځواکونو

له کاروان سره جنګولى او شپږ بهرني سرتېري يې پکې وژلي دي. د طالب وياند په وينا، په پ

ېښه کې د ناټو درې ټانکونه هم له منځه تللي دي. ناټو او کاناډايي ځواکونو په دې اړه څه نه

دي ويلي.

+ نوشته شده در  Thu 3 Jul 2008ساعت 12:21 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 پرون دهلمند ولايت د پارلمان داستازي معلم انور خان د اكا ځوي د نامعلومو وسلوالو كسانو له خوا په ډزو ووژل شو.

د ځاي وګړو په وينا چي نوموړي له خپل كوره څخه د راوتو په حال كي ووچي د نامعلومو وسلوالو كسانو له خواپرې ډزي وشوې نوموړي حاجي مير زاخان نوميدی چي د صافيانو په سيمه كي اوسيدي ځاي وګړي وايي چي ډيري پيښي همدلته تر سره كيږي دلښكر ګاه ښاروالي غواړي چي  د صافيانو په سيمه كي د همد ي خاطر له امله ماسټر پلان تتبيق  كړي


او ديوه بل خبر له مخي چي همدااوس راورسيدي  دپرون په ځانمرګي بريد كي چي د نيمروز پر والي تر سره شو
د نيمروز دوالي غلام دستګير ازاد ځوي د سختو ټپونو له امه ساه وركړه  او ووژل شو نوموړي وويل چي ددغه زوي جنازه به نن خاورو ته وسپارل شي

+ نوشته شده در  Thu 3 Jul 2008ساعت 12:14 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

راپورونه وايې چې نن مازديګر دافغانستان په جنوب نيمروز ولايت کې  دا د ولايت پر والي ځان مر ګۍ بريد شوۍ دۍ.
د راپورونو له مخي پدي بريد کې خپله والي  غلام دستګير ته څه  زيان ندۍ اوښتۍ خو پکي څلور پوليس وژل شوي او د پنځو پوليسو په ګډنو پکي اته نور ملکي وګړي ټپيان دي.
داسې راپورونه دې  چې له ځان بريده وړاندي  د يوې چاودنې غږ اوريد ل شوي دۍ ،خو نورې راپورونه واېې پر لمړۍ پر والي  د لاسي بم بريد  شويدۍ او بيا ځان مرګۍ بريد ترسره شو.
پدي اړوند خپله والي غلام دستګير څه ندي ويلي.خو په نومړي باندي دا څو يم ځل دي چې ځان مرګي بريدونه کيږي، خو په ټولو کې روغ وتۍ دۍ.
تر اوسه پورې د شوي بريد په هکه د افغان حکومت کومي مخالېفې ډلې څه ندي ويلي.
+ نوشته شده در  Thu 3 Jul 2008ساعت 12:11 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

فایل سیستم داسې یو جوړښت دی دکوم په مټ چې دیوفایل نومول ،خوندې کول اوفایل ته لاس رسی ترسره کیږي .ویندوز ایکس پي په هارډیسکونو کې دری ډوله فایل سیستم کارولی شي :

۱-FAT (File Allocation Table)

۲- FAT 32

۳- NTFS (New Technology File System)

ددې لپاره چې دخپل کاراوسوادګرۍ لپاره مو ښه فایل سیستم غوره کړی اړینه ده  وپوهیږي چې فایل سیستم څنګه کارکوي همدارزا باید وپوهیږي چې څنګه  خپل فایلونه اوفولډرونه سنبال کړی ترڅو ځانګړي اواعتباري خبرتوکې موله امنیتې پلوه خوندي وي .

کله چې تاسو فایل سیستم غوره کوی نو باید په پام کې ونیسی چې دغه فایل سیستم دکومو کارونو دسرته رسولو جوګه دی یا په دې مانا چې په دغه فایل سیستم کې تاسو خپل په زړه پورې کارونه اوچارې سرته رسولی شی اوکه نه؟ همداراز تاسو باید دهر فایل سیستم اړې (limitations) هم وپیژنۍ دنمونې په توګه :دهارډیسک میچ،دکلسټر میچ،دفایل میچ،اودنورو عاملو سیستمونو سره دکارکولو جوګه توب اوداسې نور.دویندوزایکس پې لپاره ترټولو غوره فایل سیستم NTFSدی .تاسوکولای شی ډیر په اسانۍ سره دFAT اوFAT 32 فایل سیستمونه په NTFS واړوی مګر کله چې تاسو فایل سیستم له FAT اوFAT32 څخه په NTFSواړوو بیا نه شی کولای دNTFS فایل سیستم څخه یې بیرته FATیاFAT32 ته واړوی ترڅو موخپل هارډیسک فارمټ نه کړی .

دFAT فایل سیستم دمایکروسافت ډاس سره ډیر کاریدودFAT32 فایل سیستم بیاله ویندوز ۹۵ اونورسره منځ ته راغی مګر ویندوز ایکس پي دواړه یادشوي فایل سیستمونه کارولی شي .دFAT اوFAT32فایل سیستمونه ترمنځ په دریو غټو برخو کې توپیر لیدل کیږي :

۱- دهارډیسک میچ (Volume size)

۲- دکلسټر میچ (Cluster size)

۳- داچې له کومو عاملو سیستمونو سره کار کولی شي .

دیادونې وړده چې FAT کولای شي تر دوه ګیګابایټوپورې دهارډیسک میچ وکارولی شي له دې پورته نه شي کولای مګر FAT32 کولای شی د۳۲ګیګا بایټوپه میچ هارډیسک هم وکارولی شي .

اړینه ده چې که دهارډیسک میچ مو زیات وي نو په وړوبرخو یې وویشی چې دVolume په نامه یادیږي په FAT فایل سیستم کې تاسو کولای شی یوازې ددوه ګیګابایټوپه میچ والیوم جوړکړی له دې زیات نه شی کولای .مګر FAT32 تاسو ته تردې هم ډیر اسانتیا درکوي په دې مانا چې تاسو کولای شی له دوه ګیګابایټو څخه غټ میچي والیومونه جوړ مګر له ۳۲ګیګابایټو څخه یې باید میچ غټ نه شي .

دFAT فایل سیستم د۶۴کیلو بایټو په میچ کلسټرونه جوړوي مګر FAT32 د۱۶کیلو بایټوڅخه غټو کلسټرونو ته اجازه نه ورکوي دیادونې وړه دهر هغه فایل سیستم چې دهارډیسک دکلسټرونو میچ یې هرڅومره کوچنی وي ګټور دي ځکه چې خبر توکې په کلسټرونو کې خوندې کیږي اوکه چیرې کلسټر خراب شی نودهغه کلسټر ځای نشي کارول کیدای نو له همدې امله که کلسټر کوچنی وي اوخراب هم شي نو څه باک نشته اوکه فایل سیستم غټ میچې کلسټرونه جوړوي اوبیا زمونږ کلسټرخراب شي نو دخپل هارډیسک ډیر خبرتوکي اوډیر ځای له لاسه ورکوو نوځکه هرهغه فایل سیستم چې واړه کلسټرونه جوړوي غوره بلل کیږي .

بله مهمه خبره داده چې دواړه FATاو FAT32 دوه عامل سیستمونه په یوه هارډیسک کې چلولی شي چې دDual boot ورته ویل کیږي .

دادواړه فایل سیسټمونه له عاملونو سیستمونه سره په لاندې توګه کار کولی شي :

وینډوز ایکس پي له FAT,FAT32 اوNTFS دریو واړو سره کار کولی شي .

وینډوز ۲۰۰۰ پروفیشنل هم له دریو واړو پورتینو فایل سیستمونو سره کار کولی شي .

 Windows NT Workstation 4.0 له NTFSاوFAT سره کارکولی شي مګر لهFAT32 سره کارنه شي کولی.

Windows 95, Windows 98 اوWindows Millennium یوازې له FAT اوFAT32 سره کارکولی شي دغه وینډوګانې له NTFS سره کار نه شي کولی.مایکروسافټ ډاس بیایوازې له FAT سره کارکولی شي له نورودوویانې FAT32 او NTFSسره کار نه شي کولای .

دیادونې وړده که تاسو غواړی دوه عامل سیستمونه یا دوه وینډوز ګانې په خپل کمپیوټر کې وکاروی نو باید دفایل سیستم اوعامل سیستم دواړو په غوره کولو کې مو پام وي .که چیرې تاسو دوینډوز ایکس پي پروفیشنل عامل سیستم کاروی اوغواړی بل عامل سیستم هم ولری نو اړیاست چې دFATاویا FAT32 فایل سیستم غوره کړی .

دفایل سیستم غوره کول

کله چې فایل سیستم غوره کوی باید لاندې ټکي په پام کې ونیسی :

۱- کمپیوټر څنګه کاروی ؟
۲- کمپیوټر کې څوهارډیسکونه شتون لري

۳- دامنیت له پلوه ،دفایلونواوفولډرونو امنیت په پام کې نیسی که نه ؟

کله هم چې تاسو یو هارډیسک فارمټ کوی کولای شی له څو فایل سیستمونو څخه کارواخلی په دې شرط چې ستاسو هارډیسک به په څو والیومونو ویشل شوی وي اوهر والیوم کولی  شی دیوه ځانګړي فایل سیستم په مټ فارمټ کړی .

کله چې یو فایل سیستم غوره کوی لاندې توکې باید په پام کې ونیسۍ:

ایا کمپیوټر یو عامل سیستم کاروي اوکه ډیر یا په بل عبار ت ایا کمپیوټر به یوه وینډوز ولري اوکه څو ؟

ځکه هغه کمپیوټرونه چې ډیر عامل سیستمونه کاروي باید وڅیړل شي چې کوم فایل سیستم کارولی شي لکه مخکې چې یاد شول ځانګړي فایل سیستمونه له ځانګړیو عاملو سیستمونو سره کارکولی شي .

بله داچې دهغو هارډیسکونو میچ چې په کمپیوټر کې دي باید معلوم شي ځکه هر فایل سیستم په ټاکلي میچ هارډیسکونو سره کارکوي لکه مخکې مو چې وویل FAT له دوه ګیګابایټو غټ والیوم نه شي کارولی .

بله داچې دفایل اوفولډرونو امنیت باید په پام کې ونیول شي که تاسو غواړی چې ستاسو فایلونه اوفولډرونه دې خوندي وي نوNTFSدفایلونواوفولډرونو خوندیتوب  دEncryption په مټ ترسره کوي اوهمداراز هرفولډر ته دلاس رسي اجازي (Permission )هم سنبالوي .دیادونې وړده چې FAT اوFAT32 فایل سیستمونه دغه اسانتیاوي نه لري .

 

 په سپیڅلې کلیواله مینه

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

 

+ نوشته شده در  Sun 22 Jun 2008ساعت 11:57 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 

دشبکې دمزیو جوړول

واردمخه راځو دې  ته چې دشبکو مزی څه شی دی؟

دشبکو مزی داسې یومزی دی چې په مټ یې دشبکې له یوه توکې څخه بل توکې ته دخبرتوکیودلیږدرالیږد زمینه برابریږي .دشبکې مزې خوارزیات ډولونه لري چې ډیری یې په سیمیزه جالونو(LAN) کې کاریږي  داچې دیوه سیمیز جال لپاره باید څه ډول مزی غوره شي ددغه سیمیز جال په میچ ،ټوپولوژي اوپروتوکولونوپورې اړه لري  چې کاروي په دې مانا چې ددغه دریو (دسیمیز جال میچ،ټوپولوژي اوپروتوکولونو) سره سم مزی باید ورته غوره اووکارول شي .

په ټولیز ډول په شبکوکې دری ډوله مزي کاریږي چې عبارت دي له :

۱-Unshielded Twisted Pair (UTP)

۲-Shielded Twisted Pair (STP)

۳-Coaxial

۴- Fiber Optic

لومړی : Unshielded Twisted Pair :

Twisted (سره تاوشوی) مزی په دوبڼو Shielded (پوښ لرونکی) اوUnshielded (بې پوښه) راځي .مګر دامهال UTP ډیر کاریدونکی اوغوره مزی ګڼل کیږي له دې ډول مزی څخه دکمپیوټر په سیمیزو جالونو اوهمداراز دټیلفون په غوڼدالونو کې ډیر کار اخیستل کیږي. دامزي چې  له څلورجوړه کوچنیو مزیو څخه جوړدی په خپل ځان کې ګڼ ډولونه لري  ددغه مزې څلورجوړه کوچني مزې عبارت دي له :

۱- سپین نارنجي اونارنجي

۲-سپین اوبړۍ شین اواوبړی شین

۳- سپین اسماني شین اواسماني شین

۴- سپین نصوراي  اونصوراي

دیادونې وړده چې دغه مزی دایترنیټ مزی په نامه هم یادیږي.په دغه مزي کې اته نور مزې شتون لري اوهر مزی دیوه پوښ په مټ پوښل شوی چې هرمزی یوله بل څخه بیلوي اوهرمزی یوپه بل سره رااوښتی ده لکه په دالاندې څیره کې:

پورتنۍ مزی ډیر ډولونه لري لکه Cate2,Cate3,Cate4,Cate5 اوداسې نور مګر Cate5نن ورځ ډیر په سیمیزو جالونو کې کاریږي دغه مزی دسلومترو په واټن خبرتوکې لیږدوي مګر که چیرې تاسو غواړی چې دغه مزی له سلو مترو څخه په ډیر واټن کې وکاروی نو بیابه په منځ کې یوه بله وسیله چې Repeater بلل کیږي کاروی.

دویم : Shielded Twisted Pair (STP)

داډول مزی لکه څنګه چې یې له نوم نه ښکاري په څو پوښونو کې پوښل شوي وي چې داکار له بیرون څخه دنوروسیګنالونو دننوتلو اودخبرتوکیو دخرابولو په مخنیوي کې رول لري .دغه پوښونه مزی ددې جوګه کوي چې دراډیو یي فریکونسیو اوالکترومقناطیسي  لاسوهنو اوننوتنو سره مقاومت وکړي اومخه یې ونیسي .دیاودنې وړده چې دامزی له UTP څخه په بیه کې خورا لوړ دی اوهمدا لامل دی چې له UTP څخه ډیر کاراخستل کیږي .STP مزی هم دسلو مترو په واټن خبرتوکي لیږدوي.

دریم : Coaxial :

داسې وخت وه چې داکیبل ترهر بل یوه مزي ډیر کاریده چې دوه لاملونه یې درلوده یو داچې په هغه وخت داډیر په ټیټه بیه وه اوبل داچې کارول اوجوړول یې اسان وه

دامزی دهستې په بڼه په منځ کې یو مسي مزی دی چې وروسته دیوه عایق په مټ پوښل شوی ورپسې یو اوسپنیزه جالی پرې خوره اوبیااخرنی یو پلاستیکي پوښ لري .په دغو ټولو توکیو اوپوښونو کې یوازې اویوازې مسي مزی دخبرتوکیو دلیږد رالیږد چاره ترسره کوي .دامزی له UPT اوSTP څخه زیات دبهرنیو سګنالونو دننوتنې په مقابل کې مقاومت لري .دامزی دوه ډولونه لري :

۱- thin (thinnet)

۲-thik (thiknet)

دیادونې وړده چې دغه مزي تر ۱۸۵ متره واټن پورې خبرتوکې وړي راوړي دغه مزي دBNCپه نامه کونیکټرونه کاروي .اودتلویزونونو دشبکو لپاره هم کاریږي .دامزي دغږ،انخور،ویډیو اوخبرتوکیو دوړلوراوړلو جوګه دي  اوس مهال دغه مزی له UTP څخه په بیه ډیر ګران دی نو ځکه یې کاریدنه کمه شوي ده.

 

۴- رڼایي سپڼسیز مزي (Fiber Optic) :

دامزی هم په کمپیوټري اونوروراز،راز شبکو کې کاریږي چې خبرتوکې درڼا په مټ وړې اوراوړي نورومزیو ته په پام سره دامزی خوار ډیر په بیه ګران دی .دامزی دنورومزیو پرخلاف خبرتوکې درڼاپه بڼه له یوځای بل ځای ته لیږدوي اوبله داچې په خوار غټ میچ دخبرتوکیو دلیږد رالیږد توان په ځان کې لري

په سپیڅلې کلیواله مینه

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

 

 

+ نوشته شده در  Sun 22 Jun 2008ساعت 11:56 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
کلمه ( کلمه طيبه) د خدای (ج) سره يوه لويه ژمنه ده
 ددې لپاره چې يو څوک مسلمان شي نو تر هرڅه د مخه بايد هغه يو ځله د اسلام سپېڅلې کلمه (لا اله الا الله محمد رسول الله) ووايي .
پدې سپېڅلې کلمه کې مسلمان دا اقرار کوي چې يواځې د الله (ج) نه پرته بل هېڅوک د بنده ګی وړ نشته.
که دې ټکو ته ښه ځير شو د (لا) مطلب ده  (نه) – ياني دا چې پرته د الله (ج) نور هر څه ته نه.
دوهمه برخه (الا الله) مګر يواځې يو الله(ج) – پدې برخه کې مسلمان دا ژمنه کوي چې يواځې يو الله (ج) د بنده ګي وړ ده.
درېمه برخه (محد رسول الله) – کې مسلمان دا مني چې محمد (ص) د الله (ج) رالېږل شوي استازی ده . ياني دا چې د هغه امر به هم پدې ډول مني چې هغه چې څه وايي نو هغه هم د خداي (ج) امر ده او له خپله ځانه څه نه وايي .
زما په اند بنده ګي په لنډو ټکو کې دې ته واېې چې الله (ج) څه امر بنده ته کوي نو هغه به کوي او د کومو څيزونو نه چې هغه خپل بنده منعه کوي نو هغه به نه کوي. 
د يادونې وړ ده چې دا کلمه انسان پخپله خوښه وايي او هيڅ ډول زور او ظلم پرې نشته لدې کبله سړی په زغرده ويلی شي چې دا لويه ژمنه هم هغه د لوی څښتن (ج) سره پخپله خوښه کوي.
په همدې بنسټ ويلی شو چې دا کلمه د خپل پروردګارسره پخپله خوښه د مسلمان يوه لويه ژمنه ده او هغه دا چې خپل ټول ژوند به د هغه د لارښودنو سره سم تېروي.
نو زما مسلمانه وروره: راځه چې نن خپل ځان سره دا حساب وکړو چې مونږ تر کومې کچې خپلې دې ژمنې ته رښتيني يو.
آیا مونږ د خپل رب امرونه تر کومې کچې په ځای کوو؟ 
ایا د کومو څيزونو څخه چې مونږ هغه منعه کړي يو تر کومې کچې له هغو نه ځان ساتو؟
آیا د خپل رب سره د ژمنې د ماتولو به سزا څه وي؟
آیا زمونږ خپلې دې لوېې ژمنې ته کله پام هم کېږي او که نه؟

ډاکټر فيض الله (ثاقب)   

+ نوشته شده در  Sun 22 Jun 2008ساعت 11:46 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

 

د روحاني درې خاطرې

عبدالمالک عاصم  له کابله            

 

زه به تر مرگه د روحاني هغه غيرتي څېره هېره نکړم چې پکې داسې خوږه ژبه پرته وه چې دهر چا سره په يو ځل خلاصېدو ېي هغه خپل ځان ته ور مات کړى وو .

 

 

 

 

 

 

 

هغې بورې بوډۍ مورکۍ ، هغه سپين ږيري پلار ته ډالۍ چې ټول عمر به يې د روحاني په خاطرو سترگي له اوښکو ډکيږي .

د روحاني هغې ماشومې ته ډالۍ چې لابه يې د خواږه ځوانيمرگ پلار غيږه نه وي پېژندلي .

زه به تر مرگه د روحاني هغه غيرتي څېره هېره نکړم چې پکې داسې خوږه ژبه پرته وه چې دهر چا سره په يو ځل خلاصېدو ېي هغه خپل ځان ته ور مات کړى وو .

زما به هېڅکله د روحاني د ژوند هغه خوږه کيسه له ياده ونه وځي چې له دوهم واده وروسته يې يو ځل په کابل کې راته وويل چې په نړۍ کې به داسې څوک هم وي چې له خپلې نوې مېرمنې سره دده غوندې مينه او خوږ ژوند ولري .

زه يې څو شيبې سترگو او څيرې ته ځير شوم . صمد په رښتيا چې له زړه او روحه خوښ ښکاريده . په هغې شيبې مې ورته وويل چې مينه زه نشم تللى چې له نورو سره يې درته پرتله کړم .

خو دده د مړينې د خبر له اوريدو سره سم اوس به هغه کونډه ځوانه ميرمنه دده په قبره خپلې څو مره اوښکې چاته تويې کړي . خداى بښلي روحاني خپله مينه له ځانه سره گور ته يوړه او نيمگړې ځوانيمرگې هېلې يې خپلې کورنۍ او ملگرو ته پرېښوې .

زه به په ټول ژوند دروحاني دغه درې کليمې هېرې نکړم ( خانه ، جان او خيرت دى )
کله به چې روحاني په کابل کې دفتر ته راغلو نو لومړۍ خبره به يې داوه چې خانه څنگه يې ؟ خانه دا خو راکړه ؟

کله به چې د معمول سره سم ما هر ورځ په لسو بجو ده ته ټيليفون وکړ ده به تر سلام وړاندې راته وويل : جان سلام . وروسته به روغبړ پيل شو .

او کله به چې ما هر سهار له ده څخه په هلمند کې د روانو حالاتو او درپوټ لپاره د ورځنيو پېښو په اړه پوښتنه کوله نو که به هر څو مره بده پيښه شوې و ده به راته ويل : خيرت دى . له څو پوښتنو وروسته به يې راته وويل هلته بمبار شوى ، هلته چاودنه شوې او هلته دومره کسان وژل شوي .

مابه ورته وويل چې نو دا څه ډول خيرت دى . ده به راته ويل چې نو دا خو زموږ د بد مرغه ژوند يوه برخه گرځېدلې البته په همدې کې به مو خير وي .

اوس نو تاسو اټکل وکړئ چې صمد روحاني له اخلاقو پرته څومره باغيرته او د لوړ همت خاوند وو .

په وروستي ځل له مړينه څلور ورځې وړاندې مې په کابل کې ټوکه ورسره وکړه . ما ورته وويل چې روحاني صاحب دا ځل خو دې ږيره بيخي کوچنۍ کړي ،څو ک په هلمند کې څه نه درته وايي ؟ هغه راته وويل هلمند تاسو ته ډير نا ارامه سېمه ښکاري ،ده وويل هلمند داسې نه دى لکه چې په کابل کې خلک فکر کوي .

له مرگ ځلور ورځې دمخه په وروستي مازديگر چې کله له کابله هلمند ته روانيده نو داسې خداى په اماني يې را سره وکړه لکه چې بيا نه سره وينو .

روحاني دا هم دوه ځلې تر غوږو را تيره کړه چې ځم خپلې کورنۍ پسې په دغو دوې ورځې مساپرۍ کې خپه شوى يم . نو اوس چې ته د تل لپاره ترې ولاړې ستا کورنۍ مېرمن، مور او پلار به خپل خفگان له چا سره شريکوي .

ددغې ټولې ليکنې د ليکلو پر وخت مې د روحاني په وير اوښکې تويې کړې او په ځان مې دا يو پور وبالۀ چې لږ تر لږه دده د خواږه ژوند څو خاطرې در سره شريکې کړم .

 

+ نوشته شده در  Sat 21 Jun 2008ساعت 3:7 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

د هلمند ولایت به گریشک ولسوالی کی یو  تن بولیس ووزل

 

شول

 

د هلمند دامنی قومندان مل باسوال محمد حسین اندیوال وایی

 

 چی به گریشک .لسوالی کی یوتن بولیس هغه مهال ووزل شو

 

چی کله نوموری د بند برق له بوستی خخه د شارخواته روان

 

وواو  د نامعلوموسورو موتر سایکلوکسانو له خوا خخه ووزل

 

شو  خو دوسلوالو طالبانو ویاند چی حان 

 

 قاری یوسف احمدی رابیزنی  وایی چی دوی به گریشک و

 

لسوالی کی یو تن نه بلکی  دری تنه بولیس هغه مهال وزلی دی

 

چی  دوی دوسلوالو طالبانو له یوه کمین سره مخ شوه احمدی

 

زیاته کره چی دنومورو وزل شوو بولیسو  اسلحی او  دوی

 

مخابری یی هم له خبل  خانه سره وری دی   

 

 

د یادونی ورده چی خو اونی مخکی هم د گریشک ولسوالی  امنی

 

قومندانی  لوزیستیکی امر د وسلوالو طالبانو له خوا خخه ووزل

 

شوه

 

صفت الله  ذاهدی هلمند

 

                                                         

+ نوشته شده در  Sat 21 Jun 2008ساعت 2:18 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

د هلمند ولایت والی محمد گلاب منگل وایی چی د هلمند ولایت ددولسو

 

ولسوالیو نه  اوه ولسوالی ددولت به ولکه کی دی

 

محمد گلاب منگل وویل چی  مخکی د گرمسیر ولسوالی د وسلوالو طالبانو

 

به لاس کی وه چی دا مهال دولت بخبل ولکه کی  راویستله او وه یی نیوله

 

ده زیاته کره چی بنحه ولسوالی دا مهال د

 

وسلوالو طالبانو به لاس کی دی او باتی ولسوالی یی د ددولت به ولکه  کی

 

دی والی وویل چی  دغه والسوالی سرحدی ولسوالی دی جی دامهال د

 

طالبانو به لاس کی دی دهه ویل چی به گرمسیر ولسوالی کی یی د

 

خلورسوو نه زیات خارجی طالبان  او تر زرو نه یی زیات نور طالبان

 

وزلی دی ده زیاته کره چی دا ولسوالی  د ددیری مودی راهیسی د

 

وسلوالو مخالفینو به لاس کی دی ګلاب منګل وویل چی دغه ولسوالی

 

واشیر،نوزاد خانشین دیشو او باغران ولسوالی دی ده وویل جی د نوزاد

 

به ولسوالی کی ځینی امنینی  پوستی لرو خو زیاته برخه یی د وسلوالو

 

طالبانو به لاس کی ده  

 

همدارنگه ده زیاته کره چی به دیری نیزدی راتلونکی کی به د هلمند دغه

 

باته ولسوالی هم له وسلوالو مخالفینو خخه وه نیسی  او هلته به  خراب ا

 

منیتی خالت ته د پای ټکی کیزدو

 

خو قاری یو سف احمدی چی ځان دوسلوالو ‌طالبانو ویاند راپیږنی وایی

 

چی د هلمند تولی ولسوالی د شبی له بلوه څخه زموږ به لاس کی وی   او

 

بنخه ولسوالی  د ورځی له بلوه څخه لا تر دا مهاله پوری زموږ به ولکه

 

کی دی

 

 دیادونی وړده چی څو اونی وړاندی د ګرمسیر ولسوالی هم دوسلوالو

 

طالبانو به لاس کی وه  چی  امریکایی سمندری ځواکونو دیولړ عملیاتو به

 

ترڅ کی  له وسلوالوطالبانو نه بخبل ولکه کی واویستله

 

صفت الله  ذاهدی 

 

+ نوشته شده در  Sat 21 Jun 2008ساعت 2:14 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 
صفحه نخست
پروفایل مدیر وبلاگ
پست الکترونیک
آرشیو
عناوین مطالب وبلاگ
درباره وبلاگ
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی

دتليفون نمبر

0708373448 او یا هم

0088216---8441545سټلایټ نمبر

دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com

safatz@internews.af

او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي

صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد

نوشته های پیشین
آذر 1388
آبان 1388
مهر 1388
شهریور 1388
مرداد 1388
تیر 1388
خرداد 1388
اردیبهشت 1388
فروردین 1388
اسفند 1387
بهمن 1387
دی 1387
آذر 1387
آبان 1387
مهر 1387
شهریور 1387
مرداد 1387
تیر 1387
خرداد 1387
اردیبهشت 1387
فروردین 1387
اسفند 1386
بهمن 1386
دی 1386
آبان 1386
آرشیو موضوعی
انځورونه
شعرونه
لیکنی او نظرونه
خبرونه
لنډي كيسي
د نړی عجایبی او جالبی ټوټي
له دوستانو سره خوشحاله شيبي
تاريخ او ژوند
دپارلمان غړو نمبرونه
کمپیوټر پوهنه
اسلامی نری او نبوی احادیث
هلمند او هلمندیان
د تولنی ترجمانان څوك دي ؟
دپولیسو او پوځ رتبي
پیوندها
ګرمسير
ياهو
جي ميل
پژواك خبري اژانس
بينوا
وخت خبري اژانس
بي بي سي پښتو
ملالي جويا
تل افغان
بي بي سي ناظر
دجګري اوصلحي راپوروركولو انستيوت
طلوع تلويزيون
امريكاږغ ويب پاڼه
ښايست
هيله دافغان ښوو ځوانانو ويب لاګ
پيمان ملي ورح پانه
ځنځیر بلاګفا
ملل متحد
ټوکمار بلاګف
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

safatullah zahidi 333