تبليغاتX
گرمسیر
دصفت الله (ذاهدی) خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي خپرونه

د هلمند ولايت په دريو جلا جلا پيښو كي دوه تنه وسلوال طالبان او يو برتانوي سرتيري ووژ ل شوه او يوتن پوليس زخمي شوي دي .

 

د برتانوي سرتيرو وياند ډيوډ رونالډ وويل چي په ګريش ولسوالي كي يي يوتن برتانوي سرتيري ووژل شو .

نوموړي ددي برتانوي سرتيري دوژل كيدو علت څرګند نه كړ او بلخوا

دهلمند ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال وويل چي پرون  په ګريش ولسوالي كي  وسلوالو طالبانو كمين نيولي وو چي د كمين په ترڅ كي يي دوه تنه وسلوال طالبان ووژل او يوتن پوليس زخمي شو او همدارنګه ورته پيښه يي د ګريش ولسوالي د سيد تاجدار اغا له زيارته سره رامنځ ته شوه چي د جګړي په ترڅ كي دلته هم طالبانوته مرګ ژوبله اوښتي ده  امنيه قوماندان وايي چي په دغوجګړو كي بهرني طالبان هم شامل وه چي وژل شوي دي

امنيه قوماندان وايي چي د مرجي ولسوالي د سيستاني په سيمه كي پوليسو د تلاشي پر مهال ۲۵۰ كيلو ګرامه هيرويين ا و يوشمير زيات ترياك نيولي دي

انډيوال وايي چي پوليسو ترياك سوځولي دي  او دوه تنه مظنون كسان ورسره نيول شوي دي چي د پوليسو تر توقيف لاندي دي

بل خوا قاري يوسف احمدي چي رسنيو سره دوسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي د ګريش ولسوالي د سيد تاجداراغا له زيارته سره يي د پوليسو دري موټر ويجاړ كړي دي او  ۱۵ تنه پوليس يي وژلي دي 

احمدي وايي چي د بريد په ځاي كي لا تراوسه پوري موټرونه او د پوليسو جسدونه خواره واره پراته دي  او همدارنګه يي زياته كړله چي پرون يي دريتنه برتانوي سرتيري هم په جګړه كي وژلي دي 

 د يادوني وړ ده چي په دا څو ورځو كي په هلمند ولايت كي يو شمير بريدونه پر پوليسو باندي زيات شوي دي.

صفت الله  ذاهدي هلمند

+ نوشته شوی په   Wed 20 Aug 2008ساعت 5:9 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د مرجي ولسوالي نن غرمه يوولسو بجو باندي وسلوالو طالبانو له دولتي ځواكونو نه پخپل ولكه كي راويستله د مرجي ولسوالي چي له مركز لښكر ګاه نه ۳۵ كيلو متره ليري پرته ولسوالي ده چي په دا ورستيو كي  زيا ت بريدونه پر امنيتي پوستو او پوليسو باندي د وسلو الو طالبانو له لوري كيدله قاري يوسف احمدي چي رسنيو سره د وسلوالوطالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي نن غرمه موز د مرجي ولسوالي له دولتي ځواكونو نه وه نيوله احمدي وايي چي ګڼ شمير پوليسواو برتانوي ځواكونو ته موهم مرګ ژوبله هم اړولي ده.د مرجي ولسوالي يو تن چي نه يي غوښتل خپل نوم واخلي نوموړي وويل چي دا مهال د مرجي ولسوالي د وسلوالو طالبانو په لاس كي ده  او هغه امنيتي پوستي چي پوليسو د خپل ځان  ساتني لپاره جوړي كړي وي دا مهال د طالبانو له خوا څخه نړول كيزي نوموړي وويل چي وسلوال طالبان په مرجي ولسوالي كي ليدل كيزي چي په ګزمه بوخت دي ده زياته كړه چي پوليس له دولتي چاروكو سره يوځاي د ولسوالي له پريښيدو سره ووتل كه څه هم د هلمند چارواكو په دي اړه څه وه نه ويل خو د كورنيو چارو دوزارت وياند زمري بشري بينوا ويب پاڼي ته  وويل چي د مرجي ولسوالي د څو ورځو راهيسي په جګړه  كي ۱۵ تنه پوليس وژل شوي او ۱۵ نور يي ژوبل شوي دي زمري بشري په دفاع وزارت او برتانوي ځواكونو تور وه لګاوه چي له دوي څخه يي په وار وارد همكاري غوښتنه كړي وه خو دوي دپوليسو سره همكاري وه نه كړه

مرجه د هلمند مركز لښكرګاه په لويديځ كي پرته ولسوالي ده يادوني وړ ده چي هلمند ديارلس ولسوالي لري چي له دغي جملي څخه يي په څو ولسواليو كي كله ناكله بريدونه كيزي په داورستيوكي په مرجي ولسوالي كي بريدونه پر افغان ځواكونو زيات ترسترګو  كيدله چي د مرجي ولسوالي نن وسلوالو طالبانو پخپل ولكه كي راوستله

 

+ نوشته شوی په   Tue 19 Aug 2008ساعت 3:24 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند په ولايت كي يوه داسي دري كسيزه ډله وه نيول شول چي ۳۲ تنه ملكي او دولتي كسان يي وژلي دي .

 دغه كسان چي دوه يي د پاخه عمر او يو تن يي ۲۰ كلن ځوان معلوميدي د ملي امنيت له خواڅخه د لښكر ګاه ښار د كارته لګان په سيمه كي وه نيول شول

د ملي امنيت يوه كاركونكي چي نه يي غوښتل خپل نومم څرګند كړي وويل چي دغه كسان هريوملا رحمت الله دګريش ولسوالي ديخچال اوسيدونكي ،ملابشير احمد دګريش ولسوالي اوسيدونكي او ملاسردراولي د سي ۲ اوسيدونكي دي چي تيره ورځ دوي غوښتل چي يو تروريستي اعمال تر سره كړي دسړك په غاړي كي د ماينونو، هوان ګوليو،ميګاروف تفنګچي ، انفجاريه موادو يو سرايچه موټر او ديوه ځانمرګي بريد دواسكټه سره وه نيول شول

له دوي سره ددي تروريستي اعمالو په ترسره كولو كي لا تردامهاله پوري څو ك نه دي نيول شوي  

دهلمند ولايت والي الحاج محمد ګلاب منګل وويل: چي همدغه كسان وه چي د هلمند ولايت ډيري شمير سپين زيري مشران او دولتي چارواكي  يي وژلي دي دهلمندو الي وويل چي نوموړو كسانو د تحقيقاتو په موده كي تايد كړي دي چي ۳۲ تنه د هلمند ولايت اوسيدونكي يي وژلي دي دهلمند والي وويل چي دغو كسانو د پاكستان د شمالي وزيرستان د باړي په سيمه كي زده كړي ترلاسه كړي دي  څو اوني مخكي يوځانمرګي بريدهم د لښكرګاه ښار په مربوطاتو كي نيول شوي ووچي نوموړي كس هم ددوي له لوري څخه تربيه شوي وو

دهلمند والي وويل چي نوموړو كسانو غوښتل دتيركال په شان چي د لښكرګاه ښارد حجيانو د پچي اچوني په مراسيموكي چي زرګونه كسان راټول شوي وه يو تروريستي عمل وه كړي  نوموړو پخپلو ټولو جرمونو اعتراف كړي دي

+ نوشته شوی په   Tue 19 Aug 2008ساعت 3:15 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند د مارجي په ولسوالي كي د ملكي وګړو پر موټر د سړك د غاړي ماين وچاوديد چي ملكي وګړي يي  ژوبل كړل .

 

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال وويل :چي تيره ورځ ناوخته دمارجي ولسوالي د ګيدړو د بولاك په سيمه كي د ملكي وګړو پر كرولاډوله  موټر ماين وچاوديد چي په پايله كي يي دوه تنه ملكي وګړي ټپيان شول .

امنيه قوماندان وايي چي دلته هر وخت  پوليس په ګزمو بوخت وي همدارنګه  

د ايمرجنسي روغتون يوتن ډاكټر چي نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي وويل چي د نوموړو ژوبل شووكسانو روغتيايي حالت دانديښني وړد ي بل پلو    ملكي وګړي هم وايي چي تيره ورځ ناوخته دملكي وګړو پر موټر باندي ځمكني ماين وچاوديد چي ملكي وګړي يي سخت ټپيان كړل .

 

خو ددي چاودني پړه لا تردا مهاله پوري چا په غاړه نه ده اخيستي

دا په داسي حال كي ده چي په هلمند ولايت كي هره ورح د ناامنيو خبرونه ترلاسه كيزي
+ نوشته شوی په   Mon 11 Aug 2008ساعت 3:27 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

تازه ګل چي دهلمند ولايت دسنګين دحيدرابات اوسيدوكي وو خپله تازه ګل وايي چي پاكستان ته ددني زده كړي لپاره تلي و او په مولوي هاشم باندي يي درس وايي چي تر هغه ورسته يي مولوي هاشم دي ته وهڅاوه چي ځان مرګي بريد وكړي او هلته د پاكستان په چمن كي ورته دځانمر ګي كولو زده كړه وركول سوه تر هغه ورسته دمحمود په نامه يوه ځوان افغانستان هلمند سنګين اولسوالي ته راويستي او دمامك چي طالباغنو يوه قومندان وو وسپاري بيايي ورسته ته لښكرګاه چي يوه مياشت كيږي راوستي چي ځان په دولتي چار واكو ياد په بهرنيانوباندي والوزوي

خو شل ورځي وراندي دملي امنيت لخواو نيولي وو چي نن يي خريالانو ته وښوي

دملي امنيت كسان وايي دغه ځوان هلك چي په پاكستان په چمن كي يي مور او پلار ددني ذده كړي لپاره ليږلي ووهلته دځان مرګي بريد لپاره دهغه ځاي ملايانو ورته زده كړه وركړي و او دلته څوورځي وړاندي دملي اومنيت لخواپه يوه كوركي دبمونو سرهيوځاي ونيول سوه اودملي امنيت چار واكي وايي چي دافغانستان دقانون سره به سم چلند ورسره كيږي

تازه ګل چي كوچني هلك وواو دبمونو ډكه صدري يي مخته پرته وو وويل چي مور او پالر يي ندي ور بادي خبرووايي چي دلته بندي دي او دپښيماني ښوله او ويله يي چي دولت دي ورته بخښه وكړي او ورسته دي به داكار نه كوي

دا په داسي حال كي دي چي څه كم دومياشتي وړاندي هم په هلمند كي يوحان وژونكي مخكي ترځان الوزوني دپوليسو لخوا په ډزه وويشتل سوه

+ نوشته شوی په   Thu 7 Aug 2008ساعت 3:27 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
'ياهو' افغانانو ته د فرهاد دريا د سولې البوم
 

 
 
فرهاد دريا
فرهاد دريا: '' د ياهو البم په افغانستان کې د سولې ، روغې جوړې ، ديوبل پيژندنې او جوړجاړي يوه هڅه ده چې د موسيقۍ له لارې پيل شوى ده ''.
'' د موسيقۍ له لارې سوله او جوړجاړى'' د افغان سندرغاړي فرهاد دريا هغه نوې پروژه ده چې په دې وروستيو کې يې پيل کړى ده .

په دغې پرو ژه کې فرهاد دريا د ياهو په نوم د ١٢ سندرو يوه نوې ټولگه جوړه کړى چې ټولې سندرې يې د سولي او روغې جوړې پيغامونه لري .

ښاغلى دريا وايي د سولې او ټېکاو ددودولو او پراختيا په موخه به د افغانستان ولايتونو ته سفر وکړي او هلته به کنسرتونه ورکړي .

ددغې پروژې مالي لگښت د المان د پرمختيايي خدمتونو ټولنه ورکوي .

دا لومړى ځل دى چې يو افغان سندرغاړي هڅه کړى ده چې د يو البم په جوړولو د سولې او روغې جوړې پيغامونه د خپلو سندرو له لارې خلکو ته ورسوي او دغه البم په وړيا توگه په خلکو وويشي .

فرهاد دريا د خپل البم په دولسو سندرو کې د سولې او روغې جوړې پيغامونو ته ځاى ورکړى دى .

هغه د خپل البم په اړه داسې وايي :

'' د ياهو البم په افغانستان کې د سولې ، روغې جوړې ، ديوبل پيژندنې او جوړجاړي يوه هڅه ده چې د موسيقۍ له لارې پيل شوى ده .

دوستانو ! سوله معجزه نده ، سوله شونې ده ، دا يوازې موږ يو چې بايد د سولې لپاره کاروکړو او په خپل ژوند کې د سولې د فرهنگ ددودولو او پراختيا لپاره مټې راونغاړو ''.

فرهاد دريا
يو شمېر کارپوهان د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ښه نيت د سفير او نامتو سندرغاړي فرهاد دريا دغه کار گټوربولي .

د المان د پرمختيايي خدمتونو ټولنه اى ډي له ښاغلي دريا سره ددغه البم په جوړولو کې مالي مرسته کړى ده .

فرهاد دريا وايي د سولې او ټيکاو ددودولو او پراختيا په موخه به د افغانستان ولايتونو ته سفر وکړي او هلته به د خپل البم د ويشلو تر څنگ کنسرتونه هم ورکړي .

يو شمېر کارپوهان د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ښه نيت د سفير او نامتو سندرغاړي فرهاد دريا دغه کار گټوربولي .

د ارمغان ملي د اونيزې چلوونکى داود سياووش :

''په پخوا وختونو کې له موسيقۍ نه په بيلابيلو بڼو گټه پورته کېده . د جگړې موسيقي وه چې انسانانو د يوبل د وژلو لپاره ترانې ويلې ، خو نن لومړى ځل دى چې موږ وينو د سولې ، ټيکاو او روغې جوړې لپاره موسيقي جوړيږي .''

زيات شمېر خلک په دى اند دي چې د افغانستان خلکو ته د سندرو او موسيقۍ له لارې د سولې د پيغامونو رسول د دى لپاره گټور دي چې په دغه هېواد کې زيات شمېر خلک نالوستي دي .

د افغانو مېرمنو لپاره د بشري حقونو يوه فعاله غړى روشن څېړن ورته نظر لري .

افغان سندرغاړي فرهاد دريا له دى وړاندې هم په خپلو ځينو سندرو کې خلکو ته د سولې پيغامونه رسولي او هغوى يې يووالي ته رابللي دي .

دغه سندرغاړي د هغو ماشومانو لپاره چې د سړک په غاړه کار کوي کنسرت ورکړى او دغه کار يې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون لخوا ستايل شوى دى .

 
+ نوشته شوی په   Wed 6 Aug 2008ساعت 2:0 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

یو ه نوي رڼایي سپڼسیز مزي (Fiber Optic Cable )   چې دسمندر په تل کې تیر شوی روسیه اوجاپان سره ونښلول ویل کیږي چې داروسیې اوجاپان تر منځ لومړی نیغ په نیغ نښلونکی مزی دی . همداراز دامزی داسیا اواروپا لپاره هم یو متبادل نښلونکی مزی ګڼل شوی .

داسیستم د Hokkaido-Sakhalin Cable System (HSCS) په نامه یادیږي چې دجاپان دHokkaido اوروسیې دSakhalin ټاپوګانو ترمنځ ځغلول شوی دی .دامزی د۶۴۰  ګیګا بیټ پر سیکنډدخبر توکیو دلیږد رالیږد وړتیا په ځان کې لري . ددغه مزي دجوړښت چارې چې ۵۷۰ کیلومتره اوږوالی لري دجاپان دNTT اوروسیې د Trans Telecom کمپنیو لخوا پیل اوتیر کال بشپړ شو.

دیادونې وړده چې تر دې مهاله پورې دروسیې اوجاپان ترمنځ خبرتوکې دسوداګریزو مزیو په مټ چې دروسيې دیوې سمندرې شریکې  پولې څخه یې کاراخیست لیږدول کیدل چې یوه اوږده اولیرې لار وه مګر اوسنی نوی مزی دغه لار رالنډوي او۲۰ څخه ۳۰ سلنه پورې دخبرتوکیو په لیږد رالیږد کې ځنډ راکموي .

همدارازا که چیرې داروپا اواسیا تر منځ  شته مزی له ستونزو سره مخامخ شي نو اسیا اواروپا کولی شي ددغه مزي له لاري هم خپل خبر توکې سره تبادله کړي .

د۲۰۰۶ په دسمبر میاشت کې دزلزلې ټکانونوپه ټایوان کې ډیر دسمندر لاندې مزي له ستونزو سره مخامخ کړل  اوددې ستونزو له امله داسیا په ځینو برخو کې دانټر نیټ اسانتیا له منځه ولاړه چې رغولو اوسمولو یې څو ورځې وغوښتې  دیادونې وړده چې په دې ورته حالاتو کې به دانوی مزی مرسته وکړي .

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

+ نوشته شوی په   Wed 6 Aug 2008ساعت 12:58 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

په هلمند كي د امريكا د متحده ايالاتو له خوا د چرګانو د پيداوار يو فارم په ۳ ميليونه دالره جوړ شو

 

ډاكتر احسان الله چي په هلمند كي  ددغي پروژي  يا د پول تيويليشن مسول وو وويل چي دغه پروژه چي د چرګانو دپيداوار په نامه سره ياديزي دامريكا د متحده ايالاتويا usaid له خوا د هلمند ولايت د خلګو لپاره جوړه شوي ده نوموړي وويل داپارم په نړيوال معيار سره جوړدي په دي پارم كي دا مهال ۵۰۰۰ چرګان د هالينډ له دولت څخه راوړل شوي دي دا چرګوړي په دري قسمه سره ويشل شوي دي  چي يو يي د غوښي چرګوړي مور اوپلار دي ، د هګيو د چرګوړو مور او پلار دي او دريم قسم يي د خوراك د هګيو چرګي دي چي دغه  هګي به وه بازارته  دخوړلو لپاره خلګو ته وركول شي  نوموړي زياته كړه چي موز كولاي شو د هلمند ،ارزګان ،كند هار ،نيمروز او زابل ولايتونو ته د يوي ورځي چرګان واستو او همداسي به موز په يو كال كي به دوه لكه چرګان توليد كړو ده زياه كړه چي ز موز هدف  د دغي پروژي په جوړيدو سره دادي چي  د ايران او پاكستان د چرګانو مخنيوي وه كړو

نوموړي وويل چي په هلمند كي دا مهال ۵۰۰۰۰ زره هګي مصرفيزي چي موز به دا مهال اوس ددغو هګيو دريمه حصه هګي توليد كړو او خلګوته يي وركړو

ددي پروژي نه د هلمند ولايت والي محمد ګلاب منګل  هم ليدنه وكړه اووي ويل چي ددي چرګوړو لپاره به دلته يوه ژرنده هم جوړه شي چي تر څو ددي چرګوړو لپاره خوراك توليد شي نوموړي وويل چي ددغي پروژي په تكميليدو سره به د چرګانود غوښو اړتيا پوره شي

 

+ نوشته شوی په   Wed 6 Aug 2008ساعت 12:56 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

تيره ورځد ګرشك په ولسوالي كي يوتن د محكمي قاضي د نامعلومو وسلوالو لخوا څخه ووژل شو

دغه خبره د هلمند ولايت د امنيي قوماندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال وويل چي پرون حاجی عزيزالله د ګرشك ولسوالي  قاضي د يوي نيمي بجي په كي خپل كورته روان وو چي د نا معلومو وسلوالو كسانو لخوا څخه ووژل شو .

بل خوا قاري يوسف احمدي چي رسنيو سره دوسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كو ي وايي چي دغه قاضی ددوی له خوا څخه دخپل كور مخي ته ووژل شو

ديادوني وړده چي دا څويم ځل دي چي دګرشك په ولسوالي  دولتي كسان دنامعلومو كسانو له خوا څخه وژل كيزي

+ نوشته شوی په   Mon 4 Aug 2008ساعت 6:31 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

دهامند ولايت د بست هوايي ميدان كارديوي غونډي به ترڅ كي  پرانيستل شو چي دافغانستان داسلامي جمهوريت دهوايي چلند وزير مرستيال  انجينر راز محمد عالمي كرهڼي او مالداري وزير عبيدالله رامين د امريكي د متحده ايالاتو دسفير مرستيال ګړس پاول د هلمند والي اويو شمير نورو دولتي چارواكو په ده غونډه كي  ګډون كړي وو

 

هلمند ولايت والي محمد ګلاب منګل دبست د هوايي ميدان كار  تر ټولو مهم او ستر كار وباله هغه دامريكي دامتحده ايالاتو  نه مننه وكړه.

دداسي كارونويو مثال يي دكجكي دبريښنا بند ياد  كړ چي نږدي پنځه لسيزي وړاندي دامريكي دمحتده ايالاتو له لوري جوړسوى وو

دهلمند والي وويل دغه پروژه به د۴۵ميليونه ډالرو ارزښت لري او دامريكي دمتحيده ايالاتو دپرمختيايي پروژو يا يو ايس اي ډئ په مالي لګښت جوړيزي  دهلمند دملكي هوايي ډګر دپاخه اواساسي جوړيدو ترڅنګ دهوايي ډګر په شاوخواكي دزراعتي پاركونو ،فابريكو،او په هلمند كي د كوكنارو د كركيلي په له منځه وړلو كي مهم رول ولوبوي  هغه د هلمند په خلګو زغ وكړ چي نور په هلمند ته دتركي به لور پرمختګ وركړو 

له دي نه وروسته د كرهڼي او مالداري وزير عبيدالله رامين  وويل چي يادي سوي پيسي د هغه ۱۶۵ ميليونو ډالرو له پيسو څخه دي چي د كند هار ،ارزګان او هلمند ولايتو نو لپاره دي دكرهڼي وزير وويل چي د ۱۵ نه تر ۱۸ ميليونو ډالرو پوري به په هوايي ميدان مصرف شي او پاتي نوري به يي د صنعتي پاركونواو د كوكنارود كركيلي د وركولو په موخه او نوري  پيسي به د كرهڼي او مالداري په برخه كي مصرفي شي

د غونډي به اخر كي  د امريكي د سفير مرستيال ګړس پاول دغونډي ګډونوالو ته وويل چي د امريكي متحده ايالات به خپلي مرستي د هلمند ولايت نه هيڅكله وه نه دريغوي نوموړي وويل چي هوايي ډګر به هلمند له نړيوالو الوتونوسره وه نښلوي او يوشمير بزګران به خپلي ميوي د ددي هوايي ډګر له لياري  وه نړيوالو بازايونو ته وه رسوي

دلښكرګاه ښار ډيري اوسيدونكي وايي چي كه چيري لښكرګاه هوايي ميدان په ښه توګه جوړ شي دا به د هلمند د هغو خلګو لپاره چي امنيتي مشكلات لري او يا ځيني اوسيدونكي د ناروغي له امله مځكني تګ او راتګ نشي كولاي ددوي لپاره به دا ستونزي لري شي او په هلمند كي به يو پرمختګ راشي قاسم جعفري وايي چي دا يونيك ګام دي چي د هلمنديانو لپاره هوايي ډګر جوړيزي

د لښكرګاه ښارد بست هوايي ميدان به د دطياري د زغاستي دخط تر  څنګ دمسافرينو لپاره  يوه انتضارګاه او تر مينال جوړ شي

د يادوني وړده چي دپست هوايي ميدان كار په د ۲۰۰۸ كال د ډسمپر تر اخيري نيټي پور ي بشپړ شي

 

 

 

+ نوشته شوی په   Mon 4 Aug 2008ساعت 6:27 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند دټولټاكنو د كميسون مشر انجينر عبدالهادي  او په كميسون كي ورسره غړي د هلمند والي محمد ګلاب منګل دامنيه قوماندان مل پاسوال محمد حسين انډيوال دملي امنيت رئيس محمد نعيم او د ولايتي شورا رئيس محمد انورخان هم ورسره په دغه كميسون كي شامل دي .

د ټولټاكنو دكميسون مشر انجينر عبدالهادي وويل چي دوي غواړي په هلمند ولايت كي  ۱۶ درايي مركزونه جوړ كړي تر څو خلك وه كولاي شي په ډادمنه توګه سره رايي وركړي نوموړي زياته كړه چي له دوي سره امنيتي ارګانونه تر خپلي وسي پوري كومك كوي

نوموړي وويل چي په دغه پروسه كي به هغه چاته كارتونه  هم وركړي چي كارت يي سوځيدلي ،ورك شوي وي  او يا هم هغه چاته چي عمر يي اوس  اتلس كلني ته رسيدلي وي

انجينر عبدالهادي وويل چي ددغي پروسي امنيت  به دامنيتي ارګانونو لخوا څخه ساتل كيزي او ددي تر څنګ به د عامه پوهاوي پروګرامونه هم پرمخ يوړل شي .

خو ډيري شمير ځاي وګړي دي ته چمتو نه دي  چي خپلي رايي وه كاروي نوموړي له امنيتي ستونز و څخه سر ټكوي وايي چي دولتي چارواكي دي يو ځل په هلمند كي امنيت راولي او ورسته دي د رايو لپاره ځايونه جوړ كړي

+ نوشته شوی په   Mon 4 Aug 2008ساعت 6:23 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

نن راته ډیر وه ګوره ـــــــ  سبا له دی دنیا نه زه کډه کومه

ذاهدی

+ نوشته شوی په   Wed 30 Jul 2008ساعت 10:12 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

صفت الله  (ذاهدی )او سندرغاری ستاره حسین زاده

 

+ نوشته شوی په   Tue 29 Jul 2008ساعت 3:50 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
+ نوشته شوی په   Tue 29 Jul 2008ساعت 12:56 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
+ نوشته شوی په   Tue 29 Jul 2008ساعت 12:55 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
 

+ نوشته شوی په   Tue 29 Jul 2008ساعت 12:53 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
شماره وکیل ولایت قوم

ګوند  

د فون شمېره
۱ حاجي سيد جان کابل پښتون جبهه نجات 070159298
۲ سنګين توکل زى کابل پښتون جمعيت 070190348
۳ نجيبه شريف  کابل  پښتون خپلواکه 070151551
۴ عبدالرب رسول سياف کابل پښتون اتحاد 070171631
۵ ملالۍ شينوارې کابل پښتون خپلواکه 070151263
۶ کبير رنجبر کابل پښتون پرچمی 070224422
۷ داکتر نعمت الله کابل پښتون حزب اسلامي 070227767
۸ اسماعيل صفدري کابل پښتون خپلواک 0709303037
۹ جميل کرزى کابل پښتون نه پوهېږم 070278126
۱۰ شکريه بارکزۍ کابل پښتون خپلواکه 070281864
۱۱ شينکۍ کړوخېله  کابل پښتون خپلواکه 0799601598
۱۲ انور اوريا کابل  پښتون اتحاد 070275026
۱۳ بېدار ځاځى کابل پښتون محاذ ملي 070278431
۱۴ محمد اقبال کاپيسا پښتون حزب اسلامي 0799053929
۱۵ عبدالهادي صافى کاپيسا پښتون جميعت 0799329302
۱۶ حاجي احمد فريد کاپيسا پښتون خپلواک 0799301922
۱۷ عبدالستار خواصي پروان پښتون خپلواک 070021884
۱۸ جان ګل کارګر پروان پښتون خلق 0799140287
۱۹ حاجي علي محمد لوګر پښتون حزب اسلامي 070260459
۲۰ داکتر اسد الله همتيار لوګر پښتون افغان ملت 070022173
۲۱ انجينيرراز محمد فيض تخار پښتون افغان ملت 0799042062
۲۲ حاجي محمد عمر کندز پښتون جمعيت 0799218222
۲۳ معين مرستيال کندز پښتون افغان ملت 0799690360
۲۴ نازکمير سر فراز کندز پښتون افغان ملت 0799220215
۲۵ شکريه عيسي خېل بغلان پښتون افغان ملت 0799435848
۲۶ حميرا اکاخېل بلخ پښتون خپلواکه 0799547180
۲۷ ګلالۍ نور صافي بلخ پښتون خپلواکه 0799234193
۲۸ فوزيه روفي فارياب پښتون خپلواکه 0799271507
۲۹ مولوي ګل احمد هرات پښتون جمعيت 0799836378
۳۰ حاجي زرين هرات پښتون ملېشه 0799188490
۳۱ عزيز احمد نادم هرات پښتون حزب اسلامي 0799365105
۳۲ احمد وحيد طاهري هرات پښتون نه پوهیږم 0799035504
۳۳ سلام قاضي زاده   هرات پښتون جمعيت 0799280731
۳۴ محمد نعيم فراهي فراه پښتون خپلواک 0799590371
۳۵ عبيد الله هلالي فراه پښتون خپلواک 070279887
۳۶ مامور موسي فراه پښتون افغان ملت 0799338964
۳۷ صالحه نيمروز پښتون خپلواکه 0799644800
۳۸ امر لالى کندهار پښتون محاذ ملي 0799422676
۳۹ حاجي حبيب الله کندهار پښتون جميعت 070300227
۴۰ ملالۍ اسحق زۍ کندهار پښتون جبهه نجات 0799247921
۴۱ عبدالقيوم کرزى کندهار پښتون جبهه نجات 0799325588
۴۲ نور الحق علومي کندهار پښتون پرچمی 070278546
۴۳ عارف نورزى کندهار پښتون اتحاد 0799222225
۴۴ خالد پښتون کندهار پښتون خپلواک 070300006
۴۵ حاجي حبيب الله کندهار پښتون نه پوهېږم 070300227
۴۶ احمد شاه اڅکزى کندهار پښتون خپلواک 0799574775
۴۷ مېرمن شکيبا کندهار پښتون خپلواکه 0799657092
۴۸ معلم ميرولي هلمند پښتون حزب اسلامي 0799053347
۴۹ مېرمن ناز پرور هلمند پښتون خپلواکه 0799061722
۵۰ داد محمد خان هلمند پښتون خپلواک 0799838601
۵۱ انجينير عبدالمتين هلمند پښتون خلق 0799176595
۵۲ حاجي محمد انورخان هلمند پښتون جمعيت 0799218222
۵۳ خانم نسيمه نيازى هلمند پښتون پرچمۍ 0799165826
۵۴ حميد الله توخى زابل پښتون حزب اسلامي 070327641
۵۵ حاجي ولي خان هلمند پښتون حزب اسلامي 0799008609
۵۶ تور پيکۍ زابل پښتون پرچمۍ 070335944
۵۷ عبدالسلام راکټي زابل پښتون طالب 0799330266
۵۸ عبدالخالق روزګان پښتون جمعيت 0799712202
۵۹ سونا نيلوفر روزګان پښتون خپلواکه 070672201
۶۰ هاشم وطنوال روزګان پښتون خلق 070242570
۶۱ خيال محمد حسيني غزني پښتون حرکت انقلاب 0799568262
۶۲ مامور جبار غزني پښتون حزب اسلامي 0799437243
۶۳ داود سلطان زوى غزني پښتون خپلواک 0799845204
۶۴ خيال محمد غزني پښتون اتحاد اسلامي 0799423510
۶۵ نياز محمد اميري غزني پښتون اتحاد اسلامي 0799106650
۶۶ حاجي صاحب رحمان کونړ پښتون جبهه نجات 07062887
۶۷ مولوي شهزاد کونړ پښتون جماعت دعوه 070167364
۶۸ شجاع الملک کونړ پښتون اتحاد اسلامي 0799384962
۶۹ ميرمن ګلهار کونړ پښتون جبهه نجات 070673161
۷۰ مولوي سيد رحمان لغمان پښتون اتحاد اسلامي 0799855391
۷۱ ميرمن زيفنون لغمان پښتون پرچمۍ 0799273283
۷۲ هوا علم نورستانۍ نورستان پښتون خپلواکه 0799311473
۷۳ حاجي موسى هوتک وردګ پښتون طالب 070206227
۷۴ روشنک وردګ وردګ پښتون خپلواکه 0799276972
۷۵ ملا عبدالله بادغيس پښتون جمعيت 0799609349
۷۶ ملا ملنګ بادغيس پښتون محاذ ملي 0799419299
۷۷ دادود ځاځى پکتيا پښتون اتحاد 0799242231
۷۸ ګل پاچا مجيدي پکتيا پښتون محاذ ملي 0799358888
۷۹ پاچا خان ځدراڼ پکتيا پښتون ظاهر شاهي 079968818
۸۰ فضل الرحمان څمکنى پکتيا پښتون حزب اسلامی 0799326796
۸۱ شريفه زرمتي وردګ پکتيا پښتون خپلواکه 0799503019
۸۲ پير بخش ننګرهار پښتون جمعيت 0799390001
۸۳ فريدون مومند ننګرهار پښتون خلق 070604654
۸۴ ببرک شينوارى ننګرهار پښتون خلق 0799476411
۸۵ مولوي عطا والله لودين ننګرهار پښتون حزب اسلامي 070210874
۸۶  هاشم پولاد ننګرهار پښتون افغان ملت 0799329665
۸۷  ميرويس ياسيني ننګرهار پښتون محاذ ملي 0799010199
۸۸  فاروق ميړنى ننګرهار پښتون افغان ملت 0799364603
۸۹ عبدالمجيد ننګرهار پښتون محاذ ملي 0799883360
۹۰  حاجي عزيز الرحمان ننګرهار پښتون حزب اسلامي 0799059988
۹۱  ميرمن صفيه صديقي ننګرهار پښتون خپلواکه 070288634
۹۲ نورزيه اتمر ننګرهار پښتون خپلواکه 0799344712
۹۳ سامعه خوګياڼۍ ننګرهار پښتون خپلواکه 070614746
۹۴ آرين يون ننګرهار پښتون خپلواکه 070603484
۹۵ مولوي حنيف شاه خوست پښتون د خالص حزب 0799136992
۹۶ سيد محمد ګلاب زوى خوست پښتون خلق 0799425079
۹۷ لياقت بابکر خېل خوست پښتون خپلواک 079900858
۹۸ حاجي امير خان خوست پښتون ظاهر شاهي 0799422676
۹۹ ساهره شريف خوست پښتون خپلواکه 0799441368
۱۰۰ غرعښته کټوازۍ پکتيکا پښتون خپلواکه 0799175026
۱۰۱ نادر خان کټوازى پکتيکا پښتون خلق 0799301598
۱۰۲ خالد فاروقي پکتيکا پښتون حزب اسلامي 070216460
۱۰۳ پروين درانۍ کوچۍ پښتون خپلواکه 0799274605
۱۰۴ حاجي ملا تره خېل کوچى پښتون خپلواک 070293309
۱۰۵ حاجي عبدالله کوچى پښتون خپلواک 070691113
۱۰۶ حيدر جان نعيم زى کوچى پښتون خپلواک 0799869780
۱۰۷ عارف نورزى کوچى پښتون خپلواک 0799591071
۱۰۸ حاجي علم ګل کوچى پښتون خپلواک 079114029
۱۰۹ قادر کوچى کوچى پښتون خپلواک 0799302090
۱۱۰ حاجي پاړى کوچى پښتون خپلواک 079944241
۱۱۱ فهيمه احمدزۍ کوچۍ پښتون خپلواک 070011205
۱۱۲ پروين مومند کوچۍ پښتون خپلواک 070275424
 
شماره وکیل ولایت قوم ګوند د فون شمېره
۱ پيرام قول تخار ازبک حزب اسلامي 0799487281
۲ صبغت الله ذکي تخار ازبک  جنبش 0799357694
۳ بلقيس  تخار ازبک جنبش 0799118542
۴ عبدلرووف کندز  ازبک حزب اسلامي 0799334530
۵ شکريه پيکان کندز  ازبک جنبش 0799693688
۶ عبدالحق بغلان ازبک جنبش 070725761
۷ عالم ساعي تخار ازبک جنبش 0799255697
۸ احمد خان سمنګان ازبک جنبش 0799011355
۹ شامرا دان قول بلخ ازبک جنبش 070289189
۱۰ يوسف غضنفري بلخ  ازبک جنبش 0799130708
۱۱ فيض الله ذکي شبرغان ازبک جنبش 0799072564
۱۲ ستار درزابي شبرغان  ازبک جنبش 0799009289
۱۳ عبدالخبير  سرپل  ازبک خپلواک 0799643597
۱۴ حميرا ګلشني  سرپل ازبک جنبش 0799535648
۱۵ احمد فارياب ازبک حرکت 0799260210
۱۶ فتح الله فارياب ازبک جنبش 0799251616
۱۷ شاکر کارګر فارياب ازبک جنبش 0799544544
۱۸ سردار اغلي فارياب ازبک جنبش 070245957
۱۹ سراج الدين سفري فارياب ازبک جنبش 0799873451
۲۰  محمد يعقوب  بادغيس ازبک پرچمى 0799603249
۲۱ محمد امين قانع کندز ترکمن خپلواک 0799350232
۲۲ علم خان بلخ  ترکمن جمعيت 070500624
۲۳ روزګول الدين اوچي بلخ ترکمن جنبش 0799151151
۲۴ عبدالوهاب شبرغان ترکن خپلواک 0799185029
 
شماره وکیل ولایت قوم ګوند د فون شمېره
۱ حاجي محمد محقق کابل هزاره  وحدت 0799403838
۲ رمضان بشر دوست کابل هزاره خپلواک 0799335316
۳ انجنير عباس کابل هزاره شعله جاويد 0799823123
۴ فاطمه نظري کابل هزاره  وحدت 0799436684
۵ ابراهيم قاسيمي کابل  هزاره اقتدار ملي 0799856150
۶ حاجي سلطاني سمنګان هزاره وحدت 0799117753
۷ محمد عبده بلخ هزاره وحدت 0799208373
۸ حسين فهيمي  سرپل هزاره وحدت 0799897864
۹ قربان غور هزاره وحدت 0799365387
۱۰ رقيه ناييل غور هزاره خپلواکه 0799739215
۱۱ نعمت الله غفاري هلمند هزاره وحدت 0799230051
۱۲ اکبر   غزني هزاره  وحدت 0799227734
۱۳ قيوم سجادي غزني هزاره حرکت 0799345952
۱۴ شاه ګل رضايي غزني هزاره وحدت 0799849199
۱۵ ظاهر احمد يار غزني هزاره حرکت 0799844836
۱۶ راحله بي بي کبراه غزني هزاره  خپلواکه 0799371000
۱۷ رضا رضايي وردګ هزاره وحدت 0799329229
۱۸ حسين سنګر دوست وردګ هزاره حرکت 0799200120
۱۹ صديقه مبارز وردګ هزاره  وحدت 070030258
۲۰ استاد اکبري باميان هزاره وحدت 0799335660
۲۱ جمال فکوري باميان هزاره اقتدار ملي 0799331951
۲۲ سرور جوادي باميان هزاره  وحدت 0799548119
۲۳ صفوره ايلخاني باميان هزاره خپلواکه 0799398772
۲۴ محمد علي ستيغ دايکنډي هزاره  شعله جاويد 0799414008
۲۵ محمد نور اکبري دايکنډي هزاره خپلواک 0799335680
۲۶ ميرمن شيرين محسيني دايکنډي هزاره خپلواک 0799245581
 
شماره وکیل ولایت قوم ګوند د فون شمېره
۱ عالمي بلخي کابل سادات خپلواک 070277502
۲ مصطفى کاظمي کابل سادات اقتدار ملي 070276290
۳ شکيلا هاشمي لوګر سادات خپلواکه 0799866335
۴ فهيمه سادات جوزجان سادات خپلواکه 0799444521
۵ سيد علي جاويد بلخ سادات حرکت 0799300119
۶ اصفه شاداب   فارياب  سادات خپلواکه 0799284605
۷ شفيق سادات هرات سادات جمعيت 0799400002
۸ سيد محمود ګيلاني غزني سادات  محاذ ملي 0799812652
۹ سيد اسحق ګيلاني پکتيکا  سادات  خپلواک 070274954
۱۰ حضرت علي ننګرهار پشيى  حزب خالص 070666666
۱۱ محمد عالم قرار لغمان پشيي حزب اسلامي 0799350778
۱۲ محمد باقر شيخ زاده کابل قزلباش  وحدت 070288726
۱۳ ميراحمد جوينده کابل  اسماعليه خپلواک 070276637
۱۴ سيد منصور نادري بغلان  اسماعليه پيوند ملي 070202685
۱۵ فضل الله مجددي لوګر مجددي جمعيت 0799455422
۱۶ محمد اسحق رهګذر بلخ عرب جمعيت 070511444
۱۷ بازمحمد جوزجاني جوزجان عرب د عربانو شورا 0799353536
۱۸ پاينده سرپل عرب خپلواک 0799105364
۱۹ سرمچار نيمروز بلوچ خلق 0799659420
۲۰ داد محمد نورستان نورستانى جمعيت 070668982
 
شماره وکیل ولایت قوم ګوند د فون شمېره
۱ احمد بهزاد هرات تاجک حرکت 070220275
۲ جبرائيلي هرات  تاجک جمعيت 0799405560
۳ شهناز همتي هرات  تاجک حرکت انقلاب 070418801
۴ ډاکتر ابراهيم غور  تاجک جمعيت 0799883310
۵ مولوي دين محمد غور تاجک  جمعيت 0799041553
۶ قادر امامي غور  تاجک حزب اسلامي 070047384
۷ نوش افرين غور تاجک خپلواکه 0799202938
۸ عين الدين فراه تاجک جمعيت 0799735531
۹ ملالۍ جويا فراه تاجک نه پوهیږم 0799599662
۱۰ صافي زاده دايکنډي  تاجک اقتدار ملي 070293585
۱۱ صالح محمد ريګستاني پنجشير تاجک جمعيت 070641201
۱۲ راحله قاضي  پنجشير  تاجک  خپلواکه 070010669
۱۳ يونس قانوني کابل تاجک جمعيت 070289453
۱۴ نجيب الله کابلى کابل تاجک جمعيت 0799111102
۱۵ فوزيه ناصريار کابل تاجک خپلواکه 0799302249
۱۶ عارف ظريف کابل تاجک حزب اسلامي 0799564607
۱۷ تاج محمد مجاهد کابل تاجک  اتحاد 070232310
۱۸ عرفان الله عرفان کابل تاجک خپلواک 0799032716
۱۹ داوود هاشمي کابل  تاجک خپلواک 070295328
۲۰ شهلا عطاء کابل تاجک خپلواک 0799861274
۲۱ قدريه يزدان پرست کابل تاجک جمعيت 070016326
۲۲ طاهره ميرزاد کاپيسا تاجک خپلواکه 0799634789
۲۳ سامعه سادات پروان تاجک خپلواکه 070025873
۲۴ شفيقه نوري  پروان تاجک جزب اسلامي 070223003
۲۵ حاجي الماس  پروان تاجک جمعيت 0799401100
۲۶ صديق عثماني پروان تاجک جمعيت 070219172
۲۷ زلمى بدخشان  تاجک جمعيت 0799204204
۲۸ عبدالعزيز  بدخشان تاجک  خپلواک 0799551742
۲۹ عبدالقدير بدخشان  تاجک جمعيت 0799163638
۳۰ فوزيه کوفي بدخشان تاجک خپلواکه 070291310
۳۱ امان الله پيمان  بدخشان  تاجک جمعيت 079932215
۳۲ محبت شاه بدخشان  تاجک خپلواک 0799692816
۳۳ کبراه دهقان بدخشان تاجک خپلواکه 0799348275
۳۴ برهان الدين رباني بدخشان تاجک جمعيت 070277411
۳۵ محمد اورنګ بدخشان تاجک جمعيت 0799133724
۳۶ عبدالباقي تخار  تاجک جمعيت 070712080
۳۷ محمد ايوب مهر  تخار  تاجک  جمعيت 070706911
۳۸ ظابط جبار  تخار  تاجک جمعيت 070701800
۳۹ حبيبه دانش تخار تاجک  جمعيت 070705667
۴۰ فضل الکريم ايماق کندز تاجک  جبهه نجات 070275620
۴۱ قاري رحمت الله کندز تاجک جمعيت 0799347298
۴۲ فاطمه عزيز  کندز تاجک خپلواکه 0799212254
۴۳ هلال الدين بغلان تاجک پرچمی 070655655
۴۴ سيد آغا  بغلان تاجک جمعيت 070202685
۴۵ محمد عاصم بغلان تاجک حزب اسلامي 070275316
۴۶ ناجيه ايماق بغلان  تاجک  خپلواکه 0799347277
۴۷ حبيب الله رامين  بغلان  تاجک خپلواک 070222255
۴۸ محمد اسلامي محمدي سمنگان تاجک حرکت 0799270417
۴۹ دلبره نظري سمنګان  تاجک  ملي جنبش 0799045711
۵۰ صيفره نيازي بلخ تاجک جمعيت 070509161
۵۱ خير محمد سرپل تاجک جمعيت 0799538230
۵۲ شيخ احمد فارياب  تاجک جمعيت 0799599068
۵۳ ميرمن سلطنت کوهي فارياب تاجک خپلواکه 070283496
۵۴ فوزيه ګيلاني هرات  تاجک خپلواکه 0799232677
۵۵ نذير احمد هرات تاجک  جمعيت  0799201948
۵۶ هادي جمشيدي هرات تاجک  جمعيت 0799350632
۵۷ منشي سلجوقي هرات  تاجک جمعيت 0799034920
۵۸ عارف طيب هرات تاجک جمعيت 0799244920
۵۹ ميرمن فتاحي هرات  تاجک جمعيت 070415260
۶۰ رحيمه جامي هرات  تاجک جمعيت 0799501990
۶۱ نجيلا دهقان نژاد هرات تاجک خپلواکه 0799362882
۶۲ ازيتا رفعت بادغيس  تاجک خپلواکه 0799590629
۶۳ صبرينا ثاقب  پښتون کابل تاجک خپلواکه 070083908
۶۴ حاجي داوود کابل  تاجک  جمعيت
+ نوشته شوی په   Tue 29 Jul 2008ساعت 12:22 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 دغه خبره د هلمند ولایت د کلیواو پراختیا ریس الحاج محمد عمر قانع وویل چی په ګرمسیر ولسوالی کی د کلیو او پراختیا د وزارت له خوا څخه به ۴۶ پروژی د یو میلیون ډالرو په لګښت پیل شوی دی

قانع وویل چی دغه پروژی به په ګرمسیر ولسوالی کی یوازی د اب رسانی په موخه ولګولی شی چی هلته به کانالونه زابران او ویالی په دغو پروژو کی شامل دی

دکلیو او پراختیا ريس  زیاته کړه چی نوری پروژی هم لرو چی د هغو ی له جملی څخه یی ۴۴ پروژی نوری د بست نهرسراج او ناوه په ولسوالیو کی په مختلفو کارونو کی به ډیری ژر پیل شی چی دغه پروژی د خلګو د غوښتنی سره سم به په نیژدی وختونو کی په کار پیل وه کړی .

او همدارنګه یی زیاته کړه چی په لښکرګاه ښارکی هم ۲۶ پروژی لرو چی ډیری به یی د لښکرګاه ښار دکانالونو په پاکولو کی وه لګو نوموړی وویل چی ۱۲ پروژی یی د ملی پیوستون لپاره د ی و ۱۴ پروژی نوری د کانالونو او استنابی دیوالونو به هم په دغه پروژوکی جوړی شی .

نوموړی وویل چی له دغو پروژی څخه به د ګرمسیر ولسوالی چی یوه پراخه ولسوالی ټول وګړی به تری ګټه واخلی .

ددغو پروژو ټول مالی لګښت دډی ایف ای ډي له خوا څخه ورکول کیږی .

د یادونی وړده چی په ګرمسیر ولسوالی کی داپروژی په داسی مهال کی جوړیږی چی د ګرمسیر ولسوالی څو میاشتی وړاندی د امریکایی سمندری ځواکونوپس له دووکالو جنګ جګړو څخه وروسته له وسلوالو طالبانو څخه وه نیول.

صفت الله  ذاهدی 

+ نوشته شوی په   Tue 29 Jul 2008ساعت 8:58 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند ولایت په لښکرګاه ښارکی پروند د یکشنبی په ورځ د پدرام دوینا پرضد یو لاریون وشو په دغه لاریون کی د هلمند ولایت ځوانانو مخورو سپین ږیرو او یو شمیر اداری کارکونکو هم ګډون کړی وو .

دهلمند ولایت د ځوانانو مدیر علاوالدین سلطانی سلام وطنداره ته وویل چی موږ د پدرام محاکمه غواړو هغه غازی امان الله خان ته سپکاوی کړی دی هغه زموږ یو ملی شخصیت وو همدارنګه ډیری لاریون کونکو د پدرام عکسونه وه سوځول او ډیری لاریون کونکو په خپلو شعارونو کی ویل چی مرګ پرپدرام  هغوی د عدلی او قضایی ارګانونو څخه وه غوښتل چی پدرام دی محاکمه شی .

+ نوشته شوی په   Tue 29 Jul 2008ساعت 8:57 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
تېره ورځ مې له نړيوالو  خبري سرچينواورېدل چې   له ١٩٩٢څخه تر١٩٩٥ زېږديز کال  پورې دبوسنيا په کورنيو جګړو کې دصربانو  يو تن مشر رادوان کارادزيچ چې دزرګونوبوسنيايي مسلمانانو په ډله ييزه وژنه تورن دى صربي پوليسو  په صربستان کې ونيوه او دهغه تړون له مخې چې   داهېواد يې دپخوانۍ يوګوسلاويا دجنګي مجرمينو  دمحاکمې په اړه د هالندپه لاهه  کې دهاګ له نړيوالې محکمې سره لري رادوان کارادزيچ  د محاکمې لپاره  دې محکمې ته سپارلى دى .
له ١٩٩٢څخه تر١٩٩٥ زېږديز کال پورې دبوسنيا په کورنيو جګړو کې دصربي مشرانو لخوا  زرګونه مسلمانان په ډله ييزه توګه ووژل شول او په ډله ييزه توګه ترخاورو لاندې شول چې اوس هم  کله ناکله  داقبرونه  کشفيږي .
په دې موده کې سلوبودان ملاسوويچ دصربانو مشر او رادوان کارادزيچ  يې جنګي قوماندان وو .
   دبوسنيايي صربانو  دامشر (کارادزيچ ) تورن دى  چې په ١٩٩٥ کال يې   دسربرنيتساښار له نيولو وروسته له ٧٥٠٠څخه ډېرملکي  مسلمانان چې ډېره برخه يې نوي ا وتنکي  ځوانان  وو په ډله ييزه توګه وژلي دي .
نوموړى په ١٩٩٦ کال دديتون  دسولې له تړون  وروسته نادرکه شو او لوېديځ استخباراتي چينلونه يې له يوې لسيزې ډېر وخت دموندلو په لټه کې وو  . کارادزيچ په دې موده کې  دبوسنيا او صربستان ترمنځ  دتګ راتګ په حال کې په بدله بڼه ژوند کاوه  چې په پاىکې څوورځې واړندې ددې هېواد پوليسو ونيوه .
په هغه خبرپاڼه کې چې ددې هېواد دولسمشرۍ له دفتر څخه خپره شوې راغلي چې ددې  هېوادپوليس دراتکوملاديج  په نوم ديوبل لوى جنګي جنايتکار او د رادوان کارادزيچ  دمرستيال په لټه کې هم دي چې ترنيولو وروسته يې دجنګي مجرم په توګه دمحاکمې لپاره دهاک نړيوالې محاکمې ته وسپاري .
دجنګي جرمونو دڅېړنې   ددې نړيوالې محکمې لوى څارنوال د کارادزيچ نيونه لويه لاسته راوړنه بللې او په دې اړه يې ډېره خوښي ښودلې ده .
 ديادونې وړ ده چې دصربانو دهغه وخت ولسمشر سلوبودان ملاسوويچ هم تېرکال نيول شوى او دمحاکمې لپاره همدې محکمې ته سپارل شوى دى .
دجنګي مجرمينو  نيول او دعدالت او  محاکمې مېز ته دهغوى راکشول  يو ډېر نيک او دستايلو وړ کار دى  ، مجرم ته سزا ورکول  دانصاف او انساني فطرت غوښتنه  ده . په هرځاى او هر دولت کې چې مجرمينو ته سزا ورکول کېږي  او دقانون حاکميت وي نو هلته ژوند ارام ، خلک پرمختللي  امنيت حاکم او دوېرې ترهې فضا کډه کړې وي .
  نن سبا دانساني ټولنې يوه ګډه ستونزه  دقانونيت نه شتون  او جنايتکارو ډلو او وګړيو ته  دسزا نه ورکول دي .
  همدا  دقانون نه شتون او  يا دقانون کمزوري ده چې مجرمينو او دانسانيت او دسولې او ارامتيا  دښمنانو ته يې جرئت ورکړى دى .
خو زموږ هيله له نړيوالې ټولنې څخه داده چې  لکه څرنګه يې  چې ملاسوويچ  او کارادزيچ   ونيول او د محاکمې مېز ته يې  راکاږل   همداراز دې دافغانستان جنګي جنايتکاران ،ملاسوويچان او کارادزيچان  هم محاکمه کړي   .
 که هغوى په بوسنيا کې ٧٥٠٠ بې ګناه  مسلمانان وژلي دي  دلته هم  ملاسوويچانو  دوه نيم ميليونه  مسلمانان وژلي دي ، دلته له ١٣٥٧ کال راپدېخوا  هرچا ترخپل وسه  ډله ييزې وژنې کړي دي ، دخلقيانو او پرچميانو  په  واکمنيو کې هغوى تردېرش  زرو ډېرافغانان دانقلاب ضد عناصرو په تور بې ګناه  ووژل او  هدومره يې  ژوندي په پوليګون  او دافغانستان په نورو برخو کې ژوندي ترخاورو لاندې کړل .له  بې ګناه خلکو يې سترګې او نوکان  ووېستل ، هغه ډول سزاګانې يې ورکړې  چې قلم  يې په   ليکلو ژړېږي، وروسته دتش په نوم مجاهدينو په سکتارستي او ائتلافي حکومت کې  خو  په کابل ښاريانو هغه ظلمونه وشول چې   دانسانيت تاريخ يې سارى او بېلګه نه وه ليدلې ، ورپسې  دطالبانو په وخت کې  يواځې  په ليلې دښته کې  ١٢٠٠٠ افغانان ژوندي ترخاورو لاندې شول .
په اوسنۍ اداره کې  دهمدې ملاسوويچانو په غلطو او ناسمو راپورونو  په بې ګناه  افغانانو ١٥ ټنيز بمونه وغورځول شول ، پر ودونو بمبار وشو، ډله ييزې وژنې وشوې او له بده مرغه لا هم روانې دي .
نو که ملګري ملتونه په رښتيا هم عدالت اودځمکې پر مخ دقانون حاکميت غواړي نو له هرډول استثنى پرته  دې  دافغان ملت دښمنان ، دافغانستان په خاوره کې جنايت کوونکي  او جنګي مجرمين ونيسي او کلک حساب دې ورسره وکړي .
افغان  ولس په کلکه داغواړي  چې دافغانستان دروانې ٣٠ کلنې غميزې ټول لوبغاړي  او جنايت کاران دې هغه  که په کمونستي دور  پورې اړه لري ، که په جهادي ، په طالبي  دور کې وو او که په اوسنۍ ديموکراسۍ او انارشۍ کې، له هرډول استثنىپرته  محاکمه کړل شي .
داغوښتنه نوې نده دا ډېره پخوانۍ او نه زړېدونکې غوښتنه ده .
 افغانان له نړيوالې ټولنې په دې اړه ددوى پر بې تفاوتۍ په کلکه خفه   او ګيله من دي  او داګيله يې پرځاى هم ده ،ځکه   دلته چې يو نظام اوښتى او پرځاى يې بل نظام راغلى نو  دپخواني رژيم  اکثره  لوړ پوړي چارواکي چې دلته يې سلګونه زره بې ګناه  افغانان وژلي يا امريکايا اروپا اويا استراليا ته تښتېدلي دي او هلته دمحاکمې او پوښتنې پرځاى ورته دډېر ښه او ارام ژوند زمينه برابره شوېده . هماغه خلک چې دلته يې  زرګونه انسانان  ژوندي ترخاورو لاندې کړي په امريکا کې  خوښ ژوند لري او داړوند حکومت تر پام لاندې ژوند کوي او ځينې يې دلته د دوى ترچتر لاندې  اوس هم په ولس حاکمان او تيغ يې لاهم دملت پرمرۍ ښخ دى .
کله چې افغانان ويني چې ددوى  وژونکي ددوى دشتمنۍ ، ناموس او شخصي او ملي جايدادونو  غصبوونکي اوس هم په افغانستان  کې  دبهرنيو پوځونو په مرسته او دهغوى ترسيوري لاندې ژوند کوي ، دوى ورته امکانات برابر کړي ، لوړپوستونه،وزارتونه، ولايتونه ، قول اردوګان يې ورکړي نو څنګه به له دوى سره مرستې ته زړه ښه کړي .؟ څنګه به دوى خپل ساتونکي  اودوستان وبولي؟
کله چې ولسمشر بيچاره اعتراف کوي چې ديو جنګسالارچې دلسګونو زرو افغانانو په وژنه ، بې ناموسۍاودنورو لسګونو جنايتونو په ارتکاب تورن دى  دنيولو  تصميم يې  ونيوه نو ديوه هېواد لخوا يې ملاتړ وشو ، هغه هېواد په افغانستان کې پوځونه هم لري او دې جنايتکار ته هره مياشت دېرش زره ډالر جيب خر څ هم ورکوي . ښه نو چې کله دلته حالات داسې دي او جنايت کاران دمحاکمې پرځاى تشجيع کېږي ، نو افغانان به څنګه دخپلو دښمنانو له  دوستانو او  اکمالوونکيوسره مرسته وکړي .او ښکاره ده چې ترڅو ولس له چاسره مرسته ونکړي  برياليتوب يې ناشونى وي .
په پاى کې يوځل بيا يادونه کوو چې دنړيوالې ټولنې لخوا دجنګي جنايتکارانو  محاکمه  او هغوى ته سزاورکول  ډېر دستاينې وړ کار دى خو دامحاکمې بايد دشخصي ذوق  او سياسي سليقو له مخې نه وي ، بلکې دبشريت ددرناوي اودټولې ځمکې پرسر دانصاف او دعدالت دتامين لپاره وي او هرچېرې او په هرچا تطبيق شي  ، نړيواله ټولنه بايد په دې اړه ديوبام او دوه هوا  پاليسي ونه کاروي ، عدالت دکاذب مصلحت له  شعار څخه قرباني نکړي .
 دافغانستان  دروانې غميزې  دپاى لومړى شرط دادى  چې جنګي مجرمين محاکمه او دخپلو ناوړو کړنو سزاورته  ورکړل شي. 
دهمدې ورځې په هيله     

محمدحسن حقيار

+ نوشته شوی په   Tue 29 Jul 2008ساعت 8:53 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

ګرانو هیوادوالو مایکروسافت دنړی دپوستکالیو ترټولو ستره اوډونکې کمپنی دخپل هر پوستکالي دنوي بڼې دجوړولو لپاره خورا ډیر وګړي په کار ګمارلي او نړیوالو ته راز، راز اوخوندور پوستکالې وړاندې کوي.ددغو پوستکالیو له لړی څخه د ویندوز دیوه نوي پوستکالې چې دWindows Media Player 11 په نوم یادېږي دیوې ستونزې یا وټ په هکله درته څه لیکم.
داپوستکا لی دکارونکو له خوا ډیرښه وارزول شو اوپه تیره بیا په اوسنې چلیز غونډال (Operating System) یا ویستا کې ترې کارونکي ډیر خوښ دي. مګر ځینو ملګرو د اګیله لرله چې کله هم مونږه په لیکه موسیقي یاOnline Music اورو په ځانګړي توګه له Yahoo Music څخه نو زمونږه په سولګر (کمپیوټر) کې دغه پوستکا لی په ټپه دریږي اویوپیغام ورکوي.چې دError14 اوداسې نورو په نامه یادیږي.اوزمونږه د موسیقۍ دبهیر دټکني کیدو سبب کیږي
(streaming disorders ).
مایکروسافت ددغه وټ دله منځه وړلو لپاره د Windows Media Player 11 دلرې کولو (uninstall ) سپا رښتنه کوي اووایې چې له خپل غونډال څخه ددغه پوستکالې په لرې کولو سره اوبیرته نصبولو سره به داوټ له منځه لاړه شي مګر ډیر ځله ددې کار په ترسره کولو سره هم داستونزه نه هواریږي. اویا هم داچې کله دCodec په نوم زیاتونې هم ددغې ستونزې دهواري سبب کیږي. مګر ډیر ځله سړی دې ته اړ شي چې دا اوسنی په غونډاله کې شته (Windows Media Player 11) پر ځای بیرته خپل پخوانی (Windows Media Player 9.0) ولګوي چې دغه کارته له تخنیکې پلوهRolling back to previous Version وایې. کوم چې په لاندې ډول ترسره کیږي
.
څنګه چې WMP د چلیز غونډال یوه برخه ده تاسو نه شی کولای په بشپړه توګه یې له منځه یوسی. تاسو اړیاست چې دRoll back له چارې کار واخلی ترڅو خپل پخوانی WMP بیرته ولری
.
۱- خپل کمپیوټر ته باید دAdministrator له لارې اویا داسې ګڼون له لارې چې دAdministrators ګروپ غړی وي ننوزی
.
۲-هغه دموسیقی توکې چې له یوځای څخه بل ځای ته دلیږدوړوي اوستا په کمپیوټر پورې نښتي (Connect ) وي له کمپیوټرڅخه یې جلا کړی
.
۳- دStart په تڼې کلیک وکړی اوبیا Control Panel غوره اوکلیک پر وکړی
.
۴- په کنترول پنل کې په Add or Remove Programs کیلک وکړه اوس په Change or Remove Programs باندې کلیک وکړی.

۵- اوس په دغه لړلیک کې Windows Media Player 11 پیدا او کلیک پروکړی. اواوس دRemove په تڼۍ کلیک وکړی.
که چیرې دCurrently Installed Programs تر سرلیک لاندې لړلیک کې Windows Media Player 11 نه ښکاریده نو لاندې چارې په پام کې ونیسۍ.

الف- دپورتنې لړ لیک په سر کې یو غوراوی (Option) شتون لري چې عبارت دی له:
Show Updates
په دغه باندې کلیک وکړی او ځان ډاډمن کړی چې تر اړخ یې دنښه شتون لري
.
ب- دWindows XP Software Updatesپه برخه کې Windows Media Player 11 ومومی اوکلیک پروکړی له دې ورسته په Change/ Remove باندې کلیک وکړه
.
۶- اوس به دوه ځله درنه دتا ییدولو غوښتنه وشي دOK دتڼې په کلیک کولو سره دواړه تایید کړی
.
۷- دRoll back پروسه به پیل شي کله چې بشپړه شوه په Restart کلیک وکړی
.
۸- له ریسټارټ کولو نه وروسته بیا په Start اوله هغه ځایه په Control Panel باندې کلیک وکړی
.
۹- اوس په Add or Remove Programs کلیک وکړی اوبیا په Change or Remove Programs باندې کلیک وکړی
.
۱۰- او بیا له هغه وروسته په لړلیک کې Windows Media Player 11 Runtime پیدا اوکلیک پروکړی. اوس په Change/Remove باندې کلیک وکړی
.
که په لړ لیک کې Windows Media Player 11 Runtime نه بریښیده نوبیا د الف چاره په پام کې ونیسۍ او کار ترې واخلی
.
۱۱- اوس دWindows-XP Software Updates په برخه کې Windows Media Player 11 Runtime کلیک کړی اوبیا په Change/Remove باندې کلیک وکړی
.
۱۲- اوس به درنه دتاییدولو غوښتنه وشي په دغه څیره کې په Ok کلیک وکړی
.
۱۳- دتا ییدولو په دویمه څیره کې دDo you want to continue with Roll back غوراوی غوره او پر Ok کلیک وکړی
.
۱۴- کله چې دRoll back پروسه بشپړه شوه دRestart په تڼۍ کلیک وکړی
.
۱۵- اوس مو چې ِغونډال په مڼډه شو نو بیا په Start اوبیا په Control Panel کلیک وکړی
.
۱۶- اوس په Add or Remove Programs اوبیا پهChange or Remove Programs باندې کلیک وکړی.

۱۷- په لړلیک کې Microsoft-User Mode Driver Framework Feature Pack 1.0.0ومومی کلیک پر وکړی او بیا په Change or Remove کلیک وکړی.

۱۸- هغه ښوونې چې پهSoftware Update Removal Wizard کې درته ښکاره کیږي پسې بدرګه کړی.

که چیرې د Wudf01000 دتا یید څیره درته راڅرګنده شوه پهYes کلیک وکړی ترڅو وړاندې لاړشي  کله چې دله منځه وړلو پروسه بشپړه شوه پر Finish کلیک وکړی.

۱۹ اوس خپل ویندوز میډیا پلیر په مڼده کړی او له Help مینو څخه یې پر About Windows Media Player کلیک وکړی وبه ګوری چې دWMP نسخه مو نهمه ده.
خدای دې وکړی تنده مو ماته کړي.

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

+ نوشته شوی په   Mon 28 Jul 2008ساعت 5:53 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

څنګه کولای شودRecycle Bin نوم ورواړوو.

 ۱- له Start مینو څخه په Run کلیک وکړی له خلاصیدو وروسته regedit پکښې ولیکی او د Ok پر تڼۍ کلیک وکړی.

۲- اوس په دې لاندې درکړل شوي ترتیب سره درجسټري توکې راخلاص کړی.

HKEY_CURRENT_USER>Software>Microsoft>Windows>CurrentVersion>Explorer>CLSID> {645FF040-5081-101B-9F08-00AA002F954E}

کله موچې په دغه کیلې کلیک وکړ نو دالاندې ډول کړکی به درته راوازه شي

په دغه پورتنۍ څیره کې ښې خواته په دName تر برخې لاندې په (Default) غبرګ کلیکونه وکړی دالاندې څیره به درته راوازه شي په دغه څیره کې دValue data په برخه کې هر نوم چې غواړی وریې کړی ولیکی مثلا ما دلته Loy Ghar (لوی غر) لیکلی.

اوس پر Ok  کلیک وکړی. او پرخپل ډیسکټا پ باندې یوځل پر Refresh  کلیک وکړی اوس به ستا سو  دRecycle Bin  نوم واوړي.

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

له ډاکټر صاحب څخه یوه نړی مننه چی د ګرمسیربلاګفا سره یی د کمپیوټر پوهنی په برخه کی مرسته وه کړه او دی سایټ ته یی مطالب راواستول په مینه

دګرمسیر بلاګفا اداره  

+ نوشته شوی په   Mon 28 Jul 2008ساعت 5:51 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

فایل سیستم داسې یو جوړښت دی دکوم په مټ چې دیوفایل نومول ،خوندې کول اوفایل ته لاس رسی ترسره کیږي .ویندوز ایکس پي په هارډیسکونو کې دری ډوله فایل سیستم کارولی شي :

۱-FAT (File Allocation Table)

۲- FAT 32

۳- NTFS (New Technology File System)

ددې لپاره چې دخپل کاراوسوادګرۍ لپاره مو ښه فایل سیستم غوره کړی اړینه ده  وپوهیږي چې فایل سیستم څنګه کارکوي همدارزا باید وپوهیږي چې څنګه  خپل فایلونه اوفولډرونه سنبال کړی ترڅو ځانګړي اواعتباري خبرتوکې موله امنیتې پلوه خوندي وي .

کله چې تاسو فایل سیستم غوره کوی نو باید په پام کې ونیسی چې دغه فایل سیستم دکومو کارونو دسرته رسولو جوګه دی یا په دې مانا چې په دغه فایل سیستم کې تاسو خپل په زړه پورې کارونه اوچارې سرته رسولی شی اوکه نه؟ همداراز تاسو باید دهر فایل سیستم اړې (limitations) هم وپیژنۍ دنمونې په توګه :دهارډیسک میچ،دکلسټر میچ،دفایل میچ،اودنورو عاملو سیستمونو سره دکارکولو جوګه توب اوداسې نور.دویندوزایکس پې لپاره ترټولو غوره فایل سیستم NTFSدی .تاسوکولای شی ډیر په اسانۍ سره دFAT اوFAT 32 فایل سیستمونه په NTFS واړوی مګر کله چې تاسو فایل سیستم له FAT اوFAT32 څخه په NTFSواړوو بیا نه شی کولای دNTFS فایل سیستم څخه یې بیرته FATیاFAT32 ته واړوی ترڅو موخپل هارډیسک فارمټ نه کړی .

دFAT فایل سیستم دمایکروسافت ډاس سره ډیر کاریدودFAT32 فایل سیستم بیاله ویندوز ۹۵ اونورسره منځ ته راغی مګر ویندوز ایکس پي دواړه یادشوي فایل سیستمونه کارولی شي .دFAT اوFAT32فایل سیستمونه ترمنځ په دریو غټو برخو کې توپیر لیدل کیږي :

۱- دهارډیسک میچ (Volume size)

۲- دکلسټر میچ (Cluster size)

۳- داچې له کومو عاملو سیستمونو سره کار کولی شي .

دیادونې وړده چې FAT کولای شي تر دوه ګیګابایټوپورې دهارډیسک میچ وکارولی شي له دې پورته نه شي کولای مګر FAT32 کولای شی د۳۲ګیګا بایټوپه میچ هارډیسک هم وکارولی شي .

اړینه ده چې که دهارډیسک میچ مو زیات وي نو په وړوبرخو یې وویشی چې دVolume په نامه یادیږي په FAT فایل سیستم کې تاسو کولای شی یوازې ددوه ګیګابایټوپه میچ والیوم جوړکړی له دې زیات نه شی کولای .مګر FAT32 تاسو ته تردې هم ډیر اسانتیا درکوي په دې مانا چې تاسو کولای شی له دوه ګیګابایټو څخه غټ میچي والیومونه جوړ مګر له ۳۲ګیګابایټو څخه یې باید میچ غټ نه شي .

دFAT فایل سیستم د۶۴کیلو بایټو په میچ کلسټرونه جوړوي مګر FAT32 د۱۶کیلو بایټوڅخه غټو کلسټرونو ته اجازه نه ورکوي دیادونې وړه دهر هغه فایل سیستم چې دهارډیسک دکلسټرونو میچ یې هرڅومره کوچنی وي ګټور دي ځکه چې خبر توکې په کلسټرونو کې خوندې کیږي اوکه چیرې کلسټر خراب شی نودهغه کلسټر ځای نشي کارول کیدای نو له همدې امله که کلسټر کوچنی وي اوخراب هم شي نو څه باک نشته اوکه فایل سیستم غټ میچې کلسټرونه جوړوي اوبیا زمونږ کلسټرخراب شي نو دخپل هارډیسک ډیر خبرتوکي اوډیر ځای له لاسه ورکوو نوځکه هرهغه فایل سیستم چې واړه کلسټرونه جوړوي غوره بلل کیږي .

بله مهمه خبره داده چې دواړه FATاو FAT32 دوه عامل سیستمونه په یوه هارډیسک کې چلولی شي چې دDual boot ورته ویل کیږي .

دادواړه فایل سیسټمونه له عاملونو سیستمونه سره په لاندې توګه کار کولی شي :

وینډوز ایکس پي له FAT,FAT32 اوNTFS دریو واړو سره کار کولی شي .

وینډوز ۲۰۰۰ پروفیشنل هم له دریو واړو پورتینو فایل سیستمونو سره کار کولی شي .

 Windows NT Workstation 4.0 له NTFSاوFAT سره کارکولی شي مګر لهFAT32 سره کارنه شي کولی.

Windows 95, Windows 98 اوWindows Millennium یوازې له FAT اوFAT32 سره کارکولی شي دغه وینډوګانې له NTFS سره کار نه شي کولی.مایکروسافټ ډاس بیایوازې له FAT سره کارکولی شي له نورودوویانې FAT32 او NTFSسره کار نه شي کولای .

دیادونې وړده که تاسو غواړی دوه عامل سیستمونه یا دوه وینډوز ګانې په خپل کمپیوټر کې وکاروی نو باید دفایل سیستم اوعامل سیستم دواړو په غوره کولو کې مو پام وي .که چیرې تاسو دوینډوز ایکس پي پروفیشنل عامل سیستم کاروی اوغواړی بل عامل سیستم هم ولری نو اړیاست چې دFATاویا FAT32 فایل سیستم غوره کړی .

دفایل سیستم غوره کول

کله چې فایل سیستم غوره کوی باید لاندې ټکي په پام کې ونیسی :

۱- کمپیوټر څنګه کاروی ؟
۲- کمپیوټر کې څوهارډیسکونه شتون لري

۳- دامنیت له پلوه ،دفایلونواوفولډرونو امنیت په پام کې نیسی که نه ؟

کله هم چې تاسو یو هارډیسک فارمټ کوی کولای شی له څو فایل سیستمونو څخه کارواخلی په دې شرط چې ستاسو هارډیسک به په څو والیومونو ویشل شوی وي اوهر والیوم کولی  شی دیوه ځانګړي فایل سیستم په مټ فارمټ کړی .

کله چې یو فایل سیستم غوره کوی لاندې توکې باید په پام کې ونیسۍ:

ایا کمپیوټر یو عامل سیستم کاروي اوکه ډیر یا په بل عبار ت ایا کمپیوټر به یوه وینډوز ولري اوکه څو ؟

ځکه هغه کمپیوټرونه چې ډیر عامل سیستمونه کاروي باید وڅیړل شي چې کوم فایل سیستم کارولی شي لکه مخکې چې یاد شول ځانګړي فایل سیستمونه له ځانګړیو عاملو سیستمونو سره کارکولی شي .

بله داچې دهغو هارډیسکونو میچ چې په کمپیوټر کې دي باید معلوم شي ځکه هر فایل سیستم په ټاکلي میچ هارډیسکونو سره کارکوي لکه مخکې مو چې وویل FAT له دوه ګیګابایټو غټ والیوم نه شي کارولی .

بله داچې دفایل اوفولډرونو امنیت باید په پام کې ونیول شي که تاسو غواړی چې ستاسو فایلونه اوفولډرونه دې خوندي وي نوNTFSدفایلونواوفولډرونو خوندیتوب  دEncryption په مټ ترسره کوي اوهمداراز هرفولډر ته دلاس رسي اجازي (Permission )هم سنبالوي .دیادونې وړده چې FAT اوFAT32 فایل سیستمونه دغه اسانتیاوي نه لري .

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

+ نوشته شوی په   Mon 28 Jul 2008ساعت 5:48 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

ګرانو مینه والو کیدای شي سر لیک ډاګیز نه وي خو بیا هم ډیر ځله کله چې  Window XP ا نسټا لوۍ نو کله داسې هم کیږي چې دا کار مو هیڅ پر مخ نه ځي او کمپیوټر وړ او ناوړه پیغا مونه درکوي. ددي ستونزې د حل د پا ره یو څو رغنده ټکې درپه ګوته کوم هیله ده په درد مو وخوري:ډیر ځله چې تا سې د Windows XP عا مل سیستم نصبوی نوله راز راز پیښو سره مخ کیږی نو که چیرې ستا سو کمپیوټر د لاندې په څیر پیغا مونه درکړل هیله ده دا لاندې د حل لارې یی په پا م کې ونیسۍ.

کمپیوټر مو دا پیغا مونه ورکوي:

۱ـ کله چې د Setup  په دوران کې غواړۍ خپل هارډ دیسک Format  کړی نو دا لاندې پیغام تر ګوتو کوۍ:

Setup has performed maintenance on your hard disk. You must restart your computer to continue with Setup.

۲- او یا هم د Setup پر وخت لاندې پیغام تر ګوتو کوۍ:

Setup is unable to perform the requested operation on the selected partition. This partition contains temporary Setup files that are required to complete the installation.

۳- د Setup په وخت کې مو کمپیوټر په ټپه دریږي(Hang) او هیڅ ځواب نه درکوې یو څه مهال وروسته یو د تیروتیې پیغام په لاندینۍ بڼه درکوي:

An error has been encountered that prevents setup from continuing. One of the components that windows need to continue setup could not be installed. Data error “cyclic redundancy check”.

ډیر ځله کمپیوټر له سره چا لانیدل (Restart) غواړي  اوس نوکله چې تا خپل کمپیوټر له سره چا لان کړو او پورتني پیغا مونه دې تر ګوتو کړل  نو Setup له سره پیلیږي او د ا پروسه په همدې ډول تکراریږي او د عامل سیستم نصبول نا شوني شي.

 ددې کار دلیل دادی چې یا خو ستا سو هارډیسک ویجاړشوی اویا هم په ویروسونو ککړ او چټل شوی. نو ځکهSetup بیا ،بیا له سره پیلیږي . نو ددې لپا ره Setup کوښښ کوې چې د هارډیسک د ا ستونزه له منڅه یو سې نو راز راز پیغا مونه ورکوي.

د حل لاري چا ري:

ددي د پاره چې دا وړ ستونزې مو حل کړې وي له لاندې دریو چا رو کا راخلو:

اوله چاره: Setup ته اجا زه ورکړی تر څو د هارډیسک  ستونزه حل کړي:

 د کمپیوټرله غوښتنې سره سم د کمپیوټر د بیا بیا  چا لانیدلو اود Setup د بیا په منډه کولو کار ته په مکرره توګه ادامه ورکړۍ او Setup  ته اجازه ورکړی ترڅو هارډیسک بیا ورغوي. کیدای شي Setup د څو ځله بیا بیا چا لانیدلو وروسته بر یا لۍ او ها رډیسک وروغوي او عا مل سیستم نصب شي او که د دي کار دڅو ځله تکرار څخه وروسته هم  Setup بر یا لۍ نه شو نو بیا دویمې چا رې ته مخه کړۍ.

دویمه چا ره: Recovery Console څخه د chkdsk /r امر (command) په کار واچوۍ:

ددې لپاره چې د Recovery Console  څخه د chkdsk /r امر په کار واچوی لاندې ګام په ګام لارښوونې په پام کې ونیسۍ:

ټ: ځپل کمپیوټر له سره چا لان(Restart)  کړۍ. البته د کمپیوټر په CD-ROM کې مو با ید د عامل سیستم CD پرته وې. کمپیوټر له CD څخه Boot کړۍ.

ځ: کله چې د Welcome to Setup پا ڼه یا پرده درته ښکا ره شوه نو په خپل لیکمن کې د R تڼۍ کیمنډۍ تر څو کمپیوټر مو Recovery Console  ته ولاړشي.

ږ: په دغه پړاو کې به کمپوټر له تا سو نه د Administrator د پټ نوم(Password)  غوښتنه وکړي ورته ویې لیکه او که Administrator پټ نوم نه درلود نو یواځې د Enter تڼۍ کیمنډۍ.

ړ: اوس به درته د Command Prompt توره پرده وازه شي  لاندې امر پکښې ولیکې:

Chkdsk /r او د Enter تڼۍ کیمنډۍ.

ښ: کله چې د Chkdsk د امر کار بشپړ شو نو ددی پا یلې به درته ښکا ره شي ویې لولۍ او ددې پروسې د بشپړ تیا لپا ره اړین ګا مونه( چې د ا پر وسه بشپړوي) واخلۍ د نمونې په توګه کمپیوټر به له تا سو څخه وغواړي چې د  chkdsk /f امر په کار واچوۍ تر څو ستونزه حل شي.

ڼ: او س مو نو کمپیوټر بیا له سره چا لان (Restart) او Setup بیا په منډه کړۍ کیدا ی شي بر یا لي شۍ او که بیا هم بر یا لي نه شوۍ نو دریمې چا رې ته مخه کړې.

دریمه چا ره: په دې صورت کې کیدای شې ستا سو ها رډیسک ویجا ړ شوی وي ښه به دا وي چې خپل هارډیسک د کمپیوټر یوه فني کار ګر ته وښا یی او یا هم بل ها ردیسک واخلۍ.

 ډاکټر ثواب الدین مخکښ

 

+ نوشته شوی په   Mon 28 Jul 2008ساعت 5:46 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

داچې کمپیوټري ویروس څه شی،څنګه او د طبي ویروس سره څه توپیر لري؟

په دې اړه زه څه ویل نه غواړم ځکه دا ډیرې اوږدې لیکنې ته اړتیا لري. بلکه دلته درته له تخنیکې پلوه که چیرې ستا سو په کمپیوټر کې ویروس شتون ولری نو څنګه پوهیدای شۍ چې زما کمپیوټر په ویروس ککړ دی یوڅو اړین ټکي درپه ګوته کوم. د کمپیوټر ویروس یو ډیر زیا نمن شی دی.ځکه ډیر ځله د کمپیوټر کارونکي ته د ویروس دشتون معلوما ت نه کیږي او کله چې کارونکی د ویروس په شتون پوه شي نو وخت له وخته تیروي او ویروس خپل کار کړی وي.داسې ډیرې نښې نښانې شته چې له پلوه یی تا سې په کمپیوټر کې د ویروس دشتون شک کولای شی. لاندینۍ نښې نښا نې اړینه نه ده چې خا مخا به دویروس له شتون نه پیدا شوې وي، ځکه داسې نور ډیر عوامل هم شته چې په کمپیوټر کې دا راز نښې نښانې رامنځته کړي. مګر که چیرې تا سو په خپل کمپیوټر کې یوه هم له دغو لاندینیو نښو څخه ومونده نو ښه به دا وي چې دیوه ښه Antivirus پوستکالي(سا فټ ویر) په مټ خپل کمپیوټرScan کړۍ. نوموړې نښا نې په لاندې ډول دي:۱- ستا سو په کمپیوټر کې د لګیدلي ها رډیسک خا لي ځای ورځ په ورځ کمیږي:

ددې لپاره ویروس خپل ځانReplicate (دځان په څیر هو به هو د بل ویروس تولیدولو ته وایي.) کړي په کمپیوټر کې د Exe یا Com فا یلونو سره ځان سریښوي.او دا کار نوموړی ویروس څو څو ځله تکراروي ددویروس ددې کار له امله د نوموړو یادو شویو فایلونو میچ(size) ډیر غوټیږي له همدې امله نوموړي فا یلونه په هارډیسک باندې ډیر ځای نیسي. پس که داسې ویروس په خپل وخت ونه نیول شي نودنوموړي ویروس د وار په وارReplication څخه کارونکی په هارډیسک کې دځای دکمښت سره مخامخ کیږی.که چیری ستا سو په کمپیوټر کې د CAD روستاړي لرونکې پوستکا لې او یا هم د Graphics لپاره کارونکي پوستکالي شتون ولري نو داهم ستاسو د هارډیسک ډیر ځای نیسي.په هر حال ددغې پورتنۍ نښې له ښکاره کیدلو سره په خپل کمپوټر با ندې د Antivirus پوستکالی وچلوۍ.

۲- د هارډسک  Activity LED بې له کوم سببه پړکیدل:ډیرو ښا غلیو او آغلیو په پورتنۍ جمله کې Activity د فعا لیت اوLED دLight Emitting Diode په مانا دی. چې د رڼا ورکونکي تیوب ما نا ترې اخستلی شو.

ستا سو د کمپوټر په مخه کې یووړوکی څراغ شتون لری چې د هارډیسک په نښان سره ښودل شوی. اوس نو کله چې تا سو کوم پروګرام یا پوستکا لی کا روی یعنې د پوستکا لي په کارولو بوخت یا ست او یا مو کوم پوستکالی تا زه چا لان کړۍ تر څو کار ترې واخلۍ په دې دواړو وختونوکې د هارډیسک Activity LED با ید وپړکیږي یا نې Flashing با ید وکړي. مګر که چیرې تاسو په پورتنیو داوړو حا لتونوکې قرار نه لری او بیا موهم د هارډیسکActivity LED په وار وار  پړکیږي نو ګمان کیږي چې ویروس Replication پیل کړی او دوام لري. په دې حال کې هم دAntivirus دپوستکالي چلول اړین بریښي.

۳- کمپیوټر ورځ له ورځې پڅ(Slow ) کیږي:که چیرې تا سوفکر کوی چې کمپیوټر مو ورځ په ورځ پڅیږي په دې مانا چې که چیرې ستاسو کمپیوټر مخکې په دودقیقو کې Boot کیدلو او اوس ډیر ځنډ با سي تر څو Boot شي او یا هم که چیرې ستا سو د Ms-Word پوستکالی مخکې په یوه دقیقه کې چا لانیدلو او اوس په ډیر ځنډ چا لانیږي نو د ویروس د شتون ډیره کره نښه کیدلای شي نو اړینه ده خپل د Antivirus پوستکا لی وچلوی. دا یوه ډیره کره او ټا کنیزه نښه ده چې ډیر دوستا ن له دې ستونزې څخه ماته شکا یت کوي.

۴- بې له کوم سببه د فایلونو خرابیدل او یا هم له منځه تلل:په عاموحالاتوکې نه کوم فا یل له ځا یه خراب وې اونه هم په خپله له منځه ځي حتی که چیرې په هارډیسک کې Bad Sector هم شتون ولري نو بیا هم دکوم فایل د خرابیدو او یا له منځه تللو شونتیا ډیره کمه ده. ویروس داوړ کارونه ډیر کوي په دې مانا چې کولای شي فا یل په بشپړه توګه له منځه یوسي او یا یي هم تر دې بریده خراب کړي چې د کارولو وړنه وي. که چیرې له تا سوهم له دې راز کارونو سره مخ کیږۍ نو داستاسوپه کمپیوټر کې د خورازیا نمن ویروس د شتون نښه ده. اړینه ده چې دهر څه دمخه خپل Antivirus پوستکا لی وچلوۍ.

۵- ډیر ځله کمپیوټر په ټپه دریږي(Hang):ډیر هغه پوستکا لي چې دBugs لرونکي وي کمپیوټر په ټپه دروي همدا راز د Mother Boardا و یا Memory دخرابي له امله هم کمپیوټرپه وار وار په ټپه دریږي او همداراز د ویروس شتون هم کولای شي کمپیوټر په ټپه ودروي. په دې حا لت کې هم خپل د Antivirus پوستکا لی وچلوۍ.

 په سپیڅلې کلیواله مینه ډاکټر ثواب الدین مخکښ

+ نوشته شوی په   Mon 28 Jul 2008ساعت 5:44 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د انټرنیټ اویا یوې ویب پا ڼې ادرس چې ځینې وختونه د URL(Uniform Resource Locator) په نوم هم یا دیږي له څلورو برخو جوړشوی:

۱- د پروتوکول نوم (پروتوکول د هغو معیا رونو او قوانینو ټولیزه ده کوم چې کمپیوټر د معلوما تو د راکړې ورکړې جوګه کوي.) 

۲- د سا یټ(Site) موقیعت

۳- د هغې ډلې نوم چې د نوموړي سا یټ د پا یښت چا رې پر غا ړه لري. 

۴- یو روستا ړی چې د یوه سازمان او یا هم د یوDomain ښکارندوی کوي لکه com,edu,gov اوداسې نور.

د نمونې په توګه دا http://www.benawa.com له څو لاند ینیو برخو جوړشوی:http : ددې ښکا رندویه دی چې دغه ویب سرورHypertext Transfer Protocol(HTTP)   کاروي. او که چیرې دhttp پرځایftp کاریدلی وای نوبیا مانا دا ده چې دغه ویب سرورFile Transfer Protocol څخه کار اخلي.www : دا دری توري د World Wide Web لنډون دی او د ارتې یا غوړیدلې نړیوالې شبکې په ما نا ده.‌benawa : دا په دې ما نا چې د غه ویب سرور په بینوا ډلې پورې اړه لری یا د ا چې دا ویب سرور د بینوا په اتحا دیه کې موقیعت لري.Com : ددې په مانا چې دا یو سوداګریزه ټولنه ده.

 ډاکټر ثواب الدین مخکښ

+ نوشته شوی په   Mon 28 Jul 2008ساعت 5:43 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

درنوخویندو اووروڼو ددغه کار دتر سره کولو لپاره باید تا سو په خپل کمپیوټر کې شته توکې ټول خوندي(Back up ) کړی ځکه دفارمټ نه وروسته به تا سو هر څه له لاسه ورکړی. ددغه کار په تر سره کولو کې دډیرې پاملرنې نه کار واخلی ما یواځې تاسو ته ددغه کار مسلکی لارې ښودلې دستا سو د توکیو(data) مسولیت زه په غاړه نه اخلم

دکمپیوټر په دې پراخه او ارته نړی کې داهم دډیرو ملګرو او وطنوالو لپاره یوه ستونزمن او پیچلی سرلیک دی ددغې لیکنې په ترڅ کې به په خپل ټول توان کوښښ وکړم ترڅو ددغه سرلیک لاندې ټول توکې درته روښانه کړم.ددغې سرلیک اړوند ډیر ویوکي (الفاظ) شته چې هر څوک یې په راز راز معنا ګانو پیژني د نمونې په ډولDisk Management ،Basic Disk ،Dynamic Disk ،Format Disk ،Disk Storage ،Disk Partition ،Partition ،Volume ،Drive ،Primary Partition ،Extended Partition ،Simple Volume ،Striped Volume ،Spanned Volume او داسې نور.څنګه کولای شو هارډدیسک په منطقي ډول نه په فزیکې ډول سنبال کړو.ددې لپاره چې وپوهیږو چې هارډډیسک څنګه کار کوي باید د هارډیسک پر فزیکي ځانګړتیاو برسیره پردې باید وپوهیږوچې څنګه کارنده سیستم(Operation System ) او  BIOS(Basic Input/Output System) له هارډیسک سره اړیکه ټینګوي(communicate ).داچې هارډډیسک څنګه په کمپیوټر کې ځای پر ځای کړو اوڅنګه کولای شو هغه ستونزې اوخنډونه چې وروسته له ځای پر ځای کولوته رامنځ ته کیږي له منځه یوسو پر دغه ټکې به ددې لیکنې په نورو برخو کې سره خبرې وکړو.په دغه برخه کې داچې یو File System څنګه کار کوي اوڅنګه کولای شو یو File System پر هارډدیسک باندې انسټال کړو وڅیړو. دلته به زده کړو چې په هارډډیسک کې باید کوم څیزونه شتون ولري ترڅو مونږوکولای شو دهغوی له لاري خپل سیستم Boot کړو.او Command Prompt (لکه C:/> ) ته لاره پیدا کړو. ددې لپاره چې دا موخه مو تر لاسه کړي وي نو باید پر هارډډیسک باندې File System انسټال وي.اوهغه فایلونه چې د کمپیوټر دBoot کولو لپاره اړین دې باید د هارډډیسک Root Directory  ته کا پې شي. دیادولو وړده چې په ورځني بازار کې شته  هارډیسکونه دجوړونکو کمپنیو په مټ د Low-Level په بڼه تیار فارمټ شوي با زار ته وړاندې کیږي.وروسته له دې چې هارډیسک مو په فزیکې توګه په  کمپیوټر کې ځای پر ځای کړ او دکمپیوټر BIOS هم وپیژندلو په دې مانا چې دهارډیسک Capacity یې په سمه توګه معلومه کړه نو زمونږ راتلونکې دنده به په هارډیسک کې د  File System انسټالول وي. په بازار کې دشته کارنده سیستمونو(OSs) لپاره د File System له پلوه دری غوراوي شته: FAT 16, FAT 32 اوNTFS .دویندوز ټول کارنده سیستمونه دFAT 16 څخه ملاتړ (support) کوي دلته د فایل سیستم په هکله ډیر څه ویل نه غواړم بلکه خبره داده چې که فایل سیستم هر یو وي خو هارډیسک باید په یوه لوړه کچه برخې برخې شي چې داډول برخو ته Partition ویل کیږي.دغه برخې (Partition) بیا په خپل ځان کې په نورو برخو ویشل کیږي چې دLogical Drives یا Volumes په نوم یادېږي کوم چې دیوه انګلیسي توري په نوم نومول کيږي لکه د سي(C Drive) یا ډي (D Drive) همداراز هر Logical Drive کولای شي خپل ځانګړی فایل سیستم ولري دکوم په مټ چې کولای شو په خپل Logical Drive  کې فا یلونه سنبال اوتنظیم کړو.اوس به درسره ډیر ددې په هکله چې  Partition او Logical Drive څنګه سمون مومي، کارنده سیستم (OS ) یې څنګه کاروي او دOS له کومو امرونو څخه کار واخلو تر څو خپل هارډډیسک فارمټ، پارټیشن او لمړی ځل کارونې ته چمتو کړو خبرې وکړم.کله موچې هارډډیسک په فزیکې توګه له خپل کمپیوټر سره ونښلولو ددې لپاره چې هارډدیسک مو دفایلونو دساتلو جوګه شي اړیا ست دا لاندې دری چارې له پامه ونه غورځوی: ۱- Low-Level- Format :داوړفارمټ په فزیکي توګه هارډیسک فارمټ کوي اوپه هارډیسک کې دTracks او Sectors درامنڅ ته کیدلو لامل کرځي لګه څنګه مې چې یاده کړه په ننیو هټیو کې شته هارډیسکونه دې کارته اړتیا نه لري ځکه چې جوړونکې کمپنی دا کار په خپله ترسره کوي.۲- Partitioning the HDD :که چیرې تاسو غواړی یواځې یو پارټیشن وکاروی،  بیا هم ددې کار کول اړین بریښي. داکار په لمړي سرکې په هارډډیسک کې دDOS په مټ دfdisk د امر په مرسته او همداراز په ویندوز کې دPartition table په نوم یو جدول ځای پر ځای کوي داجدول ښیې چې په نوموړي هارډډیسک کې څو پارټیشنونه شتون لري، موقیعت یې چیرې دی او کوم پارټیشن Boot Partition دی.همدارازfdisk دهر پارتیشن په دننه کې  Logical Drive رامنځ ته کولای اوپه انګلیسي حروفو یې نومولی شي.په ویندوز ۲۰۰۰ او ویندوز XP کې داکار تاسو د Disk Management  له لارې هم کولای شی همداراز داکار دRecovery Console له لارې د Diskpart دامر په کارولو سره  او همداراز په وینډوز XP کې د Command Prompt له لارې هم کولای شی. چې وروسته به یې په بشپړه توګه جاج واخلو.۳- High-Level-Format :داپروسه د هر Logical Drive لپاره فایل سیستم تر سره کوي.په دې مانا چېOS باید په هارډډیسک کې د هر شته Logical Drive لپاره داچاره تر سره کړي. څنګه چې Logical Drive فارمټ شي نو OS یوOS Boot Record ، یوه Root Directory اودFAT دوه کا پیانې دهر Logical Drive لپاره جوړوي.High level format دFormat دامر دکارولو له لارې اویاهم په Windows 2000 اوWindows XP کې دDisk Management دامر له لارې ترسره کيږي.په پورتنی برخه کې مو Partition Table یاد کړو دلته به لږ نور هم تم شو ددې په هکله به یو څه ووایو په هارډډیسک کې دا هم یو له مهمو څیزونو شمیرل کیږي. په ډیرو کارنده سیستمونو کې داجدول د۵۱۲ بایټونو په میچ اوږدوالی لري.اویوSector نیسي.کله چې کمپیوټر چالان شي دPOST(Power On Self Test) په وخت کې Partition table پروګرام دMaster Boot Record (MBR) په پیل کې ذخیره کیږي. اوپه خپله د Partition Table د روغوالی او بشپرټیا دچیک کولو دنده په غاړه لري.که چیرې Partition Table ددغه چیک په وخت کې کومه خرابې ومومې نو سیستم له Boot  کیدلو څخه مخنیوی کوي او ښیی چې ډیسک دکارولو وړنه دی.اوکه چیرې ددغه چیک په دوران کې کومه خرابې په ګوته نه شي نو لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه Boot Partition یا Active Partition په نښه او دپارټیشن له  Boot record څخه دBootstrap Loader پروګرام خپل کار پیلوي او کا رنده سیستم په منډه کیږي.ځینې وختونه MBR یا Master Boot Record دBoot Sector Virus په نامه دویروس تریرغل لاندې راځې چې د کارنده سیستم دBoot کیدلو مخه نیسي.ددغې ستونزې دله منځه وړلو لپاره دFdisk / MBR امر په Windows 9x اوپه Windows 2000/XP کې دfixmbr امر په کار اچول کیږي تر څو په MBR کې زیانمن شوي توکې ورغوي.

څه وخت د یوه ډ یسک د پارټیشن کولو اړتیا لید ل کیږي؟ددې لپاره چې ولې یو Drive پارټیشن کوومختلف لاملونه شتون لري.۱-کله چې دلمړي ځل لپاره هارډدیسک له خپل کمپیوټر سره ونښلوی نو ددې لپاره چې کار ورڅخه واخلی باید پارټیشن یې کړی.۲- ددې لپاره چې په یو وخت څو کارنده سیستمونه(OSs) په خپل کمپیوټر کې وکاروی نو باید ډیسک پارټیشن کړی.۳- که چيرې په کمپیوټر کې نښتی ډیسک مو وار په وار ناوړه پیغامونه (Error) درکوي نو اړیاست تاسو خپل ډیسک دوباره پارټیشن اوبیا هر Logical Drive فارمټ کړی.۴- که تاسو وارزوله چې ډیسک مو په ویروسونو ککړ شوی نو دخپلو اړینو توکیو خوندې کولو وروسته باید ډیسک مو پارتیشن او هر فارمټ کړی.۵- که غواړې چې خپل ډیسک له هر راز ناوړه او ناکاره توکه پاک سپیڅلی کړې نو خپل ډیسک باید پارټیشن او فارمت کړی. 

اوس به Disk Partition چې مسلکې ویوکې یې Disk Management  دی خبرې وکړو داکار په ټولیزډول په دوو برخو ویشو: ۱- Text Based  له لارې۲-  GUI (Graphical User Interface) له لارې.الف: دویندوز د انسټا لیشن په وخت کې:کله چې نوی کارنده سیستم انسټالوی نو کولی شی خپل ډیسک هم ورسره پارټیشن او فارمت کړی.ددې کار دکولو لپاره دالاندې چارې په وار سره په پام کې ونیسی:دیادونې وړده چې مونږ داکار د CD-ROM له لارې کوو په دې مانا چې په BIOS Setting کې مو باید Boot priority یانې First Boot کې مو باید CD-ROM غوره وي.۱- دویندوزXP د کارنده سیستم Bootable ډیسک په  CD-ROM کې واچوی اوخپل کمپیوټر ریسټارټ کړی.۲- اوس به مو دکمپیوټر په سکرین داپیغام راښکاره شي Press any key to boot from CD-ROM ددې پیغام له ښکاریدو سره سم په لیکدړې کې یوه تڼۍ کیمنډی.۳-  له یو څه ځنډ وروسته به تاسو ته په دالاندې بڼه یوه څیره ښکاره شي.په دغه پورتنۍ څیره کې لکه څنګه چې درته لارښوونه شوي دې څو مختلف غوراوي لرو:To set up Windows XP now, press ENTER.To repair a windows XP installation using Recovery Console, Press R.To quit Setup without installing Windows XP, press F3. تاسو به اوس لمړی غوراوی غوره کړی یانې د Enter تڼۍ به په لیکدړې کې کیمنډی. له یاده مو ونه وځې  چې وروسته د به Recovery Console له لارې به د diskpart دامر دکارولو لپاره بیرته همدغې څیرې ته راګرځواو له همدې څیرې څخه به دوهم غوراوی (To repair a windows XP … ) غوره کوو.

 اوس مو چې دEnter تڼۍ کیمنډله نو دالاندې څیره به درته راښکاره شي:

+ نوشته شوی په   Mon 28 Jul 2008ساعت 5:42 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

ګرانو دوستانوهسې خوشبکه دکمپیوټر په دې پراخه نړۍ کې یوه تخصصي برخه ده دکومې په هکله چې دهر اړخیزو خبر توکیو برابرول داوس لپاره زما له توان څخه  وتلی کار دی خو لکه څنګه موچې ددغه سرلیک په لومړۍ برخه کې یو څه مالومات درکړل کوښښ به وکړو په دوهمه برخه کې تاسو په دې وتوانوو چې دکور یا خپلې کوچنۍ سوداګریزې ادارې لپاره یوه کوچنۍ کمپیوټري شبکه جوړه اوسنبال کړی شی .ددې لپاره چې تاسو خپله شبکه جوړ ه کړی لمړی باید ځیر شی چې څه وړ شبکه باید جوړه کړم ځکه چې دکمپیوټري شبکې رامنځ ته کول تر ډیره ستاسو په اړتیاو اوهغو توښو(منابعو) پورې اړه لري چې تاسو یې په لاس کې لری .که کاري اړتیامو ډیره اوهمداراز هغه توښې چې دشبکې درامنځ ته کولو لپاره اړینې دي  هم په پراخه پیمانه په لاس کې ولری نوبیا باید دشبکې یو ه غښتلې بڼه په کار واچوی اوکه نه  نو خوارځواکې اودلږو شونتیاوو درلوودنکې شبکې ته مخه کړی . په هر صورت په لمړي سرکې باید دشبکې دالاندې ډولونه په پام کې ونیسی :
۱- Server-based(Client-based)
په دغه ډول کې یو يا څوکمپیوټرونه  دې ته ځانګړي کیږي چې په شبکه کې دنوروشته کمپیوټرونو لپاره دخبرتوکیو دبرابرولو، لیږد رالیږد اونورې ډیرې هغه چارې چې ورته ځانګړې شوي وي تر سره کړي اویاداچې دغه ځانګړی شوی کمپیوټر په شبکه کې دنورو کمپیوټرونو لپاره چوپړ وهي . ښه مثالونه یې په یوه کمپیوټرې شبکه کې Web Server اوPrint Server دي  اوس نو که ستاسو په شبکه کې څوک هم دکومې ویبپاڼې دراخلاصولو غوښتنه کوي اویا هم څوک دخبر توکیو چاپول غواړې نوددوی دغوښتنو ترسره کول دویب سرور اوپرنټ سرور دنده ده چې ورته ترسره کوي به یې نو ځکه وایو چې په دغه ډول شبکه کې ځانګړي کمپیوټرونو دنور لپاره دچوپړیانو دنده په غاړه لري .
۲- Peer(Peer-to-Peer)
په دې ډول شبکه کې کوم ځانګړی کمپیوټر شتون نه لري چې نوروته چوپړ ووهې بلکه هر کمپیوټر چې په شبکه کې شتون لري له خپلې لارې له نوروکمپیوټرو سره خبرتوکې شریکوي اوپه خپله دخپل ځان لپاره په شبکه کې چارې ترسره کوي .
۳-Hybrid
داډول شبکه دراز ،راز ډولونه څخه یوه اوډلې اواغږلې شبکه ده ځکه چې دشبکې هر ډول په ځانې توګه یوه نه یوه نیمګړتیا لري له همدې امله  کار پوهان دڅوشبکو دځینو ګټوروبرخو څخه یواوډلې  سیستم رامنځ ته کوي چې دHybrid په نوم یادېږي  همدالامل دی چې نن ورځ ډیر خلک له دغه ډول څخه ډیر کار اخلي
اوس به دشبکې دجوړولولپاره په یوبل اړین توکې خبرې وکړو اوهغه ته Topology وایي .

دشبکې ټوپولوژي (Network Topology)

دشبکې ټوپولوژي ،دشبکې دعناصرو(links ،Nodes اونورو) دسنبالښت اونقشه کښلو څخه عبارت دی  په ځانګړې توګه دفزیکي(رښتینیو)او منطقي (مجازي)نوډونو ترمنځ  یوله بل سره نښلیدل
(Nodes Interconnection) دسنبالښت او نقشه کښلو چارې تر مطالعې لاندې نیسي.
سیمیز جال (LAN ) دشبکې یو له هغو نمونو څخه دی چې دواړه فزیکي اومنطقي ټوپولوژیانې پکې څرګندې اودنندارې وړ دي. په یوه شبکه کې کیدای شي یو Node له یوه یا څو نورو نوډونو سره یو اویا څو  لینکونه(links ) ولري پس دغه لینکونه اونوډونه  دهندسي څیرو اویا ګرافونو په بڼه سنبالول او ترتیبول دشبکې دفزیکي ټوپولوژې  په نوم پيژنو همداډول دنوډونو ترمنځ دخبرتوکیو دلیږد رالیږد  دجریان  نقشه کښل دمنطقي ټوپولوژي  په نوم پیژندل کیږي. اړینه ده چې په پام کې ونیسو چې کیدای شي په ځینو ځانګړیو شبکو کې فزیکې اومنطقي ټوپولوژیانې  سره یو شان وي اوداهم شونې ده چې له یو بل سره دې توپیر ولري.
دراز راز شبکو ټوپولوژیانې  دنوموړو شبکو دنوډونو تر منځ دفزیکې اومنطقي نښلیدنو دConfiguration دنقشه کښلو او ګرافونو په  مټ څرګندیږي. له همدې امله له تخنیکې پلوه دشبکې ټوپولوژي  دګراف تیوري یوه برخه بلل کیږي. په دوو شبکو کې کیدای شي چې ټوپولوژیانې یو شان وي په داسې حال کې چې دنوموړو شبکو دنوډونو ترمنځ واټن،فزیکې یو له بل سره نښلیدنه
(Physical Interconnections) ،دخبر توکیو دلیږد رالیږد میچ اودسیګنالونو بڼې کیدای شي یوله بله سره  توپیر ولري
دټوپولوژیانو لومړني ډولونه :
دشبکې دعناصرود سنبالښت اونقشه کښلو سره دلومړنیو ټوپولوژیانو خبره راپورته کیږي دکومو له یو ځای کیدو څخه چې کیدای شی پیچلې ټوپولوژیانې رامنځ ته شي.(دورګه ټوپولوژیانې).دلومړنیو ټوپالوژیانو له ډلې څخه ډیرې مشهورې یې په دالاندې ډول دي:
» Bus
» Star 
» Ring
» Mesh
o برخه برخه نښلول شوی Mesh (Partially Connected Mesh/ simply mesh )
o بشپړ نښلول شوی Mesh (Fully Connected Mesh/simply fully  connected )
» Tree
» Hybrid
دشبکې دټوپولوژیانو ډل بندي :
دشبکې ټوپولو ژیانې په دریولومړنیو کتګوریو ویشل کیږي:
 فزیکي ټوپولوژیانې (Physical Topologies )
 سګنال ټوپولوژیانې (Signals Topologies )
 منطقي ټوپولوژیانې (Logical Topologies )
 که څه هم دسګنال ټوپولوژي او منطقي ټوپولوژي ترمنځ ډیر لږ توپیر شته مګر دغه توپیر نه شي کولای دادواړه ټوپولوژیانې یوله بله سره جلا کړي ،ډیر ځله خو دسګنال ټوپولوژی او منطقي ټوپولوژی  اصطلاح یو دبل لپاره کاریږي
فزیکي ټوپولوژیانې :
په شبکه کې دنوډونو نقشه کښل اوددوی ترمنځ فزیکې نښلول لکه دمزیواودشبکې دنورو توکیو په مټ دفزیکي ټوپولوژي  په نامه یادېږي . خوله دې څخه تیریږو مونږ دشبکې دلومړنیو ټوپولوژیو برخه تر څیړنې لاندې نیسو ځکه دابرخه به ګټوره وي اوتاسو ورسره په عملي ډګر کې لاس اوګریوان کیږی .
۱-Bus : په دغه ټوپولوژي کې یو عمومي غټ مزی کاریږي چې دواړه سرونه یې بندوي (Terminated ) داغټ مزی دشبکې دملادتیر په نامه یادیږي اوټول کمپیوټرونه نیغ په نیغه له دغه مزي سره نښلول کیږي .

Bus شبکه

دیادونې وړده چې دلته هر کمپیوټر خپل خبر توکې همدغه غټ مزي ته رالیږي اوټول کمپیوټرونه ورته غوږ اوسترګې کیږي هغه کمپیوټر چې خبر توکې ورلیږل شوي خپل خبر توکې له عمومې مزي څخه اخلي .پس په دغه ډول شبکه کې په عین وخت کې یوازې یو کمپیوټر یا بل توکی کولی شي خپل خبر توکې ولیږي اوتر ګوتوکړي کله چې دنوموړي کار سرته ورسید بیا بل اوورپسې بل اودالړی په دې ډول دوام کوي .په دې ډول ټوپولوژي کې دعمومې مزې سر دیوې وسیلې په مټ بندیږې چې دTerminator په نوم یادیږي اودادخبرتوکیو له خپراوي اوورکیدوڅخه مخنیوی کوي
۲-Star  :  لکه یې چې له نوم څخه ښکاره  ده په دغه ټوپولوژي کې کمپیوټرونه اونور وسایل له یوه مرکزي توکې سره نښلول کیږي چې دستوري بڼه ځانته غوره کوي . ځینې خلک دغه ټوپولوژي دیوه وټ له امله چې لري یې نه خوښوي اوهغه داچې لکه مخکې موچې وویل ټول توکې له یوه مرکزي توکې سره چې دHub یا Switch په نامه یادیږي نښتي وي اوس که دغه هب یا سویچ له کاره وغورزي ،ټوله شبکه له کاره لویږي اوکارنه کوي .

Star  شبکه

په دې ډول شبکه کې خبر توکي مخکې له دې چې خپل ځای ته ورسیږي لومړی باید له هغه توکې څخه چې ټول کمپیوټرونه پورې نښتي دي لکه هب ، سویچ ،رواټر اونورتیر شي اوبیا به خپل ځای ته رسیږي .
۳-Ring : ددغې ټوپولوژي له لارې کولای شو کمپیوټرونه اونورتوکې دمزیو دیوې کړی  له لارې سره ونښلوو. دBus ټوپولوژي په څیر دلته دمزیو ددواړو سرونوبندولو (Termination ) ته اړتیا نه لیدل کیږي . په دغه ټوپولوژي کښې سیګنال یا خبر توکې دهمدغه یوه مزې څخه چې کمپیوټرونه یې دکړۍ په څیر سره نښلولي تیریږي اوهمداراز ددغې کړی په ترڅ کې چې کوم کمپیوټرونه شتون لري له هغو څخه هم تیریږي تر څو خپل دپام وړ کمپیوټر ته ورسيږي . په دغه ټوپولوژې کې دیوه کمپیوټر ناکاره کیدل دټولې کړی دناکاره کیدلو لامل هم کیدای شي .

Ring شبکه

په دغه ډول ټوپولوژې کې کمپیوټرونه خبرتوکې(Data ) یوله بل سره لاس په لاس کوي تر څو دپام وړ کمپیوټر ته ورسیږي.
۴-Mesh : په دغه ډول ټوپولوژي کښې هر دوه کمپیوټره دجلا،جلا مزي په مټ سره نښتي وي  په دې ډول ټوپولوژي کښې که کوم کمپیوټر یا Node ناکاره شي نوره شبکه خپل کار ترسره کولای شي .دیادونې وړده چې داټوپولوژي اوس مهال په بې مزیو شبکو کې ډیره کاریږي .دغه ټوپولوژي ددې له امله چې لګښت پرې ډیر کیږي په هر ځای کښې نه کارول کیږي .

Mesh شبکه

داټوپولوژي دوه ډولونه لري :
۱- Fully-connected Messh
۲-Partial-connected Mesh
په لومړي ډول کښې به خامخا یوکمپیوټر له بل کمپيوټر یا وسیلې سره دجلامزي په مټ نښلول شوي وي اونیغ په نیغ به یوله بل سره اړیکه ټینګوي .مګر په دوهم ډول کښې ځینې کمپیوټرونه له ټولونوروکمپیوټرونو سره نښلول شوي اوځینې نوربیا یواځې له هغو کمپیوټرونه یا وسیلو سره نښلول شوي وي چې ډیر کار ورسره لري یا ترټولو ډیر خبرتوکې سره لیږدوي رالیږدوي .

په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ

+ نوشته شوی په   Mon 28 Jul 2008ساعت 5:41 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
له یو داسې انجینري انتظام څخه عبارت دی چې دکمپیوټري غونډالونواویا نوروکمپیوټر اړوندو وسایلو ترمنځ دنښلولو له چارو سره تړاولري .چې داوړ سره نښلیدونکي کمپوټري غونډالونه ،کمپوټري جال یا شبکه جوړوي . په داوړ جالونوکې لږترلږه دوه وسایل باید سره راګیروي چې له دغوداوړو وسایلو نه یویې معمولا کمپیوټر وي .داوسایل چې دیوه جال په بڼه له یوه بل سره نښتي وې کیدای شي له یوه بل څخه یوازې څومتره واټن ولري لکه دBluetooth له لارې سره نښتي وسایل ،یا هم کیدای شي له یوه بل څخه بې کچې ډیر واټن ولري لکه دانټرنیټ له لارې سره نښتي وسایل .
جال یا شبکه کله دمخابراتي اړیکو، کله دکمپیوټرپوهنې،کله دمعلوماتي تکنالوژۍ اوکله هم بیا دکمپیوټري انجینرۍ په لیکه کې درول کیږي .کمپیوټري جال ترډیره ددغو علمي اوانجینري انتظامونوپه تیوریکي اوعملي برخو(Applications) تکیه کوي نوپس وایو چې دکمپوټرونواونورواړوندو وسایلو یوتربله سره یوې نښتې ډلې ته کمپیوټرې جال وایو.ددې وړکمپیوټرې جالونو ښې نمونې ورځنی انټرنیټ، پراخ سیمیز جال(WAN) اویاهم سیمیزجال(LAN) دی . کورنی جال چې په یوه انګړ کې دوه یاڅو کمپوټرونه دکره مزیو په مټ سره نښلوي هم دکمپیوټرې شبکې یوه نمونه ګڼلی شو.
دوسایلو اوتوکیو دیوتر بل سره نښلولو اودیوه جال درامنځ ته کولو مفکوره له ډیرو وختونوراپدیخوا دخلکو په ذهنونو کې شتون درلود مګر دوخت په تیریدو سره دې مفکورې پرمختګ وکړ دتلویزونې چینلونو له جال نیولې خبره ان تر کمپوټرې جالونو راورسیده . کمپیوټرې جالونو دنړی والو پاملرنه ډیره ځانته راواړوله مګر خلک په دې لټه کې شول چې ددغو راز راز وسایلو اوتوکیو سره نښلول اوددوی دجالونو درامنځ ته کولو ترشاه څه موخه پرته ده؟ ایا داموخه به ګټوره وي اوکه نه؟دغو اودغو ته نورو ډیرو پوښتنو خپل ځوابونه پیدا کړل اوډیر پرمختګونه رامنځ ته شول. ددغو ټولو جالونو ترشاه یوه موخه پټه وه اوهغه دمالوماتو ،توکیو اوتوښو سره شریکول اوورته په ګډه توګه لاس رسی پیدا کول وه چې دShare ویو کی ورته کاریږي . داسې به وانګیرو چې مونږ ته کمپیوټر یونوی څیز دی غواړوپه هکله یې خورا ډیر مالوما ت تر لاسه کړو اوځان پرې پوه کړو نوددې کار لپاره مونږه اړیو چې له هغو ملګرو سره چې دکمپیوټر په نړۍ کې لوی لاس لري په یوه نه یوه ډول اړیکه ټینګه کړو اوورځنې دکمپیوټر په هکله مالوما ترلاسه کړو یا هم باید اړونده ښوونیزو ادارو ته مخه کړو ترڅو دکمپیوټر په هکله په زړه پورې اواړین مالومات ترلاسه کړو اویا هم په خپله که توان یې ولرو دکتابونو اونور توښو له لارې په دې هکله زده کړه کوو پس موخه داشوه چې ددغه کار لپاره له خلکو اواداروسره اړیکه ټینګه کړو اوځان ورسره په یوه نه یوه لاره ونښلو ترڅو هغوی دکمپیوټر اړوند مالومات اوتوښې چې زمونږ دزده کړي اړتیا ده له مونږ سره شریک او زمونږ په ګوتویې راکړي پس بیا هم موخه دمالوما تو او توښو سره شریکول اوورته ګډ لاس رسی شو. له دې خبرو څخه داسې ایسیږي چې دددې لپاره چې پوهه ،تجربې ، کړه وړه او توښې مو بو له بل سره شریکې کړې وي داړیکو، یوله بل سره دنښلیدو اړتیا جوتیږې چې داپه خپله دیوه جال اوشبکې درامنځ ته کیدواړتیا ښي. دجال یا شبکورامنځ ته کیدل دا پوښتنه چې څنګه کولای شو دشریکولو اویا دګډ لاس رسي له لارې معلومات،تجربې اوتوښې سره وکاروو؟ په خپله ځواب کړه. داسمه ده چې ځاني کمپیوټرونه هغه خورا پیاوړی توکي دې چې کولای شي چې په لوړه پیمانه معلومات ډیر ژر پروسیس اوپه ښه توګه سنبا ل کړي مګر داځاني کمپیوټرونه په یوه زرې توګه نشي کولای خپلو کارونکو ته توکې دګډ لاس رسي په مانا په رغنده اوګټوره توګه برابر کړي. دشبکو له رامنځ ته تګ څخه دمخه ددې دپاره چې کارونکی خپل اسناد (Documents) دلانور کار لپاره خپل بل ملګري یاملګرې ته ورکړي نو اړوه چې یا خویې چاپ (print) کړی اوهغه ته یې ورکړي اویا یې هم په یو ډیسک کې واخلې اوبیا یې هغه ته ورکړي. اویا هم که بل چا په دغه سند کې کوم ادلون بدلون راوستلی وای اسانه نه وه چې دغه بدلونه دې هم دغه سند ته ورګډ (Merge) شي. چې په دغه ډول دکمپیوټر کارول پخواو اوس هم د Stand-alone Environment په نوم یادیږي. مګر دکارونکو په فکر کې داراوګرځیدل چې څه به وشي که دغه ځاني کمپیوټرونه دمزیو په مټ سره ونښلوو اومالوماتو ته ګډ لاس رسی ولرو یا هم له دغې لارې په ګډه څوکارونکي له یوه چاپګر(Printer) څخه کارواخلو همداوو چې دامفکوره دعمل ډګر ته راووته او دکمپیوټرونو اونورو وسایلو داوړ سره نښلول یې دشبکې یا جال په نوم ونوماوه.
پس وایو چې کمپیوټري جال داسې یو غونډال دی چې مالوماتو ،توښو اووسایلو ته دګډ لاس رسي په موخه یو شمیر کمپیوټرونه یوله بل سره نښلوي .
شا لید:

دکمپیوټرې جالونو دراتګ څخه دمخه کوم چې دځینومخابراتي اړیکو په غونډال یې تکیه درلوده دکاروونکیو په مټ دګڼونکو ما شینونو اوپخوانیو کمپیوټرونو ترمنځ دښوونو اوخبرونودلیږد رالیږد په موخه یو رنګ اړیکه تر سره شوي وه.
George Stibitz د۱۹۴۰ زیږدیز کال دسپتامبر په میاشت کېی دیو مخابراتي ډوله (Teletype) ما شین په مټ دDartmouth له کالج څخه چې په New Hampshire کې دی دهغوستونزو خبرونې چې دخپل Model K له امله ورسره مخ وه خپل دپیچلو شمیرو ګڼونکې
(Complex Number Calculator) ته چې په نیویارک کې وه ولیږل اوپه دغه بڼه یې بیرته ورته پایله تر ګوتو کړ ه.په کال ۱۹۶۲ زیږدیز کې کله چې J.C.R. Licklider دARPA لپاره کار کول پیل کړنوموړي یوه کاري ډلې ته پرمختګ ورکړ چې دIntergalactic Network په نوم یادیده چې ARPANet ددغې ډلې زیږنده ده.ددغې ډلې ARPA (Advanced Research Project Agency) ګټې اودلچسپې دمخابراتي ډوله توکیو نښلول له کمپیوټر سره چې د Linking Output Systemsپه نوم یادیده ډیره وه.ځکه یې نوموړې داسې یوجال منځ ته راوړ چې دIntergalactic Network په نوم یې یا دکړ.
په ۱۹۶۴ زیږدیز کال کې پلټونکوپه Dartmouth کې دتیت اوپرک یا دلرې واټن کارونکو لپاره چې خورا غټ کمپیوټرې غونډالونه یې کارول یو دوخت دګډ لاس رسي یو غونډال جوړ کړ چې دDartmouth Time Sharing System په نوم یې ونوماوه. په همدغه کال دMIT دپلټونکو ډلې چې دGeneral Electric اوBell Labs ډلو لخوا حمایه کیدلو دDEC’s PDP-8 په نوم داسې کمپیوټر جوړکړترڅو دټیلفون رو(Route) پرې نښه کړي اوهمداراز وکولای شي دتیلیفون دسنبا لښت په چارو کې ترې ګټه واخلي.
په ۱۹۶۰ کلونو کې Leonard Kleinrock, Paul Baran اوDonald Davies په مستقله توګه وکولای شویوجاليز یا شبکيزغونډال جوړکړي کوم چې دمعلوماتو دوړلو راوړلو لپاره Datagram او Packet کاروي .چې دPacket switched کمپیوټري جال ترمنځ کاریږي.
په کال ۱۹۶۹ زیږدیز کې دکالیفورنیا پوهنتون چې په لاس انجلس کې میشت دی ، SRI چې په ستا نفورد(Stanford) کې میشت دی،دکالیفورنیا پوهنتون چې په Santa Barbara کې میشت دی او دیوتا(Utah) پوهنتون یوله بل سره دARPANet دجال دپیلامې په توګه چې 50kbit/s circuits سرعت یې وه یوله بل سره ونښلول شول. ددغو پوهنتونو اوکارځایونو ترمنځ داړیکو دټینګښت لپاره دکمپیوټري جالونواوتکنالوژیواړتیا جوته شوه دااړتیا ډیره شوه او دکمپیوټر دسختکالو، پوستکالو اوهمغاړیو توکیو منځ ته راتګ اوجوړښت دوام اوپراختیا پیدا کړه. داپراختیا دکورنیو کاروونکو په مټ دکمپیوټري جالونودډیر کارولوڅخه نسبت پلټونکو ته جوته شوه.
نن ورځ کمپیوټري جالونه دورځنیو اړیکتیایي غونډالونو زړی بلل کیږي. اړیکتیایي پرمختګ په څو تیرو لسیزو کې زښت ډیر شوچې دا دپراختیا انګازې بی له یوه داومداره پرمختلونکې کمپیوټري جال څخه ناشوني وي. مګر اوس پوښتنه داده چې په ننۍ ورځ کې ولې کمپیوټرې شبکې ته اړتیا لیدل کیږي یا په بله بڼه ولې مونږ کمپیوټري شبکه کاروو؟
په لمړي سرکې باید وویل شي چې کمپیوټري شبکې دکار اغیزناکي یا موثریت زیاتوي او همداراز په ټیټه بیه دخدمتونودوړاندې کولو لامل ګرځي خوبیا هم کمپیوټري شبکې دلاندینیو موخو دترګوتوکولولپاره کاریږي :
 مالوماتوته دګډلاس رسي لپاره(Sharing)
 پوستکالو اوسختکالوته دګډ لاس رسي لپاره
 له یوه ټاکلي مرکز څخه دکمپیوټرونو اونوروسایلود سنبالونې اوادارې لپاره
 له یوه ټاکلي ځای یا مرکز څخه دکارونکو اوکمپیوټري خدمتونو دملاتړکولو(Support) لپاره
په ډیره ځانګړې توګه که چیرې یو کمپیوټر دیوې کمپیوټري شبکې غړی وي کولای شو له لارې یې لاندې توکیو ته ګډ لاس رسی ولرو:
 اسناد لکه Memo ,spreadsheets, Invoicesاونور.
 بریښنالیکونه او مل پایلونه
 Word-Processing پوستکالي
 Project Tracking پوستکالي
 انځورونه،غږیږیا ویدیویي فایلونه
 روانې یا ژوندی غږیږي یا ویدیویي خپروني
 چاپګریا Printer
 فکس ماشینونه
 موډیمونه
 سې ډي رام ډرایونه یا نور بیځایه کیدونکې ډرایونه لکهZip او Jaz ډرایونه
 هارډیسکونه
دجال جوړونې لارې(Networking Methods) :
جال جوړونه دکمپیوټری چارو یوه پیچلې برخه ده کوم چې دننۍ معلوماتي اواړیکتیایې ټکنالوجې ستره سوداګریزه برخه جوړوي. بې له جال جوړنې څخه کیدای شي دنړۍ تقریبا ټولې اړیکتیایي چارې په ټپه ودریږي. داد جال جوړنې برکت دې چې تیلیفون،تلویزون ،انټرنیټ اوداسې نور خدمتونه پر مخ روان دي . په ننۍ نړۍ کې دجال جوړونې یا شبکو دوه عمده بڼې شتون لري :
سیمیز جال یاLocal Area Network(LAN) :
کمپیوټري شبکې دمیچ (size) او دندو له مخې په دوډلو ویشل کیږي له دې پلوه سیمیز جال (LAN) هغه دی چې په نسبې توګه لږه یا کوچنۍ سیمه تر پوښښ لاندې راولي یا داچې لږ شمیر خلکو ته خدمتونه برابوي. دوه کمپیوټرونه چې دیوه مزي په مټ سره نښتي وي هم کیدای شي LAN ورته ووایواوپه سلګونو کمپیوټرونه چې په یوه ځانګړی سیمه کې یوله بله سره نښتي وي هم کیدای شي په LAN یې ونوموو. له نورو کمپیوټري شبکو څخه دLAN جلاکوونکې ځانګړ تیا داده چې LAN تر یو ي محدودې جغرافیاوي سیمې پورې محدودوي. دوګړو اوکاروونکو دشمیر له پلوه په ننۍ نړی کې سیمیز جال د (Peer-to-Peer) او(Client-Server) په ډولو نو سره کاریږي. په لومړي ډول جال کې هر کاروونکی خپلې توښې له ټولو هغونورو کمپیوټرونو سره چې ددغه جال برخه ده نیغ په نیغه شریکوي یا دګډ لاس رسي زمینه ورته برابروي. ښه مثالونه یې کورنۍ جال دی چې په یوه انګړ کې کارول کيږي یا هم دکوچنیو دفترونو جالونه مګر په Client-Server ډوله جال کې هر کمپیوټر یا کارونکی له Server نومې کمپیوټر اوهمداراز دجال له نورو ټولو کمپیوټرونو سره نښتی وي. داډول جالونه Server نومي کمپیوټرونه چې راز ،راز ګنجا یشونه (Capacities) لري کاروي چې له دغه پلوه داServer نومي کمپیوټرونه په دووډلو ویشل کیږي :
۱- دیوه زریو خدمتونو سرورونه(Single-Service Servers)
۲- دګڼو خدمتونو سرورونه(Multiple-Services Servers)
په هغه جالونو کې چې سرور یوازې اویوازې یوه دنده پرغاړه لري د یوه زریو خدمتونو دسرور په نوم یادیږي لکه Print Server ،File Server اوداسې نور. اوپه هغه جالونو کې چې سرور دګڼوچارو دترسره کولو یا په بل عبارت دګڼو خدمتونو دبرابرولو دنده پر غاړه لري دګڼو خدمتونو دسرور په نوم یادیږي لکه یو سرور کیدای شي په یوه زرې توګه فایل سرور هم وي ، Print Server هم وي، ویب سرور هم وي اوداسي نور.په سیمیز جال کې کمپیوټرونه کیدای شي دایترنیټ دمزي(Ethernet Cable) په مټ نیغ په نیغه یو له بل سره ونښلول شي اویا همد کیدای شي دHub یا Switch نومېو وسا یلو له لارې یوله بل سره ونښلي چې په عین وخت کې کیدای شي ډیر کمپیوټرونه ددغو وسا یلو له لارې سره ونښلي.
پراخ سیمیز جال یا Wide Area Network(WAN) :
داسې یو جال چې یوه پراخه سیمه یا په نړیواله توګه کمپیوټرونه سره نښلوي په کوم کې چې په پراخه توګه راز ،راز توښې (Resources) په کار اچول شوي وي پراخ سیمیز جال ورته ویلی شویوه ښه نمونه یې هغه ګڼ هیوادیزه دسوداګرۍ چارې دې چې له پراخ سیمیز جال (WAN) څخه کار اخلې اوخپل سوداګریز مرکزونه چې په ګڼو ملکونو کې شتون لري یوله بل سره نښلوي. دپراخ سیمیز جال تر ټولو ستر ه اوښه نمونه ننی انټرنیټ دی. داسې هم ویلو شو چې ددغه پراخ سیمیز جال په مټ دنړۍ دیوه سر اوبل سر کمپیوټرونه سره نښلولی شو.اویا داچې پراخ سیمیز جال دهغو سیمیزوجالونو(LANs) ټولګه ده چې یو له بل سره نښتي دي. با ید وویل شي چې دنورو جالونو څخه د پراخ سیمیز جال جلاکوونکې ځانګړتیا داده چې داوړ جالونه هیڅ ډول جغرافیاوي سیمو پور ې محدود نه دي. پراخ سیمیز جال دیولړ پراخو او ګڼ شمیر تکنا لوجېو دسره راښکیلولو له لارې اړیکتیاوي برابروي کومې چې عبارت دي له :
۱- Point-to Point WANs لکه Point to Point Protocol(PPP)
۲-High-Level Data Link Control (HDLC)
۳- Frame Relay
۴- Asynchronous Transfer Mode(ATM)
۵-Synchronous Optical Network(Sonet)
۶-Integrated Services Digital Network(ISDN)
۷-Digital Subscriber Line(DSL)
۸- Modems
۹- T1,E1,T3,E3 اونور.
دغه پورتنۍ ټولې پنځه ټکنالوژۍ دپراخ سیمیز جال دتکنالوژیو WANs Technologies په نوم یادیږي. دغه پورتنۍ دپراخ سیمیز جال تکنالوژۍ د خبري توکیو(Data) دلیږدرالیږد له پلوه چې دbit په مټ میچ کیږي اوهمداراز دSwitching دوړتیاوو له پلوه له یوه بل سره توپیر کیدای شي
Point-to-Point WANs:
داډول دپراخ سیمیز جال ټکنالوژي په دوه ډوله کار کوي:
۱- Synchronously (په یوه وخت پیښیدونکې)
۲- Asynchronously (په یوه وخت نه پیښیدونکې)
Synchronous دبیټ دلیږلواورالیږلو هغه په ترتیب کړل شوی جریان ښیي چې دجریان دواړو غاړو (لیږونکي اوتر ګوتو کوونکي) ته یې وخت او سرعت په مجازي توګه سره مساوي وي .په دغه ټکنالوژۍ کې وسایل په خپل سري ډول (Automatically) خپل سرعت په منا سب ډول سره برابروي ، دجریا ن تیریدل اوراتیریدل په یوه link کې دولتاژونو ترمنځ دحالاتو له مخې ازمایل کیږي
په Asynchronous ټکنالوژۍ کې دبیټ دجریان دلیږد رالیږد لپاره ترتیب کړل شوی دوخت مساوات نه تر سترګو کیږي . همداراز په دغه ټکنالوژۍ کې دسرعت دمیچ دټاکلو اوبرابرولو لپاره هیڅ کومه ځانګړ تیا نه لیدل کیږي .
دData Service Unit(DSU) اوChannel Service Unit(CSU) اصطلاحګانې دکاروونکو او Telco (هغه ټول ګټی صنعت دی چې دټیلیفون خدمتونه خلکو ته برابروي.) تر منځ د Interface (هغه اله چې په منځګړ توب یې دوه غونډاله یوله بل سره اړیکه ټینګوي دانټر فیس په نوم یادیږي) په څیر کارول کیږي .ځینې وختونه CSU اوDSU دکاروونکې لخوا څخه وی او دهغه شته بلل کیږي دغه راز وسایل چې دکاروونکي(Customer) لخوابرابر شوي وي اودنوموړي مال وي دCustomer Premise Equipment(CPE) په نوم یادیږي .مګر ډیر ځله Telco(Telephone company) داوړ وسایل دپه کرایې ورکولو لپاره کارونکیو ته برابروي اویا یې په دوی(Telco) پورې اړوند سیمه کې ځای پر ځای کوي ترڅو کاروونکېو ترې کار واخلي .
دCSU(DSU) اوRouter ترمنځ Serial Interface کارول کیږي ، Telco بایدد CSU(DSU) له وسیلې سره دیوه مزي په مټ نښتې وي اودبلې غاړی دRouter لپاره بایددCSU(DSU) سره ورته configuration ولري داوړ سره نښلول اوټکنالوژې دPoint-to-Point WAN link رامنځ ته کوي .
په پام کې نیول شوې چې CSU بایددخبرتوکیواړیکتیایي وسیله
(Data Communications Equipment) یانې DCE وي .دغه وسیله Routers (the DTE) ته د
Clocking signal اسانتیا برابروي ترڅو راوټرونه وکولای شی په سم میچ دخبرتوکیو لیږد رالیږد ترسره کړي. هغه وسیله چې Clocking ترګوتو کوي DTE(Data Terminal Equipment) بلل کیږي .
که څه هم دDSU اوCSU اصطلاحات یوبل ته کارول کیږي مګر بیا هم دDSU اصطلاح دراوټر لپاره کاریږي .
ددې لپار ه چې دیوه link په داواړو سرونو یا خواکې راوټرونه سره ونښلوودDTE اوDCE سیریال مزی
(Serial cable) کارول کیږي .دDTE او DCE دسیریال مزیو ترمنځ با ید چې Cross-Connection شتون ولري.ددې لپاره ډیره اغیزناکه اوپرځای هغه دEthernet دCross-over مزي اصطلاح ده.
ددې لپاره چې دخبر توکیو لیږ درالیږد تر سره کړو اودFull-duplex اړیکتیایې غونډال څخه پوره ګټه واخلو نو دDTE مزی چې دلیږد لپاره (Tx) اودترګوتو کولو لپاره د(Rx) دمزیو جوړې لري دادRx اوTx دمزیو جوړې په DCE مزي بدلوي.

[Router 1------ [DTE Serial] ——Swap Tx and Rx—— [DCE Serial] —— [Router 2]
دڅلورو مزیو سرکټ عبارت له هغه لاین څخه دی چې دTelco څخه راځي ، داڅلور سیمان داسې یوله بل سره تاو(Twisted) شوي دې چې دوه جوړې مزې ترې جوړیږي. ددغه دووجوړو څخه یوه جوړه مزي دخبرتوکیو دلیږد اوبله جوړه دخبرتوکیو دترګوتو کولو دنده پر غاړه لري . داسې یوه تکنالوژي چې په عین وخت کې دخبر توکیو لیږد رالیږد ترسه کړی شي د Full-duplex اړیکتیایي تکنالوژی په نوم یادیږي .
Point-to-Point پراخ جالونه له T1 1.544Mbpsسرعت اوله دغه څخه په لوړ سرعت هم کاروکوي. اروپا د2.048Mbps اوله دې څخه هم په لوړسرعت سره تکنالوژي وړاندې کوي چې دE1 په نوم یادیږي .
په بنسټیزه توګه E1 هغه چینلونه چې 32 34kbps سرعت لري کاروي اوT1 هغه چینلونه چې
24 64kbps سرعت لري کاروي.
دپراخ سیمیز جال په هکله دلاډیرو معلوماتو لپاره په د Frame Relay,ATM او Sonet برخې ولولۍ .
بې مزیو جالونه(WLAN,WWAN) :
په بسټیزه توګه بې مزیو جال له سیمیزجال(LAN) اوپراخ سیمیز جال(WAN) سره یو شان دی مګر په بې مزي جال کې دکمپیوټرونو او سرور ترمنځ مزی شتون نه لري . په بې مزیو جالونو کې د خبري توکېولیږد رالیږد دڅو رادیو ترانیسورونو(Radio Transceivers) په مټ ترسره کیږي په هغه ځایو کې چې دمزیو غځول ګران(قیمت) اوله کړاوه ډک کاروي داوړ بې مزیو جالونه ډیر ګټوردي. دلاډیرو مالوماتو لپاره د بې مزي سیمیز جال(Wireless LAN) اوبې مزي پراخ سیمیزجال(Wireless WAN) برخې وګورۍ.
ددې لپاره چې دکمپیوټرونو ترمنځ اړیکه رامنځ ته کړو بایدله Medium (هغه وسیله چې په مټ یې دخبرې توکیو لیږد رالیږد سرته رسولی شو لکه مزی، هوا اونور) څخه کار واخلو.دامیډیم عبارت دې له :
پروتوکولونو،فزیکې راوټرونه، ایترنیټ(Ethernet) اونورڅخه.
دادOpen Systems Interconnection تر پوښښ لاندې دی کوم چې ټولې هغه پروسې چې دمالوماتو دلیږلو رالیږلو شونتیا رامنځ ته کوي په ځان کې لري .


ډاکټر ثواب الدین مخکښ

+ نوشته شوی په   Mon 28 Jul 2008ساعت 5:14 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
ښاغلى کرزى صاحب سلامونه
زېرى مې درباندې دادى زه پښتون وم خو اوس  هزاره شوم ، حيرانېږه مه ، له شيخ محسني،  محقق، خليلي او انوري صاحب څخه مې وړاندې  ځکه پر تازېرى وکړ چې پوهېږم  ته له دوى څخه هم ډېر په دې قوم زهيرېږي   او ښايي دې قوم  به دنړۍ په تاريخ کې ستا په څېر  تر مورمهربانه دايي نه وي ليدلې .
دجنس دبدلون ،  دتابعيت دبدلون ،دنه نوم دبدلون  به دې اورېدلي وي خو دادى له ماڅخه دقوم او هويت دبدلون  خبر هم واوره . که څه هم دادزهرو غړپ دى خو له مجبوريته ورته غاړه ږدم .
ګوره زه پدې خاطر نه يم هزاره شوى چې ګوندې داقوم کوم مذهبي فضيلت لري زه ديو مسلمان په توګه پدې باور يم چې هېڅ کوم قوم په بل قوم غوره والى نلري په اسلام کې دغوره والي معيار تقوا ده، زه متعصبه هم نه يم . ځکه تعصب او وچ په وچه ځان يا خپل قوم په نورو لوړ ګڼل ناپوهي ده . رسول الله فرمايي چې متعصبه خلک  زما له ډلې څخه نه دي.
 څرنګه چې پښتون پر هزاره لوړ نه بولم  همداراز هزاره هم پر پښتون لوړ نه ګڼم  زه پوهېږم چې عقبى دمتقيانو ښه وي هغه که هزاره وي او که پښتون.  داخرت خبرې به په اخرت کې کوو  او نه زه ددې لپاره هزاره کېږم چې اخرت مې ښه شي خو داچې اوس خپل قوم او خپله ژبه پرېږدم او هزاره کېږم لامل يې دادى چې په دې کې مې مادي او دنيوي ګټه ده
(( په دنيا ښه راسره وکړه __ په اخرت کې دهرچابېل دي کورونه)) .
 زه افغان يم ،اړ يم چې په افغانستان کې واوسم دلته په ټولنه کې ژوند وکړم ، پرمختګ وکړم ، ارام  اوهوسا ژوند ولرم . له بچيانو او دوستانو سره مې راتلونکې تضمين وي خو پدې باوري يم چې ترڅو پښتو وايم اوځان پښتون بولم نو  ستا په نظام او ستا په شتون کې دې موخو ته رسېدلى نشم . ستا په شتون کې دې  موخې ته درسېدلو يواځينۍ لار له پښتون سره  داړيکو پرېکون او بل قوم او په ځانګړې توګه هزاره توب ته  اوښتون دى. ګوره زه بې دليله  ( ويداوت دې ريزن ) نه غږېږم زه ثبوت نه ، بلکې ثبوتونه  لرم مثلاً اوس چې زه پښتون يم  نو له هرې خوا  وژل کېږم ،  تړل کېږم  توهين مې  کېږي ، بهرني ځواکونه  مې دالقاعده  ترورست او ددولت او نظام دمخالف په نوم وژني او دانور مې بيا دجاسوس او ددولت دمرستندوى په نوم .
ښوونځي زما سوځول کېږي ،  له بيا رغونې او پرمختګ  څخه بې برخې زه  يم ، اولاد مې  نالوستي او لنډه غر لويېږي ، دامنيت دنشتوالي په پلمه مې څوک سيمه کې يوه خښته هم نه ږدي ، لا هم راته اور کرل کېږي ، خپل ورونه يې پخپلو کې اچولي يو او دوى مو ننداره کوي ،دژينوسايډ پاليسي زما پر ضد  عملي کېږي ، په ودونو مې بمبارد کېږي ، هره ورځ مې لسګونه ښځينه ،کوچنيان سپين ږيري او بې ګناه ځوانان وژل کېږي، څوک يې په کيسه کې هم نه وي او که ستا دترحم او عاطفې سمندر ډېر توپاني شي نو بيا مې  دمړي بيه يولک او دټپي بيه  ٥٠ زره افغانۍ راته ټاکې او دامېلمانه کاکاګان خو ځان هم راباندې نه پوهوي چې دا مو انسانان مړه کړل  او که فارمي چرګان .
سره له دې چې  دهېواد ٦٥ په سلوکې نفوس زما په قوم پورې اړوند دى خو په پلازمينه کې مې څوک په خپلې ژبې  ليکلو او غږېدلو ته هم  نه پرېږدي .
 خو که له خيره  هزاره شم نوبيا به مې مزې  وې ، له پورتنيو ټولو ستونزو څخه  خو به له يوې مخې خلاص شم . له دې پرته به له ډېرو نورو امتيازاتو او خوندونو څخه هم  بر خمن شم .  بيا هم مثلاً : دنفوسو سلنه به مې لس هم نه وي خو له ٦٥ به ډېر امتياز ترلاسه کوم ، ولسوالۍ ګانې به  مې راته ولايتونه شي   ، بوديجه  او په پارلمان  کې  دغړيو ونډه به مې تر نورو ډېره وي ، له قانون به فوق او مستثنى يم، تاته ، دافغانستان  ملي مشرانولکه احمدشاه بابا، ميرويس نيکه ،اميرعبدالرحمن خان  امير امان الله خان ، سردار نادر خان او نورو ته به  ښکنځل کوم ،  دا فغانستان تاريخ به تورداغ او شرموونکى بولم  ، داملي اتلان به ظالمان ، مستبدين او پښتون به وحشي قوم  بولم   خوڅوک به رانه پوښتنه هم نشي کولى ، هم به دې پرضد جبهې جوړوم هم به راته امتياز راکوې، هم  به ستا دامنيتي چارواکيو  دګواښونو او خبرداريوپروا نه کوم  او په سرتمبګۍ به  ستا پرضد خلک تحريکوم ، لاريونونه به کوم،( مرګ به کرزى،ماکرزى را نه محقق را ميخواهم) شعارونه به  ورکوم   او هم به راته دمحقق په څېر په اتيازروډالرو  دزره ضد موټر اخلې،
چې پښتون او کوچى واوسم نو مجبور يم چې ستا په يوه اشاره په څو ساعتونو کې خپلې پلرنۍ ځمکې پرېږدم  ،کډې ترې په شا او په سره اوړي کې  ژمنيو سيمو ته لاړ شم خو چې هزاره واوسم نوبيابه مې      خبره هم سپره  وي ،په  ناحقه به  دجايدادونو خاوند هم يم او ستاددولت دممانعت برسېره به نرغوندې ستا پرضدلاريون هم کوم .
هم به دې مرستيال يم هم به دې له اپوزيسيون سره کار کوم ،هم به په ښکاره دهزارستان نقشې او دافغانستان  دوېش پلانونه  جوړوم دباميانو کوڅې او واټونه  به دايرانيو ايت الله ګانو په نومونو نوموم ، ستاپرځاى به په اداراتو کې ددوى عکسونه  ځړوم ،  ستا داساسي قانون پرضد به  ايراني اصطلاحات کاروم ،ايرانى کولتور به رايجوم اوهم به ستا ترزنې لاندې ناست  يم او زما له مشورې اوخوښې پرته به هېڅ کار هم نشې  کولى .
هم به يوه رايه نه درکوم هم به دې مرستيال  ټاکل کېږم، په ناقانونه توګه  به په پلازمېنه کې  خپل ورورته  دخلکوشخصي قباله يي  ٢٠٠٠ جريبه ځمکه ورکوم چې ځانته يې وپلوري او ځانته پکې ښارګوټى جوړکړي ، څو وزارتونه  او لايتونه   به راکول کېږي،دملي يووالي پرضد  به کارونه  هم کوم او ستايل کېږم به هم ،  دخلکو په سرونو به ٦ انچه ميخونه هم ټک وهم ، رقص مرده  به  هم کوم ( مړي به  ګډوم ) دنورو قومونو له اتباعو به تيونه هم غوڅوم خو بيا به مې هم تربوداستره  مجسمه   دنمانځنې او درناوي لپاره  په  کابل کې  ودرول کېږي .   
په پلازمينه کې به داحمدشاه  بابا ، سيدنورمحمدشاه ، شاشهيد په څېر پښتون مېشتو سيمو کې يو کيلومتر سړک هم نه وي پوخ شوى. برېښنا، روغتونونه او نور خوپرېږده   خوزما په سيمو   دشت برچي ، کلاى شاده ، پول سوخته ،دريمه کارتې  او کارته سخي( جمال مېنه)  کې به   ٤٠ متره سړکونه ، روغتونه ، برېښنااونور هرڅه   جوړشوي وي.
زه به په هرات ، مزار، کابل ، بغلان ان لښکرګاه کې  په دولتي او دخلکو په شخصي ځمکو  خپل قام ته ښارګوټي جوړوم او لګښت به يې هم له تا ، هم له ايران او هم له اغاخان څخه اخلم . خوکه  پښتنو ته  خپلې ثابتې  پلرنۍ شخصي او قبالوي ځمکې ورکول شوې نو بيا به لاريون هم کوم ، چيغې به وهم، هغوى به هم وژنم او تاته به هم  فاشست وايم .
کرزى صاحب ! له دې بل ښه او ستر امتياز  څه شى دى چې زموږ هزاره ګانو  دخوښۍ لپاره دې دکوچيانو په سل کلنو او يونيم سل کلنو  قبالو ستر ګې پټې،له  خپلو جايدادونودې بې برخې او دسترګو په رپ کې دې له بهسودو ووېستل.
دازموږ لپاره څومره دخوښۍ وړ خبر ده چې  کوچيان مو له بهسودو، داى ميرداد، اجرستان او ناور څخه ستاد وسلې او رينجر په زور ووېستل ،
موږ که هرڅومره دکوچيانو په اړه سپکه ژبه کاروواو قام ته يې دکوچيګرۍ نوم  ورکوو خو هېڅوک راته خوله هم نشي چوله کولى خو که هغوى موږ ته هزاره ګري وايي نو بيا ستا لخوا دملي يووالي ضد حرکتونوباندې تورنېږي .
ښاغليه ! ګوره هسې  وړيا او بې مطلبه نه هزاره کېږم ، ګټې مې پکې دي ، پوهېږم  چې ستا په شتون کې  مې اخر هم  دملي هويت او ژبې پر جغرافيه نقشه راځي  او له هرڅه خلاصېږم .
ګوره په ايران کې به له ٤٠ ميليونو ډېر سنيان وي خو نه يې چا مذهب رسمي کړ او نه کلتور،خو دلته ان تا  په يو  لاس کې دوه هندواڼې ونيولې او هغه سياسي بدعت دې وکړ چې سارى يې په نړۍ کې نه ليدل کېږي ، واه واه يو هېواد دوه   قانونه ، يوه محکمه دوه مذهبه (  حنفيت او جعفريت )
هم به ايران خورم هم به امريکالوشم، که لورابوش هم افغانستان ته راشي نو ستا پاملرنه ماته وي باميانو ته يې رالېږي او که دنړيوال بانک رئيس هم .
ايران هم راته سلګونه ، ښوونځي  مدرسې، کلتوري مرکزونه ،  روغتونونه پلونه سړکونه اودقم په څېر لوى لوى پوهنتونونه  جوړ کړل ته په دريمه کارته  کې  دخاتم النبيين په نوم دخوشحال بابا دلېسې  پر ملکيت  دايران دلسګونو ميليونو ډالرو په لګښت  جوړې شوې  څو پوړېزې ودانۍ وګوره چې عقل دې له سر څخه والوځي
. رښتيا دپښتنو داشتمني خو هم ستا دلطف له برکته زموږ شوه   
  همداراز د اغاخان او ايران په مرسته به  دڅو تلويزيوني چينلونو، راديوګانواو ورځپاڼوخاوندهم يم  ،  او٢٤  ساعته برېښنابه هم لرم
ښاغليه ! داچې زه اوس قوم او نژاد بدلوم  نوغواړم  چې دامراسم ستا په مبارک لاس ترسره شي  ځکه وړاندې مو وويل چې  ته ترمحسني او خليلي هم په دې قوم ډېر مهربانه يې ،خو باور مې نشي چې ته به  دامنيتي  ستونزوله کبله  دې مراسموته کومې تکيه خانې ته راشې ، ښه داده چې زه تاته  ارګ ته درشم خو اورېدلي مي دي چې هلته ډېره سخته تالاشي ده او ان په سپيو هم خلک لټول کېږي  نو مهرباني وکړه  زما دنوي قوم په احترام خو دې کم ترکمه زما ددرتللو په وخت کې دا د ارګ ددروازې سپيان وتړه .

محمدحسن حقيار  

+ نوشته شوی په   Mon 28 Jul 2008ساعت 2:18 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
له یو داسې انجینري انتظام څخه عبارت دی چې دکمپیوټري غونډالونواویا نوروکمپیوټر اړوندو وسایلو ترمنځ دنښلولو له چارو سره تړاولري .چې داوړ سره نښلیدونکي کمپوټري غونډالونه ،کمپوټري جال یا شبکه جوړوي . په داوړ جالونوکې لږترلږه دوه وسایل باید سره راګیروي چې له دغوداوړو وسایلو نه یویې معمولا کمپیوټر وي .داوسایل چې دیوه جال په بڼه له یوه بل سره نښتي وې کیدای شي له یوه بل څخه یوازې څومتره واټن ولري لکه دBluetooth له لارې سره نښتي وسایل ،یا هم کیدای شي له یوه بل څخه بې کچې ډیر واټن ولري لکه دانټرنیټ له لارې سره نښتي وسایل .
جال یا شبکه کله دمخابراتي اړیکو، کله دکمپیوټرپوهنې،کله دمعلوماتي تکنالوژۍ اوکله هم بیا دکمپیوټري انجینرۍ په لیکه کې درول کیږي .کمپیوټري جال ترډیره ددغو علمي اوانجینري انتظامونوپه تیوریکي اوعملي برخو(Applications) تکیه کوي نوپس وایو چې دکمپوټرونواونورواړوندو وسایلو یوتربله سره یوې نښتې ډلې ته کمپیوټرې جال وایو.ددې وړکمپیوټرې جالونو ښې نمونې ورځنی انټرنیټ، پراخ سیمیز جال(WAN) اویاهم سیمیزجال(LAN) دی . کورنی جال چې په یوه انګړ کې دوه یاڅو کمپوټرونه دکره مزیو په مټ سره نښلوي هم دکمپیوټرې شبکې یوه نمونه ګڼلی شو.
دوسایلو اوتوکیو دیوتر بل سره نښلولو اودیوه جال درامنځ ته کولو مفکوره له ډیرو وختونوراپدیخوا دخلکو په ذهنونو کې شتون درلود مګر دوخت په تیریدو سره دې مفکورې پرمختګ وکړ دتلویزونې چینلونو له جال نیولې خبره ان تر کمپوټرې جالونو راورسیده . کمپیوټرې جالونو دنړی والو پاملرنه ډیره ځانته راواړوله مګر خلک په دې لټه کې شول چې ددغو راز راز وسایلو اوتوکیو سره نښلول اوددوی دجالونو درامنځ ته کولو ترشاه څه موخه پرته ده؟ ایا داموخه به ګټوره وي اوکه نه؟دغو اودغو ته نورو ډیرو پوښتنو خپل ځوابونه پیدا کړل اوډیر پرمختګونه رامنځ ته شول. ددغو ټولو جالونو ترشاه یوه موخه پټه وه اوهغه دمالوماتو ،توکیو اوتوښو سره شریکول اوورته په ګډه توګه لاس رسی پیدا کول وه چې دShare ویو کی ورته کاریږي . داسې به وانګیرو چې مونږ ته کمپیوټر یونوی څیز دی غواړوپه هکله یې خورا ډیر مالوما ت تر لاسه کړو اوځان پرې پوه کړو نوددې کار لپاره مونږه اړیو چې له هغو ملګرو سره چې دکمپیوټر په نړۍ کې لوی لاس لري په یوه نه یوه ډول اړیکه ټینګه کړو اوورځنې دکمپیوټر په هکله مالوما ترلاسه کړو یا هم باید اړونده ښوونیزو ادارو ته مخه کړو ترڅو دکمپیوټر په هکله په زړه پورې اواړین مالومات ترلاسه کړو اویا هم په خپله که توان یې ولرو دکتابونو اونور توښو له لارې په دې هکله زده کړه کوو پس موخه داشوه چې ددغه کار لپاره له خلکو اواداروسره اړیکه ټینګه کړو اوځان ورسره په یوه نه یوه لاره ونښلو ترڅو هغوی دکمپیوټر اړوند مالومات اوتوښې چې زمونږ دزده کړي اړتیا ده له مونږ سره شریک او زمونږ په ګوتویې راکړي پس بیا هم موخه دمالوما تو او توښو سره شریکول اوورته ګډ لاس رسی شو. له دې خبرو څخه داسې ایسیږي چې دددې لپاره چې پوهه ،تجربې ، کړه وړه او توښې مو بو له بل سره شریکې کړې وي داړیکو، یوله بل سره دنښلیدو اړتیا جوتیږې چې داپه خپله دیوه جال اوشبکې درامنځ ته کیدواړتیا ښي. دجال یا شبکورامنځ ته کیدل دا پوښتنه چې څنګه کولای شو دشریکولو اویا دګډ لاس رسي له لارې معلومات،تجربې اوتوښې سره وکاروو؟ په خپله ځواب کړه. داسمه ده چې ځاني کمپیوټرونه هغه خورا پیاوړی توکي دې چې کولای شي چې په لوړه پیمانه معلومات ډیر ژر پروسیس اوپه ښه توګه سنبا ل کړي مګر داځاني کمپیوټرونه په یوه زرې توګه نشي کولای خپلو کارونکو ته توکې دګډ لاس رسي په مانا په رغنده اوګټوره توګه برابر کړي. دشبکو له رامنځ ته تګ څخه دمخه ددې دپاره چې کارونکی خپل اسناد (Documents) دلانور کار لپاره خپل بل ملګري یاملګرې ته ورکړي نو اړوه چې یا خویې چاپ (print) کړی اوهغه ته یې ورکړي اویا یې هم په یو ډیسک کې واخلې اوبیا یې هغه ته ورکړي. اویا هم که بل چا په دغه سند کې کوم ادلون بدلون راوستلی وای اسانه نه وه چې دغه بدلونه دې هم دغه سند ته ورګډ (Merge) شي. چې په دغه ډول دکمپیوټر کارول پخواو اوس هم د Stand-alone Environment په نوم یادیږي. مګر دکارونکو په فکر کې داراوګرځیدل چې څه به وشي که دغه ځاني کمپیوټرونه دمزیو په مټ سره ونښلوو اومالوماتو ته ګډ لاس رسی ولرو یا هم له دغې لارې په ګډه څوکارونکي له یوه چاپګر(Printer) څخه کارواخلو همداوو چې دامفکوره دعمل ډګر ته راووته او دکمپیوټرونو اونورو وسایلو داوړ سره نښلول یې دشبکې یا جال په نوم ونوماوه.
پس وایو چې کمپیوټري جال داسې یو غونډال دی چې مالوماتو ،توښو اووسایلو ته دګډ لاس رسي په موخه یو شمیر کمپیوټرونه یوله بل سره نښلوي .
شا لید:

دکمپیوټرې جالونو دراتګ څخه دمخه کوم چې دځینومخابراتي اړیکو په غونډال یې تکیه درلوده دکاروونکیو په مټ دګڼونکو ما شینونو اوپخوانیو کمپیوټرونو ترمنځ دښوونو اوخبرونودلیږد رالیږد په موخه یو رنګ اړیکه تر سره شوي وه.
George Stibitz د۱۹۴۰ زیږدیز کال دسپتامبر په میاشت کېی دیو مخابراتي ډوله (Teletype) ما شین په مټ دDartmouth له کالج څخه چې په New Hampshire کې دی دهغوستونزو خبرونې چې دخپل Model K له امله ورسره مخ وه خپل دپیچلو شمیرو ګڼونکې
(Complex Number Calculator) ته چې په نیویارک کې وه ولیږل اوپه دغه بڼه یې بیرته ورته پایله تر ګوتو کړ ه.په کال ۱۹۶۲ زیږدیز کې کله چې J.C.R. Licklider دARPA لپاره کار کول پیل کړنوموړي یوه کاري ډلې ته پرمختګ ورکړ چې دIntergalactic Network په نوم یادیده چې ARPANet ددغې ډلې زیږنده ده.ددغې ډلې ARPA (Advanced Research Project Agency) ګټې اودلچسپې دمخابراتي ډوله توکیو نښلول له کمپیوټر سره چې د Linking Output Systemsپه نوم یادیده ډیره وه.ځکه یې نوموړې داسې یوجال منځ ته راوړ چې دIntergalactic Network په نوم یې یا دکړ.
په ۱۹۶۴ زیږدیز کال کې پلټونکوپه Dartmouth کې دتیت اوپرک یا دلرې واټن کارونکو لپاره چې خورا غټ کمپیوټرې غونډالونه یې کارول یو دوخت دګډ لاس رسي یو غونډال جوړ کړ چې دDartmouth Time Sharing System په نوم یې ونوماوه. په همدغه کال دMIT دپلټونکو ډلې چې دGeneral Electric اوBell Labs ډلو لخوا حمایه کیدلو دDEC’s PDP-8 په نوم داسې کمپیوټر جوړکړترڅو دټیلفون رو(Route) پرې نښه کړي اوهمداراز وکولای شي دتیلیفون دسنبا لښت په چارو کې ترې ګټه واخلي.
په ۱۹۶۰ کلونو کې Leonard Kleinrock, Paul Baran اوDonald Davies په مستقله توګه وکولای شویوجاليز یا شبکيزغونډال جوړکړي کوم چې دمعلوماتو دوړلو راوړلو لپاره Datagram او Packet کاروي .چې دPacket switched کمپیوټري جال ترمنځ کاریږي.
په کال ۱۹۶۹ زیږدیز کې دکالیفورنیا پوهنتون چې په لاس انجلس کې میشت دی ، SRI چې په ستا نفورد(Stanford) کې میشت دی،دکالیفورنیا پوهنتون چې په Santa Barbara کې میشت دی او دیوتا(Utah) پوهنتون یوله بل سره دARPANet دجال دپیلامې په توګه چې 50kbit/s circuits سرعت یې وه یوله بل سره ونښلول شول. ددغو پوهنتونو اوکارځایونو ترمنځ داړیکو دټینګښت لپاره دکمپیوټري جالونواوتکنالوژیواړتیا جوته شوه دااړتیا ډیره شوه او دکمپیوټر دسختکالو، پوستکالو اوهمغاړیو توکیو منځ ته راتګ اوجوړښت دوام اوپراختیا پیدا کړه. داپراختیا دکورنیو کاروونکو په مټ دکمپیوټري جالونودډیر کارولوڅخه نسبت پلټونکو ته جوته شوه.
نن ورځ کمپیوټري جالونه دورځنیو اړیکتیایي غونډالونو زړی بلل کیږي. اړیکتیایي پرمختګ په څو تیرو لسیزو کې زښت ډیر شوچې دا دپراختیا انګازې بی له یوه داومداره پرمختلونکې کمپیوټري جال څخه ناشوني وي. مګر اوس پوښتنه داده چې په ننۍ ورځ کې ولې کمپیوټرې شبکې ته اړتیا لیدل کیږي یا په بله بڼه ولې مونږ کمپیوټري شبکه کاروو؟
په لمړي سرکې باید وویل شي چې کمپیوټري شبکې دکار اغیزناکي یا موثریت زیاتوي او همداراز په ټیټه بیه دخدمتونودوړاندې کولو لامل ګرځي خوبیا هم کمپیوټري شبکې دلاندینیو موخو دترګوتوکولولپاره کاریږي :
 مالوماتوته دګډلاس رسي لپاره(Sharing)
 پوستکالو اوسختکالوته دګډ لاس رسي لپاره
 له یوه ټاکلي مرکز څخه دکمپیوټرونو اونوروسایلود سنبالونې اوادارې لپاره
 له یوه ټاکلي ځای یا مرکز څخه دکارونکو اوکمپیوټري خدمتونو دملاتړکولو(Support) لپاره
په ډیره ځانګړې توګه که چیرې یو کمپیوټر دیوې کمپیوټري شبکې غړی وي کولای شو له لارې یې لاندې توکیو ته ګډ لاس رسی ولرو:
 اسناد لکه Memo ,spreadsheets, Invoicesاونور.
 بریښنالیکونه او مل پایلونه
 Word-Processing پوستکالي
 Project Tracking پوستکالي
 انځورونه،غږیږیا ویدیویي فایلونه
 روانې یا ژوندی غږیږي یا ویدیویي خپروني
 چاپګریا Printer
 فکس ماشینونه
 موډیمونه
 سې ډي رام ډرایونه یا نور بیځایه کیدونکې ډرایونه لکهZip او Jaz ډرایونه
 هارډیسکونه
دجال جوړونې لارې(Networking Methods) :
جال جوړونه دکمپیوټری چارو یوه پیچلې برخه ده کوم چې دننۍ معلوماتي اواړیکتیایې ټکنالوجې ستره سوداګریزه برخه جوړوي. بې له جال جوړنې څخه کیدای شي دنړۍ تقریبا ټولې اړیکتیایي چارې په ټپه ودریږي. داد جال جوړنې برکت دې چې تیلیفون،تلویزون ،انټرنیټ اوداسې نور خدمتونه پر مخ روان دي . په ننۍ نړۍ کې دجال جوړونې یا شبکو دوه عمده بڼې شتون لري :
سیمیز جال یاLocal Area Network(LAN) :
کمپیوټري شبکې دمیچ (size) او دندو له مخې په دوډلو ویشل کیږي له دې پلوه سیمیز جال (LAN) هغه دی چې په نسبې توګه لږه یا کوچنۍ سیمه تر پوښښ لاندې راولي یا داچې لږ شمیر خلکو ته خدمتونه برابوي. دوه کمپیوټرونه چې دیوه مزي په مټ سره نښتي وي هم کیدای شي LAN ورته ووایواوپه سلګونو کمپیوټرونه چې په یوه ځانګړی سیمه کې یوله بله سره نښتي وي هم کیدای شي په LAN یې ونوموو. له نورو کمپیوټري شبکو څخه دLAN جلاکوونکې ځانګړ تیا داده چې LAN تر یو ي محدودې جغرافیاوي سیمې پورې محدودوي. دوګړو اوکاروونکو دشمیر له پلوه په ننۍ نړی کې سیمیز جال د (Peer-to-Peer) او(Client-Server) په ډولو نو سره کاریږي. په لومړي ډول جال کې هر کاروونکی خپلې توښې له ټولو هغونورو کمپیوټرونو سره چې ددغه جال برخه ده نیغ په نیغه شریکوي یا دګډ لاس رسي زمینه ورته برابروي. ښه مثالونه یې کورنۍ جال دی چې په یوه انګړ کې کارول کيږي یا هم دکوچنیو دفترونو جالونه مګر په Client-Server ډوله جال کې هر کمپیوټر یا کارونکی له Server نومې کمپیوټر اوهمداراز دجال له نورو ټولو کمپیوټرونو سره نښتی وي. داډول جالونه Server نومي کمپیوټرونه چې راز ،راز ګنجا یشونه (Capacities) لري کاروي چې له دغه پلوه داServer نومي کمپیوټرونه په دووډلو ویشل کیږي :
۱- دیوه زریو خدمتونو سرورونه(Single-Service Servers)
۲- دګڼو خدمتونو سرورونه(Multiple-Services Servers)
په هغه جالونو کې چې سرور یوازې اویوازې یوه دنده پرغاړه لري د یوه زریو خدمتونو دسرور په نوم یادیږي لکه Print Server ،File Server اوداسې نور. اوپه هغه جالونو کې چې سرور دګڼوچارو دترسره کولو یا په بل عبارت دګڼو خدمتونو دبرابرولو دنده پر غاړه لري دګڼو خدمتونو دسرور په نوم یادیږي لکه یو سرور کیدای شي په یوه زرې توګه فایل سرور هم وي ، Print Server هم وي، ویب سرور هم وي اوداسي نور.په سیمیز جال کې کمپیوټرونه کیدای شي دایترنیټ دمزي(Ethernet Cable) په مټ نیغ په نیغه یو له بل سره ونښلول شي اویا همد کیدای شي دHub یا Switch نومېو وسا یلو له لارې یوله بل سره ونښلي چې په عین وخت کې کیدای شي ډیر کمپیوټرونه ددغو وسا یلو له لارې سره ونښلي.
پراخ سیمیز جال یا Wide Area Network(WAN) :
داسې یو جال چې یوه پراخه سیمه یا په نړیواله توګه کمپیوټرونه سره نښلوي په کوم کې چې په پراخه توګه راز ،راز توښې (Resources) په کار اچول شوي وي پراخ سیمیز جال ورته ویلی شویوه ښه نمونه یې هغه ګڼ هیوادیزه دسوداګرۍ چارې دې چې له پراخ سیمیز جال (WAN) څخه کار اخلې اوخپل سوداګریز مرکزونه چې په ګڼو ملکونو کې شتون لري یوله بل سره نښلوي. دپراخ سیمیز جال تر ټولو ستر ه اوښه نمونه ننی انټرنیټ دی. داسې هم ویلو شو چې ددغه پراخ سیمیز جال په مټ دنړۍ دیوه سر اوبل سر کمپیوټرونه سره نښلولی شو.اویا داچې پراخ سیمیز جال دهغو سیمیزوجالونو(LANs) ټولګه ده چې یو له بل سره نښتي دي. با ید وویل شي چې دنورو جالونو څخه د پراخ سیمیز جال جلاکوونکې ځانګړتیا داده چې داوړ جالونه هیڅ ډول جغرافیاوي سیمو پور ې محدود نه دي. پراخ سیمیز جال دیولړ پراخو او ګڼ شمیر تکنا لوجېو دسره راښکیلولو له لارې اړیکتیاوي برابروي کومې چې عبارت دي له :
۱- Point-to Point WANs لکه Point to Point Protocol(PPP)
۲-High-Level Data Link Control (HDLC)
۳- Frame Relay
۴- Asynchronous Transfer Mode(ATM)
۵-Synchronous Optical Network(Sonet)
۶-Integrated Services Digital Network(ISDN)
۷-Digital Subscriber Line(DSL)
۸- Modems
۹- T1,E1,T3,E3 اونور.
دغه پورتنۍ ټولې پنځه ټکنالوژۍ دپراخ سیمیز جال دتکنالوژیو WANs Technologies په نوم یادیږي. دغه پورتنۍ دپراخ سیمیز جال تکنالوژۍ د خبري توکیو(Data) دلیږدرالیږد له پلوه چې دbit په مټ میچ کیږي اوهمداراز دSwitching دوړتیاوو له پلوه له یوه بل سره توپیر کیدای شي
Point-to-Point WANs:
داډول دپراخ سیمیز جال ټکنالوژي په دوه ډوله کار کوي:
۱- Synchronously (په یوه وخت پیښیدونکې)
۲- Asynchronously (په یوه وخت نه پیښیدونکې)
Synchronous دبیټ دلیږلواورالیږلو هغه په ترتیب کړل شوی جریان ښیي چې دجریان دواړو غاړو (لیږونکي اوتر ګوتو کوونکي) ته یې وخت او سرعت په مجازي توګه سره مساوي وي .په دغه ټکنالوژۍ کې وسایل په خپل سري ډول (Automatically) خپل سرعت په منا سب ډول سره برابروي ، دجریا ن تیریدل اوراتیریدل په یوه link کې دولتاژونو ترمنځ دحالاتو له مخې ازمایل کیږي
په Asynchronous ټکنالوژۍ کې دبیټ دجریان دلیږد رالیږد لپاره ترتیب کړل شوی دوخت مساوات نه تر سترګو کیږي . همداراز په دغه ټکنالوژۍ کې دسرعت دمیچ دټاکلو اوبرابرولو لپاره هیڅ کومه ځانګړ تیا نه لیدل کیږي .
دData Service Unit(DSU) اوChannel Service Unit(CSU) اصطلاحګانې دکاروونکو او Telco (هغه ټول ګټی صنعت دی چې دټیلیفون خدمتونه خلکو ته برابروي.) تر منځ د Interface (هغه اله چې په منځګړ توب یې دوه غونډاله یوله بل سره اړیکه ټینګوي دانټر فیس په نوم یادیږي) په څیر کارول کیږي .ځینې وختونه CSU اوDSU دکاروونکې لخوا څخه وی او دهغه شته بلل کیږي دغه راز وسایل چې دکاروونکي(Customer) لخوابرابر شوي وي اودنوموړي مال وي دCustomer Premise Equipment(CPE) په نوم یادیږي .مګر ډیر ځله Telco(Telephone company) داوړ وسایل دپه کرایې ورکولو لپاره کارونکیو ته برابروي اویا یې په دوی(Telco) پورې اړوند سیمه کې ځای پر ځای کوي ترڅو کاروونکېو ترې کار واخلي .
دCSU(DSU) اوRouter ترمنځ Serial Interface کارول کیږي ، Telco بایدد CSU(DSU) له وسیلې سره دیوه مزي په مټ نښتې وي اودبلې غاړی دRouter لپاره بایددCSU(DSU) سره ورته configuration ولري داوړ سره نښلول اوټکنالوژې دPoint-to-Point WAN link رامنځ ته کوي .
په پام کې نیول شوې چې CSU بایددخبرتوکیواړیکتیایي وسیله
(Data Communications Equipment) یانې DCE وي .دغه وسیله Routers (the DTE) ته د
Clocking signal اسانتیا برابروي ترڅو راوټرونه وکولای شی په سم میچ دخبرتوکیو لیږد رالیږد ترسره کړي. هغه وسیله چې Clocking ترګوتو کوي DTE(Data Terminal Equipment) بلل کیږي .
که څه هم دDSU اوCSU اصطلاحات یوبل ته کارول کیږي مګر بیا هم دDSU اصطلاح دراوټر لپاره کاریږي .
ددې لپار ه چې دیوه link په داواړو سرونو یا خواکې راوټرونه سره ونښلوودDTE اوDCE سیریال مزی
(Serial cable) کارول کیږي .دDTE او DCE دسیریال مزیو ترمنځ با ید چې Cross-Connection شتون ولري.ددې لپاره ډیره اغیزناکه اوپرځای هغه دEthernet دCross-over مزي اصطلاح ده.
ددې لپاره چې دخبر توکیو لیږ درالیږد تر سره کړو اودFull-duplex اړیکتیایې غونډال څخه پوره ګټه واخلو نو دDTE مزی چې دلیږد لپاره (Tx) اودترګوتو کولو لپاره د(Rx) دمزیو جوړې لري دادRx اوTx دمزیو جوړې په DCE مزي بدلوي.

[Router 1------ [DTE Serial] ——Swap Tx and Rx—— [DCE Serial] —— [Router 2]
دڅلورو مزیو سرکټ عبارت له هغه لاین څخه دی چې دTelco څخه راځي ، داڅلور سیمان داسې یوله بل سره تاو(Twisted) شوي دې چې دوه جوړې مزې ترې جوړیږي. ددغه دووجوړو څخه یوه جوړه مزي دخبرتوکیو دلیږد اوبله جوړه دخبرتوکیو دترګوتو کولو دنده پر غاړه لري . داسې یوه تکنالوژي چې په عین وخت کې دخبر توکیو لیږد رالیږد ترسه کړی شي د Full-duplex اړیکتیایي تکنالوژی په نوم یادیږي .
Point-to-Point پراخ جالونه له T1 1.544Mbpsسرعت اوله دغه څخه په لوړ سرعت هم کاروکوي. اروپا د2.048Mbps اوله دې څخه هم په لوړسرعت سره تکنالوژي وړاندې کوي چې دE1 په نوم یادیږي .
په بنسټیزه توګه E1 هغه چینلونه چې 32 34kbps سرعت لري کاروي اوT1 هغه چینلونه چې
24 64kbps سرعت لري کاروي.
دپراخ سیمیز جال په هکله دلاډیرو معلوماتو لپاره په د Frame Relay,ATM او Sonet برخې ولولۍ .
بې مزیو جالونه(WLAN,WWAN) :
په بسټیزه توګه بې مزیو جال له سیمیزجال(LAN) اوپراخ سیمیز جال(WAN) سره یو شان دی مګر په بې مزي جال کې دکمپیوټرونو او سرور ترمنځ مزی شتون نه لري . په بې مزیو جالونو کې د خبري توکېولیږد رالیږد دڅو رادیو ترانیسورونو(Radio Transceivers) په مټ ترسره کیږي په هغه ځایو کې چې دمزیو غځول ګران(قیمت) اوله کړاوه ډک کاروي داوړ بې مزیو جالونه ډیر ګټوردي. دلاډیرو مالوماتو لپاره د بې مزي سیمیز جال(Wireless LAN) اوبې مزي پراخ سیمیزجال(Wireless WAN) برخې وګورۍ.
ددې لپاره چې دکمپیوټرونو ترمنځ اړیکه رامنځ ته کړو بایدله Medium (هغه وسیله چې په مټ یې دخبرې توکیو لیږد رالیږد سرته رسولی شو لکه مزی، هوا اونور) څخه کار واخلو.دامیډیم عبارت دې له :
پروتوکولونو،فزیکې راوټرونه، ایترنیټ(Ethernet) اونورڅخه.
دادOpen Systems Interconnection تر پوښښ لاندې دی کوم چې ټولې هغه پروسې چې دمالوماتو دلیږلو رالیږلو شونتیا رامنځ ته کوي په ځان کې لري .

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

+ نوشته شوی په   Mon 28 Jul 2008ساعت 10:34 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 دهلمند ولایت د پي ارټي ویاند رابین میټیوز وویل چی پرون کله چی یو موټر د برتانوی ځواکونو له یوی امنیتی پوستی ترڅنګ تیریدی برتانوی ځواکونو ورته ددریدلو اشاره وه کړه خو موټر په ډیرسرعت سره روان وو چی وه نه دریدی  وروسته برتانوی ځواکونو په موټر باندی ډزی وه کړی چی د ډزوپه پایله کی یی ۴ تنه ملکی وګړی ووژل او ۳ تنه نوریی ژوبل کړل .

 

میټیوز وویل : چی برتانوی سرتیرو داسی ګومان وه کړ چی نوموړی ځانمرګی برید کوونکی نه وی

بل خوا قاری یوسف احمدی چی رسنیو سره دوسلوالو طالبانو په استازیتوب خبری کوی وایی چی برتانوی سرتیرو په سنګین ولسوالی کی ۷ تنه ملکی وګړی ووژل اودری تنه نوریی ژوبل کړل .

احمدی وایی چی کله موږ پر برتانوی ځواکونو برید وه کړو نو دوی ته چی مرګ ژوبله واوړی دوی بیا وروسته پر ملکی وګړو بیا بریدونه کوی .

 

 

+ نوشته شوی په   Sun 27 Jul 2008ساعت 10:55 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

.

 

دبرتانیا ددفاع وزارت په یوی خبرپاڼی کی راغلی دی چی د هلمند ولایت په سنګین ولسوالی کی  د یوه وسلوال برید په ترڅ کی د برتانوی ځواکونو یوتن برتانوی سرتیری ووژل شو او ۶ تنه نورژوبل شول .

ددغو برتانوی سرتیرو هویت لا تراوسه پوری نه دی معلوم

خو قاری یوسف احمدی چی رسنیو سره د وسلوالوطالبانوپه استازیتوب خبری کوی وایی چی د سنګین په ولسوالی کی یی اته تنه برتانوی سرتیری وژلی او لس تنه نوریی ژوبل کړی دی .

احمدی وایی چې دوه زغروال ګاډی یی هم د برتانوی سرتیرو له منځه وړی دی .

+ نوشته شوی په   Sat 26 Jul 2008ساعت 9:39 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
 

 
 
محمد  ظاهرشاه
د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهرخان يو کال وړاندې تر يوې اوږدې ناروغۍ وروسته د ٩٢ کلونو په عمر له دې نړۍ سره د تل لپاره خداى پاماني وکړه.

افغان دولت په پلازمېنه کابل او نورو ولايتونو کې
 د افغانستان د پخواني پاچا محمد ظاهر لومړى تلين ولمانځه .

هغه غونډه چې پر همدې تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ

کې جوړه شوې وه ولسمشر حامد کرزي ،قامي

مشرانو او يو شمير ديپلوماتانو په کې برخه اخستې وه.

محمد ظاهر تر يوې اوږدې ناروغۍ وروسته تير کال

 د زمري مياشتې په لومړۍ نيټه د ٩٢ کالو په عمر

له نړۍ نه سترگې پټې کړې.

محمد ظاهرخان د ١٩١٤ ميلادي کال په اکتوبر کې

دې نړۍ ته سترگې غړولې وې هغه په افغانستان

 او فرانسه کې زده کړې وکړې او د خپل پلار محمد نادرشاه

تر وژل کيدو وروسته په تانده ځوانۍ کې د افغانستان

پر تخت کيناست او څلويښت کاله پاچاهي يې وکړه.

په ١٩٧٣ ميلادي کال کې تر يوې کودتا وروسته د ٢٩

 کلونو لپاره له افغانستانه بهر پاتې شو او ډير وخت يې په ايټاليا کې تير کړ.

د طالبانو تر نسکوريدو وروسته په ٢٠٠٢ ميلادي کال

 کې نوموړي افغانستان ته راستون شو او د ملت د

 بابا لقب ورکړل شو،چې په اساسي قانون کې هم ثبت شوى دى.

د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهرخان يو کال

وړاندې تر يوې اوږدې ناروغۍ وروسته د ٩٢ کلونو

په عمر له دې نړۍ سره د تل لپاره خداى پاماني وکړه.

هغه غونډه چې د نوموړي د تلين د نمانځلو په

موخه د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې جوړه شوې

وه افغان ولسمشر وزيرانو، قامي مشرانو او

يو شمېر بهرنيو ديپلوماتانو په کې برخه اخستې وه .

 
پخواني پاچا شپږ زامن او دوه لوڼې درلودې چې دوه زامن يې اوس ژوندي نه دي .

يوه تن لوړپوړي افغان چارواکي فاروق وردگ

 وويل چې د ولسمشر مرستيالانو د ځانگړو

مراسمو په ترڅ کې د پخواني پاچا پر قبر د گلونو گيډۍ کيښوده.

د سلطنتي کورنۍ يو تن غړى او د محمد ظاهر

خان زوم سردار ولي هم نژدې يوه مياشت مخکې

 په هند کې ومړ او په کابل کې خاور ته وسپار شو.

پخواني پاچا شپږ زامن او دوه لوڼې درلودې چې

پخوانى پاچا محمدظاهرشاه

دوه زامن يې اوس ژوندي نه دي .

په وسمهال کې مصطفى ظاهر يانې د پخواني

 پاچا لمسى يوازينې کس دى چې د افغان

دولت په اډانه کې کار کوي.

 
 
 
 
+ نوشته شوی په   Thu 24 Jul 2008ساعت 12:20 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند دامنیه  قوماندان مل پاسوال محمد حسین انډیوال وویل : پروند ټوله ورځ د مارجی په ولسوالی کی جګړه روانه وه چی د جګړی په ترڅ کی دوه تنه دملی اردو سرتیری او یوتن پولیس ژوبل دی .

انډیوال وایی چی په دغه جګړه کی پنځه تنه وسلوال طالبان هم وژل شوی دی چی  دیوه تن جسد یی دثبوت لپاره دملی اردو قرارګاه ته راوړی دی .

پاتی نورجسدونه د جګړی په ډګر کی پراته وه

دامنی قومندان وویل چی په مارجی ولسوالی  کی دا مهال جګړه پای ته رسیدلی خو

قاری یوسف احمدی چی رسنیو سره دوسلوالو طالبانو په استازیتوب خبری کوی  وایی چی د مارجی ولسوالی د قصابانو په څلورلاری کی یی دپولیسو سره په جګړه کی دری تنه پولیس وژلی دی او څلور نوریی سخت ژوبل کړی دی

احمدی وایی چی په جګړه کی د پولیسو یو رنجرموټر هم له منځه وړی دی.

+ نوشته شوی په   Thu 24 Jul 2008ساعت 12:0 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 1- د تبت په يوه سيمه کې يوه قبيله ژوند کوي چې د ميلمنو په وړاندي خپلې ژبې په پړو تړي دا خلک ځکه دا کار کوي چې له شيمات (غيبت) څخه ځانونه وژغوري.

2  -په شمالي امريکا کې د ښيښو په ډول ماران شته که انسان لاس وروړي د ښيښي په ډول تويږي.
  3 -د  ميوند غزا په 1880 زيږديز کال د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې پيښه شوه.
4-
 -د افغانستان لومړنی اخبار شمس التهار کابل نوميده.

5- - سينما افغانتسان ته د لومړي ځل لپاره په 1899 ز کال د امير حبيب الله خان پر وخت د هند له خوا ډالۍ شوه.

   6له اسلان نه وړاندي افغانستان 17 حکومتونه درلودل چې ټولو ځانونو ته شاهان ويل.
6-
په ملايا کې يوه ښځه اوسيږي چې د خولې پر ځای په پوزه توله وهې.
7-
د مراکش يوه پاچا اسماعيل 888 زامن او 540 سپاهيان درلودل چې ټول يې خپل زامن وه.
8-
مشهور ساينس پوه (ټامس ايډسن ) ورځپاڼه پلورونکی ؤ .
9-
د نړۍ تر ټولو سره زر په سولي افريقا کې دي .
10-
د نړۍ تر ټولو زيات ښونځې په شيکاګو کې دي.
11-
په نړۍ کې 8600 ډوله مرغان دي.
12-
نور محمد ترکې بزګر ؤ .
13-
سردار محمد داوود خان د لومړي بريدمن امام الدين لخوا وويښتل شو.
14-
حضرت ادم (ع) د لومړي ځل لپاره په مکه معظمه کې عبادت وکړ.
15
ملايکو د لومړي ځل لپاره مکه معظمه ودانه کړه.
16
کعبه شريفه ټول نهه منارې لري.
17
محمد (ص) د خپل عمر په اوږدو کې يو ځل حج کړی دي.
18
لومړنۍ ښځه چې پر محمد (ص) يې ايمان راوړ خديجه اکبري (رض) وه.
19
څوکۍ د لومړي ځل لپاره فرعون جوړه کړه.
20
حضرت امام بن حسن (رح) په 7 ورځو کې قران کريم حفظ کړ.
 21يو انسان د خپل عمر په اوږدو کې نږدې يو لک پيالي چای څښي.
 22 -د ناينو مغز تر ښځو زيات دی.
23
-د انسان سکليټ له 206 هډکو جوړ شوی دی.
 24 -هر منځنی انسان په کال کې يو ټن خواراک کوي.
25
  -زهرې ته د ځمکې خور وايې.

 

+ نوشته شوی په   Wed 23 Jul 2008ساعت 12:14 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

1- د نړۍ تر ټولو لومړنۍ ودانۍ مکه معظمه ده.
2-
د کعبې شريفي په جوړښت لس ميليارده رياله لګښت راغلی .
3-
د نړۍ نقشه د لومړي ځل لپاره الادريس جوړه کړه.
4-
د انسان د بدن انرژي که په بريښنا بدله شي نو کولي شي دوي دقيقي 60 ولټه ګروپ ولګوي.
5-
د انسان د مړينې وروسته د هغه زړه د شلو دقيقو لپاره ژوندی وي.
6-
انسان په کال کې 90 لکه ځله سترکي رپوي نو له دي مخي هر انسان په کال کې 1200 مياه واټن وهي.
7-
راډيو د لومړي ځل لپاره په 1873 ږ کال کې د جميز انګريز له خوا جوړه شوه.
8-
په وچ کاغذ کې په سلو کې لس سلنه اوبه وي.
9-
ټلويزيون د لومړي ځل لپاره په 1921 ږ کال کې امريکايې ساينسپوه (بيريد) اختراع کړ.

 

+ نوشته شوی په   Wed 23 Jul 2008ساعت 12:13 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 

 

په بګرام کی دایتلافی ځواکونو په یوه خبرپاڼه کی راغلی دی چی یو سرتیری یی تیره ورځ دیوه ځای پرځای شوی ماین له امله چی ټپی شوی وو نن په روغتون کی  دسختو ټپونو له امله  ساه ورکړله .

که څه هم په خبر پاڼه کی د وژل شوی برطانوی سرتیری هویت نه دی څرګند شوی  خو په هلمند ولایت کی ډیری برطانوی ځواکونه دلته میشت دی .

رسمی شمیری ښیی چی په روان عیسوی کال کی ۱۳۰ تنه بهرنی ځواکونه  په افغانستان کی وژل شوی دی.
+ نوشته شوی په   Tue 22 Jul 2008ساعت 10:36 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

اسوشيتيد پريس په روانه اوونۍ کې راپورورکړچې په پاکستان کې جهادي ډلې موافقې ته رسېدلي چې په افغانستان کې به له افغان او بهرنيوځواکونوسره په جګړه کې همکاري کوي .

 د دوى غونډه چې کابو درې سوو غړيو يې پکې ګډون کړى وو دجون په لومړيو کې دپاکستان په راولپنډۍ ښارکې چې دپوځ مرکز بلل کېږي ، شوې وه .

داسوشيتيد پريس خبريالې کتي ګنن ازادۍ راډيو ته وويل په دې غونډه کې اکثره هغه ډلې شاملې وې چې دهغې په وينا له کلونوراهيسي دپاکستان داستخباراتوپه ملاتړپه کشميرکې جنګېږي .

 ګنن وايي د البدر او دغه راز له القاعده سره تړلې ډلې لکه جېش محمد، لشکرطيبه او حزب المجاهدين په غونډه کې برخه لرله .

دګنن په وينا البدرډله په ١٩٩٨ کې دپاکستان دآى ايس آى له لوري جوړه شوه.ددې ډلې جنګيالي تردې وړاندې دحزب المجاهدين غړي ول اوپه نوي يمه لسيزه کې دګلبدين حکمتيار په ملاتړپه افغانستان کې جنګېدل .خو وروسته له دې چې طالبانوکابل ونيوۀ، راپورونه وايي چې آى ايس آى دا ډله وهڅوله چې له حزب المجاهدين بېل فعاليت وکړي.ګنن وايي دا ډلې اوس بيا سره يوځاى کېږي .

په وروستيو کې دپاکستان پرآى ايس آى بيا بيا تورونه لګېږي چې په دې استخباراتي موسسه کې ځينې عناصرپه افغانستان کې دجګړې د اور دتازه ساتلولپاره دطالبانوملاتړ کوي خو دپاکستان چارواکودا خبره په کلکه رد کړې ده .

 خو داسوشيتيد پريس خبرياله ګنن وايي په راولپنډۍ کې داورپکو ډلو غونډه په درو علتونوجوړه شوې وه.يوداچې دوى به په جګړه کې دخپلو وژل شويوکسانوبدل واخلي ،بل دا چې نورو جنګياليو ته به بلنه ورکړي چې جګړې ته ورشي او دغه راز به دلشکر طيبه او جېش محمد ترمنځ اختلافات پاى ته ورسوي .

ګنن وايي دوى وويل چې په کشميرکې جګړه لا هم ډېره مهمه ده خواوس يې بايد دجنګ تمرکز د يوې متحدې ډلې په توګه په افغانستان کې دامريکا اونړيوالوځواکونوپرضد وي

په وروستيو کې امريکايي مقاماتو ويلي چې دافغانستان په ختيځ کې د وسله والوسخت دريځو له لوري تاوتريخوالي دتېرکال په پرتله په سلوکې څلوېښت زيات شوي اوپه دغو نښتوکې دالقاعده غړي ،پاکستاني سخت دريځي او تريوه حده د حکمتيارپلويان رول لري

ګينن دامريکايي مقاماتودا خبره بې مورده نه بولي اوپه نورستان کې دامريکايي ځواکونوپراډې حملې ته دبېلګې په توګه اشاره کوي چې د ورته ډلو له لوري شوې وه .دافغانستان حکومت وروسته له دې چې په کابل کې دهند پرسفارت ځانوژونکې حمله وشوه ، پاکستان دافغانستان په

 

چارو کې په لاسوهنې،له وسله والوسخت دريځو سره په ملاتړ اويا دهغوى په تګ راتګ باندې په سترګو پټولوباندې په ښکاره تورنوي خو دپاکستان صدراعظم دافغانستان ادعاوې رد کړې او ويې ويل چې هيواديې ديوۀ باثباته افغانستان غوښتونکى دى .

 دامريکا ولسمشرجورج بوش دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دلفظي جګړې په منځ کې دجولاى په پنځلسمه وويل چې متحده ايالات به دافغانستان له استخباراتوسره همکاري وکړي چې دپاکستان پرضد دولسمشرکرزي د تورونوپه هکله تحقيق وکړي او دى به بله اوونۍ دپاکستان له صدراعظم سره په کتنه کې دا مسئله له هغه سره ياده کړي.

بوش وويل په دې کې هيڅ شک نشته چې ځيني سخت دريځي دپاکستان له يوشمېرسيموڅخه افغانستان ته ځي چې دا زموږ اوافغانستان ځوروي اوبايد پاکستان هم ورباندې خوابدى وي .

 مېرمن ګنن په عين حال کې وايي چې دافغانستان اوپاکستان په پوله کې وضعيت ډېرپېچلى دى اوبايد په سادګۍ سره ټول تورونه هم پرپاکستان ونه لګول شي .

ګنن زياتوي په ولايتونوکې دافغانستان دمرکزي حکومت کمزورتيا، خورا زيات اداري فساد او ورسره جوخت دنړيوالوځواکونو په بمباريو کې دملکي افغانانو مرګ ژوبلې چې يوه بېلګه يې دننګرهار په هسکې مېنې کې پريوۀ واده باندې بمباري وه ، هم سبب کېږي چې عام افغانان دوسله والو سخت دريځو ملاتړ وکړي

+ نوشته شوی په   Tue 22 Jul 2008ساعت 10:35 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
 
لومړی صفحه
بریښنالیک
آرشیف
په باره کی دویب پاڼي
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی

دتليفون نمبر

0708373448 او یا هم

0088216---8441545سټلایټ نمبر

دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com

safatz@internews.af

او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي

صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد

زړې لیکنی
آبان 1388
مهر 1388
شهریور 1388
مرداد 1388
تیر 1388
خرداد 1388
اردیبهشت 1388
فروردین 1388
اسفند 1387
بهمن 1387
دی 1387
آذر 1387
آبان 1387
مهر 1387
شهریور 1387
مرداد 1387
تیر 1387
خرداد 1387
اردیبهشت 1387
فروردین 1387
اسفند 1386
بهمن 1386
دی 1386
آبان 1386
ورځنې تودې پیښې
انځورونه
شعرونه
لیکنی او نظرونه
خبرونه
لنډي كيسي
د نړی عجایبی او جالبی ټوټي
له دوستانو سره خوشحاله شيبي
تاريخ او ژوند
دپارلمان غړو نمبرونه
کمپیوټر پوهنه
اسلامی نری او نبوی احادیث
هلمند او هلمندیان
د تولنی ترجمانان څوك دي ؟
دپولیسو او پوځ رتبي
اړیکی
ګرمسير
ياهو
جي ميل
پژواك خبري اژانس
بينوا
وخت خبري اژانس
بي بي سي پښتو
ملالي جويا
تل افغان
بي بي سي ناظر
دجګري اوصلحي راپوروركولو انستيوت
طلوع تلويزيون
امريكاږغ ويب پاڼه
ښايست
هيله دافغان ښوو ځوانانو ويب لاګ
پيمان ملي ورح پانه
ځنځیر بلاګفا
ملل متحد
ټوکمار بلاګف
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

دقالب جوړښت
صفت الله ذاهدی

safatullah zahidi 333