![]() |
![]() |
|
| دصفت الله (ذاهدی) خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي خپرونه |
|
د نادعلي ولسوالي چي د هلمند د جنوب ختيځ په ۱۵ كيلو ميتري كي موقيعت لري دهغه راهيسي پكي جګړه پيل شوه چي كله وسلوالو طالبانو د نادعلي ولسوالي د مرجي سيمه تر خپلي ولكي لاندي راويستله د هلمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد وويل: چي د نادعلي ولسوالي په تيرو دوو ورځنيو عملياتو كي ددريو قوماندانانو په شمول ۲۷ وسلوال طالبان ووژل شول شيرزاد وايي :چي په دغو عملياتو كي دوه تنه پوليس هم وژل شوي دي او د وژل شوو سربيره په عملياتو كي يو راكټ لانچر دوه ميله كلاشنكوف دوه موټرسايكله او يو موټر هم دپوليسو لاس ته ورغلي دي
امنيه قوماندن وايي چي د نادعلي ولسوالي ديري سيمي دوي تر خپلي ولكي لاندي راويسيتي دي بل خوا قاري يوسف احمدي چي رسنيو سره دوسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي دسنګين په ولسوالي كي يي ۲۳ تنه بهرني او كورني عسكر وژلي دي احمدي زياتوي چي د نادعلي ولسوالي په عملياتو كي ددوي ملګرو ته كوم زيان نه دي اوښتي خو د نادعلي ولسوالي ځاي وګړي بيا وايي چي د دغو جګړو له امله په سلګونو كورني بيځايه شوي دي چي دا مهال له سخت ناورين سره لاس او ګريوان دي د يادوني وړده چي د غه عمليات په داسي حال كي دوام لري چي ورځ په ورځ د وسلوالو طالبانو بريدونه پرافغان او ايساف ځواكونو باندي ترسره كيزي |
|
+ نوشته شده در
Thu 16 Oct 2008ساعت 1:7 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د كندهار ولايت د والي وياند زلمي ايوپي وويل چي د كند هارولايت د كاراو ټولنيزو چارو ريس دوست محمد ارغستاني نن سهار پر اته بجي ددويمي ناحي سره چي كله خپل دفتر ته روان وو ددو نامعلومو وسلوالو موتر سايكل سوروو لخوا خخه په ډزو سره ووژل شو ايوبي وايي چي له ده سره دده موټروان هم وژل سوي او د هغه يو تن ساتونكي ورسره ژوبل دي د والي وياند زياته كړه چي پيښه تر تحقيق لاندي ده د نوموړي وژنه كومي وسلوالي ډلي پخپل غاړه نه ده اخيستي د يادوني وړده چي څو ورځي وړاندي هم د ښځينه پوليسو مشره ملالي كاكړ د نامعلومو وسلوالو كسانو له لوري ووژل سوه |
|
+ نوشته شده در
Thu 16 Oct 2008ساعت 1:4 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
دهلمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله ( شيرزاد) امنيه قوماندان په همدي ولسوالي كي د سرك د غاري د ماين په چاودنه كي د ملي اردو د يوتن د وژل كيدو خبر هم وركړ ها خوا دنادعلي په ولسوالي كي د هوايي بمباري له امله د طالبانو يو قوماندان د ملا عزيز احمد په نامه هم وژل شوي دي شيرزاد وايي چي په دغه جګړه كي پوليسو ته كوم زيان نه دي اوښتي بل خوا قاري يوسف احمدي چي رسنيو سره د وسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي د ګرشك ولسوالي د سيدانو په سيمه كي يي دملي اردو يو كاماز موټر په ځمكني ماين الوزولي دي دي وايي چي موټر يي په بشپړه توګه ويجاړ كړي او پكي سپاره ديارلس تنه عسكر يي وژلي دي . احمدي په نادعلي ولسوالي كي وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلي ادعاوي ردوي |
|
+ نوشته شده در
Thu 16 Oct 2008ساعت 1:2 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د هغه حملي په ترڅ كي چي په مركز لښكرګاه باندي د شپي له پلوه په څو امنيتي پوستو باندي د وسلوالو طالبانو جګړه پيل شوه ديري ځاي وګړو خپل كورونه پريښودله د غه جګړه ماښام ۷ بجو پيل او دشپي تر ناوخته يي دوام وكړ وسلوالو طالبان مركز لښكرګاه ته په ۵۰۰ متري كي جګړه كوله د ډزواوازونه ماشومان ويرولي وه د هلمند د والي محمد ګلاب منګل مطبوعاتي سلاكار محمد داود احمدي په يوه مطبوعاتي كنفرانس كي وويل چي وسلوالو طالبانو غوښتل مركز لښكرګاه ښار ته داخل شي خو د افغان ملي اردو او پوليسو په سخته جګړه كي وه نه توانيدل چي دوي ښارته داخل شي احمدي وايي چي دغه جګړه په لښكرګاه ښار باندي ددريو خوا له خوا څخه وه شوه چي په كي ۶۲ تنه وسلوال طالبان وژلي او دپوليسو يو رينجرموټر په دغه جګړه كي سوځيدلي خو ملي اردو و پوليسو ته كوم زيان نه دي اوښتي د احمدي په وينا چي وژل شوي كسان د هوايي چورلټو او پوليسو په جګړه كي وژل شوي دي بل خوا قاري يوسف احمدي چي رسنيو سره د وسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي په دغه جګړه كي يي ۲۵ تنه پوليس وژلي دي احمدي وايي چي ددوي ۴ تنه طالبان وژل شوي او دوه تنه يي ژوبل دي مركز لښكرګاه ته څيرمه ځا ي وګړو د جګړي نه وړاندي خپل كورونه پري ايښي او ليرو سيمو ته تللي وه دوي وايي چي كه چيري نوره جګړه وه شي نو به يو ځل بيا ګاونډي پا كستان ته كډه وكړي په هلمند ولايت كي دديري ميشتو وګړو په وينا دا يوه ديره سخته لويه جګړه وه دغه جګړه په لښكرګاه ښار باندي په داسي حال كي وه شوه د دوليتي چارواكو په وينا چي په هلمند ولايت كي به په ډيرو نيژدي څو ورځو كي يو لو ي او پراخ تصفيوي عمليات پيل شي . |
|
+ نوشته شده در
Thu 16 Oct 2008ساعت 1:1 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د هلمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد په يوه مطبوعاتي غونده كي خبريالانو ته وويل چي دغه دوه تنه انښان تښتونكي په لښكرګاه ښار كي په يوه تاريكه خونه كي چي يو تن اختتاف كوونكي ورسره وو ونيول شيرزاد وايي : وايي چي پوليسو دري تنه غله هم نيولي دي چي دغو غلو غوښتل چي دلښكرګاه ښاريانو خخه غلا وكړي او يايي ووژني نوموري غله هم له يوه ميل كلاشنكوف ۲ تفنګچو يوه عراده موتر او يوه عراده موټرسايكل هم ورسره نيولي دي دامنيه قوماندان په وينا چي دغو غلو د لښكرګاه ښاريانو څخه دغه موټر موټرسايكل، موبايل تليفونونه او روپي ورڅخه اخيستي چي له دوي سره نيول شوي دي . دامنيه قوماندان په وينا چي ددوي نورملګري به هم وه نيول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي د يادوني وړده چي څو اوني وړاندي هم يوه ډله اختتاف كوونكي او څو تنه غله وه نيول شول |
|
+ نوشته شده در
Thu 16 Oct 2008ساعت 12:59 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د ارزګان ولايت د چارچينو ولسوالي په چاودنه كي ۹ تنه ملكي وګړي ووژل شول
د ارزګان امنيه قوماندان جمعه ګل همت وويل : چي تيره ورځ د سورليو په موټر يوه چاودنه وه شوه چي پكي تولو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته امنيه قوماندان وايي چي ددغي چاودني له امله ۹ تنه ووژل شول او ۶ نوريي ژوبل شول دي وايي چي په ژوبل شوو كي يو ماشوم هم شامل دي بل خوا قاري يوسف احمدي چي رسنيو سره د وسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي دچارچينو ولسوالي د يوه پله لاندي د يوه ښخ شوي ماين له امله ۸ تنه عسكر وژل شوي دي احمدي وايي چي دوي غوشتل ددغه پله افتتاح وكړي چي يو شمير پكي ژوبل هم دي |
|
+ نوشته شده در
Thu 16 Oct 2008ساعت 12:58 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
په كند هار ولايت كي په تيرو څو ورځو كي ۴ تنه غله وه نيول شول دامنيه قوماندان يد جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزي مدير عبدالخالق همدرد وويل چي دغه غلو سره يو ميل تفنګچه هم نيول شوي دي دي وايي چي د كند هار پوليس په دي ورستيو كي كوښښ كوي چي د ښار او ولسواليو غله وه نيسي له دوي خخه يوه تن غوښتل چي يو تن دښار د صراف څخه پيسي وه تښتوي نوموړي هم د پوليسو له لوري سمدستي وه نيول شو همدرد وايي چي د غپو د نيولو لري دا مهال په كند هار ولايت كي شرو ع شوي ده د يادوني وړده چي تيره ورځ په ګاونډي ولايت هلمند كي هم دري تنه غله نيول شوي وه |
|
+ نوشته شده در
Thu 16 Oct 2008ساعت 12:56 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د هلمند ولايت په دووولسواليو په جلا جلا پيښو كي د دريو تنو وسلوالو طالبانو د وژل كيدو تر څنګ . د ملي اردو يو سرتيري هم وژل شوي دي دغه خبره د هلمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله ( شيرزاد) وويل چي جګړه نن سهاردپوليسو افغان ملي اردو او اسياف ځواكونو او وسلوالو طالبانو تر منځ وه نښته دي وايي چي جګړه لا اوس هم دوام لر ي په دغه جګړه كي دوه تنه وسلوال طالبان وژل شوي او يو راكټ لا نچرهم د څو ګوليو سره دپوليسو لاس ته ورغلي دي . امنيه قوماندان په همدي ولسوالي كي د سرك د غاري د ماين په چاودنه كي د ملي اردو د يوتن د وژل كيدو خبر هم وركړ ها خوا دنادعلي په ولسوالي كي د هوايي بمباري له امله د طالبانو يو قوماندان د ملا عزيز احمد په نامه هم وژل شوي دي شيرزاد وايي چي په دغه جګړه كي پوليسو ته كوم زيان نه دي اوښتي بل خوا قاري يوسف احمدي چي رسنيو سره د وسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي د ګرشك ولسوالي د سيدانو په سيمه كي يي دملي اردو يو كاماز موټر په ځمكني ماين الوزولي دي دي وايي چي موټر يي په بشپړه توګه ويجاړ كړي او پكي سپاره ديارلس تنه عسكر يي وژلي دي . احمدي په نادعلي ولسوالي كي وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلي ادعاوي ردوي |
|
+ نوشته شده در
Thu 9 Oct 2008ساعت 11:1 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
يو دوه شپيته کلن سړى له څو کلو نو را هيسى کب ژوندى او او مه خو ر ى او وايى کبان دڅو نارو غيو په در ملنه کى مر سته کوى . محمد رسول چى په با با رسول مشهور دى اود سمنګانو ولايت د ايبک دسو لىد کارتى او سيدونکى دى له پنځه دير شو کلو نو را هيسى کو چنى کبا ن په ژوندى او او مه ډول خورى ده ويل پنځه ديرش کاله مخکى يى مى په يو کا نال کى کارکا وه څو کو چنى کبا ن مى وليدل هغه مى و خوړل او کبان مى له ستو نى تير شول او په هما غه ورځ مى څو کو چنى کپا ن و خوړل . ده زيا ته کړه له دى وروسته هر کله چى کپا ن مو مى هغه ژوندى او او مه خو رى دى وايى کپا ن د څو ناروغيو لپاره در مل دى . دى وا يى تر اوسه پور ى يى په زر ګو نو کپا ن خو ړلى او دى کار ته د خپل عمر تر وروستيو شيبو پورى د وا م ورکوى خو مولوى عبدالغفار د با بارسول د ا کار د شريعت خلاف و باله ويى ويل چى د ژوندو کپا نو خوړل ددوى حق باندى تيرى دى . د عا مى روغتيا وزارت يو چار وا کى وا يى د ما هى غو ښه که بښه او او مه وى د ا نسا ن بدن ته ګټه لرى خو بايد پهدى پوه شو چى معده ددى د هضمولو توان لرى او که نه . د با بارسول وراره عبدالمنان |
|
+ نوشته شده در
Wed 8 Oct 2008ساعت 11:41 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
دوحشى غليم په بى رحمه بمباريو کې دمعصومو هيوادوالودشهادت په ياد ويــــــــــــــــرنه )خپلواک) عرش شو ستاد ويرهنداره چې په وينو کې لت پت شوې دتاريخ زخمي يادګاره ! چې په وينو کې لت پت شوې
دجانان زلمي تنکى زړه خوستاشرنګ ته انتظار و دمعصومي ناوې هاره! چې په وينوکې لت پت شوې
د دوو زړونو خوږ ارمان خوستاپه رڼاکې تيارو يوړ د واده رنګين سهاره ! چې په وينوکې لت پت شوې
ستاپه ښکلو اننګوکې دګران پلار د زړه سرخي وه دماشومي لور رخساره ! چې په وينوکې لت پت شوې
ستاپه وينوسرې لمن ته ستاګلان ماشومان ژاړي دسپرلي دبڼ مالياره! چې په وينوکې لت پت شوې
ستاپه سرکې وى چڼچڼي ستالمن کې وړې نجونې دبرکلې دنګ چناره ! چې په وينوکې لت پت شوې
ستاسى نوې هديرې شوې دغليم بيارغونه اى هلمند اوکندهاره ! چې په وينوکې لت پت شوې
له مظلومو جنازونه مو مغرورغليم منکر و اى هرات اوننګرهاره! چې په وينوکې لت پت شوې
د ښکلا اورنګيني ستاينه پاتى شوه له تانه د خپلواک د شعرخماره! چې په وينوکې لت پت شوې |
|
+ نوشته شده در
Wed 8 Oct 2008ساعت 11:39 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د پوليسو او وسلوالو طالبانو دجګړى په ترځ كى پنځلس تنه وژل سوى اوشپږ ژوبل سوى دى دغه خبره دهلمندولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد وكړه نوموړى وويل چى دنادعلى ولسوالۍ په سيمه كى پوليس په ګزمه بوخت وه چى دوسلوالوطالبانوله لوري ورباندى ډزى سوى شيرزادوايي چى دپوليسودسخت مقاومت وروسته په جګړه كى پنځلس وسلوال طالبان وژل سوى اوشپږ ژوبل سوه نوموړى وويل چى په دغه جګړه كى پوليسوته كوم زيان نه دى رسيدلى. قاري يوسف احمدى چى ځان دوسلوالوطالبانووياند معرفى كوى ديوناڅرګند ځاى څخه دټيلفون په ليكه كى وويل چى دتيري ورځى په جګړه كى يوطالب هم نه دى وژل سوى . |
|
+ نوشته شده در
Tue 7 Oct 2008ساعت 1:22 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
||||||
|
+ نوشته شده در
Tue 7 Oct 2008ساعت 11:46 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
||||||
|
|||||
|
+ نوشته شده در
Tue 7 Oct 2008ساعت 11:23 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
||||
|
+ نوشته شده در
Tue 7 Oct 2008ساعت 11:22 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|||||
|
+ نوشته شده در
Tue 7 Oct 2008ساعت 11:21 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
||||
|
+ نوشته شده در
Tue 7 Oct 2008ساعت 11:20 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|||||
|
+ نوشته شده در
Tue 7 Oct 2008ساعت 11:18 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|||||
|
+ نوشته شده در
Tue 7 Oct 2008ساعت 11:18 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|||
|
+ نوشته شده در
Tue 7 Oct 2008ساعت 11:17 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|||||
|
+ نوشته شده در
Tue 7 Oct 2008ساعت 11:16 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|
|||
|
+ نوشته شده در
Tue 7 Oct 2008ساعت 11:15 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د هلمند په ولايت كي د ورزش لپاره په ۶۳۰۰۰۰ امريكايي ډالرو دوه پروژي ګټي اخيستني ته چمتو شوي دغه پروژې چې ديكشنبې په ورځ ديولړمراسموپه لړكې دگټې اخيستنې په موخه وسپارل شوې دهلمنددسپورت اوبدني روزنې آمرغلام غوث داوري وويل چې دغازي محمدايوب خان په نامه لوبغالى په اتلس جريبه ځمكه كې په اساسي اوعصري سيستم سره ددوه سوه زره امريكايي ډالروپه لښگت دولايت له بوديجې څخه جوړشوى دي چې په يوه وخت كي پنځلس زره تنه سيلانيان ځايولى شي. دداوري په ويناچې له همدې لوبغالي سره په څنگ كې ديارلس سپورتي كلبونه دبيلابيلوسپورتي څانگولپاره په هلمندكې دميشتې ولايتي بيارغونې دډلې په مالي مرسته دڅلورسوه ديرش زره امريكايي ډالروپه لښگت دنهومياشتوپه لړكې يې چارې بشپړې اوديكشنبې په ورځ كټې اخيستنې ته وسپارل شوې. دده په ويناچې په لوبغالي اوكلبونوكې هرډول سپورتي اسانتياوې برابرې شوې دي چې داړتياپرمهال به لوبغاړي ترې گټه اخلي. د هلمند ولايت والي محمد ګلاب منګل په هلمند ي ځوانانو باندي زغ وكړ چي د معارف تر څنګ دي په سپورټي او بدني روزني سره هم حان سمبال كړي هغه ددي لوبغالي د پرانيستلو په مراسيمو كي له هلمند والو وه غوښتل چي د كوكنارو پر ځاي دي ديري خلګ تعليم او سپورټ ته موخه وكړي ديري ورزشي لوبغاړو دددي ورزشي لوبغالي څڅه خوښي څرګندوله دوي وايي چي مخكي موزد ډيرو مشكلاتوتر څنګ لوبغالي هم نه درلودي هغوي وايي چي اوس مهال به موزهلمند او هلمند يانو ته په سپورټ كي ښي لاس ته راوړني وه لرو د ورزش دامر په وينا په دغه لوبغالي كي به دټينيس ،فوټبال ،والي بال كركټ او اتلانتيكي خفيفه لوبي به تر سره شي په دغه لوبغالي كي د انجونو لپاره هم د لوبو لپاره هرراز ځايونه جوړ شوي دي ديادونې وړده چې په هلمندكې دامهال دكرزي په نامه يوبل لوبغالى هم وجودلري چې پكې وخت ناوخته پكې سپورتي لوبې ترسره كيږي. |
|
+ نوشته شده در
Mon 6 Oct 2008ساعت 12:57 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د هلمند په ولايت كي به د كوكنار كښت په له منځه وړلو كي به ۴،۸ ميليونه دالره ولګول شي . دغه خبره د هلمند ولايت والي محمد ګلاب منګل نن د هلمندد بست د تصدي رياست ډير ي هغو بزګرانوته چي د ميزان په لمړي نيټه يي د دانه لرونكي پنبي د تحويلي په مراسيمو كي ګډون كړي وو د كوكنارو د كښت په له منځه وړلو كي يادونه وكړه . د هلمند والي هغوكرونده ګرونه مننه وكړه چي نن يي خپل دانه لرونكي پنبه د هلمند دبست دتصدي رياست ته راوړي وه هغه د هلمند كرونده ګرو ته وويل هغه كرونده ګرو چي په تيرو كلونو كي به يي پنبه كرل اوس هغه كوكنار كري نوستونزي او مشكلات يي دير شوي دي والي زياته كړه چي پنبه هغه كښت دي چي له هغه څخه په ورځني ژوند كي ګټه ځيني اخيستلاي شو ده زياته كړه چي څومره په سيمه كي دكوكنارو كښتونه زيات كرل كيزي هغومره په يوي جامعه كي ستونزي ديريزي او زياته يي كړه چي خپله هلمند دغه كوكنارو له ستونزو او مشكلاتو سره مخ كړي دي د هلمند والي وايي چي په هلمند كي به سز كال د ترياكو په وركول كي ۴،۸ ميليونه دالر په دريو برخو باندي مصرف كړي چي لمړي به د عامه پوهاوي بزګرانو ته د تخمونو او كيمياوي سرو وركول او دريم به يي قانوني چلند وي
ديري كرونده ګروايي كه چيري پنبه وكرو دغه پنبه دولتي چارواكي له موز څخه په ډيره كمه بيه رانيسي دوي وايي چي دپنبي كښت ديري بزګرانوته ګټه نه رسوي د مرجي دسيمي يوتن اوسيدونكي عبدالرزاق بيا وايي چي دپنبي په ټول كښت كي ورته يوازي په يوه من كي ورته لس افغاني پاته كيزي چي هغه دده اوكورني لپاره غله نه جوړوي د رزاق په شان ديري كرونده ګرو له دغه مشكلاتو څخه سر ټكاوه او ددي ترځنګ دوي وايي چي د ولسوالي او مركز په پرته لويو لارو كي امنيتي كسان ورڅخه په زوره پيسي اخلي د بست د تصدي ريس حاجي شيرين جان وايي چي د پنبي لمړي دوهمه او دريمه درجه په ۲۷ ،۲۶ او ۲۵ افغانيو ورڅڅه اخلي او ورته د انعام په توګه د يوه ټن دپنبي په تحويلي كي ورته لس كيلو ګرامه غوړي هم وركوي . د يادوني وړده چي په هلمند ولايت كي د دانه لرونكي پنبي د تحويلي مراسيم په داسي حال كي شروع كيزي چي د ځاي كرونده ګرو په وينا د كوكنارو كركيلي ته يواځي څو ورځي پاته دي |
|
+ نوشته شده در
Mon 6 Oct 2008ساعت 12:54 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
دهلمند په ولايت كي دپوليسو لخوا په بيلابيلو وختو كي يوشمير غله او انسان تښتونكي داختر په شپوكي نيول سوي دي
په دي اړه دهلمند دپوليسو مشر سمونوال اسدالله شيرزاد تيره ورځ په يوه خبري ناسته كي خبريلانو ته وويل چي پوليس هڅه كوي ترڅو دغه مشكلات راكم ي كي اسدالله شيرزاد وويل دغه غله او انسان تښتونكي داختر په شپو كي دپوليسو لخوا ونيول سول او دقانون منګلو ته وسپارل سول شيرزاد وويل چي شپږ غله دموټرسيكلانو پسيو او موټرو سره يوځاي ونيول سول او همداراز دوه تنه انسان تښتونكي چي غوښتله ئي يو هلك ديو دوكاندار زوي تښتوي دپوليسو لخوونيول سول او دامهال په ښار او دهلمند په ټولو سيمو كي كراري ده منيت كي زيان خرابوال راويستي ووي چي په سپينه ورځ به ئي ددوكانو كلفان ماتول او دخلكو څخه به ئي موټر سيكلان اخيستل نوموړي وائي چي كه ددي غولو اووران كارانو مخه ونيول سي په سيمه كي لانور هم خلك په ډاډه زړه ژوند وكولاي سي شيرزاد وايي چي دجمعي په ورځ انسان تښتونكو يو هلك دحاجي محمد په نامه تښتول چي پوليس په خبر سوه او دستګير سول قومندان وائي چي دامهال په لښكرګا كي امنيت ښه دي ټول هلمنديان كولي سيي چي په ښار كي دشپي اودورځي وګرځي او خپل دوكانونه خلاص كي راسه درسه وكړي همداراز قومندان وائي چي نوي پوليس دومياشتي ترروزني لاندي وو چي ددي تعداد (۱۶۲ ) پوليس په خاص ډول دښار دساتني لاره ورزل سول او هغه دخلكو خدمت باندي پوسوي دي چي دامهال ئي په كار پيل كړي دي امنيه قومندان وايي چي دغه پوليس كولي سي دخلكو خدمت په ښه دول وكړي حاجي محمد چي كم عمر ځوان دي وائي چي پوليسو خپله دنهده په ښه ډول ترسره كړس ده ځكه دي وائي چي كله چي زه اختطاب كونكو تښتولم زموږ خپلوانو پوليسو ته تليفون وكي پوليس په خپل وخت راورسيدل او زه ئي دتښتونكو له منګلو خلاص كړم كه څه هم امنيه قومندان وائي چي دامهال په سيمه كي امنيت دډاد وړ دي خو عام خلك وسني حالات ښه نه بولي وائي چي ډيره خلك چي سر ټكونه كوي هغه دپوليسو څخه دي وائي چي پوليس په شخصي او بي فليټه موټرانو كي ګرځي او خلك ځوروي داحمدو دالله په نامه يوځوان وائي چي دامهال ټولي غلاوي اووران كاري چي څوك كوي هغه دپوليس او دولته له وسلو او واك څخه ګټه اخلي ځكه دي وائي چي په دي اختر كي په سپنه ورځ غلاوي كيدي او دخلكو څخه پسي او موترسيكلان واخيستل سول دي وايي پوليس بايد ښه ورزل سي او په يونفرم كي خپله دنده تر سرهر كړي |
|
+ نوشته شده در
Mon 6 Oct 2008ساعت 12:53 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
صفحه نخست پروفایل مدیر وبلاگ پست الکترونیک آرشیو عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی
دتليفون نمبر 0708373448 او یا هم 0088216---8441545سټلایټ نمبر دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com safatz@internews.af او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد |
| نوشته های پیشین |
|
آبان 1388 مهر 1388 شهریور 1388 مرداد 1388 تیر 1388 خرداد 1388 اردیبهشت 1388 فروردین 1388 اسفند 1387 بهمن 1387 دی 1387 آذر 1387 آبان 1387 مهر 1387 شهریور 1387 مرداد 1387 تیر 1387 خرداد 1387 اردیبهشت 1387 فروردین 1387 اسفند 1386 بهمن 1386 دی 1386 آبان 1386 |
| آرشیو موضوعی |
|
انځورونه شعرونه لیکنی او نظرونه خبرونه لنډي كيسي د نړی عجایبی او جالبی ټوټي له دوستانو سره خوشحاله شيبي تاريخ او ژوند دپارلمان غړو نمبرونه کمپیوټر پوهنه اسلامی نری او نبوی احادیث هلمند او هلمندیان د تولنی ترجمانان څوك دي ؟ دپولیسو او پوځ رتبي |
| پیوندها |
|
ګرمسير ياهو جي ميل پژواك خبري اژانس بينوا وخت خبري اژانس بي بي سي پښتو ملالي جويا تل افغان بي بي سي ناظر دجګري اوصلحي راپوروركولو انستيوت طلوع تلويزيون امريكاږغ ويب پاڼه ښايست هيله دافغان ښوو ځوانانو ويب لاګ پيمان ملي ورح پانه ځنځیر بلاګفا ملل متحد ټوکمار بلاګف |
|
RSS
|