تبليغاتX
گرمسیر
دصفت الله (ذاهدی) خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي خپرونه

 د هلمند ولايت په مركز لـښكرګاه كي ددغه سركونو د كارلړي نن د لښكرګاه ښا رپه توټانګ كي پيل شوه د هلمند ولايت  د كليو او پراختيا ريس محمد عمر قانع وويل : چي دغه سرك د  dfid  يا بريتانيا د پرمختيايي اداري لخوا څخه  په څه باندي ۷ لكه دالره سره جوړيزي 

د كليو اوپراخيتا ريس زياته كړه چي په لښكرګاه ښار كي به په نيژدي راتلونكي كي نوري د بيا رغوني پروژي پيل شي   دي وايي چي نوموړي سرك به په راتلونكو ۷ مياشتو كي  د   AMCC شركت له لوي د تګ راو راتك لپاره چمتو شي

هغه په لښكرګاه كي داوبو ددريو غټو شبكو او د۳۰۰ حلقو د څاه ګانود جوړيدو  خبره هم وكړه

 د هلمند ولايت مرستيال والي عبدالستار ميزكوال زياته كړه  چي دغه سرك  به په پاخه او اساسي دول سره په ټولو معيارونو باندي سمبال  په لښكرګاه ښار كي جوړ شي  دي وايي چي ددي سرك ترڅنګ به د بست هوايي ميدان  او د په لښكرګه ښار كي د يوه لوي جامع جومات چي د عربي متحده اماراتو له لوري څخه دلښكرګاه خلګو ته به يي عملي كار په نيژدي راتلونكي وختونو كي جوړ شي

 د كليو او پراختيا د بيا رغوني د رياست د چارواكو په خوله  چي په دغو سركونوكي د ولسواليو او ليري پرتو سيمو لوي لاري به هم وه رغول شي

ددغو سركونو كار په داسي حال كي پيل كيزي چي د لښكرګاه ښار د صافيانو د سيمي ډيري اوسيدونكي د سرك له نه شتون څخه ددولتي چارواكو نه سرټكوي
+ نوشته شده در  Thu 20 Nov 2008ساعت 2:4 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد وويل چي  پروند مازديګر د ناوي په ولسوالي كي  وسلوالو طالبانو پوليسو ته كمين نيولي وو چي د كمين په ترڅ كي جګړه رامنځ ته شوه چي په جګړه كي يو وسلوال طالب  ووژل شو امنيه قوماندان وايي چي وسلوالو طالبانو د سر بند په امنيتي پوستي هم بريد كړي وو چي د بريد په پايله كي وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولي ده

شيرزادي وايي چي  په دواړو بريدونو كي پوليسو ته كوم زياننه دي اوښتي

 خو بل خوا قاري يو سف احمدي چي رسنيو سره دوسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي د ناوي  په ولسوالي كي يي له پوليسو سره جګړه كړي ده  او هغوي ته يي مرګ ژوبله اړولي ده

احمدي وايي چي تيره ورځ يي هم په ګريش ولسوالي كي  دملي اردو د سرتيرو دوه موټرونه سوځولي او نهه تنه يي وژلي دي

ديادوني وړده چي څو ورځي وړاندي هم په ناوي ولسوالي كي دپوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه شوي وه چي ددولتي چارواكو په وينا۴ وسلوالوطالبان يي وژلي دي

+ نوشته شده در  Wed 19 Nov 2008ساعت 1:4 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د ارزګان ولايت  كي هم يوي ۶۰ كلني سپين سري خپل ځان وژلي دي

 د ارزګان ولايت امنيه قوماندان جمعه ګل همت  وويل چي دغه سپين سري ميرمني  دري زامن اودوه لوڼي درلودي نوموړي سپين سري هم  په چريز توپك ځان وژلي دي

د ارزګان ولايت يو اوسيدونكي غلام علي وويل چي دغه سپين سري  عصبي تكليف درلودي چي په كور كي يي د چريز توپك په واسطه يي ځان وژلي دي

دي وايي چي دغه سپين سري ښځي په كوركي د خپل وړونو له دوو ماينو ګانو سره هروخت په تكليف وه چي له هغوي سره به يي جګړه كوله چي وروسته نوموړي  خپل ځان له دغه تاوتريخوالي څخه وژلي دي

+ نوشته شده در  Wed 19 Nov 2008ساعت 1:3 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

په زابل ولايت كي يوي شل كلني ځواني انجلي ځان ته اور واچاوه

د زابل ولايت د امنيت امر غلام جيلاني وويل چي دغه انجلي څوانه وه او شل كاله عمر يي درلود چي  د كورني تاو تريخوالي له امله يي ځان ته اورواچاوه چي د اوراچوني وروسته نوموړي په روغتون كي ساه وركړه

ددي له خپلوانو څخه يوه هلك پيمان اخبار ته وويل چي  دغه انجلي غوښتل د يوه زده كوونكي سره واده وكړي چي د پلار يي خوښه نه وه او نوموړي خپل ځان ته اوراچولي دي

د يادوني وړده چي په زابل ولايت كي داسي پيښي د پخوا په شان ډيري شوي دي

+ نوشته شده در  Wed 19 Nov 2008ساعت 1:2 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

دتروریزم ریښې وباسئ – دولسمشرکرزي لیکنه

لیکوال : حامد کرزی

((د افغانستان دولسمشرحامدکرزي دا لیکنه دامریکا په میامي هیرالډ ورځپاڼې د نوومبر داوولسمې نېټې په ګڼه کې خپره شوې او تاند ژباړلې))

 موږاووه کاله پخواپه افغانستان کې سفرپیل کړ،دافغانستان اونړیوالې ټولنې لپاره مو ډېره لاره کچ کړې ده .

په ۲۰۰۱ ع کال ترپنځه څلوېښتو په لږو ورځو کې موږافغانان دتروریزم اوطالبانو له وېرې او ترهې خلاص شوه .افغانانوته بیا د ښې راتلونکې لپاره لویې هیلې په زړونوکې زرغونې شوې. ځینې هیلې یې پوره شوې.ماشومان بیا ښوونځیو ته لاړل.شاوخواپنځه اتیا فیصده افغانان له روغتیايي اسانتیاوو برخمن شوي حال دا چې تر۲۰۰۱ مخکې یوازې په سلو کې نهو(۹) دا امکان درلود.په ۲۰۰۱ کې افغانستان دماشومانو دمړینو له نظره په نړۍ کې ترټولوبد حالت درلود خواوس دماشومانو مړینې په سلوکې پنځه ویشتو ته راټیټه شوې .اوس په افغانستان کې دیموکراسي ، د مطبوعاتو ازادي ،اقتصادي پرمختګ  او د ژوند بهتره شرایط مهیا شوي .

خو، متاسفانه موږلا هم له طالبانواوالقاعده سره په جنګ یو.په ۲۰۰۱ کې له ازادۍ وروسته نړیوالې ټولنې له تروریزم اوافراطیت سره دمبارزې لپاره خپل پام یوازې افغانستان ته واړاوه خو موږافغانانوټینګارکاوه چې زموږهیواد له تروریزم سره دمبارزې اصلي ځای نه دی .له تروریستانو سره دافغانستان په کلیو کې جګړه نه شي کېدای (ځکه چې دافغانستان په کلیو کې تروریستان نشته) د دې پرځای د دې مسئلې لپاره دسیمې په سطحه پام پکار وو او پکار دی .دا جګړه باید په هغو سیمو کې متمرکزه شي چې تروریستان پکې پناهځایونه لري ، روزل کېږي،په وسلو سمبالېږي ، انګیزه ورکول کېږي او زموږټولو د کړولولپاره راستول کېږي . 

خوزموږ ږغ چا وانه ورېد.نپوهېږم چې دبې خبرۍ په وجه  وو اوکه اراده موجوده نه وه .خو حالاتوثابته کړه چې موږپه حقه وو.له بده مرغه له تېرو دوو کلونو راهیسي پاکستان زموږ په څېر یا ښايي ترافغانستان ډېر ځورېدلی دی .تقریباً د افغانستان اوپاکستان دپولې په اوږدو کې ټول قبایلي کمربند دتاوتریخوالوقرباني دی .

هماغسي چې له ۲۰۰۴ کال راپه دې خوا په افغانستان کې ښوونځي سوځول کېږي، په تېرکال کې هلته هم (دکرښې پورې غاړه) په تېره بیا دنجونوښوونځیو ته اور ورته کېږي چې اتیا زره نجونې یې د درس او زده کړې له اسانتیا بې برخې کړي دي .

پلُونه نړول کېږي او عسکر اوپولیس وژني.له کراچۍ رانیولې ترلاهور اواسلام اباده پوري چاودنې کېږي .تاوتریخوالي هند ته هم غځېدلي ،هلته په ګجرات ،بنګلوراوډیلي کې چاودنې شوي .

نو ستونزه سیمه ییزه ده او دا د سخت دریځوله هغه منظم ملاتړسره تړاو لري چې تروریزم ته لمن وهي او انګیزه ورکوي .ترڅو چې موږ په ګډه د ستونزې جرړې وچې نه کړو یعنې د تروریستانوحمایت پای ته ونه رسوو او دغه راز دافراطیت دټولوشکلونو دمالي ملاتړ مخه ونه نیسو، تروریزم ته به ماته ورنه کړای شو.

دا مسئله لوېدیځ ،چې دتروریزم له مشکل سره مبارزه کوي، سمه نه ده درک کړې ځکه چې دهغه اصلي عواملوته یې پام نه دی کړی .له ښه مرغه نن سبا زه د دې ناروغۍ دتشخیص نښې وینم.اوپه پاکستان کې دیموکراتیک بدلونونه دافغانستان ، پاکستان اودنړۍ دنورو لپاره ښه زیری دی .

دپاکستان نوی ولسمشراصف علي زرداري هماغسي تروریزم ځورولی چې موږ یې کړولي یو.دهغه مېرمن بېنظیربوټودتروریستانو له لوري ووژل شوه.زه د ولسمشر زرداري دلوړې په مراسمو کې دګډون لپاره پاکستان ته لاړم او دلومړي ځل لپاره مې دهیلې تتې وړانګې ترسترګو شوې .که موږ په ګډه کار وکړو، زه دا امکان وینم چې حکومت( دپاکستان)تر هغه وخته لوړ فکر وکړي چې ګومان یې کاوه افراطیت ته د پالیسۍ د یوې وسیلې په توګه اړتیا لري .کله چې د سیمې ټول حکومتونه افراطیت رد کړي ، سخت دریځو ته به ځای نه وي او تروریزم به پخپله له منځه لاړ شي .

خوپکار ده چې له هغو کسانو سره هم مرسته وشي چې له مجبوریته د افراطي قوتونومنګولوته لوېدلي دي .

تېرکال  ما د وزیرستان دقبایلي سیمې  یوڅوارلس کلن هلک چې افغانستان ته دځان وژونکې حملې لپاره راغلی وو،وباخښه .یوازې وچ مجبوریت دومره کم عمره هلکان د داسي کارونوکولوته اړایستلی شي .موږ باید دا ډول خلک د تعلیم او نویوفرصتونوپه وسیله دښې راتلونکې دبرابرولوله لارې وژغورو.

پر دې سربېره د دې لپاره چې دتروریستانودملاتړ مخه ونیول شي ، موږ باید په افغانستان کې موسسې پیاوړې کړو.موږ کم عمروافغانانو ته په تعلیم ورکولوسره پیل کړه خو هغوی ته موخوندي او امن ژوند نه دی برابرکړی ،داسي ژوند چې دبمونو د چاودنواوهوايي بمبارۍ له خطره خلاص وي .هرکله چې دا کار وشو،هغه وخت به افغانستان خوندي وي او دوه نورشرطونه به پوره شوي وي چې یو دافراطیت دسیاسي ملاتړ پای ته رسېدل دي اوبل د مجبوروکسانوحمایت- په دې توګه به نه یوازې موږ خوندي ژوند ولرو بلکې دپاکستان ،هندوستان او نورې نړۍ خلک به هم په امان کې وي .

 

+ نوشته شده در  Wed 19 Nov 2008ساعت 9:24 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

په میدان وردګو کی دطالبانو یومشهور قوماندان ونیول شو

 وردک(دگرمسیر خبری څانګه)

 نن سهار ددغه ولایت د سیدآباد ولسوالی د " سالارو " په سیمه کی دطالبانو یو نامتو قوماندان " ملا اقبال" د پولیسو له خوا ونیول شو.دمیدان وردګو دوالی ویاند" آدم خان سیرت"  وویل:

 له نیول شوي قوماندان څخه یو میل وسله اوهمدارنګه یوه مخابره ترلاسه شوې ده.

دولایت امنیتی  چارواکي وایی نیول شوی قوماندان  اوس مهال تر پښتنو لاندې دی.

+ نوشته شده در  Wed 19 Nov 2008ساعت 9:20 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د نيمروز ولايت د والي پر مرستيال ځانمرګي بريد وه شو

د نيمروز ولايت والي ډاكتر غلام دستګير ازاد سلام وطنداره ته وويل چي نن سهار دنيمروز  ولايت مرستيال ملنګ رسولي   خپلي وظيفي ته د تګ پرمهال پري  ځانمرګي بريد وه شو

دي وايي چي په دغه بريد كي يواځي ځان وژونكي له منځه تللي دي

د ازاد په وينا چي نيژدي كورونو ته مالي زيان اوښتي دي خو په دغه ځانمرګي بريد كي مرستيال او د هغه ساتونكي روغ رمټ وتلي دي

د يادوني وړده چي څو اوني وړاندي  هم په نيمروز ولايت كي د نيمروز پر والي  ازاد باندي ځانمرګي بريد وه شو چي دهغه له يوه زوي سره څلورنور امنيتي ساتونكي هم ووژل شول

خو وسلوالو طالبانو لا تردا مهاله پوري څه نه دي ويلي
+ نوشته شده در  Sun 16 Nov 2008ساعت 11:24 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د كند هار ولايت  په ميرويس مينه كي نامعلومو كسانو د اتو تنو زده كوونكو پر مخ تيزا ب پاشلي دي

 د كند هار ولايت د والي وياند زلمي ايوبي وايي چي د نازو انا دښوونځي په اتو تنو ښځينه  زده كوونكو باندي د  نا معلومو وسلوالو كسانو له لوري  د هغوي په مخ تيزاب پاشل شوي دي دي وايي چي په دغو اتو تنو كي يي يوازي دري تنه دا مهال د كند هار ولايت په ميرويس روغتون كي  د تداوي لپاره بستري دي

ايوبي وايي چي د ا د معارف دښمنان دي چي نه غواړي په هيواد كي معارف وده وكري

د كند هار ولايت ديري ښځينه زده كوونكي وايي چي كه چيري داسي د ښځينه زده كوونكو مخه نيول كيزي او يا د هغوي امنيت خوندي نه وي نود كند هار ولايت ډيري ښوونځي به وتړل شي

ديري زده كوونكي وايي كه چيري داسي حالت روان وي نو د معارف وضعه به لا نوره هم پسي خرابه شي دوي وايي چي دوليت چارواكي دي ترتولو لمړي په دغو سيمو كي امنيت راولي

اودمعارف وزارت په  يوه خبرپاڼه كي چي د مركز كابل نه خپره شوي ده دغه عمل يي غندلي دي او ويلي يي چي د هيواد د معارف دښمنان نه شي كولاي چي په داسي كړونو سره د هيواد د ۶ ميلونو زده كوونكو مخه وه نيسي

 دغه پيښه لا تردا مهاله پوري كومي وسلوالي دلي پخپل غاړه نه ده اخيستي

د كند هاراو هلمند په ولايتونو كي ديري په ليرو او پرتو سيمو كي ښوونحي د زده كوونكو پر مخ تړل شوي دي
+ نوشته شده در  Sun 16 Nov 2008ساعت 11:23 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند ولايت  له ۵۰۰۰ دهقانانو سره د تخمونو مرسته وه شوه

 د هلمندوالايت د والي مرستيال عبدالستار ميزكوال  د ګريشك ولسوالي  ديري خلګو ته وويل چي تاسي به نور پخپلو مځكو كي كوكنار نه كري هغه وويل چي  د افغانستان په اساسي قانون كي دا نه دي راغلي چي دهقانانو سره دي بديل معاشيت وه كړي نوموړي وويل چي دا يو بد بوټي دي چي د يري خلګ يي په هلمند ولايت كي له يو شمير ستونزو سره مخ كړي دي

ده وويل چي موز دګريشك ولسوالي له ۵۰۰۰ دهقانانو سره د تخمونو مرسته كوو نوموړي وويل چي د ګريشك ولسوالي دهقانان به نور په خپلو مځكو كي كوكنار نه كري  د ګريشك ولسوالي ديري خلګو د مرستيال والي ته خپلي ستونزي  كيښودلي هغوي وويل چي لمړي تاسي  په دغه سيمه كي امنيت او وروسته  بيا د كوكنارو كريكيله وركه كړي ديري قومي سپين زيرو په يوه اواز سره وويل چي نور به په ګريشك ولسوالي  پخپلو مځكوكي كوكنار نه كري

دهلمند مرستيال والي وويل چي  كه چيري په دغو سيمو كي كوكنار وه نه كرل شي نو په ګريشك ولسوالي كي  به ديري د بيا رغوني پررژي پلي كړي

+ نوشته شده در  Sun 16 Nov 2008ساعت 11:22 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د كندهار د ماهي غره د سيمي  سره د ماين په يوه چاودنه كي ۴ تنه و ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

د كندهار ولايت دوالي وياند زلمي ايوبي سلام وطنداره ته وويل چي دغه چاودنه  پرون د غرمي  وروسته  پر ملكي كسانو رامنځ ته شوه چي  ۴ تنه ملكي وګړي يي ووژل

دده په وينا چي دغه ماين دپوليسو د ګزمي لپاره ځاي پر ځاي شوي وو چي پر ملكي وګړو وچاوديد

ايوبي زياته كړه چي ددغه چاودني په تړاو يي لا تردا مهاله پوري څوك نه دي نيولي

 خو بل خوا دوسلوالو طالبانو يواند قاري يو سف احمدي چي رسنيو سره د وسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي د كند هارولايت  دلوي ويالي دډبرو  د پله  په  سيمه كي يي د يوه بريد په ترڅ كي اوه تنه پوليس ووژل

احمدي وايي چي يو رينجر موټر هم په ډغه بريد كي يي ويجاړ كړي دي

+ نوشته شده در  Sun 16 Nov 2008ساعت 11:21 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 د زابل ولايت د شاجوي په ولسوالي كي د طالبانو ستر قوماندان ووژل شو  

د زابل ولايت دامنيت امر غلام جيلاني  فراهي  وويل چي د شاجوي ولسوالي  په سيمه كي د افغان او ايتلافي ځواكونو په ګدو عملياتو كي د وسلوالو طالبانو يو ستر قوماندان د عبيد اقا په نامه ووژل شو

فراهي وايي چي نوموړي قوماندان دشاجوي په ولسواليو كي د افغان او ايتلاف ځواكونو باندي تل وسلوال بريدونه كول

خو د وسولوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي  وايي چي د زابل ولايت د عبيداغا وژل يي تايد كړل

احمدي وايي چي هغه قوماندان نه بلكي يو طالب وو

+ نوشته شده در  Sun 16 Nov 2008ساعت 11:19 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

دغه خبره د هلمند ولايت مرستيال والي عبدالستار ميرزكوال  د ګريشك ولسوالي يو شمير قومي سپين زيرو او دهقنانو ته په يوه براخه غونډه كي وويل چي  په هلمند ولايت كي  ناامنيو د بيا رغوني مخه نيولي ده دي وايي چي په دي راز كي يي  ۱۴۰۰ پروژي چي دا مها ل به د هلمند  په ولايت كي پلي شي خو ددغو پروژو مخه ناامنيو نيولي ده

دګرشك ولسوالي ديري خلكو ته پخپلو وينا كي وويل چي راځي هلمند يو ځل بيا د غلي ګدام وګرځو هغه له ديري دهقانانو نه وه غوښتل چي په هلمند ولايت كي دي د كوكنارو پرځاي د غنمو كركيله وه كړي

ده د ګريشك ولسوالي د قومي سپين زيرو  نه وه غوښتل چي  خپل ځوانان دي د ملي اردو په ليكو كي  يو ځاي كړي

غز

خو د ګريشك وليسواليو ديري خلګو د ناامنيو څخه سر ټكاو هغه وايي چي  پخپلو مځكو كي به كوكنار نه كري خو دوي له دولتي چارواكو څخه دامنيتي ساحي د پراخيدو غوښتنه هم  كوله 

د لښكرګاه ښار ديري ښاريان وايي چي د امنيتي ساحي په پراخيدلو كي خپله ولتي چارواكي هم ګرم دي دا په دي معني چي  ولي دولتي ځواكونه په هلمند ولايت كي و پراخ عمليات نه پيلوي

محمد نبي د مارجي ولسوالي اوسيدونكي چي دا مهال په لښكرګاه ښار كي اوسيزي وايي چي  دولتي ځواكونه وه چي د مارجي ولسوالي يي د وسلوالو طالپانو په لاس كي وركړه هغو ي  وايي چي همدا نن كه چيري دولت وغواړ يد مارجي ولسوالي نيولي شي دي وايي (( سدلته اته زره برتانوي سرتيري او د ملي اردو ځواكونه سربيره د پوليسو ليكي هم شتون لري  نو ولي دوي ۲۰۰ يا ۳۰۰ وسلوال طالپان له دغي سيمي او يا ولسوالي نه نه شي ايسته كولاي ))

د ناوي ولسوالي يو تن عبدالستار وايي چي په ناوه ولسوالي كي هره ورځ جګړي وي  دده په وينا چي ديري خلګ اوس نه شي كولاي چي د ولسوالي نيژدي سيمو كي د خپلو كښتون حاصلات راټول كړي  هغه وايي  چي له يو ي خوا ورته جنګ جګړي او له بلي خوا ورته د كښتونو همداسي پا ته كيدل دوي له لوزي او فقر سره مخ كوي

دوي  غوښتنه كوي چي امنيت دي په ليرو او پرتو ولسواليو كي راويستل شي او وروسته دي نوموړي د بيا رغوني پروژي هم عملي شي

د هلمندولايت والي دغه وينا په داسي حال كي  كوي چي تيره ورح د ګرشك ولسوالي ته د تګ پر مهال د سرك د غاري د ماين په چاودنه كي يي  دوه تنه پوليسو خپل ژوند د لاسه وركړ او نوموړي بيرتهد همدي ولسوالي له سفر نه  راوګرځيد

+ نوشته شده در  Sun 16 Nov 2008ساعت 11:18 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د ارزګان ولايت د ترينكوت په ولسوالي كي د طالبانو يو قوماندن وه نيول شو

دارزګان امنيه قوماندان جمعه ګل همت  وويل چي پروند د غرمي وروسته  د ارزګان ولايت پوليسو د ترينكوټ په ولسوالي كي د طالبانو يو قماندان وه نيوي

همت وايي چي نيول شوي كس   د وسلوالو طالبانو د ۶۰ كسو قوماندان دي

همدارنګه د بګرام نه په يوي خپري شوي خبرپاڼي كي راغلي دي  چي د ارزګان ولايت د شهيد په سيمه كي دافغان او ايتلاف ځواكونو په عملياتو كي    ۵ وسلوال طالبان په مخامخ جګړي كي وژل شوي دي

په خبرپانه كي راغلي دي چي امنيتي ځواكونو ته كوم زيان نه دي اوښتي

خو قاري يوسف احمدي چي د وسلوالو طالبانو   وياند رامعرفي كوي د نوموړي قوماندان نيول كيدل نه تايدوي

+ نوشته شده در  Sun 16 Nov 2008ساعت 11:17 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

په دوو جلا جلا پيښو كي ۴ تنه پوليس او دري تنه ملكي وګړي وو ژل شول

 

د هلمند ولايت امنيه قوماندان اسدالله شيرزاد ته وويل  چي نن سهار يوولس بجي  د كندهار هلمند پر لوي لاري باندي په يوه كرولا  شخصي موټرځانمرګي بريد وه شو چي د بريد په پايله كي دري تنه ملكي وګړي او دوه تنه پوليس ووژل شول

ځانمرګي بريد كوونكي په يوه سرايچه موتر كي  سپور وو

امنيه قوماندان وايي چي همدارنګه  د شيندك مانده په سيمه كي د ګريش ولسوالي د پوليسو د يوي ګزمي پر موټر د سرك د غاړي د ماين يوه چاودنه شوي ده چي په چاودنه كي  دوه تنه پوليس وژل شوي دي

او د يوه بل خبر له مخي د كند هار په ولايت كي  د يوه ځانمرګي بريد له امله  ۴۲ تنه ژوبل او ۶ تنه نور ووژل شول

د كند هار ولايت د والي وياند زلمي ايو بي وويل چي نن غرمه ۱۲ بجي د كند هار ولايت د ولايتي شورا ترخنګ  يو ځانمرګي بريد وه شو چي د بريد په پايله كي يي  ۶ تنه د ولايتي شورا غړي وژل شوي او ۴۲ تنه نور  ژوبل شوي دي

د ايوبي په وينا چي په  وژل شوو كي يوه ښحه هم شامله ده

 د كند هار د والي وياند وايي چي په دغه بريد كي د ولايتي شورا ريس روغ رمټ دي

خو قاري يوسف احمدي چي رسنيو سره دوسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي د هلمند  د نهرسراج په سيمه كي دلطف الله له لوري ديوي سرايچه موتر په واسطه په برتانوي سرتيرو  باندي شوي دي چي پكي دوه تانكونه له منځه تللي دي او پكي ۹ تنه بهرني سرتيري هم وژل شوي دي

احمدي زياتوي چي د شيندك مانده په سيمه كي يي د ماين په واسطه  ۷ تنه پوليس هم وژلي دي

+ نوشته شده در  Sun 16 Nov 2008ساعت 11:16 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

عاجل خبر

..............................

په كابل كي ۴ تنه نور په اعدام محكوم شول  او هغوي  ته نن جزا وركول شوه

د عدلي وزارت يوه لړرتبه مامور وويل چي دغه ۴ تنه په داسي حالي كي اعداميزي

چي يوه يي په وژني (قتل ) كي او دري نورورسره ملګري وه

نو نوموړي نن اعدام شول

+ نوشته شده در  Tue 11 Nov 2008ساعت 1:15 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د كندهار د ماهي غره د سيمي  سره د ماين په يوه چاودنه كي ۴ تنه و ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

د كندهار ولايت دوالي وياند زلمي ايوبي وويل چي دغه چاودنه  پرون د غرمي  وروسته  پر ملكي كسانو رامنځ ته شوه چي  ۴ تنه ملكي وګړي يي ووژل

دده په وينا چي دغه ماين دپوليسو د ګزمي لپاره ځاي پر ځاي شوي وو چي پر ملكي وګړو وچاوديد

ايوبي زياته كړه چي ددغه چاودني په تړاو يي لا تردا مهاله پوري څوك نه دي نيولي

 خو بل خوا دوسلوالو طالبانو يواند قاري يو سف احمدي چي رسنيو سره د وسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي د كند هارولايت  دلوي ويالي دډبرو  د پله  په  سيمه كي يي د يوه بريد په ترڅ كي اوه تنه پوليس ووژل

احمدي وايي چي يو رينجر موټر هم په ډغه بريد كي يي ويجاړ كړي دي

+ نوشته شده در  Tue 11 Nov 2008ساعت 1:0 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند ولايت د مخدره توكو پر ضد د مبارزي مدير سمونمل عبدالقادر  وويل چي  پروند ناوخته يي د ګريش ولسوالي  د بازار په منډيي كي يي دري تنه له ۱۵ ټنه  خاش خاشو سره  په يوه مازدا موټر  كي وه نيول

دي وايي چي دكندهار  هرات  پر لوي لاري په يوه ساقي خانه كي  يو تن د هيروينو پلورونكي له  سل پوړيو هيروينو او ۲۵  پوړيو كريسټال سره لاس په لاس وه نيول

د نشه يي توكو سره پر ضد دمبارزي مدير وايي چي د ګريش په ولسوالي كي يي يوتن د يوه موتر سايكل او ۲۰ كيلو مايع ترياكو سره  هم نيولي دي

دده په وينا چي  دوي به د هلمند ولايت په تولو ولسواليو كي چي هر هغه څوك دنشه يي توكو سره لاس او يايي كښت كوي دستګير او  د قانون منګولو ته به يي وه سپاري

 

 تيره ورځ د هلمند ولايت د والي مرستيال د قومي مشرانو او سپين زيرو   په يوه پراخه غونډه كي وويل  چي دوي به د نشه يي توكو قاچاق وړونكي او كرونده ګر به دستګير اووه به يي نيسي

دده په وينا چي سزكال به د ترياكو كښت په هلمند ولايت كي له منځه يوسي

او د ددغه نشه يي توكو قاچاق وړونكو پلورونكو او پيرودونكو لپاره به ځانګړي محبسونه جوړ كړي

خو ددي سربيره اوس مهال بيا هم د هلمند ولايت په ناوي نادعلي ګرمسر مارجه ليرو او پرتو ولسواليو كي د كوكنارو كركيله دوام لري 

دغه پنځه تنه په داسي حال كي نيول كيزي  چي تيره ورځ د مخدره موادو پر ضد د مبارزي ريس انجينرعبدالولي  وويل چي په  هلمند ولايت كي  به  سزكال د مخدره توكو كښت ۵۰ فيصده كم شي

+ نوشته شده در  Tue 11 Nov 2008ساعت 12:59 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د نيمروز ولايت والي ډاكتر غلام دستګير ازاد ته وويل چي نن سهار دنيمروز  ولايت مرستيال ملنګ رسولي   خپلي وظيفي ته د تګ پرمهال پري  ځانمرګي بريد وه شو

دي وايي چي په دغه بريد كي يواځي ځان وژونكي له منځه تللي دي

د ازاد په وينا چي نيژدي كورونو ته مالي زيان اوښتي دي خو په دغه ځانمرګي بريد كي مرستيال او د هغه ساتونكي روغ رمټ وتلي دي

خو دوسلوالو طالبانو وساند قاري يوسف احمدي بيا وايي چي د نيمروزد والي د مرستيال په بريد كي ۵ تنه ساتونكي ووژل شول او خپله مرستيال سخت ژوبل شوي دي

دي وايي چي ځانمرګي بريد كوونكي د نيمروز ولايت اوسيدونكي  وو چي فاروق نوميدي  

د يادوني وړده چي څو اوني وړاندي  هم په نيمروز ولايت كي د نيمروز پر والي  ازاد باندي ځانمرګي بريد وه شو چي دهغه له يوه زوي سره څلورنور امنيتي ساتونكي هم ووژل شول

+ نوشته شده در  Tue 11 Nov 2008ساعت 12:57 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

حاضردمه په اروپا کې له موبایل تېلفون څخه کاراخیستل منع دي
تاند - داروپايي کمیسون له نویومقرراتوسره سم داروپا دلویې وچې په هوايي حریم کې په الوتکوکې سپرلیوته اجازه ورکول کېږي چې له موبایل ټېلفون څخه کارواخلي .

 

له دې پرېکړې سره سم سپرلۍ به کولی شي هغه مهال له موبایل ټېلفون څخه کارواخلي چې الوتکه تردرې زرومترو پورې لوړه شي .

اروپايي کمیسون دا پرېکړه له شپږمیاشتې سلامشورو وروسته کړې او ویلي یې دي چې ښايي په الوتکو کې موبایل ټېلفون ته اجازه یوه میاشت وروسته ورکړای شي .

تردې وړاندې دمتحده عربي اماراتوهوايي شرکت (امارات اییر)لومړنی هوايي شرکت وو چې په الوتکوکې یې له موبایل تېلفون څخه استفادې ته اجازه ورکړې خوداروپايي کمیسون له پرېکړې داسې ښکاري چې داروپا په فضا کې دامارات هوايي شرکت په ګډون د هیځ شرکت الوتکه تردې دمه اجازه نه لري چې داروپا په فضا کې پکې څوک له موبایل تېلفون څخه کارواخلي .خواروپايي کمیسون په الوتکوکې له موبایل ټېلفون څخه داستفادې لپاره یوسیستم په پام کې نیولی دا سیستم به په دې ډول کارکوي (عکس)


+ نوشته شده در  Sun 9 Nov 2008ساعت 2:11 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 


– له نویوڅېړنواوشمېرنوسره سم په سویس کې  دموبایلونوعمردنړۍ تربل هرهیواد لنډ دی اوپه دې هیواد کې خلک تربل هرهیواد خپل موبایل تېلفون ژربدلوي .

په سویس کې په سلوکې پنځه اتیا خلک خپل موبایل(سیټونه)ټېلفونونه یوازې یوکال استعمالوي اوبیایې د ښاروالۍ دکثافاتوبېرل ته غورځوي .حال دا چې په یوکال کې موبایل تېلفون دخپل عمرنیمايي ته نه رسېږي .

خود دې علت چې سویسیان ولې خپل موبایل تېلفونونه ژربدلوي ،دادی چې په موبایل ټېلفونوکې کال په کال تکنالوژي بدلېږي اوهرکال یې نوي ،ښکلي اوپرمختللي ډولونه راوځي اوله بلې خوایې بیې هم ټېټېږي .

حتی که دبېټرۍ مصرف یې کم شي ،سویسیان غوره ګڼي چې دبېټرۍ په ځای نوی موبایل سیټ واخلي .

خوسویسیان پخپل دې عادت باندې د ژوندچاپېریال ته زیان رسوي ځکه هغه کیمیايي موادچې د موبایل تېلفونوپه جوړولوکې استعمالېږي درست طبعیت ته تاوان لري .

+ نوشته شده در  Sun 9 Nov 2008ساعت 2:9 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
پاسپورټونه،تذکرې اونوراسنادبه الیکترونیک شي


حاضردمهدافغانستانپه پاسپورټ اوتذکرو کې درست درج کېدونکي مالومات په لاس کښل کېږي
تاند - دافغانستان دمخابراتووزیرانجنیرامیرزی سنګین وايي د پاسپورت،تذکرې اولایسنس په ګډون ټول هغه  اسناد به، چې تردې دمه په افغانستان کې په لاس لیکل کېږي ، په پنځوکلونوکې الیکترونیک شي .

ښاغلي سنګین دغه راز وویل چې دافغانستان د ادارو دعصري کولواودشخصي مالوماتویا اسنادو د خوندي کولو له پلان سره سم چې پنڅه سوه ملیون ډالره بودجه ورته ځانګړې شوې ده ،دخلکودټولومهمو اسنادو مالومات به له دې ایسته په هغودوسیو کې نه ساتل کېږي چې په لاس لیکل کېږي بلکې دکمپیوټر حافظې ته به سپارل کېږي .

په الیکترونیک ډول ثبت شوي اسناد په اسانه جعل کېدای نه شي
ښاغلي سنګین وویل له دې کار سره به له یوې خوا د درغلۍ مخه ونیول شي اوله بل پلوه به د کار او اجرااتوسرعت زیات شي اودپاسپورت اونورو اسنادو په صادرېدو به لږوخت لګېږي .

دمخابراتووزیرهمداراز وايي دده ترمشرۍ لاندې وزارت په پلان کې لري چې په دولتي ادارو کې انترنت فعال اودهروزارت لپاره ویبپاڼې جوړې کړي څوخلک په اسانه دهروزارت په باب مالومات په اسانه ترلاسه کړای شي .

حاضردمه داطلاعاتواوکلتور،مخابراتو،لوړو زده کړو ،له نشه يي موادو سره دمبارزې اوڅونور وزارتونه ویبپاڼې لري او خپلې خبرتیاوې اوځینې نورمالومات له دې لارې له خلکو سره شریکوي .


+ نوشته شده در  Sun 9 Nov 2008ساعت 2:6 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

په سویس کې ساینسپوهانو یوه  پروژه پیل کړې چې مالومه کړي کاینات څنګه جوړ شوي او څنګه کار کوي.

دغه تر مځکې لاندې په یوه اوولس کلومتره اوږده ټونل کې په دوو مخالفو خواوو کې د روانو ذراتو د ټکر تر ټولو ستره پروژه په سویس کې په بري سره پیل شوه.

ساینس پوهان هیله لري چې دا به د کایناتو په جوړښت باندې د پوهیدو ترټولو لوی ګام وي.

د ‏اروپايي اټومي څېړنې سازمان ‏(‎سرن‏)‎ ساینسپوهانو د ذراتو د ټکر دغه پروژه د ساینس په تاریخ کې ترټو ستره پروژه او ترټولو پېچلي ساینسي الات بللي.

د سرن یو ساینس پوه جېمز سټرېټ: ”‎دا ورځ د شلو کالو د انتظار څخه وروسته راورسېده. دلته زمونږ مخي ته ترټولو غټې تجربې، ترټولو پیچلي ساینسي الات دي، چې ډېر مغلق سمانونه پکې نسب دي او ترټولو گرانې او پېچلې تجربې به ترسره کړي. له کوم څخه چې مونږ هیله لرو دا زده کړو چې د کاینات نظام څنگه کار کوي‏”‎

کله چې د ذراتو شعاع له بري سره په تونل کې پرېښودل شوه نو د ساینسپوهانو له خولو د خوشالۍ چیغې ووتلې او پنځه ساعته وروسته له مخالف لوري هم د ذراتو شعاع ورپرېښودل شوه.

ساینس پوهان اوس تر پخوا د اټمي ذراتو په ماتولو ښه کنټرول لري چې د هغوی جوړښت ځانته مالوم کړي.

بالاخره به له دواړو خواو څخه د پروټونو ‏ذرې په یووار په ټونل کې پرېښودل شي چې هغه له یو بل سره وجنگیږي او د چودنې سم دستي به هغه څه مالوم شي په څه چې ساینسپوهان باور لري چې کائینات د یوې لوې چودنې په نتیجه کې منیځ ته راغلی.

کولایډر مشین به د پروټونو د شعاع تاویدل په ټونل کې د رڼا په څېر تېز کړي چې په یوه ثانیه کې به په دغه ټونل کې یوولس زره وار تاو را تاو شي.

وروسته چې کله د پروټونونو غټې شعاوې په دغه ټونل کې له یو بل سره ټکر شي، نو په ټونل کې نصب شوې په زرهاو ټنه غټې کمرې به د ټکر د پایلو پرله پسې په هره ثانیه کې ملینونه عکسونه واخلي.

هیله کیږي د سرن دغه تجربې به د وخت او د فضا د ابعادو سره سره د پیټر هیگ د زرو د جوړښت په تیوري هم نوره رڼا واچوې.

هیگ ددغې تجربې په هکله: "که زما تیوري صحیح ثابته نه شي نو زه به ډیر حیران او مایوسه شم. ددې مانا به دا وي چې زه په هغه څه نه پوهیږم د کوم شي په هکله چې اوس زه فکر کوم پوهیږم."

په دې پروژې باندې چې د اروپايي اتحاد د شلو هیوادونو لخوا پیل شوې د اتیا هیوادونو ساینسپوهان کار کوي.

+ نوشته شده در  Sun 9 Nov 2008ساعت 2:3 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
يوې چينايي ښځې د ډېر نري او نازک څراغ دجوړولوپه خاطر دجنوبي کوريا داختراعاتو په نړيوالوسيالۍ کې دسروزرو جايزه وګټله .

 د راپورونو له مخې د هانګ کانګ يوې ځوانې ښځې داسي څراغ يا ګروپ جوړ کړى چې د لمرپه انرژۍ کار کوي او ديوې مجلې دپوښ هومره نرى دى .ويل کېږي د دې نرۍ تختې يوه خوا رڼه اوبرېښنده ماده لري اوپه بله خوا کې يې له لمرڅخه دانرژۍ اخيستونکې وسيله نصب شوې ده .شپږويشت کلنې (کايکولي) چې دا څراغ يې اختراع کړى ، دهانګ کانګ دپوليتخنيک پوهنځي دطراحۍ يا ډيزاين پوهنځى لوستى دى .دهغې دې اختراع د جنوبي کوريا دطراحۍ په نړيواله سيالۍ کې د سروزرو جايزه وګټله . 

دا څراغ د ورځې په مخه دخونې په کړکۍ کې له لمره انرژي اخلي چې دشپې په مخه ورڅخه استفاده کېږي

+ نوشته شده در  Sun 9 Nov 2008ساعت 2:1 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
د راتلونکي کال د ولسمشرى ټاکنو لپاره د نوم ليکنې دويم پړاو نن د افغانستان په لسو ولايتونو کې پيلېږي.

 د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکو په وينا په ټاکنو کې د ونډې اخيستلو لپاره د نوم لېکنې لومړي پړاو کې نژدې يو ميليون کسانو برخه واخيسته . دغه نوم ليکنه پوره يوه مياشت وړاندې د افغانستان په ١٤ ولايتونو کې پيل شوې وه

چارواکي د نوم لېکنې بهير پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ امنيتي ستونزې په گوته کوي ، خو وايي له دې سره سره يې هڅې بريالى دي

راتلونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو کې د گډون لپاره د رايو د کارتونو د ترلاسه کولو لپاره دنوم ليکنې په دويم پړاو کې دکابل په گډون د افغانستان د ختيځ ، شمال ،جنوب او لوېديځ د لسو ولايتونو هغو خلکو ته به د رايې کارتونه ورکړل شي چې عمرونه يې نوي اتلسو کلونو ته رسيدلي وي،

له مهاجرت څخه هېواد ته ستانه شوي وي او يا دولسمشرۍ تيرو ټاکنو کې دنوم ليکنې له بهير څخه پاتې شوي وي

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند ذکريا بارکزي رسنيو ته وويل چې لا له وړاندې ددغو ولايتونو په بيلابيلو ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه جوړ شوي او د اړتيا وړ پر وسايلو او موادو سمبال دي

+ نوشته شده در  Sun 9 Nov 2008ساعت 1:59 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 



عمربن لادن اوانګرېزه مېرمن يې

- هسپانيا داسامه بن لادن د زوى دپناه غوښتنليک رد کړ او ويې ويل چې عمربن لادن په هغو شرايطو پوره نه دى چې هسپانيا دې پناه ورکړي او په دغه هيواد کې دې پاتې شي .اووه ويشت کلن عمراسامه بن لادن د روانې اوونۍ په پيل کې دالوتکې په ذريعه  د مادريد هوايي ډګر ته ځان ورساوۀ.هغه چې بل ځاى ته ټکټ اخيستى وو،مادريد يې دترانزيت لارې په سر کې وو اوهمالته يې دپناه غوښتنه وکړه .دهسپانيا دکورنيو چارود وزارت يوه مقام وويل عمربن لادن اوس څلرويشت ساعته وخت لري چې دحکومت دپرېکړې په وړاندې اپيل وکړي.

دغه مقام وويل چې حکومت په دې خاطردعمربن لادن دپناه غوښتنه ونه منله چې نوموړى دپناه اخيستونکي هغه شرايط نه لري چې دهسپانيا په قوانينو کې ورته اشاره شوې ده .

 عمر بن اسامه بن لادن  له خپلې انګرېزې مېرمنې سره په قاهرې کې اوسېدۀ . سره له دې چې عمردخپل پلار کارونه نه دي غندلي ،ويلي دي چې غواړي داسلامي نړۍ اولوېديځ ترمنځ دسولې سفير شي. 

تردې مخکې عمربن لادن له بريتانيا هم دپناه غوښتنه کړې وه خو بريتانيا د هغه غوښتنه رد کړې وه .


+ نوشته شده در  Sun 9 Nov 2008ساعت 1:58 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

  د هلمند ولايت د كجكي ولسوالي چيهلمند په شمال ختيځ كي پرته ولسوالي ده په دغه ولسوالي كي دبريښنا يو لوي بند پروت دي چي دا مهال د هلمند او كند هار ولايت ته بريښنا وركوي

 د هلمند والي د كجكي ولسوالي ته په داسي حال كي سفر كوي چي د ديري ځاي اوسيدونكو په  ويناد كرزي له حكومت راوړاندي دي ولسوالي د ولايت د والي لمړي سفر دي  دغه ولسوالي له مركز لښكرګاه نه يو سل او پنځو س كيلومتره لري او پرته ولسوالي ده

ددي ولسوالي دير ي خلګ له ديرو سختو ستنزو سربيره د هلمند د له والي څخه غوښتني كولي چي ددوي لپاره دي امنيت بيا رغونه ښوونځي او كلينيكونه فعال كړي ددغه ولسوالي خلګو  چي  ويره لوزه اترس يي په سترګو كي له ورايه معلوميده په دير ژؤغوني اواز يي له دولتي چارواكو څخه غوښتني كولي چي ددوي لپاره دي ترتولو لمړي امنيت  راولي هغه وايي چي دامنيتي ستونزو سربيره هوايي بمباريو اوس مهال له ديرو سختو مشكلاتو سره لاس او ګريوان كړي دي  ددغه سيمي ديري اوسيدونكو ويله چي په هوايي بمباريو كي يي خپل كورونه له لاسه وركړي  او اوس مهال په غرونو كي ژوند كوي  دوي دبريښنا دنه شتون  څخه هم سرټكاوه

 

ددغه سيمي ديري ماشومانو ناري وهلي هغوي ويل چي اوس مهال ښوونځي ټولي تړل شوي دي دوي اوس ددرس ويلو پرځاي  د ځمكي كارونه كوي 

د هلمند والي محمد ګلاب منګل د دغه ولسوالي د خلګو په ليدلو سره خواشيني څرګنده كړله  د ګوتو په شميرد سيمي قومي سپين زيري د والي ليدني ته راغلي وه  والي  هغوي ته يي ډاډ وركړ  چي په دغه سيمه كي به د امنيتي ساحي په پراخيدو سره د بيا رغوني  ديري كارونه دلته پيل كړي دده  د ماشومانو له ليدني سره وويل چي په دغه ولسوالي كي به ښوونځي هم پرانيزي ده د كجكي د لوي پروژي يادونه هم وكړه چي په څو اونيو كي  به ددي بند دوهم توربين په فعاله كولو سره  به بريښنا نوره  هم ښه شي

 

د كجكي ولسوالي شاو خوا سيمي دا مهال ټولي تړل شوي وي په دي سيمه كي يواځي له امنيتي سرتيرو پرته نور څوك نه  تر سترګو كيدله  دغه سيمه چي چارچاپيره غورنه تري راڅرخيدلي دي  په مينځ كي يو لوي د اوبو شين بند ترسترګو كيزي چي امنيتي پوستي تري راچاپيري دي

د يادوني وړده چي دغه بند ته دوي مياشتي وړاندي  يو توربين  د زرګونو پوځونو او لس ګونو چورلټو سره يو ځاي د كجكي ولسوالي ته يوړل شو

 

+ نوشته شده در  Sun 9 Nov 2008ساعت 11:5 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د كندهار ولايت د والي وياند زلمي ايوبي  وويل چي پرون ماښام د كندهارو لايت په ۶ او ۹ حوزه كي  دري تنه اسنان تښتونكي  چي غوښتل يي د كندهار ښاريان وه تښتوي د پوليسو له لوري دستګير شول

ايوبي زياته كړه چي دغو نيول شوو  كسانو پخپلو جرمونو اعتراف كړي دي

د والي وياند زلمي ايوبي وايي چي  د كندهارسپين بولدك پر لويه لاره ماينونه ښخ شوي وه چي هغه هم د افغان او ايتلاف ځواكونو له لوري څخه خنډ شول

ايوبي وايي چي له بل پلوه يي څه ناچوديدونكي توكي هم  په دغه سيمه كي نيولي دي

دي وايي چي دددغي پيښي په تړاو يي لا تردا مهاله پوري خوك نه دي نيولي د کند هار ولايت د ملي امنيت يو افسر د نامعلومو وسلوالو له لوري ووژل شو

د کندهار ولايت  د ملي امنيت يوه کارکوونکي چي نه يي غوښتل خپل نوم واخلي سلام وطنداره ته وويل چي د ملي امنيت  افسر حبيب الله  عزيزي   تير ماښام په ٦ بجو د لوي ويالي سره د خپل کور مخي ته د نا معلومو وسلوالو موټر سايکل سورو لخوا څخه ووژل شو  او بريد کونکي په تيښته بريالي شوي دي  .

خو ددغي پيښي  په تړاو يي دولتي چارواکو  لا تردا مهاله پوري څوک نه دي نيولي

بل خوا قاري يوسف احمدي چي رسنيو سره دوسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري کوي وايي چي د کند هار ولايت دملي امنيت افسر حبيب الله عزيزي ددوي له لوري د کور مخي ته په ډزو سره ووژل شو

د يادوني وړده چي څو ورځي وړاندي هم د كند هار په ولايت كي د پوليسويو روزنكي هم د نامعلو مو وسلوالو له لوري ووژل شو

 

+ نوشته شده در  Sun 9 Nov 2008ساعت 11:4 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

دغه شوونځي چي د مركز لښكرګاه څخه دوه كيلومتره وړاندي هندوانو د يوه درمسال سره نيژدي جوړه شوي ده ابتداييه ښوونځي ده چي انجوني او هلكان پكي زده كړي كوي

د هلمند ولايت د پوهني درياست معاويند  سيف الملوك نوري وويل چي دا ښوونځي په هلمند ولايت كي  د ډيرو كلونو نه پس د پوهني رياست وه توانيد چي دهندوانو  لپاره دي يوه ښوونځي پرانيزي  دي وايي چي دغه ښوونځي به ۶ درسي خوني وه لري چي دا مهال په دغه ښوونځي كي ۸۰ تنه زده كوونكي زدكړه كوي

د هلمند ولايت د والي مرستيال عبدالستار ميزكوال ددغي ښوونځي د پرانيستني په وخت كي وويل چي په هلمند ولايت كي به په ډير و نيژدي راتلونكي وختونو كي د تړل شوو ښونځيو دروازي بيرته پرانيستل شي

دي وايي چي دا مهال د هلمند ولايت د ګرمسير په ولسوالي كي ۴ مكتبونه  او د سنګين په ولسوالي كي هم اوس مهال ښوونځي خلاصي شوي دي او ماشومان په زده كړوبوخت دي

 د هلمند د هندوانويوه مخور وكيل ګلاب سنګ وايي چي موز په هروخت كي ډيري هلي ځلي كولي تر څو پوري خپل يوه ښوونځي وه لرو چي پس له ۴۳ كالو نه موز وه توانيدولو چي  خپلو ماشومانو ته ښوونځي پرانيزو

ګلاب سنګ وايي چي دا ښوونځي ابتدايه ښوونځي ده چي اوس مهال ماشومان ورته د زده كړي لپاره چمتو والي ښي

د هندوانو ديري ماشومان دلته دخوشحالي احساس كاوه  هغوي وايي چي اوس مهال ډير خوشحاله دي چي دوي خپل ځان ته شوونځي لري دوي زياتوي چي دوي به نو ر نه اړ كيزي چي نورو ښوونځيو ته ولاړشي 

ديري ماشومانو پخپلو ژبو سره د خوښي اظهار كاوه

د هلمند ولايت دبست اخبار مرستيال  چلونكي احمد شاه پاڅون وايي چي داسي مكتبونه په هلمند ولايت كي د هندوانو لپاره ډيرزروري وه بلل دي وايي (( په هلمند كي ديري ماشومان او يا هم د هلمند ديري اوسيدونيك د هندوانو يا اهل هنودو خيال نه ساتي  په تيره بيا ماشومان ځكه چي په ښوونځيو ان په بازار كي هم تري بد وړي نو ددوي لپاره ښوونځي يواځي جوړول چي دوي خپل تول اهل هنودو هلته زده كړه كوي دا يو ډير مثبت او پياوړي ګام وو چي دولت په هلمند ولايت كي ددوي لپاره ښوونحي پرانيستله ))

ديري د تړل شوو ښونځيو زده كوونكي وايي چي په ليرو او پرتو سيمو كي د امنيت د نه شتون په خاطر مركز لښكرګاه ته د زده كړي لپاره راغلي دي  خو دوي غوښتنه كوي چي ددوي لپاره دي بيرته په ولسواليو كي امنيتي ساحه پراخه او دوي بيرته وكولاي شي چي خپلي زده كړي د خپل كور تر څنګ وكړي

د يادوني وړده چي په هلمندولايت كي د ۲۲۵ ښوونځيو څخه يي دا مهال ۶۳  ښوونځي فعاله دي او له ۱۱۰۰۰۰ زده كوونكو خخه يي ۵۴ زره زده كونكي اوس مهال  زده كړه كوي 

+ نوشته شده در  Sun 9 Nov 2008ساعت 11:3 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

د هلمند په ولايت كي د ميشتو برتانوي سرتيرو وياند ويډي پيچ  د يوه ژباړونكي  له لاري  وويل: چي پروند ماپښين  په ناوي ولسوالي  كي  دبرتانوي سرتيرو  موټر ګزمه كوله چي  د ګزمي موټر يي د سړ ك د غاړي  په يوه ښخ شوي ماين  برابر شو  او چاودنه رامنځ ته شوه چي د ماين د چاودني له امله يي  يو برتانوي سرتيري ووژل شو او دوه تنه نور سرتيري يي ژوبل شول 

د(( ويډي پيج  )) كوټ )) د ناوي ولسوالي په ختيځ كي د برتانوي سرتيرو يو موټر په ماين وخوت چي يو سرتيري مړ او دوه تنه يي  ژوبل دي

په وژل شوي  سرتيري د برتانيا هيواد  او د هغه په كورني يي خپله خواشيني ښوودلي  ))

 

ويډي پيج وايي چي  ددغه سرتيري په وژل كيدو سره موزخپله  خواشيني څرګنده كړي ده

بل خوا قاري يوسف احمدي چي رسنيو سره د وسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي د نادعلي  ولسوالي د چاه نجير په سيمه كي  يي پر يوه امنيتي پوستي بريد كړي  چي دبريد په پايله كي يي  پوليس تول تښتيدلي دي

احمدي وايي : چي ددغي امنيتي پوستي  يو رينجر موټر او ۵ ميله وصلي يي هم له ځانه سره وړي دي  

خو ددغه برتانوي سرتيرو په وژل كيدو لاتردا مهاله وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي

بل خوا ځاي وګړو   چي نه يي غوښتل نوم يي څرګند شي  دتليفون په ليكه  وويل چي په سيمه كي د برتانوي سرتيرو موټر په ښخ شوي ماين  ويجاړ او پكي سپاره عسكر يي ووژل شول  

دا په داسي حال كي ده چي څو اوني وړاندي  هم په سنګين ولسوالي كي  ورته پيښه رامنځ ته شوي وه چي پكي بر تانوي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتي وه

+ نوشته شده در  Sun 9 Nov 2008ساعت 11:2 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند ولايت د کليو او پراختيا رياست ريس الحاج محمد عمر قانع وويل: چي د هلمند ولايت په  هغو ولسواليو  کي چي د امنيتي مشکلاتوله امله ديري کسان بي ځايه شوي دي او يا هم د جنګ جګړي له امله د ښار ليري سيمو ته راغلي دي د هغوي لپار  ديوي سروي له مخي په هلمند ولايت كي به دغو اړو او بي ځايه شوو كسانو سره مرسته وه شي

دي وايي چي په دغو مرستو كي دوي ګوني اوړه غوړي  ترپال د اوبو د څښولو ډپي او داشپز خاني ځيني شيان به هم شامل وي

دده په وينا چي دا كسان يي ډيري د هلمند ولايت د ناوي نادعلي  او مرجي  ولسوالي اوسيدونكي دي چي د جګړي له امله دمركز لښكرګاه د صافيانو ، بولان كاريزاو مختار پنډغالي كي اوس  مهال ميشت دي

 

دغه مرستي يي ديري د UNHCR ،UNICEF ،او   WFP  يا نړيوال خوراكي سازمان له لوري  وركول كيزي

د كليو او پراختيا درياست چارواكي وايي كه چيري په ليرو او پرتوولسواليو كي امنيتي حالت د ډاډ وړ وګر ځي ددوي لپاره به په هغه سيمه كي د خوراكي توكو سربيره د بيا رغوني كارونه هم پر مخ يو سي

خو د هغه جګړي ځپلي سيمو اوسيدونكي  چي دا مهال په لښكرګاه ښار كي شپي او ورځي تيروي وايي چي ددوي سره اوس  مهال مرسته نه ده شوي  هغوي وايي چي دا مهال موز له خوراكي توكو سره سخت لا س ا و ګريوان يو  د نادعلي ولسوالي نه ديري اوسيدونكي وايي چي اوس مهال ډير اړ دي  هغوي غوښتنه كوي چي له دوي سره دي مرسته وشي د يادون ورده چي  څو اوني وړاندي هم د هلمند ولايت له د۱۳۰۰ بي څايه شوو كورنيو سره  هم د كليو او پراختيا درياست له خوا ورسره مرسته شو ي وه

+ نوشته شده در  Sun 9 Nov 2008ساعت 10:59 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

 د ارزګان ولايت امنيه قوماندان جمعه ګل همت  وويل چي  تيره ورځ ناوخته د ترينكوټ ولسوالي په يوه كور كي ديوه لاسي بم د غورځولو له امله ۱۱ تنه ملكي وګړي ژوبل شول

همت وايي چي دغه كورته د يوه چا له خوا څخه يو لاسي نارنجك غورځول شوي دي چي د چاوديدو وروسته يوولس تنه ملكي وګړي ژوبل شول او په ژوبل شوو كي يي دوه تنه ماشومان هم شامل دي

د امنيه قوماندان په وينا د يوه تن روغتيايي حالت د پام وړدي كومي وسلوالي ډلي دغه پيښه نه ده تايد كړي

+ نوشته شده در  Wed 22 Oct 2008ساعت 11:29 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند ولايت د برتانيا ددفاع وزير جنرال هوټن د هلمند له والي او له برتانوي سرتيرو سره ليدنه وكره

 د هلمند په ولايت كي د برتاينيا څه كم باندي ۸۰۰۰ پوجونه ميشت دي د برتانيا ددفاع وزارت دغه نوي چوكي  ته راغلي وزير  جنرال هوټن د هلمند ولايت ته راغي او له خپلو سرتيرو او د هلمند له والي سره يي د ليدني په وخت كي د برتانيا هيواد دكړو ژمنو يادونه وكړه 

د هلمند والي  محمد ګلاب منګل وايي چي د برتانيا هيواد به په افغانسان كي  د تروريزم په وړاندي مبارزهد امنيت دښه ټينګښت او دبيا رغوني په اړه اړين ګامونه او  هغه وعدي چي يي كړي وي  په نوموړو وعدو باندي به وفا وكړو

والي وايي چي په هلمند كي به برتانوي سرتيري د صلحي په موخه كي هم ګامونه اوچت كړي

د برتانيا ددفاع وزير  جنرال هوټن وايي چي په هلمند كي به دوي د مخدره موادو او تروريزم په وړاندي مبارزي كي  ترخپلي وسي پوري د افغانستان له اسلامي دولت سره كومك او همكاري كوي 

ددفاع وزيرهوټن  وايي چي دوي به په هلمندكي دپوليسو روزنه او  دبيارغوني كارونه هم پر مخ يوسي 

هوټن د ملكي وژنو په اړه هم بخښنه وغوښتله او هغه زياته كړه چي موز كوښښ كوو تر څو په هلمند ولايت كي د ملكي وژنو مخه وه نيسو هوټن د يوه سوال په جواب كي  هغه ادعاوي هم  رد كړلي چي برتانوي سرتيري به له هلمند ولايت نه ووځي 

دا خبره غلطه ده چي برتانوي ځواكونه دي هلمند پريزدي دوي به  په هلمند كي د نړيوال تروريزم سره مبارزه كوي دا جهاني مشكل دي چي هلمند ته راغلي دي دا به دافغانستان د دولت او برتانوي ځواكونو په همكاري له منځه ځي د برتانيا ددفاع وزير هلمند ولايت ته په داسي حال كي راځي چي  څو اوني وړاندي هم د ډينمارك لمړي صدراعظم هلمند ولايت ته راغلي وو

+ نوشته شده در  Wed 22 Oct 2008ساعت 11:25 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 
صفحه نخست
پروفایل مدیر وبلاگ
پست الکترونیک
آرشیو
عناوین مطالب وبلاگ
درباره وبلاگ
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی

دتليفون نمبر

0708373448 او یا هم

0088216---8441545سټلایټ نمبر

دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com

safatz@internews.af

او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي

صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد

نوشته های پیشین
آبان 1388
مهر 1388
شهریور 1388
مرداد 1388
تیر 1388
خرداد 1388
اردیبهشت 1388
فروردین 1388
اسفند 1387
بهمن 1387
دی 1387
آذر 1387
آبان 1387
مهر 1387
شهریور 1387
مرداد 1387
تیر 1387
خرداد 1387
اردیبهشت 1387
فروردین 1387
اسفند 1386
بهمن 1386
دی 1386
آبان 1386
آرشیو موضوعی
انځورونه
شعرونه
لیکنی او نظرونه
خبرونه
لنډي كيسي
د نړی عجایبی او جالبی ټوټي
له دوستانو سره خوشحاله شيبي
تاريخ او ژوند
دپارلمان غړو نمبرونه
کمپیوټر پوهنه
اسلامی نری او نبوی احادیث
هلمند او هلمندیان
د تولنی ترجمانان څوك دي ؟
دپولیسو او پوځ رتبي
پیوندها
ګرمسير
ياهو
جي ميل
پژواك خبري اژانس
بينوا
وخت خبري اژانس
بي بي سي پښتو
ملالي جويا
تل افغان
بي بي سي ناظر
دجګري اوصلحي راپوروركولو انستيوت
طلوع تلويزيون
امريكاږغ ويب پاڼه
ښايست
هيله دافغان ښوو ځوانانو ويب لاګ
پيمان ملي ورح پانه
ځنځیر بلاګفا
ملل متحد
ټوکمار بلاګف
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

safatullah zahidi 333