تبليغاتX
گرمسیر
دصفت الله (ذاهدی) خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي خپرونه
 په هلمندکي وسلووالو طالبانو دڅلور بهرنيانواو د٥ تنوملي اودو دسرتيرو دوژلو خبر ورکي

وسلوالو طالبانو ويلي دي چي تيره ورځ  ئي دهلمند دګرشک  ولسوالي دسپين  مسجد په  سيمه کي  ديو مين  په  چاودنه  کي  دبهرنيانو يوټانګ  الوزولي چي په  سواره  ٤ تنه  کسان ئي وژلي دي

او هم  داراز ئي ديوه  بريد په  ترڅ کي  ٥ تنه  دملي اوردو پياده  سر تيره  وژلي دي  او دوتنه  داخلي عسکر ئي  يرغمل ژوندي و بيولي دي

قاري يوسف وويل چي په  سيمه کي ئي ملګري په  پوره  طاقت سره  جنګيږي

خوپه جنوب لويديځ حوزه  کي  د٢٠٥ اتل قولي اوردو ددريمي ليواقومندان  جنرال محي الدين  غوري وويل چي  په سيمه  کي ئي عمليات  بريالي دي  او دباران  په  خاطر ئي  نن عمليات  ولاړ دي

غور وويل چي تيره  ورځ ئي يوتن  ديو ميل کلاشنکوف  او ١٧ پايي مخابرو  او دچا وديدونکو توکوسره  نيولي دي 

هغه خپلو خواته  اوښتي مرګ ژوبله  نه منی وائي  چي تر دامهاله  ئي هيڅ يوه  افغان  او بهرني ته  کوم  زيان ندي او ښتي

 په  سيمه کي يوتن  چي له نوم  له  ښولو څخه  ئي ډډه کوله  وويل چي  دسپين  ميجد په  سيمه کي  شپږ تنه  ملکي وګړي وژل سوي دي  خو غوري وويل چي  هلته  دتيري ورځي په نيښتو کي مخاليفين  وژل سوي ولي ملکي وګړي   ندي وژل سوي

خو په هلمندکي ميشتو برطانويانوځواکونو لا تر دي مه  ديادي پيښي په  اړه  رسنيو ته  څه  ندي ويلي

دياده وني وړده چي تيره  ورځ  په  ياده  سوي سيمه  کي دولتي چار واکو ديوه  قومندان  په  ګډون  دڅلور تنو طالبانو دوژلو خبر ورکړي  وو خو طالبانو برعکس  ددولتي او بهريني سرتيرو ته  دمرژوبلي ادعا کړي وو

صفت الله  ذاهدی  هلمند
+ نوشته شوی په   Thu 15 Jan 2009ساعت 4:0 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
د امریکا دنوی ولسمشر بارک اوباما مرستیال جوف بایډن په هلمند کی د امنیت د تینګښت ،بیارغونی تروریزم او مخدره توکو په اړه په نوری مرستی هم کوی

د حوف بایډن سره  په دغه سفرکی د سوله ساتو ځواکونو عمومی قوماندان  جینرال میکرنل دامریکا او بریتانیا د هیواد سفیران   او سو شمیر نرو لوړ پوړی چارواکو هم ګډون کړی وو

هغه د هلمند له والی سره د لیدنی کتنی په وخت کی وویل چی دی په د هلمند په ولایت کی د امینت د ټینګښت نړیوال تروریزم او مخدره توکو په اړه خپلی مرستی وکړی

ده د هلمند خلګو ته وعده ورکړه چی په هلمند ولایت کی په دامنیت د براخیدو په موخه کی خپلی هڅی نه سپموی

بايډن  وويل چي هيواد ئي ژمن دي چي دافغان سرتيرو  په روزنه  کي به  هلي ځلي کوي تر څو دامنيت  په  راوستو کي خپل ددي هيواد پوليس او ملي اوردو زياته  برخه  واخلي

نوموړی په هلمند ولایت کی د پیارغونی دزراعت او مالداری په اړه همدارنګه د فابریکو او سړکانو په جوړلو کی به خپل چټک ګامونه پورته کړی

+ نوشته شوی په   Mon 12 Jan 2009ساعت 11:49 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

وسلوالو طالبان ادعاكوي چي د سنګين  په ولسوالي كي ۷ بهرني سرتيري وژلي

 

قاري يوسف احمدي چي د وسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي د سنګين ولسوالي د مجيد په چهاراهي كي كي ۷ تنه بريتانوي سرتيري وژلي دي

احمدي وايي چي دغه ۷ تنه يي د د سرك د غاړي په ماينونو الوزولي دي

خو په هلمند كي د ميشتو بريتانوي سرتيرو ويانده ډګرواله  پولارو د وسلوالو طالبانو دغه ادعا ردوي او وايي چي د سنګين په ولسوالي كي دوي ته كوم زيان نه دي اوښتي

پولارو همدارنګه وايي چي په سيمه كي هيڅ كومه چاودنه هم نه ده شوي

صفت الله  ذاهدي هلمند

 

+ نوشته شوی په   Sun 4 Jan 2009ساعت 12:22 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
ليکنه: نوراحمد(عايل) پکتيا ولايت

په سعودي عربستان کې يوه يو کلنه جينۍ حامله شوې، ددې جينۍ روغتيايي ډاکټر وايي چې دا په نړۍ کې يوه نادره ښکارنده (پديده) ده.

 له روغتيايي څېړنوڅخه ترلاسه شوې پايلې ښيي چې کله ددې جينۍ مور حامله وه نو دوو سپرمونو(تخمکو)  يې په ګېډه کې نمو کړې وه دا دليل دى چې يوه تخمه لويه شوې چې جينۍ ترې جوړه شوې او بله ددې جينۍ په بدن کې لويه شوې  چې اوس يې له امله حاملداره ده.

 

 

+ نوشته شوی په   Sun 4 Jan 2009ساعت 12:20 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د کابل په قمبر  څلورلاري کې د میشتو پښتنو کډوالو حال د انځور په ژبه وګورۍ

یادونه: له دغو ژوندو شهیدانو سره که څه هم زمونږ یو شمیر با احساسه او غیرت منو پښتنو د خپل توان تر حد پوري د مرستې ډګر ته را دانګلي او هڅي یې لا هم رواني دي خو د دغو بي کورو، ناروغو، نیست منو او دریدلو کورنیو لپاره ستاسو هڅي کولای شي چې هغوي وژغوري.
تاسو کولای شي چې خپلې مرستې له دغې شمیرې سره د اړیکي په نیولو سره هغوي ته ورسوی.
ټلیفون  شمیره:    ۰۷۰۰۴۳۹۶۷

 

دغه بوډۍ ښځه چې د هلمند د سنګین ولسوالۍ څخه را کډه شوي او په داسي حال کې چې د کابل یخ د هغې ګونځي ګونځي شونډان لړزول، له خپلو ټولو پښتنو  خویندو او وروڼو غوښتنه  وکړ چې دا سخته ناروغه ده او څلور لمسیان او کونډه نږور یې د بیګا ډوډۍ نه لري او ورسره مرسته وکړي.

f

یو هلمندی هلک چې د ورځي درویزه کړي او اوس په تپه تیاره کې ستړی ستومانه د خپلې خیمې مخې ته ولاړ دی.
dd

دغه هغه خیمه ده چې د ډیموکراسۍ په نامه د را پورته شویو غافلو سیاست والو د  اوو کلونو هڅو یوه لویه لاس ته راوړنه  ده؟؟.

هغه تنکي ځوانان چې  په نورو ملکونو کې د هغوي هم ځولي هیڅ کله هم د کور د خرڅ او خوراک غم نه لري خو دغه مظلوم پښتانه د دې په تمه دي چې څرنګه خپل کوچني خویندي او وروڼه له مرګ څخه وژغوري

d

د  قمبر څلورلاري په پنډغالي کې د یوې پینې پینې خیمې انځور


هغه کوچنۍ ماشوم چې د اغوستلو جامې نه لري او ورور یې وویل چې له دریو ورځو راهیسي خوب نه لري او سخت ناروغ دی

یوه بله خیمه په انځور کې

د هلمندي کډوالو د یو کور د پخلن ځي وسایل

یو کوچنۍ هلک چې د خپلې خیمې د پلاستیکي کړکۍ  مخې ته ناست دی

بوډۍ میرمن او د هغې کوچني لمسیال

بوډۍ میرمن بیا

کوچنی ماشوم چې د خپلې خیمې مخې ته ولاړ دی



 



خپل بي ګنا وروڼه او خویندي له قطعي مرګ څخه وژغورۍ.
هغوي له تاسو او خدای پرته هیڅ څوک نه لري!

+ نوشته شوی په   Thu 1 Jan 2009ساعت 11:37 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 

د هلمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد وويل چي پرون د ناوي ولسوالي په مختلفو سيمو كي د ايساف ملي اردو او املي پوليسو په ګډو عملياتو كي ۷ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

امنيه فوماندان وايي چي ۳ جسدونه يي دا مهال مركزلښكګاع ته راوړي دي دده په وينا چي يو پيكا،او ماشينداريي هم نيولي دي

 

امنيه  قوماندان شيرزاد وايي چي په دغه جګړه كي د ايساف ملي ادو او ملي پوليسو ته كوم زيان نه دي اوښتي

خو بل خوا قاري يوسف احمدي چي رسنيو سره د وسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي  د ناوي په ولسوالي كي دوي ته كومه مرګ ژوبله نه ده اوښتي

+ نوشته شوی په   Mon 29 Dec 2008ساعت 10:19 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د نادعلی ولسوالی دیری کسانو نن  په مركز لښكرګاه ښار كي يو لاريون كړي وو ددوي سره په دغه لاريون كي په لسګونو كسان شامل وه د لاريون كوونكو په وينا د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالي د تريخ ناور په سيمه كي  ددوي كورونو ته بهرني ځواكونه  اوښتي او دهغوي ډيري خلګو ته يي مرګ ژوبله اړولي  ده دوي وايي چي د مرګ ژوبلي سره سره يي په دغه سيمه كي  د كلام الله (قران پاك ) مقدسو كتابونوته سپكاوي كړي دي دوي   وايي چي د سپكاوي سره سره يي هغه مقدس كتابونه په لغتو سره ووهل  دوي وايي چي له سيمه كي امنيتي پوستي غړو نه پريښودل تر څو وه مركز لښكرګاه ته راشي

ددغه سيمو ډيري خلګو په دولتي چارواكو باندي ږغ وكړچي كه چيري ددوي اواز وانه وري نو دوي به ددولت په ضد راوپاريږي هغه وايي چي له دي سيمي  نه دي امنيتي سرتيري او ځواكونه هم ويستل شي  دوي له دغه سيمي او ولايت نه د بهرنيو ځواكونو د ويستلو غوښتنه وكړه

خو د ميشتو بريتانوي سرتيرو  يوه وياند جګړن ريچارډ  وويل چي  په دي سيمه كي  د پنجشنبي او جمعي په ورځ داسي پيښي هيڅكله نه دي رامنځ ته شوي او نه هم بريتانوي ځواكونو هلته جګړه او بمبار  كړي دي په دغه سيمه كي د خپلو ځواكونو ميشتيدل مني خو نوموړي دا پيښه نه مني 

ريچارډ وايي كه څه هم په همدغه سيمه كي په دغه ورځ  ددوي يوشاهي سمندري سرتيري وژل شوي نوموړي دغه پيښه  وه نه منل

 

دا په هلمند ولايت كي لمړي ځل دي چي د ځاي وګړو په وينا بريتانوي سرتيري  په سيمه كي د ملكي وګړو د مرګ ژوبلي سره سره هغوي د قران پاك مقدس كتاب ته سپكاوي هم كوي

خو ميشت بريتانوي سرتيري دغه پيښه نه مني

صفت الله ذاهدي  هلمند 

+ نوشته شوی په   Mon 29 Dec 2008ساعت 10:18 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 

په دغه غونډه كي چي   په سلګونو ښځو ګدون كړي وو  د هلنمد ولايت والي او يو شمير لوړ پوړو چارواكو هم پكي ګدون كړي وو

د هلمند ولايت والي  محمد ګلاب منګل وايي چي په هلمند ولايت كي  دا مهال ۱۵۰۰ ښځي او ۷۰۰۰ زره معتادين  چي عمر يي د ۱۶ كلونو  او ۱۸ كلونو په منځ كي دي په نشو اخته دي  والي واي چي دغه كسان يي ډيري نورو هيوادونو ته مهاجر شوي دي   د هلمند والي وايي چي سږ كال به دغه شميره راټيټه شي  او د هلمند ولايت په ډيري سيمو كي به د كوكنارو كركيله له منځه يوسي

انجينر شاه محمود د  چي د نشه يي توكو سره د مبارزي يا د سي اين اي ټي غړي  دي وايي چي  په دغه غونډه كي يي  ډيري ډاكتراني نرسانو او د سيمي اوسيدونكو او رضاكاران راغونډ شوي دي دده پهوينا چي  ۹۲۰۰۰ زره معتادين په هيواد كي شته چي د هغوي څخه يي ۱۳ فيصده ښځي هم د كو كنارو په نشو اخته دي

دده په وينا چي ديري خلګ يي په كريستال هيروينو  چرس ترياك  او يا هم د خوب په

ګوليو اخته دي

د ودان  يا د معتادينو د علاج د روغتون ريس داكټر ضياالدين ضيا وايي چي  دوي په هلمند ولايت كي يو شمير زيات معتادين له دغي ناروغي څخه خلاص كړي دي  د وي وايي چي دوي تداوي په دري دوله سره صورت نيسي چي د تداوي وروسته هغوي ته حرفوي زده كړي هم وركوي

په هلمند ولايت كي دښځوچارو ريسه اغلي فورزيه علومي وايي چي په هلمند كي دري څيزونو د ښځو او نارينو په معتاد كيدلو كي مهم رول لوبولي دي هغه وايي كه چيري په هلمند ولايت كي د پوهني سطحه لوړه نه شي  بيكارو كسانوته د كارزمينه مساعده نه شي او په هلمند كي د كوكنارو كښت له منځه يونسي نوپه هلمند كي به نوره هم دغه شميره زياته شي

 په هلمند ولايت كي د كوكنارو دكركيلي او نشه يي توكود كراو قاچاق  دغه غونډه په داسي حال كي جوړيږي چي تيركال د وي سروي له مخي ويل شوي وو چي هلمند دهيواد شپيتمه كوكنارتوليدوي

خو د هلمند والي بيا وايي چي سږ كال يي دوه ديرش زره او پنځه سوه دهقانانوسره د تخم او كيماوي كودو مرسته كړي  چي په هلمند ولايت كي به د كوكنارو كركيله  راټيټه كړي

+ نوشته شوی په   Mon 29 Dec 2008ساعت 10:16 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
دافغانستان د پوځ رتبې
افغان پوځ
.
.
.
.
..

د پوځ او پوليسو د رتبو په برخه کې هم ستونزې پېښېږي، چې دلته غواړم د هغوى يوه مصوره بڼه د افغانستان په بلېگه کې وړاندې کړم:

د افغانستان په پوځ کې، تر دا وروستيو پورې، واړه ضابطان تر افسرانو په ټيټه درجه کې راتلل او په دوو ډلو ويشل کېدل: د قطعې واړه ضابطان او مکتبي واړه ضابطان. (خو د خورد ضابط يا واړه ضابط اصطلاح تېر (٢٠٠٧) کال په رسمي ډول د افغانستان په اردو کې حذف شوه او اوس ورته بريدمل ويل کېږي) همدغه راز په افغان پوځ کې ، د درېيم بريدمن او جگتورن رتبې هم وې چې د برتانيې د پوځ په گډون په ډېرو پوځونو کې يې انډول نه ليدل کېږي. درېيم بريدمن له بريدملانو پورته او له دويم بريدمن کښته رتبه يا د افسرانو تر ټولو ټيټ پاټکى بلل کېږي. جگتورن د تورن او جگړن ترمنځ رتبه ده چې د ټيټپوړو افسرانو په کته گورۍ کې ترټولو اوچته درجه بلل کېږي

داهم له اړوندو تصويرونو سره د افغانستان د پوځ رتبې له ټيټې نه پورته خواته:

بي بي سي
 
+ نوشته شوی په   Sat 27 Dec 2008ساعت 10:56 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
BBC

د افغانستان د پوليسو رتبې او د يونيفورم نښې

په افغانستان کې د پوليسو قوماندانيو ته په دوديز ډول امنيه قوماندانۍ وايي (دا اصطلاح د ١٣٥٧ کال تر ثور وروسته چې پوليس په څارندوى واړول شول، له پامه ولوېده او اوس ډېر ځله په خبري رپوټونو کې ناسمه کارېږي، يعنې د پوليسو قوماندان نومېږي). پام مو وي چې د ولايتونو او ولسواليو دپوليسو مشران د امنيه قوماندانانو په نامه او نور ټول په خپلو اړوندو نومونو ياد کړئ.

په برتانيه کې بيا هر چاته چې د پوليسو ليکو ته جذبيږي خپله يوه ځانگړې شمېره ورکول کېږي. خو دا شمېرې په ملي کچه گډې نه وي او د پوليسو د هر ځواک (قطعې) شمېرې جلا جلا وي. ځکه نو ښايي يو پوليس د ټيمز وادۍ Thames Valley د پوليسو په ځواک کې هم PC 989 شمېره ولري او د ناټينگهمشيرNatinghamshire د پوليسو په ځواک کې هم. د يادونې وړ ده چې دغه شمېرې يوازې د ساتونکي (Constable) او ساتنمن (Sergeant) د اوږو پر سر (سر شانه يي) باندې ليکلي وي او تر هغوى پورته د نورو پر اوږو نه ښکاري (که څه هم دغه شمېره له هر پوليس سره تر هغو چې دا دنده پرېږدي، پاتې کېږي).

دغه راز د لندن د اصلي (زاړه) ښار د پوليسو رتبې د Chief Superintendent له پوړۍ پورته د برتانيا له نورو پوليسو څخه توپير کوي. تر دغې رتبې پورته د لندن د پوليسو د افسرانو رتبې په وار سره داسې وي:

Commander -،
- Assistant Commissioner
- Commissioner

د مرکزي پوليسو يا Metropolitan Police د ځواک رتبې بيا د لندن د ښارله نورو پوليسو څخه هم توپير کوي او د Superintendent Chief له رتبې پورته په وار سره دا بڼه نيسي:

Commander - ،
- Deputy Assistant Commissioner ،
- Assistant Commissioner،
Deputy Commissioner -
Commissioner -

هيره دې نه وي چې په لندن کې د پوليسو درې ځواکونه فعاليت کوي، په دې ډول:

- ښاري پوليس يا the City of London Police (چې يوازې د لندن په زړه کې د يوه مربع ميل په فاصله د امنيت ساتنې دنده لري)،
- د برتانيې ټرانسپورتي پوليس يا the British Transport Police ،
- د پلازمېنې پوليس يا Metropolitan Police Service چې دا وروستى ځواک يې تر ټولو لوى دى چې څه له پاسه ٣١ زره پرسونل لري.

د Scotland Yard مشهوره اداره د پلازمېنې د پوليسو (Metropolitan Police) يوه برخه ده چې له پلټنو او تحقيقاتو سره رابطه لري. {دا معلومات د برتانيې د پوليسو له رسمي وېبپاڼې څخه اخيستل شوي دي}.

د افغانستان د هوايي او ځمکني ځواک د وړو ضابطانو او افسرانو رتبې سره ورته دي او يوازې په يونيفورم کې توپير لري، خو په برتانيه کې د سلطنتي هوايي او سلطنتي سمندري ځواک رتبې د ځمکني پوځ له رتبو نه توپيرلري چې فکر نه کوم زموږ لپاره پرې پوهېدل دومره ضروري وي.

او په پاى کې يوه وروستۍ يادونه:

له سولول شويو کلېشو نه تر ډېره ځان وژغورئ چې ليکنه مو بې خونده کوي. وايي لومړى چې چا د يار سترگې له بادام سره تشبيه کړې شاعر و او چې دويم ځل چا دغه ترکيب پور کړ، مقلد و. تاسې د نورو پېښې مه کوئ او تکراري کلېشې يوې خواته پرېږدئ. د ځينو مشهورو کلېشو بېلگې دادي:

سرټکوي
دا په داسې حال کې ده چې
وخت به يې وښيي
خو اوس پوښتنه داده چې
لاس و گرېوان دي
مټې رانغښتې دي
بډې وهلې دي.....

بي بي سي
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
+ نوشته شوی په   Sat 27 Dec 2008ساعت 10:55 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 

د نيمروز په ولايت كي  دوه تنه د ماشومانو د تښتوني په تور  وه نيول شول

د نيمروز ولايت والي ډاكټر غلام دستګير ازاد ته وويل چي  دغه دوه تنه يي هغه مهال وه نيول كله چي دوي غوښتل د نيمروز ولايت څخه ماشومان وه تښتوي او نورو  هيوادونو ته يي  يوسي

دازاد په وينا چي دغه دوو تنو  پخپل جرمونو اعتراف كړي دي

+ نوشته شوی په   Sat 27 Dec 2008ساعت 10:22 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د نيمروز په ولايت كي ځانمرګي بريد د ځاي وګړو په وينا څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

 

د نيمروز ولايت والي ډاكټر غلام دستګير ازاد  وويل چي  پرون مازيګر پنځه بجي  يو ځانمرګي بريد كوونكي  غوښتل چي د پوليسو پر موټر ځان وچوي د زرنج ښار د پوليسو موټر د تيريدو په حال كي وو چي ځانمرګي بريد كوونكي  پري چاودنه وكړه 

د ازاد په وينا چي كوم چاته يي زيان نه دي اړولي

بل خوا د سيمي ځا ي اوسيدونكي وايي چي  په دغه ځانمرګي بريد كي  څلور تنه ژوبل شوي دي چي دوه  تنه پكښي پوليس هم شامل دي

وسلوالو طالبانو ددغه ځانمرګي بريد كوونكي په اړه څه نه دي ويل  خو تل دغسي پيښي وسلوال طالبان پخپل غاړه اخلي
+ نوشته شوی په   Sat 27 Dec 2008ساعت 10:21 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د لشكرګاه او ګرمسير ترمنځ  د سرك د جوړولو افتتاح د هلمند د والي د ولايتي شورا د ريس  او نورو لوړ رتبه دولتي چارواكو لخوا څخه شروع شوه

 

په زرګونو  بيكاره خلګ به د مركز لښكرګاه او ګرمسير ترمنح په پرته لويه لاري په جوړولو كي بوخت شي

دغه سرك چي په لمړي ځل سره  د هلمند ولايت له مركز لښكرګاه نه تر ګرمسير پوري جوړيږي  يو اتيا كيلو ميتره اوږدوالي لري د هلمند ولايت والي وايي چي زما لمړي ارزو او هيله وه چي په هلمند ولايت كي دي د ولسواليو سركونه په پاخه او اساسي

دول سره جوړشي  والي وايي چي په نيژدي راتلونكو كي به د نورو ولسواليو د سركونو د كار پيل هم شروع شي  دي وايي چي دا سرك به په ۹،۷ ميليونه دالره سر جوړشي  يو سل او شپيته تنه فني مامورين ددغه سرك په جوړلو كي بوخت دي

د هلمند ولايت د فوايدي عامي رياست چارواكي وايي چي دغه سرك د usid يا  امريكا متحده ايالاتو له لوري  په  څه كم لس ميليونه امريكايي ډالرو سره جوړ شي  دي وايي چي د سرك ټول ضروري سامانونو سره  لكه پولچكونو  واشيرونو او نورو ضروري څيزونو سره  د يوكال په موده كي جوړ شي   دي وايي چي ددغه سرك په جوړولو سره به په زرګونو بيكاره كسانو ته كار پيدا شي اوهغوي ته به  د يوي ورځي 

۵ دالره او يا د هغي معادل ۲۵۰ افغاني ورته وركړي

د هلمند ولايت  د ولايتي شورا ريس محمد انور خان وايي  چي دا سرك دڅلورو ولسواليو لپاره جوړيزي چي دا به ددغو خلګو لپاره يوه مهمه پروژه ده دي وايي چي پخوا به ډيري خلګو جګړو ته پلانونه جوړول خو دا ثابته شول چي  د جګړو په ځاي په هلمند ولايت كي  د بيا رغوني كارونو ته پلانونه جوړيزي او عملي كيزي

قومي مشران او ځاي اوسيدونكي   بيا وايي چي  ددغه سرك په جوړولو سره  به پنځه ساعته لار  يوازي په ديرشو دقيقو بدله شي  دده په وينا چي ددغه سرك په جوړلو سره به  د هلمندد والي اود خلګو يوازيني ارزو چي د ښوونځيو پرانيستل دي هم ترسره دوي وايي چي موز به د سر ترپريكړي  ددغه سرك په جوړلو كي خپله ونډه واخلو

دغه سرك چي د زرګونو كورنو مخي ته تير شوي ډيري خلګ به د تګ اوراتګ په وخت كي له مشكلاتو څخه خلاص كړي  د عينك د سيمي ځاي  اوسيدونكي وايي چي  د خپلو ځمكو حاصلات به وخت په وخت سره  بازار ته ورسوي

د ناوي ولسوالي يو اوسيدونكي محمد اكبر وايي چي ددي سرك د جوړولو سره به زه  پخپلو مځكو كي  حبوبات او غلي داني وكرم دي وايي چي نور به زموز د مځكو حاصلات  وخت پر وخت بازار ته راورسيږي  او هغه به يي وپلوري

د يادوني وړده چي  ولسواليو ته د غزيدلو لارو د جوړولو كارد  لمړي ځل لپاره له مركز لښكرګاه نه تر ګرمسيره پوري د غزيدلي لاري  د كار پيل دي

+ نوشته شوی په   Sat 27 Dec 2008ساعت 10:20 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند ولايت د مختار په سيمه كي  يو تن ووژل شو

د لمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد وويل چي  پرون يو تن  د مختار د سيمي مهاجر  ديوه بل كس له لوري ووژل شو

امنيه قوماندان وايي چي پيښه تر تحقيق لاندي ده او نوموړي تورن كس يي  دستګير كړي او له پوښتنو ګرويژنو وروسته به  د نوموړي قضيه معلومه شي

او نوموړي يي دا مهال د قانون منګولو ته سپارلي دي

 په هلمند ولايت په ليرو او پرتو سيمو كي دغه پيښي ديري ترسره كيږي چي  د نوموړي مجرمين نه نيول كيږي

+ نوشته شوی په   Sat 27 Dec 2008ساعت 10:17 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

دژمي په رارسيدوس ره يو ځل بيا په هلمند ولايت كي سپورټي لوبي پيل شوي دغه لوبي چي  څو ورځي وړاندي د هلمند ولايت په كرزي ورزشي لوبغالي كي  پيل شوي وي سبا ته  به  دغه لوبي پاي ته ورسيږي

د هلمند ولايت د ورزش امر غلام غوث داوري وايي چي په هلمند  ولايت كي دغه لوبي  څو ورځي وړاندي دورزش د امريت له لوري  شروع شوي  چي درويشت ورځي يي دوام وكړ سبا ته به اخرني لوبه د الماس او او كليزار ټيمونو ترمنځ لوبه اجراشي

 د ورزش امر وايي چي هره ورځ  به يوه يوه لوبه اجراكيدله

دغه لوبي د فوټبال د انكشاف او پرمختګ په موخه رواني شوي وي  تر څو پوري په هلمند ولايت كي د ځوانانو استعداد په دغولوبو كي معلوم كړي

او همدارنګه د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه كي ديري لوبي تر سره كيدله چي دا مهال د بايسكل رواني فيدراسيون هم پخپل فعاليت شروع كړي ده د ورزش امر وايي چي دا مهال به په هلمند ولايت كي د بايسكل رواني لوبي د هيواد په سطحه د غه لوبغاړي ترسره كړي  دده په وينا چي دغه لوبي به هم ډير ژر په هلمند ولايت كي پيل شي  تر څو پوري په هلمند ولايت كي د بايسكل رواني د لوبو لپاره  ډيري  ځوانان حاضر اودغه لوبي به اجراكړي

 په هلمند ولايت كي  ديري  ورزشي لوبغاړي  دا مهال د فوټبال  والي بال  كركيټ پرورش اندام او نورو لوبو كي بوخت دي

چي دا مهال به د هلمند ولايت ډيري  ځوانان  د بايسكل رواني لوبي هم  په هلمند ولايت كي ترسره كړي

خو د هلمند ولايت د ليرو او پرتوسيمو ځوانان بيا وايي چي ديو نه شي كولاي داسي سپورټي لوبو ته ځان حاضر كړي  هغوي له يوي خوا د امنيتي ستونوزواو له بلي خوا هغوي داقتصادي مشكلاتو له يوه سخت  بهران سره مخامخ دي دوي وايي كه چيري ددوي اقتصادي او امنيتي مشكلات حل شي  نو دوي به هم په داسي لوبو كي برخه واخلي

د يادوني وړده چي دغه لوبي په داسي حال كي دوام لري چي ديري  ورزشي لوبغاړي  د امكاناتو له  نه شتون څخه سرټكوي

صفت الله ذاهدي  هلمند  

 

+ نوشته شوی په   Thu 25 Dec 2008ساعت 11:2 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند ولايت د هزارجفت او لښكرګاه تر منځ په پرته لويه لاركي د سرحدي پوليسو دري تنه ووژل شول او دوه تنه نور ژوبل شول

د هلمند ولايت د سرحدي پوليسو قوماندان ډګروال الله نور وايي چي په دغه پرته لويه لاركي د سرخدوزد او بغرابات له سيمي سره د وسلوالو طالبانو سره په جګړه كي  د سرحدي پوليسو دري تنه ووژل شول او دوه تنه نور يي ژوبل شول

ډګروال الله نور پيمان ملي ته وويل :چي  په سيمه كي وسلوالو طالبانو ته د سر درانده زيانونه هم اوښتي دي  خو كره شمير يي لا تردا مهاله پوري  معلوم نه دي

همدارنګه د يوه بل خبر له مخي ځاي وګړي وايي چي  په همدغه سيمه كي د بريتانوي ځواكونو په يوه زغروال ګاډي د ماين چاودنه شوي ده

ځاي وګړي وايي چي په دغه چاودنه كي ۴ بهرني سرتيري وژل شوي دي

خو د ميشتو بريتانوي سرتيرو د وياندي پولارو په وينا چي  په همدغه سيمه كي ددوي په موټر كومه چاودنه نه ده شوي او پيښه مني نوموړي وايي چي په دغه پيښه كي دوي ته كوم زيان نه دي اوښتي

خو ددغو دواړو پيښو په اړه وسلوالو طالبانو لا څه نه دي ويلي خو ددغسي پيښو پړه تل وسلوال طالبان پخپل غاړه اخلي

 

ميشتو برتانوي سرتيرو ته د ځاي وګړو په ونيا  په داسي حال كي دغه چاودنه رامنځ ته كيږي  چي نن به بريتانوي سرتيري د كريس مريس نړيواله ورځ پخپلو كي سره ولمانځي او هغوي به  د وژل شووبريتانوي سرتيرو په وياړ شمعي ولګوي

+ نوشته شوی په   Thu 25 Dec 2008ساعت 11:1 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

MHO  د موسيسي لخوا په هلمند ولايت كي د لمړي ځل لپاره د ټوكراوبدلو يوه كارخانه او دسواد دزدكړي يو ښوونځي  په اساسي او پاخه دول سره د ښځو لپاره جوړ شو

دغه كارخانه چي د هلمند ولايت د لښكرګاه ښار  ته نيژدي د مختار په سيمه كي  د كونډو او بي وزلو ښځو لپاره جوړه شوي ده

دغه موسيسه د محجوبه هيروي  اورګانيزيشن  په نامه ده  چي  په هيواد كي د ښځو لپاره  وه خاصه اداره او هغوي ته كاركوي

دmho  د موسيسي  د ښځو د چارو مشره اغلي نازنينه وايي چي هلمند اولسم ولايت دي چي په هغي كي د ښځو لپاره د كار او سواد دزدكړي پروژي پيل كيزي نوموړي وايي چي په هلمندكي يي دا مهال دوي مهمي پروژي چي په هغي كي يوه د ټوكر اوبدلو كارخانه او بله يي د سواد دزدكړي يو ښوونځي دي جوړ كړي دي د نوموړي په وينا چي د ټوكر اوبدلو په دغه كارخانه  كي يي ۳۰ تنه ښځي كاركوي چي هغوي ته هرسهار د قرانكريم د نيم ساعت د زدكړي وروسته د سواد زركړه او ورپسي د ددي كارخاني په توليداتو پيل كوي

نازنينه وايي چي  دا كاخانه د كاندا هيواد له لوري په څه كم باندي  سل زرو امريكايي  ډالرو جوړه شوي ده چي هره ورځ به اتيا متره ټوكر توليد كړي

دغي موسيسي يوه ښوونځي هم د هلمند په ولايت كي جوړ كړي چي دا مهال به ۳۲۰ تنو انجونو ته دسواد زدكړه وركړي

په هلمند ولايت كي د ښحود رياست مشره اغلي فوزيه علومي وايي  برسيره پردي چي ښځي له يوه لړ ستونزو سره په هلمند ولايت كي  مخامخ دي خو بيا هم هغوي خپل جرات له لاسه نه دي وركړي  علومي وايي چي موز كوښښونه كوو ترڅو پوري  د هلمند ولايت په  تولوولسواليو كي  د ښځو لپاره د سواد زمينه برابره كړي

 

د هلمند ولايت د حج او اوقافو رياست مرستيال حاجي مولوي خداينطر وايي چي  په اسلام كي پر هر نارينه او ښځينه مسلمانانو باندي  فرض كړي ده تر څو پوري حلال رزق وګټي  دي وايي چي دادښځو لپاره  په هلمند ولايت كي يو مهم ګام ګڼي  وايي چي داسي پروژي دي پيل شي تر څوپوري هرچاته يي ګټه ورسيزي

په هلمند ولايت كي داقتصاد د چارو ريس عبدالرشيد ستانګزي  وايي چي دداسي پروژو ګټه ديري  خلګو ته هم رسيزي ده له نادولتي موسيسو څخه غوښتنه وكړه چي داسي پروژي دي په لاري پلي كړي تر څو پوري يوازي يوه شخص ته يي ګټه نه بلكي چي ډيري خلګو ته يي ګټه ورسيزي

د ا په هلمند ولايت كي لمړي ځل دي چي د ښځو لپاره د توكر جوړلو لمړني فابريكه جوړه شوي  او هغوي ته د كار كولو سره سره د سواد د زده كړي موخه هم برابره شوي

صفت الله ذاهدي  هلمند

 

 

+ نوشته شوی په   Thu 25 Dec 2008ساعت 11:0 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د اروپايي پوليسو له لوري د هلمند ولايت دوه ديرش تنو پوليسو د سواد د زده كري پنځه مياشتني  كورس پاي ته ورسيدي

 دغه كورس چي د اروپا هيواد د پوليسو له لوري د هلمند ولايت د پوليسو لپاره په دي موخه جوړ شوي وو چي  هغوي تعليم زده كړي هم وه لري

د هلمند والي محمد ګلاب منګل وايي چي د تعليمي زده كړو پروګرام چي د پوليسو لپاره جوړ شوي وو دير په زړه پوري وو دده په وينا چي دغه پوليس دي چي په ټولنه كي فساد له منځه وړي  هغه وايي چي د تعليم زده كړو تر څنګ به دوي وه كولاي شي چي انساني او حقوقي مسايلو باندي پوه شي

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزادددغو فارغينو ته د سندد وركړي په وخت كي وويل چي هغه كسان چي د سنګرسره د سواد زده كړه ولري دا به ډيره ښه وي  دي وايي چي د سواد د زده كړ ي تر څنګ يي دوي ته معاش هم وركاوه

د امنيه قوماندان  وايي چي دا لمړني ځل وو چي دوي د سواد په زده كړو سمبال شول دي وايي چي په راتلونكي كي به نور پوليس هم د سواد په زده كړو سمبال شي

د پي ارټي د سواد اموزي د زده كړي مسول الان فلكس وايي چي دغه روزل شوو پوليسو ته  د يو اين ډي پي او داروپايي پوليسو له لوري دغه كورس د هلمند ولايت پوليسو ته د لمړي ځل لپاره داير شوي وو

الان فلكس وايي چي په دغو زده كړو كي يي ددوي لپاره دامني قومانداني د تعليم بخش د استادانو څخه كار اخيسته دده په وينا چي ددوي لپاره د پښتو او رياضي زده كړي وركول شوي

 (( دغه پوليسو ته د يواين ډي پي  او اروپايي هيواد دپوليسو له لوري  د سواد زده كړه د پي ارټي يا بيا رغوني دلي په همكاري  وركول شوه دوي ته هره ورځ  يوساعت زده كړه وركول كيده ))

ديري پوليسو د سند داخيستلو په وخت كي خپله خوښي ښودله نوموړي وايي چي تعليمي زده كړي ددوي په ژوند كي بدلون راويستلي ډيري پوليسو خپل شعار وايه

 

دلښكرګاه ښار ديري كسان وايي  چي كه چيري پوليس د سواد زده كړه ترلاسه كړي نو په هلمند ولايت كي به امنيتي ستونزي ډيره حده پوري كمي شي د هلمند ولايت يو تن ليكوال او شاعر احمدشاه ((پاڅون)) زياتوي چي همدغه پوليس دي چي په ټولنه كي امنيتي چاري ښه كولاي شي

د يادوني وړده چي د هلمند دوه ديرشو تنو  پوليسو ته  نن په داسي حال كي د سواد د زدكړي سندونه ترلاسه كوي چي  ديري پوليسو لا تر دا مهاله پوري خپلي تعليمي زده كړي هم نه دي كړي

+ نوشته شوی په   Thu 25 Dec 2008ساعت 10:58 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د تليفون په كرښه د يوه نا څرګند ځايه څخه وويل

چي  ددوي مشر ملا محمد عمر يوه اعلاميه خپره كړي ده په دغه اعلاميه كي راغلي دي چي دوي  هيڅ وخت د سعودي له مشره او يا هم دوي په عربي  متحده اماراتو كي له هغوي سره خبري  نه دي كړي دي

په اعلاميه كي دا هم راغلي دي چي ځيني رسني غواړي چي دغه خبرونه نشر كړي  خو  بيا هم تكرار شوي دي چي دوي هيڅكله  د سعودي له باچا خادم الحرمين  عبدالله بن عبدالعزيز سره او يا هم نورو مخالفي ډلي ته كوم پريكړه ليك نه دي ليږلي او نه هم د هغوي له لوري كوم پيغام ماته رارسيدلي دي 

 نوموړي زياته كړه چي دا خبري تولي بي اساسه دي او دوي هيڅ كله له هيچاسره  هم خبري نه دي  كړي  دي

+ نوشته شوی په   Wed 24 Dec 2008ساعت 9:50 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
 
لومړی صفحه
بریښنالیک
آرشیف
په باره کی دویب پاڼي
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی

دتليفون نمبر

0708373448 او یا هم

0088216---8441545سټلایټ نمبر

دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com

safatz@internews.af

او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي

صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد

زړې لیکنی
آبان 1388
مهر 1388
شهریور 1388
مرداد 1388
تیر 1388
خرداد 1388
اردیبهشت 1388
فروردین 1388
اسفند 1387
بهمن 1387
دی 1387
آذر 1387
آبان 1387
مهر 1387
شهریور 1387
مرداد 1387
تیر 1387
خرداد 1387
اردیبهشت 1387
فروردین 1387
اسفند 1386
بهمن 1386
دی 1386
آبان 1386
ورځنې تودې پیښې
انځورونه
شعرونه
لیکنی او نظرونه
خبرونه
لنډي كيسي
د نړی عجایبی او جالبی ټوټي
له دوستانو سره خوشحاله شيبي
تاريخ او ژوند
دپارلمان غړو نمبرونه
کمپیوټر پوهنه
اسلامی نری او نبوی احادیث
هلمند او هلمندیان
د تولنی ترجمانان څوك دي ؟
دپولیسو او پوځ رتبي
اړیکی
ګرمسير
ياهو
جي ميل
پژواك خبري اژانس
بينوا
وخت خبري اژانس
بي بي سي پښتو
ملالي جويا
تل افغان
بي بي سي ناظر
دجګري اوصلحي راپوروركولو انستيوت
طلوع تلويزيون
امريكاږغ ويب پاڼه
ښايست
هيله دافغان ښوو ځوانانو ويب لاګ
پيمان ملي ورح پانه
ځنځیر بلاګفا
ملل متحد
ټوکمار بلاګف
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

دقالب جوړښت
صفت الله ذاهدی

safatullah zahidi 333