![]() |
![]() |
|
| دصفت الله (ذاهدی) خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي خپرونه |
|
په هلمند ولايت كي د يوي ترافيكي پيښي له امله يو تن مړ او دوه تنه ژوبل شول
تيره ورځ د لښكرګاه ښار د قلعه كوهنه په سيمه كي د ولايت د ساتونكو موټر په دغه سيمه كي په رينجر موټر باندي يو تن اته كلن ماشوم ووژي او دوه تنه يي ژوبل كړ د هلمند ولايت د والي مرستيال عبدالستار ميرزكوال پيښه مني او وايي چي نومړي مجرم موتر چلونكي يي د قانون منګلولو ته سپارلي دي دده په وينا چي پيښه تر څيړني لاندي ده په هلمند ولايت كي دا پيښه په داسي حال كي رامنځ ته كيږي چي څو ورځي وړاندي يو شمير پوليس د علني محكمي له لوري په قتل ،غلا او جنسي تيرو په تور دبند په سزا محكوم شول صفت الله ذاهدي هلمند |
|
+ نوشته شوی په
Tue 10 Feb 2009ساعت 11:29 قبل از ظهر واسطه صفت الله (ذاهدی) |
|
|
په هلمند ولايت كي څه كم ۳۰۰ زره نهالان د ښايست اود پاكي هوا په خاطر كښينول كيزي
د هلمند ولايت د زراعت ريس انجينرغلام نبي وايي چي په مركز لښكرګاه ښار او ليرو او پرتو ولسواليو كي به څه كم ۲۸۶ زره زينتي او ميوه لرونكي نيالګي كښينوي دده په وينا چي تيركال يي هم په لسګونو زرو
نيالګي كښينولي وه چي ديري نيالګي د ځينو څارويو موسيساتو او يا ځاي اوسيدونكو له لوري وران شول دده په وينا چي راتلونكي كال كي به ددغو ځينو ستونزو لاري چاري
هواري كړي دزراعت ريس وايي چي زينتي نالان مفت او ميوه لرونكي نيالګي دډيرو لږو پيسو په بدل كي هلمندي اوسيدونكو ته وروكول كيږي خو ده له انجوګانو خلګو او ښاريانو څخه غوښتنه وكړه چي د نيالګيو په څارلو او لويدلو كي پوره ونده واخلي دهلمند ولايت والي د نيالګو د كښينولو په وخت له خلګو څخه غوښتنه وكړه چي د خپل كور مخي ته له يوه نه نيولي بيا تردريو نيالګو د كينولو پوري خپل پوره ونډه واخلي
هلمندولايت چي د زراعت له مخي ښه هوا او اوبه لري نو ډيري ليرو او پرتو ولسواليو او سيمو كي يي دا مهال وني نشته ډيري خلګو خپل باغونه اولوي وني د كوكنارو د كركيلي لپاره كښلي وي خو اوس مهال په ليرو سيمو كي يو ځل بيا ديري خلګ كوښښ كوي چي پخپلو مځكو كي باغونه او يا ميوه لرونكي وني كښينوي صفت الله ذاهدي هلمند
|
|
+ نوشته شوی په
Tue 10 Feb 2009ساعت 11:28 قبل از ظهر واسطه صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د هلمند په ولايت كي تر اتيازرو زيات كسانو نوم ليكنه كړي ده دهلمند ولايت د نوم ليكني يا انتخاباتو د د كميسون مسول انجينر عبدالهادي په يوه خبري كنفرانس كي خبريالانو ته وويل چي په هلمند ولايت كي په درويشتو مركزونو كي چي په اتو ولسواليو كي فعاله دي تردامهاله پوري تراتيازرو زيات نارينه او ښځينه كسانو نوم ليكنه كړي ده انجينرهادي وايي چي د ښځوونډه په دغه نوم ليكنه كي ډيره كمه ده په هلمند ولايت كي د نوم ليكني د پړاو دا مهال يو ويشت ورځي تيري شوي دي چي په پنځو ولسواليو كي تردا مهاله پوري هيڅ د نو م ليكني مركز هم نشته صفت االله ذاهدي هلمند |
|
+ نوشته شوی په
Tue 10 Feb 2009ساعت 11:25 قبل از ظهر واسطه صفت الله (ذاهدی) |
|
|
دلښکرګاه ښار په لويد يځ کي دبولان سيمي ته څيرمه دکرهڼي ددغه لويي ښوونځئ دبنست ډبره نن دچهارشنبی په ورځ دهلمند دوالي محمدګلاب منګل ،په پارلمان کي دهلمند ولايت دخلګو داستازواو ګن شمير نورو ګډونکوونکوپه ملتيا کښيښودل سوه ،
دهلمند والي محمدګلاب منګل ددغه ښوونځي دبنسټ دډبري دايښودلو پروخت رسنيو ته وويله ، چی ديوې بلي ښوونځئ په جوړولو باندي نن ډیر خوشاله يم او دمرسته کوونکو نه يي مننه وکړه چي دهلمند په څير زراعتي ولايت ته يي دېوې داسي ښوونځي له پاره پيسي ورکړي دي ګلاب منګل زياته کړه چي دانه يوازي ښوونځئ ده بلکي دلته به دزراعت په برخه کي هرډول څيړني کيږئ او داښوونځي به په هرراز وسايلو به سمبال وي، والي وويل دکرهڼي دغه ليسه د٥لکه امريکايي ډالروپه لګښت د دی ایف ایی ډی یا دانګلستان پرمختیایی اداری د ددولت له لوري جوړيږي، دکرهڼي دغه ښوونځي په ٢٥جريبه دولتي مځکه کي دميرسي کروپس دزراعتي موسيسي له لوري دآته ميآشتو په آوږدو کي جوړيږي ددغه کرهنيزي موسيسي مسئول وويله چي دهلمند دکرهڼي درياست په مرسته يي ددغه ښوونځئ دجوړولو کار په غاړه اخستى دى نوموړی وایی چی په دغه ښوونځي کی به کتابتون لابراتوار اونور د ضرورت وړ څیزونه موجود وی ه هلمند کي دکرهڼي ياده سوي ښوونځئ په داسي حال کي جوړيږي چي دلته دزراعت دښوونځئ زده کوونکي هميشه دځاي دنشوالي او دمسلکي ښوونکو دنه موجوديت څخه سرټکوي،دغه زده کوونکي وايي ليليه نه لري چي دزده کړي ترڅنګ شپي اوروځي هم په کي تيري کړي دوی وایی چی دشپی ورته سمه ډوډی او ورځي له لوری هغوی ته ښه درسونه هم نشته ترڅو پوری دوی وه کولای شی په دغه کرهڼیزه بوهنځي کی به ددوی مشکل حل شی نوموړی زده کوونکی دخپلو ادارو د شکایتونو ترڅنګ وایی چی ښه درسونه هم ورته نشته خو دهلمند دښووني اوروزني مسئولين وايي ددغه ليسي په جوړولو سره به دکرهڼي داوسنيو زده کوونکو ترڅنګ دراتلونکو نورو زده کوونکو ټولي ستونزي به اواري سي د کرهڼی پوهنځی چی د پخوانی پادشاه محمد ضاهرشاه په وخت کی د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالی کی جوړه شوی وه د ورستیوجګړو له امله ورانه شوی ده د هغی دبیا رغونی چاری هم په دی وختونوکی پیل شوی وی خو د ځینو ناامنیو له امله ډيری زده کوونکی وایی چی دوی نه شی کولای هغی ښوونځی ته لاس رسی وه لری او هلته زده کړه وکری دهلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کی د زراعت پوهنځي یوه څانګه په دی ورستیو کی د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کی شروع شوه چی دا مهال پکی یوازی د ۴۰ تنو شاوخوا پکی محصلین زده کړه کوی صفت الله ذاهدی هلمند |
|
+ نوشته شوی په
Tue 20 Jan 2009ساعت 3:54 بعد از ظهر واسطه صفت الله (ذاهدی) |
|
|
په هلمندکي دانتخاباتو دپروسي دپيليدو لپاره دعامه پوهاوي غونډه نن دمرغومي په ٢٩ ددي ولايت دولايتي شورا په تا رلار کي جوړه سوه . دغي غونډي ته ددولتي چارواکو او په کابل کي دهلمند دخلکو په پار لمان او سناکي غړيو تر څنګ په هلمند کي په سلګونو قومي مشران او ديني عالمانو برخه اخيستي وو. دغه غونډه چي له سهاره نه پيل تر زيات وخته ئي دوام درلودله دانتخاباتو په تر سره کولو باندي ار هرخيزه خبري وسي دهلمندوالي محمد ګلاب منګل وويل انتخابات دايو بشري حق بايد ټووله خلک په دي پروسه کي په پراخه ډول برخه ولري .والي وويل چي دهيواد په نور ولايتو کي خلکو په پراخه توګه داپروسي چي په اهميت ئي پوهيدل تر سره کړه هغه دهلمندخلک څخه غوښتنه وکړه چي په انتخابات دي برخه واخلي
په هلمند دانتخاباتو دکميسون ريئس انجينر عبدالهادي وويل چي دپروسه په هلمند پيليدونکي ده چي په زياتو سيمو کي به تر سره سي نوموړي وويل چي په ټول هلمندکي ٢١ مرګزونه او ١١٩ محلونونه ولري چي دانتخاباتو دقانو له مخي به ټولو ته درايه داستعمال کار تونه ورکول سي . عبدالهادي وويل چي درايه کارت په هر محل کي خلک تر لاسه کولي سي ولي استعمال ئي په هغه ځانګړي ځاي کي کيداسي چي دشخص لخوا دکارت داخيستلو په ورځ په ګوته کيږي چي درايه استعمالوپه ورځ به په دهغه محل ددي کس نوم په هغه محل کي لا له مخته پورت وي انجينر عبدالهادي وويل چي هغه کار تونه چي په تيرو انتخاباتو کي استعمال وسوي دي هغه خلک کولي سي چي هغه کار تونه وکار وي نوي کار ته ضروت نسته اواو نوي کار ت هغه خلک اخيستي سي چي کار ت ئي ياسوي يا ورک وي اويائي عمر نوي١٨ کلني ته رسيدلي وي . همداراز نوموړي وويل چي کوچيان به په ټول هلمندکي دري مرګزونه ولري چي رايه وکار وي لکه کرمسير نادعلي او مرکز لښکرګاه کي دوي کولي سي چي په ياده سوي مرکزونو کي بيله کومي مشکل نه رايه کار وي .
په سناکي دهلمند استازي محبوب خان ښه امنيت راوستل پرمختګ بيارغونه او هوساه ژوند په يوازي په انتخاباتو پوري تړلي بولي که څه هم نومووړي وويل چي بهرنيو ځواکونو لخوا خپل سري عمليات بمبار نو باندي ئي دخلکو او دوولت تر منځ غوښتله چي فاصله رامنځ ته کړي چي داکار وهم سوه خو بياهم موږ بايد هڅه وکړو چي انتخابات په ښه ډول تر سره کړو تر څو خپل حق موپرځاي کړي وي او خپل اکثريت وښيو . خو په اولسي جرګه کي دهلمند استازې نسيمه نيازي بيا وائي چي په تيرو انتخاباتو کي زيات هلمنديان لدي پروسي څخه بي برخي پاته سوي دي نوموړي غوښتنه وکړه چي داځل بايد هڅه وسي تر څودديني عالمانو او قومي مشرانو او ځاي مخور په واسطه به ټوله خلک په کارت اخستلو کي ګډون وکړي نوموړې وائي چي دغه سيستم چي دکار ت اخستلو او کارت کاروولو لپاره ترتيب سوي دي ښه نه بولي وائي چي په هلمندکي حالات دومره دډاډ وړ ندي چي په يوه ميشت کي دي يوڅوک کار ت اخلي اوبيادي په يوه ورځ کي په يوه محدود ځاي کي کار وي بايد داکار ت دوي په هر محل کي وکار وي سي تر څو ورته امنتي ستونزي پيداسي په هلمندکي دولايتي شورا ريس انور خان وائي چي دانتخاباتو لپاره دي ددولت په مخاليفينو سره خبري وسي او هغه دي په دي راضي کړاي سي تر څو په انتخاباتو کي ګډون وکړي او يادي ئي په کله مخه ونيول سي چي انتخابات په ډاډه زړه تر سره سي . دانتخاباتو دعامه پوهاوي غونډه په داسي حال کي تر سره کيږي چي دانتخاباتو دپروسي پيل ته يوازي دوه ورځي پاتي دي چي په هلمند کي به دددلوي په اوله نيټه دالړي پيل کيږي |
|
+ نوشته شوی په
Tue 20 Jan 2009ساعت 3:48 بعد از ظهر واسطه صفت الله (ذاهدی) |
|
|
هلمند ولایت د ګرشک ولسوالی د بازار په یوی چاودنی کی پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالی ولسوال عبدالاحد خان وویل چی تیره ورځ ناوخته په دغه سیمه کی دیوه ریموټ کنټرول ماین د چاودنی له امله دری تنه پولیس ووژل شول او دری تنه ملکی وګړی ژوبل شول دی وایی په دغه چاودنه کی د پولیسو یو رینجرموټرهم له منځه تللی دی ځای وګړی وایی چی په دغه چاودنه کی ۵ تنه ملکی وګړی ژوبل شول او دری تنه پولیس ووژل شول بل خوا وسله وال طالبان نوموړی پیښه پخپل غاړه اخلی قاری یوسف احمدی چی رسنیو سره د هغوی په استازیتوب خبری کوی وایی چی د ګریش په ولسوالی کی یی دماین د چادونی له امله ۶ تنه پولیس وژلی دی صفت الله ذاهدی |
|
+ نوشته شوی په
Tue 20 Jan 2009ساعت 3:43 بعد از ظهر واسطه صفت الله (ذاهدی) |
|
|
لومړی صفحه بریښنالیک آرشیف |
| په باره کی دویب پاڼي |
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی
دتليفون نمبر 0708373448 او یا هم 0088216---8441545سټلایټ نمبر دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com safatz@internews.af او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد |
|
RSS
|