![]() |
![]() |
|
| دصفت الله (ذاهدی) خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي خپرونه |
|
پاکستان کې ځانمرګي بريد لسګونه پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده . بريد د پاکستان شمال لوېديځ هنګو په دوابه سيمه کې د پوليسو د تلاشۍ يوې پوستې ته څېرمه شوی دی . پاکستاني پوليسو ويلي چې بريد د يوې لارۍ موټر له امله شوی، چې چاودونکو توکي په کې ځای پرځای شوي ول . د رپوټونو په وينا، په دغه بريد کې ډېری وژل شوي پاکستاني پوليس دي ، او لږ ترلږه 62 نور کسان يې هم ټپيان کړي دي . د وژل شويو په ډله کې دوه ولسي وګړي هم ښودل شوي دي . پوليسو ويلي بريد پرداسې مهال شوی، چې په سيمه کې د پوليسو يو کاروان د تېرېدا په حال کې و . د بريد پړه پاکستاني طالبانو پرغاړه اخيستې ده او ويلي يې دي، تر هغه چې د پاکستان پر قبايلي سيمه د امريکا د بې پيلوټه الوتکو هوايي بريدونه جاري وي، دوی به هم خپلو بريدونو ته دوام ورکوي . د ويلو ده چې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې پاکستاني اورپکو دې ته ورته بريدونه کړي، چې د لسګونه کسانو ژوند يې اخيستی دی . په هنګو کې د پوليسو يوه مشر فريدخان رسنيو ته ويلي ښايي چې د مړيو شمېر تر دې هم ډېر شي . نوموړی زياتوي چې د اوو ټپي شويو پوليسو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی . د ښاغلي خان په وينا سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او نژدې څوک نه ورپرېږدي . دی وايي چې د وژل شويو او ټپيانو په ډله کې سيمه ييز پوليس هم شامل دي ښاغلي ګيلاني پر پاکستان غږ کړی، چې د اورپکو پروړاندې خپل لاسونه سر يو کړي |
|
+ نوشته شده در
Sun 19 Apr 2009ساعت 3:9 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
پاکستان: ځانمرګي بريد ٢٧ پوليس ووژل
پاکستان کې ځانمرګي بريد لسګونه پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده . بريد د پاکستان شمال لوېديځ هنګو په دوابه سيمه کې د پوليسو د تلاشۍ يوې پوستې ته څېرمه شوی دی . پاکستاني پوليسو ويلي چې بريد د يوې لارۍ موټر له امله شوی، چې چاودونکو توکي په کې ځای پرځای شوي ول . د رپوټونو په وينا، په دغه بريد کې ډېری وژل شوي پاکستاني پوليس دي ، او لږ ترلږه 62 نور کسان يې هم ټپيان کړي دي . د وژل شويو په ډله کې دوه ولسي وګړي هم ښودل شوي دي . پوليسو ويلي بريد پرداسې مهال شوی، چې په سيمه کې د پوليسو يو کاروان د تېرېدا په حال کې و . د بريد پړه پاکستاني طالبانو پرغاړه اخيستې ده او ويلي يې دي، تر هغه چې د پاکستان پر قبايلي سيمه د امريکا د بې پيلوټه الوتکو هوايي بريدونه جاري وي، دوی به هم خپلو بريدونو ته دوام ورکوي . د ويلو ده چې د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې پاکستاني اورپکو دې ته ورته بريدونه کړي، چې د لسګونه کسانو ژوند يې اخيستی دی . په هنګو کې د پوليسو يوه مشر فريدخان رسنيو ته ويلي ښايي چې د مړيو شمېر تر دې هم ډېر شي . نوموړی زياتوي چې د اوو ټپي شويو پوليسو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی . د ښاغلي خان په وينا سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې او نژدې څوک نه ورپرېږدي . دی وايي چې د وژل شويو او ټپيانو په ډله کې سيمه ييز پوليس هم شامل دي ښاغلي ګيلاني پر پاکستان غږ کړی، چې د اورپکو پروړاندې خپل لاسونه سر يو کړي |
|
+ نوشته شده در
Sun 19 Apr 2009ساعت 3:8 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
شپـږو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته د کونړ د سرحدي پوليسو ديوه موټر د چپه کېدو له امله شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته . په ختځيو ولايتونو کې دسرحدي پوليسو د لوا قوماندان جنرال محمد زمان مموزي دوويل چې دغه پېښه تېر مازيګر د کونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې رامنځته شوه. هغه زياته کړه چې د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله د پوليسو رېنجر موټر له سړک څخه اوښتى ، يو پوليسو مړ او درې نور ټپيان شوي دي . خو په اسعد اباد کې د عامې روغتيا رياست وياند ډاکټر حفيظ وايي چې په دې پېښه کې پنځه پوليس ټپيان شوي دي . نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې يو سخت ټپي دامريکايي ځوکونو روغتون، بل جلال اباد روغتون او درې نور يې د اسعد اباد په روغتون کې تر درملنې لاندې دي . د کونړ د والي وياند محمد ادريس غروال هم په دې پېښه کې ديوه پوليس مړينه او دپنځو نور ټپي کېدل، تاييد کړل . ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره يوه ځانگړې څارنوالي جوړه شوه . په دغې څارنوالۍ کې به د هغو حکومتي چارواکو قضيې څېړل کېږي چې په اداري فساد کې ښکېل وبلل شي . د دې ترڅنگ به دغه څارنوالي د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د ادارې په مرسته، د افغان حکومت او يو شمېر بهرنيو موسسو ترمنځ دشويو تړونونو څارنه هم کوي . دغې ځانگړې ادارې د افغانستان د لويې څارنوالۍ په چوکاټ کې تېره ورځ (شنبه، د وري 29 مه، د اپرېل 18 مه) په کار پيل وکړ . په افغان حکومتي ادارو کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د ځانگړې څارنوالۍ جوړول، د دغې ستونزې د له منځه وړلو يوه نوې هڅه بلل کېږي چې د افغانستان د لويي څارنوالۍ په چوکاټ کې فعاليت کوي . د افغانستان د لويي څارنوالۍ مرستيال فضل احمد فقيريار وايي چې دغې څارنوالۍ بله دنده به د هغوتړونونو څار او ارزونه وي، چې په وينا يې د افغان حکومت او يوشمېر بهرنيو موسسو ترمنځ لاسليک کېږي . د ښاغلي فقيريار په وينا به ډېر ژر د دغې څارنوالۍ څانگې د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم پرانيستل شي . د ادارې فساد ضد د نوې تگلارې د تطبيق او څار د څانگې مشر ياسين عثماني هيله ښيي چې د دغې څارنوالۍ له لارې به تر ډېره د اداري فساد مخه ونيول شي . ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د امنيت او نشه يې توکو د کرکيلي او قاچاقو د ستونزو ترڅنگ ادارې فساد د افغان حکومت په وړاندې له سترو ننگونو څخه شمېرل کېږي . دا هغه ستونزه ده چې له امله يې په وار وار پر افغان حکومت د نړيوالو له لورې نيوکې کېږي |
|
+ نوشته شده در
Sun 19 Apr 2009ساعت 3:7 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د ولسې جرګې د پرون ورځي په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزیر د استجواب سربیره په دې هم خبري وشوې چې د کابل ښار اوسنی کړکیچن حالات څرنګه ښه کیدای شي.
په پارلمان کې د کابل وکیلانو په دې خبرې وکړې چې کابل ښاروال عبدالاحدصاحبي د قانون له مخې د پآرلمان غونډې ته د سوال او ځواب لپاره را غوښتلای شي که څرنګه. د کابل وکیل بیدارځاځي وویل چې پارلمان د حکومت د کړنو پر سر نظارتي رول لري او د قانون له مخې کولای شي چې کابل ښآروال استجواب ته را وغواړي. ښاغلي بیدار ځاځي وویل چې کابل ښار په ډير بد حالت کې قرار لري او په نورو ملکونو کې چې کله باران وریږي نو خلګ له باران څخه خوند اخلي خو بر عکس په کابل کې خلګ د باران له وریدو سره جوخت له نویو ستونزو سره مخامخ کیږي.
بیدار ځاځی په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی
|
|
+ نوشته شده در
Sun 19 Apr 2009ساعت 3:5 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
وروسته تر هغه چې د ایران دولت ایرانۍ الاصله امریکایۍ خبریاله رخشانه صابري امریکا ته د جاسوسۍ په تور په اته کاله بند محکومه کړه، واشنګټن او د نړۍ یو شمیر نورو ملکونو د ایران په دغه کار سخته اندیښنه څرګنده کړي ده. د امریکې ولسمشر بارک اوبهاما د ایرانۍ محکمې له دغې فیصلي وروسته پر ایران غږ وکړ چې د رخشانې صابري په اړه د دوي پریکړه غیر منصفانه وه. ۳۱ کلن پیغله صابري د روان کال د جنورۍ میاشتې په لومړیو کې هغه مهال ایراني ځواکونو ونیوله چې په ایران کې یې د خبریالۍ له قانوني اسنادو پرته فعالیت کاوه. یوې ایرانۍ محکمې تیره اونۍ نوموړی امریکا ته د پټو اطلاعاتو د ورکولو په تور په اتو کلونو بند محکومه کړه. رخشانې صابرې د امریکا له ملي عامه راډیو او د بي بي سي له نړیوالې شبکې سره کار کاوه. د نوموړې پلار رضا صابري د خپلې لور په اړه د ایران د دولت دغه تر سره شوي پریکړه غیر منصفانه او غیر انساني وبلله. نوموړې بارک اوبهاما هم د خپلې لور په ژغورلو کې په ټکۍ تورن کړی دی.
رخشانه صابري |
|
+ نوشته شده در
Sun 19 Apr 2009ساعت 3:3 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
امریکایۍ وتلې سندرغاړې مدونا تیره ورځ له یوه آس څخه چې پرې سپره وه را وغورځيده او ټپونه یې واخیستل. دغه پیښه د امریکې په نیویارک ښار کې رامنځ ته شوي ده.د نوموړې ویاندې وویل چې میرمن لیس روزبینرګ وویل چې مډونا د ساعت تیرۍ لپاره په آس سپره وه چې ناڅاپه یو انځور اخیستونکی آس ته ور نژدې شو او غوښتل یې د مدونا انځورونه واخلي چې آس خیز کړ او مدونا ترینه را وغورځيده.له دغې پیښې سره سم مدونا روغتون ته ولیږدول شوه خو د څو ساعتونو وروسته بیرته له روغتون څخه رخصت شوه.
وتلې امریکاۍ سندرغاړې مدونا |
|
+ نوشته شده در
Sun 19 Apr 2009ساعت 3:2 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
نړیوال بانک په راتلونکو دریو کلونو کې افغانستان سره ۶۰۰ ملیونه امریکايي ډالره مرسته کوي.
له دغې في سبیل الله مرستې یا بي له بیرته ورکړې مرستې څخه به دروغتیا، سرکونو،بریښنا، معارفو، وړتیا جوړولو په برخه کې د افغانستان د ملي پرمختیایې ستراتیژۍ په چوکاټ کې کار واخیستل شي. په افغانستان کې د نړیوال بانک ریس نیکولاس کرفت وویل چې دغه پیسې به د افغان دولت له لوري لګول کیږي. نړیوال بانک د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروسته افغانستان سره د مرسته کونکو سازمانونو په ډله کې مخکښ ځای لري او تر اوسه یې څه باندې یو ملیارد امریکايی ډالر له افغانستان سره مرسته کړي دي. |
|
+ نوشته شده در
Tue 14 Apr 2009ساعت 1:26 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
۱۴--۴--۲۰۰۹
کاناډا د کندهار د ولايتي شورا د غړې وژنه په کلکه وغندله په افغانستان کې د کاناډا سفیر ران هافمن د کندهار د ولايتي شورا د غړې او د افغاني ښځو د حقونو يو تکړه فعاله ستاره اڅکزې وژنه په کلکه وغندله. ”کاناډا په کلکو الفاظو د ستاره اڅکزې وژنه غندی، هغه د کندهار ولایتی شورا یوه تکړه غړې وه او په افغانستان کې يې د ښځو او نجونو د حقونو او ژوند د پیاوړتیا او ښووالي لپاره کارکاوه. “ |
|
+ نوشته شده در
Tue 14 Apr 2009ساعت 1:26 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
۱۴---۴--۲۰۰۹
په افغانستان کې د کاناډا د پوځ دوهمه ښځینه سرتیري هم پرون په کندهار کې د ماین په یوه چاودنه کې ووژل شوه . د کاناډا دفاع وزارت نن د سه شنبې په سهار په یوه بیا کې وویل چې یویشت کلنه کارین بلایس یوازي څو ورځي دمخه افغانستان ته راغلي وه. له دې سره په افغانستان کې د وژل شویو کاناډايي سرتیرو شمیر ۱۱۷ تنو ته ورسید. په دغه چاودنه کې چې د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې شوي څلور نور کاناډايي سرتیري ژوبل شوي هم دي. په کندهار کې د کاناډا د پوځ یوه قوماندان جنرال جان فانکو وویل چې میرمن بلایس یوه زړه وره سرتیرې وه چې تل یې خپله دنده په بشپړه توګه تر سره کوله.
وژل شوي سرتیرې کارین بلایس
|
|
+ نوشته شده در
Tue 14 Apr 2009ساعت 1:24 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
وسله والو طالبانو پرون ناوخته د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې یوه ځوانه ښځه او د هغې خاوند د خلکو د یوه جمیعت په وړاندي غرغره کړل. په دغو کسانو د طالبانو له خوا دا جرم ثابت شو چې د شریعت خلاف یو زشت عمل یې تر سره کړی وو. غرغره کونکو ویل چې دغې ځواني ښځي په داسي حال کې چې بل میړه یې درلود له دوهم کس سره چې هغه هم غرغره شو واده کړی وو. د خاشرود ولسوال هاشم نورزي هم دا پیښه تاید کړه.
دنیمرو. امنیه قوماندان ډګروال عبدالجبار فردلي وويل چي نوموړي ښځه او هلك دواړه د وسلوالو طالبانو لخوا وژل شوي دي خو وسلوالو طالبانو ددغو دواړو كسانو د وژني په اه څه نه دي ويلي |
|
+ نوشته شده در
Tue 14 Apr 2009ساعت 1:22 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
۷۸۶ عــــــــــــــــــــــــــــــــــ دارواښادشهيدمحمدانورخان لنډه پيژندنه اوبيوگرافي
ليکوال : استاد محمد اسماعيل مهربان د هلمند د عالي دارالمعلمين ريس
ارواښادشهيدمحمدانورخان دحاجي محمدهاشم خان زوي اودمرحوم حاجي مرجان لمسي په كال (۱۳۳۵) هـ ل كي دهلمند ولايت دناوي ولسوالي دهزاراسپ په كلي كي زيږيدلي دي . لومړني زده كړي يي دهزاراسپ په لومړني ښوونځي كي ترشپږم ټولگي پوري ترسره كړي اوترهغه وروسته يي منځني اوثانوي زده كړي يي دناوي ولسوالي دخلج په ليسه كي بشپړي اوپه كال (۱۳۵۵)هـ ل كي دهمدي ليسي څخه فارغ شو. په همدي كال په نوموړي ليسه كي دښوونكي په دنده وگمارل شو. اوپه كال (۱۳۵۶)هـ ل كي دكانكوردازمويني په نتيجه كي دهلمنددښوونكودروزني په عالي دارلمعلمين كي دساينس په ځانگه كي شامل شو. اوپه كال (۱۳۵۷) هـ ل كي دسنبلي په مياشت كي دلوړو زده كړو لپاره ددولتي تحصيلي بورس څخه په گټه اخيستووپخواني شوروي اتحادته وليږل شوچي داماده گي يوكلنه پوهنځي يي دروسيي دفيدرالي جمهوريت دورونيژ ښارپه دولتي پوهنتون كي بشپړه اوپه كال (۱۳۵۸) هـ ل كي دهمدي جمهوريت د((كالوگه)) ښاردښووني اوروزني پوهنتون دفزيك اورياضي په پوهنځي كي داخل اوپه كال (۱۳۶۳)هـ ل كي دهمدي پوهنځي څخه دماسټري په درجه ديپلوم ترلاسه اوفارغ شوچي دشپږكلني تحصيلي دوري وروسته خپل پلرني هيوادافغانستان ته راستون اوپه كال (۱۳۶۳)هـ ل دسنبلي دمياشتي په (۱۸)نيټه دهلمندولايت په عالي دارالمعلمين كي دفزيك اورياضي داستادپه توگه مقررشو. دهغه لياقت اواستعدادله مخي چي خداي (ج) ورپه برخه كړي وو په كال (۱۳۶۴)هـ ل كي دهمدي علمي مؤسيسي دعمومي مديرپه توگه مقررشو،چي بياوروسته دعسكري خدمت دمكلفيت دوري دتيرولوپخاطرسرتيري (سرباز)شواوددغه دوري ترپاي ته رسيدووروسته ددوهم ځل لپاره دهلمنددعالي دارالمعلمين دعمومي مديراواستادپه توگه وگمارل شو،اوپه كال (۱۳۷۲)هـ ل دثوردمياشتي ترپايه پوري يي دوطن دنوي نسل دښووني اوروزني په برخه كي خپله ځوانه انرژي خرڅه اومصرف كړه. په كال (۱۳۷۲) هـ ل دجوزاپه مياشت كي دجگړواوبي ثباتي له امله يي دپوهني لمن دمجبوري له مخي پريښوده اوخپل پلرني كلي ته ولاړ اودبزگري په سپيڅلي دنده لگياه شو. اوپه كال (۱۳۷۴)هـ ل كي دكاركولواوغريبي لپاره وگاونډي هيوادايران ته ولاړاوهلته يي دڅلورومياشتولپاره په كاراو غريبي پيل وكړاورورسته له څلورومياشتونه ددوهم ځل لپاره خپل هيواداوپلرني كلي هزاراسپ ته راستون شواودبزگري اوځمكي په كاربوخت شوچي ترڅه كم يوكال وخت تيرولو وروسته دپاكستان هيواددگردي جنگل سيمي ته دكاركولواو غريبي لپاره ولاړاوهلته ديوسوداگرسره يي دمنشي په توگه كارپيل كړ. وروسته له يوه كال مودي نه بيرته خپل پلرني كلي ته راستون شواوبيادهلمندولايت مركزلشكرگاه ښارته راوكوچيده اودسوداگري په چاروبوخت شو. دطالبانودرژيم له سقوط وروسته په كال (۱۳۸۰)هـ ل ددلوي (سلواغي )په مياشت كي يوځل بيادهلمنددعالي دارالمعلمين دعمومي مدير په توگه مقررشواود (۱۳۸۵)هـ ل كال تراخيره پوري يي نوموړي دنده ترسره كړه اودوطن اونوي نسل لپاره يي دمسلكي ښوونكوپه روزنه كي پراخه ونډه ترسره كړه . اود(۱۳۸۶)هـ ل كال له شروع څخه دآزادرقابت دازمويني دتيرولوپه نتيجه كي دكندهارولايت دپوهني درئيس په توگه وټاكل سواودشهادت تروخته پرهمدي دنده پاته شو،اوبالاخره ارواح ښادشهيدد(۱۳۸۸)هـ ل كال دوري ياحمل دمياشتي په (۱۲)نيټه دچهارشنبي دورځي په (۱۱:۳۰)يولس نيموبجودكندهارښارولايتي شوراپه مقركي دځانمرگودبريدپه نتيجه كي په ناځوانمردانه توگه دشهادت جام نوش كړ. قالواناالله وانااليه راجعون روح دي تل ښادوي . ارواح ښادشهيدمحمدانوريوځلي واده كړي چي دواده ثمره يي څلوربچيان دي چي دهغه جملي څخه يي دوه زامن اودوي لوڼي دي . مشرزوي يي خليل احمدنوميږي په يولسم ټولگي زده كړي كوي اوكشرزوي يي جليل احمدنوميږي په دريم ټولگي كي زده كړي كوي .اومشره لوريي واده شوي اوكشره لوريي كوزده شوي نده . دارواح ښادپلارژوندي دي موريي وفات سوي ده ،اودوي ټول يوولس وروڼه وه چي ارواح ښاديي ترټولومشروو،اودده يوبل ورورهم په جنگي حالاتوكي شهيدسوي وو. ارواح ښادشهيدمحمدانورخان دنيكواوعالي اخلاقوخاوند،پاك نفسه ،مدبر،پروطن مين اوصادق شخصيت وو. تل يي دخپلوهمكارانواوهم مسلكانوسره په ورځنيو چاروكي مشوره اومرسته كوله ،دخلكوخبروته يي پوره غوږنيوه اونيك برخورديي كاوه . دوطن نوي نسل اوزده كوونكي ورباندي گران اوتل به يي ورباندي شفقت كاوه اوهغوي به يي داسلام پالني ،وطن دوستي اوانسان دوستي په روحيه روزل . خپل وطن اوخلك ورباندي زيات گران اوورته وفاداروو. خپل ټول عمريي دوطن داولاددسالمي ښووني اوروزني په سپيڅلي چاره كي ولگاوه . دوطن سمسورتيا،دخلكوابادي اوازادي په هيوادكي دعصري اومتوازن معارف پرمختيادده هيله وه ،خوداهيله يي په ژوندكي پوره نشوه اوشهيدشو. دخداي ج له لوي درباره ورته عظيم اجراوفردوس جنت غواړو. اودشهيدبچيانواودكورني غړواودوستانوته يي دخداي (ج ) له درباره دجميل صبرهيله كوواورته يي عوض غواړو. دارواح ښادشهيدمحمدانورخان دشهادت غميزي نه يواځي دهغه كورني اودوستان غمجن اوخفه كړل بلكي ټول هلمنديان اوحتي دهيوادټول معارف اوخلك يي سخت خواشيني كړل اودهغه تشه به ژراوپه اسانه بشپړه نشي .
وتمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــت باالخــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــير.
|
|
+ نوشته شده در
Fri 10 Apr 2009ساعت 11:58 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
صفحه نخست پروفایل مدیر وبلاگ پست الکترونیک آرشیو عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی
دتليفون نمبر 0708373448 او یا هم 0088216---8441545سټلایټ نمبر دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com safatz@internews.af او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد |
|
RSS
|