تبليغاتX
گرمسیر
دهلمند خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي ويب پاڼه
 
١٠٧ کلنه ووک کندور ماليزيايۍ مسلمانه سپين سرې ښځه
ووک کوندور خبريالانو ته ويلي چې : ((د خپل ميړه په نشتوالي کې يوازېتوب او بې کسي احساسوم، په ځانګړې توګه کله چې کوچنی اختر رانژدې شي. ))
په نړۍ کې ځينې کسان له واده کولو پرته ژوند کوي، خو ځينې نور بيا تر سل کلنۍ وروسته هم د نوي واده په تمه وي .

په ماليزيا کې يوه ١٠٧ کلنه سپين سرې ښځه چمتو ده چې د ٢٣ ځل لپاره يوځل بيا د واده خوښي ولمانځي .

که څه هم ووک کندور په اسلامي نړۍ کې له ډېر عمر درلودونکې ماليزيايۍ مسلمانه بلل کېږي، خو دا اندېښنه لري، که اوسنی ميړه يې پرېږدي، نو دا به څه کوي .

آغلې کندور څلور کاله وړاندې له يوه سړي سره واده وکړ، چې مېړه يې ترېنه نژدې ٧٠ کاله کشر دی .

هغه مهال د ووک کندور واده خبر د ماليزيا په ټولو خپرنيو کې د سر ټکی و .

که څه هم له آغلې کوندور سره يې اوسنی ميړه ډېر راشه درشه نه لري، نوموړې دا اندېښنه هم لري، له اوسني ميړه وروسته به څه کوي .

د دغې ١٠٧ کلنې ښځې ميړه په نشه يي توکو روږدی و، چې اوسمهال يې د کولالامپور په يوه روغتيايي مرکز کې درملنه کېږي .

ووک کوندور خبريالانو ته ويلي چې : ((د خپل ميړه په نشتوالي کې يوازېتوب او بې کسي احساسوم، په ځانګړې توګه کله چې کوچنی اختر رانژدې شي. ))

دغه سپين سرې مسلمانه ښځه د ماليزيا په شمالي ولايت تيرينجانو کې اوسېږي .

آغلې کوندور لېواله ده، چې خپل ځوان ميړه محمد نور موسی وګوري .

همدا وو چې يوه ګاونډي يې پلازمېنې ته د خپل ميړه د ليدو لپاره په ګاډي کې يووړه .

کوندور دا تمه لري که چېرې يې ٣٧ کلن ميړه ومري، نو له بل سړي سره به واده وکړي .

دې د ماليزيا (سټار) ورځپاڼې ته ويلي په دې وروستيو کې يې ناکراري ډېره شوي ده .

که څه هم دا مني چې د ډېر عمرلرونکې ښځه ده، خو وايي چې له واده کولو پرته يې زړه نه ارامېږي او د ميړه په نشتوالي کې يوازېتوب احساسوي .

 
+ نوشته شده در  Wed 16 Sep 2009ساعت 4:42 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
دا د نړۍ د مسلمانانو دریم تر ګردو لوی جومات دی.

دا جومات د څه کم یو ملیاردامریکایې  ډالرو په لګښت د عربي متحده امارتو په ابوظبۍ کې جوړیږي.

 

د  شیخ زاید په نامه د نړۍ د مسلمانانو د دریم ستر جومات باندنۍ انځور

د شیخ زاید جومات د دهلیز انځور چې د د بینوا همکاره شهنازه پکې  ښکاري

 

د جومات قالینه

د جومات د چت یو انځور

د جومات باندنۍ برخه

د جومات عمومي صالون

د ابوظبۍ جومات انځور له فضا څخه

 

+ نوشته شده در  Mon 14 Sep 2009ساعت 6:27 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

په هلمند كي يو پنځه كلن ماشوم له دوه تنه سړي تښتونكو څخه وژغورل شو

 

دهلمند ولايت  دپوليسو داستخباراتو مديرسمونيارعبدالقيوم  سليمانخيل   وايي چي دوه تنه سړي تښتونكو دري ورځي وړاندي يو پنځه كلن ماشوم  دصافيانو له سيمي څخه يي تښتولي وو چي د هغه له كورني څخه يي د دري لكه امريكايي ډالرو غوښتنه كړي وه

دنوموړي په وينا چي  دغه دوه تنه  يي نيولي  او ماشوم يي ددوي له منګولو څخه  ژغورلي دي

سړي تښتونكي د هلمند ولايت اوسيدونكي او پخپلو جرمونو يي اعتراف  كړي دي

ديادوني وړده چي تيره ورځ هم په هلمند كي يوه ډله  غله او دري وسلوال طالبان دپوليسو له لوري ونيول شول

صفت الله  زاهدي هلمند
+ نوشته شده در  Sat 12 Sep 2009ساعت 3:43 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
هغه مظاهره چې نن سهار د غزني په ښار کې پیل سوې وه وروسته تر هغه په تاوتریخوالي بدله سوه کله چې پولیسو پر مظاهره کوونکو باندي ډزي وکړي

د مظاهرې له ځایه ځيني همکاران وايي چې مظاهره کوونکو د مسعود پر څلورلارې د موټرو ټاېرونو ته اور ورته وکړ او بیايې د کابل کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ بنده کړه

چې وروسته یو شمېر مظاهره کوونکي نژدې د اتحاد جومات ته ننوتل او یوشمېر هم د چوک پر شاوخوا پاته سول چې دغه پاته مظاهره چیان له پولیسو سره ونښتل

رپوټ وايي چې پولیسو پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې چې په پایله کې يې د غزني د مرکزي روغتون د یو شمېر منابعو په حواله څلور مظاهره کوونکي مړه او اتلس ټپيان سويدي

د غزني والي ډاکتر عثمان په یوه خبري غونډه کې څوشیبې مخکې د رسنیو پر وړاندي راڅرګند سو او ويې ویل :چې په مظاهره کې یواځي دیارلس تنه ټپيان سویدي

والي وویل: چې د دولت مخالفین د مظاهره چیانو په لیکو کي ننوتلي دي چې دغه دیارلس تنه هم د هغوي له لوري ژوبل سويدي.

په سیمه کې د سلام وطندارراډيو  خبریال وايي چې د پیښي په سیمه کې زیات امنیتي ځواکونه لیدل کیږي او مظاهره چیان خواره  واره سویدي

د یادولو وړ ده چې نن سهار د غزني د ښار شاوخوا دوه زره تنه اوسیدونکي د سیمي د یو روحاني شخصیت او ملا امام د وژنې پرضد په لاریون راوتلي ول

دغه روحاني شخصیت شمس اغا نومېدی او د غزني ښاریان ادعا کوي چې نامعلومه موټرسایکل سپرو وسله والو چې ګمان کیږي حکومتي کسان به ول لمړی تښتولی او وروسته وژلی د

ددي  مضاهري  په اړه به نور جزيات  تاسو ته پرليكه شي

 

+ نوشته شده در  Thu 10 Sep 2009ساعت 7:12 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
د بي پولي خبریالانو ټولنې  په افغان دولت او ناټو ځواکونو غږ کړی چې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د نیویارک ټایمز  ورځپاڼي د وژل شوي افغان خبریال د مرګ د انګیزې د معلومولو لپاره جدي کار وکړي.

سلطان احمد منادي د چهارشنبې په ورځ په چهاردره کې د عملیاتو پر  مهال ووژل شو خو د هغه انګلیسی ملګری روغ رمټ وژغورل شو.

دغه دوه خبریالان د کندز د پیښې د څیړلو لپاره سیمې ته  تللي ول.

تر اوسه نه ده معلومه چې منادي د طالبانو او یا هم د بهرنیو سرتیرو په برید کې وژل شوی دی .

دد گرمسیر بلاگفا او د هلمند ةول ازاد ژورنالستان دهغه وژنه غندي او دهغه دقاتلينو او د وژني د څيړلو  لپاره كلك او جدي  ګام اخيستلو ته سترګي په لاره دي

 

د سلطان احمد منادي مړی

د افغان خبریال ملګری چې د پوځي عملیاتو پر مهال روغ رمټ آزاد شو

+ نوشته شده در  Thu 10 Sep 2009ساعت 7:9 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

په هلمند كي ديوه  ځانمرګي بريد له امله  دوه تنه پوليس  ژوبل شول   ۱۰--۱۱--۲۰۰۹

دهلمند د پوليسو مشر سمونوال اسدالله  شيرزاد   وويل چي تيره ورځ  ناوخته د ګريشك ولسوالي  دسيد تاجداراغا امنيتي پوستي ته يوه ځانمرګي بريد كوونكي غوښتل چي دننه شي  خو د پوليسو له لوري وپيژندل شو او ډزي يي پري  كړي دي

دهلمند د پوليسو د مشر په وينا چي  ځانمرګي بريد كوونكي وژل شوي او نيمه واسكټ يي هم چاودلي دي چي  د چاودني په پايله كي يواځي دوه تنه پوليس ژوبل شوي دي

 د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي واي چي  دتير ماښام ددوي ديوه ملګري له لوري په شوي ځانمرګي بريد كي  يي ۷ تنه  پوليس وژلي دي

داحمدي په وينا چي په دغه بريد كي دري كرولا موټرونه هم ويجاړ شوي دي

صفت الله  زاهدي هلمند
+ نوشته شده در  Thu 10 Sep 2009ساعت 3:43 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

تیر ماښام د روژماتې څخه څو دقیقې وروسته د کندهار ښار په زړه کې یوه بي ساري چاودنه رامنځ  ته شوه چې په لسګونوکسان یې مړه او ژوبل کړل.

په لاندنیو انځورونو کې د دغې چاودنې سیمه څه ناڅه انځور شوي ده.

 

 

 

افغان ځواکونه د کندهار په ښار کې له چاودنې وروسته د تیارسي په حال کې

+ نوشته شده در  Thu 27 Aug 2009ساعت 5:6 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

په هلمند كي دبنياد بيات له لوري  له ۲۰۰ بي وزلو كورنيوسره دخوراكي توكو مرسته وه شوه دغه مرسته چي دكندهارزون دافغان بيسيم دمشر احمدشاه د هلمند ولايت دوالي ګلاب منګل  په پارلمان كي دهلمند داستازي  نسيمه نيازي  او يو شميرنوورو لوړپوړو دولتي چارواكو له لوري لخوا دغه كورنيو ته  ۵۰ كيلو ګرامه وړه  اودري كيلو ګرامه  غوړي وركول شول

احمدشاه وويل چي دا لمړي ځل دي چي دبنياد بيات له لوري دغه مرسته ترسره كيږي  دده په وينا چي بنياد بيات مشر  ژمنه كړي چي په دا ورستيوكي به  په دي ولايت كي  خپلو نورو مرستوته هم دوام وركړي

دهلمند والي  ګلاب منګل  پريو شميرتجارانو او سوداګرو باندي ږغ وكړ چي تاسي  هم دبنياد بيات په شان له دغسي بي وزلو كورنيوسره مرسته ترسركړي

دهلمند ولايت بي وزلي كورنيونه يوتن احمد شاه وايي چي دي ډير خوشحاله دي ترڅو پوري له ده سره دروژي مباركي مياشتي كي داسي مرسته ترسره كيږئ

صفت الله  زاهدي هلمند

+ نوشته شده در  Mon 24 Aug 2009ساعت 6:18 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 
صفحه نخست
پروفایل مدیر وبلاگ
پست الکترونیک
آرشیو
عناوین مطالب وبلاگ
درباره وبلاگ
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی

دتليفون نمبر

0708373448 او یا هم

0088216---8441545سټلایټ نمبر

دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com

safatz@internews.af

او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي

صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد

نوشته های پیشین
آذر 1388
آبان 1388
مهر 1388
شهریور 1388
مرداد 1388
تیر 1388
خرداد 1388
اردیبهشت 1388
فروردین 1388
اسفند 1387
بهمن 1387
دی 1387
آذر 1387
آبان 1387
مهر 1387
شهریور 1387
مرداد 1387
تیر 1387
خرداد 1387
اردیبهشت 1387
فروردین 1387
اسفند 1386
بهمن 1386
دی 1386
آبان 1386
آرشیو موضوعی
انځورونه
شعرونه
لیکنی او نظرونه
خبرونه
لنډي كيسي
د نړی عجایبی او جالبی ټوټي
له دوستانو سره خوشحاله شيبي
تاريخ او ژوند
دپارلمان غړو نمبرونه
کمپیوټر پوهنه
اسلامی نری او نبوی احادیث
هلمند او هلمندیان
د تولنی ترجمانان څوك دي ؟
دپولیسو او پوځ رتبي
پیوندها
ګرمسير
ياهو
جي ميل
پژواك خبري اژانس
بينوا
وخت خبري اژانس
بي بي سي پښتو
ملالي جويا
تل افغان
بي بي سي ناظر
دجګري اوصلحي راپوروركولو انستيوت
طلوع تلويزيون
امريكاږغ ويب پاڼه
ښايست
هيله دافغان ښوو ځوانانو ويب لاګ
پيمان ملي ورح پانه
ځنځیر بلاګفا
ملل متحد
ټوکمار بلاګف
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

safatullah zahidi 333