تبليغاتX
گرمسیر
دهلمند خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي ويب پاڼه
نن دلاس مینځلو نړیواله ورځ ده

نن چې د اكتوبر له پنځلسمې سره يې سمون خوري، په نړۍ كې د لاس وينځلو ورځ لمانځل کېږي

 د لاس وينځلو په نوم د يوې ورځ د نومولو مقصد دا دى چې په دنيا كې خصوصا په هغو ټولنو كې چې خواري او بې سوادي پكې زياته ده، خلك د لاسونو پاك ساتلو ته ډېر پام وكړي، څو په دې ډول د خلكو په تېره بيا د ماشومانو د ناروغيو او مرګونو اندازه كمه شي.

  له احصاييو سره سم، په نړۍ كې  هره ورځ كابو پنځۀ زره ماشومان د اسهال د ناروغۍ په وجه سا وركوي، چې كه چېرې ماشومان تر ډوډۍ خوړلو د مخه او دغه راز تشناب او قضاى حاجت ته تر تلو وروسته لاسونه په صابون پاك ووينځي نو د مرګونو دغه اندازه به نيمايي ته راټيټه شي.

 دملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق، يونيسف، ويانده مېرمن نيك تاويو وايي چې د لاس وينځلو د اهميت  په ساده حقيقت باندې د خلكو د خبرولو لپاره ملګرو ملتونو پريكړه وكړه چې د اكتوبر پنځلسمه نېټه د لاس وينځلو ورځ ونوموي.

  د احصاييو مطابق هغه ماشومان چې تر ډوډۍ دمخه او تر قضاى حاجت وروسته خپل لاسونه په صابون سم نۀ وينځي، او په همدې علت په اسهال او نورو ناروغيو مبتلا كېږي او سا وركوي، تر ډېره حده له وروسته پاتې هيوادونو سره تعلق لري. له راپورونو سره سم، افغانستان يو هغه هيواد دى چې د ماشومانو نظافت او حفظ اصحې ته پكې توجه ډېره كمه ده.

 

   ميرمن تاويو وويل چې په صابون باندې د لاس وينځل نه يوازې د اسهال او نس ناستې بلكې د ځينو نورو وژونكو ناروغيو په كمېدو كې هم لويه مرسته كولاى شي، نو پكار ده چې ميندې او پلرونه په دې ساده حقيقت خبر شي، خپل ماشومان تر ډوډۍ خوړلو دمخه او تشناب ته تر تلو وروسته په صابون باندې په لاس وينځلوعادت كړي  او په دې ډول د خپلو ماشومانو ژوند ته ورپېښ خطرونه كم كړي

+ نوشته شده در  Thu 15 Oct 2009ساعت 4:42 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
پکتيکا: څلور وسله وال طالبان ونيول شول

 د پکتيکا ولايت چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې يې د پو لړ پلټونکو عملياتو په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان نيولي دي .

 د پکتيکا د والي وياند حميدالله ژواک تاند ته وويل، چې ياد شوي کسان يې د نوموړي ولايت په ګومل او يحيى خېلو ولسواليو کې نيولي دي . 

نوموړى وايي، چې له دغو کسانو سره يې يوه موټر او يو موټر سايکل چې په ترهګريزو فعاليتونو کې يې کارول نيولي دي . 

تر دې مهاله وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه ندي ويلي

+ نوشته شده در  Thu 15 Oct 2009ساعت 4:39 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
په هرات کی دطالبانو یو محبس کشف شو

(چهارشنبه)دهرات ولایت په جنوب کې ددولت ضد وسله ولو هغه محبس کشف شو چې پکې درې دولتی سرتیري او یو ملکي وګري بندیان ول. 

امنیتی چارواکي وايي په دغو عملیاتو کې د دولت ضد شپږ وسله وال له یوې اندازې وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند ډگروال بصیر احمد غوري په وینا دغه محبس د ګذرې ولسوالۍ په یوه غرنی سیمه کې دافغان او ا ئتلافی ځواکونو په ګډو عملیاتو کې کشف شوی دی. 

غوري وايي : ( په راخوشي شویو کسانو کې  د ملی اردو دوه سرتېري، یوپولیس او یو ملکي اختطاف شوی کس شامل دي چې په دغه زندان کې د وسله والو مخالفینو له خوا شکنجه کیدل.)

دا لومړی ځل دی چې په هرات ولایت کې د دولت ضد وسله والو یو محبس کشف کیږی

+ نوشته شده در  Thu 15 Oct 2009ساعت 4:36 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
ولسمشرکرزي د مصطفی بارکزي استعفا ونه منله


(چهارشنبه) ولسمشرکرزي د افغانستان د انتخاباتي کمیسون د غړي  مولوي مصطفی بارکزي استعفا ونه منله .نوموړي د انتخاباتي درغلیو په چارو کې د ده په وینا د دې کمیسون د بهرنیوغړیو د خپلسرو اقداماتوپه اعتراض کې استعفا کړې وه . 

د جمهوري ریاست له ماڼۍ څخه په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې  دافغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررييس حامدکرزي د انتخاباتو د شکایتونو د څیړلو د کمیسیون دغړي مولوي مصطفی بارکزي استعفا ونه منله او له هغه څخه یې وغوښتل چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې  حامدکرزی د مولوي مصطفی بارکزي له صادقانه خدمتونو څخه د قدرونې په ترڅ کې د هغه داستعفا په پاڼه کې لیکلي چې: ((د تشویش اواندیښنې په درک اوستاسو نظرونوته په احترام سره ستاسو دهېوادپالو او صادقانه خدمتونو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې، د استعفی په نسبت د انتخاباتو د شکایتونو د څیړلو په کمیسیون کې ستاسو د دندې دوام موجه ګڼم، هغه دافغانستان د ملت په خیر اوصلاح بولم او دانتخاباتو د شکایتونو د څیړلو له کمیسیون څخه هیله لرم چې ستاسو د اندیښنو د لرې کولو لپاره دې  په اقدام لاس پورې کړي.))

مولوي مصطفی بارکزي د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پرهغه څه نیوکه وکړه  چې ده د انتخاباتو د شکایتونو د څیړلو په کمیسیون کې د بهرنیانو لاسوهنه بللې وه ، او د اعتراض په دود یې له دې کمیسون څخه خپله استعفا دافغانستان ولسمشرته وړاندې کړه.

د ملګرو ترڅارنې لاندې د انتخاباتي شکایتونو کمیسون پنځه غړي لري چې درې یې بهرنیان او دوه افغانان دي او مشري یې هم د یوه برهني په غاړه ده .

+ نوشته شده در  Thu 15 Oct 2009ساعت 4:35 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
له امنیتي چارواکود پلان په باب د ولسي جرګې غوښتنه

(چهارشنبه) د افغانستان ولسي جرګې د دغه هيواد له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې په دوو اونيو كې د امنيت د ښه كولو لپاره يوه ستراتيژيكه طرحه جوړه كړي.

 دغه وړانديز نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه كې وشو.

 دې غونډې ته په روانه اونۍ كې د دويم ځل لپاره  د افغانستان د ملي دفاع، كورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت عمومي رئيس راغوښتل شوي و.

 د ولسي جرګې غړيو له دوى څخه د افغانستان د امنيتي وضعيت د ښه كولو لپاره د  لا جدي اقداماتو غوښتنه وكړه.

 افغان چارواكي وايي، د دې نوې څانګې په پرانستلو سره د شمالي ولايتونو د پوليسو د روزنې د مركز ظرفيت لوړ شوی او په مياشت كې به څلور سوه پوليس روزي.

 دفاع او كورنيو چارو وزيرانو او د ملي امنيت ریيس د تيرې شنبې په ورځ هم د جرګې غړو ته د هېواد روان امنيتي وضيعت تشريح او د امنيتي تدابيرو په هكله يې معلومات وركړي وو.

خو د درې واړو ارګانونو مسوولين د چهارشنبى په ورځ له يولړ نورو پوښتنو سره هم مخ شول.

د ولسې جرګې رييس محمد يونس قانوني وويل، دې ته ضرورت دى، چې درې واړه ارګانونه په ګډه سره يوه امنيتي ستراتيژي ترتيب كړي.

((په لومړي سر کې زموږ د امنیتي ارګانونو تر منځ او بیا له بهرنیو ځواکونو سره د یوې هماهنګې طرحې جوړولو ته جدي ضرورت دی.

وړاندیز کوو، چې د درېواړو ارګانونو مسوولین په دوه اونیو کې یوه واحده طرحه ترتیب او د جرګې له غړو سره یې شریکه کړي، په دې صورت کې به موږ د یوې امنیتي طرحې خاوندان شو."

په غونډه كې دا هم وويل شول چې، په دې وروستيو كې ناامني د هېواد شمالي برخو ته هم غځيدلې او د دې ترڅنګ ويل كيږي، چې ځينې مشكوك خلك په هليكوپټرو كې شمال ته ليږدول كيږي، چې له امله يې په شمالي برخو خلك انديښمن شوي دي.

د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردك وويل، ولسي جرګه بايد د امنيتي طرحې په جوړولو كي له دوى سره مرسته وكړي:

"موږ له محترمو وکیلانو څخه هیله کوو، چې د ولایتونو د امنیتي پلاونو په طرحه او ترتیب کې له موږ سره واوسي، ترڅو د هغوی د نظریاتو په پام کې نیولو سره ښه امنیتي پلان ولرو.)) 

په دې وروستيو كې د افغانستان په شمالي ولايتونو كې هم د ناامنيو د ډيريدو انديښنې راپورته شوي دي

+ نوشته شده در  Thu 15 Oct 2009ساعت 4:33 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
له امنیتي چارواکود پلان په باب د ولسي جرګې غوښتنه

(چهارشنبه) د افغانستان ولسي جرګې د دغه هيواد له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې په دوو اونيو كې د امنيت د ښه كولو لپاره يوه ستراتيژيكه طرحه جوړه كړي.

 دغه وړانديز نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه كې وشو.

 دې غونډې ته په روانه اونۍ كې د دويم ځل لپاره  د افغانستان د ملي دفاع، كورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت عمومي رئيس راغوښتل شوي و.

 د ولسي جرګې غړيو له دوى څخه د افغانستان د امنيتي وضعيت د ښه كولو لپاره د  لا جدي اقداماتو غوښتنه وكړه.

 افغان چارواكي وايي، د دې نوې څانګې په پرانستلو سره د شمالي ولايتونو د پوليسو د روزنې د مركز ظرفيت لوړ شوی او په مياشت كې به څلور سوه پوليس روزي.

 دفاع او كورنيو چارو وزيرانو او د ملي امنيت ریيس د تيرې شنبې په ورځ هم د جرګې غړو ته د هېواد روان امنيتي وضيعت تشريح او د امنيتي تدابيرو په هكله يې معلومات وركړي وو.

خو د درې واړو ارګانونو مسوولين د چهارشنبى په ورځ له يولړ نورو پوښتنو سره هم مخ شول.

د ولسې جرګې رييس محمد يونس قانوني وويل، دې ته ضرورت دى، چې درې واړه ارګانونه په ګډه سره يوه امنيتي ستراتيژي ترتيب كړي.

((په لومړي سر کې زموږ د امنیتي ارګانونو تر منځ او بیا له بهرنیو ځواکونو سره د یوې هماهنګې طرحې جوړولو ته جدي ضرورت دی.

وړاندیز کوو، چې د درېواړو ارګانونو مسوولین په دوه اونیو کې یوه واحده طرحه ترتیب او د جرګې له غړو سره یې شریکه کړي، په دې صورت کې به موږ د یوې امنیتي طرحې خاوندان شو."

په غونډه كې دا هم وويل شول چې، په دې وروستيو كې ناامني د هېواد شمالي برخو ته هم غځيدلې او د دې ترڅنګ ويل كيږي، چې ځينې مشكوك خلك په هليكوپټرو كې شمال ته ليږدول كيږي، چې له امله يې په شمالي برخو خلك انديښمن شوي دي.

د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردك وويل، ولسي جرګه بايد د امنيتي طرحې په جوړولو كي له دوى سره مرسته وكړي:

"موږ له محترمو وکیلانو څخه هیله کوو، چې د ولایتونو د امنیتي پلاونو په طرحه او ترتیب کې له موږ سره واوسي، ترڅو د هغوی د نظریاتو په پام کې نیولو سره ښه امنیتي پلان ولرو.)) 

په دې وروستيو كې د افغانستان په شمالي ولايتونو كې هم د ناامنيو د ډيريدو انديښنې راپورته شوي دي

+ نوشته شده در  Thu 15 Oct 2009ساعت 4:32 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
په لاهور کې د پولیسو پر درو مرکزونو په یووخت حملې وشوې


(پنجشنبه) وسله والوکسانو نن په لاهورښار کې د ایف آی اې یا د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې پر دفترونواو دغه راز د پولیسو د روزلو پرمرکزونو بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې لږترلږه نولس تنه وژل شوي دي .

د راپورونو له مخېد دغوحملو ترټولو مهم هدف د پاکستان د ایف آې اې دفترونه ول .له دې سره په یووخت د پولیسو پر دوو اکاډیمیو هم حملې شوې دي .

له بل پلوه د سرحد ایالت په کواټ کې د پولیسو پر یوې تاڼې ځانمرګی برید شوی او لږترلږه اته تنه پکې وژل شوي دي .

په وروستیو دوو اوونیو کې په پاکستان کې تاوتریخوالي زیات شوي دي .

له لاهور څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې څلورو حمله کوونکو د ایف آې اې پرودانۍ برید وکړچې د جګړې په ترڅ کې لږترلږه لس تنه ووژل شول .

پولیس وايي چې د لاهور د ایف آی اې په دفتر کې یې یو لاسي بم او له یوه وژل شوي حمله کوونکي سره د ځانمرګي برید ناچاودلی واسکټ موندلی دی .

د لاهور په بیدیان روډ اومناوان کې د پولیسو روزنیزمرکزهم حملې شوې دي .یوې تاڼې ته اته تنه حمله کوونکي ورننوتي دي او لا هم له پولیسو سره جګړې ته دوام ورکوي .راپورونه وايي چې په وژل شویو کسانو

پولیس وايي د ایف آی اې په ودانۍ او مناوان روزنیزمرکز کې یې د حمله کوونکو پرضد خپل عملیات بشپړ کړي خوپه بیدیان کې لا هم مقاومت روان دی .

له بلې خوا په کواټ کې پر یوې تاڼې د ځانمرګي برید په ترڅ کې اته تنه وژل شوي او شپاړس نور ټپیان دي .

د پولیسو چارواکي وايي چې حمله نن سهار د یوه موټرپه وسیله وشوه چې له چاودونکو موادو ډک شوی وو.

د هغوی په وینا په دې برید کې چې له سلو کیلو ګرامو چاودونکو موادو پکې کار اخیستل شوی ، درې پولیس اوپنځه عام خلک وژل شوي دي .

له یو بل راپور سره سم پاکستاني مقاماتو وویل چې تېره شپه  په شمالي وزیرستان کې د بې پېلوټو الوتکو په حمله کې پنځه تنه ووژل شول .

ویل کېږي چې بې پېلوټې الوتکې د افغان قومندان غزنوي پر مرکزونو دوه توغندي وویشتل .

په شمالي وزیرستان کې مېشت طالبان د جلال الدین حقاني ترقوماندې لاندې فعالیت کوي .

+ نوشته شده در  Thu 15 Oct 2009ساعت 4:31 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
یو ملیارد انسانان وږي دي

(چهارشنبه) ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۰۹ کال کې د نړۍ له یو ملیارد زیات وګړي وږي وو. د خوړو او کرنې ادارې، او نړیوال غذايي پروګرام ویلي دي چې په سږني رقم کې دتېرکال په پرتله سل میلیونه زیاتوالی راغلی.

د ملګروملتونو دې اړوندو ادارو ویلي دي، چې د دې عمده علت، په نړۍ کې روان غذايي او اقتصادي بحرانونه دي. خو دوی دا یادونه هم کړې ده چې له دې غبرګو بحرانونو مخکې، د اتیایمې لسیزې په پای او د نوییمې لسیزې په پیل کې د اقتصادي ودې له درېدو وروسته، له یوې لسیزې راهیسې په نړۍ کې د وږو وګړو شمېر پرله پسې په زیاتېدو دی.

+ نوشته شده در  Thu 15 Oct 2009ساعت 4:28 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 . په مراز کې د پولیسو د روزنې لپاره نوی ودانی  جوړه شوه

(پنجشنبه) په مزارشريف كې د شمالي ولايتونو د پوليسو د روزنې د مركز نوې څانګه له جوړيدو وروسته پرون په یولړمراسمو کې پرانستل شوه.

 د نوې څانګې په ودانۍ د جرمني او اروپايي ټولنې له خوا  څه كم دوه مليونه يورو لګښت راغلى دى.

 افغان چارواكي وايي، د دې نوې څانګې په پرانستلو سره د شمالي ولايتونو د پوليسو د روزنې د مركز ظرفيت لوړ شوی او په مياشت كې به څلور سوه پوليس روزي.

 پخوا به دلته په مياشت كې دوه سوه پوليس روزل كيدل.

المان او اروپايي ټولنه د افغان پوليسو په روزنه كې له سترو مرسته كوونكو څخه

+ نوشته شده در  Thu 15 Oct 2009ساعت 4:26 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 

 

 

په هلمند کی د نادعلی ولسوالی  قومی مشران یوپربل ددرغلیو تورنه لګوی

 

  دنادعلي په ولسوالی کی ټولينزه شورا چي دتير يوه کال راهسي په دي ولسوالي کی جوړه شوی د پنځه ويشت تنه  غړی لری

دغه ولسوالی د حاصل خیزو سیمو د پروګرام په هغه برخه باندی چی یو شمیر کروند ه ګرو ته  کیمیاوی کود او تخمونه د کوکنارو د کښت په بدیل کی دانګلستان دپرمختیایی اداری له لوری د هلمند ډیری شمیر خلګو ته ورکول کیږی ددی توکو پرویش باندی ډیری وګړی تورونه لګوی چی یو شمیرقومی مشران په دی درغلیو کی لاس لری    

په دی ورځو کی يو پربل  داسی تورنه لګوي چي ددې ولسوالي سره هرډول شوی مرستي وړاندي تر دي چي خلګو ته یی  ورسوي خپلو جيبونو ته  یی اچوي.

ددې ولسوالي دټولنيزي شورا دغړو ترمنځ دغه تاوتریخوالی په داسی حال کی راپورته کیزی چي په دي ورځو کی  دنادعلي ولسوالي له هغو کرونده ګروسره چی دامهال ددولت له لوری ورسره مرسته کیزی او ددوی د نومونولستونه سپین ډاګ ته راووتل

چي دحاصل خيزو  سيمو له پروګرام نه  بايد کمياوي سري  او اصلا ح شوي تخمونه واخلي دنادعلي ولسوالی د ټولنزي شورا دانکشافی کميټي مسئول ملامحمد  کريم له دولت نه غوښتنه وکړه  چي ولسوالي ته راتلونکي  مرستي وخلګو ته په ښه توګه ورسوی .دى وايي مونږ داثابته کړي ده چي دشورا مشر په زياتو درغليو کي لاس لري.

 

 

ملا کريم وايي دنادعلي دټولنيزي شورا مشر دوي پخپله ټاکلي دى خو هغه نه دى توانيدلى چي په سيمه کي روانو ستونزو ته د حل لاره پیداکړی.

 خو دنادعلي ولسوالي دشورا مشر عبدالحد هلمند وال له دولت نه غوښتنه وکړه چی پرده ټول لګول شوی تورنه بی اساسه دی هغه غوښتنه وکړه چی ددولت دی دداسی ستونزو لپاره پلټنی وکړی .

 

دهلمند وال په خبره که چيري هرڅوک په دی فسادکی ننوتى وی قانون ته دي يي وسپاري

که څه هم هلمند وال دملا کريم راتګ شورا ته چي اوس په کي دانکشافي کميټي مسئول هم دى ونه ښود چي دچا له لوري راغلى دى خو يو شمير کسا ن وايي دولايت مقام ملا کريم دغه شورا ته په انتصابي ډول معرفي کړى

 

خو بل خوا ددې شورا دعدلي کميټي مسئول حاجي شمول زي دخپل خبرو پرمهال وويل په نادعلي ولسوالي کي درغلي او دخلګو دحق خوړل له اوس نه نه دى پيل سوي،شمولزي زياته کړه دکروندګرو هغه نومونه چي دنادعلي دټولنيزي شور ا دټولو غړو له لوري برآبر سوي وه او دزراعت رياست ته سپارل سوي وه تر راوتلو وروسته زياتي لاس وهني په کي سوي دي چي دشمولزي په خبره دکرهني درياست په شمول دشورا ځيني کسانو په کي لاس وهني کړي دي او دوی په دی درغلیو کی شامل دی

 شمولزي له دولت څخه غوښتنه وکړه چی اوسنی د نادعلی ولسوالی د ټولنیزی شورا ریس دی بدل شی 

 

خو دنادعلي ولسوالي دشورا مشر هلمندوال وايي زه دشورا نږدي دوه نوى کسانو انتخاب کړى يم او که چيري خلګ وغواړي نو زه يي ممانيعت نه کوم په هلمند کي دفوډزون يا حاصل خيزو سيمو پروسه تير کال پيل سوه او نږدي دوه ديرش زره کرونده کروته تخمونه او کمياوي سري په کي ورکول سوي او سږ کال هم دغه پروسي ته د  انګلستان او دامريکا متحده ايالاتو ترټولو زياتي پيسي ورکړي دي او نږدي ټولو ولسواليو کي بۀ څلويښت زره بزګرو ته کمياوي سري تخمونه او نيالګي ورکړي خو داځل يي دويش پرسر نه يوازي ددرغليو خبري راپورته سوي بلکي ددي پروسي دتخمونو اوسري دکيفيت په اړه ډير بزګرشکايت کوي دنادعلي ولسوالي يوتن اوسيدونکو دټولنيزي شورا غړى وايي اولس ميلونه ډالره ډيري پيسي خو تخمونو يي ددوي دکښتونو حاصلات راکم کړى دى

 

 

دنادعلي ولسوالي دټولنيزي شورا سره نه يوازي ځيني کسان دتخمونو ويش په سر ددرغليو ادعالري بلکي يو شمير کسان وايي په دي ولسوالي کي دانکشافي شورا له لوري چي  اکثره چاري يي دکليو دپراختيا او بيا رغوني له رياست سره شريکی  دي دزياتو ژورو څانګانو دکندولو پروسه هم روانه وه چي دوي بياهم دټولنيزي شورا پرريس هلمند وال باندي تورلګوي او وايي ددې په ځاى چي ژوري څاګاني وړيا خلګو ته وایستل شی  پرسر يي پيسي اخستل کيږي خو دنادعلي دټولنيزي او انکشافي شوراګانو دریسانو دغه خبری عبدالاحد هلمندوال نه مني وايي په تيرو دريو کلونو کي ددوي انکشافي شوراتوانيدلي ده چي تر زرو زياتي څاګاني خلګوته وبآسي هلمند وال ديو شمير کسانو هغه تور چي ګوالي دټاکنو دورځي دامنيت او دخلګو دهڅوني په خاطر چي داربکيو له پاره کومي پيسي وړاندي سوي، ده نه دی اخستي او داسي اسناديي رسنيو ته وښودله چي په کي داښودل کيد ه چي پيسي يي مستحقو کسانوته  رسولي دي ده وويل دوه يادري کسان پاته دي چي هروخت ده ته مراجعه وکړي نو خپلي پيسي به ترلاسه کړي

 

 په نادعلي کي دحاصل خيزو سيمو دتخمونو او کمياوي سرو ددرغلیو  په سر روان بحثونه دومره تاوده دي چي دځينو  راپورنو له مخي دهلمندوالي  محمد ګلاب منګل دتخمونو اوکمياوي سرو  دناسم کيفيت په خاطر هغه دري تنه قرارداديان چي ناسم تخمونه يي رانيولي وه دپولیسو له لوری نیول شوی او  په زندان کي دامهال شپی او ورځی تیروی

صفت الله زاهدی هلمند ‏

 

+ نوشته شده در  Sat 10 Oct 2009ساعت 4:35 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

په هلمند  كي د ولسمشري او ولايتي شوراګانود ټولټاكنودښه ترسره كيدلولپار لوبي پيل شولي

 

دهلمند ولايت د ورزش امر عصمت الله  مسلم وايي چي تيره ورځ يي دهلمند په ولايت كي د ولسمشري او ولايتي شوراګانود ټولټاكنو دښه ترسره كيدو په موخه يو ټورنامينټ په غاړه اچولي دي  دده په وينا چي دغه ټورنامينټ به  ۷۷ورځي دوام وه لري چي د هلمند ولايت ډيري  لوبغاړي به پكي  ګډون وكړي او هغوي به په دغو سياليو كي خپل لوبي ترسره كړي

دمسلم په وينا چي تيره ورځ د اريانااو بست  همدارنګه  داستقلال او ځوانانو ټيمونو ترمنځ لوبي ترسره شوي دي  چي چي  لوبي ۴  په  ۲  د بست په او ۴په ۳ د ځوانانوپه نفعه تمامي شوي دي  

دهلمندد ورزش امروايي:چي دغه سيالي يي د هيواد د خوښي په موخه په مخ اچولي دي د نوموړي په وينا چي  په دغو سياليو كي چي دوي مياشتي به دوام وكړي دهلمند د مركز لښكرګاه ښار۱۳ دالف دد فوټبال د لوبو ۵د پينګ پانګ او ۱۵ داندام د ښكلا ټيمونه به برخه پكي واخلي او دا لوبي به هره ورځ دوام وه لري

نوموړي وايي چي ددغو سياليو ټول مصارف دهلمند ولايت د مقام او د هلمند سپورټ د بدني روزني له لوري وركول كيږي

دورزش امروايي چي په نيژدي راتلونكو ورځو كي به دري تنه اسيايي سياليو ته واستوي چي د نړي ډيري هيوادونو ته به د لوبو لپاره ولاړ شي او خپلي سيالي به ترسره كړي

خوبل خوا ته يوشمير لوبغاړي وايي چي دوي ديوشمير ستونزو له امله نه شي كولاي چي په ليرو او پرتوسيموكي تمرين وكړي ددوي په وينا چي په مركز لښكرګاه ښار كي د تمرين لپاره لوبغالي نه لري.

دهلمند ولايت يو تن د بدن د ښكلا لوبغاړي وايي چي كه چيري دولت ورته د تمرين اوورزش زمينه مساعده كړي دده په ويناچي په هلمند كي به ځوانان د مخدره توكو څخه وژغورل شي

په هلمند كي په داورستيوكي افغان ځوان شكرالله  دبدن دښكلا په برخه كي په هيواد كي لمړي لقب خپل كړ ي دي تردي وړاند ي دهلمند ولايت يو بل ځوان هم د بايسكل ځغلولو په يوه سيالي كي هم دويم مقام خپل كړي وو

ديادوني وړده  چي دغه ټورنامينټ به هم تردوو مياشتو پوري دوام وكړي چي ډيري  لوبغاړي  به يي ښه مقامونه خپل كړي

صفت الله  زاهدي هلمند

 

   

+ نوشته شده در  Thu 8 Oct 2009ساعت 5:8 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
په امریکې کې یوه پینځه کلن ماشوم یوه داسي تمساح ووژله چې وزن یې ۳۷۰ کیلوګرامه وو.

د تکزاس ایالت اوسیدونکي سیمون هوګو  وایې چې دا تمساح یې هغه وخت په  چړې  ووژله چې په ده یې د برید خیال درلود .

د دغې  تمساح اوږدوالی دری  متره او شپږ سانتي متره ته رسیده او اوږدوالی یې هم دری متره او شپږ سانتي متره وو.

د کوچني هوګو پلار وایې چې زوی یې دوه کاله دمخه
هم یوه ورته تمساح چې اوږدوالی یې دوه متره ته رسیده د پخلنزي په چړې وژلي وه.

د دغه امریکایې ماشوم زړورتېا په ټولو امریکایې رسنیو کې غوغا جوړه کړه.

+ نوشته شده در  Tue 6 Oct 2009ساعت 7:19 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
د نورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کي  وروسته له هغه پوليسو او بهرنيو ځواکونو د وسلوالو طالبانو په وړاندي عمليات پيل کړه کله چي دري ورځي مخکي وسلوالو طالبانو دلته پر پوليسو او بهرنيو ځواکونو يو زورور وسلوال بريد وکړ چي بهرنيو او کورنيو ځواکونو ته يي مرګ ژوبله واړول .اوس دنوموړي ولايت چارواکو دا هم منلي ده چي و سلوالو طالبانو د نښتي پر مهال د کامديش امنيه قوماندان او ١٣  پوليس هم له ځان سره بيولي دي .
په نورستان کي امنتي چارواکي وايي چي اوس يي په کامديش کي نظامي عمليات پيل کړي دي چي تر دي مهاله يي تر شپيتو زيات وسلوال طالبان وژلي دي د نورستان دامنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال فاروق ويلي چې تراوسه په دې عملياتو کې دوى ته د ٢٧ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو او٤٠ نورو ټپيانو خبر ورکړل سوي دي  . سمونوال فاروق وايي چې په دې نظامي عملياتو کې افغان او بهرنيو ځواکونو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې ..
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې هکله معلومات نه دي وړاندي کړ
+ نوشته شده در  Tue 6 Oct 2009ساعت 7:17 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 مصر د الازهر پوهنتون ښونکي او د اسلامي نړۍ مخکښ مفتي شیخ  محمد تنتاوي  په قاهره کې د نجونو له یوه پوهنتون څخه د لیدو پر مهال ټولو نجونو ته دستور ورکړ چې  وروسته له نن څخه کولای شي په ښونځيو او پوهنتونونو کې  لوڅ مخ وګرځي او پرته له دې  چې یې خپل مخ له سترګو پرته په توره ټوټه پوښلی وي زدکړي وکړي.

دغه خبر نن د مصر المري الیوم ورځپاڼي د لومړي ځل لپاره خپور کړ.

تنتاوي ویلي چې په نقاب کې د ښځو له خوا د مخ پوښل په اسلام کې مجبوریت نه بلکه یوه عنعنه ده .

په مصر کې نجونو ته د حج او اوقافو د وزارت له خوا امر شوی وو چې له کوره دباندې حتی په ښونځیو کې هم حجاب واغوندي او مخونه په مخصوص نقاب کې پټ وساتي خو اوس د تنتاوي دغې وینا د نوموړي ملک د لوړو زدکړو وزارت دې  ته اړ ایستلی چې په ښونځیو او لوړو تحصیلي موسسو کې نجونې د نقاب د اغوستلو څخه را وګرځوي.

 

+ نوشته شده در  Tue 6 Oct 2009ساعت 7:8 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
د غلام سخي په نامه د کنړ ولایت یو اصلی اوسیدونکی وایې  چې له تیرو ۴۸ کلونو را پدې خوا یې د لړمانو خوراک ته مخه کړي او په دې موده کې یې شاوخوا ۲۵۰۰ زهردار لړمان ژوندي خوړلي دي.

دغه سړی اوس د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په ځدراڼ کلي کې اوسیږي.

نوموړي د بینوا ویب پاڼي له همکار سره په یوه ځانګړي مرکه کې وویل چې د زهرناکو لړمانو خوراک اوس د ده د دایمې خوړو یوه برخه ده او د لړمانو زهر په دې هیڅ راز منفي تاثیرات نه لري.

دغه سړی چې په یوه خیرنه کوډله کې ژوند کوي وایې چې دی اصلاً موټر چلونکی دی او له کوچني توب څخه د لړمانو په غوښه ګزاره کوي.

غلام سخي د بینوا ویب پاڼي ته وویل چې داسي ورځ هم شوي چې تر ۵۰ پوري لړمان یې د وچې ډوډې سره یو ځای نوش جان کړي دي.

نوموړي د بینوا ویب پاڼې د همکار په وړاندي  په شپږو دانو لړمانو ژبه وکړپوله او هغوي یې خپلې خیټې ته ور ښکته کړل.

دغه لړم خوړونکی سړی وایې چې په ټول ژوند کې یې ډاکټر ته مراجعه نه ده کړي او نه یې هم یوه ګولۍ خوړلي ده.

 

غلام سخي وایې کله چې لړم وخوري ژبه یې څه نا څه ترخه شي خو نور پرې هیڅ راز منفي تاثیر نه لري.

د چهاردرې ولسوالۍ دغه اوسیدونکی د خپلې سرګرمۍ لپاره کله نا کله د دوتار غږولو ته مخه کوي خو د دوتار په غږولو کې دومره مهارت نه لري لکه څومره یې چې د لړمانو په خوړلو کې لري.

 لړم خور غلام سخي

+ نوشته شده در  Tue 6 Oct 2009ساعت 7:3 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 
صفحه نخست
پروفایل مدیر وبلاگ
پست الکترونیک
آرشیو
عناوین مطالب وبلاگ
درباره وبلاگ
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی

دتليفون نمبر

0708373448 او یا هم

0088216---8441545سټلایټ نمبر

دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com

safatz@internews.af

او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي

صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد

نوشته های پیشین
آذر 1388
آبان 1388
مهر 1388
شهریور 1388
مرداد 1388
تیر 1388
خرداد 1388
اردیبهشت 1388
فروردین 1388
اسفند 1387
بهمن 1387
دی 1387
آذر 1387
آبان 1387
مهر 1387
شهریور 1387
مرداد 1387
تیر 1387
خرداد 1387
اردیبهشت 1387
فروردین 1387
اسفند 1386
بهمن 1386
دی 1386
آبان 1386
آرشیو موضوعی
انځورونه
شعرونه
لیکنی او نظرونه
خبرونه
لنډي كيسي
د نړی عجایبی او جالبی ټوټي
له دوستانو سره خوشحاله شيبي
تاريخ او ژوند
دپارلمان غړو نمبرونه
کمپیوټر پوهنه
اسلامی نری او نبوی احادیث
هلمند او هلمندیان
د تولنی ترجمانان څوك دي ؟
دپولیسو او پوځ رتبي
پیوندها
ګرمسير
ياهو
جي ميل
پژواك خبري اژانس
بينوا
وخت خبري اژانس
بي بي سي پښتو
ملالي جويا
تل افغان
بي بي سي ناظر
دجګري اوصلحي راپوروركولو انستيوت
طلوع تلويزيون
امريكاږغ ويب پاڼه
ښايست
هيله دافغان ښوو ځوانانو ويب لاګ
پيمان ملي ورح پانه
ځنځیر بلاګفا
ملل متحد
ټوکمار بلاګف
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

safatullah zahidi 333