![]() |
![]() |
|
| دهلمند خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي ويب پاڼه |
|
ويل کيږي چې د دغه دوه مرغيو انځورونه په اکراين کې د يو عکاس له خوا اخسيتل شوي چې په امريکا، اروپا کې يې په ميلونونو کسان ژړه ولي دي. عکاس دغه انځورونه په ډېره لوړه بيه په يوفرانسوي ورځپاڼه پلورلي وو چې د نوموړې ورځپاڼې په ميلونونو شمارې ددې عکس له برکته وپلورل شوې اول انځور: مرغۍ خپلې ناروغې محبوبې ته په مينه غذا راوړي او پالنه يې کوي
دوم انځور: کله يې چې بيا ورته غذا راوړه ګوري چې محبوبه يې بې سده پرته ده نو په وارخطايي سره يې ښوره وي چې حال يې معلوم کړي
دريم انځور: يو لحظه وروسته ګوري چې معشوقه يې مړه شوې نو په چېغو وهلو او ژړلو يې پيل وکړ
څلورم انځور: د خپل محبوب خوا او شاه ګرځي او چيغې وهې فرياد کوي
باور وکړۍ ددې عکسونو ليدل ډير سخت دي زړه پرې درديږي. زړه يې مه بوله تور کاڼې د صحرا دی |
|
+ نوشته شده در
Tue 17 Nov 2009ساعت 8:30 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
په برازیل کې د یوه خټګر خبر خپور شو چې په ترافیکي پیښه کې وژل شوی دی خو کله چې د هغه کورنۍ د جنازې مراسمو ته راغله ، که ګوري چې سړی ژوندی دی او ګرځي.
د ادیمیر جورج په نوم سړی چې ۵۹ کاله عمر یې دی د یکشنبې په ورځ یې د برازیل په جنوب کې د پارانا په نوم ښار کې د مرګ خبر خپور شو. په سبا یې د مړیو ورځ وه په دې ورځ په برازیل کې خلک هدیرو ته ځي. په سبا چې د جورج کورنۍ غوښتل چې د هدیرې ته ولاړه شي ګوري چې خپل مړی یې هم هلته ګرځي. کیسه داسې وه چې پولیسو سهوه کړې وه د جورج په څیر یو بل سړی په ترافیکي پیښه کې وژل شوی و او جورج په هغه شپه په کور نه و له خپلو ملګرو سره بهر په میله و. د دغه بل سړي پر جسد د جورج مور هم شک کړی و خو جامې یې د جورج په څېر وې او په ترافیکي پیښه کې یې څیره بدله شوې وه. |
|
+ نوشته شده در
Sat 14 Nov 2009ساعت 5:58 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|||
|
+ نوشته شده در
Sat 14 Nov 2009ساعت 5:58 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د ځانمرګو بريد كوونكو جوړونكي كس ووژل شو او ۳ تنه نور ونيول شول
په هلمند كي ميشتو ايساف ځواكونو په يوي خبرپاڼي كي ديوه تن د وژل كيدو او ۳ نورو د نيولو خبر وركړ ايساف ځواكونو په يوي وينا پاڼه كي ويلي دي چي وژل شوي كس انجينرعبدالمنان ووژل شو او دري نور ونيول شول په دي خبرپاڼه كي زيات شوي دي چي دغه بريد مركز لښكرګاه ښارته نيژدي د صافيانو په سيمه كي ايساف ځواكونو ترسره كړي دي خو په هلمند كي ځاي اوسيدونكي وايي : چي دغه نيول شوي او وژل شوي كس څلورسره واړه ملكي وګړي دي صفت الله زاهدي هلمند |
|
+ نوشته شده در
Thu 12 Nov 2009ساعت 9:23 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د بست ملكي روغتون يوه ډاكټرچي نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي وويل چي تيره ورځ ناوخته د ګرمسيرولسوالي پرلوي لاري د توپ له غونډي سره د وسلوالو طالبانو او دیو ایس پي ايي امنيتي كمپني ساتونكو له وسلوالو طالبانو سره دكمين په ترڅ كي ۵ تنه ددي كمپني ساتونكي ووژل شول دده په وينا چي د ۴ تنو جسدونه يي راوړي او ديوه جسد لادركه دي وسلوال طالبان وايي چي په دي سيمه كي يي ۸ تنه ددي كورني شركت ساتونكي وژلي او وصلي يي له ځانه سره وړي دي د هلمند ولايت امنيتي ځواكونو تراوسه پوري څه نه دي ويلي مسعود سيلاب هلمند |
|
+ نوشته شده در
Thu 12 Nov 2009ساعت 3:2 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د هلمند ولايت د والي وياند محمد داود احمدي وايي چي دغه دوه تنه تيره روځ ناوخته د هلمند ولايت د ناوي ولسوالي د هزاراسپ په سيمه كي ووژل شول
دده په وينا چي نوموړي وژل شوي دوه تنه د ناوي ولسوالي د ټولنزي شورا مرستيال عبدالله او يو تن د دي شورا داقتصادي كميټي غړي ملا محمد انور د نامعلومو وسلوالو طالبانو له لوري ووژل شو
احمدي وايي چي د پيښي په اړه په سيمه كي پلټني رواني دي ديادوني وړده چي څو اوني وړاندي ددي شوار ريس هم د نامعلومووسلوالو له لو ري ووژل شو ددغي پيښي پړه تراوسه پوري كومي ډلي پخپل غاړه نه ده اخيستي صفت الله زاهدي هلمند |
|
+ نوشته شده در
Wed 11 Nov 2009ساعت 6:38 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
د هلمند ولايت د والي وياند محمد داود احمدي وايي چي دغه دوه تنه تيره روځ ناوخته د هلمند ولايت د ناوي ولسوالي د هزاراسپ په سيمه كي ووژل شول دده په وينا چي نوموړي وژل شوي دوه تنه د ناوي ولسوالي د ټولنزي شورا مرستيال عبدالله او يو تن د دي شورا داقتصادي كميټي غړي ملا محمد انور د نامعلومو وسلوالو طالبانو له لوري ووژل شو احمدي وايي چي د پيښي په اړه په سيمه كي پلټني رواني دي ديادوني وړده چي څو اوني وړاندي ددي شوار ريس هم د نامعلومووسلوالو له لو ري ووژل شو ددغي پيښي پړه تراوسه پوري كومي ډلي پخپل غاړه نه ده اخيستي صفت الله زاهدي هلمند |
|
+ نوشته شده در
Wed 11 Nov 2009ساعت 6:36 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
په هلمند كي ۹ تنه ملكي وګړي ووژل شول
پنج شنبه تيره شپه د هلمند ولايت د باباجي په سيمه كي دايساف ځواكونو ديوه توغندي بريد له امله ۹ تنه ملكي وګړي وژل شوي او يو بل تن ژوبل شوي دي ځاي اوسيدونكي وايي چي دوي د جوارو د حاصلاتو د تريشل يا په ميده كولو بوخت وه چي ديوي توغندي له امله دغه ۹ سره تنه ووژل شول خو په هلمند كي دميشتو بريتانوي سرتيرو وياند ډرك وايي چي تيره شپه دوي په ياده سيمه كي ۸ تنه وسلوال طالبان وژلي دي ددوي په وينا چي دغه سيمه كي يادو طالبانو ځمكني ماينونه ښخول چي ددوي له لوري ووژل شول هغه د ملكي وګړو وژل رد كړل خو ځاي اوسيدونكي او قومي مشران دغه خبري په كلكه ردوي دايادوني وړده چي څو مياشتي وړاندي هم ورته پيښه دنادعلي ولسوالي كي رامنځ ته شوي وه چي پكي ۶ تنه ملكي وګړي وژل شوي وه صفت الله زاهدي هلمند |
|
+ نوشته شده در
Thu 5 Nov 2009ساعت 6:37 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
په هلمند كي ۱۴۹ كيلو ګرامه ترياك له يوه تن سره ونيول شول دهلمند امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد وايي چي تيره ورځ امريكايي سمندري ځواكونو د ناوي ولسوالي د شورشورك په سيمه كي د كورنو د پلټلو پرمهال په يوه كوركي ۱۴۹ كيلو ګرامه ترياك له سلګونومرميو ،سي صدو سيبر كلاشنكوف او له يوه تن مضنون ګل اغا سره يو ځاي نيولي دي دده په وينا چي د كورونو د تلاشي پرمهال بهرنيو ځواكونو ته كوم زيان نه دي اوښتي صفت الله زاهدي هلمند |
|
+ نوشته شده در
Sat 24 Oct 2009ساعت 6:48 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
صفحه نخست پروفایل مدیر وبلاگ پست الکترونیک آرشیو عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی
دتليفون نمبر 0708373448 او یا هم 0088216---8441545سټلایټ نمبر دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com safatz@internews.af او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد |
|
RSS
|