تبليغاتX
گرمسیر
دصفت الله (ذاهدی) خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي خپرونه

 
اولــه : كلـمـهْ طـيبـه


لااِلـهَ اِلااللهُ مـُحَمّـَدٌ رَّسُـولُ اللهِ
له خداى تعالى نه پرته بل دعبادت وړ (معبود) نشته محمدeدالله  رسو ل دى .

دوهــمه : د شـهادت كلــمـه


اَشهـَدُ اَنَ لا الـهَ الا اللهُ وَحـدَهُ لاشَـرِيكَ لَـهُ وَاَشهـَدُ اَنَ مُـحَـمَّداًعَـبدُه و َرَسـُولـُه
ژباړه : زه شاهدي وركوم چې دالله نه پرته بل خداى دعبادت وړ نشته هغه يو دى سيال نه لري، اوداشاهدي وركوم چې محمد e يي بنده او رسول دى.
دريــمـه : د تـمجــيد كلــمــه


سُبحَانَ اللهِ وَالـحَمدُللهِ وَلا اِلَهَ اِلااللهُ وَاللهُ اَكبَر وَلاحَولَ وَلا قُوَّۍ اِلا بِاللهِ العَلي العَظِيم
ژباړه : خداى  پاك دى ستاينې هغه لره دي له خدايه پرته دعبادت وړ بل ذات نشته ، خداى  لوى دى له ګناوو دساتنې اود نيكو كارونو دكولو توفيق يواځې هغه وركوي هغه دلويي او شوكت څښتن دى .
څــلـورمـه : دتـوحيـد كلـمـه
لااِلَهَ اِلااللهُ وَحدَهُ لاشَرِيكَ لَهُ، لَهُ المُلكُ وَلَهُ الـحَمدُ يُحيِى وَيُمِيتُ وهو حيّ ٌ لا يَمُوتُ اَبداً اَبداً ذُوالجَلالِ وَالاكرَامِ بِيَدِهِ الـخَير وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيءٍ قَدِير .
له خدايه پرته دعبادت وړ بل ذات نشته ، سيال نه لري پاچاهي اوستاينې هغه لره دي، ژوندي كول اومړه كول يې په واك كې دي ، تل ترتله به ژوندى وي، دعزت اوشوكت څښتن دى او ښېګڼه يې په واك كې ده ، په هرڅه قادر دى .
پنـځـمـه كلـمـه : د استـغـفا ر كلـمـه


اَستَغفِرُاللهَ رَبِّي مِن كُلِّ ذَنبٍ اَذنَبتُهُ عَمَداً اَوخَطاً سِرّاً اَوعَلانِيَۍ وَاَتُوبُ الَيهِ مِنَ الذَّنبِ الذِي اَعلَمُ وَمِنَّ الذَّنبِ الذِّي لا اعَلَمُ اِنَّكَ اَنتَ عَلّامُ الغُيُوبِ وَسَتَّارُ العُيُوبِ وغَفََّارُ الذُّنوُبِ وَلاحَولَ وَلاقُوَّۍ اِلا بِاللهِ العَلّىِ العَظِيم .
ژباړه : زه له هغه ذاته بښنه غواړم چې زما خداى دى، له هرې هغې ګنا څخه چې په قصداويا مې په هېره سره كړې وي ، دهغه په درباركې له هرې ګناڅخه چې ماته معلومه وي اويا نه وې توبه باسم
په تحقيق سره خدايه ! په پټو رازونو خبر يې ! دعيبونو پټوونكى، دګناوو بښونكى يې ! له ګناڅخه دساتنې اوښوكارونودكولو توفيق يواځې ته وركوې! په تحقيق سره دلويي اوشوكت څښتن يې !

شپــږمــه : لـه كفـره دبـې زارۍ كلـمـه


اَللـَّهُمَّ اِنِّي اَعُـوذُبِكَ مِنَ اَن اُشرِكَ بِكَ شَياً وَاَنَا اَعلَمُ بِهِ وَاَستَغـفِرُبِكَ لِما لا اَعلَمُ بِهِ تُبـتُ عَنـهُ وَتـَبراتُ مِنَ الكُـفرِ وَالـشِركِ وَالكَـذِبِ وَالغِـيبَۍ وَالبـِدعَـۍ وَالنَمِـيمَۍ وَ الفَـواحِشِ وَالبُهـتَانِ وَالـمعاصِي كُلِّهَا وَاَسلَمتُ وَاَقُـولُ لا اِلَهَ الِلاالله مُـحَمَّـدٌ رَّسُـولُ اللهِ
خدايه ! زه پرتا پنا غواړم له دې څخه چې له تاسره بل څه سيال وګڼم اوزه پرې پوهيږي اوله هغه شرك څخه چې پرې نه پوهيږم خدايه تاته توبه باسم له هر كفر، شرك، درواغو، غيبت ، بدت، چغل خوري، سپكوسپورو، تور لګولو اوټولو ګناوو څخه، اوماايمان راوړى اووايم چې : له خداى تعالى نه پرته بل دعبادت وړ (معبود) نشته محمدeدالله  رسو ل دى .

 
+ نوشته شده در  Sat 9 May 2009ساعت 2:18 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
     

ادريس احمد   

الله تعالی فرمائی: (يا ايها الذين امنوا اجتنبو کثيراً من الظن ان بعض الظن اثم ولا تجسسو ولا يغتب بعضکم بعضا ايجب احدکم ان يا کل لحم اخيه ميتاً فکرهتموه. واتقوا الله ان الله تواب رحيم)
قران کريم د يو بل پسې د غېبت کولو نه منع فرمائيلې ده اصل کې د اسلام تعليماتو کې زيات زور په دې باندې ورکړی شويدي چې مسلمان په خپلو کې ډېر ښائسته ژوندون تيروی او په خپلو کې د دوی محبت او د اخوت رشتې قائمې وي هم دی صورت کې په مخ د زمکه باندې يو ښائسته معاشره قائميدی شی چې کوم کې هر يو انسان د راحت او اطمينان ژوند به تيروی دې د پاره قران حيکم د بل مسلمان غيبت کولو ته يو ناکاره فعل وايي او وې فرمائيل چې تاسو کې څوک داسې شته چې دخپل مړ ورور غوښې خوړل ئې خوښ وي. او وې فرمائيل الله پاک نه وويريږئ يعنې د غيبت کولو نه ځان وساتئ.
د تهمت او غيبت فرق:
حديث شريف کې راځی چې يو ځل خلقو پوښتنه وکړه، يا رسول الله صلی الله عليه وسلم غيبت څه ته وائی انحضرت صلی الله عليه وسلم و فرمائيل چې ته د خپل يو مسلمان ورور د داسې خبرې ذکر کوې چې هغه ته بده ښکاره کيږي نو هغوی وفرمائيل که چيرې دا خبره په هغه کې وي نو بيا؟ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمائيل هم دې ته غيبت وائی ورنه بيا خو تهمت دی.
حديث مبارک دی چې حضرت سلمان (رض) يو سفر کې د دوؤ سړو سره په خدمت کې وو يو ځل حضرتسلمان (رض) اوده شو او قافله ترينه مخکې لاړه او يو ځاې کې پړاو واچولونو هغه دوه کسانو چې وکتل چې حضرت سلمان (رض) نشته نو دې داره هغه کار چې حضرت سلمان (رض) په کولو هغوی پخپله کولو نو ډيرې غصې نه يې حضرت سلمان (رض) پسې ډېرې خبرې وکړې لږ ساعت پس حضرت سلمان (رض) راورسيدلو نو هغوی ورته د غصې نه ووئيل چې لاړه شه او انحضرت صلی الله عليه وسلم نه مونږ لپاره سان راوړه نو دوی تشريف يوړو او نبی کريم صلی الله عليه وسلم ته يې عرض وکړو چې زما ملګری سالن غواړی نو انحضرت صلی الله عليه و سلم و فرمائيل چې هغه په سالن څه کوي هغو خوسان واخستو حضرت سلمان (رض) واپس شو او هم هغه رنګې ورته ووئيل چنانچې هغوی پخپله د نبی کريم صلی لله عليه وسلم په خدمت کې حاضر شول او وې وئيل چې مونږ خو سالن نه دی اخستی نو هغوی و فرمائيل چې تاسو د سلمان غوښې سالن وخوړلو ځکه چې تاسو د هغه غيبت وکړو او فرمائی چې هغه وختې د سوره حجرات دا مذکوره ايتونه نازل شو. غيبت کول ګناه کبيره ده دې لپاره مسلمان ته پکار دی چې هغه دې د دې لعنت نه ځان بچ کړی يو روايت کې راغلی دی چا چې د يو مسلمان پرده پوشی وکړه نو الله پاک به دهغه کس د قيامت په ورځ پرده پوشی وکړی.
 
+ نوشته شده در  Sun 14 Sep 2008ساعت 11:49 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
     

شمشاد شينواری   

 
عن انس بن مالک رضی الله عنه ان رجلاقال: يا رسول الله صلی الله عليه وسلم متی الساعه؟ قال رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلک و ما اعددت لها؟
قال: ما اعددت لهاالا انی اجب الله ورسوله.
قال انت مع من احببت.
قال انس رضی الله تعالی عنه.
فمارايت المسلمين فرحوابشيئی بعد الاسلام فرحهم بها.
(رواه الخاری و المسلم)
د حديث ترجمه:
له حضرت انس (رض) څه روايت دی چې په تحقيق سره يو سړی وويل چې:
ای رسول الله (ص) قيامت کله او څه وخت دی؟
آنحضرت (ص) ورته وفرمايل: ستا له حال نه تعجب کوم څه تياری دی ورته نيولی ده.
نوموړی سړی وويل: کومه تياری مې پرته لدينه چه پاک خدای (ج) او د هغه پيغمبر (ص) سره مينه لرم نه ده نيولی.
آنحضرت (ص) وفرمائل: ته د قيامت په ورځ له هغو کسانو سره يې چې مينه ورسره لري.
حضرت انس (رض) وائي: هيڅکله می مسلمانان وروسته له اسلام نه په بل شی دومره خوشحاله نه وليدلی لکه د دې خبری په اورېدلو سره.
دغه راز د حضرت ابوهريره رضی الله عنه روايت دی.
چې فرمائي: حضرت رسول اکرم (ص) فرمايلی دی.
په تحقيق سره الله تبارک و تعالی د قيامت په ورځ فرمائي:
(( چېرته دي هغه کسان چې خاص زما د رضا د حاصلولو په خاطر ئې يو له بله سره مينه کوله.
په خپل عظمت او جلال باندې قسم يادوم چې  نن او په داسې ورځ کې چې زما د رحمت له سيوری کښې ځای ورکوم)).
 
د پورتنی مبارک حديث د معنی توضيح:
له هغه ځايه چې ټول اصحاب کرام رضوان الله تعالی عليهم اجمعين د پاک الله (ج) د ديدار مشتاق وو. او څرګنده خبره ده چې په دي دنيا کې د الله (ج) ديدار د چا نصيب کيدای نه شي. نو ځکه نوموړی سړی د قيامت د ورځې په هکله او دا چې دا ورځ به کله راځي له آنحضرت محمد (ص) نه تبوس وکړ - تر څو د خدای (ج) په فضل او کرم سره ئې ديدار نصيب شی.
عن ابی هريره رضی الله تعالی عنه قال: قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: ان الله تعالی يقول يوم القيامة:
اين المتحابون؟ بجلالی اليوم اظلهم فی ظلی يوم لاظل الا ظلی.
((رواه مسلم))
د پورتني حديث فوائد:
١. دنيا په حقيقت کې فانی او د آخرت لپاره پل دی.
٢. مؤمن انسان په جنت کې د الله (ج) په ديدار باندی راضی او خوشحاله کېږي.
٣. جنت ته داخليدل په حقيقت کې د پاک خدای (ج) په رضا پورې اړه لري.
٤. له دوهم حديث نه د مسلمانانو تر منځ د مينې او محبت د درلودلو اهميت په څرګند ډول معلومېږي. په تېره بيا چې دغه مينه او محبت يوازې د الله تعالی (ج) د رضا په خاطر وي. نه د دنيوي مقاصدو او مادي اهدافو د رسېدو په مقصد
 
+ نوشته شده در  Sun 14 Sep 2008ساعت 11:38 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
د سود خور بده پايله وګوری      

انجنير حمدالله شاکری   

نن سبا خو سود خوری اورشوت دومره ډيرشوی چه  ځنی  کسان خويی   ګناه هم نه بولی اونه هم  پری شرميږی
سود خونن ورځ وينی چه رسما ً اوپرډاګه اعلانيږی .
ځنوخلکوشپه او ورځ  پرسر اخيستی  چه په هره لاره  چه وی  خپله ګيډه  ډکه کړی هغه که حرام وی هم خير  خوچه په يوشکل مالدار شی او د دنيا عيش نوش وکړی .
که د دنيا ژوند بقا لرلی  بيا به هم يوڅه وای  هسی هم له ټولو نه پاتی کيددونکی ده  اوآخر په يی دا خوږ مال هم خپلوخپلوانو ته پاتی شی او دی به يواځی د قبر په لوری وکوچيږی .
دسود خوری  د سختی ګناه په اړه قرآنی او نبوی ارشادات  وګوری :
الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىَ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُون (البقرة۲۷۵ ).
هغه کسان چه خوری سود (له خلکو) نه پاڅيږی دوی (دقيامت په ورځ کی ) مګر (پاڅيږی داسی ) لکه چه پاڅيږی هغه څوک چه حواس يی خراب کړی وی شيطان له (خپله ) اثره  ، سبب دادی چه سود ته به هغوی تجارت ويلو ( دجواز له رويه ) حال دا چه الله تعالی تجارت حلال کړی او اوسود يی حرام کړی دی  نوچه چاته دالله (ج) پند ورسيدلو ، اوهغه منع شو نو (ددی حکم نه مخکی ) هغه چه کوم څه اخيستی هغه دده دی اودهغه معامله الله تعالی ته حواله ده ، اوچه څوک ددی نه ورسته هم سود اخلی نو داسی خلک دوزخيان دی هغوی به هميشه په دوزخ کی اوسيږی .
نبی ارشادات :
لَعَنَ رَسُول اللهِ صَلي اللهُ عليهِ وَسَلَم َ اكِل الّربواوَمُوكِله وَكاَ تِبه وَشَاهِدَيه وَقَال هُم سَوآءُ ُ  (مسلم ).
رسول الله صلی الله عليه وسلم دسودخوړونکی ،ورکوونکی ،ليکوونکی اوشاهدانوته لعنت واستاوه ،اويی فرمايل چه دوی ټول په اصل دګناه کی سره برابردی .
اَلربوا سَبعُونَ جُزءًا أَيسَرُهَا أَن يَنكحَ الرَّجُلُ أُمَّه  (ابن ماجه بيهقی) .
دسودګناه اويا برخی لری آسانه برخه يی دومره ده  لکه څوک چه  دخپلی مورسره نکاح اوبدکاروکړی .
أُتِيتُ لَيلَةً اُسيریَ بِی عَلی قَومٍ بُطُونُهُم كَالبُيُوتِ فِيهَا الحَيَّاتُ تُر'ی مِن خَاِرجِ بُطُونِهِم فَقُلتُ مَن هوءُلَآءِ يَاجِبرِيلُ ؟ قَالَ هوءُلَآءِ لَآءِ اَكَلَةُ الّرِبوا. (احمد ابن ماجه ).
دمعراج په شپه يی زه يوه قوم ته وروستلم چه ګيډی  يی دخونو په شان  لويی لويی  ښکاريدلی اوپردغه ګيدوکی دباندی لخوا ماران ښکاريدل  دجبريل نه می پوښتنه وکړه  چه داڅوک دی ؟ ده وويل  دا سود خواره دی .
اِذَااَقرَضَ الّرَجُلُ الّرَجُلَ فَلاَيَأخُذهَدِيَّةً (بخاري )
کله چه يوسړی بل ته  پور ورکوی  نو دپوروړی  سوغات دی  نه قبلوی .
+ نوشته شده در  Sun 14 Sep 2008ساعت 11:36 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

عبدالله شاه ‌ژوندون   

له انس بن مالک رض ځخه روا يت د‌ه چې :  يوه ورځ انحضرت صلی الله عليه وسلم په جومات کې ناست ‌ؤ ناڅاپه يو اعرابي جومات ته راننوت او په انحضرت  صلی الله عليه وسلم يې سلام وکړ انحضرت صلی الله عليه وسلم ځواب ورکړ او تپوس يې ترينه وکړ چې له کومه راغلی يې؟  په ځواب کې يې ورته وويل چې له لري ځايه راغلی يم  او ستا له حضور نه  ځو پوښتنې لرم او دهغو ځواب در ځخه غــــــو اړم  انحضرت ص ورته وويل کينه تر ځو ځواب در درکړم.

نوموړي  خپلي پوښتني داسي پيل کړې:

س: غواړم له وفاداره خلکو ځخه واوسم؟
ځ: حضرت ص وفرمائل  له خدای ج ځخه وو يريږه.
س:غواړم له مخليصانو ځخه ‌و اوسم؟
ځ: شپه او ورځ قرا ن ولوله.
س: غواړم هميشه مي زړه روښانه وي؟
ځ: مرګ مه هيروه.
س: غواړم له دښمن ځخه راته زيا ن ونه رسيږی؟
ځ: په لوی خدای ج باندې توکل وکړه.
س: غواړم هميشه د خدای ج په رحمت کې واوسم؟
ځ: دخدای ج له بنده ګانو سره نيک خواله وکړه.
س: غواړم د خلکو په سترګو کې خوار ونه اوسم؟
ځ: هميشه پرهيزګار اوسه.
س: غواړم عمرمي زيات وي؟
ځ: صلحه رحم اوسه.
س: غواړم رزق می پراخ شي؟
ځ:  هميشه په اوداسه باندی اوسه.
س: غواړم ددوزخ په اور با ندي ونه سوځم؟
ځ: خپله ژبه او ستر ګي وساته.
س: غواړم پوه شم ګناهونه په ځه باندي تويږي؟
ځ: په ‌ډيره عاجزي او تضرع باندی توبه اوباسه.
س: غواړم په خلکو کې درنه بڼه ولرم؟
ځ: له چا ځخه  ځه مه غواړه
س: غواړم د عزت ژوند وکړم؟
ځ:  دچا بې عزتي مه کوه.
س: غوا ړم په قبر کي اوسأ واوسم؟
ځ: د «تبارک» سورة ډير لوله.
س: غواړم د ډير دولت خاوند شم؟
ځ: هره شپه د« الواقعه» مبارکه سورة لوله.
س: غواړم د قيامت په ورځ په امن کې واوسم؟
ځ: د ما ښا م او ماخوستن د لما نځه تر منځ د خدای ج ‌‌ذکر کوه.
س: غوا ړم د لمانځه په وخت کي خدای ج حاضر ووينم؟
ځ: د اوداسه په وخت کې ‌ډير دقت کوه.
س: غواړم د خدای ج له خاصو بنده ګانو ځخه واوسم؟
ځ: رښتنولی او صداقت په خپلو کړنو کې عدت وګرځوه
س: غواړم په خپله عملنامه کې ګناه ونه لرم؟
‌ځ: له مور او پلار سره نيکي کوه.
س: غواړم د قبر له عزاب ځخه په امن کې واوسم
ځ: خپلې جامي پاکې وساته.
+ نوشته شده در  Sun 14 Sep 2008ساعت 11:33 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

بسم الله الرحمن الرحيم


انس (رض) وايي : لس کاله مې د رسول الله صلى الله عليه وسلم  خدمت وکړ، په الله قسم؛چې ماته يې د (اف) په اندازه رټونکې خبره نه ده کړې او په هېڅ کار کې راته نه نه دى ويلې،چې؛ ولې دې داسې وکړ؟ ياولى دې داسې ونه کړ؟راه مسلم اودهمده په روايت کې راغلې دي چې:((وينځې به د پېغمبر(ص) لاس ونيوه اوهرچېرته يې غوښتل ځان سره يې بوولو اوکه چابه ورسره روغبړ وکړ نو خپل لاس به يې دهغه په لاس کېښود ، ترهغه به يې خپل لاس نه پرېښودلو چې سړي په خپله خپل لاس پرېښوده،اوترهغه به يې دسړي څخه مخ نه آړوه  چې سړي به ترى مخ و ګرځاوه،اوهېڅ کله داسې نه دى ليدل شوى چې خپلې ښپې يې دخپل همناستي په لور غزولي وي .
عاېشه رضي الله عنها وايي :  (( داسې نه دى شوى چې دالله پېغمبر(ص) ته ددوو شيانو دانتخاب اختيار ورکړشوى وي،مګرداچې؛اسانه کاربه يې په کې غوره کاوه خو په دې شرط چې به ګناه نه وه،خوکه به ګناه وه نو بيابه ترټولو ترې ډېرلرې و،اودخپل ځان انتقام ېي نه دى آخيستى،مګر دالله(ج) دحکم دپېمالېدوانتقام به ېي آخيسته.
دالله(ج) پېغمبر (ص)پخپل لاس هېڅوک نه دى وهلى، نه يې ښځه وهلې اونه يې خدمت ګار،[نه يې ماشوم]خودالله (ج) په لاره کې يې جهاد کړى .
(( له انس بن مالک(رض) نه روايت دى چې زه دپېغمبرr سره روان وم،اوله بدن نه يې يو پڼداوزيږ څادر راتاوکړى و، چې ديواعرابي سره مخ شو،اعرابي دڅادر له يوې څنډې څخه کلک راونيو اوداسې کلک ټکان يې ورته ورکړ چې دسرو تغمو نښې ما دهغه پر مبارک اورمېږ وليده او ورته يې وويل:اى محمده (ص) ! امروکړه چې دالله(ج)  له مال نه راته څه شى راکړل شي! پېغمبر (ص)  ورته وکتل،وې خندل  او امر يې وکړ چې ورسره مرسته  وشي .
له عاېشې نه روايت دى :(( الله(ج)نرم چلند والا اومهربانه دى ، اونرم چلند اومهرباني خوښوي اودنرمۍ اومهربانۍ په بدل کې هغه څه ورکوي چې په سختدلۍ اوپه زړه کراړي نه ورکوي )). مسلم .

په بل روايت کې داسې راځي :
(( داجوته خبره ده چې نرمي اومهرباني چې په هرشى کې  وي نوښکلا وربښي ، اوچې په هرڅه کې نرمي  اومهرباني نه وي هغه بدرنګه اوبدشکله کوي )).
له جرېر(رض)نه روايت دى چې رسول الله(ص) فرمايلي دي :
(( يقيناً چې الله کوم شيان د نرمۍ اومهربانۍ په بدل کې ورکوي دکمعقلۍ اوحماقت  په بدل کې نه ورکوي )).
کله چې الله(ج) له کوم بنده سره دوستي وکړي ، نو نرم خوى ورته ورکوي، اوهره کورنۍ چې له نرم چلنۍ اوله متقابلې مهربانۍ څخه  محرومه شوه؛له ټولو ښيگڼو څخه محرومه بى برخې ده.الطبراني .
له عاېشې  رضي الله عنها نه پوښتنه وشوه :دالله پېغمبر(ص)  په خپل کورکې څۀ بوختيا لرله؟
هغې وويل:((په کورکې دخپلې کورنۍ په خدمت کې بوخت و،اوکله چې به دلمانځه وخت شواودس به يې وکړلمانځه ته به راووت.
انس وايې:دالله پېغمبر(ص) ترټولوخلکو دلوړې اخلاقي کچې خاوندو.زما يو تي خور ورور چې نوم يې ابا عمېرو، يوه ناروغه چڼچڼه چې نوم يې نغير وهم ورسره و،د الله(ج) پېغمبر (ص) به ورسره خوږلني ( خوش طبيعتي)کوله اوورته ويل  به يې:ابا عمېره نغيرڅه وکړ؟ ))

د پېغمبر(ص) ددرنوخويونويوڅو بېلګې:
د الله (ج)د پېغمبر(ص) په اخلاقوکې دامشهوره ده چې سخي و په هېڅ شي کې يې هېڅ کله هېڅ ډول بـخل يې نه دى کړى، زړور وه له حقې وينااوحق کارڅخه هېڅ کله په شاشوى نه دى،عادل ودفېصلې په کولوکې يې هېڅکله ظلم نه دى کړى ، دخپل ژوند په ټولوپړاوونوکې پوره ريـښتينى اوامانتکارواوالله تعالى مسلمانانوته امرکړى چې په پل يې پل کېږدي اوپه عطرينه شمائلو،اوصفاتو سره يې ځانونه خوږبويه اوسينګارکړى.
الله(ج) فرمايلي:((اِنَکَ لَعَلَى خُلُق عَظِيم))يقينا ته په ډېرو لوړو اخلاقو برابريې
قاضي عياض ويلې دي:پېغمبر(ص) ترټولو خلکو ښائسته و، ترټولو خلکو سخي و، ترټولوخلکوډېرزړور و يوه شپه ناڅاپه غږ وشو دمدينې ټول خلک ورږدېدل، ځېنې خلک دآواز په لور وخوځېدل دوى لا نه و ورسېدلي؛چې رسول الله(ص) داوازله ځايه په داسې حال کې بېرته راستون شوى و خبره يې معلومه کړې وه دابوطلحه په لغړ اس باندې سپورتوره په غاړه ځوړنده اوپرخلکويې غږ کاوه چې پام!ونه ډارشئ!
حضرت علي کرم الله وجهه وايي:(( کله چې به جنګ زور ونيوه اوسترګې به مو دجنګ له هېبته سرې شوې،درسول الله(ص) خواته شاته مو ځان پټاوه،اوددښمنانو بريدليکوته ترټولو نږدې و).
جابر بن عبد الله وايي:رسول الله(ص) دغوښتنې په ځواب کې نه،نه دي ويلې.بي بي خديجه رضي الله عنها رسول الله (ص)وويل: انک تحمل الکل وتکسب المعدوم وتعين على نوائب الحق )).
(( يقيناً چې ته داړمنواړتيا پوره کوې،هغه کارونه ترسره کوئ چې نورخلک ورسره نا آشنا دي اودحق پالو سره مرسته کوې)).
[ اويازره درهمه روپۍ ورته راوړل شوې، ټولې يې پرپوزي کېښودلې اوداسې يې ووېشلوچې هېڅ سوالګر ترې نا امېده نه دى تللى تردې چې روپۍ خلاصې شوې .
يوکس ورته راغى اوڅه يې ترى وغوښته،ده ورته وويل: اوس خو څه راسره نه شته،پوروړى دې شوم که څه لاس ته راغله دربه يې کړم.حضرت عمرورته وويل: په هغه څه الله (ج)نه يې مکلف کړى چې توان يې نه لرې!داخبره پرپېغمبر(ص)ښه ونه لګېده،دانصارو يوه سړي ورته وويل:اى د الله(ج) پېغمبره(ص)! لګوه اومصرف کوه!مه ډارېږه!دعرش خاوندلږ نه درکوي،درسول الله (ص) پر[مبارکو]شونډو مسکاخوره شوه،اودخوشحالۍ نښې يې پرمخ راوځلېدې اووې ويل:د همدې خبرې په پلي کولوراته امرشوى.
د الله (ج) پېغمبر(ص) به دخپلو ملګرو سره مينه کوله اوځان به يې ترې نه ګوښه کاوه دهرقوم مشر به يې نازوه، اودمشرپه توګه به يې پرخپل قوم و ټاکه)).
((،پرته له دې چې چاته ټنډه تروه کړي يابدخويې ته لاس پورې کړي،له خلکونه به يې ځان خوندي کاوه اوتل دځان دفاع ته چمتوو)).
((دخپلوملګروله حاله به يې ځان خبراوه،دمجلس هرغړي ته به يې وخت ورکاوه،اوهريوه به داسې انګېرله چې دى ترټولو دالله پرپېغمبر(ص) ډېرګران دى)).
څوک چې به ورسره کښېناست  يابه يې خپله اړتياوروړاندې کړه،دزغم توصيه به يې ورته کوله، اوترهغه به ورسره کښېناست چې په خپله خوښه به ترې بېرته ولاړ)).
چاچې به ترې سوال وکړ نه به يې نا امېده کاوه، اوکه څۀ به ورسره نه ونوپه پسته اوخوږه خبره به يې رخصتاوه)).
ددومره پراخې حوصلې اودرانه خوي خاوندو چې ټولو خلکو به ترې گټه پورته کوله، دپه خپلوملګروکې پلارغوندې و، اودحق پرځاى دده په وړاندې ټول يوشان و.
پېغمبر(ص) به همېشه خوښ ښکارېده، طبيعت يې ازاد اوخوى يې نرم و نه بدويونکى او غوسه ناک و،نه چېغې وهونکې، بدويونکى، پړه آچوونکى او ستايونکى نه و، څه شى چې به يې نه خوښېده ځان بۀ يې پرى ناګاره کړ، اوهېڅوک ترې نه نا امېده کېده )).
بي بي عاېشه رضي الله عنها وايي: ترپېغمبر(ص) هېچا ښه خوى نه درلوده،داسې نه دى شوى چې ملګري اودکورغړي ورته غږکړى وي او دى نه وي ويلى چې:((هرخدمت ته تياريم)).
جريد بن عبدالله(رض) وايي:له هغه وخت راهسې چې زه مسلمان شوى يم رسول الله(ص) ځان رانه نه دى پټ کړى،اوزه چې يې ليدلى يم هرومره يې پرشونډومسکاخوره شوې ده.
خپلوملګرو سره به يې ټوکې کولې، ناسته ولاړه اوراشه درشه يې ورسره کوله،ماشومان به يې لوبول اوپه غېږ کې به يې رانيول))
دآزاد، غلام، وينځې، اوبېچاره بلنې ته بۀ ورتلو اودمدينې لرې ځاى کې دناروغ پوښتنې ته ورتله اوچاچې به ورته  عذر وړاندې کړه دهغه عذربه يې منلو)).
حضرت انس (رض) وايي: داسې نه دى شوى چې رسول الله(ص) سره چاپټه خبره کړى وي او د الله (ج) پېغمبر(ص) ترې خپل سر لرې کړى وي، ترهغه چې راز ويونکى په خپل سرنه لرې کاوه.
داسې هم نه دى شوى چې رسول الله(ص) ته چالاس ورکړى وي، اودى له هغه مخکې  لاس ايله کړي وي.
اوڅوک چې په ورسره مخامخ کېده دى به په سلام اچولوکې ترى مخکې کېده اوپه روغبړ کولو کې به ېي اول دى لاس وړاندې کاوه.داسې هم نه دى ليدل شوى چې دخپلو ملګرو په مخ کې يې ښپې غزولې وي اوپه هغوى باندې يې ځاى تنګ کړى وي. هرڅوک چې به ورکره راغى درناوى به يې کاوه خپل څادر به يې ورته هواروه اوخپل بالخت به يې اېښوده چې پرې کښني،اوکه له کښېناستلو څخه انکار وکړ نودى به دهغه په کښېنولو ټېنګارکاوه چې پربالخت کېني.
دخپلوملګرو يې دعزت لپاره به يې کنيه نومونه پرې اېښودل اوپه غوره اوپه زړه پورې نومونو باندې به يې رابلل.
دهېچاخبره به يې په نيمايې کې نه پرې کوله،خوکه ورانه خبره به چاوکړه، يابه يې ورباندې خبره بندوله اويابه له مجلسه تله.
((له حضرت انس (رض) نه روايت دى چې : چاچې به د الله(ج)پېغمبر(ص) ته هديه راوړله نو بيا به يې وويل: دغه هديه پلانۍ ښځې ته يوسئ چې دخديجې ملګرې وه اوخديجه ورسره مينه لرله )).
له عاېشې رضي الله عنها نه روايت شوى دى چې : (( دهېڅ يوې ښځې په مقابل کې ماته دومره غېرت نه دى راولاړشوى لکه چې دخدېجې په مقابل کې راولاړشوى اوداځکه چې مابه له رسول الله(ص) نه دهغې زياته ستاينه اورېدله کله چې به يې پسه ذبح کوله نو بيابه يې دهغې ملګرو ته ډالۍ کوله، اوخوريې يو ورځ کورته دراننوتو اجازه وغوښتله رسول الله(ص) يې په ډېر خوښۍ سره ښه راغلاست ته ورغى.
يو ورځ يوه ښځه راغله، پېغمبر(ص)په ورين تندي ورسره ستړي مشي وکړه اودحال احوال څخه يې پوښتنه وکړه، کله چې ښځه  ووتله پېغمبر(ص) وويل: خديجه چې ژوندۍ وه دازمونږ کره راتلله اويقيناً وفاداري او دژمنې ترسره کول دايمان يوه نښه ده)).
دخپلوانو سره يې خپلولي ټينګوله پرته له دې چې پرغوره اوبهتره کسانو ورته لوړمنصب ورکړي.
ابي قتادة وايي: (( کله چې دنجاشي له خوا جرګېزه ډله راغله، پېغمبر(ص) په خپله دهغوى خدمت ته مټې راونغاړلې، ملګرو يې ورته وويل: ستا پرځاى يې مونږ خدمت کوو.پېغمبر(ص) ورته وويل: دوى زمونږ دملګروعزت اودرناوى کړى دامې خوښ دى چى بدله يې ورپوره کړم .
حضرت ابي امامة وايي: رسول الله r  په خپلې امساتکيه وهلې  وه ، اومونږ ته راووت ، اومونږ ورته ودرېدلو. هغه وويل:عجميانو په څېرمه درېږئ هغوى چې ديوبل درناوۍ کوي دريږي،او ويې ويل:زه بنده يم دبنده په څېر خورم. اودبنده په څېر کښېنم )).
اوخاکساريې دومره زياته وه چې پرخره سورېده، اوبل کس به يې هم له ځان سره سپروه، دبېچاره ګانو پوښتنه به يې کوله، دفقيرانو سره يې ناسته ولاړه کوله، دخپلوملګرو سره ګډ ګرځېده ، او دمجلس په خالي څنډه کې  کېناسته.
 حج ته دتلو پرمهال درسول الله (ص)  پرآسپې باندې يوزوړ زين و، اودزين له پاسه داسې يوټوټه پرته وه چې څلور روپۍ يې قيمت و او ويل به يې:الهي !دداسې قبول شوي حج توفيق درنه غواړم چې دځان ښودنه اودخلکو خبرېدل په کې هدف نه وي.
دمکې دسترې سوبې پرمهال اسلامي لښکر سره په داسې حال کې ورننوت چې سرمبارک يې داسې ځوړند نيولى ووچې تابه وويل چې اوس به له اس  نه راپريوځي  اوپه دې سره يې الله تعالى ته خپله خاکساري ښودله.
چوپتيا يې ډېره اوږده وه ، له حاجت نه پرته نه غږېده چاچې به بې ځايه خبره وکړه مخ به يې ترې بله خوا را وګرځاوه.
پوره خندايې مسکاوه ، خبرې يې بېلې بېلې وې، نه ډېرې اوږدې اوبې ځايه وې، اونه لنډې اوبې مفهوم وې.
دملګروخندا هم دده په خواکې له مسکا نه تجاوز نه کاوه، اودده دعزت درناوى تابعداري لپاره وه.
مجلس يې دعقلي  کړنلارې ، ښېګڼو او دامانتونو مجلس و،له اندازې لوړى خبرې پکې هم نه کيده ، دچاپت به پکې نه لوټيده ،کله چې به غږېده دمجلس دمجلس ټولو افراد به داسې سرونه ټيټه کړل اوداسې به چبپ شول ، لکه چې مرغان پرې ناست وي.
دتګ په وخت کې به يې پوره قدمونه اوچتول ، دتګ نه يې داسې معلومېده چې نه ستومانه دى اونه لټ.
ابي حاله ويلي دي: په څلورو شيانو کې به رسول الله(ص)  چپ وو: بردبارى ( حلم ) دځان ژغورنې او احتياط په وخت کې، دکارونو دسمون لپاره، دسوچ اوانديخنې لپاره حضرت بي بي عاېشې رضي الله عنها ويلي دي : دالله پېغمبر(ص) داسې غږېده چې اورېدونکي به دشوي خبرې دکليماتو په شمېر کې نه غلطېده.
پاکې اوخوږبويي يې ډېره خوښوله اوډېره به يې استعمالوله .
په داسې حال کې چې بې شمېره دنيا ورته راتلله، اوپرله پسې فتحې يې ترلاسه کولې خوددنيا يې مخ واړوه اوپه داسې حال کې وفات شوچې دخپلې کورنۍ داړتياوو دپوره کولو لپاره يې زغره ديهودي سرګرو.

 

محمدنصير   

+ نوشته شده در  Tue 2 Sep 2008ساعت 11:57 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 

ګرانو مسلمانو وروڼو اوخوندو !
داسلام دمقدس دين هر اصل ته که سړی ښه ځيرشی  دومره ګټی حکمتونه به پکی وی چه په ليکلو يی کتابونه  ډکيږی .
داسلامی شريعت عملی کول به يواځی ټولنی ته  امن ،سکون ،خوشحالی ،متقابل احترام ،يوپربل ظلم نه کول ،صداقت  وی ، رشوت ،غلا ،بی حيايی ،خيانت به نه وی .
داچه نن  ځنی کسان  څه يی چه په مخ ورځی مخ نه ور څخه اړوی  دا دوی خپله بی غرتی ،بی ننګی دخدای (ج) ،قرآن او پيغمبر(ص) سره بی وفايی ده . د دوی بداعمال هيڅ کله هم د اسلام ترجومانی نه شی کولای .
اوس به راشو دمسلمانی بی بی صيفاتو ته :

۱- ستر - دځان ستر (حجاب) ته مو ډير پام کوی ځکه داسلام دستر انقلاب ېو آساسی جز د جاهلېت د دوران وحشت او بی حېا ېو له منځه وړل ؤ .
قرآنکريم مسلمانوبيبيانو ته داسی  لاښونه کوی :
 وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ.....  (النور۳۱ ).
ژباړه :   او ووايه (ای محمده ص ) ايماندارو ښځو ته  چه پټی کړی (له نامحرموڅخه ) سترګی خپلی او ښه ټينګ دی وساتی ځای د حيا سترونه (دمحرماتوپه مقابل کی ) اونه دی ښکاروی زينت ښايست (اوځای د ښايست خپل ) مګر هغه چه ښکاريږی له (دغه ښايست څخه په وخت د کسب کار کی ) او ښايی چه وادی چوی ټکری خپل پر ګريوانو(سينه يا ټټر ) .
نر او ښځی  به خپل نظر له نامحرموڅخه ساتی  ښځه  به خپل ستر ته پوره پام کوی  ټکری به  پر سينه او غاړه تاووی تر څو يی  تی   ښکاره نه شی .
داچه ستر کومه اندازه  په کومو شرايطو  ډير وضاحت ته ضرورت لری دلته نه ځايږی .


۲- دخاوند(ميړه ) اطاعت کول :
مسلمانه بی بی به دخپل خاوند اطاعت کوی او دقدر په سترګه به ورته ګوری  ځکه چه دمسلمانی بی بی لپاره خپل خاوند دژوند مهربانه ملګری ، تګيه ګاه اود زړه سکون او تسل دی .
داسلام دسترپيغمبر ارشادات  مسلمانی بی بی ته :
دابی هريره (رض) روايت دی چه  رسول صلی الله عليه وسلم فرمايی :
لاَ يَحِلُّ  لِامرَأةٍ اَن تَصُوم َ وَزَوجُهاَ شاَهِدُُُ ُ اِلا َّ بِاِذنِه  وَ لاَ تَاذَنَ فِی بَيتِه اِلاَ بِاِذنه  (متفق عليه ) .
دهيڅ ښځی لپاره روا نه دی چه د خپل ميړه په موجوديت کی دهغه داجازی پرته (نفلی ) روژه  ونيسی ،اونه دا جايز دی چه دخاوند داجازی بغير دهغه کورته د داخليدلو لپاره بل  چاته اجازه ورکړی . اوبل حديث شريف کی دی د ميړه داجازه بغير دی له کوره نه وځی .
همدارنګه د ابوعلی طلق بن علی (رض) نه روايت دی چه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايی:
اِذاَ دَعَا اَ لرَّ جُلُ زَوجَتَه  لِحاجَتِه  فَلتَاتِه وَ اِن كاَنَت عَلی التَّنُّور ( تَرمذي ،نساءيی ).
کله چه خاوند خپله ښځه د خواهش پوره کولو  لپاره را وغواړی  نوهغه لره راتلل پکار دی  اګر که دتنور (ډوډی پخولو په کار مصروفه وی ).
د رسول صلی الله عليه وسلم وينا ده : ښځه چی کله پنځه وخته لمونځ اداکړی ،دخپلی حيا ساتنه وکړی او د خپل ميړه اطاعت کوونکی وی ، نو هغه چی جنت ته په کومه دروازه غواړی داخله دی شی

۳- دحيا ساتنه :
مسلمانه بی بی به له حده ډير دغه ټکی ته  هميشه فکرمنه وی .
- د خپلی ابرو او پاک لمنتوب د ساتنی خيال ساتی ځکه که دميړه په زړه کی داسی کوم شک پيداشی ، نوبيا دښځی يوه نيکی اطاعت او خدمت هم ميړه د ځان په لور مايل کولای نشی .
که خدای (ج) مه کړه يوځلی پر چا تور داغ ولګيږی  نوبيا د ژوند خوند آبرو او غزت هرڅه له منځه ځی

پدی اړه قرآنکريم  دالمؤمنون  په سورت کی د شيږو صيفاتو لرونکو ته د کاميابی زيری ورکړی .
۱- هغه کسان چه دوی په لمونځوخپلو کی عاجزی کوونکی  ويرودوونکی وی (له الله ج  نه ).
۲- هغه کسان چه دوی  له بدو خبرو او بدو کارو څخه مخ اړونکی دی .
۳- هغه کسان چه دوی د زکوة  ادا کوونکی دی .
۴- هغه کسان چه دوی دحيا ځايونو ساتونکی دی .
۵- هغه کسان چه دوی د امانت او وعدو رعايت کوونکی دی .
۶- هغه کسان چه دوی دلمونځو ساتوونکی وی  (پنځه واړه لمونځونه پرخپل وخت ادا کوی ).
د رسول صلی الله عليه وسلم وينا ده : ښځه چی کله پنځه وخته لمونځ اداکړی ،دخپلی حيا ساتنه وکړی او د خپل ميړه اطاعت کوونکی وی ، نو هغه چی جنت ته په کومه دروازه غواړی داخله دی شی .

۴- دخاونددکورسامان ساتنه :
مسلمانه بی بی به د خپل خاونددکور سامان  ساتنه کوی  له واده نه ورسته د مېړه کور خپل کور وګڼی ،ځکه مېړه ټوله ورځ ستاسو د اړتېا وو لپاره ورک وی داسی نه چه هغه يی کور ته راوړی او تاسی يی له کوره باسی .
دقرېشو دښځو په ستاېنه کی نبی کرېم   صلی الله عليه وسلم فرمايی:دقرېشو ښځی څومره ښی ښځی دی ،پراولاد ډېری مهربانه دی اود مېړه دکور ډېری غوره ساتونکی دی (بخاری) .

۵- داولاد روزنه :
اولاد دخدای (ج) ستر نعمت وګنی  اوشکر وباسی چه تاسی ته يی دخپل بنده د روزنی او پالنی وخت درکړ او دغه اولاد به ستا جاينشين شی .
د اولاد په تعليم او تربيه کی د زری قدری غفلت هم ستاسو  د دنيا او آخرت ذلت او رسوايی ده ځکه مات لاس غاړی ته ځی .
اولاد ډير وخت د مور ترڅارنی لاندی  وی په تيره بيا چه پلار يی مسافروی  .
ترهرڅه مخکی خپل اولاد په پوره دينی زده کړه او دينداری  عادت کړی  ځکه يواځی مسلمان او تقوی واله اولاد دمور اوپلار حقوق ښه پيږنی  او دموراوپلار خدمت به په پوره اخلاص وکړی .

۶- نظافت او پاکی : 
د ښکلا ،ښاېست ،پاکوالی اونظافت پوره خېال ساتی ،چه پاکوالی د ژوند مهم رازدی ،او په دلاره کی دزری قدر غفلت او ټمبلی هم پکار نه ده ،که خدای مکړه ېوځل دخلکو در فکر شو چی کور ،خواړه ېا اولاد مو نا پاکه وی نو بېا که ورسته ډېر کوښښ هم وکړی دځان ،مېړه او کورنی عزت به مو مخکی په سند وړی وی نو پاکی ته ډېر پام کوی ،ځای  خپل مېړه ته سنګاروی داسی نه چه مېړه ته مو د فقری جامی اغوندی او بېرون  چه د خپلوانو کره ځی نوښه ځان سنګاروی .

نورهم ډير ټکی دی ولی ضروری  يی دلته بيان شول .
نور مو په لوی او متعال خدای (ج) سپارم  کاميابه  اوسی

انجنير حمدالله شاکری   

+ نوشته شده در  Tue 2 Sep 2008ساعت 11:57 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 

مسلمانه وروره اومسلمانی خوری!
دا وصيتنامه دشيخ احمد(چه درسول اکرم صلی الله عليه وسلم دروضی مبارکی او دحرم شريف د کنجيانو ساتونکی دی)  دنړئ  دټولو  مسلمانانو  لپاره دی.
شيخ احمد وايي چه: شپه دمحمد مصطفی صلی الله عليه سلم په حرم شريف کښی د قرآن پاک په تلاوت بوخت وم چه خوب را باندی غلبه وکړه او په خوب کښی می خوږ نبی صلی الله عليه وسلم وليدل چه راته فرمايی:زماامتيانوته اووايه چه په همدی هفته کښی څلويښت زره کسان ددنيا نه بی ايمانه لاړل او دجاهليت په مرگ مړه شول، ښځی دخپلو دخاوندانواطاعت نه کوی،نرانو ته خپل بدن اوزيبائی بغير دستراو حجابه ښکاره کوی اودخاوندانو داجازت او خبرولونه بغيردکورونونه بهراوځی. مالداران ذکات نه ورکوی، دحج فريضه نه ادا کوی اوزما امتيان يوبل دبديو او منکراتو څخه نه منع کوی.
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: خلکو ته اووايه چه: دقيامت ورځ ډير نږدی دی اوپه آسمان کښی به يوه ستورئ ظاهره شی چه ټولو خلکو ته به په وضاحت سره ښکاری، لمربه ځمکی ته نږدی شی، دآسمانونودروازی به وتړلی شی، قرآن پاک به دځمکی څخه ټول کړلئ شی اوآسمان ته به انتقال شی چه دهغی نه وروسته به د هيچا هم توبه نه قبليری.
شيخ احمد وايی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا وفرمايل: که چا دا وصيت نامه دمسلمانانو په منځ کښی خپره کړه نوزه به ئی په قيامت کښی شفاعت وکړم ،خير او برکت به ئی په نصيب شی اوپه رزق کښی به ئی پراختيا پيدا شی. خوکه څوک ددی نه خبر شی او ورته اهميت ورنکړی نو ډيرسخت گناه به ورته په غاړه شی، اوهم که څوک ددی وصيت نامی نه خبرشی او دمسلمانانو په منځ کښی ئی خپره نکړی او خلک خبر نکړی  نو دالله جل جلاله درحمته څخه به محرومه شی ځکه خو رسول الله صلی الله عليه وسلم ځما څخه وغوښتل چه خلک خبر کړم چه دالله تعالی جل جلاله څخه د گناهونو معافی وغواړئ او دخپلو د اعمالو په اصلاح کولو کښی کوششونه وکړئ.


څومره بد بخته به وی هغه انسانان چه دځان په تباهئ کښی خپل د دښمن(شيطان) سره مرسته کوی.
څومره بد بخته به وی هغه انسانان چه شيطان خپل دښمن گڼی خو بيا هم ورسره په يوه لاره ځی.
څومره بدبخته به وی هغه انسانان چه دڅو ورځو محدود ژوند د آرامتيا دپاره خپل دابدی ژوند دآرامتيا څخه تيريږی.
ای مسلمانانواوس هم ناوخته نده توبه وکړئ، دالله "ج" څخه دګناهونو معافی وغواړئ اوپه آخرت کښی دآرامتيا او کاميابی اسباب، د تلونه مخکی وليږئ. دروژی مبارکه مياشت ددی نيک هدف دترسره کولو لپاره ډيره ښه موقعه ده اوداسی يوه  ښه موقعه بيا بيا نه راځی اوبيا زمونږ دعمرونو ضمانت چاکړئ چه مونږبه ترراتلونکی روژی مبارکی مياشتی پوری  ژوندی يو اوکه نه؟

گرانودوستانو! داوصيتنامه، نوې وصيتنامه نه ده اوپخواهم خپره شوې خو ديادوني لپاره او ددې لپاره چي دروژې دمبارکي مياشتي څخه په لوړه کچه نيکه استفاده وکړو ، راته ښه ښکاره شوه چي يو ځل بيا يې هم خپلوگرانوهيوادوالو ته وړاندي کړم.
والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
ستاسوورورسليمان شاه صوفی زاده ، ستاسودنيکودعاگانوپه هيله.

صوفي زاده

+ نوشته شده در  Tue 2 Sep 2008ساعت 11:56 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 قاضي محمدحسن حقيار

ددين داحکامو زده کړه په هر مسلمان نارينه وي او که ښځينه يو شان فرض ده . الله جل جلاله دواړه ډلې مکلفې کړې دي چې ددين هغه ضروري احکام چې په ورځني ژوند کې  ورته اړتيا پېښېږي ياد او زده کړي. کوم آياتونه او احاديث چې دعلم په فرضيت دلالت کوي ټول ددې خبرې دليل او ددې دعوې  ثبوت دي   او هر څوک چې په کوم ديني حکم نه پوهېږي او بيا هم پرې  ځان نه پوهوي يا په دې هکله ځانته شرم او ننګ دروي نو دا ګنهګار دى، ځکه چې  الله جل جلاله خپلو بنده ګانو ته امر کوي چې (فاسئلوا اهل الذکر ...) يعنې دپوهې له خاوندانو څخه وپوښتئ که چېرې تاسې نه پوهېږئ، نو دالله جل جلاله ددې حکم او دا ډول نورو اوامرو پر اساس دديني مسايلو زده کړه په هر نارينه او ښځينه فرض ده او په هر مسلمان لازم ده چې په دې هکله هېڅ شرم او ننګ ونه کړي. يعنې دديني مسايلو په زده کړه کې شرم او عار ته هېڅ  ځاى نشته دى او که څوک په اسلام کې لږه مطالعه هم ولري او په ځانګړي ډول که چا احاديث او فقه لوستې  وي نو هغه په دې پوهېږي چې ددين په زده کړه کې شرم نشته دفقهې  او حديثو معتبر  کتابونه له داسې مسايلو ډک دي او داسې مسايل په کې په خورا مفصل ډول تشريح شوي دي چې ښايي ځينې به يې ځانته شرم بولي که دداسې مسايلو يادول شرم وي او يا دداسې مسايلو ليکل ياروښانول له اخلاقو سره سمون ونه لري نو زموږ ددين امامانوبه هيڅکله هم نه ليکل او نه به يې لوستل .که دداسې مسايلو يادول يا رانقلول  شرم وي نو نارينه و صحابه و او ښځينه و صحابه و او په ځآنګړي ډول امهات المومنين ( رض )

او په خپله رسول اکرم صلى الله عليه وسلم به نه بيانولى او نه به يې په مفصل ډول ددې مسايلو روايت کاوه . 

په خپله درسول الله صلى الله عليه وسلم او دهغه صلى الله عليه وسلم دمبارکو صحابه و  دحيا  دبېلګې  له راوړلو څخه  دانسانيت تاريخ بلکل عاجز دى نو آيا ددې مسايلو په يادولو او بيانولو نغوذ بالله من ذالک دهغوى په هکله حتى دبې حيايۍ تصور هم کېدلى شي ؟ ايا هغوى نعوذ بالله من ذالک القول بې حيا وو؟
ايا زموږ دحيا قوه ترهغوى  ډېره ده ؟ نه هېڅکله هم نه. نو بيا دې زموږ مسلمان وروڼه او خويندې ميندې درسول الله صلى الله عليه وسلم، امهات المؤمنين، نورو جليل القدره صحابه و او تابعينو په پل پل کېږدي او دديني مسايلو په زده کړه کې دې هېڅ شرم نه محسوسوي. اسلام پوښتنه کول عيب نه بولي خو ناپوهي عيب بولي او داسلامي شريعت په تطبيق کې هم په اسلامي ټولنه کې دناپوهۍ عذر ته اعتبار نه ورکول کېږي زموږ ډېرې دينداره خويندې ميندې او وروڼه همدې غلط احساس له دين څخه پردي کړي دي او د  جها  لت او ناپوهۍ په زولنو کې يې ګير کړ ېدي . له بده مرغه چې د بې سوادۍ او ناپوهۍ دبلا وزرې خو زموږ په ټولنه کې تر بلې هرې ټولنې زياتې خپرې دي او په ځانګړي ډول په اوسني وخت کې خو زموږ دټولنې با سواده او لوستوالې ښځې  سلنه کې هم نه راځي او بيا له دې سره چې ددين په احکامو  کې دحيا او شرم خيال هم له دې بد مرغۍ سره يو ځاى شي نو خبره بلکل خرابه او له بد  هم بدتره شي .
الله (جل جلاله) چې يو انسان د يو کار په ترسره کولو مکلف کړى  دي يا يې دکوم کار له کولو منع کړى دى نو ددې مسئلې دشرعي حيثيت زده کول يې هم پرې فرض  کړي دي او ددې مسئلې بيانول او يادول بيا نه يواځې دا چې شرم او حيا نه ده ، بلکې فرض او لازم دي  ځکه چې موږه مسلمانان يو ، دژوند هرې برخې او هر کار لپاره مو حدود او چوکاټ اسلام ټاکي همدارنګه دهغو مسايلو حدود او چوکاټ هم اسلام ږدي چې بيانول يې لازم نه دي يا په بل عبارت  دا به هم راته اسلام وايي چې په فلانۍ مسئله کې له دې زيات تفصيل او بيان په کار نه دى. که څوک يې بيا هم تفصيل   يا اوږدېدل غواړي نو هغه سړى  بې شرمه او ګنهګار دى .
اسلام په خپله دشرم او حيا دين دى حيا دايمان ((نيمه)) برخه ده  او بې حيا انسان له نيم ايمان څخه بې برخې او محروم دى ،رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي  (( کله چې حيا نه درځي نو څه دې چې زړه غواړي کوه يې )).
پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم ډېر حياناک شخصيت و خو لکه چې دمخه مو وويل ددين زده کړه يا بل چاته يې ورښودل هغه چې اسلام يې دزده کړې او بل ته دښودلو اجازه کړې وي لکه    جنسي مسايل، حيض، نفاس... دا که هر څومره چاته دشرم خبره ښکاري خو يادول يې بې حيايي نه ده ، بلکې پخپل  ذات کې عبادت دى .
ددې لپاره  چې داطمنان او تسکين ډيوه مو لاروښانه شوي وي نو ښه به داوي چې دهغو مسايلو او رواياتو څو نمونې دلته رايادې کړو چې په اصطلاح  خلک يې دشرم او حيا مسايل ګڼي   .
پخپله رسول الله (صلى الله عليه وسلم) چې کوم احکام خپل امت ته بيانوي نو هدف يې دادى چې امت يې دا مسايل زده کړي او عمل پرې وکړي .                  
صحابه و  او  ان امهات المومنين رض چې په محمدي سېڅلې مدرسه کې څه زده کړي دي نو پرته له دې چې له ځان څخه په کې څه کمښت او ډېرښت راولي په ډېره امانتدارۍ  سره يې امت ته بيان کړي چې نه يې په کې شرم احساس کړى دى او نه يې په کې ننګ کړى دى او ددې مسايلو له بيان څخه  ددوى اساسي هدف دادى چې هغه فرضيت يا وجوب چې نورو ته ددې مسايلو دښودلو په هکله  ددوى پر غاړه پروت دى ساقط شي او هم نور مسلمانان داديني مسايل چې دوى پخپله دشارع  (ج ) يا شارح ( ص)  نه زده کړي دي نورو ته وښيي او که خداى مه کړه دوى ددې احکامو په روايت او بيان کې شرم محسوس کړى و نو نن به موږ ددې مسايلو له احکامو څخه نه خبرېدو. 
که حضرت عايشې رض يا درسول الله دمبارک حريم نورو بيبيانو  درسول الله ص دغسل طريقه موږ ته نه واى بيا ن کړې  او ځانته يې شرم ګڼلى واى نو نن به موږ دشرعي غسل طريقه له چاياده کړې وه ؟
ام سلمه رض روايت کوي چې ام سليم رض درسول الله ص حضور ته راغلله او عرض يې وکړ چې يارسول الله،  الله ج دحق په ويلو کې شرم نه کوي  آيا په ښځه کله چې احتلام ورته پېښ شي ( شيطان يې وغولوي) غسل شته ؟ رسو ل الله  (ص) ورته وفرمايل چې هو کله چې اوبه (مني) وويني ...
په پورتنيو الفاظو کې په محمدي مدرسه کې روزل شوې صحابيه په زغرده رسول الله ص ته وايي چې ددين په يادولو او په حق وينا کې شرم نشته او رسول الله ص هم ددې موضوع په پوښتنې سره ونه رټله او نه يې پرې دبې حيا نوم کېښود .
حضرت عايشه رض روايت کوي چې ما او رسول الله به په يوه تشناب کې يو ځاى او له يوه لوښي څخه  غسل کاوه تر دې چې رسول الله به داوبو په لګولو کې په ما چالاکي کوله نو ما به ورته وويل چې ((د عالي .. ))  يعنې:  ماته اوبه پرېږده ماته اوبه پرېږده .
ددې مسئلې دبيان په وخت کې چې په روژه کې په ښکلولو او په غېږ کې نيولو روژه نه ماتېږي ام سلمه روايت کو ي چې زه به رسول الله ص ښکلولم او هغه به روژه و ..(متفق عليه)
حضرت عايشه رض روايت کو ي چې درافعه  ښځه راغلله او رسول ص ته يې  عرض وکړ چې زه رفاعه طلاقه کړم او له هغه  وروسته مې له عبدالرحمن ابن زبير قرظي سره واده وکړ او له هغه سره دټوټې دڅنډې په څېر شى دى (تناسلى اله يې دټوټې په څېر نرمه او مړاوې ده) رسول الله ص ورته وفرمايل چې شايد ته به بېرته رفاعه غواړې؟ نه تر دې چې  هغه ستا عسل وڅکي او ته دهغې عسل وڅکي)
يعنې تر دې چې عبدالرحمن ستا له خوږو څخه  خوند وانه خلي او ته دهغه له خوږو څخه خوند وانه خلې يعنې جنسي اړيکې ونه نيسئ  نو ته بېرته رفاعه ته تللى نه شې .
په موطا کې وايي چې ددې ښځې نوم تميمه وو او د وهب لور وه .

حضرت ميمونه رض درسول الله دغسل دجريان حکايت کوي او دا حديث امام زيلعي او ټولو صحاح الستة  روايت کړى دى .
حضرت انس بن مالک رض روايت کو ي چې (( رسول الله به په يوه شپه کې په ټولو بيبيانو ګرځېده ( له ټولو سره به يې جماع کوله) او ده په دې وخت کې نهه ښځې درلودلې.))
او بخاري کې وايي چې بيا په يې له دې ټولو  څخه  يو غسل کاوه .
حضرت عايشه رض روايت کو ي چې کله رسول الله وفات کېده نو سر يې زما دسينې او غاړې ترمنځ اېښى و تر دې چې دخولې لاړې يې زما دخولې له لاړو سره يو ځاى شوې .
ډېر مفسرين  ،محدثين او ددين ائمه  په دې نظر دي چې درسول الله ( ص) لخوا ځانته دښځو په ډېر والي کې دهغوى ص ستر هدف او حکمت داو چې ددين په رسولو کې ورسره مرسته وکړي . درسول الله ص دسيرت هغه  برخه خو به چې نورو صحابه وليدله  يا اورېدله  او دهغوى ص هغه اعمال  او  کړنې چې هغوى پرې خبرېدل نو دا خو به صحابه وو رض روايت کړي وو مګر هغه مسايل به څنګه شوي وو چې ددوى له نظر نه پناه وو او درسول الله ص له خپلې سکه بي بي  پرته دبل چا پوهېدل يا خبرول پرې ممکن نه وو ؟  اکثره کورني احکام  چې  په کورنۍ فقهې  پورې اړه نيسي  درسول الله (ص) مېرمنو روايت کړي دي او  رسول الله ص دهمدې مسايلو دخورا ښه تشريح   لپاره ډېر  ودونه کړل  او ډېرې مېرمنې يې په دې اړه د ځان ملګرې کړلې .
په بخاري او مسلم کې له حضرت عايشې رض څخه روايت دى چې رسول الله ص فرمايي : ((عشر من الفطرة ...))  يعنى  :((لس فطري سنت دي...)) چې حضرت عايشه رض په کې دنارينه لپاره حلق العانه (دنامه لاندې د مخصوص غړي خرييل ) هم يادوي .

+ نوشته شده در  Tue 2 Sep 2008ساعت 11:54 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

لکه څنګه چی دنړې په ټول مسلمانانو د پاک خدای جل جلا له عـــــبادت فرض شـــــوې دی او هر انسان چې ځان مسلمان ګڼې دی هغې په اداکول مکلف دې همـــــــــــداډول بیـا د روژې مــبارک میاشت چې په کال کی یوځل راځی په خاصه ډول رحمــــــتونه عـــبا دتونو او فضـــــیلتو نو میاشت ګنـــل شوې دې ده او داسلام پنځه بناوی چې لوړې یې کلمه دویمه لمونځ دریمه روژه څلولومه زکات او پنځه یې حج دې. روژه هم داسلام ددغه پنځه بناوو په دریم رکن کی ځای لرې که چیرې هـــر مسلمان له دغه پنځه بــــناووله یوه رکن څخه سرغـــړونه وکړې د هغه اسلامیت نمیګړی دې.
نواوس له هرانسان څخه په ژوندانه کې سهوه خطا، کوچنې او یا ستره ګناه کیږی د یوې دیوې واقعې روژې په نیولو د بدواعما لو څخه دتوبې په کولو او پاک خدای جل جلا له ددوې تیره هرډول سهوه ، خطا او ګناه ته بخښنه کوې لکه څنګه چې په حدیث شریف کی محمد صلی الله علیه وسلم چې الله تعالی فرمایلی دی چې روژه خاص زمالپاره دی او فقـــــط زه یې جزااومکافات ورکوم داچی روژه دپاک خدای جل جلا له لخوا په هــر مسلمان فرض کړې شوې ده په ریښتیا چې هم دروژې په فرضیت کې ډیر حکمتونه شته دبیلګې په توګه لکه څنکه چې دهرانسان په لاس کې پنځه ګوتې برابر نه دې همداډول په ټولنیزو برخوکې هم ددوې ترمنــــــــــــــــــــــځ ډول ډول توپیر ونه شـــــته هــــــــــــــغه داچې څوک تورڅوک سپین څوک جګ څوک ټیټ او څوک غریب او څوک شــــــتمن خو الله جل جلا له فرمایی چې هغه (چې الله تعالی فرمایې چې روژه خاص زمالپاره ده او فقــــــط زه یې جزا او مکافات ورکوم داچې روژه دپاک خدای جل جلاله لخوا په هــــــر یــــــــــــــــــو مسلــــــــــــــــمان فرض کړی شـــــــــــــــــــــــوی دی) څوک غوره دی چې رښتینی پرهــــــیز ګاردنیک او صالح اعمالو درلودونکی وې نو راځې چې په ریښــــــتینی عـــــــــــــبادت نیک او صالح اعمالو ځانونه سمبال کړو ترڅو دپاک الله جل جلا له د غوره کسانو په کتار کې ومــــــــــــنل شو.
روژه که له یوی خوا داســــــــلام د پنځه بنـــــــــاوو یو روکـــــــــن شمیرل کـــــــــــــــــیږی له بله پلوه د طــــــــب له نظره روژه د انسان روغتیا ته هم ګټه رسوی او بل داچی انسان په ژوند کی دتندی او لوږی سره مقابلی ته چمتو والی پیداکوې او هم په عملې ډول تنده او لوږه په خپل ځان کی انګــــــــــــیرې نو په دې اړوند دهـــــــرتـــــــــــــږې اووږې په وړاندې په زړه کې ترحم او په بشپړه توګــــــــــــــــه یې دانسان دوستې پالنـــې ا حســــــــاس په زړه کې پیداکــــــــــیږ   ې اوهم په ځانګړې توګه روژه د نفـــــــــس پاکوالې هم دې څرنګه چې خوراک، څښاک، جماع دروژې آدب ګڼل شـــــوې دې ددې ترڅنګ هــــــــــر روژه لرونکې په دی ژمن دې چې دسترګو روژه یعـــــــــنې نامحرموته کتل د ژبې روژه یعـــــــنې درواغ ویل اودنورو غیبت کول او حتــــــا دټولو ناوړو اعمالو څخه باید ځان وساتې ترڅو په دی ډول وشې کولې ځان دواقعې روژه لرونکو په کتارکې ودروې او د الله تعالـــــــــــــــــــــی درحمـــــــــــــــت، مغـفــــــــــرت او د دوزخ داور څخه دخلاصون له مرحمت څخه برخمن شې.
+ نوشته شده در  Mon 1 Sep 2008ساعت 10:19 قبل از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 بُنِيَ الإِسْلاَمُ عَلَى خَمْسٍ شَهَادَةِ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّداً رَسُولُ اللَّهِ، وَإِقَامِ الصَّلاَةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ، وَالْحَجِّ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ ».  نبي صل الله عليه وسلم فرمايي :اسلام په پنحوشيانو كي دي لمري :شهادت وركول

دويم :كليمه طيبه ويل

دريم:لمونح كول خلوريم: زكات وركول : پنحم:حج كول او روژه نيول

دي

+ نوشته شده در  Sun 31 Aug 2008ساعت 1:8 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 


 د دي عامو  مؤکدو سنتو په  فضيلت کي  د حضرت ام حبيبي رضى الله عنها حديث راغلي دي چه هغه فرمائي : ما د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه اوريدلي دي چه هغه فرمائي : (( من صلى اثنتي عشرة رکعة في يوم وليلة ، بنى له بهن بيت في الجنة ))  ترجمه : چا چه په يوه شپه او ورځ کي دولس رکعاته لمونځ وکړه ، نو ده لپاره به پري په جنت کي کور جوړ شي .
  حضرت ام حبيبة رضي الله عنها فرمائي : چه کله ما د رسول الله نه دا حديث واوريده ، نو ما هيڅ کله دغه مؤکد سنت نه دي پريخودلي .
 او عنبسة فرمائي : چه ما کله د ام حبيبة نه دغه حديث واوريده نو ما دغه سنت بيا نه دي پريښي .
 او عمروبن ﺃوس فرمائي : چه کله ما د عنبسة نه دا حديث واوريده نو بيا مي دغه سنت نه دي پريښي .
 او نعمان بن سالم فرمائي : چه ما د عمرو بن ﺃوس نه دا حديث واوريده نو بيا مي دغه سنت نه دي ترک کړي .
  د دي حديث روايت امام مسلم کړي دي چه نمبر ئي ٧٢٨ ] دي .

  نعيم الله مطيع الله   

+ نوشته شده در  Sat 30 Aug 2008ساعت 4:53 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 وعن ابن عمر رضي الله عنهما ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : المسلم اخو المسلم لايظلمه وَلاَ يسلمه من کان في حاجة اخيه کان الله في حاجته ومن فرج عن مسلم کربة فرج اللهُ عنه کربة من کرب يو متالقيمة ومن ستر مسلما ستره الله يوم القيمة (متفق عليه )
 
 ژباړه : ابن عمر رضي الله عنهما فرمايي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي ،يو مسلمان دبل مسلمان وروردى ظلم به پري نه کوي اودښمن ته به يي نه سپاري ،څوک چي دخپل ورور حاجت پوره کړي نو الله تعالى به دهغه حاجت پوره کړي اوچاچي دمسلمان څخه يوه سختي لري کړه الله تعالى به لري کړي په سبب ددي سره دهغه څخه سختي دقيامت دورځې اوڅوک چي ديو مسلمان پرده وکړي نو الله به دقيامت په ورځ دهغه پرده وکړي .
 
 شرحه : دپورته حديث شريف څخه څرګنده شوه چي يو مسلمان په بل مسلمان څه حقوق لر ي (١)ظلم به پري نه کوي (٢) دښمن ته به يي نه تسليموي (کفارو ته به يي نه تسليموي تر څو هغوۍ پري لوبي وکړي )اوځني علماءکرام وايي چي دمسلمان ترټولو ستر دښمن شيطان دي يو مسلمان ته نه دي پکار چي بل مسلمان دشيطان په لاره تلو ته پريږدي ځکه الله تعالى فرمايي (ان الشيطان لکم عدو فاتخذوه عدوا ) شيطان ستاسي دښمن دي تاسي ورسره دښمني وکړۍ (٣)هر شرعي حاجت به يي پوره کوي (٤)سختۍ اوتکليف ته به يي نه پريږدي (کومک اومرسته به ورسره کوي )(٥)پرده به پري اچوي که کوم عيب يا ګناه پکي وګوري خلکوته به يي نه رسواکوي مثلا که چا څوک په زنا وليده دا به يي پرده نه اخلي بلکه نصيحت به ورته کوي خو که خبره قاضي اومحکمي ته ورسيده اوداکس يي دګواهۍ لپاره وباله بيابه ګواهي نه پټوي .
 
 اوس به نو مونږ په خپل ګريوان کي وګوروچي ايا دبل مسلمان اړتياوي مو ورپوره کړي؟حالانکه داپرمونږ دهغه حق دى کوم احسان مو پري نشته ايا خپل مسلمان ورورموددښمن څخه ژغورلى اوکه په پنجو کي مو ورکړى؟ايا دخپل مسلمان ورور پرده مو ساتلي اوکه په ټولنه کي مورسوااوذليل کړى ؟ که دپورته حديث مطابق مو عمل کړى وي نو دالله شکرويستل پکاردي چي دخپل اطاعت توفيق يي راکړي اوکه مخالفت مو کړى وي نو همدا اوس توبه ويستل پکار دي ممکن بيا دتوبي چانس هم پيدا نکړو
+ نوشته شده در  Sat 30 Aug 2008ساعت 4:52 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

عنْ اَنَسٍ رَضُیَ اللهُ  تَعَالی عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُوْ ل الله        ﷺ ثَلاثٌ مَنْ کُنَّ فِیْهُ وَجَدَ حَلاوَ ة الاِیْمَانِ انْ یَکُوْنَ الله وَرَ سُوْلُهُ اَحَبّ اِ لَیْهِ مِمّاسَوَاهُمَاوَاَنْ یُحِبّ الْمَرءَلاَیُحِبّهُ اِلاّ لِلهِ وَ  اَ نْ یَکْرَهَ اَ نْ یَعُوْدَ فِیْ الْکُفْرِ کمَایَکْرَهُ اَنْ یُقْذَ فَ فِی النّارِ                                             

                                    (متفق علیه)

ژباړه  :

نبی کریم     ﷺ فرمایلی چاکی چی دادری خویونه موجود وی دایمان خوند یی حاصل کړ لومړی  داچی الله ﷻ اورسول      ﷺ ورته دنور هرڅه څخه محبوب وی دوهم چاسره چی مینه کو ی دامینه یی نه وی مګر خالص دالله لپاره وی دریم کفر ته ستنیدل ورته داسی ښکاری  لکه په اور کی چی اچول کیږی .

تشریح  :

 پورته حدیث شریف کی فرمایی چی کله دانسلن په زړه اودماغو دالله ﷻ اورسول      ﷺ محبت دومره غالبه شی چی دهیڅ شی محبت ورته ونه رسیږی دغه کس دایمان په خوند اولذت پوه شو ترکومه چی دالله اورسول محبت دی حد ته نه و ی رسیدلای دایمان لذت اوخوند نه حاصلیږی مسلمان باید داسلام سره دخپل زان څخه هم زیاته مینه ولري دنفس هره غوښتنه چی داسلامی ښونو سره په ټکرکی و ی هغه پریږدی دایمان دغه درجه انسان ته پدی دنیا دجنت خوندونه ورکوی بیاورته په کفر کی داخلیدل داسی  ښکاری لکه اور ته چی اچو ل کیږی

اللهم ارزقنا حلاوة الایمان

دکایناتو مالکه دایمان خوند مو نصیب کړه

 

+ نوشته شده در  Sat 30 Aug 2008ساعت 4:51 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

انس بن مالک رضی الله تعالی عنه فرمایی نبی کریم     ﷺ دماشومانو سره لوبی کولی جبریل علیه السلام ورته راغی په مځکه یی واچاوه بیایی ورته سینه څیري اوزړه یی تری راوویسته دزړه نه یی ورته یوه ټوټه لری کړه اوورته یی وویل دادشیطان حصه وه زړه یی ورته دسروزروپه لوښی کی دزمزم په اوبوپریمنځه اوپه خپل ځا ی یی ورته  کیښود وړوماشومانو یی رضاعی مور حلیمی ته خبر راوړه هغه چی ورغله ویې کتل رنګ یی ژیړ شوی وو (بخاری ۱/۹۲)

دامهال دمحبوب عمر څلورکاله وو

دخپلی مورسره :

دشق صدر واقعی نه روسته حلیمی مکه معظمه کی خپلی مور آمنی ته حواله کړ.کله یی چی عمر شپږ وکلونو ته ورسید مورسره یی دپلارقبرته چی په یثرب کی دفن وو لاړه دراستنیدو پروخت یی ابواسره چی دمکی اومدینی منوره ترمنځ واقع ده مور وفات شوه

  دنیکه سره :

دمور دوفات څخه روسته یی تربیت نیکه عبدالمطلب په غاړه واخسته عبدالمطلب دکعبی خادم وو ابن هشام لیکی چی دکعبی په سیوری کی به عبدالمطلب لپاره یوخاص فرش اچول شوی وو پدغه فرش به یی دمحمدعربی    ﷺ څخه غیر هیڅوک نه پریښوده .

کله چی یی عمر اته کاله دوه میاشتی اولسوورځوته ورسیده نیکه یی هم وفات شو

دکاکاسره :

ابوطالب سره یی دڅلویښتوکلونو څخه زیات تیرکړی پدغه موده کی ابوطالب ته دمحمدرّسول الله      ﷺ په سر ډیرتکلیفونه رسیدلی

بحیرا راهب : ددولسوکلونوپه عمرابوطالب سره دشام په سفرروان وودبصری په علاقه کی ورته یوراهب راووت اوټولی قافلی ته یی ملمستیا وکړه دخوراک نه روسته یی دمحمد     ﷺ لاس نیولی وو ابوطالب ته یی وویل دادواړو جهانوسردار دی

 ابوطالب تری وپوښتل څه پوه شوی؟

بحیرا وویل کله چی تاسو دهغه غونډۍ څخه راښکته شوۍټولی ونی اوډبر ی ورته په سجده پریوتی دایی دنبوت علامه ده همدغه راز دده ددواړو اوږوترمنځ یوه دمڼی به څیر نښه ده چی مونږبه حپلوکتابونوکی لوستی

بیا یی ابوطالب ته وویل وراره دی بیرته مکی ته ولیږه شام کی یهودزیات دی دنښونه به یی وپیژنی اوقتل به یی کړی .

ابوطالب دنوروکوچنیانوسره بیرته مکی معظمی ته راولیږه (سیرة الرسول /عبدالله نجدی ص ۱۶)

تجارت اودحضرت خدیجی سره نکاح :

مکه معظمه کی دمحبوب     ﷺ دریښتینولۍ اوامانتدارۍ اوازی خپری وی خدیجه چی دمکی په مالداره ښځوکی شمیر ل کیده هم دمحبوب دامانتدارۍ څخه خبره وه نبی کریم     ﷺ ته یی وړاندیز وکړترڅودخدیجی تجارتی اموال په شام کی وپلوری نبی کریم     ﷺ وړاندیز قبول کړ دپنځه ویشتو کالو په عمر دخدیجی غلام میسره سره دتجارت په غرض دشام په لور روان شو . کله چی راستانه شول میسره یی دامانتدارۍ اولوړواخلاقو قصی خدیجی ته بیان کړی  حضرت خدیجی نبی کریم صلی الله علیه وسلم ته دخپلی یوی ملګری نفیسه بنت منیه په واسطه دنکاح پیغام ولیږه چی نبی کریم     ﷺ هم قبول کړ دغه وخت دحضور     ﷺ  عمر ۲۵کاله اودخدیجی عمر۴۰کاله وو .

دنبی کریم     ﷺ ټول اولادونه (ابراهیم نه غیر )دجضرت خدیجی څخه وو

(الرحیق المختوم ص ۶۰) 

  الحاج مولوي نورالحق   

+ نوشته شده در  Sat 30 Aug 2008ساعت 4:50 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 دنبي كريم صلي الله عليه وسلم په ژوند بي شماره كتابونه ليكل شوي دمسلمانا نو څخه علاوه يوزيات شميراروپايي تاريخ پوهانو هم كتابونه ليكلي دنبوي سيرت په اړه يواروپائي تاريخ پوه وائي \"دسيرت ليكونكوتعداد دومره زيات دى چي شميريي ممكن ندى \" كفار چي زمونږ دخوږپيغمبر په اړه دومره معلومات لري مونږولي تري ناخبره يو؟ دنبي كريم صلي الله عليه وسلم نسب : دنبي كريم صلي الله عليه وسلم نسب دنړۍ ترټولونسبونو غوره اوپاكيزه دى او دمكى مشركينو هم پدى اعتراف كاوه دپلار له طرفه يي شجره نسب په لاندي ډول دى اوله برخه :محمد بن عبد الله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبد مناف بن قصي بن كلاب بن مُره بن كعب بن لوى بن غالب بن فهر بن مالك بن نضر بن كنانه بن خذيمه بن مدركه بن الياس بن مضر بن نزار بن عدنان دوهمه برخه : بن اْد بن هميسع بن سلامان بن عوص بن بوز بن قموال بن اْبي بن ناشد بن حزال بن يدلاف بن طابخ بن جاحم بن ناشح بن ماخي بن عيض بن عبقر بن عبيد بن الدعابن حمدان بن سنبر بن يثربي بن يلحن بن اْرعوي بن عيض بن ديشان بن عيصر بن افناد بن اْيهام بن مقصربن ناحث بن زارح بن سمي بن مزي بن عوضه بن عرام بن قيداربن بن اسماعيل عليه السلام بن ابراهيم عليه السلام دريمه برخه : دابراهيم عليه السلام نه پورته ابراهيم بن تارخ بن واسمه اّزر بن ناحور بن ساروع بن اْوساروغ بن راعو بن فالح بن عابر بن شالح بن سام بن نوح عليه السلام بن لامك متوشلح بن اخنوخ (ادريس عليه السلام ) بن يرد بن مهلائيل بن قينان بن اّنوشه بن شيث بن اّدم عليهما السلام. دپيدا يښت نه وړاندي داّنحضرت صلي الله عليه وسلم بركات : دنبي كريم صلي الله عليه وسلم په صورت كي دهدايت روښانه لمر راختلو نه وړاندي داسي نښاني موجودي وى چي دمحبوب دپيدايښت زيري يي وركاوه دمحدثينو په نزد دي ته ارهاصات وايي . دنبي كريم صلي الله عليه وسلم مور بي بي اّمنه وايي !كله چي محمد زما په ګيډه وو ماته زيرى راكړل شو چي) ستا ماشوم به دټول امت سردار وي كله چي پيدا شي ووايه چي الله ته مي سپارلى اونوم يي محمد كيږده ( وايي دحمل په موده كي مي يوه رڼا وليده چي دهغي په زريعه مي دشام ماڼۍ وليدى. ( سيرت ابن هشام) بي بي اّمنه وايي مادحمل په موده كي هيڅ تكليف ندى ليدلي كوم چي نوري ښځي يي محسوسوي . همدغه راز نوري بي شماره نښاني موجودي شوي

  مولوي نورالحق   

+ نوشته شده در  Sat 30 Aug 2008ساعت 4:49 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 
صفحه نخست
پروفایل مدیر وبلاگ
پست الکترونیک
آرشیو
عناوین مطالب وبلاگ
درباره وبلاگ
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی

دتليفون نمبر

0708373448 او یا هم

0088216---8441545سټلایټ نمبر

دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com

safatz@internews.af

او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي

صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد

نوشته های پیشین
آبان 1388
مهر 1388
شهریور 1388
مرداد 1388
تیر 1388
خرداد 1388
اردیبهشت 1388
فروردین 1388
اسفند 1387
بهمن 1387
دی 1387
آذر 1387
آبان 1387
مهر 1387
شهریور 1387
مرداد 1387
تیر 1387
خرداد 1387
اردیبهشت 1387
فروردین 1387
اسفند 1386
بهمن 1386
دی 1386
آبان 1386
آرشیو موضوعی
انځورونه
شعرونه
لیکنی او نظرونه
خبرونه
لنډي كيسي
د نړی عجایبی او جالبی ټوټي
له دوستانو سره خوشحاله شيبي
تاريخ او ژوند
دپارلمان غړو نمبرونه
کمپیوټر پوهنه
اسلامی نری او نبوی احادیث
هلمند او هلمندیان
د تولنی ترجمانان څوك دي ؟
دپولیسو او پوځ رتبي
پیوندها
ګرمسير
ياهو
جي ميل
پژواك خبري اژانس
بينوا
وخت خبري اژانس
بي بي سي پښتو
ملالي جويا
تل افغان
بي بي سي ناظر
دجګري اوصلحي راپوروركولو انستيوت
طلوع تلويزيون
امريكاږغ ويب پاڼه
ښايست
هيله دافغان ښوو ځوانانو ويب لاګ
پيمان ملي ورح پانه
ځنځیر بلاګفا
ملل متحد
ټوکمار بلاګف
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

safatullah zahidi 333