برتانوي حکومت د خپل ځواکونو لپاره يو ستر بازار جوړ کړی دی ، چې نژدې ۲۳ مليونه ډالر يې پرې لګولي دي ، په دې بازار او خوا شا سيمو کې داسې چاودنې کېږي لکه د ځانمرګيو بريدونو ، همدارنګه له چاودنو وروتسه د زګيرويو او چغو اوازونه او همدا ډول لکه په جنګ کې ښکېل او يا راګېروارخطا برتانوي عسکر ليدل کېږي
په دغه سيمه کې په پښتو چغې وهل کېږي ، مېوې او سبزي خرڅونکي په پښتو چغې وهي ، برتانوي پوځونه لکه جنګ ځپلې داسې ستړي ستړي دېخوا او هاخوا منډې رامنډې وهي ، ځينو په کې ځانونه داسې جوړ کړي وي ، لکه ژوبل چې وي او له ورنونو يې وينې بهېږي ، همدارنګه د خټو کورونه او د چرګانو شور ماشور هرې خوا ته خپور وي .
مګر دا همرنګ احساس چې انوي پوځونو ته ورکول کېږي ، د هغوي په جذبه کې او په جنګ کې په مقاومت کولو کوم اثر نه کوي ، ځکه د هلمند جنګ د برتانيه په شنه او ښکلې سيمه کې تمرين کېږي او ځواکونه هېڅکله دا فکر نه کوي چې ګوندې دوی په هلمند کې جنګېږي .
په سيمه کې د انوي ځواکونو يو روزونکي وویل چې دلته هر څه لکه د رښتيني هلمند په شان دي ، ددې سيمې موسيقي لکه د هلمند د موسيقۍ، د خټو جومات همدارنګه خواو شا چرګان ، چې سړی هېڅکله داسې نه احساس کوي چې ګوندې زه د سنګين یا ګرېشک په کوم بازار کې نه يم او دا هغه څه دي چې مونږ يې غواړو.
يو سړی چې توره پګړۍ يې وهلې وه ، کالي يې اغوستي و او موټر سايکل یې را کش کاوه ، جنرال ماته وويل چې ته هغه ته وګوره ! کله چې ما هغه ته وکتل نو رښتيا هم لکه يو هلمندي افغان ، هغه ماته وويل چې دا شخص د نوتينګهم اوسېدونکی دی ، مګر هغه مجبور دې چې په دې روزنيز کيمب کې ځان ژوبل وښايي او يا په رښتیا سره ژوبل شي.
همدارنګه هلته ليدل کېده چې خلک سره راټول و او د ځان لپاره يې چای را ایشاوه ، لکه د هلمند په شان په تنورونو کې ډوډۍ پخېدې او د تنورونو له تورو پايپونو څخه لوګي پورته کېدل ، چې د روزنې له کلا څخه بهر تېرېدونکی کس خامخا دا فکر کولو چې دا هلمند او يا افغانستان دی .
نوي انوي عسکر بايد په هغه کليواله پښتنه سيمه کې چې د انيې په ختيځه برخه کې پرته ده دوه مياشتې تېري کړي .
د ځواکونو په دې روزنيز کيمپ کې سپين ږيري کسان ناست وي او په خپل منځ کې بحثونه کوي ، ځوان هلکان يو خوا او بل خوا په بایسکلونو ګرځي ، همدارنګه بقالان يا په شا سودا ګرځوونکي کسان خپلې سودا ګانې کلي په کلي او کور په کور ګرځوي يوه ډله نور کسان يا په کورونو کې ناست وي او يا له کورونو څخه بهر يوې ډډې ته .
د فضل بيريا په نوم يوه نوي عسکر چې د لندن و وویل چې دا سيمه بيخي د افغانستان په شان ده ، ځکه تر ټولو مهمه دا ده ، چې دلته چې کوم انوي عسکر و روزل شي ، هغه به د افغانانو د ژوند ، کولتور او دين په اړه پوره پوه شي.
په يوه سيمه کې يو ځوان جنرال د سيمې د شورا له خلکو سره چې عمر يې تقریباً د ده د عمر دوه چنده وي په يوه قالينه ناست وي او د ترجمان په واسطه له هغوی سره خبرې کوي ، د سيمې خلک جنرال ته خپل شکايتونه اوروي او جنرال هغوی ته وايي چې دی نشي کولي چې د ورانو شويو ځایونو د رغونې لپاره دوی ته ۵۰۰ ډالر ورکړي ، ځکه لومړی بايد له دې کلي څخه طالبان ووځي .
د افغانستان په اړه یوه تجربه لرونکي پوځي راته وویل چې دلته ژوند د هلمند د سيمه ایز ژوند په ډول دی ، ځکه د سيمی قومي رواجونه او کولتور دلته پلی شوی چې دې سيمې ته يې د واقعيت رنګ ورکړی دی ، دپښتنو يو بازار چې په زوه په کې چغې وهل کېدې هم هلته موجود و.
دلته اوسېدونکو پوځونو خپل ځان ته خپل خوراکونه پخول ، نو ځکه هلته د افغاني خوراکونو بوی په فضا کې خپور ، ، اورونه بل و او خلک مصروف خپل ځانونه ته يې ډوډۍ پخولې ، خواو شا خلک په موټر سايکلونو په افغاني جامه کې ګرځېدل چې سړی يې نور هم واقعيت ته نزدې کاوه .
په دغه مرکز کې يوه قوماندان ، سيمون لويډ راته وويل چې ، مونږ د پيسو يو ستر تاوان برداشت کړ او دا ډول واقعي ژوند مو خپلو ځواکونو ته دلته په لندن کې جوړ کړ . تر څو خپل ځواکونو داسې وروزو لکه په هلمند کې مو چې روزلي وي.
نوموړي زياته کړه ، چې مونږ کوښښ کوو چې خپل ځواکونه داسې وروزو ، چې کله دوی هلمند ته لاړ شي دوی هېڅکله داسې فکر ونه کړي چې مونږ له دې ماحول او يا له دې خلکو سره نوي يو ، ځکه هغوی به د هغې ماحول تجربه لري او په رښتيا سره هم چې کله دوی هلته لاړ شي نو بيا ددې روزنيز کيمپ اهميت ورته معلومېږي.
ځان مرګي بريدونو به بازار بالکل ګډوډ کړو ، او ژوبل افغانان به هرې خوا ته پراته و او په رښتيا سره به داسې معلومېدل لکه د بدن ځينې برخې يې چې نه وي .
جنرال زياته کړه ، چې مونږ يواځې ددې لپاره نه جنګېږو ، چې سيمه ونيسو او نور ترې لاړ شو ، بلکې مونږ بايد دې ته هم فکر وکړو ، چې مونږ اخر د څه لپاره جنګېږو.
انيه اوس مهال په افغانستان ۸۳۰۰ عسکر لري او غواړي چې ۷۰۰ عسکر نور افغانستان ته راولېږي چې ۹ زره پوره شي ، تر اوسه تقریپاً ۱۶۶ انوي عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي ،
ددې پوځيانو يو روزونکي کلونډ ويسټلي وويل چې زمونږ دا ټوله پروژه يواځې ددې لپاره ده چې څنګ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د مړينې کچه راټيټه کړو ځکه چې انسان زمونږ سره ډېر ستر ارزښت لري.
نوموړي زياته کړه ، چې که پوځيان يو نوی تاکتیک او يا يو نوی وسله او سامان وکاروي او زه پرې په يوه دقيقه کې خبر نه شم نوګڼ شمېر خلک به ووژل شي.


