![]() |
![]() |
|
| دهلمند خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي ويب پاڼه |
|
ليكوال : احمدشاه پاڅون هلمند اوريدلي مي دي چي نفل هغه عبادت دى چي په کولو سره يې ثواب سته خو په نه کولو سره يې ګنا نسته که څوک د نفل لمونځ نيت وتړي او بيا يې پريږدي هغه لمونځ ورباندي فرض کيږي .
موږ و ليدل چي د برتانيا لومړى وزير دوه ځله هلمند ته راغلى ، د بهرنيو چارو وزير هم دوه يا درې او دفاع وزير هم هم داسي ،په داسي حال کي چي د هغې ورځي په نسبت ١٠ سلنه امنيتي تدابير هم نه وه نيول سوي .
|
|
+ نوشته شده در
Sat 19 Dec 2009ساعت 3:57 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
ماد(اغاخان)اسماعلیه فرقه پرېښوده اوپه اسلام مشرف شوم۔) (Akbarally Meherally
ګرانومسلمانانووروڼواوخویندو! اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته! زه دالله ددین اودالله جل جلاله لپاره داسماعلیه ډلې چی مشرې ئې (اغاخان) کوی یوڅوحقایق بیانوم هیله ده چی په غورسره ئې ولولی اوددې ډلې دشرک نه ډکې عقېدې نه خبرشی۔ زه مخکی داسماعلیه فرقې یوپېرووم چی الحمدلله په اسلام مشرفه شوم۔ الحمدلله اوبیاالحمدلله۔۔۔ مادالله سره وعده کړېده چی ددې ډلې باطل عقایداوخرافات به دخلکوترغوږورسوم، اودالله جل جلاله څخه ئې اجرغوښتونکی یم، دلاندنیوحقایقوڅخه وروسته بیاهرلوستونکی پخپله قضاوت کولای سی۔ 1 اسماعلیه ډله په دې باندی باورلری چی قرانکریم په هغه وخت دهغه وخت دخلکولپاره وه، نه داوس له پاره، اوداوایی چی اغاخان چی هرڅه وویل همدانعوذباالله دخدای کلام دی، اوداوس عصرلپاره دده وینااغیزمنه ده ترقرانکریم، اودوی داردوی چی ترقرانکریم وروسته وحی نه راځی، اودوی په دې عقیده دی چی اوس هم اغاخان ته وحی راځی۔ 2 اغاخان خپل ځان وخپلوپېروانوته د (مظهرالحق) په نامه سره پېږنې، اوځان دخدای استاځی بولی، دده ټول پېروان وده ته سجده کوی، اودی خپل معبودبرحق بولی۔ 3 اسماعلیان نه لمونځ کوی، نه حج کوی اونه هم روژه نیسی دوی دلمانځه پرځای په ورځ کی درې ځلې دشرک نه ډکې دعاوی کوې، اودحج په اړه ددوی عقیده داده چی زموږحج دادی چی کله موږته داغاخان دیدارراپه نصیب شی۔ 4 اغاخان اودده نورمنتخب داعیان دعیسایانوپه شان دخلکوګناهونه وربخښې، اواغاخان وخلکوته وایی چی دقیامت په ورځ زموږڅخه پوښتنه نه کیږی اومستقیمابه وجنت ته ځو، اوکله چی سوال اوځواب شروع سی نوموږبه هلته دجنت په دروازه کی ولاړیوداځکه چی زموږګناهونه خوپه دنیاکی بخښل شویدی۔ 5 اسماعلیه ډله دعیسایانودمختلفوډلوله خواڅخه همایه کیږی اوددوی ټوله روزنه عیسایانوپه لاس کی ده، په ځانګړی ډول سره د (Baha) اود(Pauline Christainity) دمبلغینوله خواڅخه ودوی ته پوره روزنه اوتاکتیکونه ورښودل کیږی، چی په هره اونۍ کې دبایبل اوددې ډلې دعقایدویوڅوپاڼې چاپوې اوخپروې یی۔ (Paul) چی په عربی ژبه کی ورته (سال) وایی دادعیسایت بنسټ ایښودونکی دی ، چی دنوې عهدنامی زیات کتابونه ده لیکی دی دی په اصل کی یهودی وواوانجیل ئې تحریف کړ، اواوس دده په نامه مفکوره په عیسایت کی پوره شتون لری، اودده په نامه داګوند په (1819) میلادی کی په وجودراغی؛ پاته دی نه وی چی اوسنی عیسایت ټوله دده پرمفکورې ولاړدی۔ 6 د کریم اغاخان خپله لور(زهرا) دیوه عیسایی مبلغ سره واده وکړ، اواوس دادپیغلوانجونودراجلبولودنده په غاړه لری اوډېرکوښښ کوی چی هره ځوانه دخپل پلار چی دوی ورته (امام زمان) ورته وایی راواړوی، اودهغه تابع سی، اوبل ددوی غټ اوصول دادی چی دوی دهرچاسره واده کولای سی که هندو وی، که عیسایی وی، که یهودې وی اوداسی نور۔۔۔ 7 اغاخان هرڅه چی اسلام حرام کړیدی هغه ټول ئې دخپلوپلویانولپاره ئې حلال کړیدی، سُود حرام دی اوده حلال کړیدی، چی ددې موخولپاره ئې څوشبکې هم پرانستی دی لکه، Taiqaah, او (AKFED) (Aghakhan Fund and Economic Development) ددې اوداسی نورونومونوترعنوان لاندی په نړیواله کچه سره سُود کوی، ډېرې غټې پروژې ېې په ډېروهیوادونوکی اخیستې دې، په ځانګړې ډول سره په هغوهیوادونوکی چی یانوه اسلام پکښې خپورشوی وی، اویاهم په اسلام پوره خبرنه وی، لکه تاجکتسان، اونورجمهوریتونه ۔۔۔ ددې هیوادوڅخه ماسوی ډېرې کمپنیانې ئې په پاکستان، افغانستان، هندوستان، تانزانیا، یوګانډا اوبنګلدېش که په کاربوختی دی، دمختلفوNGOs له لاری دخلکودراضی کولولپاره اوپه هغوی کی دنفوذلپاره مختلف کارونه کوی، لکه روغتون جوړول، دلوبومیدان جوړول، دتلیفون اسانتیاوی برابرول، اوبه برابرول، سړک جوړول اوداسی نوراړین کارونه دوی پخپله زمه اخلی۔ 8 مسلم امت ددې باطلې اومشرکې ډلې دعقایدوڅخه خبرنه دی ان تردې چی ډېرلوړخلک هم ددوی په حرکت اوعقایدوهم نه پوهیږی، دوی په ټوله نړۍ کې دوه میلیونه پلویان لري ، چی مبالغتادوی خپل شمېرددې څخه ډېربولی دوی خپلوځانوته اسماعلیه یا اغاخانی مسلمانان بولی اوحال داچی ددوی په کفر، ارتداد، شرک اولادنیت کی هم شک اوشبهه نشته، ددوی مذهبی مشرکریم اغاخان وایی چی زه نعوذبالله من ذالک دخاتم الانیاء حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم ځای ناستی یم۔ 9 مخکی ددې ډلی په اړه کوم معلومات نه وواونه هم کوم کتاب ورباندی لیکل شوی ووخواوس الحمدلله ددوی پرفاسدوعقایدوباندی ډېرکتابونه لیکل شویدی اوهم دنیټ له لارې تاسی کولای سی چی پوره معلومات ومومی اوڅوویب سایټونه دی چی ددوی کفری عقایدومسلم امت ته خپروی۔ ژباړونکی : عبدالغفارجُبیر |
|
+ نوشته شده در
Thu 17 Dec 2009ساعت 3:24 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
٢٩ نومبر ٢٠٠٩
د برتانيى لومړى وزير ګولډن براون د خپل هيواد پارلمان ته په يوه وينا کى وويل چى مونږ يعنى د ناټو غړي هيوادونه نه غواړو چى د حامد کرزى په کابينه کى دي جنګسالاران او هغه کسان چى په اداري فساد کى لتاړ وي برخه ولري. پوښتنه داده چى دغه جنګسالاران، د مافيا رهبران،د مخدره موادو قاچاقبران، په ادارى فساد کى ککړ اشخاص او جنايتکاران چا قدرت ته ورسول؟ ايا دا دوي يعنى امريکا، برتانيا او د ناټو غړي هيوادونه نه وو چى ستميان، د نظار شورا او د شمال د نامقدس اتحاد سره يى د طالبانو په راپرځولو کى مالى او د وسلو مرسته وکړه. اوس دوي يعنى ناټو ولى وايى چى جنګسالارانو ته دى په حکومت کى ونډه ورنکړل شى. امريکا او برتانيا غواړي چه په دي تبليغاتو افغانان وغولوي. امريکا او برتانيه د يو طرف نه هم ددغو جنايتکارانو او جنګسالارانو سره خپلو مالى مرستو ته ادامه ورکوي او له بله طرفه په کرزى زور اچوى چي په راتلونکى کابينه کى دي هغوي ته برخه نه ورکول کيږى ( يعنى هم يى په ميخ وهى او هم يى په نعل). په لومړى سر کى قسيم فهيم چى د کرزى لمړى مرستيال دى او د نظارد شورا د ستمى ډلى مهم غړى او جنګسالار دى او بل لوى متعصب او د ايران د اخوندى رژيم مخکښه طرفدار کريم خليلى چى د کرزى دوهم مرستيال دى ايا دوي دواړه جنګسالاران نه دي چى د کرزى په کابينه کى دايمى غړيتوب لري؟ لومړى بايد دا دواړه د کار نه ګوښه او محاکمه کړل شى. همداراز براون په افغانستان کى د فساد ضد د يو کميسون د جوړولو غوښتنه وکړه. پوښتنه داده چى دا کميسون به کله جوړيږى او څوک به ددي کميسون په رآس کى کار کوى؟ زه فکر کوم چى دا کار به هغه متل ته ورته وي چى "پيشو په شيدو څوکيداره مقرره شى". او يا دا بل مثال چى د "پيشو په غاړه کى به څوک ګونګري ځوړندوي". که ددى کميسون مشرى امريکا، برتانيا او يا هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړى استازى کا ايډه ته وسپارل شى بيا نو هغه بل متل دى چى وايى "د باران نه پټيده، ناوى ته يى شپه شوه". د ملګرو ملتونو خاص استازى کا ايډه هم ګولډن براون ته ورته خبردارى ورکړيدى او په يو خبرى کنفرانس کى يى ويلى وو چى کرزى بايد په راتلونکى کابينه کى په ادارى فساد کى ککړو اشخاصو، جنايتکارانو، جنګسالارانو، د مخدره موادو قاچاقبرانو او د مافيا غړو ته ځاى ورنکړي. د ګولډن براون څخه بايد پوښتنه وشي چى ستاسو عسکراو نور جګپوړي کارکوونکي پخپله په اداري فساد کى ککړدي اوددى عمل د لا تقوي لپاره يى مټي رانغښتي دي، د مثال په ډول د هلمند په ولايت کى د کوکنارو زيات حاصلات چى اپيم دي د خپلو عسکري الوتکو پوسيله لندن ته ليږدوي. د افغانستان د طبعى منابعو يو بل مهم توکى (عنصر) چى يورانيم دى او دافغانستان د طبيعى مهمو زيرمو څخه ګڼل کيږى ددوي د عسکرو لخوا لندن ته انتقاليږى.اوس برتانويان په کوم اساس افغان دولت ته د ادارى فساد اوپه کابينه کى د جنګسالارانو د نه ګډون لارښوونه کوى. له بله طرفه حامد کرزى په يوخبرى کنفرانس کى د "ملى مشارکت" خبره وکړه. امريکايان، برتانويان، د ملګرو ملتونو سرمنشى بانکى مون او د اروپايى هيوادونو مشران په ځانګړى ډول فرانسه او روسيه په کرزى فشار راوړى چى عبدالله عبدالله او د هغه د ستمى شوراى نظار اوباشانو ته په کابينه کى غوښني چوکۍ په نظر کى ونيسي. داد امريکايانو، اروپايانو او روسانو يوه بله ډرامه ده چى د افغان ملت په ضد يى جوړه کړيده.اياد شمالى ټلوالى ټول غړي جنګى جنايتکاران، جنګسالاران او په ادارى فساد ککړ اشخاص نه دي؟ ايا د ولسمشر کرزى ددي ملى مشارکت معنى به په کابينه کى د ملى او په وطن مينو اشخاصو ګډون وي، او که يا د ستميانو، د نظار شورا او د شمالى ټلوالى ملى خاينين، ټوپکماران، متعصبين، جنايتکاران، په ادارى فساد کى ککړمفسدين، اوباشان او نور وي؟ دپوهانو او د افغانستان په پيښو کى دخيل خلک په دى اند دي چى د کرزى په راتلونکي کابينه کى به د پخوا څخه لا ډير پښتني او افغان دشمنه اشخاص ګډون ولري، دا ځکه چى ايران او روسيه غواړي خپل طرفداران، پاکستان او هندوستان خپل طرفداران، اروپايان او امريکايان خپل چاپلوسان او په ډالرو اخستل شوي نمايندګان ولري چه هغوي به يواځي ددغو هيوادونو ګټي ساتي نه د افغانستان د مظلوم ملت. د ناټو سکرترجنرال راسموسن د برتانيى د سکاټليند د ايډنبرا په ښار کى د ناټو د پارلمان ګډون کوونکو ته وويل " که چيرى د ناټو ځواکونه د افغانستان نه ووځى، مخالفين به ټول افغانستان په ډير لږ وخت کى ونيسى." ډاکټر عبدالله چى د نظار د ستمى شورا د فساد او د جنګ د دوام يوه فعاله څيره ده د ناټو د سکرتر جنرال د خبرو په تاييد د المان د فايننشل ټايمز د اينټرنټى شبکى سره په يوه مصاحبه کى وويل که "چيرى امريکايى ځواکونه د افغانستان نه لاړ شي بيا به افغانستان د القاعده او طالبانو په لاس کى پريوځى"، او دا يى هم وويل چى "ما در افغانستان مسعودى ديگرى نداريم که بجنگد". د ډاکټر عبدالله دا مصاحبه د سايټ جاويدان په ويبپاڼه کى د ١٣٨٨ دعقرب په ٢٨ "ما در افغانستان مسعودى ديگر نداريم که بجنگد" د عنوان لاندى خپره شويده. جاويدان ويبپاڼه د نظار د ستمى شورا د فساد او تجزيى د افکاروويبپاڼه ده چى د ايران د جاسوسى سازمان، د پاکستان د آىاس-آى او د هندوستان د جاسوسى سازمان "را" لخوا يى د خپريدو ټول مصارف تمويليږى. اوس بايد د عبدالله څخه دا پوښتنه وشى کله چى قوماندان مسعود ژوندى وو او طالبانو تقريبآ ٩٠ په سلو کى د افغانستان په خاوره کنټرول درلود، قوماندان مسعود د روسانو د کىجىبى او د ايران د استخباراتو د برجسته کارکوونکى چنګيزپهلوان سره د تاجکستان د کويلاب په نظامى اډه کى د افغانستان د تجزي په پلانونو کار کاو. عبدالله رښتيا وايى "مسعودى ديگرى نداريم که بجنگد". کله چى استاد ربانى د کابل د ښار جمبور (جمهور) رييس وو د بيګناه کابليانو په مقابل کى جنګيده چى د ٦٠ زره څخه زيات د کابل بيګناه ښاريان د نظار د شورا د اوباشانو او د کريم خليلى او محقق د هزاره لوچکانو په لاس چى د روسانو او د ايران د سپاه پاسدارانو لخوا ورسره نظامى او مالى مرستي کيدي ووژل شو. دا ښکاره خبره ده چى مسعود جنګيدلى دى خو د چا په اشاره او د چا په ضد. کله چى د پخوانى شوروى اتحاد سرو لښکرو په افغانستان بربنډ يرغل وکړ قوماندان مسعود چى په پاکستان کى وو د کىجىبى لخوا د پنجشير درى ته راوغوښتل شو او د پخوانى شوروى اتحاد د ځانګړو جنرالانو لخوا په غالب ګمان د نورلس سوه اتيايمى(١٩٨٠) لسيزى په نيمايى کى د پخوانى شوروى اتحادد فرونز ښار ته د ١٣ نورو پنجشيريانو او ستميانو سره يوځاى د ګوريلاى جنګونود تربيي لپاره وليږل شو چى د کىجى- بى د ځانګړى عسکرى تربيي وروسته بيا افغانستان ته راوليږل شول. ٢. د جنګى جنايتکارانو لپاره محکمه: هغه تنظيم، ډله او يا شخص چى په ټول وژنه ( جينوسايډ Genocide ) کى يى مستقيم او يا غير مستقيم لاس لرلى وى محاکمه کړل شي. په دى کتګورۍ کى نه يواځى افغان جنايتکاران راځى بلکه د هغه خارجى هيوادونو عسکري او ملکي وګړي هم بايد شامل کړل شى چى د بشرد حقوقو څخه يى سر غړونه کړى وي. په ادارى فساد کى د ککړو اشخاصودوسي بايد د ادارى فساد د شفافيت کميټى ته چى د ملګرو ملتونو په چوکاټ کى په کال ٢٠٠٠ کى د نړۍ د هيوادونو د حکومتى چارواکو د کارد شفافيت په منظور جوړه شويده وسپارل شي. پاچا کليفورنيا امريکا |
|
+ نوشته شده در
Thu 3 Dec 2009ساعت 7:52 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
راځی چی په تیلفون کې د الو یا هلو پرځای السلام علیکم یا سلام ووایو
لویدیز فرهنګ خو دومره پراخ شوی چی پوره مخینوی یی په لنډ وخت کې ګران بریښې داځکه چې هغوی نه یواځې دتکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ کړی بلکې پخوانی اواوسنی ښکیلاګرسیاستونه یی هم تر ډیره بریده دخپل فرهنګ دپلی کولو په موخه وو،بېلګه یی انګریزان دی چی سوونه کاله یی زموږ په شاوخوا سیمه لکه هند ، اوسنی پاکستان، بنګلادیش اونورو هیوادونو ښکیلا ک چلاوه اوهلته یی دخلکو په فرهنګ هم خپل ژور اغیز پریښی چی په دغو هیوادونو کې دانګزیزی ژبی رسمی کیدل یی یو مهم مثال دی. دغه راز ان دپښتونخواسیمی دخلکو په ژبه یی هم ژورې اغیزې پرییښی چی لااوس هم به خپله ژبه کې ډيرې انګریزی کلمی کاروی . په هرصورت داډیر لوی بحث دی اوباید ډیرې خبری پری پوهان اولیکوالان وکړی ، خودلته زه غواړم چی څولنډو مشورو ته دلوستونکو پام راوړوم . که چیرې نه شو کولای له یوې مخی ټولې ستونزی په لنډمهال کې حل کړو کولای شو چی څه وړی خبری خو چې په توان کې مو دی هغه پرځان عملی کړو چی یوڅه خو دپردیو دفرهنګ دلارواجیدو مخه مو نیولی وی . یو ه ډیره ساده بیلګه یی همدا تیلفون دی چی اوس نږدی له هرچا سره وی او دزیاترو خلکو په ورځینو چاور کی مهم شامل توکی دی . ډیر شمیر هیواد وال لیدل شوی کله چی دتیلفون زنګ ورته راشی نو هلو یا الو وایی ، ولی نشو کولای دهغه پرځای ووایو چی السلام علیکم یا سلام یا اوری ووایو چی خپله ژبه مو ده ، اوبل دسلام یا السلام علیکم په کلمې سره به مو ثواب حاصل کړی وی اوکه مخاطب یا اوریدونکی مو مسلمان نه وی کولای شو هغوی دهغوی په ژبه خبری وکړی او سلام ورته ونه وایو. که څوک داپوښتنه کوی چی همدا تیلفون هم بهرنۍ کلمه ده نو دا امتیا زخو اوس هغوی ته ځکه ورکول شوی چی جوړ کړی یی دی که نه سمه خبر خوداوه چې ډیرې کلمې موږ باید په خپلو ژبو کې هم درلودلای ځکه لویدیزوالو اوس ډیر ی ختیزی اواسلامی کلمې له خپلو ژبو لری کړی چی اصلی مخترعین اوکاشفین یی هغوی نه دی خوزموږ فرهنګ کې هره ورځ لویدیزه اغیزه مخ په ډیریدو وی . ګرانه لوستونکیه که ډیرڅه نه شو کولای نو راځه چی همدا دالو پرځای چی اصلا یوه فرانسوی کلمه ده او داورې په مانا ده خپله ژبه وکاروو ، دیادولو ده چی دتیلفون الو کمله چی زموږ ډیری هیوادوال یی هلو بولی یعنی اصلا فرانسوی ده اوکله چې فرانسوی ګرام هامبل تیلفون جوړ کړ نو خپل مخاطب ته یی په فرانسوی ووییل چی الو یعنی اوری زموږ خلک هلو وایی یعنی هغه دی انګریزی ( hello ) چې موږ یی سلام بولو. دغه رازنورې ډېرې ساده کلمی شته چې زموږ په ورځینی فرهنګ کې راګډی شوی اوموږ یی استعمالو خو راتلونکو ضررورنو ته مو پام نه دی شوی چی خدای مکړه یو وخت به خپله ژبه اوفرهنګ پوره پوره داغیارو تر واک لاندې راولو. محمد شفیق |
|
+ نوشته شده در
Thu 3 Dec 2009ساعت 7:49 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
دروان ۲۰۰۹ عیسوي کال دنومبر دمیاشتي ۱۷ نیټه وه چې دمعمول سره سم مي دپاکستان جنګ ورځپاڼه راپورته کړه . په لندن کي هسي هم دډیری نورو افغانانو په څیر زه هم خبرونه په انټرنیټ پاڼو کي لولم خودجنګ ورځپاڼې دمقالو لوستل مي له ډیره پخوا څخه عادت جوړ شوی دی .
دجنګ ورځپاڼي دمقالو په برخه کي دسرمقالې ترڅنګ لومړنۍ مقاله د(جرګه) په نوم دپاکستان دصحافت دیوه پیا وړي خبریال سلیم صافي وه چي له ډیروحقیقتونویې پرده پورته کړې وه. سلیم صافی دپاکستاني ژورنالیزم دډګرهغه ځلانده ستوری دی چې درڼا ګټه یې یوازي پاکستاني ولس ته نه بلکه دسیمي ډېری اوسیدونکو ته رسېږي . باید ووایم چې دسلیم صافي شخصیت او پوهه په یوه مقاله کي نه راغونډېږي خو که څوک غواړي چې دده دزړورتیا او وړتیا په اړه ځان خبرکړي نوبیا دي دچهارشنبې په ورځ دپاکستان دجیو ټلویزون د(جرګه) په نوم سیاسي پروګرام وګوري او یادي هم په جنګ ورځپاڼه کي د(جرګه) په نوم مقالې ولولي . زه دسلیم صافي پرکار او شخصیت نور نه ږغېږم اواصلي موضوع ته راځم . بیا دا(را) (سي آی اې) او (موساد) دداسي حکومت په خلاف ولي غبرګون ښیي چې ددوی په اشارو نڅا کوي؟ عجبه خولا داده چي دپیښور په ترټولو ګڼ مېشته سیمه (نمک منډۍ) کې اوس له ویري څوک نه تر سترګو کېږي او دغه په اصتلاح دامریکا دښمنان لاریونونه جلسې اوپراخي غونډي کوي خو څوک ورته څه نه وايي. عجیبه خبره ده چې په (را) (سي آی اې) او (موساد) باندي څه چل شوی چې خپلو دغو په اصتلاح دښمنانو ته څه نه وايي خو کله دامریکا یوخواخوږی اسفندیار ولي په نښه کړي او کله یې بیا نظردامریکا ترټولو ډېرنېژدې دوست پرویزمشرف باندي وي. ښاغلي سلیم صافي په خپله اوږده مقاله کي دا هم لیکلي دي چې په تېرو دېرشو کلونو کې موږ(پاکستان) دامریکا په غوښتنه له پخواني شوروي اتحاد سره پر افغان خاوره خپله جګړه وکړه او اوس هم یقینآ روسیه ،چین او ایران له امریکا سره په افغان خاوره او همداراز په پاکستان کې خپله جګړه کوي . دی وايی چې په افغانستان کې هم دپخواني شوروي اتحاد په خلاف پخپله افغانان جنګېدل خواصل دا جنګ امریکا اوځینو نوروهیوادونو دروسیې په خلاف کاوه،او همدارازپه پاکستان کي هم دنورولپاره جګړه پخپله پاکستانیان کوي چې نوموړی یې دروسیې،چین او ایران جګړه بولي. لیکوال زیاتوي چې بیت الله محسود،حکیم الله محسود،قاري حسین ، طارق افریدی ، عبدالولي ، مولانافضل الله ، مولا نا فقیر محمد او ډاکترعثمان یو هم له امریکا څخه نه دي راغلي او نه هم دیوه بچیان په هندوستان کي زدکړي کوي بلکه ټوله پاکستاني دي . البته دغو ټولو کسانودپاکستان په خلاف لیڅي رانغښتي دي . سلیم صافي لیکلي چې داهم ممکنه ده چې په پاکستان کې دجګړې اورته دافغانستان دحکومت په ګډون هند،ایران ، امریکا او ډیری نور هیوادونه لمن وهي خو دده په خبره چې تنور پخپله پاکستانیانو ګرم ساتلی دی خو ډوډۍ ورکې هرڅوک پخوي . زما لپاره داډېره هیرانوونکې ده چې یو پاکستانی مشهوره خبریال دپاکستان په ترټولو مشهوره او نامتو ورځپاڼه (جنګ) کې داسي لیکي. لیکوال هغه څه لیکلي چې له تېرو دېرشو(۳۰) کلونو راپه دې خوا دپښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅګزي ویل . دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ پالیسي هم داوه چې په هره غونډه کي به یې دانارې وهلې چې دخدای په خاطر په افغانستان کې دجګړې اورته لمن مه وهئ ، کنه دا اور به ستاسو کورته هم راځي او تاسو به هم په هم دغه اورکې سوځئ . هم هغسي وشول او نن دپاکستان په هر ښار کې وېره خپره او دافغانانو په څېرپاکستاني وګړي هم په آزاده پښه نه شي ګرزېدلای . که څه هغه وخت جنګ ورځپاڼي دپښتونخواګوند دغونډوداډول راپورونه هم په اساني نه خپرول خو اوس دوی پخپله هم هغه ډول خبري کوي چې پښتونخوا ګوند کلونه وړاندي کولې . که څه هم سپیني خبري لیوني یا زورور کوي او یا هم زړه ور. سلیم صافی یو ډیر زړه ور خبریال دی ، ښایي زه دده په ډول په زړورتیا سره ونه لیکلای شم خو دا ویلای شم چې په پښتني سیمو کې روانه جګړه په ټولیز ډول یوازي وسله وال طالبان نه کوي . دپښتني سیمو په روانه جګړه کې امریکا دمشر تابه رول لوبه وي خو ګاونډي هم پکښي ښکېل دي . البته په پښتني سیمو کې درواني جګړې اورته تر ټولو ډېره لمن دشمال ټلوالې هغه ځواکمن کسان وهي چې په افغان حکومت کې پر لویو چوکیو ناست دي . دورته پېښو ډېر مثالونه هم لور چې پرخپل وخت به یې خپاره کړو. موږ یوځل بیا دوی ته دا یادونه کوو چې که پرپښتني سیمو هم دا دول جګړه تپل شوې وي نو دګاونډیانو سره سره دنړۍ ډېری نور هیوادونه هیڅ کله سوله ئیز ژوند نه شي کولای . همداراز دشمال ټلوالې زورواکانو ته په کاردي چې په پښتني سیمو کې دجګړې اورته لمن ونه وهي ځکه که پښتني سیمي نا ارامه وي نو شمالي ولایتونه هم په سوله کې نه شي پاتې کېدلای او دا اور هسي هم اوس ددوی تر جونګړو رسېدلی دی او که يې نور هم دې اورته ورپؤکړل خدای مکړه ددوی کلي کورونه په هم دهلمند،کندهار،اروزګان،خوست،پکتیا،زابل،میدان وردګو،غزني،فراه،پکتیکا،کنړ،نورستان،وزیرستان،مومندو،ښکلي سوات او پیښور په ډول دجګړې په اوروسوخل شي . میرویس افغان |
|
+ نوشته شده در
Thu 3 Dec 2009ساعت 7:45 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
داچې نن ورځ انټرنيټ هغه نړى ده چې په پراخه كچه هغه چاته چې انټرنيټ ته لاس رسى لري معلومات وړاندكوي اوهم كولاى شي له دې لارې يوې اوبلې خواته معلومات اونوراسنادواستوي اودرسنيوپه برخه كې هم ډيرپياوړې برخه گڼل كيږي اودمطبوعاتولارويان پكې ورځني معلومات پيښې خبرونه اونورخپروني چې په دې كې تاندسايټ هم پوره ونډه لري . په ډيرافسوس سره بايدووايم چې دتاندسايټ مې راخلاص كړترڅونوي خبرونه اونوي معلومات وگورم چې پكې مې دهلمنددوالي اودهلمنددخبريالانوپه اړه يوه ليكنه ولوسته خداى شته ډيرخفه شوم ،هغه خبريالان چې په ډيروسختوشرايطوكې په هلمندكې كاركوي له هلمندڅخه دبيلابيلوپيښوپرمختگ په شاتگ اونورخبرونه خپروي اوشپه ورځ يې پرځان يوه كړې ده نوبياتاندراپورته شي اوليكي چې دهلمندوالي خبريالانوته پيسې وركوي اودوى هم غوړخبرونه خپروي،لومړى به راشودې چې دهلمنددبيارغونې بهيرپه تيرونوروكلونوكې دومره پرمختگ نه دى كړى لكه محمدگلاب منگل په وخت كې دانه يوازې زه وايم بلكې دهلمندټول اوسيدونكي يې شاهدان دي،دومره لويې پروژې چې ددې والي پرمهال پلې شوې نورنه دي توانيدلي چې داكارونه ترسره كړي،خواوس اصلي خبره داده چې تاندسايټ په واروارپه هلمندكې له خبريالانوڅخه غوښتنه كړې چې له دوى سره دخبرونواوراپورونوپه وركولوكې مرسته وكړي خودهلمندخبريالان په دې پوهيږي چې داسې يوسايټ چې پخپله نه ابرولري ،نه عزت لري اونه هم داچاعزت پكې خوندي دى نوځكه هريوه دوى ته دخبرونواونورمعلوماتوله وركولوڅخه ډه ډه كړې ده چې په بدل كې يې تاندداسې غلط اوپه حقيقت نه ولاړمعلومات ورپورته كوي ، زموږجدي غوښتنه دتاندسايټ له چلونكوڅخه داده چې له داسې معلوماتوله خپرولوڅخه په كلكه ډه ډه وكړي دابيخي دغولوخوراك دى چې دتاندسايټ يې كوي چې په خبريالانوپسې مطلق درواغ خپروي.
په درنښت خپلواك ،ځواكمن هلمند
|
|
+ نوشته شده در
Sat 4 Jul 2009ساعت 4:14 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
کرزى صاحب مبارک، زه هزاره شوم !
ښاغلى کرزى صاحب سلامونه ! زېرى مې درباندې دادى زه پښتون وم خو اوس هزاره شوم ، حيرانېږه مه ، له شيخ محسني، محقق، خليلي او انوري صاحب څخه مې وړاندې ځکه پر تازېرى وکړ چې پوهېږم ته له دوى څخه هم ډېر په دې قوم زهيرېږي او ښايي دې قوم به دنړۍ په تاريخ کې ستا په څېر تر مورمهربانه دايي نه وي ليدلې . دجنس دبدلون ، دتابعيت دبدلون ،دنه نوم دبدلون به دې اورېدلي وي خو دادى له ماڅخه دقوم او هويت دبدلون خبر هم واوره . که څه هم دادزهرو غړپ دى خو له مجبوريته ورته غاړه ږدم . ګوره زه پدې خاطر نه يم هزاره شوى چې ګوندې داقوم کوم مذهبي فضيلت لري زه ديو مسلمان په توګه پدې باور يم چې هېڅ کوم قوم په بل قوم غوره والى نلري په اسلام کې دغوره والي معيار تقوا ده، زه متعصبه هم نه يم . ځکه تعصب او وچ په وچه ځان يا خپل قوم په نورو لوړ ګڼل ناپوهي ده . رسول الله فرمايي چې متعصبه خلک زما له ډلې څخه نه دي. څرنګه چې پښتون پر هزاره لوړ نه بولم همداراز هزاره هم پر پښتون لوړ نه ګڼم زه پوهېږم چې عقبى دمتقيانو ښه وي هغه که هزاره وي او که پښتون. داخرت خبرې به په اخرت کې کوو او نه زه ددې لپاره هزاره کېږم چې اخرت مې ښه شي خو داچې اوس خپل قوم او خپله ژبه پرېږدم او هزاره کېږم لامل يې دادى چې په دې کې مې مادي او دنيوي ګټه ده (( په دنيا ښه راسره وکړه __ په اخرت کې دهرچابېل دي کورونه)) . زه افغان يم ،اړ يم چې په افغانستان کې واوسم دلته په ټولنه کې ژوند وکړم ، پرمختګ وکړم ، ارام اوهوسا ژوند ولرم . له بچيانو او دوستانو سره مې راتلونکې تضمين وي خو پدې باوري يم چې ترڅو پښتو وايم اوځان پښتون بولم نو ستا په نظام او ستا په شتون کې دې موخو ته رسېدلى نشم . ستا په شتون کې دې موخې ته درسېدلو يواځينۍ لار له پښتون سره داړيکو پرېکون او بل قوم او په ځانګړې توګه هزاره توب ته اوښتون دى. ګوره زه بې دليله ( ويداوت دې ريزن ) نه غږېږم زه ثبوت نه ، بلکې ثبوتونه لرم مثلاً اوس چې زه پښتون يم نو له هرې خوا وژل کېږم ، تړل کېږم توهين مې کېږي ، بهرني ځواکونه مې دالقاعده ترورست او ددولت او نظام دمخالف په نوم وژني او دانور مې بيا دجاسوس او ددولت دمرستندوى په نوم . ښوونځي زما سوځول کېږي ، له بيا رغونې او پرمختګ څخه بې برخې زه يم ، اولاد مې نالوستي او لنډه غر لويېږي ، دامنيت دنشتوالي په پلمه مې څوک سيمه کې يوه خښته هم نه ږدي ، لا هم راته اور کرل کېږي ، خپل ورونه يې پخپلو کې اچولي يو او دوى مو ننداره کوي ،دژينوسايډ پاليسي زما پر ضد عملي کېږي ، په ودونو مې بمبارد کېږي ، هره ورځ مې لسګونه ښځينه ،کوچنيان سپين ږيري او بې ګناه ځوانان وژل کېږي، څوک يې په کيسه کې هم نه وي او که ستا دترحم او عاطفې سمندر ډېر توپاني شي نو بيا مې دمړي بيه يولک او دټپي بيه ٥٠ زره افغانۍ راته ټاکې او دامېلمانه کاکاګان خو ځان هم راباندې نه پوهوي چې دا مو انسانان مړه کړل او که فارمي چرګان . سره له دې چې دهېواد ٦٥ په سلوکې نفوس زما په قوم پورې اړوند دى خو په پلازمينه کې مې څوک په خپلې ژبې ليکلو او غږېدلو ته هم نه پرېږدي . خو که له خيره هزاره شم نوبيا به مې مزې وې ، له پورتنيو ټولو ستونزو څخه خو به له يوې مخې خلاص شم . له دې پرته به له ډېرو نورو امتيازاتو او خوندونو څخه هم بر خمن شم . بيا هم مثلاً : دنفوسو سلنه به مې لس هم نه وي خو له ٦٥ به ډېر امتياز ترلاسه کوم ، ولسوالۍ ګانې به مې راته ولايتونه شي ، بوديجه او په پارلمان کې دغړيو ونډه به مې تر نورو ډېره وي ، له قانون به فوق او مستثنى يم، تاته ، دافغانستان ملي مشرانولکه احمدشاه بابا، ميرويس نيکه ،اميرعبدالرحمن خان امير امان الله خان ، سردار نادر خان او نورو ته به ښکنځل کوم ، دا فغانستان تاريخ به تورداغ او شرموونکى بولم ، داملي اتلان به ظالمان ، مستبدين او پښتون به وحشي قوم بولم خوڅوک به رانه پوښتنه هم نشي کولى ، هم به دې پرضد جبهې جوړوم هم به راته امتياز راکوې، هم به ستا دامنيتي چارواکيو دګواښونو او خبرداريوپروا نه کوم او په سرتمبګۍ به ستا پرضد خلک تحريکوم ، لاريونونه به کوم،( مرګ به کرزى،ماکرزى را نه محقق را ميخواهم) شعارونه به ورکوم او هم به راته دمحقق په څېر په اتيازروډالرو دزره ضد موټر اخلې، چې پښتون او کوچى واوسم نو مجبور يم چې ستا په يوه اشاره په څو ساعتونو کې خپلې پلرنۍ ځمکې پرېږدم ،کډې ترې په شا او په سره اوړي کې ژمنيو سيمو ته لاړ شم خو چې هزاره واوسم نوبيابه مې خبره هم سپره وي ،په ناحقه به دجايدادونو خاوند هم يم او ستاددولت دممانعت برسېره به نرغوندې ستا پرضدلاريون هم کوم . هم به دې مرستيال يم هم به دې له اپوزيسيون سره کار کوم ،هم به په ښکاره دهزارستان نقشې او دافغانستان دوېش پلانونه جوړوم دباميانو کوڅې او واټونه به دايرانيو ايت الله ګانو په نومونو نوموم ، ستاپرځاى به په اداراتو کې ددوى عکسونه ځړوم ، ستا داساسي قانون پرضد به ايراني اصطلاحات کاروم ،ايرانى کولتور به رايجوم اوهم به ستا ترزنې لاندې ناست يم او زما له مشورې اوخوښې پرته به هېڅ کار هم نشې کولى . هم به يوه رايه نه درکوم هم به دې مرستيال ټاکل کېږم، په ناقانونه توګه به په پلازمېنه کې خپل ورورته دخلکوشخصي قباله يي ٢٠٠٠ جريبه ځمکه ورکوم چې ځانته يې وپلوري او ځانته پکې ښارګوټى جوړکړي ، څو وزارتونه او لايتونه به راکول کېږي،دملي يووالي پرضد به کارونه هم کوم او ستايل کېږم به هم ، دخلکو په سرونو به ٦ انچه ميخونه هم ټک وهم ، رقص مرده به هم کوم ( مړي به ګډوم ) دنورو قومونو له اتباعو به تيونه هم غوڅوم خو بيا به مې هم تربوداستره مجسمه دنمانځنې او درناوي لپاره په کابل کې ودرول کېږي . په پلازمينه کې به داحمدشاه بابا ، سيدنورمحمدشاه ، شاشهيد په څېر پښتون مېشتو سيمو کې يو کيلومتر سړک هم نه وي پوخ شوى. برېښنا، روغتونونه او نور خوپرېږده خوزما په سيمو دشت برچي ، کلاى شاده ، پول سوخته ،دريمه کارتې او کارته سخي( جمال مېنه) کې به ٤٠ متره سړکونه ، روغتونه ، برېښنااونور هرڅه جوړشوي وي. زه به په هرات ، مزار، کابل ، بغلان ان لښکرګاه کې په دولتي او دخلکو په شخصي ځمکو خپل قام ته ښارګوټي جوړوم او لګښت به يې هم له تا ، هم له ايران او هم له اغاخان څخه اخلم . خوکه پښتنو ته خپلې ثابتې پلرنۍ شخصي او قبالوي ځمکې ورکول شوې نو بيا به لاريون هم کوم ، چيغې به وهم، هغوى به هم وژنم او تاته به هم فاشست وايم . کرزى صاحب ! له دې بل ښه او ستر امتياز څه شى دى چې زموږ هزاره ګانو دخوښۍ لپاره دې دکوچيانو په سل کلنو او يونيم سل کلنو قبالو ستر ګې پټې،له خپلو جايدادونودې بې برخې او دسترګو په رپ کې دې له بهسودو ووېستل. دازموږ لپاره څومره دخوښۍ وړ خبر ده چې کوچيان مو له بهسودو، داى ميرداد، اجرستان او ناور څخه ستاد وسلې او رينجر په زور ووېستل ، موږ که هرڅومره دکوچيانو په اړه سپکه ژبه کاروواو قام ته يې دکوچيګرۍ نوم ورکوو خو هېڅوک راته خوله هم نشي چوله کولى خو که هغوى موږ ته هزاره ګري وايي نو بيا ستا لخوا دملي يووالي ضد حرکتونوباندې تورنېږي . ښاغليه ! ګوره هسې وړيا او بې مطلبه نه هزاره کېږم ، ګټې مې پکې دي ، پوهېږم چې ستا په شتون کې مې اخر هم دملي هويت او ژبې پر جغرافيه نقشه راځي او له هرڅه خلاصېږم . ګوره په ايران کې به له ٤٠ ميليونو ډېر سنيان وي خو نه يې چا مذهب رسمي کړ او نه کلتور،خو دلته ان تا په يو لاس کې دوه هندواڼې ونيولې او هغه سياسي بدعت دې وکړ چې سارى يې په نړۍ کې نه ليدل کېږي ، واه واه يو هېواد دوه قانونه ، يوه محکمه دوه مذهبه ( حنفيت او جعفريت ) هم به ايران خورم هم به امريکالوشم، که لورابوش هم افغانستان ته راشي نو ستا پاملرنه ماته وي باميانو ته يې رالېږي او که دنړيوال بانک رئيس هم . ايران هم راته سلګونه ، ښوونځي مدرسې، کلتوري مرکزونه ، روغتونونه پلونه سړکونه اودقم په څېر لوى لوى پوهنتونونه جوړ کړل ته په دريمه کارته کې دخاتم النبيين په نوم دخوشحال بابا دلېسې پر ملکيت دايران دلسګونو ميليونو ډالرو په لګښت جوړې شوې څو پوړېزې ودانۍ وګوره چې عقل دې له سر څخه والوځي. رښتيا دپښتنو داشتمني خو هم ستا دلطف له برکته زموږ شوه همداراز د اغاخان او ايران په مرسته به دڅو تلويزيوني چينلونو، راديوګانواو ورځپاڼوخاوندهم يم ، او٢٤ ساعته برېښنابه هم لرم ښاغليه ! داچې زه اوس قوم او نژاد بدلوم نوغواړم چې دامراسم ستا په مبارک لاس ترسره شي ځکه وړاندې مو وويل چې ته ترمحسني او خليلي هم په دې قوم ډېر مهربانه يې ،خو باور مې نشي چې ته به دامنيتي ستونزوله کبله دې مراسموته کومې تکيه خانې ته راشې ، ښه داده چې زه تاته ارګ ته درشم خو اورېدلي مي دي چې هلته ډېره سخته تالاشي ده او ان په سپيو هم خلک لټول کېږي نو مهرباني وکړه زما دنوي قوم په احترام خو دې کم ترکمه زما ددرتللو په وخت کې دا د ارګ ددروازې سپيان وتړه . محمدحسن حقيار
|
|
+ نوشته شده در
Sun 17 May 2009ساعت 6:17 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
۷۸۶ عــــــــــــــــــــــــــــــــــ دارواښادشهيدمحمدانورخان لنډه پيژندنه اوبيوگرافي
ليکوال : استاد محمد اسماعيل مهربان د هلمند د عالي دارالمعلمين ريس
ارواښادشهيدمحمدانورخان دحاجي محمدهاشم خان زوي اودمرحوم حاجي مرجان لمسي په كال (۱۳۳۵) هـ ل كي دهلمند ولايت دناوي ولسوالي دهزاراسپ په كلي كي زيږيدلي دي . لومړني زده كړي يي دهزاراسپ په لومړني ښوونځي كي ترشپږم ټولگي پوري ترسره كړي اوترهغه وروسته يي منځني اوثانوي زده كړي يي دناوي ولسوالي دخلج په ليسه كي بشپړي اوپه كال (۱۳۵۵)هـ ل كي دهمدي ليسي څخه فارغ شو. په همدي كال په نوموړي ليسه كي دښوونكي په دنده وگمارل شو. اوپه كال (۱۳۵۶)هـ ل كي دكانكوردازمويني په نتيجه كي دهلمنددښوونكودروزني په عالي دارلمعلمين كي دساينس په ځانگه كي شامل شو. اوپه كال (۱۳۵۷) هـ ل كي دسنبلي په مياشت كي دلوړو زده كړو لپاره ددولتي تحصيلي بورس څخه په گټه اخيستووپخواني شوروي اتحادته وليږل شوچي داماده گي يوكلنه پوهنځي يي دروسيي دفيدرالي جمهوريت دورونيژ ښارپه دولتي پوهنتون كي بشپړه اوپه كال (۱۳۵۸) هـ ل كي دهمدي جمهوريت د((كالوگه)) ښاردښووني اوروزني پوهنتون دفزيك اورياضي په پوهنځي كي داخل اوپه كال (۱۳۶۳)هـ ل كي دهمدي پوهنځي څخه دماسټري په درجه ديپلوم ترلاسه اوفارغ شوچي دشپږكلني تحصيلي دوري وروسته خپل پلرني هيوادافغانستان ته راستون اوپه كال (۱۳۶۳)هـ ل دسنبلي دمياشتي په (۱۸)نيټه دهلمندولايت په عالي دارالمعلمين كي دفزيك اورياضي داستادپه توگه مقررشو. دهغه لياقت اواستعدادله مخي چي خداي (ج) ورپه برخه كړي وو په كال (۱۳۶۴)هـ ل كي دهمدي علمي مؤسيسي دعمومي مديرپه توگه مقررشو،چي بياوروسته دعسكري خدمت دمكلفيت دوري دتيرولوپخاطرسرتيري (سرباز)شواوددغه دوري ترپاي ته رسيدووروسته ددوهم ځل لپاره دهلمنددعالي دارالمعلمين دعمومي مديراواستادپه توگه وگمارل شو،اوپه كال (۱۳۷۲)هـ ل دثوردمياشتي ترپايه پوري يي دوطن دنوي نسل دښووني اوروزني په برخه كي خپله ځوانه انرژي خرڅه اومصرف كړه. په كال (۱۳۷۲) هـ ل دجوزاپه مياشت كي دجگړواوبي ثباتي له امله يي دپوهني لمن دمجبوري له مخي پريښوده اوخپل پلرني كلي ته ولاړ اودبزگري په سپيڅلي دنده لگياه شو. اوپه كال (۱۳۷۴)هـ ل كي دكاركولواوغريبي لپاره وگاونډي هيوادايران ته ولاړاوهلته يي دڅلورومياشتولپاره په كاراو غريبي پيل وكړاورورسته له څلورومياشتونه ددوهم ځل لپاره خپل هيواداوپلرني كلي هزاراسپ ته راستون شواودبزگري اوځمكي په كاربوخت شوچي ترڅه كم يوكال وخت تيرولو وروسته دپاكستان هيواددگردي جنگل سيمي ته دكاركولواو غريبي لپاره ولاړاوهلته ديوسوداگرسره يي دمنشي په توگه كارپيل كړ. وروسته له يوه كال مودي نه بيرته خپل پلرني كلي ته راستون شواوبيادهلمندولايت مركزلشكرگاه ښارته راوكوچيده اودسوداگري په چاروبوخت شو. دطالبانودرژيم له سقوط وروسته په كال (۱۳۸۰)هـ ل ددلوي (سلواغي )په مياشت كي يوځل بيادهلمنددعالي دارالمعلمين دعمومي مدير په توگه مقررشواود (۱۳۸۵)هـ ل كال تراخيره پوري يي نوموړي دنده ترسره كړه اودوطن اونوي نسل لپاره يي دمسلكي ښوونكوپه روزنه كي پراخه ونډه ترسره كړه . اود(۱۳۸۶)هـ ل كال له شروع څخه دآزادرقابت دازمويني دتيرولوپه نتيجه كي دكندهارولايت دپوهني درئيس په توگه وټاكل سواودشهادت تروخته پرهمدي دنده پاته شو،اوبالاخره ارواح ښادشهيدد(۱۳۸۸)هـ ل كال دوري ياحمل دمياشتي په (۱۲)نيټه دچهارشنبي دورځي په (۱۱:۳۰)يولس نيموبجودكندهارښارولايتي شوراپه مقركي دځانمرگودبريدپه نتيجه كي په ناځوانمردانه توگه دشهادت جام نوش كړ. قالواناالله وانااليه راجعون روح دي تل ښادوي . ارواح ښادشهيدمحمدانوريوځلي واده كړي چي دواده ثمره يي څلوربچيان دي چي دهغه جملي څخه يي دوه زامن اودوي لوڼي دي . مشرزوي يي خليل احمدنوميږي په يولسم ټولگي زده كړي كوي اوكشرزوي يي جليل احمدنوميږي په دريم ټولگي كي زده كړي كوي .اومشره لوريي واده شوي اوكشره لوريي كوزده شوي نده . دارواح ښادپلارژوندي دي موريي وفات سوي ده ،اودوي ټول يوولس وروڼه وه چي ارواح ښاديي ترټولومشروو،اودده يوبل ورورهم په جنگي حالاتوكي شهيدسوي وو. ارواح ښادشهيدمحمدانورخان دنيكواوعالي اخلاقوخاوند،پاك نفسه ،مدبر،پروطن مين اوصادق شخصيت وو. تل يي دخپلوهمكارانواوهم مسلكانوسره په ورځنيو چاروكي مشوره اومرسته كوله ،دخلكوخبروته يي پوره غوږنيوه اونيك برخورديي كاوه . دوطن نوي نسل اوزده كوونكي ورباندي گران اوتل به يي ورباندي شفقت كاوه اوهغوي به يي داسلام پالني ،وطن دوستي اوانسان دوستي په روحيه روزل . خپل وطن اوخلك ورباندي زيات گران اوورته وفاداروو. خپل ټول عمريي دوطن داولاددسالمي ښووني اوروزني په سپيڅلي چاره كي ولگاوه . دوطن سمسورتيا،دخلكوابادي اوازادي په هيوادكي دعصري اومتوازن معارف پرمختيادده هيله وه ،خوداهيله يي په ژوندكي پوره نشوه اوشهيدشو. دخداي ج له لوي درباره ورته عظيم اجراوفردوس جنت غواړو. اودشهيدبچيانواودكورني غړواودوستانوته يي دخداي (ج ) له درباره دجميل صبرهيله كوواورته يي عوض غواړو. دارواح ښادشهيدمحمدانورخان دشهادت غميزي نه يواځي دهغه كورني اودوستان غمجن اوخفه كړل بلكي ټول هلمنديان اوحتي دهيوادټول معارف اوخلك يي سخت خواشيني كړل اودهغه تشه به ژراوپه اسانه بشپړه نشي .
وتمـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــت باالخــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــير.
|
|
+ نوشته شده در
Fri 10 Apr 2009ساعت 11:58 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
"فایننشل تایمز" دورځپاڼې چلونکي،او افغان ملګروته یې ګواښ لیک لیکنه: عبدالغفار (( بوبل)) کابل ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د "فایننشل تایمز"په نامه انګریزي ژبې ورځپاڼې څو موده وړاندې داسې یو مضمون خپور کړ چې دژورنالیزم په بې پلوه کورنۍ پورې ،لېکوالان ،خبریالان او نور قلم والوته یې بې ځوابه پوښتنې راولاړې کړې. دغه ورځپاڼه چې له هېواد نه بهر په انګریزي ژبه خپریږي،دکابل دامنیې قوماندانۍ دجنايي څېړنو پرمشر،"علیشا پکتیاوال" پسې هغه تورونه او بې بنسټه لیکنې خپرې کړې چې منل یې هر افغان ته ګران وو. دغه ورځپاڼه پرته له دې چې دژورنالیزم اصولوته نظر وکړي،دافغانستان اوسني روان کړکیچ ته پام وکړي،د "علیشا پکتیاوال "دژوند لیک،او په کاري برخه کې دهغه داجراتو په اړه داسې یوه لیکنه خپره کړه چې دعاقل او فاضل انسان دمنلو وړ نه وو. ”فایننشل تایمز"ورځپانه چې دانګریزانو له خوا خپریږي، غواړي افغان ولس په وینو رنګ او ورکونومونو باندې په خپل مینځ کې بیا واچوي،دغه ورځپاڼه سره له دې چې هېڅ را سند او دلاس نښه چې د"علیشا پکتیاوال" جرم په ګوته کړي نه لري،سره له دې چې کره اسناد او مدارک چې حقیقي بڼه ولري،او په ترڅ کې یې دښاغلي "پکتیاوال جرم په ګوته شي په واک کې نه لري،او دیوه هوايي ،او خیالي وړاندوینې په ترڅ کې یوه ناسمه لیکنه خپره کړې ده. اصله خبره خوداده چې د دې ورځپانې کوم خبریال د"علیشاپکتیاوال" د کړنو، اوژوند لیک په هکله تحقیقي رپوټ دحقایقو ،او دسترګو د لیدلی حال پر بنسټ که برابر کړی وي خو بیا سمه ده،مګر حال داچې نه د"فایننشل تایمز" دورځپاڼې خبریا په دې تحقیقي رپوټ کار کړی ،اونه کومې خاصې خبري سرچینې ، چې تش اوتې بوتې او غیر مسلکي لارې ته ګام پورته شوي، او دا هغه ناوړه عمل دۍ چې دیوه افغان دبې عزته کولو لپاره ترسره شوی دی. نو څنګه جوته کړو چې" فایننشل تایمز" ورځپاڼه ریښتیا وايي،او کوم تورونه یې چې په علیشا پکتیاوال لګولي دي هغه ټول حقیقت لري،داهغه پوښتنه ده چې د دې ورځپاڼې د چلونکو جاغه شکولای شي. د" فایننشل تایمز" رپوټ ته که لږ ځیر شو دایو مطبوعاتي حرکت نه دۍ،اونه دژورنلیزم له نړیوالو اصلوسره مطابقت لري،دغه مطلب د شخصي کینو،او د ډالروپه مټ خپور شوی دۍ،ورځپاڼه مکلفه ده کوم تورنه چې، د دوی له خوا پر پکتیاوال لګول شوي دي،په اړه یې دافغانستان بې پرې او آزادو مطبوعاتو ته دې اسناد او مدارک ورکړي . نن سبا دافغانستان یوشمېر رسنۍ هم له حقایقو څخه سترګې پټې کړي دي، او کومې خپرونې چې له بهره دافغانستان په اړه خپرېږي پرته له دې چې دوی ورباندې خپلې څېړنې ترسره کړي چې آیا دغه رپوټ چې بهرنۍ اړخ لري ریښتیاده او که درواغ، چې له پلټنې وړاندې دهغه په خپرولو او لمن وهلو باندې لاس پورې کوي. داهفه لویه ستونزه،او نیمګړتیا ده چې دافغانستان په یوشمېر مطبوعاتو کې شتون لري،یوشمېر افغاني مطبوعات چې په ګوندونو، او ټوپک سالارو پورې اړه لري هغوی تل هڅه کوی چې ډیرو وړو مسایلو ته په ډېره لوړه کچه لمن و وهي،بیلګه یې همدغه د"فایننشل تایمز" ناقص رپوټ کاپي کول او هغه ته پرداز ورکول ښودلی شو. "علیشا پکتیاوال" لومړی پوښتون منصب دار دۍ چې څوکاله پرله پسې په یو اداره او یوپوست کې خدمت کوي، ځینې کارپوهان او دچارو غښتلي مشران په دې باور دي چې،پرعلیشا پکتیاوال باندې دغه تور اودې ته ورته نور تورونه دسیاسي کړیو له خوا لګول کیږي،او دا هغه تورونه دي چې دیوشمېراجیرانو او دپردیو دغلامانو له خوا دژبنیو، قومي اوسمتي اړیکو په چواکاټ کې دخپلو شخصي ګټو دتر لاسه کولو په موخه لګول کیږي. د" فایننشل تایمز" ورځپانه لومړی په خپل چاپي مطلب کې داسې یو لوی درواغ چې،علیشاپکتیاوال په دوبۍ کې فابریکې او نورې شخصي ځمکې لري چاپ کړی چې هر انسان ځان ته را کاږي، داځکه چې پکتیاوال خودافغانستان ټوله سرمایه نه ساتله چې له هغې نه ځانته له هېواد بهر مانۍ او یا سوداګریزې خونې جوړې کړي. دې ته ورته ټوله لیکنه درواغ او له حقیقته لرې بڼه لري،او د" فایننشل تایمز" ورځپاڼې ته دغه اوتې بوتې د کومې ډلې له خوا ور لېږل شوي دي،بله موضوع چې په کې لیکل شوی وو هغه داچې دپکتیاوال له دفتر نه څو پاڼې اسناد ترلاسه شوي چې د علیشا پکټیاوال دباندنیو جایدادنو یادونې په کې شوي دي کوم منطق به دا ډول تور ومني. دلته نه یوازې دا چې د" فایننشل تایمز" ورځپاڼه تر نیوکو لاندې ده بلکه دهېواد هغه ورځپانې،او خبري سایټونه هم تر پوښتنو لاندې دي چې دغه مطلب یې پرته له دې چې تر دقیقې څېړنې لاندې ونیسي او بیا یې خپور کړي، چې پورتنیو یاد شو څانګو په خواشینۍ سر په پټو سترګو ،او بندو غوږونو لاس په کار شول،او په لوړه کچه باندې یې دې موضوع ته لمنې وغځولې. اصلي خبره خو داده چې د" فایننشل تایمز" ورځپاڼه دې با ید دخپلې لیکنې دمنلو لپاره مونږ ته اسناد راکړي ،او که چېرته اسناد او شواهد نه لري نو لازمه ده چې د موجوده نړېوالو مطبوعاتي، اوحقوقي قوانینو په رڼاکې د"علیشاپکتیاوال" حقوق دې اعاده کړي. ښکاره خبره ده چې په دې هېواد کې نیک نامه ژوندی،اوبدنامه مړی وجود نه لري، هرڅوک چې ښه کار وکړي هغه ته له دوست نه بد بین زیات پیدا کیږي،دعلیشا پکتیاوال په څېر ډېر داسې کسان نوردي چې دخپلو صادقانه کړنو قربانيان شوي دي. بد بیني ،کینه او یو بل نه غوښتل له هغو مواردونه دي چې، افغانستان یې په اور کې سوځي،له هرڅه نه زیات پښتانه په دې لمبو کې لاهو دي،د دې منفي کړنو عاملین په نامه تش افغان او په اصل کې لوی غدار او وطن پلورنکي دي. څونور ټکي دي چې د" فایننشل تایمز" له خوا خپور شوی رپوټ درواغ ښودلی شي، هغه داچې "علیشاپکتیاوال" ترواسه پورې دوبۍ ته بیخي تللي نه دۍ ، د" فایننشل تایمز" درپوټ پربنسټ یوڅوک چې دپکتیاوال په څېر دومره سرمایه، او فابریکې ولري او دهغه له کارونو څخه هم ځان خبر نه کړي ،نو داڅرنګه تجارت دۍ ، او دغه دلیل به څنګه ومنل شي. په اوس وخت کې ورور پر ورور باندې اعتبار او اعتماد نه کوي،نو "پکتیاوال "په چا ا عتبار وکړي،هغه هم بیا په دومره غټو پیسو ،او فابریکو چې د" فایننشل تایمز" دورځپاڼې له خوا افشا شوي دي،اوس نو خپله فکر وکړﺉ چې دغه رپوټ څنګه حقیقت پیداکولای شي،او دکوم یو انسان منطق به یې ومني. بل داچې د" فایننشل تایمز" ورځپانې ولې دهغو ملي غلو ،او غدارانو، له کړو وړ څخه نوم نه اخلي چې په رڼا ورځ کې،قتلونه، وسله والې غلاګانې،دخلکو په ناموس تیري، دمخدره توکو قاچاق،اوپه زرګونو نورو بې عدالتیو ککړ دي،آیا د رسنۍ آزادي اورسالت همدې ته وايي،بل داچې دغه بهرنۍ ورځپاڼه په لومړۍ سر کې لازمه ده چې دخپل هېواد نیمګړتیاوې را واخلي او خپرې یې کړي ،نه داچې دپردیو هېوادونو په چارکو کې دې لاس وهنې وکړي . لاسوهنه هم بیا تر دې کچې پورې چې ،ملي ارزښتونه تر ګواښ لاندې راولي، د" فایننشل تایمز" دروڅپانې دغیر مسلکي کړنې ترڅنګ،افغاني رسنۍ په خصوصي ډول چاپي ورځپانې په غیر مسلکي خپرونوکې ،دمطالبو په خپرولوکې، بیاله " فایننشل تایمز" نه یوګام مخکې دي. دکابل چاپي ورځپاڼې په دې لڼدو وختونوکې په لوړه کچه له مسلکي ،او مطبوعاتي اړخونوڅخه وتلي دي،او داسې مطالب خپروي چې هغه د دوی تولیدي کړنې په ډاګه کوي ،چې له صفر سره برابر دي ،او دهغوی ټول مطالب ،یالیکنې له بهرنیو سایټونو، اویاهم له آژانسونو څخه اخیستل شوي دي،داسې هم شوي دي چې دکابل په یوشمېر ورځپاڼوکې غلا شوي مطالب،او عکسونه په انډولیز ډول په څو ورځپاڼو کې خپاره شوي دي. د" فایننشل تایمز" هغه درواغ روپوټ چې د دې خاورې دیوه غښتلي منصب دار"علیشا پکتیاوال "،له کړو وړو څخه خپورشوی وو،په هما غه ډول افغاني ورځپاڼو هم خپور کړ،اویوڅه نورې اوتې بوتې یې هم ورسره زیاتې کړې،راځۍ چې لږ خپلو اعمالو ته هم نظر وکړو ولې پردیۍ تورې دخپلو ورنو په وژلو کې په لاس ونیسو،دغه ړنګه جونګړه دنورو خلکو په هڅه نه جوړیږي،اوجوړېدل یې پرما اوتاپورې اړه لري.
دبیان آزادي،درسنیو آزادي،او ورسره نورمطبوعاتي فعالیتونه په اوس وخت کې دهر یو لیکوال او ژورنالیست ژوند له لویو ننګونو سره مخامخ کړی ، چې اصلي لامل یې همدغه دګوندونو پلوي کول،اوله وسله والو لورو سره مادي راکړې ورکړې،او دهغوی په خوښه حرک کول دي،که چېرته دافغانستان رسنۍ بې پرې او خپلواک فعالیت ولري هېڅ وخت له ماتې او ناکامۍ سره نه مخامخ کیږي. په ډېرۍ برخو کې دافغاني رسنیو کړه وړه له بهره څارل کیږي،او داهغه خبره ده چې ټولو افغانانوته معلومه ده ،که چېرې په افغاني رسنیو کې خپلواکي او څپېڅلتیا موجوده وي هیڅ وخت " فایننشل تایمز"او داسې نورې ورڅپاڼې په داسې ناوړه لیکنو لاس نه پورې کوي،دغه ملامتي هم په افغاني رسنیو تپل کیږي،او افغاني رسنۍ به ترهغه پورې ناکامه وي چې خپله خپلواکي د رسنیو د قوانینو پربنسټ نوي حفظ کړی. دلته غواړم دې ټکي ته اشاره وکړم چې بهرني مطبوعات هېڅ وخت نه غواړي چې، افغانان په خپل مینځ کې دورورۍ په ډګر کې عادي ژوند ولري، داغوښتنه نه یوازې داچې دبهرنیو مطبوعاتو ده بلکې دهغوي سیاسي کړیو،او مشرانو لویه هیله ده چې پر دې ولس له بده مرغه په بیلابیلو نومونو تپل کیږي، زما په فکر پورتنیو ناندریو سره دمبارزې لپاره ښه او غوره وصیله همدغه دافغاني مطبوعاتو صادقانه فعالیت دۍ. زه په پای کې له ټولو مطبوعاتي ،حقوقي، اوټولنیزو بنسټونوڅخه غواړم چې د" فایننشل تایمز" په هغه رپوټ باندې چې دعلیشاپکتیاوال پرکړنوباندې خپور کړی،دنړېوالو قوانیونو په رڼاکې کتنه وکړي ترڅو حقیقت اوټولنیز عدالت تر پښو لاندې نشي. که چېرته مونږ دهر یو افغان له حقوقو نه دفاع ونه کړو او دخپل هېواد دپت، اوعزت،ساتنه ونه کړو بهرنیان یې کله هم فکر نه کوي، اوهغوی تل هغه لارې لټوي چې په ترڅ کې یې افغان نان په بیلا بېلو نومو نو بد نامه کړي، او دنده په لومړي سر کې رسنیو ته ورپه غاړه ده، چې باید خپل دریځ وپېژني. اوبل داچې له دې لارې مونږ خپله د دې خاورې غداران ،اوریښتنې څېرې وپېژنو،او په همدې دول دهغوي څېرې او فعالیتونه چې په هره کچه وي خپل ولس ته یې په ډاګه کړو ،نه داچې دبل په لمسون خپل ورور دمرګ کومې ته واستو.
دمحربانۍ له مخې د دې لیکنې په اړه وړاندیز او نیوکې مو ماته په دې پته راواستوﺉ
|
|
+ نوشته شده در
Thu 18 Dec 2008ساعت 12:23 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
محمدحسن حقيار
ولسمشر حامد کرزي چې لوېديځو هېوادونو ته له سفرڅخه وروسته تازه هیواد ته را ستون شوي وو، نسبتاً په تونده لهجه پر بهرنيو ځواکونو نيوکه وکړه چې ګوندې همدوى په افغانستان کې ناامنۍ ته زمينې برابروي ، پخپلسرو بمباريو يې ولس هم دبهرنيانو او هم دافغان دولت پرضد درولى،او دولايتي بيارغونې ټېمونه ددولت دحاکميت دکمزوري کولو لامل ګرځېدلي دي. ښاغلي كرزي په افغانستان کې لاس لرونکي بهرني ځواکونه وګواښل او ورته يې وويل چې دوى درې انتخابه لري: يا به له طالبانو سره سوله كوي، يا به دى له واكه ګوښه كوي او يا به له افغانستان څخه وزي. ده پخپلو دې خبرو کې سينه وډبوله چې که دطالبانو مشر ملا محمدعمر مجاهد دخبرو لپاره هېوادته را شې نو دى به يې دخونديتوب تضمين وکړي . دښاغلي کرزي داڅرګندونې ترډېره حده پرځاى دي دا واقعيت دى چې په افغانستان کې ډېرې ستونزۍ او ناامنۍ دبهرنيوځواکونو د شتون ، هېڅ قانون ته غاړه نه ايښودلواو دخپلسريو له امله رامنځته شوي ، ددوى ړوند بمبار او بې رحمه کړنې ددې لامل شوې دي چې ډېردردېدلي افغانان دغچ او انتقام په خاطر له مخالفينوسره يوځاى او ده پر حکومت دافغانانو باور کم شي . دملکي وګړيو دوژنې سهوه!! يوځل او دوه ځله نه بلکې ، په لسګونو ځله تکرار شوې ده ، هرځل يې دبې ګنا افغانانو چيغې او سورې اسمان ته پورته کړي ،هرځل دناسم پوهاوي !! په پايله کې لسګونه بې ګناه افغانان دلمبواو باروتو خوراک شوي دي . دې بې نظميو نه يواځې داچې له پخواراهيسې د ولس حوصله تنګه کړې ، بلکې له ډېر پخوا يې ښاغلى ولسمشر هم ترپوزې راوستىاو دده پر مشرۍ د موجود حکومت مشروعيت او حيثيت يې له ګواښ او سوال سره مخ کړى دى . ده يې هم په اړه څوڅوځله خپل شکايت او اندېښنه متحده ايالاتو، ناټو ځواکونو،نړيوالو، افغانانو اوخبري رسنيو ته رسولې ده ان په ستيج په ژړا شوى دى خوخبره داده چې پر چا يې منې !!دهيچا زړه پرې ونه دردېد ،هيچا يې خبره اوزارۍ ونه منله . تېره اونۍ چې ښاغلي کرزي رسنيو ته وويل چې افغانستان زموږ دى، ددې هېواد قباله له ماسره ده نو ماته دده خبرې ټوکې ،نمايشي اکت اوتش فيګور ښکاره شو ، ما پدې خبروکې خلوص ونه ليد، داهرڅه راته ديوبلې موخې لپاره لاره هوارول وبرېښېدل داغوڅدريځي ، جديت او وروستي اخيستي ګامونه راته واردمخه ټاکنيزکمپاين ښکاره شو. |
|
+ نوشته شده در
Sun 23 Nov 2008ساعت 1:57 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
||||||||||
|
+ نوشته شده در
Sun 14 Sep 2008ساعت 11:35 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
||||||||||
|
|
+ نوشته شده در
Sun 31 Aug 2008ساعت 10:19 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
په اوستا كې د هلمند يادونه د هيتومند په نوم شوىت دى. دا سيمه تر ميلاد ۳۰۰۰ كاله وړاندې تاريخ لري. د بست ښار يې مهم دفاعي ښار و، چې د سلطان محمود غزنوي له خوا جوړ شوى و، چې دروازه او رواق يې اوس هم د هغه وخت د افتخاراتو څرګندويي كوي. دا ښار د غزنويانو دويمه پلازمېنه وه، خو علاوالدين جهانسوز، چې كله غزني ته اور ورته كړ، تر هغې وروسته يې بست هم وران كړ. هغه مهال چې اعرابو زرنج له منځه يووړ، بست پر خپل حال موجود و، په بست كې سكندر مقدوني هم يوه كلكه كلا جوړه كړې وه، خو دا هرڅه چنګېز دوړې كړل او چې څه ترې پاتې او يا وروسته ابادې شوې وه، هغه تېمور لنګ ګورګان له منځه يووړل، خو كله چې وروسته ورته د حبيب الله خان پام شو او د ابادۍ لپاره يې ښه ګامونه واخيستل لوى نهر يې ورته تېر كړ، ښېرازه يې كړ، سمسور شو او بيا كله چې اعليحضرت محمد ظاهر شاه واك ته ورسېد، د واكمنۍ په دوران كې يې هلته د امريكايانو په مرسته ډېر كارونه پيل كړل. نوى ښار يې د لښكرګاه په نوم جوړ كړ، ډېرې پانګې او پروژې يې تر كار لاندې ونيولې، خو وخت ورسره وفا ونه كړه او سردار داود پرې نوره كړه. دا ولايت تقريباً صحرايي اقليم لري، په بست كې د باران كلنۍ اندازه دي ۵۰ او ۱۰۰ ملي مترو په شا و خوا كې وي او شمال، يعنې غرنۍ لوري ته يې د كلني اورښت اندازه ۲۰۰ او ۳۰۰ ملي مترو په اندازه اټكل شوې ده. په كال كې دوه زره اكړه ځمكه په كې نوې ابادېدله، چې د نورو سيمو كې خلك به ورتلل او هلته به مشتېدل. په دې ولايت كې پنبه، د انځر باغونه، انار، هندواڼې، د افتاب پرت ګل او غنم ډېر ښه حاصل وركوي. پاتې دې نه وي چې د كاغذ جوړولو فابريكه هم لري. په مجموعي توګه ۸۱۴۰۰۰اكړه خړوب وړ ځمكه او ۱۰۰۰ اكړه للمي ځمكه لري او ۲۷۹۰۰ جريبه ځمكه يې د ككتش اغزن بوټي، انار، چنار، كج بېد او د پنجه چنار ځنګلونو نيولې ده |
||||||||||||||
|
+ نوشته شده در
Sun 31 Aug 2008ساعت 10:10 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
||||||||||||||
|
تېره ورځ مې له نړيوالو خبري سرچينواورېدل چې له ١٩٩٢څخه تر١٩٩٥ زېږديز کال پورې دبوسنيا په کورنيو جګړو کې دصربانو يو تن مشر رادوان کارادزيچ چې دزرګونوبوسنيايي مسلمانانو په ډله ييزه وژنه تورن دى صربي پوليسو په صربستان کې ونيوه او دهغه تړون له مخې چې داهېواد يې دپخوانۍ يوګوسلاويا دجنګي مجرمينو دمحاکمې په اړه د هالندپه لاهه کې دهاګ له نړيوالې محکمې سره لري رادوان کارادزيچ د محاکمې لپاره دې محکمې ته سپارلى دى .
له ١٩٩٢څخه تر١٩٩٥ زېږديز کال پورې دبوسنيا په کورنيو جګړو کې دصربي مشرانو لخوا زرګونه مسلمانان په ډله ييزه توګه ووژل شول او په ډله ييزه توګه ترخاورو لاندې شول چې اوس هم کله ناکله داقبرونه کشفيږي . په دې موده کې سلوبودان ملاسوويچ دصربانو مشر او رادوان کارادزيچ يې جنګي قوماندان وو . دبوسنيايي صربانو دامشر (کارادزيچ ) تورن دى چې په ١٩٩٥ کال يې دسربرنيتساښار له نيولو وروسته له ٧٥٠٠څخه ډېرملکي مسلمانان چې ډېره برخه يې نوي ا وتنکي ځوانان وو په ډله ييزه توګه وژلي دي . نوموړى په ١٩٩٦ کال دديتون دسولې له تړون وروسته نادرکه شو او لوېديځ استخباراتي چينلونه يې له يوې لسيزې ډېر وخت دموندلو په لټه کې وو . کارادزيچ په دې موده کې دبوسنيا او صربستان ترمنځ دتګ راتګ په حال کې په بدله بڼه ژوند کاوه چې په پاىکې څوورځې واړندې ددې هېواد پوليسو ونيوه . په هغه خبرپاڼه کې چې ددې هېواد دولسمشرۍ له دفتر څخه خپره شوې راغلي چې ددې هېوادپوليس دراتکوملاديج په نوم ديوبل لوى جنګي جنايتکار او د رادوان کارادزيچ دمرستيال په لټه کې هم دي چې ترنيولو وروسته يې دجنګي مجرم په توګه دمحاکمې لپاره دهاک نړيوالې محاکمې ته وسپاري . دجنګي جرمونو دڅېړنې ددې نړيوالې محکمې لوى څارنوال د کارادزيچ نيونه لويه لاسته راوړنه بللې او په دې اړه يې ډېره خوښي ښودلې ده . ديادونې وړ ده چې دصربانو دهغه وخت ولسمشر سلوبودان ملاسوويچ هم تېرکال نيول شوى او دمحاکمې لپاره همدې محکمې ته سپارل شوى دى . دجنګي مجرمينو نيول او دعدالت او محاکمې مېز ته دهغوى راکشول يو ډېر نيک او دستايلو وړ کار دى ، مجرم ته سزا ورکول دانصاف او انساني فطرت غوښتنه ده . په هرځاى او هر دولت کې چې مجرمينو ته سزا ورکول کېږي او دقانون حاکميت وي نو هلته ژوند ارام ، خلک پرمختللي امنيت حاکم او دوېرې ترهې فضا کډه کړې وي . نن سبا دانساني ټولنې يوه ګډه ستونزه دقانونيت نه شتون او جنايتکارو ډلو او وګړيو ته دسزا نه ورکول دي . همدا دقانون نه شتون او يا دقانون کمزوري ده چې مجرمينو او دانسانيت او دسولې او ارامتيا دښمنانو ته يې جرئت ورکړى دى . خو زموږ هيله له نړيوالې ټولنې څخه داده چې لکه څرنګه يې چې ملاسوويچ او کارادزيچ ونيول او د محاکمې مېز ته يې راکاږل همداراز دې دافغانستان جنګي جنايتکاران ،ملاسوويچان او کارادزيچان هم محاکمه کړي . که هغوى په بوسنيا کې ٧٥٠٠ بې ګناه مسلمانان وژلي دي دلته هم ملاسوويچانو دوه نيم ميليونه مسلمانان وژلي دي ، دلته له ١٣٥٧ کال راپدېخوا هرچا ترخپل وسه ډله ييزې وژنې کړي دي ، دخلقيانو او پرچميانو په واکمنيو کې هغوى تردېرش زرو ډېرافغانان دانقلاب ضد عناصرو په تور بې ګناه ووژل او هدومره يې ژوندي په پوليګون او دافغانستان په نورو برخو کې ژوندي ترخاورو لاندې کړل .له بې ګناه خلکو يې سترګې او نوکان ووېستل ، هغه ډول سزاګانې يې ورکړې چې قلم يې په ليکلو ژړېږي، وروسته دتش په نوم مجاهدينو په سکتارستي او ائتلافي حکومت کې خو په کابل ښاريانو هغه ظلمونه وشول چې دانسانيت تاريخ يې سارى او بېلګه نه وه ليدلې ، ورپسې دطالبانو په وخت کې يواځې په ليلې دښته کې ١٢٠٠٠ افغانان ژوندي ترخاورو لاندې شول . په اوسنۍ اداره کې دهمدې ملاسوويچانو په غلطو او ناسمو راپورونو په بې ګناه افغانانو ١٥ ټنيز بمونه وغورځول شول ، پر ودونو بمبار وشو، ډله ييزې وژنې وشوې او له بده مرغه لا هم روانې دي . نو که ملګري ملتونه په رښتيا هم عدالت اودځمکې پر مخ دقانون حاکميت غواړي نو له هرډول استثنى پرته دې دافغان ملت دښمنان ، دافغانستان په خاوره کې جنايت کوونکي او جنګي مجرمين ونيسي او کلک حساب دې ورسره وکړي . افغان ولس په کلکه داغواړي چې دافغانستان دروانې ٣٠ کلنې غميزې ټول لوبغاړي او جنايت کاران دې هغه که په کمونستي دور پورې اړه لري ، که په جهادي ، په طالبي دور کې وو او که په اوسنۍ ديموکراسۍ او انارشۍ کې، له هرډول استثنىپرته محاکمه کړل شي . داغوښتنه نوې نده دا ډېره پخوانۍ او نه زړېدونکې غوښتنه ده . افغانان له نړيوالې ټولنې په دې اړه ددوى پر بې تفاوتۍ په کلکه خفه او ګيله من دي او داګيله يې پرځاى هم ده ،ځکه دلته چې يو نظام اوښتى او پرځاى يې بل نظام راغلى نو دپخواني رژيم اکثره لوړ پوړي چارواکي چې دلته يې سلګونه زره بې ګناه افغانان وژلي يا امريکايا اروپا اويا استراليا ته تښتېدلي دي او هلته دمحاکمې او پوښتنې پرځاى ورته دډېر ښه او ارام ژوند زمينه برابره شوېده . هماغه خلک چې دلته يې زرګونه انسانان ژوندي ترخاورو لاندې کړي په امريکا کې خوښ ژوند لري او داړوند حکومت تر پام لاندې ژوند کوي او ځينې يې دلته د دوى ترچتر لاندې اوس هم په ولس حاکمان او تيغ يې لاهم دملت پرمرۍ ښخ دى . کله چې افغانان ويني چې ددوى وژونکي ددوى دشتمنۍ ، ناموس او شخصي او ملي جايدادونو غصبوونکي اوس هم په افغانستان کې دبهرنيو پوځونو په مرسته او دهغوى ترسيوري لاندې ژوند کوي ، دوى ورته امکانات برابر کړي ، لوړپوستونه،وزارتونه، ولايتونه ، قول اردوګان يې ورکړي نو څنګه به له دوى سره مرستې ته زړه ښه کړي .؟ څنګه به دوى خپل ساتونکي اودوستان وبولي؟ کله چې ولسمشر بيچاره اعتراف کوي چې ديو جنګسالارچې دلسګونو زرو افغانانو په وژنه ، بې ناموسۍاودنورو لسګونو جنايتونو په ارتکاب تورن دى دنيولو تصميم يې ونيوه نو ديوه هېواد لخوا يې ملاتړ وشو ، هغه هېواد په افغانستان کې پوځونه هم لري او دې جنايتکار ته هره مياشت دېرش زره ډالر جيب خر څ هم ورکوي . ښه نو چې کله دلته حالات داسې دي او جنايت کاران دمحاکمې پرځاى تشجيع کېږي ، نو افغانان به څنګه دخپلو دښمنانو له دوستانو او اکمالوونکيوسره مرسته وکړي .او ښکاره ده چې ترڅو ولس له چاسره مرسته ونکړي برياليتوب يې ناشونى وي . په پاى کې يوځل بيا يادونه کوو چې دنړيوالې ټولنې لخوا دجنګي جنايتکارانو محاکمه او هغوى ته سزاورکول ډېر دستاينې وړ کار دى خو دامحاکمې بايد دشخصي ذوق او سياسي سليقو له مخې نه وي ، بلکې دبشريت ددرناوي اودټولې ځمکې پرسر دانصاف او دعدالت دتامين لپاره وي او هرچېرې او په هرچا تطبيق شي ، نړيواله ټولنه بايد په دې اړه ديوبام او دوه هوا پاليسي ونه کاروي ، عدالت دکاذب مصلحت له شعار څخه قرباني نکړي . دافغانستان دروانې غميزې دپاى لومړى شرط دادى چې جنګي مجرمين محاکمه او دخپلو ناوړو کړنو سزاورته ورکړل شي. دهمدې ورځې په هيله محمدحسن حقيار |
|
+ نوشته شده در
Tue 29 Jul 2008ساعت 8:53 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
ښاغلى کرزى صاحب سلامونه
زېرى مې درباندې دادى زه پښتون وم خو اوس هزاره شوم ، حيرانېږه مه ، له شيخ محسني، محقق، خليلي او انوري صاحب څخه مې وړاندې ځکه پر تازېرى وکړ چې پوهېږم ته له دوى څخه هم ډېر په دې قوم زهيرېږي او ښايي دې قوم به دنړۍ په تاريخ کې ستا په څېر تر مورمهربانه دايي نه وي ليدلې . دجنس دبدلون ، دتابعيت دبدلون ،دنه نوم دبدلون به دې اورېدلي وي خو دادى له ماڅخه دقوم او هويت دبدلون خبر هم واوره . که څه هم دادزهرو غړپ دى خو له مجبوريته ورته غاړه ږدم . ګوره زه پدې خاطر نه يم هزاره شوى چې ګوندې داقوم کوم مذهبي فضيلت لري زه ديو مسلمان په توګه پدې باور يم چې هېڅ کوم قوم په بل قوم غوره والى نلري په اسلام کې دغوره والي معيار تقوا ده، زه متعصبه هم نه يم . ځکه تعصب او وچ په وچه ځان يا خپل قوم په نورو لوړ ګڼل ناپوهي ده . رسول الله فرمايي چې متعصبه خلک زما له ډلې څخه نه دي. څرنګه چې پښتون پر هزاره لوړ نه بولم همداراز هزاره هم پر پښتون لوړ نه ګڼم زه پوهېږم چې عقبى دمتقيانو ښه وي هغه که هزاره وي او که پښتون. داخرت خبرې به په اخرت کې کوو او نه زه ددې لپاره هزاره کېږم چې اخرت مې ښه شي خو داچې اوس خپل قوم او خپله ژبه پرېږدم او هزاره کېږم لامل يې دادى چې په دې کې مې مادي او دنيوي ګټه ده (( په دنيا ښه راسره وکړه __ په اخرت کې دهرچابېل دي کورونه)) . زه افغان يم ،اړ يم چې په افغانستان کې واوسم دلته په ټولنه کې ژوند وکړم ، پرمختګ وکړم ، ارام اوهوسا ژوند ولرم . له بچيانو او دوستانو سره مې راتلونکې تضمين وي خو پدې باوري يم چې ترڅو پښتو وايم اوځان پښتون بولم نو ستا په نظام او ستا په شتون کې دې موخو ته رسېدلى نشم . ستا په شتون کې دې موخې ته درسېدلو يواځينۍ لار له پښتون سره داړيکو پرېکون او بل قوم او په ځانګړې توګه هزاره توب ته اوښتون دى. ګوره زه بې دليله ( ويداوت دې ريزن ) نه غږېږم زه ثبوت نه ، بلکې ثبوتونه لرم مثلاً اوس چې زه پښتون يم نو له هرې خوا وژل کېږم ، تړل کېږم توهين مې کېږي ، بهرني ځواکونه مې دالقاعده ترورست او ددولت او نظام دمخالف په نوم وژني او دانور مې بيا دجاسوس او ددولت دمرستندوى په نوم . ښوونځي زما سوځول کېږي ، له بيا رغونې او پرمختګ څخه بې برخې زه يم ، اولاد مې نالوستي او لنډه غر لويېږي ، دامنيت دنشتوالي په پلمه مې څوک سيمه کې يوه خښته هم نه ږدي ، لا هم راته اور کرل کېږي ، خپل ورونه يې پخپلو کې اچولي يو او دوى مو ننداره کوي ،دژينوسايډ پاليسي زما پر ضد عملي کېږي ، په ودونو مې بمبارد کېږي ، هره ورځ مې لسګونه ښځينه ،کوچنيان سپين ږيري او بې ګناه ځوانان وژل کېږي، څوک يې په کيسه کې هم نه وي او که ستا دترحم او عاطفې سمندر ډېر توپاني شي نو بيا مې دمړي بيه يولک او دټپي بيه ٥٠ زره افغانۍ راته ټاکې او دامېلمانه کاکاګان خو ځان هم راباندې نه پوهوي چې دا مو انسانان مړه کړل او که فارمي چرګان . سره له دې چې دهېواد ٦٥ په سلوکې نفوس زما په قوم پورې اړوند دى خو په پلازمينه کې مې څوک په خپلې ژبې ليکلو او غږېدلو ته هم نه پرېږدي . خو که له خيره هزاره شم نوبيا به مې مزې وې ، له پورتنيو ټولو ستونزو څخه خو به له يوې مخې خلاص شم . له دې پرته به له ډېرو نورو امتيازاتو او خوندونو څخه هم بر خمن شم . بيا هم مثلاً : دنفوسو سلنه به مې لس هم نه وي خو له ٦٥ به ډېر امتياز ترلاسه کوم ، ولسوالۍ ګانې به مې راته ولايتونه شي ، بوديجه او په پارلمان کې دغړيو ونډه به مې تر نورو ډېره وي ، له قانون به فوق او مستثنى يم، تاته ، دافغانستان ملي مشرانولکه احمدشاه بابا، ميرويس نيکه ،اميرعبدالرحمن خان امير امان الله خان ، سردار نادر خان او نورو ته به ښکنځل کوم ، دا فغانستان تاريخ به تورداغ او شرموونکى بولم ، داملي اتلان به ظالمان ، مستبدين او پښتون به وحشي قوم بولم خوڅوک به رانه پوښتنه هم نشي کولى ، هم به دې پرضد جبهې جوړوم هم به راته امتياز راکوې، هم به ستا دامنيتي چارواکيو دګواښونو او خبرداريوپروا نه کوم او په سرتمبګۍ به ستا پرضد خلک تحريکوم ، لاريونونه به کوم،( مرګ به کرزى،ماکرزى را نه محقق را ميخواهم) شعارونه به ورکوم او هم به راته دمحقق په څېر په اتيازروډالرو دزره ضد موټر اخلې، چې پښتون او کوچى واوسم نو مجبور يم چې ستا په يوه اشاره په څو ساعتونو کې خپلې پلرنۍ ځمکې پرېږدم ،کډې ترې په شا او په سره اوړي کې ژمنيو سيمو ته لاړ شم خو چې هزاره واوسم نوبيابه مې خبره هم سپره وي ،په ناحقه به دجايدادونو خاوند هم يم او ستاددولت دممانعت برسېره به نرغوندې ستا پرضدلاريون هم کوم . هم به دې مرستيال يم هم به دې له اپوزيسيون سره کار کوم ،هم به په ښکاره دهزارستان نقشې او دافغانستان دوېش پلانونه جوړوم دباميانو کوڅې او واټونه به دايرانيو ايت الله ګانو په نومونو نوموم ، ستاپرځاى به په اداراتو کې ددوى عکسونه ځړوم ، ستا داساسي قانون پرضد به ايراني اصطلاحات کاروم ،ايرانى کولتور به رايجوم اوهم به ستا ترزنې لاندې ناست يم او زما له مشورې اوخوښې پرته به هېڅ کار هم نشې کولى . هم به يوه رايه نه درکوم هم به دې مرستيال ټاکل کېږم، په ناقانونه توګه به په پلازمېنه کې خپل ورورته دخلکوشخصي قباله يي ٢٠٠٠ جريبه ځمکه ورکوم چې ځانته يې وپلوري او ځانته پکې ښارګوټى جوړکړي ، څو وزارتونه او لايتونه به راکول کېږي،دملي يووالي پرضد به کارونه هم کوم او ستايل کېږم به هم ، دخلکو په سرونو به ٦ انچه ميخونه هم ټک وهم ، رقص مرده به هم کوم ( مړي به ګډوم ) دنورو قومونو له اتباعو به تيونه هم غوڅوم خو بيا به مې هم تربوداستره مجسمه دنمانځنې او درناوي لپاره په کابل کې ودرول کېږي . په پلازمينه کې به داحمدشاه بابا ، سيدنورمحمدشاه ، شاشهيد په څېر پښتون مېشتو سيمو کې يو کيلومتر سړک هم نه وي پوخ شوى. برېښنا، روغتونونه او نور خوپرېږده خوزما په سيمو دشت برچي ، کلاى شاده ، پول سوخته ،دريمه کارتې او کارته سخي( جمال مېنه) کې به ٤٠ متره سړکونه ، روغتونه ، برېښنااونور هرڅه جوړشوي وي. زه به په هرات ، مزار، کابل ، بغلان ان لښکرګاه کې په دولتي او دخلکو په شخصي ځمکو خپل قام ته ښارګوټي جوړوم او لګښت به يې هم له تا ، هم له ايران او هم له اغاخان څخه اخلم . خوکه پښتنو ته خپلې ثابتې پلرنۍ شخصي او قبالوي ځمکې ورکول شوې نو بيا به لاريون هم کوم ، چيغې به وهم، هغوى به هم وژنم او تاته به هم فاشست وايم . کرزى صاحب ! له دې بل ښه او ستر امتياز څه شى دى چې زموږ هزاره ګانو دخوښۍ لپاره دې دکوچيانو په سل کلنو او يونيم سل کلنو قبالو ستر ګې پټې،له خپلو جايدادونودې بې برخې او دسترګو په رپ کې دې له بهسودو ووېستل. دازموږ لپاره څومره دخوښۍ وړ خبر ده چې کوچيان مو له بهسودو، داى ميرداد، اجرستان او ناور څخه ستاد وسلې او رينجر په زور ووېستل ، موږ که هرڅومره دکوچيانو په اړه سپکه ژبه کاروواو قام ته يې دکوچيګرۍ نوم ورکوو خو هېڅوک راته خوله هم نشي چوله کولى خو که هغوى موږ ته هزاره ګري وايي نو بيا ستا لخوا دملي يووالي ضد حرکتونوباندې تورنېږي . ښاغليه ! ګوره هسې وړيا او بې مطلبه نه هزاره کېږم ، ګټې مې پکې دي ، پوهېږم چې ستا په شتون کې مې اخر هم دملي هويت او ژبې پر جغرافيه نقشه راځي او له هرڅه خلاصېږم . ګوره په ايران کې به له ٤٠ ميليونو ډېر سنيان وي خو نه يې چا مذهب رسمي کړ او نه کلتور،خو دلته ان تا په يو لاس کې دوه هندواڼې ونيولې او هغه سياسي بدعت دې وکړ چې سارى يې په نړۍ کې نه ليدل کېږي ، واه واه يو هېواد دوه قانونه ، يوه محکمه دوه مذهبه ( حنفيت او جعفريت ) هم به ايران خورم هم به امريکالوشم، که لورابوش هم افغانستان ته راشي نو ستا پاملرنه ماته وي باميانو ته يې رالېږي او که دنړيوال بانک رئيس هم . ايران هم راته سلګونه ، ښوونځي مدرسې، کلتوري مرکزونه ، روغتونونه پلونه سړکونه اودقم په څېر لوى لوى پوهنتونونه جوړ کړل ته په دريمه کارته کې دخاتم النبيين په نوم دخوشحال بابا دلېسې پر ملکيت دايران دلسګونو ميليونو ډالرو په لګښت جوړې شوې څو پوړېزې ودانۍ وګوره چې عقل دې له سر څخه والوځي . رښتيا دپښتنو داشتمني خو هم ستا دلطف له برکته زموږ شوه همداراز د اغاخان او ايران په مرسته به دڅو تلويزيوني چينلونو، راديوګانواو ورځپاڼوخاوندهم يم ، او٢٤ ساعته برېښنابه هم لرم ښاغليه ! داچې زه اوس قوم او نژاد بدلوم نوغواړم چې دامراسم ستا په مبارک لاس ترسره شي ځکه وړاندې مو وويل چې ته ترمحسني او خليلي هم په دې قوم ډېر مهربانه يې ،خو باور مې نشي چې ته به دامنيتي ستونزوله کبله دې مراسموته کومې تکيه خانې ته راشې ، ښه داده چې زه تاته ارګ ته درشم خو اورېدلي مي دي چې هلته ډېره سخته تالاشي ده او ان په سپيو هم خلک لټول کېږي نو مهرباني وکړه زما دنوي قوم په احترام خو دې کم ترکمه زما ددرتللو په وخت کې دا د ارګ ددروازې سپيان وتړه . محمدحسن حقيار |
|
+ نوشته شده در
Mon 28 Jul 2008ساعت 2:18 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
اسوشيتيد پريس په روانه اوونۍ کې راپورورکړچې په پاکستان کې جهادي ډلې موافقې ته رسېدلي چې په افغانستان کې به له افغان او بهرنيوځواکونوسره په جګړه کې همکاري کوي . د دوى غونډه چې کابو درې سوو غړيو يې پکې ګډون کړى وو دجون په لومړيو کې دپاکستان په راولپنډۍ ښارکې چې دپوځ مرکز بلل کېږي ، شوې وه . داسوشيتيد پريس خبريالې کتي ګنن ازادۍ راډيو ته وويل په دې غونډه کې اکثره هغه ډلې شاملې وې چې دهغې په وينا له کلونوراهيسي دپاکستان داستخباراتوپه ملاتړپه کشميرکې جنګېږي . ګنن وايي د البدر او دغه راز له القاعده سره تړلې ډلې لکه جېش محمد، لشکرطيبه او حزب المجاهدين په غونډه کې برخه لرله . دګنن په وينا البدرډله په ١٩٩٨ کې دپاکستان دآى ايس آى له لوري جوړه شوه.ددې ډلې جنګيالي تردې وړاندې دحزب المجاهدين غړي ول اوپه نوي يمه لسيزه کې دګلبدين حکمتيار په ملاتړپه افغانستان کې جنګېدل .خو وروسته له دې چې طالبانوکابل ونيوۀ، راپورونه وايي چې آى ايس آى دا ډله وهڅوله چې له حزب المجاهدين بېل فعاليت وکړي.ګنن وايي دا ډلې اوس بيا سره يوځاى کېږي . په وروستيو کې دپاکستان پرآى ايس آى بيا بيا تورونه لګېږي چې په دې استخباراتي موسسه کې ځينې عناصرپه افغانستان کې دجګړې د اور دتازه ساتلولپاره دطالبانوملاتړ کوي خو دپاکستان چارواکودا خبره په کلکه رد کړې ده . خو داسوشيتيد پريس خبرياله ګنن وايي په راولپنډۍ کې داورپکو ډلو غونډه په درو علتونوجوړه شوې وه.يوداچې دوى به په جګړه کې دخپلو وژل شويوکسانوبدل واخلي ،بل دا چې نورو جنګياليو ته به بلنه ورکړي چې جګړې ته ورشي او دغه راز به دلشکر طيبه او جېش محمد ترمنځ اختلافات پاى ته ورسوي . ګنن وايي دوى وويل چې په کشميرکې جګړه لا هم ډېره مهمه ده خواوس يې بايد دجنګ تمرکز د يوې متحدې ډلې په توګه په افغانستان کې دامريکا اونړيوالوځواکونوپرضد وي په وروستيو کې امريکايي مقاماتو ويلي چې دافغانستان په ختيځ کې د وسله والوسخت دريځو له لوري تاوتريخوالي دتېرکال په پرتله په سلوکې څلوېښت زيات شوي اوپه دغو نښتوکې دالقاعده غړي ،پاکستاني سخت دريځي او تريوه حده د حکمتيارپلويان رول لري ګينن دامريکايي مقاماتودا خبره بې مورده نه بولي اوپه نورستان کې دامريکايي ځواکونوپراډې حملې ته دبېلګې په توګه اشاره کوي چې د ورته ډلو له لوري شوې وه .دافغانستان حکومت وروسته له دې چې په کابل کې دهند پرسفارت ځانوژونکې حمله وشوه ، پاکستان دافغانستان په چارو کې په لاسوهنې،له وسله والوسخت دريځو سره په ملاتړ اويا دهغوى په تګ راتګ باندې په سترګو پټولوباندې په ښکاره تورنوي خو دپاکستان صدراعظم دافغانستان ادعاوې رد کړې او ويې ويل چې هيواديې ديوۀ باثباته افغانستان غوښتونکى دى . دامريکا ولسمشرجورج بوش دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دلفظي جګړې په منځ کې دجولاى په پنځلسمه وويل چې متحده ايالات به دافغانستان له استخباراتوسره همکاري وکړي چې دپاکستان پرضد دولسمشرکرزي د تورونوپه هکله تحقيق وکړي او دى به بله اوونۍ دپاکستان له صدراعظم سره په کتنه کې دا مسئله له هغه سره ياده کړي. بوش وويل په دې کې هيڅ شک نشته چې ځيني سخت دريځي دپاکستان له يوشمېرسيموڅخه افغانستان ته ځي چې دا زموږ اوافغانستان ځوروي اوبايد پاکستان هم ورباندې خوابدى وي . مېرمن ګنن په عين حال کې وايي چې دافغانستان اوپاکستان په پوله کې وضعيت ډېرپېچلى دى اوبايد په سادګۍ سره ټول تورونه هم پرپاکستان ونه لګول شي . ګنن زياتوي په ولايتونوکې دافغانستان دمرکزي حکومت کمزورتيا، خورا زيات اداري فساد او ورسره جوخت دنړيوالوځواکونو په بمباريو کې دملکي افغانانو مرګ ژوبلې چې يوه بېلګه يې دننګرهار په هسکې مېنې کې پريوۀ واده باندې بمباري وه ، هم سبب کېږي چې عام افغانان دوسله والو سخت دريځو ملاتړ وکړي |
|
+ نوشته شده در
Tue 22 Jul 2008ساعت 10:35 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|||||||||||||||||||
|
+ نوشته شده در
Sat 5 Jul 2008ساعت 10:39 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|||||||||||||||||||
په افغانستان کې د ناتو ډلييزه وژنه او د نړيوالو حقوقو دريځ د
طالب وژنې څخه تر قوم وژنې ( ژنوسايد ) پورې
د اپريل په مياشت کی په بخارست ښار کی د ناتو سرمشريزه غونده جوړيږی . خينی هيوادونه نيت لری چه په افغانستان کی ناتو زياتره جګړی ته وهڅوی . نړيوال حقوق دغه افغان وژنه چی د ملګرو ملتونو تر بيرغ لاندی تر سره کيږی ، د « ژنوسايد جنايت» ( نسل وژنه ) په نوم يادوی . ( ۱ ) لاندی مضمون د بخارست د غوندی په درشل کی د ناتو پام هغه حقوقی دروند مسئوليت ته چی د بيگناه او بيدفاع افغانانو د بی خايه وژلو په وړاندی لری را اړوی. افغانان هيله لری چه ناتو په خپل غونده کی د جګړی د چتک بنديدو د پاره تجويز ونيسی . او د هر دول پريکړی څخه چه د جګړی د لمن د پراختيا لامل ګرخی په کلکه دده وکړی . لمړی ـ د ژنوسايد حقوقی شاخص :
۱ ــ د ژنوسايد مفهوم : د ژنوسايد مخنيوی او ورسره د مقابلی کانوانسيون په ۱۹۴۸ م کال د دسامبر په ۹مه نیته د ملکرو ملتونو ( م ، م ) د عمومی اسامبلی له خوآ تصويب او په ۱۹۵۱ د جنوری په ۱۲ مه نافذ شو. کانوانسيون ژنوسايد داسی تعريفوی : « هغه عملونه چی د يوی ملی ، قومی ، نژادی يا مذهبی دلی د تول يا يوی برخی له منځه وړو په موخه تر اجرآ لاندی راشی » . ( ۲ ) دا مهمه نده چه وژنه کلی وی يا قسمی او د سولی په وخت کی رامنځته شی يا د جګړی په وخت . کانوانسيون په خپل۲ مه ماده کی هغه عملونه چی د ژنوسايد د جنايت په کته گوری کی شامليږی په لاندی دول څرګندوی: الف . يو گروپ ( دلی ) پوری تړلی کسانو وژنه . ب . يو ګروپ پوری تړلی غړيو ، فزيکی او فکری بشپړتيا ته تاوان رسول . ج . يوه دله د هغه حالت تر اغيز لاندی راوستل چه د کلی يا قسمی فزيکی له منځه وړل يی لامل وګرځی . د . د يو ګروپ د زيږيدو او پنزيدو ( توالد او تناسل ) مخه نيول. ه . د يو ګروپ ماشومان بل ګروپ ته اجباری ليږدونه . د پورتنيو ۵ مواردو نه که يوازی د یو مورد نه په يو وخت هم ګته پورته شی د ژنوسايد جنايت مطرح کيږی . په افغانستان کی د ناتو قواوو د دول دول وسايلو نه وار وار د نوموړی ۵ مورد څخه د ۳ مورد نه (الف ، ب ، ج ) د هغه کسانو په وړاندی چه « طالبان » ( إ ) ويل کيږی کار اخيسی دی . ــ په نړيوال حقوقی نظام کی د ژنوسايد کانوانسيون اغيز : نړيوال قوانين د ۲ نورمونو تر اغيز لاندی دی : ـ الزامی نورمونه ( Erga omme ) : لکه د جنګی جناياتو په اړه اصول . هر هيواد ګته او وجيبه ( دنده ) لری چی الزامی نورمونه په بشپړه توګه مراعات کاندی . ـ غير الزامی نورمونه : لکه د بشر د حقونو پرنسيبونه . د نورنبرګ د اساسنامی د ۶ می مادی له مخی د نړيوالو قوانينو ځينی تيروتنی يوازی هغه وخت د جنايت په بنه مطرح کيدای شی چه د نورو جناياتو لکه د سولی په ضد جنايت يا جنګی جنايت سره تړاو ولری . اما ژنوسايد که د سولی يا جګړی په حالت کی وی خپلواکه ( اتونوم ) تيروتنه يعنی جنايت ګنل کيږی او د هغه نه دده الزامی ( Ega omme ) بنه لری . دوهم ـ په افغانستان کی د ناتو د دله ايزی وژنی حقوقی ارزونه :
اوس د ژنوسايد د تشخيص ( تاکلی ) په اړه په کافی اندازه حقوقی معيارونه په لاس کی لرو چی د هغو په بنست په افغانستان کی د ناتو نظامی عمليات د نړيوالوقوانينو په رنا کی تر ارزونی لاندی راوړو . ۳ ــ د يوه مذهبی ، قومی مغضوب واقع شوی دلی شته والی :
ځينی څيړونکی فکر کوی چه د ناتو د وژنی په اجندآ کی يوازی طالبان د يوه مذهبی دلی په صفت شامل دی نه قومی اکثريت د يو قوم په حيث . ۴ ــ د وژنی منظم پلان :
پلان د ناتو دستراتژیستانو له خوآ د موقوت غوندو په ترڅ کی ( وروستی په بخارست کی ) طرح کيږی. ۵ ، ۶ ــ پرله پسی او سيستماتيکه وژنه :
د م ، م عمومی منشی ، عمومی اسامبلی ته د يو راپور د وړاندی کولو په ترڅ کی وويل : « په افغانستان کی په ۲۰۰۷ م کال ، ۸۰۰۰ کسان وژل شويدی . » ( مارچ ۲۰۰۸ ) . نتيجه
ــ په افغانستان کی د ناتو په دله ايزه وژنه کی د ژنوسايد تولی حقوقی جوړونکی پرزی را غوند شوی دی کوم چی په ترڅ کی يی طالب د يوه مذهبی دلی او پښتون ولس د يو قوم ( اتنی ) په صفت د ژنوسايد ليكنه داكتر روستاد تره كي |
|
+ نوشته شده در
Mon 21 Apr 2008ساعت 2:19 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
||
|
+ نوشته شده در
Mon 14 Apr 2008ساعت 4:28 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
|||||||||||||||
|
+ نوشته شده در
Mon 31 Mar 2008ساعت 12:20 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|||||||||||||||
|
دا د هغه د نهه ورځنى سفر وروستى تم ځاى و. ښاغلى چېنى په ترکېه کې د هغه هېواد له جمهور رئېس عبدالله گل سره ملاقات وکړ خو له ملاقات نه وروسته رسمى وېناگانى خپرې نشوى. رپوټ وايي چې ښاغلى چېنى به دهغه هېواد له صدر اعظم رجب طېب اردوگان سره هم ملاقات وکړى. توقع ده چى چېنى به له ترکېې نه وغواړى چې په افغانستان کې له طالبانو سره په جگړه ورسره مرسته وکړى. هغه به د ترکېې له چارواکېو سره د اېران په مخنېوى کې چې خپل اټومى پروگرام پرمخ بونه زى هم مذاکرات وکړى. انقره له اېران سره ډېرې قوى اړېکى لرى او د خپلو تېلو لپاره پر اېران باندى ډېره زېاته تکېه لرى. د امرېکا د جمهورى رېاست مرستېال ډېک چېنى تردې مخکى هپ اسراېېلو کې ووېل چې د حماس گوند چې اېران اوسورېه ېې ملاتړ کوى ددى کوشش کوى چې د فلسطېن او اسرائېلو ترمنځ د مذاکراتوپه لار کې خنډ ونه پېدا کړى. ښاغلى چېنى نن ددوشنبى په ورځ په بېت المقدس کې په خپلو خبرو کې ووېل ددې شواهد شته دى چې اېران او سورېه د حماس ملاتړ کوى. ښاغلى چېنى په دغو دواړو هېوادونو باندى دا تور ولگاوه چې دوى په دغه برخه کې ترخپلى وسى پورى له هرڅه نه کار اخلى. ډک چېنى دا خبرى وروسته له هغه نه وکړې چې د سهار ډوډۍ ېې د اسراېېلو له صدر اعظم ېهود اولمېرت سره وخوړله. د ېکشنبى په ورځ ښاغلى چېنى له محمود عباس سره په په لوېدېزه غاړه کې د رام الله په ښار گوټى کى په ېوه گډ خبرى کنفرانس کې ووېل د منځنى ختېځ سوله به له اسرائېلو اوفلسطېن دواړو نه ډېر سخت رعاېت او امتېاز وغواړى چې ېوبل ته ېې ورکړى. ډېک چېنى له محمود عباس سره په داسى وخت کې خبرى وکړى چې ترده مخکى ېې د اسراېېلو له جمهور رئېس شیمون پېرېز او نورو لوړ پوړه چارواکېو سره خبرى کړى وې. |
||
|
+ نوشته شده در
Thu 27 Mar 2008ساعت 1:41 بعد از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
ژباړن : انجينېر اصف عمر، كابل تر نڅا وروسته دا دى تاسي واياست، انسان نه پوهېږي، چي ښه او بد څه دي، خو ټوله خبره په چاپېريال كي ده؛ چاپېريال هر څه ژوي راژوي، خو زما په اند ټوله خبره په پېښه كي ده. دا دى زه به د ځان په اړه درته ووايم. په دې اړه چي سړى بايد د ځان د بشپړولو لپاره لومړى د چاپېريال په شرايطو كي بدلون راولي. موږ ټولو ته ښاغلي ايوان واسيليويچ زموږ تر منځ د روانو غورو په ترڅ كي وويل:”كه رښتيا شي، هېچا دا خبره نه وه كړې، چي انسان په خپله نه شي كولاى، په ښو او بدو پوه شي. خو د ايوان واسيليويچ دا عادت و، چي د غورو په ترڅ كي ور په زړه شويو خيالونو ته ځواب ووايي او د خپل ژوند د ځينو خاطرو كيسه وكړي. ډېر ځله به په كيسه داسي بوختېده، چي اصلي موضوع يې له ياده وتله او كيسه يې هم بيا په پوره رښتينولۍ كوله. اوس يې هم همداسي كول“. _ دا دى زه به د ځان په اړه درته ووايم، زما ټول ژوند په بل ډول نه، په همدې ډول روان دى، په چاپېريال پوري نه، بېخي په بل څه پوري تړلى دى. _ موږ وپوښتل: په څه شي پوري؟ _ دا كيسه ډېره اوږده ده، د دې لپاره چي پوه شئ، نو ټولي كيسې كولو ته اړتيا ده. _ خو ويې كړئ! ايوان واسيليويچ په چورت كي لاړ او سر يې وخوځاوه. _ هو! ټول ژوند له يوې شپې څخه، يا كه سم وويل شي، له يوه ګهيځه پر بله روان شو. _ څه خبره وه؟ _ خبره دا وه چي زه سخت مين وم، مين شوى خو ډېر ځله وم، خو دا ډېره سخته مينه وه، تېر شوى كار دى، هغه اوس واده شوې ده، لوڼي لري، دا نجلۍ ب... نومېدله، هو! وارينكه ب... _ ايوان واسيليويچ د هغې كورنى نوم واخيست. _ هغه ان په پنځوس كلنۍ كي ډېره ښكلې او زړه راښكونكې وه، خو په اتلس كلني ځوانۍ كي يې بيا سارى نه درلود؛ جګه، سيخه، مغروره او بې جوړې، هو! رښتيا بې جوړې، پر لاري بې كچي نېغه تله، تا به ويل بل ډول تلاى نه شي، سر يې لږ شا ته نيوه او دغه كار د هغې ښكلا او جګوالي ته د هغې له ډنګرتوب سره، سره شاهانه بڼه وركوله، داسي چي كه چېري د هغې په ښكلو شونډو او ځلېدونكو سترګو كي دايمي پسته موسكا او د هغې نازك بدن نه واى، نو خلك به ورڅخه ډارېدل. _ ايوان واسيليويچ يې څنګه ښه انځوروي. _ هو! كه هر څومره يې ښه درته انځور كړم، بيا هم تاسي نه شئ كولاى، د هغې د ټولي ښكلا اټكل وكړئ، خو خبره په دې كي نه ده، هغه څه چي زه يې كيسه كوم، په څلوېښتمه لسيزه كي و. هاغه وخت زه د يوه ولايتي (اطرافي) پوهنتون محصل وم، نه پوهېږم چي دا ښه كار و، كه بد، خو هاغه مهال زموږ په پوهنتون كي ټولني، سازمانونه، ګوندونه او كومه تيوري نه وې. موږ ځواانان وو او ژوند مو هم هماغسي و، لكه له ځوانۍ سره چي ښايي، هم مو زده كړه كوله او هم مو مستي. زه هاغه وخت شوخ او خندانه هلك او بډاى هم وم. له ما سره يو بهرنى هم و، سات تېرى سړى و، له نجونو سره به له غرونو راښويېده، (د سكي تختې لا هغه وخت نه وې موډ شوي)، له ملګرو سره به يې نشه كوله، ( هاغه وخت موږ له شامپاين څخه پرته بل څه نه څښل، پيسې نه وې، هېڅ شى مو نه څښل، بس نه مو څښل، نو (لكه اوس چي ودكا څښي). زما لپاره تر ټولو ښه سات تېرى او خوښي ماښامني محلفونه او نڅاوي وې، نڅا مي ډېره ښه كوله او څېره مي هم بده نه وه. _ بس دى، بس ډېره كميني مه كوئ، يوې نجلۍ وويل، موږ خو ستا څېره وينو. څېره مو نه يوازي بده نه وه، بلكي ډېره ښكلې او زړه وړونكې وه. _ زړه وړونكې يې ګڼئ، ويې ګڼئ، خو خبره په دې كي نه ده، خبره په دې كي ده، چي د خپلي دغي سختي ميني پر مهال، زه له هغې سره د يوه ولايتي مشر كره، چي ډېر مهربانه او مېمله پاله سړى و، د نځا په محفل كي وم، ښه راغلاست ته د هغه مېرمنه ولاړه وه، چي په ډېرو ښكلو جامو كي وه او پر سر يې د جواهرو ګاڼه، اوږې او سينې يې همداسي راوتي او لوڅې وې، لكه د اليزاويتي پيتروفني پورتريت تابلو او همداسي مهربانه، لكه د هغې مېړه. نڅا زړه راښكونكې او تالار د موسيقۍ له كورسونو (ډلو) سره زړه وړونكى و. هغه ته د هاغه وخت وتلي او پېژندل شوي ځمكه وال راغلي وو. كانتين هم ډېر ښكلى و، د شامپاين ويالې رواني وې. كه څه هم زما شامپاين ډېر خوښېدل، خو ما نه څښل، ځكه چي بې له شرابو په مينه نشه وم، خو نڅا مي تر پرزېدو كوله. هم د كادريل نڅا، هم والس او هم پولكي. خو بې له شكه څومره چي شوې وه، دا ټول له وارينكې سره، هغه په سپين اوږد كميس كي له ګلابي پټۍ سره وه، په لاسونو يې سپيني لاس كښي وې، چي تر مړوند ښې نه رسېدې او په پښو يې سپيني له خنډګرو لوړي موزې وې. د مازوركي د نڅا پر مهال هغه راڅخه هاغه بدرنګه انجينېر انيسيموف بوتله. زه تر اوسه نه شم كولاى، د هغه دغه خوځښت وروبخښم. همدا چي هغه ننوتله، ويې بلله. زه دا وخت سلمان ته په لاس كښو پسي تللى وم او ناوخته مي كړ، بس نو د مازوركي نڅا مي له هغې سره نه، بلكي له يوې المانۍ سره، چي پخوا ورپسي ګرځېدم، وكړه. خو ډارېږم چي دغه ماښام زه د هغې په وړاندي لږ بې نزاكته وم؛ نه مي ورسره خبري كولې او نه مي ورته كتل. ما يوازي په اوږد سپين كميس كي جګه او نېغه تنه ليدله، د هغې له ليري برېښنده له چوكاڼو سره سره غومبري، مهرباني او ښكلي سترګي، نه يوازي ما، بلكي ټولو ورته كتل او خوند يې ترې اخيست. هم نارينه وو او هم ښځينه وو خوند ترې اخيست. سره له دې چي هغې ټول هېڅ ګڼل، هغې ته نه كتل او خوند نه اخيستل ناشونى و. كه څه هم ما د مازوركي نڅا له هغې سره نه كوله، خو په حقيقت كي زه ټول وخت له هغې سره په نڅا اخته وم. هغه به هر ځل پرته له دې چي وشرمېږي، د تالار له هغه سره سيخ زما پر لور راخوځېدله، ما به هم بې له دې چي بلني ته وګورم، له ځايه د هغې پر لور ټوپ واهه او هغې به هم په خوږه موسكا زما د سم اټكل مننه كوله. كله چي يې موږ هغې ته وروستلو او هغې نه شو كولاى په پټو سترګو ما وټاكي، بل ته د لاس وركولو پر مهال يې خپلي ډنګري اوږې كېكښلې او د تاسف او ډاډګيرني لپاره به راته موسكۍ شوه. كله چي د مازوركي والس پيل كېده، ما ډېر وخت له هغې سره والس كوه او په ژر، ژر سا اخيستلو او موسېدلو يې راته وويل: بيا وكړه، بيا وكړه او ما بيا، بيا والس كوه، داسي چي خپل بدن مي نه احساساوه. _ څنګه مو نه احساساوه، زما په خيال، كله چي مو د هغې له ملا څخه لاس راتاواوه، نه يوازي خپل، بلكي د هغې بدن مو هم ښه احساساوه. _ يوه مېلمه وويل: د ايوان واسيليويچ باړخوګان له شرمه سره شول او په بګوره يې ان چيغه كړه. _ دا دى، تاسي اوسني ځوانان ياست. تاسي پرته له بدنه هېڅ هم نه وينئ، زموږ په وخت كي داسي نه وه. هر څومره چي زما مينه ډېرېده، هغومره راته هغه بې بدنه ښكارېده. تاسي اوس غومبري، پښې او نور څه وينئ، تاسي چي پر هغو ښځو مين ياست، نو لڅوئ يې. خو زما لپاره هاغه وخت د (الفونز كار) خبره. _ ښه ليكوال و، زما د ميني په مضمون كي تل جامې د ژړو (برنجي) وې، موږ نه يوازي لوڅولې نه، بلكي نوري مو هم پټولې، لكه د نوح u مهربانه زوى. خو تاسي په دې نه پوهېږئ... _ د هغه خبرو ته غوږ مه ږدئ. دا وواياست چي نور څه وشول؟ _ له موږ څخه يوه وپوښتل. _ هو! نو نڅا ما ټوله له هغې سره كوله او په دې نه پوهېدم، چي څومره وخت تېر شوى دى. ساز غږوونكو په ستړيا او نهيلۍ، لكه تل چي د نڅا او محفلونو په پاى كي وي، هماغه تال بيا، بيا غږاوه. په مېلمه ځايونو كي د قطعو د مېزونو له شا و خوا څخه پلرونه او مېندي د شپې د ډوډۍ په هيله پاڅېدل. نوكرانو له ځينو شيانو سره يوې او بلي خوا ته منډي وهلې، درې بجې وې، بايد له وروستيو دقيقو څخه ګټه اخيستل شوې واى. ما بيا هغه وټاكله او موږ د سلم ځل لپاره د تالار په منځ كي تېر شولو. _ نو وروسته له ډوډۍ به كادريل زما وي؟ _ ما په داسي حال كي چي هغه مي خپل ځاى ته بدرګه كوله وويل. _ ولي نه، خو چي ما درڅخه يو نه سي! _ هغې په موسكا وويل. _ زه يې نه پرېږدم. _ ما وويل. _ راكړئ زما (ويير). _ هغې وويل. _ زړه مي نه كېږي. _ ما په داسي حال كي چي سپين ارزانه (ويير) مي وركاوه وويل. _ دا دى واخلئ، چي ستاسي ارمان نه شي. _ هغې له (ويير) څخه بڼكه وشكوله او رايې كړه. ما بڼكه واخيسته او يوازي په سترګو كي مي كولاى شواى، خپله مننه او خوښي څرګنده كړم. زه نه يوازي خوښ او راضي وم، بلكي نېكبخته هم وم، زه مهربانه وم، زه (زه) نه وم، بلكي بدي نه پېژندونكى، يوازي نيكى كوونكي اسماني موجود وم. ما بڼكه په لاس كشه كي پټه كړه، همداسي ولاړ وم او له هغې څخه مي د ليري كېدو وس نه درلود. _ ګورئ، پلار نڅا ته بولي! _ هغې ما ته په داسي حال كي چي د كور او نورو مېرمنو سره په وره كي ولاړ، جګ پوځي افسر ته، يې چي د هغې پلار و ګوته نيولې وه، وويل. _ وارينكې دلته راشه! _ موږ د كور د مېرمني زوږ لرونكى غږ واورېد. وارينكه وره ته لاړه او زه ورپسي. _ ګراني پلار راضي كړه، چي له تا سره لاړ شي! نو مهربانه شئ، پيتر ولادسيلاويچ. _ د كور مېرمني افسر ته مخ ورواړاوه. د وارينكې پلار يو ډېر ښكلى، جګ، منډلى او تازه سپين ږيرى و. د هغه مخ شين او سور لكه (د لومړۍ نيكولاى) له چنګو برېتونو سره و. د كميس غاړه يې تر برېتو پوري لوړه، وېښتان يې د مخ خوا ته ږمنځ شوي او په سترګو او شونډو كي يې هماغسي پسته او مهربانه موسكا وه، لكه د لور. د بدن جوړښت يې هم ډېر ښه و؛ پراخه سينه يې په جګړه كي ګټلو ميډالونو ښكلې كړې وه، پراخي اوږې او اوږدې پښې يې لرلې. هغه د زاوه ټيپ پوځي قوماندان و. كله چي موږ وره ته ورسېدو، هغه نه منله او ويل يي چي نڅا يې هېره كړې ده. په پاى كي موسكى شو او كيڼ لور ته يې لاس واچاوه. توره يې له تيكي څخه راوايستله او يوه خدمتكار ځوانكي هلك ته يې وركړه، په ښي لاس يې لاس كښه راښكله. _ ( هر څه له قانون سره سم). _ هغه په موسكا وويل. د لور لاس يې ونيوه، د ميوزك لپاره د يوه تاو څلورمه برخه ودرېده. كله چي مازوركه پيل شوه، هغه له تال سره سم په مستۍ يوه پښه پر ځمكه وترپوله او بله يې واغزوله. د هغه جګه او غټه تنه كله په ارامه او پستو ګامونو او كله په شوخو او زوږ لرونكو د تالار شا و خوا وګرځېدله. د وارينكې ښكلې تنه د هغه تر څنګ ډېره نه تر سترګو كېده. هغې پر خپل وخت پښې وړاندي او وروسته كولې، ټول تالار د دغي جوړې هر قدم څاره، ما نه يواز خوند اخيست، بلكي په وياړ او حيرانتيا مي هغوى ته كتل. په تېره بيا زه د هغه په پښو كش شويو بې موډه له څلور كونجه څوكو او ټيټ تلي والا موزو ته حيران وم. داسي برېښېده چي موزې په پوځي موچي ګنډل شوي وې. (د دې لپاره چي لور وباسي او ښې جامې ورته واغوندي، هغه پر موږ نه، بلكي له موږه وتلي موزې په پښو كوي) زما په خيال كي وګرځېدل، داسي ښكارېده، چي مخكي هغه ښه نڅا كوله، خو اوس دروند شوى او پښو يې هغه نرمښت له لاسه وركړى او سره له ټولو هڅو يې نه شو كولاى، له موزيك سره سل په سلو كي سمه پښه ووهي. خو سره له دې هم هغه دوه دوره ښه تېره كړه. كله چي هغه پښې ارتي او بيا يې سره يو ځاى كړې، لږ دروند پر يوه ځنګون ولوېده او هغه په داسي حال كي چي پلار يې بې ځايه كړې لمن سموله، نرمه له هغه څخه تاوه شوه، ټولو په زوره چكچكي وكړې. كله چي هغه لږ په سختۍ پورته شو، په مينه يې لور له غوږه ونيوله او پر تندي يې ښكل او زما څنګ ته يې راوستله. هغه فكر كاوه، چي زه ورسره نڅېږم، ما وويل چي زه د هغې سړى نه يم. _ مهمه نه ده، دا ځل تاسي ورسره لاړ شئ! _ هغه په داسي حال كي چي موسېده او توره يې بېرته په تيكي كي ايښووله وويل. لكه له بوتل څخه په څڅېدلي لومړي څاڅكي پسي چي د بوتل مايعات پر بهېدو راوزي. همداسي زما ميني زما په زړه كي د ميني كولو ټوله وړتيا رابهر كړه. هاغه مهال زما ميني ټوله نړۍ په غېږ كي نازوله. زما د كور مېرمن، د هغې مېړه، د هغې مېلمانه او نوكران، ان پر ما په غوسه انجينېر انيسيموف هم خوښېده. د هغې د پلار په اړه د هاغو كورنيو موزو او د هغې په څېر موسكا سره، بيا ما يو ځانګړى ترور شوى خوږ احساس درلود. ما زوركه پاى ته ورسېدله، كوربه، مېلمانه د شپې ډوډۍ خوړلو ته راوبلل، خو افسر ب... وويل چي زه بايد ګهيځ وختي پورته شم. له كور والاوو سره يې خداى پاماني وكړه او لاړ. زه وډار شوم چي اوس هغه هم بيايي، خو هغه له مور سره پاتي شوه. وروسته له ډوډۍ خوړلو، ما له ژمني سره سم، د كادريل نڅا كوله، سره له دې چي زه بې كچي نېكبخته وم، خو نېكبختي مي لا پسي زياتېدله. موږ د ميني په هكله هېڅ نه ويل، ما نه له هغې او نه مي له ځان څخه پوښتنه كوله، چي هغه له ما سره مينه لري، كه نه. ما ته همدا بس وو، چي ما ورسره مينه لرله او زه يوازي له يوه شي څخه ډارېدم، چي كوم شى زما دغه نېكمرغي ويجاړه نه كړي. كله چي زه كور ته راغلم، جامې مي وايستلې او غوښتل مي چي ويده شم، ومي ليدل، چي دا ناشونې ده. زما په لاس كي د هغې د (ويير) بڼكه وه او بشپړه لاس كښه چي هغې ماته د تګ په وخت كي راكړې وه. ما لومړى د هغې مور وروسته هغه په ګاډۍ كي كېنول. ما دغو شيانو ته كتل او سترګي مي نه پټېدلې. كله مي د هغې هاغه وخت سترګو ته درېده، چي د دوو نورو ځوانانو تر منځ يې زه پېژندلم او كله مي د هغې خوږ غږ اورېده، چي ويل يې: ”غرور؟ كه نه؟“ بيا يې په خوښۍ لاس راكاوه، يا هاغه وخت چي د ډوډۍ د مېز تر شا يې د شامپاين پيك شونډو ته وړاندي كاوه او تر سترګو لاندي يې ما ته په مينه كتل. خو تر ټولو ډېر مي هغه په هاغه حال ليده، چي له پلار سره د پستې او ماهرانه نڅا پر مهال يې په غرور او خوښۍ نندارچيانو ته كتل او ما بې ارادې په خپل فكر كي هغوى په يوه خوږ او نرم احساس سره يو ځاى كول. هاغه وخت ما او مرحوم ورور مي يو ځاى ژوند كاوه. ورور مي له اشرافيت سره هېڅ مينه نه لرله او د نڅا محلفلونو ته بېخي نه ته. هغه د ډاكټرۍ درجې د لومړي پړاو ازموينو ته تيارى نيوه او په ژوند كي يې تر ټولو نېكه لاره مخته نيولې وه. هغه ويده و، ما د هغه په روجايي نيم پټ ځان او په بالښت كي چوخ شوي سر ته كتل او زړه مي ورباندي سوځېد، له هغې نېكمرغۍ څخه هېڅ خبر نه و، چي ما احساسوله. زموږ نوكر شمع په لاس، له ما سره مخامخ شو، غوښتل يې د جامو په ايستلو كي راسره مرسته وكړي، خو ما رخصت كړ. د هغه خوبجنه څېره له ګډوډو وېښتانو سره راته ډېره د زړه سوي وړ ښكاره شوه. د دې لپاره چي څوك ويښ نه كړم، زه د ګوتو پر سرو خپلي كوټې ته لاړم او په خپل كټ كي كښېناستم. نه زه ډېر نېكمرغه وم، ما نه شو كولاى ويده شم. پر هغه سربېره په تودو شويو كوټو كي زما ګرمي كېدله او پرته له دې چي يونيفورم وباسم، په كراره بېرته لومړنۍ كوټې ته لاړم. هلته مي (شنيل) واغوست ور مي بېرته كړ او كوڅې ته ووتلم. له نڅا څخه زه پر پنځو بجو لاړم، تر څو كور ته رسېدم او هلته كېناستم، دوه ساعته نور هم تېر شول. بس نو چي كوڅې ته وتلم، نو فضا روښانه شوې وه. هوا له اوبلنو ګردلو ډكه وه. واوره د لاري پر سر ويلېدله او له ټولو بامونو اوبه څڅېدلې. ب... دوى هاغه وخت د ښار په څنډه كي ژوند كاوه. څنګ ته يې لويه مامته وه، چي په يوې څنډي كي يې د نجونو انستيتيوت و. زه له خپلي تشي كوڅې لوى واټ ته ووتلم، هلته مي مخي ته پلي خلك، خشبه (لرګي ماتوونكي) چي پر واوره ښويېدنكو ګاډۍ ګانو يې د كور تر وره ته لرګي رسول، اسونه له يو ډول او پرله پسې سرخوځوني سره مخي ته راغلل. په ګردلو كي واړه كورونه او كوڅې غټ او لوړ ښكارېدل. دا ټول ماته په ځانګړې توګه خواږه او ارزښتمن وو. كله چي زه مامتې ته، چېري چي د هغوى دوى كور و ووتلم، هلته وړاندي مي يو غټ او تور شى وليد او له ليري د شپېلۍ او ډول غږ راته. زما په زړه كي پرله پسې سندري ګرځېدلې او كله، كله د مازوركي ساز هم ګرځېده، خو دا ساز يو بل ډول زيږ ساز و. دا څه شى دى؟ _ ما له ځان سره فكر وكړ او د مامتې په منځ كي پر تېري شوي لاري د غږ خوا ته روان شوم. كله چي سل ګامه وړاندي لاړم، ما وكولاى شول، چي په ګردلو كي تور خلك ووينم. داسي برېښېده چي سرتېري وي. (كېداى شي تعليم ورباندي كوي)، ما فكر وكړ او له هغه ټټار سره يو ځاى چي پوستين يې اغوستى، زما څخه مخكي روان او يو شى يې ووړ، نژدې ورغلم. سرتېري په دوه ليكو يو بل ته مخامخ او وسلې يې پښو ته نيولي او بې خوځښته ولا وو، تر شا يې ډولچي او شپېلۍ والا ولاړ او بې ځنډه يې هغه زيږ او زړه تنګوونكى ساز تكراراوه. _ دا هغوى څه كوي؟ ما له ټټار څخه چي زما څنګ ته ولاړ و، وپوښتل. _ تاتار يې مخته كړى، چي تښتېدلى و، ټټار په بګوره په داسي حال كي چي د ليكو پاى ته يې كتل، وويل. ما هماغې خوا ته وكتل او د ليكو تر منځ مي يو ډاروونكى شى وليد، چي رانژدې كېده. دا رانژدې كېدونكى شى له نو پورته لوڅ انسان و، چي د دوو سرتېرو په وسلو پوري تړل شوى و. د هغه تر څنګ يو جګ پوځي، چي (شنيل) او خولۍ يې پر سر وه، روان و. د هغه بدن ما ته اشنا وبرېښېده. مجرم چي ټول بدن يې رېږدېده، په خټه شوې واوره كي يې بېواكه ګامونه اخيستل او له دواړو خواوو څخه د ګوزارونو له امله چي به كله شا ته شو، نو سرتېرو چي دى يې په وسلو پوري تړلى و، له لوېدو څخه د مخنيوي لپاره مخ ته راكش كړ او كله به چي مخته لاړ، نو هغوى به شا ته كش كړ او جګ افسر په كلكو ګامونو له هغوى سره برابر روان و. دا له سور او سپين مخ او سپينو برېتو او د كميس له لوړي غاړي سره د هغې پلار و. له هر ګوزار سره مجرم، لكه هېښتيا چي څرګندوي، د ګوزار كوونكي لور ته كتل او له قهره يې غاښونه چيچل او يوه خبره يې پرله پسې تكراروله، يوازي هاغه وخت ما دغه يوه خبره سمه واورېدله، چي هغوى بېخي رانژدې شول، هغه په سلګيو، سلګيو ويل:” وروڼو رحم وكړئ، وروڼو رحم وكړئ!“. خو وروڼو رحم نه كاوه. كله چي هغوى بېخي زما برابر ته راغلل، نو ما وليدل، چي څنګه يو سرتېرى په كلكو ګامونو د ليكي مخته راغى او لښته يې پر چيوس د تاتار پر ملا راكوزه كړه. تاتار مخته ټوپ كړه، خو سرتېرو راټينګ كړ، بيا له بلي خوا څخه ورباندي همداسي ګوزار وشو، بيا له بلي خوا، بيا له بلي. افسر يې څنګ ته روان و، كله به يې خپلو پښو او كله به يې تاتار ته كتل، كله به يې په غومبرو پړسولو هوا كش كړه او بېرته به يې د تړلو شونډو له كونجونو وايستله. كله چي هغوى له هغه ځايه چي زه ولاړ وم، تېر شول، زما سترګي د لنډي شېبې لپاره د مجرم پر شا ولګېدې، هغه داسي موړې، موړې لنده، په وينو سره او غيرمعمولي وه، چي هېچا به باور نه واى كړى، چي دا دي د سړي شا وي. _ وه خدايه! _ زما تر څنګ ټټار وويل. هغوى له موږ څخه ليري كېدل، خو هماغسي له هري خوا ګوزارونه كېدل. مجرم هماغسي له درده مخ او شا ته كېده، ډول او شپېلۍ هماغسي غږېدله، جګ منډلي عسكر هماغسى د مجرم تر څنګ په كلكو ګامونو روان و. افسر ناڅاپه ودرېد او په چټكو ګامونو يوه سرتېري ته ور نژدې شو. _ زه به يې دروښيم! _ ما د هغه له بګوري ډك غږ واورېد. _ بيا داسي كوې؟ داسي كوې؟ او ما وليدل چي څنګه هغه په لاس كښه كي زورور لاس د ډار شوي، ټيټكي، ستړي شوي سرتېري پر مخ د دې لپاره ور پوري كاوه، چي هغه لښته د تاتار پر شا په زوره نه وه وهلې. _ نوي لښتي راوړئ! هغه چيغه كړه او شا ته يې وكتل او پر ما يې سترګي ولګېدې. داسي يې وښووله، چي نه مي پېژني، هغه په غوسه بېرته مخ واړاوه، زه داسي وشرمېدلم، چي نه پوهېدم، كومي خوا ته وګورم، لكه ما چي په يوه ډېر غټ او شرمناك كار كي برخه اخيستې وي. ما سترګي كښته واچولې او په بېړه د كور پر لور وخوځېدم. ټوله لار مي په غوږو كي كله د ډول او شپېلۍ غږونه، كله د تاتار خبره ”وروڼو رحم وكړئ، رحم وكړئ!“ او كله د مغروره، قهرجن، افسر قهرجن غږ ”بيا داسي كوې، داسي كوې؟“ ګرځېدل راګرځېدل او ورسره زما پر زړه يوه داسي درنده تر كانګو رسېدلې تنده پرته وه، چي ما ويل، همدا اوس به زه د هغې نندارې، چي زما په مخ كي تېره شوه، ټوله كركه او وحشت چي زما بدن ته راغلى و، بېرته د كانګي په ډول وګرځوم. هېڅ پوه نه شوم چي څنګه تر كوره ورسېدم او پرېوتم. خو همدا چي ويده شوم، بيا مي هغوى ټول وليدل او بېرته نېغ كښېناستلم. (داسي ښكاري چي هغه په هاغه څه پوهېږي، چي زه نه پوهېږم. _ ما د افسر په هكله فكر كاوه. _ كه زه په هغه څه پوهېداى چي هغه پوهېږي، نو په هغه څه به هم پوهېداى، چي زما په مخ كي تېر شول او داسي به نه ځورېدم). خو څومره چي مي په دې اړه چورت واهه، هغه څه چي افسر پوهېده، ما ته د منلو وړ نه وو او خوب راته يوازي ماښام هغه وخت راغى، چي د يوه انډيوال كره مي ځان په شرابو ښه نشه كړ. څه فكر كوئ، ما څه پرېكړه وكړه؟ دا چي هغه څه چي ما وليدل ډېر ناوړه كار و؟ هېڅكله نه. ”څرنګه چي دا كار په دومره ډاډ سره تر سره كېده او ټولو ضروري باله، نو له دې څخه څرګندېده، چي هغوى په داسي څه خبر وو، چي زه پرې نه وم خبر“. ما فكر او هڅه كوله، چي زه هم خبر شم. خو هر څومره هڅي چي مي وكړې، په هاغه څه خبر نه شوم او بې خبره مي نه شو كولاى، پوځي دنده تر سره كړم، كه څه هم مخكي مي غوښتل. همدا لامل و چي نه يوازي په پوځي كي، بلكي هېڅ چېري مي دنده تر سره نه كړه او لكه څنګه چي وينئ، د هېڅ كار هم نه وم. _ په دې نو موږ خبر يو، چي څنګه د هېڅ كار نه وي. _ يوه له موږ څخه وويل. _ ښه به دا وي چي ووايې، څومره خلك به د هېڅ كار نه واى، كه چېري تاسي نه واى. _ دا نو بېخي چټيات دي. ايوان واسيليويچ په رښتينې زړه تنګۍ وويل. _ ښه نو په مينه څه وشول؟ _ موږ وپوښتل. _ مينه؟ مينه له هماغي ورځي څخه په كمېدو شوه، كله چي هغه له موسكا سره په چورت كي تله او دا له هغې سره پېښېدل، ما ته افسر په مامته كي راپه يادېده او ما ته ځان ښه نه ښكارېده او زړه مي تنګېده. هاغه و چي له هغې سره مي ليدنه كتنه كمه كړه او په همدې ډول مينه په نشت واوښته. ومو ليدل چي څنګه كارونه پېښېږي او له څه شي ژوند بدلېږي او بل لوري ته روانېږي او تاسي بيا وايئ... _ هغه پاى ته ورسوله. |
|
+ نوشته شده در
Thu 28 Feb 2008ساعت 10:16 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
صفحه نخست پروفایل مدیر وبلاگ پست الکترونیک آرشیو عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی
دتليفون نمبر 0708373448 او یا هم 0088216---8441545سټلایټ نمبر دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com safatz@internews.af او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد |
|
RSS
|