تبليغاتX
گرمسیر
دهلمند خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي ويب پاڼه
په نوې کابینه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له ایرانی کلتور رواجووونکو څخه وژغوری

د بینوا بریښنا پاڼې ډیرو محترمو لوستونکو اسلام علیکم ورحمتالله:
په ډیر تاسف سره مې د دا خبر د نوې کابینې له نوملړ څخه تر لاسه کړ چه یو ازمویل شوی ایرنی کلچر دوسته اوافغانی کلچر دوښمنه کس چه مخدوم رهین نومیږی یو ځل بیا زموږ د هیواد د اطلاعات او کلتور دوزارت لپاره په پام کې نیول شویدی.
هغه د چا خبره د کرزی د خدای دواړه ختا کړی چه زموږ د ولس په سر باندې د نورو ناخوالو تر څنګ هره ورځ د رهین د راوستلو ویر هم ور تازه کوی. د نن څخه یو دوه کاله مخکې موږ د ایران ددې ګوډاګی ټولې کړنې لیدلی دی موږ لیدلی چه هغه یو نور مال افغان نه دی بلکه هغه د ایران یو ګوډاګی دی چه په افغانستان کې د ایران کلچر رواجولو ته تږی دی. مخدوم تش په نامه دکتورا له یوه ایرانی پوهنتون څخه تر لاسه کړیده.هغه د پښتنو ضد روحیه لری، هغه همدا اوس چه په هند کې د افغانستان سفیر وو هم په هند کې د پښتو سره خپل تعصب پټ ونه ساتلو هغه په هند کې د افغانستان دسفارت لوحه چه له کلونو کلونو څخه په پښتو ژبه لیکل شوې وه په فارسی بدله کړه. هغه په هندکې د افغانستان په سغارت کې ټول وخت د پښتنو د ضد ډلګیو سره په دسیسو مصروف وو.
له کرزی څخه خو هسې هم ورخ اوبو وړیدی، زه د افغانستان پارلمان ته څولی غوړوم تر څو د ایران دا دسیسه چه مخدوم یو ځل بیا په افغانستان کې د اطلاعاتواو کلتور وزارت ته ورسوی په پوره هوښیاری سره شنډه کړی، مننه

ډاکترکاکا جان

+ نوشته شده در  Mon 21 Dec 2009ساعت 3:27 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
د نیویارک ټایمز ورځپاڼي خبر ورکړی چې د افغان ولسمشر حامد کرزي په کور کې مرموز قتل شوی او دغه مسله له رسنیو پټه ساتل شوي ده .

ورځپاڼي په یوه تحقیقي رپوت  کې خبر ورکړی چې د دغې کورنۍ یو غړی وحیدالله کرزی چې د اتلسو کالو دی او د حامد کرزي د تره زوی دی په مرموز ډول په خپل کور کې د کندهار په کرز سیمه کې وژل شوی دی .

ورځپاڼه کاږي چې دغه قتل په رڼا ورځ د اکتوبر میاشتې په شپاړسمه نیټه تر سره شوی دی.

د ورځپاڼي په رپوټ چې ښایې په دغه قتل کې د حشمت کرزي په نامه د حامد کرزي د  ورور زوی لاس ولري.

حشمت کرزی دمګړۍ د یوه امنیتي شرکت مالک دی او له امریکا سره د ملیونونو ډالرو په ارزښت پوځي قراردادونه لري.

ویل کیږي چې د حشمت کرزي پلار خلیل کرزی د مقتول وحیدالله کرزي د پلار له خوا د اتیایمې لسیزې پر  مهال د یوې کورنۍ شخړي په پایله  کې  وژل شوی وو او اوس حشمت کرزي د خپل پلار غچ د یار محمد کرزي له زوی وحیدکرزي څخه اخیستی دی.

د مقتول کوچنۍ خور سونا کرزۍ او ۲۵ کلن ورور زلال کرزي نیویارک ټایمز ته ویلي چې دغه قتل د یو شمر هغو کسانو له خوا تر سره شوی چې د حشمت کرزي په د ستور د دوي کور ته ورغلي وو او دوي چې هر څومره د مرستي غږ وچت کړ خو چا یې غږ ندی اوریدلی.

حامد کرزي او د هغه د رور زوی حشمت کرزي تر اوسه په دې باب خپل بیان ندی  ورکړی .

 

 

+ نوشته شده در  Mon 21 Dec 2009ساعت 3:24 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

 

 

 

دهلمند امنيه قوماندان سمونوال اسدالله  شيرزاد وايي : چي تيره ورځ ايساف ځواكونو په ګډي ګزمي كي دګريشك ولسوالي په مربوطاتوكي يي دري تنه مشكو ك طالبان نيولي دي

دامنيه قوماندان په وينا چي له نيول شوو كسانو نه دامهال پوښتني ګرويږني رواني دي

وسلوالو طالبانو لاتردامهاله پوري د نيول شوو كسانو په اړه څه نه دي ويلي

صفت الله  زاهدي هلمند

+ نوشته شده در  Sun 20 Dec 2009ساعت 6:31 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 



بریتانیا حاضردمه په افغانستان کې ۴۸ باروړونکې دوه څرخه هیلي کوپترې لري.
بریتانیا به له بوینګ کمپنۍ څخه په هغو نهه سوه ملیون پونډو دوه ویشت چینوک هیلي کوپترې واخلي چې په افغانستان کې یې د خپلو ځواکونو د تجهیزولو لپاره ځانګړې کړې دي .

 

د بریتانیا حکومت په افغانستان کې پر ښو وسلو د خپلو پوځیانو د سمبالولو لپاره نهه سوه ملیون (یونیم زر ملیون ډالره)پونډه بېل کړي ځکه چې پر دغه حکومت اعتراض وو چې په افغانستان کې یې خپلوځواکونوته ښه وسایل نه دي ورکړي چې ځانونه پرې د وسله والو طالبانو د حملو په وړاندې وساتي .

 

له دې اعلان سره په یووخت د دغه هیواد دفاع وزارت نن وویل چې پرون د افغانستان په جنوب کې دوه نور بریتانوي سرتېري په یوه ځانوژونکې حمله کې ووژل شول .

 

تردې مخکې په روان کال کې سل تنه بریتانوي عسکر وژل شوي وو .اکثره بریتانوي پوځیان د سړک د غاړې په بمي چاودنو کې وژل کېږي .

 

د بریتانیا دفاع وزیر باب انسورت وايي چې دا نهه سوه ملیون پونډه به د پوځي بودجې له نورو برخو واخلي او په درو کلونو کې به یې په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته د وسایلو پر اخیستلو ولګوي .

 

ده همداراز وویل پام به دې ته وي چې پر دغو پیسوپه افغانستان کې مېشتو بریتانوي سرتېرو ته زغره وال وسایل ،مخابروي وسیلې، د شپې عینکې ،د استخباراتي مالوماتوپر راټولومصرف او د سړک د غاړې د بمونو د کشف وسایل رانیول شي .

 

د بریتانیا پر پوځ بیا بیا انتقاد کېږي چې افغانستان ته یې پوځیان لېږلي خو ښه او لازم وسایل په تېره بیا هیلي کوپترې نه دي ورکړي .

 

هیلي کوپترې بریتانوي پوځیانو ته ډېره اسانتیا رامنځته کوي ځکه چې بیا به مجبوره نه وي چې هرې سیمې ته په موټرو کې لاړ شي او له بلې خوا که په کومه سیمه کې اړتیا وي ، ژر به ځان رسولی شي .

 

بریتانیا حاضردمه په افغانستان کې ۴۸ باروړونکې دوه څرخه هیلي کوپترې لري.

 

تمه کېږي چې د نویو هیلي کوپترو لومړۍ جوپه ،چې لس هیلي کوپترې دي، تر۲۰۱۳ پورې افغانستان ته ورسېږي .

 

د بریتانیا دفاع وزیر انسورت وویل چې په نورو پیسو به په افغانستان کې د موجودو بریتانیايي پوځیانود ساتنې وسایل رانیول شي .

  

بریتانیا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ملاتړ او د بمي حملو په وړاندې د یو نیم زر ملیون ډالرو په ارزښت وسایل او تجهیزات اخلي .

 

په افغانستان کې اکثره بریتانوي پوځیان د سړک د غاړې په بمي چاونو کې وژل کېږي او د همدې مسلې له کبله د دغه هیواد پر حکومت انتقاد کېږي چې افغانستان ته یې په زرګونو عسکر لېږلي خو هغوی ته یې د ځان ساتنې لپاره لازم وسایل نه دي ورکړي .

+ نوشته شده در  Thu 17 Dec 2009ساعت 8:0 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
دا عينکې چې تاسې يې په انځورکې وينئ، د تېزې روښنايي څخه  دسترگو په ساتنې سربېره مرمۍ ضد هم دي ،يانې دا چې  مرمۍ يې ښيښه نه شي ماتولى. دا عينکې جاپان  جوړې کړې دي او JSDF يا  Japan_Self-Defense_Forces 
 پورې مربوطې دي .
  پنډوالى يې ٢  ميلي متره دى، که چېرې  له يومتر جګ ځاى څخه ٥٠٠ گرامه شى پرې راولوېږي عينکې نه ماتېږي
همدارنگه که چېرې ٦،٥٥ ميلي متره په اندازه يوشى د ١٧٠ کيلومتره په ساعت چټکتيا سره ددې عينکو په ښيښه ولگېږي، ددې عينکو ښيښه به ټوټه نه کړي.
دا سپکې عينکې (٢٧_٣٥)ګرامه وزن لري،او بيه يې ٣١٧ ډالر ده.

anti bulit classes

 

 

+ نوشته شده در  Thu 17 Dec 2009ساعت 3:26 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 بريتانيا هيواد به هم خپل سرتيري په راتلونكي څو كلونوكي له افغانستان نه په كراره   وباسي

 

دغه خبره په هلمند كي دبريتانيا هيواد دمحافظه كاره ګوندمشر ډيويډ كيمرين  ديوي پوښتني په ځواب كي وكړه :

 

هلمند ته د بريتانيا هيواد دمحافضه كارګوند مشر ډيويډكيمرين چي دامحال د بريتنا په پارلمان كي دمخالف ګوند استازيتوب هم لري تيره ورځ  په دي ولايت كي له خپلو سرتيرو سره دليدني كتني نه وروسته دهلمند له ډيري شاوخواسيمونه ليدنه كتنه وكړه .

 

ډيويډكيمرين دامحال په بريتانيا كي راتلونكو ټولټاكنوكي خپل ځان دلمړي وزيريا صدراعظم په توګه ټاكلي دي

دي په  دي اند دي چي خپل سرتيري به دوي هم د بارك حسين اوباما دنوي ستراتيژي سره اړونده په كراره كراره توګه له افغانستان نه وباسي

كيمرين وايي: چي دوي به په افغانستان كي داوږدي مودي لپاره خپل پلانونه جاري وساتي .

 

دي وايي:چي  په هلمند كي  به دانكشاف او امنيت په پرمختګ كي  دوي ترډيره حده پوري كوښښ وكړي

((موږ نه غواړو چي خپل سرتيري دي په افغانستان كي ترډيري مودي پوري پاته شي

او نه هم زموږ دولت او افغان اولس هم دبهرنيو ځواكونوداوږدي مودي د پاته كيدلو حوصله لري موږ ))

 

ډيويډ كيمرين په خبره : چي دوي به دافغانستان دملي پوځ او ملي پوليسو په روزنه كي ترډيره حده پوري كوښښ وكړي.

دده په وينا چي دوي كه چيري وه پوهيدل چي دامهال دهلمند هغه سيمي چي ددوي سرتيري پكي اوسي اواوس يي افغان ملي پوځ ساتلي شي نو وروسته به له هغه ځايونو څخه خپل سرتيري وباسي.

 

دي وايي: چي دبريتانيا هيواد به په افغانستان كي ترډيري مودي پوري دبيارغوني اوامنيت په هكله خپل پلانونه پلي كړو .

دمحافظه كارګوند مشر ډيويډكيمرين وايي چي ددي لپاره افغانستان ته راغلي دي چي دپرمختګونو په اړه ځان خبر كړي او داوباما دنوي ستراتيژي دبيان نه وروسته دبريتانيا هيواد څه كولاي شي

((زه ددي لپاره افغانستان  او هلمند ولايت ته راغلم چي دلته  له پرمختګونو نه ځان خبر كړم

او ددي سره سره به دخپلو سرتيرو نه د ليدني كتني وروسته دبارك حسين اوبامادنوي ستراتيژي او وينا نه وروسته موږ څه كولاي شو چي دلته يي ترسره كړو ))

 د هلمند والي محمد ګـــلاب منګل د بريتانيا هيواد دمرستو نه مننه وكړه او وي وويل چي دبريتانيا هيواد چي په افغانستان كي خپل سرتيري دهلمند دامنيت په موخه له لاسه وركړي دي

دهلمندوالي وايي چي دوي ژمنه كړي كه چيري په راتلونكي كي دي دلمړي وزيرپه دغه چوكي بريالي شوښايي دافغانستان لپاره ترډيري مودي پوري كاروكړي

والي ګلاب منګل وايي چي دوي ژمنه وكړه چي خپل سرتيري به ترډيري مودي پوري په هلمند كي پاته كړي

بل لوري ته ددي سره سره هلمند ته د استونيا سفيرهم دهلمند له والي سره دليدني كتني وروسته په هلمند كي دبارك حسين اوباما د نوي ستراتيژي او په هلمندكي په راتلونكو ۶ مياشتوكي د پرمختګونو په هيله شوو

نوموړي خوښي وښودله چي دوي به تردي زيات لا نور هم په هلمند كي خپلو مرستو ته دوام وركړي  او خپلي مرستي به زياتي كړي.

 

هلمند ته دبريتانيادمحافظه كارګوند دمشر او استونيا سفير په داسي حال كي دهلمند له والي سره ليدنه كتنه كوي چي څو ورځي  وړاندي دهلمند والي  دامريكا داولسمشربارك  حسين اوباما دنوي ستراتيژي  هركلي وكړ

 

+ نوشته شده در  Sat 5 Dec 2009ساعت 8:24 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
په هلمند کې د طالبانو پرضد پراخ عملیات روان دي


د امریکایي او بریتانیایي پوځیانو په ګډون تر زرو ډیرو بهرنیو عسکرو د طالبانو پرضد په هلمند کې پراخ عملیات پیل کړې دي.

 په دغو عملیاتو کې چې د کوبرا د قهر په نامه یادیږي، د افغانستان د ملي اردو سرتیري هم برخه لري.

 په افغانستان، منځنۍ اسیا او عراق کې د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندې عمومي قوماندان جنرال پیټرویس د هلمند د عملیاتو په اړه وویل،

دا عملیات افغانستان ته د نورو دیرش زرو امریکایي پوځیانو د استولو د تیاري لپاره پیل شوې دي.

 جنرال پیټرویس اسوشیتد پریس اژانس ته څرګنده کړه چې بهرني ځواکونه له څو میاشتو راهیسې په هلمند او کندهار کې د مهمو ښارونو شاوخوا امنیتي ساحه پراخوي.

  بل لور ته د امریکایي ځواکونو ویاند تورن ویلیم پیلیتیر وویل، د کوبرا قهر عملیات د جمعې په ورځ د هلمند په شمال کې په دې نیت پیل شول چې د طالبانو د اکمالاتو لارې قطع شي.

 تر دې مهاله د عملیاتو په ترڅ کې امریکایي، بریتانیایي او افغان عسکرو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي. 

اسوشیتد پریس اژانس د هلمند د والي په وینا خبر ورکوي چې لږ تر لږه څلور طالبان تر اوسه په دې عملیاتو کې وژل شوې دي.

+ نوشته شده در  Sat 5 Dec 2009ساعت 7:48 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
د هلمند د والي زوی په بریتانیا کې د پناه غوښتنه کړې

د هلمند والي ګلاب منګل : ((زه زغرګاډی لرم ،امنیتي ساتونکي لرم، خو زما کورنۍ داسې امکانات نه لري.))

یوې بریتانوۍ ورځپاڼې پرون(جمعه) راپور ورکړ چې د هلمند د نارام ولایت د والي زوی هڅه کوي چې د خپل سر د ساتنې په خاطر په بریتانیا کې پناه واخلي .

د لندن چاپ (دي سن) ورځپاڼې راپور ورکړ چې د هلمند د والي ګلاب منګل پنځه ویشت کلن زوی بری منګل په لېورپول کې د جولای په میاشت کې د پناه غوښتنه کړې ده .

د بري منګل پلار ګلاب منګل ،چې د هلمند والي دی ،پرون(جمعه) اسوشیتید پریس خبري اژانس ته وویل چې د ده زوی تېردوبی د یرغمل کېدوښکار شوی وو.

د هلمند والي وویل : ((زه زغرګاډی لرم ،امنیتي ساتونکي لرم، خو زما کورنۍ داسې امکانات نه لري.))

خو ګلاب منګل په ښکاره ونه ویل چې زوی یې په بریتانیا کې د پناه غوښتنه کړې ده .

په هلمند کې بریتانوي او امریکايي ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت دي او اوس اوس یې د وسله والو طالبانو پرضد په نوزاد ولسوالۍ کې پراخ تصفیوي عملیات پیل کړي دي .

سره له دې چې د افغانستان په دې ترټولو ستر ولایت کې زیات کوکنار کرل کېږي خو د هلمند والي ښاغلی منګل د بریتانیايی او امریکايي مقاماتو له لوري په دې ستایل کېږي چې د ده په اداره کې د فساد او د مخدرو موادو د مخنیوي لپاره ښې هلې ځلې شوې دي .

د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیر ډیویډ ملیبند ښاغلی منګل  په هلمند کې د ثبات راوستلولپاره له سخت دریځو سره د مبارزې په خاطر ستایلی وو.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د ښاغلي منګل د زوی د پناه غوښتلو په باب له څه ویلو ډډه وکړه .دا وزارت د هرهغه چا په باره کې له څه ویلو ځان ساتي چې پناه غواړي .د بریتانیا د بهرنیوچارو وزارت ویندوی وویل دا زموږ پالیسي ده چې د پناه غوښتونکي په اړه څه ونه وایو .

+ نوشته شده در  Sat 5 Dec 2009ساعت 7:46 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

د هلمند والي په هلمندكي د كوكنارو دكركيلي پركرونده ګرو باندي د قانون دعملي كولو  د مرحلي دشروع كيدو  خبروركوي .

 

د هلمند والي محمد ګلاب منګل وايي :چي په هلمندكي يي  كه څه هم د تيركال په اندازه په زياته اندازه  له كرونده ګرو سره مرسته كړي ده  خو دهلمند په ځينو سيمو كي لا اوس هم د كوكنارو كركيله شوي ده .

د والي په خبره د كوكنارو دغه كركيله  دهلمند په ليرو او پرتو سيمو كي  او يا هم په  هغه سيمو كي دغه كركيله  شوي ده چي په هغه سيمو كي ددولت  حاكيمت په بشپړه توګه نه وي .

دمنګل په خبره  چي  دهلمند په مركزي سيموكي چي تيركال په بشپړه توګه د كوكنارو كركيله شوي وه اوس دغه سيمي له كوكنارو څخه پاكي شوي دي .

د هلمند والي وايي چي د كوكنارو د كركيلي د تنفيظ د مرحلي له شروع كيدو سره يي سم ډيري كسان نيولي او دسيمي دسپين ږيرو په يوشميرظمانتونويي نوموړي كسان بيرته خوشي كړي دي

د ګلاب منګل په وينا چي د كوكنارو په وړاندي په هلمند كي دري مرحلي وي چي د خلګو پوهاوي له دهقانانو سره مرسته او دامهال يي د كوكنارود كركيلي په وړاندي دتنفيظ مرحله شروع شوي ده

د هلمند د والي په خبره چي ښايي دتيركال په شان سږ كال دكوكنارو كركيله  ۵۰ فيصده را كمه شي

دده په وينا چي تيركال دغه فيصدي ۳۳،۷ فيصده وه

بل خوا د هلمند ولايت يوشميرځاي اوسيدونكي بيا وايي چي له دوي سره يواځي ډيره لږه مرسته ترسره شوي نو په دي خاطريي پخپلو ځمكو كي كوكناركرلي دي .

د هلمند ولايت  د ناوي ولسوالي  يوتن ځاي اوسيدونكي محمد اشرف  وايي چي ځكه يي پخپله ځمكه كي كوكناركرلي چي له ده سره مرسته نه ده ترسره شوي دي وايي چي كه چيري له ده سره مرسته ترسره شوي وايي ښايي هيڅكله به يي كوكنارنه وايي كرلي .

خو د هلمند ولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد بيا وايي چي كه هرچيري په سيمه كي كوكناركرل شوي وي نو دهغي سيمي كرونده ګربه د قانون منګولو ته سپاري دده په خبره چي دامهال يي يوشميركسان نيولي هم دي

دهلمند امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد له پوليسو نه وغوښتل چي دامهال دي هغه كسان دقانون منګولو ته وه سپاري  كوم چي يي اوس مهال پخپلو كروندو كي كوكناركرلي دي

په هلمند كي دكوكنارو د كركيلي پركرونده ګرو د قانون دعملي كيدو دريم پړاو په داسي حال كي شروع كيږي چي دهلمند له ۴۰۰۰۰ زره كرونده ګرو سره د كيمياوي كودو ترڅنګ ډيري شميركسانو ته دعامه پوهاوي برخه هم پلي كړي ده.

خو ددي سره سره چي دامريكا او بريتانيا هيوادونه په هلمندكي دكوكنارو د كركيلي په وركولو كي په ميليونونو ډالرلګوي په ليرو او پرتو سيمو كي لااوس هم كوكناركرل شوي دي 

ديادوني وړده چي تيره اوني دهلمند والي محمدګلاب منګل له نړيوالي ټولني نه لس ميليونه ډالره ځانګړي بوديجه په دي توګه ترلاسه كړله چي تيركال په هلمندكي دكوكنارو كركيله ۳۳،۷  فيصده راكمه شوي وه ښايي دا فيصده سږكال لوړه لاړه شي

 

 

+ نوشته شده در  Thu 3 Dec 2009ساعت 7:48 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

 

په هلمند كي په ۷۰ زره امريكايي ډالره  دښځو لپاره پارك جوړيږي

د هلمند والي محمد ګلاب منګل  وايي چي دغه پارك د هلمند ولايت دښځو په ليسه كي په ۶نيم جريبه  ځمكه كي د ښځو لپاره جوړيږي.

دده په وينا چي ددي پارك د جوړلو ټول مالي لګښت دبريتانيا هيواد دپرمختيايي بوديجي له لوري وركول كيږي.

دهلمند ولايت يوشمير ښځي په دغه پارك باندي ډيرخوشحاله دي وايي چي تردي وړاندي دښځو لپاره ځانګړي پاركونه نه وه چي دوي دي ولاړي شي اويوځاي شي

په هلمند كي ددي پارك ترڅنګ ډيري نورپاركونه  هم جوړ شوي دي چي پكي ډيري ځوانان لوبي ترسره كوي

+ نوشته شده در  Thu 3 Dec 2009ساعت 7:47 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
كلنټن پرخپل برېتانوي سيال مينه

سركلـنــټــن . (د لندن سن ورځپاڼه)چينه : 

 

د سن(The Sun) په نامه په لندن خپرېدونكې ورځپاڼې راپور ورکړچې د امریکا د باندنيوچارو وزيرې دوه شپېته كلنه هېلري كلنټن پردې اعتراف كړى دى چې پرخپل برېتانوي سيال ډېوېډميليبنډمينه ده .

 

سن بریتانوۍ ورځپاڼې ليكلي دي چې كلنټن په يوه ويناكې د ستاينې ترڅنګ څلورڅلوېښت كلن ميليبنډيوهوښيار،هڅاند،هيښنده،زړه ته نږدې – د دنياله غموبېغمه،زړه وړونكى اومينه ناك سړى بللى دى .

 

دې ورځپاڼې د مېرمن كلنټن په قول ليكلي دي هرڅوك چې ميليبنډ وويني په هغه مينېږي. كلنټن ويلي منظورمې دادى چې هغه يوهوښيار، هيښنده، زړه ته نږدې،ددنياله غموبېغمه،زړه وړونكى اومينه ناك سړى دى  .

 

نــــــــور ښـــكلـــي پيـــدانــه كــــړې

څــــوك پـــرچـــاشــيــــدانــــه كـــړې

عشق،عشق،عشق خانه خراب دى

څــــوك مـــيــــن پـــــرچـــــانـــه كـــړې

 

سن ورځپاڼې د برېتانیا د باندنيوچارو د وزير ډېوېډميليبنډ له قوله ليكي چې هیلري كلنټن په خنداخندا وار كوي او لكه د لستوڼي مار داسې ده .

 

تمه كېږي چې د نومبرپرنولسمه په كابل كې دافغانستان د ولسمشركرزي د لوړې له مراسمو وروسته ميليبنډ له خپلې امريكايي سيالې هېلري كلنټن سره كتلي وي.

 

یاده دې وي چې سن ورځپاڼه عموماً دا ډول خبرونه خپروي اوځینې وخت د چارواکوخبرې تحریفوي هم

+ نوشته شده در  Tue 24 Nov 2009ساعت 3:31 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د ځانمرګو بريد كوونكو جوړونكي كس ووژل شو او ۳ تنه نور ونيول شول

 

په هلمند كي ميشتو ايساف ځواكونو په يوي خبرپاڼي كي  ديوه تن د وژل كيدو او ۳ نورو د نيولو خبر وركړ

ايساف ځواكونو په يوي وينا پاڼه كي ويلي دي چي وژل شوي كس  انجينرعبدالمنان  ووژل شو او دري نور ونيول شول

په دي خبرپاڼه كي زيات شوي دي چي دغه بريد مركز لښكرګاه ښارته نيژدي د صافيانو په سيمه كي ايساف ځواكونو ترسره كړي دي

خو په هلمند كي ځاي اوسيدونكي وايي : چي دغه نيول شوي او وژل شوي كس څلورسره واړه ملكي وګړي دي

صفت الله  زاهدي هلمند
+ نوشته شده در  Thu 12 Nov 2009ساعت 9:23 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 

د بست ملكي روغتون يوه ډاكټرچي نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي وويل چي تيره ورځ ناوخته د ګرمسيرولسوالي پرلوي لاري د توپ له غونډي سره د وسلوالو طالبانو او دیو ایس  پي  ايي امنيتي كمپني  ساتونكو له وسلوالو طالبانو سره دكمين په ترڅ كي ۵ تنه ددي كمپني ساتونكي ووژل شول

دده په وينا چي د ۴ تنو جسدونه يي راوړي او ديوه جسد لادركه دي

وسلوال طالبان وايي چي په دي سيمه كي يي ۸ تنه ددي  كورني شركت  ساتونكي وژلي او وصلي يي له ځانه سره وړي دي

د هلمند ولايت امنيتي ځواكونو تراوسه پوري څه نه دي ويلي

مسعود سيلاب  هلمند

+ نوشته شده در  Thu 12 Nov 2009ساعت 3:2 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند ولايت د والي وياند محمد داود احمدي وايي چي  دغه دوه تنه تيره روځ ناوخته د هلمند ولايت د ناوي ولسوالي د هزاراسپ  په سيمه كي ووژل شول

 

دده په وينا چي نوموړي وژل شوي دوه تنه د ناوي ولسوالي  د ټولنزي شورا مرستيال عبدالله او يو تن د دي شورا داقتصادي كميټي غړي ملا محمد انور د نامعلومو وسلوالو طالبانو له لوري  ووژل شو

 

احمدي وايي چي د پيښي په اړه په سيمه كي پلټني رواني دي

ديادوني وړده چي څو اوني وړاندي ددي شوار ريس  هم د نامعلومووسلوالو له لو ري ووژل شو

ددغي پيښي پړه تراوسه پوري كومي ډلي پخپل غاړه نه ده اخيستي

صفت الله  زاهدي  هلمند

+ نوشته شده در  Wed 11 Nov 2009ساعت 6:38 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

د هلمند ولايت د والي وياند محمد داود احمدي وايي چي  دغه دوه تنه تيره روځ ناوخته د هلمند ولايت د ناوي ولسوالي د هزاراسپ  په سيمه كي ووژل شول

 دده په وينا چي نوموړي وژل شوي دوه تنه د ناوي ولسوالي  د ټولنزي شورا مرستيال عبدالله او يو تن د دي شورا داقتصادي كميټي غړي ملا محمد انور د نامعلومو وسلوالو طالبانو له لوري  ووژل شو

 احمدي وايي چي د پيښي په اړه په سيمه كي پلټني رواني دي

ديادوني وړده چي څو اوني وړاندي ددي شوار ريس  هم د نامعلومووسلوالو له لو ري ووژل شو

ددغي پيښي پړه تراوسه پوري كومي ډلي پخپل غاړه نه ده اخيستي

صفت الله  زاهدي  هلمند

+ نوشته شده در  Wed 11 Nov 2009ساعت 6:36 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
په هلمند كي ۹ تنه ملكي وګړي ووژل شول

پنج شنبه   تيره شپه د هلمند ولايت د باباجي په سيمه كي دايساف ځواكونو ديوه توغندي بريد له امله ۹ تنه ملكي وګړي وژل شوي او يو بل تن ژوبل شوي دي

ځاي اوسيدونكي وايي چي دوي د جوارو د حاصلاتو د تريشل يا په ميده كولو بوخت وه چي ديوي  توغندي له امله دغه ۹ سره تنه ووژل شول

خو په هلمند كي دميشتو بريتانوي سرتيرو وياند ډرك وايي چي تيره شپه دوي په ياده سيمه كي ۸ تنه وسلوال طالبان وژلي دي ددوي په وينا چي دغه سيمه كي يادو طالبانو ځمكني ماينونه ښخول چي ددوي له لوري ووژل شول هغه د ملكي وګړو وژل رد كړل

خو ځاي اوسيدونكي او قومي مشران دغه خبري  په كلكه ردوي

دايادوني وړده چي څو مياشتي وړاندي هم  ورته پيښه دنادعلي ولسوالي كي رامنځ ته شوي وه چي پكي ۶ تنه ملكي وګړي وژل شوي وه

صفت الله  زاهدي هلمند

+ نوشته شده در  Thu 5 Nov 2009ساعت 6:37 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

په هلمند كي ۱۴۹ كيلو ګرامه ترياك له يوه تن سره ونيول شول

 دهلمند امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد وايي چي تيره ورځ امريكايي سمندري ځواكونو د ناوي ولسوالي د شورشورك په سيمه كي د كورنو د پلټلو پرمهال په يوه كوركي ۱۴۹ كيلو ګرامه ترياك له سلګونومرميو ،سي صدو سيبر كلاشنكوف او له يوه تن مضنون  ګل اغا سره يو ځاي نيولي دي

دده په وينا چي د كورونو د تلاشي پرمهال بهرنيو ځواكونو ته كوم زيان نه دي اوښتي

صفت الله  زاهدي هلمند
+ نوشته شده در  Sat 24 Oct 2009ساعت 6:48 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
نن دلاس مینځلو نړیواله ورځ ده

نن چې د اكتوبر له پنځلسمې سره يې سمون خوري، په نړۍ كې د لاس وينځلو ورځ لمانځل کېږي

 د لاس وينځلو په نوم د يوې ورځ د نومولو مقصد دا دى چې په دنيا كې خصوصا په هغو ټولنو كې چې خواري او بې سوادي پكې زياته ده، خلك د لاسونو پاك ساتلو ته ډېر پام وكړي، څو په دې ډول د خلكو په تېره بيا د ماشومانو د ناروغيو او مرګونو اندازه كمه شي.

  له احصاييو سره سم، په نړۍ كې  هره ورځ كابو پنځۀ زره ماشومان د اسهال د ناروغۍ په وجه سا وركوي، چې كه چېرې ماشومان تر ډوډۍ خوړلو د مخه او دغه راز تشناب او قضاى حاجت ته تر تلو وروسته لاسونه په صابون پاك ووينځي نو د مرګونو دغه اندازه به نيمايي ته راټيټه شي.

 دملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق، يونيسف، ويانده مېرمن نيك تاويو وايي چې د لاس وينځلو د اهميت  په ساده حقيقت باندې د خلكو د خبرولو لپاره ملګرو ملتونو پريكړه وكړه چې د اكتوبر پنځلسمه نېټه د لاس وينځلو ورځ ونوموي.

  د احصاييو مطابق هغه ماشومان چې تر ډوډۍ دمخه او تر قضاى حاجت وروسته خپل لاسونه په صابون سم نۀ وينځي، او په همدې علت په اسهال او نورو ناروغيو مبتلا كېږي او سا وركوي، تر ډېره حده له وروسته پاتې هيوادونو سره تعلق لري. له راپورونو سره سم، افغانستان يو هغه هيواد دى چې د ماشومانو نظافت او حفظ اصحې ته پكې توجه ډېره كمه ده.

 

   ميرمن تاويو وويل چې په صابون باندې د لاس وينځل نه يوازې د اسهال او نس ناستې بلكې د ځينو نورو وژونكو ناروغيو په كمېدو كې هم لويه مرسته كولاى شي، نو پكار ده چې ميندې او پلرونه په دې ساده حقيقت خبر شي، خپل ماشومان تر ډوډۍ خوړلو دمخه او تشناب ته تر تلو وروسته په صابون باندې په لاس وينځلوعادت كړي  او په دې ډول د خپلو ماشومانو ژوند ته ورپېښ خطرونه كم كړي

+ نوشته شده در  Thu 15 Oct 2009ساعت 4:42 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
پکتيکا: څلور وسله وال طالبان ونيول شول

 د پکتيکا ولايت چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې يې د پو لړ پلټونکو عملياتو په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان نيولي دي .

 د پکتيکا د والي وياند حميدالله ژواک تاند ته وويل، چې ياد شوي کسان يې د نوموړي ولايت په ګومل او يحيى خېلو ولسواليو کې نيولي دي . 

نوموړى وايي، چې له دغو کسانو سره يې يوه موټر او يو موټر سايکل چې په ترهګريزو فعاليتونو کې يې کارول نيولي دي . 

تر دې مهاله وسله والو طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه ندي ويلي

+ نوشته شده در  Thu 15 Oct 2009ساعت 4:39 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
په هرات کی دطالبانو یو محبس کشف شو

(چهارشنبه)دهرات ولایت په جنوب کې ددولت ضد وسله ولو هغه محبس کشف شو چې پکې درې دولتی سرتیري او یو ملکي وګري بندیان ول. 

امنیتی چارواکي وايي په دغو عملیاتو کې د دولت ضد شپږ وسله وال له یوې اندازې وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.

د ۲۰۷ ظفر قول اردو ویاند ډگروال بصیر احمد غوري په وینا دغه محبس د ګذرې ولسوالۍ په یوه غرنی سیمه کې دافغان او ا ئتلافی ځواکونو په ګډو عملیاتو کې کشف شوی دی. 

غوري وايي : ( په راخوشي شویو کسانو کې  د ملی اردو دوه سرتېري، یوپولیس او یو ملکي اختطاف شوی کس شامل دي چې په دغه زندان کې د وسله والو مخالفینو له خوا شکنجه کیدل.)

دا لومړی ځل دی چې په هرات ولایت کې د دولت ضد وسله والو یو محبس کشف کیږی

+ نوشته شده در  Thu 15 Oct 2009ساعت 4:36 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
ولسمشرکرزي د مصطفی بارکزي استعفا ونه منله


(چهارشنبه) ولسمشرکرزي د افغانستان د انتخاباتي کمیسون د غړي  مولوي مصطفی بارکزي استعفا ونه منله .نوموړي د انتخاباتي درغلیو په چارو کې د ده په وینا د دې کمیسون د بهرنیوغړیو د خپلسرو اقداماتوپه اعتراض کې استعفا کړې وه . 

د جمهوري ریاست له ماڼۍ څخه په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې  دافغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررييس حامدکرزي د انتخاباتو د شکایتونو د څیړلو د کمیسیون دغړي مولوي مصطفی بارکزي استعفا ونه منله او له هغه څخه یې وغوښتل چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې  حامدکرزی د مولوي مصطفی بارکزي له صادقانه خدمتونو څخه د قدرونې په ترڅ کې د هغه داستعفا په پاڼه کې لیکلي چې: ((د تشویش اواندیښنې په درک اوستاسو نظرونوته په احترام سره ستاسو دهېوادپالو او صادقانه خدمتونو څخه د قدردانۍ په ترڅ کې، د استعفی په نسبت د انتخاباتو د شکایتونو د څیړلو په کمیسیون کې ستاسو د دندې دوام موجه ګڼم، هغه دافغانستان د ملت په خیر اوصلاح بولم او دانتخاباتو د شکایتونو د څیړلو له کمیسیون څخه هیله لرم چې ستاسو د اندیښنو د لرې کولو لپاره دې  په اقدام لاس پورې کړي.))

مولوي مصطفی بارکزي د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پرهغه څه نیوکه وکړه  چې ده د انتخاباتو د شکایتونو د څیړلو په کمیسیون کې د بهرنیانو لاسوهنه بللې وه ، او د اعتراض په دود یې له دې کمیسون څخه خپله استعفا دافغانستان ولسمشرته وړاندې کړه.

د ملګرو ترڅارنې لاندې د انتخاباتي شکایتونو کمیسون پنځه غړي لري چې درې یې بهرنیان او دوه افغانان دي او مشري یې هم د یوه برهني په غاړه ده .

+ نوشته شده در  Thu 15 Oct 2009ساعت 4:35 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
له امنیتي چارواکود پلان په باب د ولسي جرګې غوښتنه

(چهارشنبه) د افغانستان ولسي جرګې د دغه هيواد له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې په دوو اونيو كې د امنيت د ښه كولو لپاره يوه ستراتيژيكه طرحه جوړه كړي.

 دغه وړانديز نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه كې وشو.

 دې غونډې ته په روانه اونۍ كې د دويم ځل لپاره  د افغانستان د ملي دفاع، كورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت عمومي رئيس راغوښتل شوي و.

 د ولسي جرګې غړيو له دوى څخه د افغانستان د امنيتي وضعيت د ښه كولو لپاره د  لا جدي اقداماتو غوښتنه وكړه.

 افغان چارواكي وايي، د دې نوې څانګې په پرانستلو سره د شمالي ولايتونو د پوليسو د روزنې د مركز ظرفيت لوړ شوی او په مياشت كې به څلور سوه پوليس روزي.

 دفاع او كورنيو چارو وزيرانو او د ملي امنيت ریيس د تيرې شنبې په ورځ هم د جرګې غړو ته د هېواد روان امنيتي وضيعت تشريح او د امنيتي تدابيرو په هكله يې معلومات وركړي وو.

خو د درې واړو ارګانونو مسوولين د چهارشنبى په ورځ له يولړ نورو پوښتنو سره هم مخ شول.

د ولسې جرګې رييس محمد يونس قانوني وويل، دې ته ضرورت دى، چې درې واړه ارګانونه په ګډه سره يوه امنيتي ستراتيژي ترتيب كړي.

((په لومړي سر کې زموږ د امنیتي ارګانونو تر منځ او بیا له بهرنیو ځواکونو سره د یوې هماهنګې طرحې جوړولو ته جدي ضرورت دی.

وړاندیز کوو، چې د درېواړو ارګانونو مسوولین په دوه اونیو کې یوه واحده طرحه ترتیب او د جرګې له غړو سره یې شریکه کړي، په دې صورت کې به موږ د یوې امنیتي طرحې خاوندان شو."

په غونډه كې دا هم وويل شول چې، په دې وروستيو كې ناامني د هېواد شمالي برخو ته هم غځيدلې او د دې ترڅنګ ويل كيږي، چې ځينې مشكوك خلك په هليكوپټرو كې شمال ته ليږدول كيږي، چې له امله يې په شمالي برخو خلك انديښمن شوي دي.

د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردك وويل، ولسي جرګه بايد د امنيتي طرحې په جوړولو كي له دوى سره مرسته وكړي:

"موږ له محترمو وکیلانو څخه هیله کوو، چې د ولایتونو د امنیتي پلاونو په طرحه او ترتیب کې له موږ سره واوسي، ترڅو د هغوی د نظریاتو په پام کې نیولو سره ښه امنیتي پلان ولرو.)) 

په دې وروستيو كې د افغانستان په شمالي ولايتونو كې هم د ناامنيو د ډيريدو انديښنې راپورته شوي دي

+ نوشته شده در  Thu 15 Oct 2009ساعت 4:33 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
له امنیتي چارواکود پلان په باب د ولسي جرګې غوښتنه

(چهارشنبه) د افغانستان ولسي جرګې د دغه هيواد له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې په دوو اونيو كې د امنيت د ښه كولو لپاره يوه ستراتيژيكه طرحه جوړه كړي.

 دغه وړانديز نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه كې وشو.

 دې غونډې ته په روانه اونۍ كې د دويم ځل لپاره  د افغانستان د ملي دفاع، كورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت عمومي رئيس راغوښتل شوي و.

 د ولسي جرګې غړيو له دوى څخه د افغانستان د امنيتي وضعيت د ښه كولو لپاره د  لا جدي اقداماتو غوښتنه وكړه.

 افغان چارواكي وايي، د دې نوې څانګې په پرانستلو سره د شمالي ولايتونو د پوليسو د روزنې د مركز ظرفيت لوړ شوی او په مياشت كې به څلور سوه پوليس روزي.

 دفاع او كورنيو چارو وزيرانو او د ملي امنيت ریيس د تيرې شنبې په ورځ هم د جرګې غړو ته د هېواد روان امنيتي وضيعت تشريح او د امنيتي تدابيرو په هكله يې معلومات وركړي وو.

خو د درې واړو ارګانونو مسوولين د چهارشنبى په ورځ له يولړ نورو پوښتنو سره هم مخ شول.

د ولسې جرګې رييس محمد يونس قانوني وويل، دې ته ضرورت دى، چې درې واړه ارګانونه په ګډه سره يوه امنيتي ستراتيژي ترتيب كړي.

((په لومړي سر کې زموږ د امنیتي ارګانونو تر منځ او بیا له بهرنیو ځواکونو سره د یوې هماهنګې طرحې جوړولو ته جدي ضرورت دی.

وړاندیز کوو، چې د درېواړو ارګانونو مسوولین په دوه اونیو کې یوه واحده طرحه ترتیب او د جرګې له غړو سره یې شریکه کړي، په دې صورت کې به موږ د یوې امنیتي طرحې خاوندان شو."

په غونډه كې دا هم وويل شول چې، په دې وروستيو كې ناامني د هېواد شمالي برخو ته هم غځيدلې او د دې ترڅنګ ويل كيږي، چې ځينې مشكوك خلك په هليكوپټرو كې شمال ته ليږدول كيږي، چې له امله يې په شمالي برخو خلك انديښمن شوي دي.

د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردك وويل، ولسي جرګه بايد د امنيتي طرحې په جوړولو كي له دوى سره مرسته وكړي:

"موږ له محترمو وکیلانو څخه هیله کوو، چې د ولایتونو د امنیتي پلاونو په طرحه او ترتیب کې له موږ سره واوسي، ترڅو د هغوی د نظریاتو په پام کې نیولو سره ښه امنیتي پلان ولرو.)) 

په دې وروستيو كې د افغانستان په شمالي ولايتونو كې هم د ناامنيو د ډيريدو انديښنې راپورته شوي دي

+ نوشته شده در  Thu 15 Oct 2009ساعت 4:32 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
په لاهور کې د پولیسو پر درو مرکزونو په یووخت حملې وشوې


(پنجشنبه) وسله والوکسانو نن په لاهورښار کې د ایف آی اې یا د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې پر دفترونواو دغه راز د پولیسو د روزلو پرمرکزونو بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې لږترلږه نولس تنه وژل شوي دي .

د راپورونو له مخېد دغوحملو ترټولو مهم هدف د پاکستان د ایف آې اې دفترونه ول .له دې سره په یووخت د پولیسو پر دوو اکاډیمیو هم حملې شوې دي .

له بل پلوه د سرحد ایالت په کواټ کې د پولیسو پر یوې تاڼې ځانمرګی برید شوی او لږترلږه اته تنه پکې وژل شوي دي .

په وروستیو دوو اوونیو کې په پاکستان کې تاوتریخوالي زیات شوي دي .

له لاهور څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې څلورو حمله کوونکو د ایف آې اې پرودانۍ برید وکړچې د جګړې په ترڅ کې لږترلږه لس تنه ووژل شول .

پولیس وايي چې د لاهور د ایف آی اې په دفتر کې یې یو لاسي بم او له یوه وژل شوي حمله کوونکي سره د ځانمرګي برید ناچاودلی واسکټ موندلی دی .

د لاهور په بیدیان روډ اومناوان کې د پولیسو روزنیزمرکزهم حملې شوې دي .یوې تاڼې ته اته تنه حمله کوونکي ورننوتي دي او لا هم له پولیسو سره جګړې ته دوام ورکوي .راپورونه وايي چې په وژل شویو کسانو

پولیس وايي د ایف آی اې په ودانۍ او مناوان روزنیزمرکز کې یې د حمله کوونکو پرضد خپل عملیات بشپړ کړي خوپه بیدیان کې لا هم مقاومت روان دی .

له بلې خوا په کواټ کې پر یوې تاڼې د ځانمرګي برید په ترڅ کې اته تنه وژل شوي او شپاړس نور ټپیان دي .

د پولیسو چارواکي وايي چې حمله نن سهار د یوه موټرپه وسیله وشوه چې له چاودونکو موادو ډک شوی وو.

د هغوی په وینا په دې برید کې چې له سلو کیلو ګرامو چاودونکو موادو پکې کار اخیستل شوی ، درې پولیس اوپنځه عام خلک وژل شوي دي .

له یو بل راپور سره سم پاکستاني مقاماتو وویل چې تېره شپه  په شمالي وزیرستان کې د بې پېلوټو الوتکو په حمله کې پنځه تنه ووژل شول .

ویل کېږي چې بې پېلوټې الوتکې د افغان قومندان غزنوي پر مرکزونو دوه توغندي وویشتل .

په شمالي وزیرستان کې مېشت طالبان د جلال الدین حقاني ترقوماندې لاندې فعالیت کوي .

+ نوشته شده در  Thu 15 Oct 2009ساعت 4:31 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
یو ملیارد انسانان وږي دي

(چهارشنبه) ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۰۹ کال کې د نړۍ له یو ملیارد زیات وګړي وږي وو. د خوړو او کرنې ادارې، او نړیوال غذايي پروګرام ویلي دي چې په سږني رقم کې دتېرکال په پرتله سل میلیونه زیاتوالی راغلی.

د ملګروملتونو دې اړوندو ادارو ویلي دي، چې د دې عمده علت، په نړۍ کې روان غذايي او اقتصادي بحرانونه دي. خو دوی دا یادونه هم کړې ده چې له دې غبرګو بحرانونو مخکې، د اتیایمې لسیزې په پای او د نوییمې لسیزې په پیل کې د اقتصادي ودې له درېدو وروسته، له یوې لسیزې راهیسې په نړۍ کې د وږو وګړو شمېر پرله پسې په زیاتېدو دی.

+ نوشته شده در  Thu 15 Oct 2009ساعت 4:28 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 . په مراز کې د پولیسو د روزنې لپاره نوی ودانی  جوړه شوه

(پنجشنبه) په مزارشريف كې د شمالي ولايتونو د پوليسو د روزنې د مركز نوې څانګه له جوړيدو وروسته پرون په یولړمراسمو کې پرانستل شوه.

 د نوې څانګې په ودانۍ د جرمني او اروپايي ټولنې له خوا  څه كم دوه مليونه يورو لګښت راغلى دى.

 افغان چارواكي وايي، د دې نوې څانګې په پرانستلو سره د شمالي ولايتونو د پوليسو د روزنې د مركز ظرفيت لوړ شوی او په مياشت كې به څلور سوه پوليس روزي.

 پخوا به دلته په مياشت كې دوه سوه پوليس روزل كيدل.

المان او اروپايي ټولنه د افغان پوليسو په روزنه كې له سترو مرسته كوونكو څخه

+ نوشته شده در  Thu 15 Oct 2009ساعت 4:26 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 

 

 

په هلمند کی د نادعلی ولسوالی  قومی مشران یوپربل ددرغلیو تورنه لګوی

 

  دنادعلي په ولسوالی کی ټولينزه شورا چي دتير يوه کال راهسي په دي ولسوالي کی جوړه شوی د پنځه ويشت تنه  غړی لری

دغه ولسوالی د حاصل خیزو سیمو د پروګرام په هغه برخه باندی چی یو شمیر کروند ه ګرو ته  کیمیاوی کود او تخمونه د کوکنارو د کښت په بدیل کی دانګلستان دپرمختیایی اداری له لوری د هلمند ډیری شمیر خلګو ته ورکول کیږی ددی توکو پرویش باندی ډیری وګړی تورونه لګوی چی یو شمیرقومی مشران په دی درغلیو کی لاس لری    

په دی ورځو کی يو پربل  داسی تورنه لګوي چي ددې ولسوالي سره هرډول شوی مرستي وړاندي تر دي چي خلګو ته یی  ورسوي خپلو جيبونو ته  یی اچوي.

ددې ولسوالي دټولنيزي شورا دغړو ترمنځ دغه تاوتریخوالی په داسی حال کی راپورته کیزی چي په دي ورځو کی  دنادعلي ولسوالي له هغو کرونده ګروسره چی دامهال ددولت له لوری ورسره مرسته کیزی او ددوی د نومونولستونه سپین ډاګ ته راووتل

چي دحاصل خيزو  سيمو له پروګرام نه  بايد کمياوي سري  او اصلا ح شوي تخمونه واخلي دنادعلي ولسوالی د ټولنزي شورا دانکشافی کميټي مسئول ملامحمد  کريم له دولت نه غوښتنه وکړه  چي ولسوالي ته راتلونکي  مرستي وخلګو ته په ښه توګه ورسوی .دى وايي مونږ داثابته کړي ده چي دشورا مشر په زياتو درغليو کي لاس لري.

 

 

ملا کريم وايي دنادعلي دټولنيزي شورا مشر دوي پخپله ټاکلي دى خو هغه نه دى توانيدلى چي په سيمه کي روانو ستونزو ته د حل لاره پیداکړی.

 خو دنادعلي ولسوالي دشورا مشر عبدالحد هلمند وال له دولت نه غوښتنه وکړه چی پرده ټول لګول شوی تورنه بی اساسه دی هغه غوښتنه وکړه چی ددولت دی دداسی ستونزو لپاره پلټنی وکړی .

 

دهلمند وال په خبره که چيري هرڅوک په دی فسادکی ننوتى وی قانون ته دي يي وسپاري

که څه هم هلمند وال دملا کريم راتګ شورا ته چي اوس په کي دانکشافي کميټي مسئول هم دى ونه ښود چي دچا له لوري راغلى دى خو يو شمير کسا ن وايي دولايت مقام ملا کريم دغه شورا ته په انتصابي ډول معرفي کړى

 

خو بل خوا ددې شورا دعدلي کميټي مسئول حاجي شمول زي دخپل خبرو پرمهال وويل په نادعلي ولسوالي کي درغلي او دخلګو دحق خوړل له اوس نه نه دى پيل سوي،شمولزي زياته کړه دکروندګرو هغه نومونه چي دنادعلي دټولنيزي شور ا دټولو غړو له لوري برآبر سوي وه او دزراعت رياست ته سپارل سوي وه تر راوتلو وروسته زياتي لاس وهني په کي سوي دي چي دشمولزي په خبره دکرهني درياست په شمول دشورا ځيني کسانو په کي لاس وهني کړي دي او دوی په دی درغلیو کی شامل دی

 شمولزي له دولت څخه غوښتنه وکړه چی اوسنی د نادعلی ولسوالی د ټولنیزی شورا ریس دی بدل شی 

 

خو دنادعلي ولسوالي دشورا مشر هلمندوال وايي زه دشورا نږدي دوه نوى کسانو انتخاب کړى يم او که چيري خلګ وغواړي نو زه يي ممانيعت نه کوم په هلمند کي دفوډزون يا حاصل خيزو سيمو پروسه تير کال پيل سوه او نږدي دوه ديرش زره کرونده کروته تخمونه او کمياوي سري په کي ورکول سوي او سږ کال هم دغه پروسي ته د  انګلستان او دامريکا متحده ايالاتو ترټولو زياتي پيسي ورکړي دي او نږدي ټولو ولسواليو کي بۀ څلويښت زره بزګرو ته کمياوي سري تخمونه او نيالګي ورکړي خو داځل يي دويش پرسر نه يوازي ددرغليو خبري راپورته سوي بلکي ددي پروسي دتخمونو اوسري دکيفيت په اړه ډير بزګرشکايت کوي دنادعلي ولسوالي يوتن اوسيدونکو دټولنيزي شورا غړى وايي اولس ميلونه ډالره ډيري پيسي خو تخمونو يي ددوي دکښتونو حاصلات راکم کړى دى

 

 

دنادعلي ولسوالي دټولنيزي شورا سره نه يوازي ځيني کسان دتخمونو ويش په سر ددرغليو ادعالري بلکي يو شمير کسان وايي په دي ولسوالي کي دانکشافي شورا له لوري چي  اکثره چاري يي دکليو دپراختيا او بيا رغوني له رياست سره شريکی  دي دزياتو ژورو څانګانو دکندولو پروسه هم روانه وه چي دوي بياهم دټولنيزي شورا پرريس هلمند وال باندي تورلګوي او وايي ددې په ځاى چي ژوري څاګاني وړيا خلګو ته وایستل شی  پرسر يي پيسي اخستل کيږي خو دنادعلي دټولنيزي او انکشافي شوراګانو دریسانو دغه خبری عبدالاحد هلمندوال نه مني وايي په تيرو دريو کلونو کي ددوي انکشافي شوراتوانيدلي ده چي تر زرو زياتي څاګاني خلګوته وبآسي هلمند وال ديو شمير کسانو هغه تور چي ګوالي دټاکنو دورځي دامنيت او دخلګو دهڅوني په خاطر چي داربکيو له پاره کومي پيسي وړاندي سوي، ده نه دی اخستي او داسي اسناديي رسنيو ته وښودله چي په کي داښودل کيد ه چي پيسي يي مستحقو کسانوته  رسولي دي ده وويل دوه يادري کسان پاته دي چي هروخت ده ته مراجعه وکړي نو خپلي پيسي به ترلاسه کړي

 

 په نادعلي کي دحاصل خيزو سيمو دتخمونو او کمياوي سرو ددرغلیو  په سر روان بحثونه دومره تاوده دي چي دځينو  راپورنو له مخي دهلمندوالي  محمد ګلاب منګل دتخمونو اوکمياوي سرو  دناسم کيفيت په خاطر هغه دري تنه قرارداديان چي ناسم تخمونه يي رانيولي وه دپولیسو له لوری نیول شوی او  په زندان کي دامهال شپی او ورځی تیروی

صفت الله زاهدی هلمند ‏

 

+ نوشته شده در  Sat 10 Oct 2009ساعت 4:35 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

په هلمند  كي د ولسمشري او ولايتي شوراګانود ټولټاكنودښه ترسره كيدلولپار لوبي پيل شولي

 

دهلمند ولايت د ورزش امر عصمت الله  مسلم وايي چي تيره ورځ يي دهلمند په ولايت كي د ولسمشري او ولايتي شوراګانود ټولټاكنو دښه ترسره كيدو په موخه يو ټورنامينټ په غاړه اچولي دي  دده په وينا چي دغه ټورنامينټ به  ۷۷ورځي دوام وه لري چي د هلمند ولايت ډيري  لوبغاړي به پكي  ګډون وكړي او هغوي به په دغو سياليو كي خپل لوبي ترسره كړي

دمسلم په وينا چي تيره ورځ د اريانااو بست  همدارنګه  داستقلال او ځوانانو ټيمونو ترمنځ لوبي ترسره شوي دي  چي چي  لوبي ۴  په  ۲  د بست په او ۴په ۳ د ځوانانوپه نفعه تمامي شوي دي  

دهلمندد ورزش امروايي:چي دغه سيالي يي د هيواد د خوښي په موخه په مخ اچولي دي د نوموړي په وينا چي  په دغو سياليو كي چي دوي مياشتي به دوام وكړي دهلمند د مركز لښكرګاه ښار۱۳ دالف دد فوټبال د لوبو ۵د پينګ پانګ او ۱۵ داندام د ښكلا ټيمونه به برخه پكي واخلي او دا لوبي به هره ورځ دوام وه لري

نوموړي وايي چي ددغو سياليو ټول مصارف دهلمند ولايت د مقام او د هلمند سپورټ د بدني روزني له لوري وركول كيږي

دورزش امروايي چي په نيژدي راتلونكو ورځو كي به دري تنه اسيايي سياليو ته واستوي چي د نړي ډيري هيوادونو ته به د لوبو لپاره ولاړ شي او خپلي سيالي به ترسره كړي

خوبل خوا ته يوشمير لوبغاړي وايي چي دوي ديوشمير ستونزو له امله نه شي كولاي چي په ليرو او پرتوسيموكي تمرين وكړي ددوي په وينا چي په مركز لښكرګاه ښار كي د تمرين لپاره لوبغالي نه لري.

دهلمند ولايت يو تن د بدن د ښكلا لوبغاړي وايي چي كه چيري دولت ورته د تمرين اوورزش زمينه مساعده كړي دده په ويناچي په هلمند كي به ځوانان د مخدره توكو څخه وژغورل شي

په هلمند كي په داورستيوكي افغان ځوان شكرالله  دبدن دښكلا په برخه كي په هيواد كي لمړي لقب خپل كړ ي دي تردي وړاند ي دهلمند ولايت يو بل ځوان هم د بايسكل ځغلولو په يوه سيالي كي هم دويم مقام خپل كړي وو

ديادوني وړده  چي دغه ټورنامينټ به هم تردوو مياشتو پوري دوام وكړي چي ډيري  لوبغاړي  به يي ښه مقامونه خپل كړي

صفت الله  زاهدي هلمند

 

   

+ نوشته شده در  Thu 8 Oct 2009ساعت 5:8 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
په امریکې کې یوه پینځه کلن ماشوم یوه داسي تمساح ووژله چې وزن یې ۳۷۰ کیلوګرامه وو.

د تکزاس ایالت اوسیدونکي سیمون هوګو  وایې چې دا تمساح یې هغه وخت په  چړې  ووژله چې په ده یې د برید خیال درلود .

د دغې  تمساح اوږدوالی دری  متره او شپږ سانتي متره ته رسیده او اوږدوالی یې هم دری متره او شپږ سانتي متره وو.

د کوچني هوګو پلار وایې چې زوی یې دوه کاله دمخه
هم یوه ورته تمساح چې اوږدوالی یې دوه متره ته رسیده د پخلنزي په چړې وژلي وه.

د دغه امریکایې ماشوم زړورتېا په ټولو امریکایې رسنیو کې غوغا جوړه کړه.

+ نوشته شده در  Tue 6 Oct 2009ساعت 7:19 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
د نورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کي  وروسته له هغه پوليسو او بهرنيو ځواکونو د وسلوالو طالبانو په وړاندي عمليات پيل کړه کله چي دري ورځي مخکي وسلوالو طالبانو دلته پر پوليسو او بهرنيو ځواکونو يو زورور وسلوال بريد وکړ چي بهرنيو او کورنيو ځواکونو ته يي مرګ ژوبله واړول .اوس دنوموړي ولايت چارواکو دا هم منلي ده چي و سلوالو طالبانو د نښتي پر مهال د کامديش امنيه قوماندان او ١٣  پوليس هم له ځان سره بيولي دي .
په نورستان کي امنتي چارواکي وايي چي اوس يي په کامديش کي نظامي عمليات پيل کړي دي چي تر دي مهاله يي تر شپيتو زيات وسلوال طالبان وژلي دي د نورستان دامنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال فاروق ويلي چې تراوسه په دې عملياتو کې دوى ته د ٢٧ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو او٤٠ نورو ټپيانو خبر ورکړل سوي دي  . سمونوال فاروق وايي چې په دې نظامي عملياتو کې افغان او بهرنيو ځواکونو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې ..
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې هکله معلومات نه دي وړاندي کړ
+ نوشته شده در  Tue 6 Oct 2009ساعت 7:17 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 مصر د الازهر پوهنتون ښونکي او د اسلامي نړۍ مخکښ مفتي شیخ  محمد تنتاوي  په قاهره کې د نجونو له یوه پوهنتون څخه د لیدو پر مهال ټولو نجونو ته دستور ورکړ چې  وروسته له نن څخه کولای شي په ښونځيو او پوهنتونونو کې  لوڅ مخ وګرځي او پرته له دې  چې یې خپل مخ له سترګو پرته په توره ټوټه پوښلی وي زدکړي وکړي.

دغه خبر نن د مصر المري الیوم ورځپاڼي د لومړي ځل لپاره خپور کړ.

تنتاوي ویلي چې په نقاب کې د ښځو له خوا د مخ پوښل په اسلام کې مجبوریت نه بلکه یوه عنعنه ده .

په مصر کې نجونو ته د حج او اوقافو د وزارت له خوا امر شوی وو چې له کوره دباندې حتی په ښونځیو کې هم حجاب واغوندي او مخونه په مخصوص نقاب کې پټ وساتي خو اوس د تنتاوي دغې وینا د نوموړي ملک د لوړو زدکړو وزارت دې  ته اړ ایستلی چې په ښونځیو او لوړو تحصیلي موسسو کې نجونې د نقاب د اغوستلو څخه را وګرځوي.

 

+ نوشته شده در  Tue 6 Oct 2009ساعت 7:8 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

په هلمند كي يو پنځه كلن ماشوم له دوه تنه سړي تښتونكو څخه وژغورل شو

 

دهلمند ولايت  دپوليسو داستخباراتو مديرسمونيارعبدالقيوم  سليمانخيل   وايي چي دوه تنه سړي تښتونكو دري ورځي وړاندي يو پنځه كلن ماشوم  دصافيانو له سيمي څخه يي تښتولي وو چي د هغه له كورني څخه يي د دري لكه امريكايي ډالرو غوښتنه كړي وه

دنوموړي په وينا چي  دغه دوه تنه  يي نيولي  او ماشوم يي ددوي له منګولو څخه  ژغورلي دي

سړي تښتونكي د هلمند ولايت اوسيدونكي او پخپلو جرمونو يي اعتراف  كړي دي

ديادوني وړده چي تيره ورځ هم په هلمند كي يوه ډله  غله او دري وسلوال طالبان دپوليسو له لوري ونيول شول

صفت الله  زاهدي هلمند
+ نوشته شده در  Sat 12 Sep 2009ساعت 3:43 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
هغه مظاهره چې نن سهار د غزني په ښار کې پیل سوې وه وروسته تر هغه په تاوتریخوالي بدله سوه کله چې پولیسو پر مظاهره کوونکو باندي ډزي وکړي

د مظاهرې له ځایه ځيني همکاران وايي چې مظاهره کوونکو د مسعود پر څلورلارې د موټرو ټاېرونو ته اور ورته وکړ او بیايې د کابل کندهار لویه لاره د ترافیکو پر مخ بنده کړه

چې وروسته یو شمېر مظاهره کوونکي نژدې د اتحاد جومات ته ننوتل او یوشمېر هم د چوک پر شاوخوا پاته سول چې دغه پاته مظاهره چیان له پولیسو سره ونښتل

رپوټ وايي چې پولیسو پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې چې په پایله کې يې د غزني د مرکزي روغتون د یو شمېر منابعو په حواله څلور مظاهره کوونکي مړه او اتلس ټپيان سويدي

د غزني والي ډاکتر عثمان په یوه خبري غونډه کې څوشیبې مخکې د رسنیو پر وړاندي راڅرګند سو او ويې ویل :چې په مظاهره کې یواځي دیارلس تنه ټپيان سویدي

والي وویل: چې د دولت مخالفین د مظاهره چیانو په لیکو کي ننوتلي دي چې دغه دیارلس تنه هم د هغوي له لوري ژوبل سويدي.

په سیمه کې د سلام وطندارراډيو  خبریال وايي چې د پیښي په سیمه کې زیات امنیتي ځواکونه لیدل کیږي او مظاهره چیان خواره  واره سویدي

د یادولو وړ ده چې نن سهار د غزني د ښار شاوخوا دوه زره تنه اوسیدونکي د سیمي د یو روحاني شخصیت او ملا امام د وژنې پرضد په لاریون راوتلي ول

دغه روحاني شخصیت شمس اغا نومېدی او د غزني ښاریان ادعا کوي چې نامعلومه موټرسایکل سپرو وسله والو چې ګمان کیږي حکومتي کسان به ول لمړی تښتولی او وروسته وژلی د

ددي  مضاهري  په اړه به نور جزيات  تاسو ته پرليكه شي

 

+ نوشته شده در  Thu 10 Sep 2009ساعت 7:12 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
د بي پولي خبریالانو ټولنې  په افغان دولت او ناټو ځواکونو غږ کړی چې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د نیویارک ټایمز  ورځپاڼي د وژل شوي افغان خبریال د مرګ د انګیزې د معلومولو لپاره جدي کار وکړي.

سلطان احمد منادي د چهارشنبې په ورځ په چهاردره کې د عملیاتو پر  مهال ووژل شو خو د هغه انګلیسی ملګری روغ رمټ وژغورل شو.

دغه دوه خبریالان د کندز د پیښې د څیړلو لپاره سیمې ته  تللي ول.

تر اوسه نه ده معلومه چې منادي د طالبانو او یا هم د بهرنیو سرتیرو په برید کې وژل شوی دی .

دد گرمسیر بلاگفا او د هلمند ةول ازاد ژورنالستان دهغه وژنه غندي او دهغه دقاتلينو او د وژني د څيړلو  لپاره كلك او جدي  ګام اخيستلو ته سترګي په لاره دي

 

د سلطان احمد منادي مړی

د افغان خبریال ملګری چې د پوځي عملیاتو پر مهال روغ رمټ آزاد شو

+ نوشته شده در  Thu 10 Sep 2009ساعت 7:9 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

په هلمند كي ديوه  ځانمرګي بريد له امله  دوه تنه پوليس  ژوبل شول   ۱۰--۱۱--۲۰۰۹

دهلمند د پوليسو مشر سمونوال اسدالله  شيرزاد   وويل چي تيره ورځ  ناوخته د ګريشك ولسوالي  دسيد تاجداراغا امنيتي پوستي ته يوه ځانمرګي بريد كوونكي غوښتل چي دننه شي  خو د پوليسو له لوري وپيژندل شو او ډزي يي پري  كړي دي

دهلمند د پوليسو د مشر په وينا چي  ځانمرګي بريد كوونكي وژل شوي او نيمه واسكټ يي هم چاودلي دي چي  د چاودني په پايله كي يواځي دوه تنه پوليس ژوبل شوي دي

 د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي واي چي  دتير ماښام ددوي ديوه ملګري له لوري په شوي ځانمرګي بريد كي  يي ۷ تنه  پوليس وژلي دي

داحمدي په وينا چي په دغه بريد كي دري كرولا موټرونه هم ويجاړ شوي دي

صفت الله  زاهدي هلمند
+ نوشته شده در  Thu 10 Sep 2009ساعت 3:43 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

په هلمند كي دبنياد بيات له لوري  له ۲۰۰ بي وزلو كورنيوسره دخوراكي توكو مرسته وه شوه دغه مرسته چي دكندهارزون دافغان بيسيم دمشر احمدشاه د هلمند ولايت دوالي ګلاب منګل  په پارلمان كي دهلمند داستازي  نسيمه نيازي  او يو شميرنوورو لوړپوړو دولتي چارواكو له لوري لخوا دغه كورنيو ته  ۵۰ كيلو ګرامه وړه  اودري كيلو ګرامه  غوړي وركول شول

احمدشاه وويل چي دا لمړي ځل دي چي دبنياد بيات له لوري دغه مرسته ترسره كيږي  دده په وينا چي بنياد بيات مشر  ژمنه كړي چي په دا ورستيوكي به  په دي ولايت كي  خپلو نورو مرستوته هم دوام وركړي

دهلمند والي  ګلاب منګل  پريو شميرتجارانو او سوداګرو باندي ږغ وكړ چي تاسي  هم دبنياد بيات په شان له دغسي بي وزلو كورنيوسره مرسته ترسركړي

دهلمند ولايت بي وزلي كورنيونه يوتن احمد شاه وايي چي دي ډير خوشحاله دي ترڅو پوري له ده سره دروژي مباركي مياشتي كي داسي مرسته ترسره كيږئ

صفت الله  زاهدي هلمند

+ نوشته شده در  Mon 24 Aug 2009ساعت 6:18 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

 

سبابه دافغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شورا لپاره ډيري كسان په روانوټولټاكنو كي برخه واخلي

  خوپه هيوادكي امنيتي ځواكونه وايي چي دراتلونكو ټولټاكنو لپاره يي سخت امنيتي تدا بير نيولي دي ددوي په وينا چي تر ۸۰ فيصده پوري يي ډيري  افغان ملي پوليس ملي اردو او بهرني سرتيري دامنيت لپاره په ليرو او پرتو سيمو كي ځاي پرځاي شي

خو بل لوري ته وسلوالو مخالفينو بيا په ډيري ولايتونو كي خلګو ته خبرداري وركړي دي چي دوي دي په راتلونكو ټولتاكنوكي برخه نه اخلي

صفت الله  زاهدي هلمند

+ نوشته شده در  Wed 19 Aug 2009ساعت 8:28 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

دهلمند ولايت د مخدره توكو سره پرضد دمبارزي مديريت په لښكرګاه ښار كي ۹۴كيلو ګرامه مخدره توكي وه نيول

دهلمند ولايت امنيه  قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد  وويل چي ديو لړ پټو معلوماتونه يي وروسته د هلمند مركز لښكرګاه ښار اړونده دبولان په سيمه كي يي ديوه كوردپلټولو پرمهال نيولي دي

امنيه قوماندان وايي چي دكوردپلټلوپرمهال د كورټول غړي تښتيدلي وه

دده په وينا چي په داورستيوكي يي ديولړ فعاليتونو پربنسټ  زيات مخدره توكي نيولي دي

ديادوني وړده چي څوورځي وړاندي دهيواد په سطحه دهلمند د سفار په سيمه كي ۳۷۸ ټنه مخدره توكي د امريكايي ځواكونو له لوري نيول شوي وه چي وروسته وسوځول شول

صفت الله  زاهدي هلمند
+ نوشته شده در  Thu 30 Jul 2009ساعت 3:27 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

په نيمروز كي پنځه تنه ونيول شول چي دري يي ځانمرګي بريد كوونكي كي دي

 ددغه خبره د نيمروز ولايت والي ډاكتر غلام دستګيرازاد  وويل چي تيره ورځ مازديګريي  د نيمروز ولايت د خاشرود په ولسوالي كي  كي دري تنه ځانمرګي بريد كوونكي او دوه تنه نورلارښوونكي يي دملي امنيت او پوليسو ترګډي څارني وروسته نيولي دي

دازاد په وينا چي دغه دري نيول شوي ځانمرګي بريد كوونكي د ايران تبعه لرونكي دي دده په وينا چي دوه نورنيول شوي كسان  ورسره د نيمرو زولايت د خاشرود ولسوالي اوسيدونكي دي

دده په وينا چي دداسي پيښو د مخنيوي په موخه يي ګډي  هلي ځلي پيل كړي دي ترڅو دايران سره پر ګډي پرته پولي دايران تبعه لرونكي هيواد وګړي رانشي .

په نيمروزولايت كي دغه دري تنه ځانمرګي بريد كوونكي په داسي حال كي نيول شوي دي چي څوورځي وړاندي ددلارام خاشرود پرلوي لاري ديوه ځانمرګي بريد له امله څو تنو ملكي وګړوته مرګ ژوبله واوښته

صفت الله  زاهدي  هلمند

+ نوشته شده در  Wed 22 Jul 2009ساعت 3:59 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

 

 

په هلمند كي دولتي چارواكي او وسلوال طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلي داړولو ادعا كوي

 

د هلمند ولايت امينه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد وويل چي تيره ورځ د هلمندولايت  د مخطر كلاسره د پوليسو په يو لړعملياتو كي  ۱۰ تنه وسلوال طالبان ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول

امنيه  قوماندان وايي چي دعملياتو پرمهال يي په سيمه كي ۶ تنه مشكوك  وسلوال طالبان ژوندي نيولي دي  چي دا مهال تري پوښتني او ګرويږني رواني دي

د شيرزاد په وينا چي د پوليسو يو قوماندان محمدفريد هم د عملياتو نه وروسته ديوه برابر شوي ماين د چاودني له امله ووژل شو

خو دوسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چي  تيره ورځ يي په دغه سيمه كي  ۱۸ تنه پوليس ديوه قوماندان سره يو ځا ي وژلي دي .

احمدي د خپلوملګرودوژني په اړه څه وه نه ويل .

+ نوشته شده در  Sun 12 Jul 2009ساعت 9:39 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

 

په هلمند كي د روشن او بيسيم دفترونه ددولت له لوري وتړل شول

 

په هلمندكي دروشن اوافغان بيسسم  تليفوني  شبكو دفترونه په دي موخه وه تړل شول  ترڅو په هلمند كي خپل خدمات ۲۴ساعته كړي

تردي دمخه په هلمند كي دروشن اوافغان بيسيم  خدماتي شبكو   يواځي د ۱۲ ساعتونو لپاره  خپل شبكي  فعاله كړي وي له نوموړو څخه وه غوښتل شول چي په هلمند كي دي خپل  خدمتونو تر۲۴  ساعتونو پوري وه غزوي دهلمندوالي محمد ګلاپ منګل  يادو شبكو ته يواختار وركړي وو ترڅو پوري خپلي شبكي  يا ۲۴  ساعته خدمات ونه  كړي نو ددوي دفترونو سره سم به په هلمند كي ددوي قراردادونه او حتي ددوي ټاورونه هم له دي ځايه څخه لري شي

د هلمند دوالي وياند محمد داود احمدي وايي چي  دوي  دتيرو څو مياشتوراهيسي په هلمند كي خپل زيګنالونه  د هلمند په ولسواليو او خپل لښكرګاه ښار كي قطع كړي دي

دده په وينا كه چيري دغه دواړي شبكي  خپل خدمات په لښكرګاه اونورو سيمو كي ۲۴ ساعته نه كړي نو دوي به قراردادونه هم پسخ او ددوي ټاورونه به هم له دولتي ځمكو څخه لري كړي

         

په هلمند كي دافغان بيسيم او روشن شبكي  په هلمندكي د خپلو خدماتو كمول  يواځيني  علت  په هلمند كي امنيتي ستونزي بولي  خو نوموړي وايي كه چيري په هلمند كي امنيتي حالت ښه شي نو دوي به خپل خدمتونه په هلمند كي تر۲۴ ساعتونو پوري وه غزوي

په هلمندكي يوشمير  ځاي اوسيدونكي وايي دتليفونونو د شبكو له تړلوسره سم به په هلمند كي ددوي كاروبار هم  ډير په شاه تګ وكړي ددوي په وينا چي دوي به له يوشمير ستونزو سره هم مخ شي  دوي غوښتنه كي چي دغه خدمات د ي دوي  د ۲۴  ساعتونولپاره وغزوي

خو بل خوا په هلمند كي يوشميرازاد ژورنالستان وايي چي د شبكو تړل ددوي په وړاندي سختي ستونزي  راولاړوي په هلمند كي دازادي راديو خبريال محمد الياس داعي وايي  كه څه هم په هلمند كي  امنيتي پيښي ډيري او له بلي خوا په ټول هيواد كي يو ډيرستر عمليات پيل شوي چي دوي مجبوره دي چي  هره ورځ د پيښو څارنه يواځي له همدي تليفوني اړيكو له لاري وكړي

ديادوني وړده په هلمند كي كه څه هم له يوي خوا ستر عمليات شروع شوي دي او له بلي خوا دولتي چارواكي  په هلمند كي د نووسيمو دنيولو سره په سيمه كي د امنيت د ښه كيدو خبر وركوي

خوبيا هم  لا اوس په هلمندكي  دتليفوني شبكو يو شمير لوړپوړي چارواكي دامنيت د نشتوالي له امله د خپلو شبكو دخدماتودكمولو خبره كوي

 

صفت الله  زاهدي  هلمند
+ نوشته شده در  Sun 12 Jul 2009ساعت 9:38 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

په هلمند كي د بيسيم او روشن كمپنيو  دفترونه وه تړل شول

 

دهلمند دوالي وياند محمد دادود احمدي وايي چي د هلمند والي محمدګلاب منګل نوموړو ته يوضرب الاجل وركړي ووترڅوپوري  دهلمند په ولايت كي  خپل خدمات  ۲۴ ساعته كړي خو نوموړو لا اوس هم خپل خدمات  ۲۴ ساعته نه كړل او نن يي د هغويو دفترونه وه تړل

دوالي د وياند په وينا كه چيري بيسيم او روشن خپل خدمات  په نيژدي څوورځو كي ۲۴ ساعته نه كړي نو ددوي انتنونه به هم له دولتي ځمكو څخه لري او قراردادونه به يي پسخه كړي

خودروشن او بيسيم شبكي ددفتر مسولين وايي چي دامنيتي ستونزو له امله دوي نه شي كولاي چي خپل خدمات ۲۴ ساعتته ته وغزوي

صفت الله  زاهدي هلمند
+ نوشته شده در  Sun 12 Jul 2009ساعت 9:37 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند ولايت  په مركز لښكرګاه ښار كي  دري كيلومتره سړك  په څه كم يو سل  او شپيته زره امريكايي دالره جوړيږي

 

دهلمندوالي محمد ګلاب منګل وايي چي دغه سړك دكندهار او سركار سړكونه سره مښلوي چي د ښاروالي له پرمختيايي بوديجي څخه نوموړي پيسي وركول كيږي

دده په وينا چي په نيژدو څوورځوكي به د هلمند ولايت ډيري خامه سړكونه جوړشي

ديادوني وړده چي تيره ورځ هم دهلمند په ولايت كي يو كيلو مترسړك په ۹۰۰۰زره امريكايي ډالره  جوړ شو

صفت الله  زاهدي هلمند

+ نوشته شده در  Sun 12 Jul 2009ساعت 9:36 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
دهلمند ولایت دوالی ویاند محمدداوداحمدی وایی  چی تیره شپه مرکزلښکرګاه ښار اړونده  د پیرسبز د کلا امنیتی پوستی اته تنه پولیس  دیوی دسیسی  نه وروسته وژل شوی دی.

احمدی وایی چی په پوسته کی ټول ۹ تنه پولیس وه خوهغه تن چی په وژنه کی یی لاس درلود تښتیدلی دی

 تردی مهاله پوری ددغواتوتنو پولیسو وژنه کومی ډلی پخپل  غاړه نه ده اخیستی

+ نوشته شده در  Sat 27 Jun 2009ساعت 6:16 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 

 

 

دهلمند ولایت دوالی ویاند محمدداوداحمدی وایی  چی تیره شپه مرکزلښکرګاه ښار اړونده  د پیرسبز د کلا امنیتی پوستی اته تنه پولیس  دیوی دسیسی  نه وروسته وژل شوی دی.

احمدی وایی چی په پوسته کی ټول ۹ تنه پولیس وه خوهغه تن چی په وژنه کی یی لاس درلود تښتیدلی دی

 تردی مهاله پوری ددغواتوتنو پولیسو وژنه کومی ډلی پخپل  غاړه نه ده اخیستی

+ نوشته شده در  Sat 27 Jun 2009ساعت 6:16 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 دایران اولسمشر احمدی نژاد ددوهم ځل لپاره ګتونکی شو

 دایران د انتخاپاتو کمیسون ویلی دی چی دابران اولسمشر ددوهم ځل لپاره بیرته احمدی نژاد وټاکل شو

هغوی احمدی نژاد د یوه ښه  کاندید په توګه غوره کړی وو 

 دایران د  انتخاپاتو کمیسون  خبر ورکړی دی چی اخری نتایج ښی چی احمدی نژاد د ا مهال څه کم ۲۰ میلیونه رایی وړی دی  او هغه دایران د اولس مشر به توګه وټاکل شوو

دایران ډیری وګړی دا مهال خبله رایه  احمدی نژاد ته ورکړی دی چی ویل کیزی  ۸۰  فیصده رایی داحمدی نژاد وه

دهغی  اعلامیی په ترڅ کی چی دانتخاباتو دخپلواک کمیسون دفتر خپره کړی ده ویل کیزی  چی داحمدی نژاد دوهم سیال  سید محسن موسوی ۹ میلیونه رایی وړی دی

او د احمدی نژاد رایی ۱۹۷۶۱۴۳۳   او د موسوی  رایی  ۹۸۴۱۰۵۶ درضایی رایی ۶۳۳۰۴۸ او د کروبی رایی ۲۷۰۸۸۵  شمارل شوی دی

 احمدی  نژاد دامریکا  په وړاندی سخت ولاړ وو او خپلی اتومی بټی یی هیڅکله  بندی نه کړلی.

  او دامهال هغه په خپلی یوی بیانیی کی ویلی دی چی دی په دهیواد اقتصاد سیاست او امنیت  لپاره سخت ګامونه پورته کړی

 صفت الله  زاهدی هلمند

+ نوشته شده در  Sat 13 Jun 2009ساعت 4:40 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند ولایت د ناوی ولسوالی د عینک په سیمه کی ۱۲ وسلوالو ‌طالبان ووژل شول

 دغه خبره د هلمند ولایت امنیه  قوماندان سمونوال اسدالله شیرزاد وکړه نوړی وویل:چی تیره ورځ وسلوالو طالبانو غوښتل چی د ناوی ولسوالی د عینک پریوی امنیتی پوستی برید ترسره کړی چی نښته رامنځ ته شوه .

دامنیه قوماندان په وینا چی په دغه نښته کی ۱۲ وسلوالو طالبان ووژل شول او یو پولیس ژوبل شو نوموړی وایی چی به وژل شوو کی دری طالب قوماندانان د ملا ادریس ،ملافاروق او ملا قدرت به نامه مهم قوماندانان هم شامل دی  

شیرزاد وایی چی د جګړی په ترخ کی یی یو لړ وسلی او مهمات هم ترلاسه کړی دی

ده په وینا چی د جګړی  به ترڅ کی د ملی پولیسو ترڅنګ نړیوالوسوله ساتو ځواکونو هم ورسره کومک کړی دی

 .بل خوا قاری یوسف احمدی چی د‍وسلوالو طالبانو په استازیتوب خبری کوی وایی چی  د هلمند ولایت د ناوی ولسوالی د عینک د امنیتی پوستی په برید کی یی ۵ پولیس وژلی دی .

احمدی د خپلو ۲ ملګرو د وژلو خبرهم تایدوی.

 

صفت الله  زاهدی
+ نوشته شده در  Sat 13 Jun 2009ساعت 2:18 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د هلمند ولایت د ناوی ولسوالی د عینک په سیمه کی ۱۲ وسلوالو ‌طالبان ووژل شول

 دغه خبره د هلمند ولایت امنیه  قوماندان سمونوال اسدالله شیرزاد وکړه نوړی وویل:چی تیره ورځ وسلوالو طالبانو غوښتل چی د ناوی ولسوالی د عینک پریوی امنیتی پوستی برید ترسره کړی چی نښته رامنځ ته شوه .

دامنیه قوماندان په وینا چی په دغه نښته کی ۱۲ وسلوالو طالبان ووژل شول او یو پولیس ژوبل شو نوموړی وایی چی به وژل شوو کی دری طالب قوماندانان د ملا ادریس ،ملافاروق او ملا قدرت به نامه مهم قوماندانان هم شامل دی  

شیرزاد وایی چی د جګړی په ترخ کی یی یو لړ وسلی او مهمات هم ترلاسه کړی دی

ده په وینا چی د جګړی  به ترڅ کی د ملی پولیسو ترڅنګ نړیوالوسوله ساتو ځواکونو هم ورسره کومک کړی دی

 .بل خوا قاری یوسف احمدی چی د‍وسلوالو طالبانو په استازیتوب خبری کوی وایی چی  د هلمند ولایت د ناوی ولسوالی د عینک د امنیتی پوستی په برید کی یی ۵ پولیس وژلی دی .

احمدی د خپلو ۲ ملګرو د وژلو خبرهم تایدوی.

 

صفت الله  زاهدی
+ نوشته شده در  Sat 13 Jun 2009ساعت 2:18 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

د زابل په ولايت كي نن سهار د جګړي په ترڅ كي د وسلوالو طالبانو يو قوماندان ووژل شواو يو بل ژوندي وه نيول شو

 

دزابل ولايت دامنيت امر غلام جيلاني فراهي وويل چي دزابل ولايت د ارغند اب په ولسوالي كي دپوليسو سره په نښته كي د وسلوالو طالبانو يوتن ملافيض الله په نامه ووژ ل شواو يو بل تن ژوندي نيول شوي دي

فراهي وايي چي د جګړي په دګر كي يي دوه ميله  پيكا يو موترسايكل هم نيولي دي

 

قاري يوسف احمدي چي د وسلوالو طالبانو په استازيتوب  خبري كوي وايي چي په زابل ولايت كي ددوي ملګرو ته كوم زيان نه دي اوښتي

احمد ي وايي وژل شوي او نيول شوي كس د سيمي اوسيدونكي دي

+ نوشته شده در  Sun 17 May 2009ساعت 6:24 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 

 

دهلمند ولايت د ګريشك په ولسوالي كي ۶ پوليس ديوي نښتي په ترڅ كي ووژل شول

 

دهلمند ولايت د ګريشك ولسوالي ولسوال عبدالاحد وويل چي دګريشك ولسوالي د بندبرق په پوستي نن سهار اوه بجي  وسلوالو طالبانو بريد كړي دي چي د بريد په پايله كي ۶ تنه پوليس وژل شوي دي

دګريشك ولسوال وايي چي په سيمه كي دا مهال چاڼيز عمليات دوام لري 

 

بل خوا د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بياوايي چي د ګريشك د بندي برق دامنيتي پوستي ۷ تنه پوليس يي وژلي او د هغوي وصلي يي هم له ځانه سره وړي دي

احمدي وايي چي بريد شل دقيقي دوام وكړي چي په پايله كي يي يو تن وسلوال طالب هم ژوبل شوي دي

صفت الله  زاهدي  هلمند

+ نوشته شده در  Sun 17 May 2009ساعت 5:34 بعد از ظهر  توسط صفت الله (ذاهدی) | 
 
صفحه نخست
پروفایل مدیر وبلاگ
پست الکترونیک
آرشیو
عناوین مطالب وبلاگ
درباره وبلاگ
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی

دتليفون نمبر

0708373448 او یا هم

0088216---8441545سټلایټ نمبر

دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com

safatz@internews.af

او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي

صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد

نوشته های پیشین
آذر 1388
آبان 1388
مهر 1388
شهریور 1388
مرداد 1388
تیر 1388
خرداد 1388
اردیبهشت 1388
فروردین 1388
اسفند 1387
بهمن 1387
دی 1387
آذر 1387
آبان 1387
مهر 1387
شهریور 1387
مرداد 1387
تیر 1387
خرداد 1387
اردیبهشت 1387
فروردین 1387
اسفند 1386
بهمن 1386
دی 1386
آبان 1386
آرشیو موضوعی
انځورونه
شعرونه
لیکنی او نظرونه
خبرونه
لنډي كيسي
د نړی عجایبی او جالبی ټوټي
له دوستانو سره خوشحاله شيبي
تاريخ او ژوند
دپارلمان غړو نمبرونه
کمپیوټر پوهنه
اسلامی نری او نبوی احادیث
هلمند او هلمندیان
د تولنی ترجمانان څوك دي ؟
دپولیسو او پوځ رتبي
پیوندها
ګرمسير
ياهو
جي ميل
پژواك خبري اژانس
بينوا
وخت خبري اژانس
بي بي سي پښتو
ملالي جويا
تل افغان
بي بي سي ناظر
دجګري اوصلحي راپوروركولو انستيوت
طلوع تلويزيون
امريكاږغ ويب پاڼه
ښايست
هيله دافغان ښوو ځوانانو ويب لاګ
پيمان ملي ورح پانه
ځنځیر بلاګفا
ملل متحد
ټوکمار بلاګف
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

safatullah zahidi 333