![]() |
![]() |
|
| دصفت الله (ذاهدی) خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي خپرونه |
|
|||
|
+ نوشته شوی په
Mon 14 Apr 2008ساعت 11:37 قبل از ظهر واسطه صفت الله (ذاهدی) |
|
|
حنان حبيبزى رڼا ته يې چي زه د ښكلا ننداره كوم . ته يې چي زه د خداى د مخلوق ښكلا وينم ، ته يې چي زه ، پر ښكلا د زړه تنده ماتوم ، ته يې چي زه مې د جانان ننداره كوم . كنه ، نو زما خونه ،به په تيارو كي ډوبه وه . ته ، چي راسره وې !!! زما مينې چي خندل ، په ياد دې دي ؟ . هو، پوهيږم هغه خندا به ته څنګه هيروې ، زه چي يې ټول عمر لټون كوم .هېڅ مې نه هيريږي او هره شيبه مې په زړه وري، دا دى اوس مې بيا په زړه اوري. هغه غزل مې په زړه اوري . هغه د مينې غزل. هغې چي د مينې سندرې ويلې ،پاس په چنار كي چي بلبلې ورته راټولې وې او دې ورته كيسې كولې ، هغه شيبه مې په زړه اوري . هغه لكه ښاپيرۍ له مرغيو سره يې مينه وه . هو هغه هم مينه وه ، خو نه پوهيده چي زړه يې چيرې دى ؟ زړه يې چا وړى ؟.د هغې زړه ما وړى ، ما خو هغه ما نه پيژني ، هله رڼا بيا د پيرزونې ډيوې بلې كړه، چي زه ددې جوګه شم چي دا هر څه ووينم ، تا هم ووينم ، او هغه هم ووينم . ته پوهيږې چي د ډير وخت راهيسې زه له تابې برخې يم . خونه مې توره تياره ده او زه لكه توره سيايي په كي ناست يم او د مينې په خيالونو كي پټ يم . زه كله كله د خيال نړۍ جوړه كړم . په دې نړۍ كي زه او هغه يوازې يو ، نور هيڅوك نسته ، خو بدمرغه تياره يې راباندې خرابه كړي . زما دغه نړۍ داسې ده لكه د ماشومو نجونوكورګى، د نانځكو كورګى، هغه كورګى چي كله وران او كله جوړ سي. اخ ! څه ښكلي خيالونه ، زه يم او د ښكلا ملكه راسره ده ، زه هغې ته غزلې وايم هغې يې ما ته وايي . څه ښه خيالي نړۍ ده . كله كله ځود ترنم نړۍ ته .د پسرلي رنګينو ډاګونو ته ، هغو ډاګونو ته چي د لاله او غاټول ګلان په كي د غالۍ په څير غوړيدلي دي، له ترنم سره سندرې وايو ، د سهار سندرې ، هغه سندرې چي موږ د خيال په نړۍ كي وركوي ،خو كه ته راسې نو زه به ددې جوګه سم چي دا هرڅه پر رښتيني نړۍ وګورم . اه ! رڼا راسه ، نور مې انديښنې خوري ، ويلې كوي مې ، كله ځي او كله راځي ، كله جوړيږي او كله ورانيږي، زما خيالونه د ليونتوب خوا ته روان دي . انديښنو كي ورك دي ، نه پوهيږم چي دا هر څه يو دم ولې ؟ د كوډګرې خندا او د كوډګرو سندروله لاسه . اه چي په زړه مې اوړي او رااوړي.كه ته مې بيا خونه روښانه نه كړې ، همدا سې به په تياره كي ورك ورك سم، ويلې به شم . اه ! چي بيلتون سخت دى . رڼا ! كله دې زه په دې حال ليدلى وم ، نه ! هيڅكله دې نه وم ليدلى . لږ راسه ومې ګوره او بيا د وړانګو پيرزونې راباندې خپرې كړه چي ډير عمر مې ستا په بيلتون كي لوړې او ژورې وزغملې . نور يې وس نه لرم . رڼا ! راسه خپلې مرمرينې وړانګې پرانيزه او زما توره خونه رڼا كړه . زه تاته ګورم ، زه په تا باور لرم ، زه ستا په هيله يم . اه! چي زړه مې راوخوت او انتظار وخوړلم |
|
+ نوشته شوی په
Thu 28 Feb 2008ساعت 10:12 قبل از ظهر واسطه صفت الله (ذاهدی) |
|
|
لومړی صفحه بریښنالیک آرشیف |
| په باره کی دویب پاڼي |
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی
دتليفون نمبر 0708373448 او یا هم 0088216---8441545سټلایټ نمبر دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com safatz@internews.af او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد |
|
RSS
|