تبليغاتX
گرمسیر
دصفت الله (ذاهدی) خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي خپرونه
د غلام سخي په نامه د کنړ ولایت یو اصلی اوسیدونکی وایې  چې له تیرو ۴۸ کلونو را پدې خوا یې د لړمانو خوراک ته مخه کړي او په دې موده کې یې شاوخوا ۲۵۰۰ زهردار لړمان ژوندي خوړلي دي.

دغه سړی اوس د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په ځدراڼ کلي کې اوسیږي.

نوموړي د بینوا ویب پاڼي له همکار سره په یوه ځانګړي مرکه کې وویل چې د زهرناکو لړمانو خوراک اوس د ده د دایمې خوړو یوه برخه ده او د لړمانو زهر په دې هیڅ راز منفي تاثیرات نه لري.

دغه سړی چې په یوه خیرنه کوډله کې ژوند کوي وایې چې دی اصلاً موټر چلونکی دی او له کوچني توب څخه د لړمانو په غوښه ګزاره کوي.

غلام سخي د بینوا ویب پاڼي ته وویل چې داسي ورځ هم شوي چې تر ۵۰ پوري لړمان یې د وچې ډوډې سره یو ځای نوش جان کړي دي.

نوموړي د بینوا ویب پاڼې د همکار په وړاندي  په شپږو دانو لړمانو ژبه وکړپوله او هغوي یې خپلې خیټې ته ور ښکته کړل.

دغه لړم خوړونکی سړی وایې چې په ټول ژوند کې یې ډاکټر ته مراجعه نه ده کړي او نه یې هم یوه ګولۍ خوړلي ده.

 

غلام سخي وایې کله چې لړم وخوري ژبه یې څه نا څه ترخه شي خو نور پرې هیڅ راز منفي تاثیر نه لري.

د چهاردرې ولسوالۍ دغه اوسیدونکی د خپلې سرګرمۍ لپاره کله نا کله د دوتار غږولو ته مخه کوي خو د دوتار په غږولو کې دومره مهارت نه لري لکه څومره یې چې د لړمانو په خوړلو کې لري.

 لړم خور غلام سخي

+ نوشته شوی په   Tue 6 Oct 2009ساعت 7:3 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
 
١٠٧ کلنه ووک کندور ماليزيايۍ مسلمانه سپين سرې ښځه
ووک کوندور خبريالانو ته ويلي چې : ((د خپل ميړه په نشتوالي کې يوازېتوب او بې کسي احساسوم، په ځانګړې توګه کله چې کوچنی اختر رانژدې شي. ))
په نړۍ کې ځينې کسان له واده کولو پرته ژوند کوي، خو ځينې نور بيا تر سل کلنۍ وروسته هم د نوي واده په تمه وي .

په ماليزيا کې يوه ١٠٧ کلنه سپين سرې ښځه چمتو ده چې د ٢٣ ځل لپاره يوځل بيا د واده خوښي ولمانځي .

که څه هم ووک کندور په اسلامي نړۍ کې له ډېر عمر درلودونکې ماليزيايۍ مسلمانه بلل کېږي، خو دا اندېښنه لري، که اوسنی ميړه يې پرېږدي، نو دا به څه کوي .

آغلې کندور څلور کاله وړاندې له يوه سړي سره واده وکړ، چې مېړه يې ترېنه نژدې ٧٠ کاله کشر دی .

هغه مهال د ووک کندور واده خبر د ماليزيا په ټولو خپرنيو کې د سر ټکی و .

که څه هم له آغلې کوندور سره يې اوسنی ميړه ډېر راشه درشه نه لري، نوموړې دا اندېښنه هم لري، له اوسني ميړه وروسته به څه کوي .

د دغې ١٠٧ کلنې ښځې ميړه په نشه يي توکو روږدی و، چې اوسمهال يې د کولالامپور په يوه روغتيايي مرکز کې درملنه کېږي .

ووک کوندور خبريالانو ته ويلي چې : ((د خپل ميړه په نشتوالي کې يوازېتوب او بې کسي احساسوم، په ځانګړې توګه کله چې کوچنی اختر رانژدې شي. ))

دغه سپين سرې مسلمانه ښځه د ماليزيا په شمالي ولايت تيرينجانو کې اوسېږي .

آغلې کوندور لېواله ده، چې خپل ځوان ميړه محمد نور موسی وګوري .

همدا وو چې يوه ګاونډي يې پلازمېنې ته د خپل ميړه د ليدو لپاره په ګاډي کې يووړه .

کوندور دا تمه لري که چېرې يې ٣٧ کلن ميړه ومري، نو له بل سړي سره به واده وکړي .

دې د ماليزيا (سټار) ورځپاڼې ته ويلي په دې وروستيو کې يې ناکراري ډېره شوي ده .

که څه هم دا مني چې د ډېر عمرلرونکې ښځه ده، خو وايي چې له واده کولو پرته يې زړه نه ارامېږي او د ميړه په نشتوالي کې يوازېتوب احساسوي .

 
+ نوشته شوی په   Wed 16 Sep 2009ساعت 4:42 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
یوه حیرانونکي  معجزه، ځوړنده ډبره

ترتیب کونکی: میرویس جلالزی
دا په ریښتیا هم چې ډیره په زړه پوري صحنه ده.

دغه ډبره چې په لاندني انځور کې وینې د سعودی عربستان په الحسنه  سیمې کې موقیعت لري او په کال کې یو ځل د تقریباْ دیرشو ورځو دپاره په خود به خودي ډول بي د انسانانو له  تماس څخه له ځمکي څخه ۱۱ سانتي  متره جګیږي او پرته له دې چې له پورتنۍ  برخې څخه په کوم څیز پوري زوړنده وي.

د الحسنه سیمې یو شمیر اوسیدونکو .زموږيوه همکار ته چې ددغې  معجزې لیدو ته ورغلی  وو ویلي چې دغه ډبره ډیره مقدصه  او پاکه  ده چې دوي یې په  سر او مال ساتنه کوي.

د سیمي خلګ وایې  چې په کال ۱۹۸۹ کې یعني له  نن څخه شاوخوا شل کاله دمخه یو سړی  د دغې ډبرې تر شا پټ شو چې بیا   ووژل شو او له هغې ورځي را هیسي د دغې ډبري له ټولو غارونو ( سوریو) څخه وینې تر سترګو کیږي.

جالبه خبره  خو دا ده چې کله دغه  ډبره د خدای په امر له ځمکي پورته کیږي نو له سورو څخه د را وتلو وینو رنګ هم تازه  کیږي.

د سیمې خلکو د بینوا ویب پاڼي ته دا هم وویل چې دوي څو ځله د دغو وینو د پاکولو هڅه کوي خو کله چې دوي دغه وینې پاکې کړي نو چې صبا بیرته ډبري ته راشي نو پرې د وینو چاپونه ښکاریږي

+ نوشته شوی په   Mon 4 May 2009ساعت 1:24 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
ليکنه: نوراحمد(عايل) پکتيا ولايت

په سعودي عربستان کې يوه يو کلنه جينۍ حامله شوې، ددې جينۍ روغتيايي ډاکټر وايي چې دا په نړۍ کې يوه نادره ښکارنده (پديده) ده.

 له روغتيايي څېړنوڅخه ترلاسه شوې پايلې ښيي چې کله ددې جينۍ مور حامله وه نو دوو سپرمونو(تخمکو)  يې په ګېډه کې نمو کړې وه دا دليل دى چې يوه تخمه لويه شوې چې جينۍ ترې جوړه شوې او بله ددې جينۍ په بدن کې لويه شوې  چې اوس يې له امله حاملداره ده.

 

 

+ نوشته شوی په   Sun 4 Jan 2009ساعت 12:20 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

حاضردمه په اروپا کې له موبایل تېلفون څخه کاراخیستل منع دي
تاند - داروپايي کمیسون له نویومقرراتوسره سم داروپا دلویې وچې په هوايي حریم کې په الوتکوکې سپرلیوته اجازه ورکول کېږي چې له موبایل ټېلفون څخه کارواخلي .

 

له دې پرېکړې سره سم سپرلۍ به کولی شي هغه مهال له موبایل ټېلفون څخه کارواخلي چې الوتکه تردرې زرومترو پورې لوړه شي .

اروپايي کمیسون دا پرېکړه له شپږمیاشتې سلامشورو وروسته کړې او ویلي یې دي چې ښايي په الوتکو کې موبایل ټېلفون ته اجازه یوه میاشت وروسته ورکړای شي .

تردې وړاندې دمتحده عربي اماراتوهوايي شرکت (امارات اییر)لومړنی هوايي شرکت وو چې په الوتکوکې یې له موبایل تېلفون څخه استفادې ته اجازه ورکړې خوداروپايي کمیسون له پرېکړې داسې ښکاري چې داروپا په فضا کې دامارات هوايي شرکت په ګډون د هیځ شرکت الوتکه تردې دمه اجازه نه لري چې داروپا په فضا کې پکې څوک له موبایل تېلفون څخه کارواخلي .خواروپايي کمیسون په الوتکوکې له موبایل ټېلفون څخه داستفادې لپاره یوسیستم په پام کې نیولی دا سیستم به په دې ډول کارکوي (عکس)


+ نوشته شوی په   Sun 9 Nov 2008ساعت 2:11 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 


– له نویوڅېړنواوشمېرنوسره سم په سویس کې  دموبایلونوعمردنړۍ تربل هرهیواد لنډ دی اوپه دې هیواد کې خلک تربل هرهیواد خپل موبایل تېلفون ژربدلوي .

په سویس کې په سلوکې پنځه اتیا خلک خپل موبایل(سیټونه)ټېلفونونه یوازې یوکال استعمالوي اوبیایې د ښاروالۍ دکثافاتوبېرل ته غورځوي .حال دا چې په یوکال کې موبایل تېلفون دخپل عمرنیمايي ته نه رسېږي .

خود دې علت چې سویسیان ولې خپل موبایل تېلفونونه ژربدلوي ،دادی چې په موبایل ټېلفونوکې کال په کال تکنالوژي بدلېږي اوهرکال یې نوي ،ښکلي اوپرمختللي ډولونه راوځي اوله بلې خوایې بیې هم ټېټېږي .

حتی که دبېټرۍ مصرف یې کم شي ،سویسیان غوره ګڼي چې دبېټرۍ په ځای نوی موبایل سیټ واخلي .

خوسویسیان پخپل دې عادت باندې د ژوندچاپېریال ته زیان رسوي ځکه هغه کیمیايي موادچې د موبایل تېلفونوپه جوړولوکې استعمالېږي درست طبعیت ته تاوان لري .

+ نوشته شوی په   Sun 9 Nov 2008ساعت 2:9 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

په سویس کې ساینسپوهانو یوه  پروژه پیل کړې چې مالومه کړي کاینات څنګه جوړ شوي او څنګه کار کوي.

دغه تر مځکې لاندې په یوه اوولس کلومتره اوږده ټونل کې په دوو مخالفو خواوو کې د روانو ذراتو د ټکر تر ټولو ستره پروژه په سویس کې په بري سره پیل شوه.

ساینس پوهان هیله لري چې دا به د کایناتو په جوړښت باندې د پوهیدو ترټولو لوی ګام وي.

د ‏اروپايي اټومي څېړنې سازمان ‏(‎سرن‏)‎ ساینسپوهانو د ذراتو د ټکر دغه پروژه د ساینس په تاریخ کې ترټو ستره پروژه او ترټولو پېچلي ساینسي الات بللي.

د سرن یو ساینس پوه جېمز سټرېټ: ”‎دا ورځ د شلو کالو د انتظار څخه وروسته راورسېده. دلته زمونږ مخي ته ترټولو غټې تجربې، ترټولو پیچلي ساینسي الات دي، چې ډېر مغلق سمانونه پکې نسب دي او ترټولو گرانې او پېچلې تجربې به ترسره کړي. له کوم څخه چې مونږ هیله لرو دا زده کړو چې د کاینات نظام څنگه کار کوي‏”‎

کله چې د ذراتو شعاع له بري سره په تونل کې پرېښودل شوه نو د ساینسپوهانو له خولو د خوشالۍ چیغې ووتلې او پنځه ساعته وروسته له مخالف لوري هم د ذراتو شعاع ورپرېښودل شوه.

ساینس پوهان اوس تر پخوا د اټمي ذراتو په ماتولو ښه کنټرول لري چې د هغوی جوړښت ځانته مالوم کړي.

بالاخره به له دواړو خواو څخه د پروټونو ‏ذرې په یووار په ټونل کې پرېښودل شي چې هغه له یو بل سره وجنگیږي او د چودنې سم دستي به هغه څه مالوم شي په څه چې ساینسپوهان باور لري چې کائینات د یوې لوې چودنې په نتیجه کې منیځ ته راغلی.

کولایډر مشین به د پروټونو د شعاع تاویدل په ټونل کې د رڼا په څېر تېز کړي چې په یوه ثانیه کې به په دغه ټونل کې یوولس زره وار تاو را تاو شي.

وروسته چې کله د پروټونونو غټې شعاوې په دغه ټونل کې له یو بل سره ټکر شي، نو په ټونل کې نصب شوې په زرهاو ټنه غټې کمرې به د ټکر د پایلو پرله پسې په هره ثانیه کې ملینونه عکسونه واخلي.

هیله کیږي د سرن دغه تجربې به د وخت او د فضا د ابعادو سره سره د پیټر هیگ د زرو د جوړښت په تیوري هم نوره رڼا واچوې.

هیگ ددغې تجربې په هکله: "که زما تیوري صحیح ثابته نه شي نو زه به ډیر حیران او مایوسه شم. ددې مانا به دا وي چې زه په هغه څه نه پوهیږم د کوم شي په هکله چې اوس زه فکر کوم پوهیږم."

په دې پروژې باندې چې د اروپايي اتحاد د شلو هیوادونو لخوا پیل شوې د اتیا هیوادونو ساینسپوهان کار کوي.

+ نوشته شوی په   Sun 9 Nov 2008ساعت 2:3 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
يوې چينايي ښځې د ډېر نري او نازک څراغ دجوړولوپه خاطر دجنوبي کوريا داختراعاتو په نړيوالوسيالۍ کې دسروزرو جايزه وګټله .

 د راپورونو له مخې د هانګ کانګ يوې ځوانې ښځې داسي څراغ يا ګروپ جوړ کړى چې د لمرپه انرژۍ کار کوي او ديوې مجلې دپوښ هومره نرى دى .ويل کېږي د دې نرۍ تختې يوه خوا رڼه اوبرېښنده ماده لري اوپه بله خوا کې يې له لمرڅخه دانرژۍ اخيستونکې وسيله نصب شوې ده .شپږويشت کلنې (کايکولي) چې دا څراغ يې اختراع کړى ، دهانګ کانګ دپوليتخنيک پوهنځي دطراحۍ يا ډيزاين پوهنځى لوستى دى .دهغې دې اختراع د جنوبي کوريا دطراحۍ په نړيواله سيالۍ کې د سروزرو جايزه وګټله . 

دا څراغ د ورځې په مخه دخونې په کړکۍ کې له لمره انرژي اخلي چې دشپې په مخه ورڅخه استفاده کېږي

+ نوشته شوی په   Sun 9 Nov 2008ساعت 2:1 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 

يو دوه شپيته کلن سړى له څو کلو نو را هيسى کب ژوندى او او مه خو ر ى او وايى کبان دڅو نارو غيو په در ملنه کى مر سته کوى .

 محمد رسول چى په با با رسول مشهور  دى اود سمنګانو ولايت د ايبک دسو لىد  کارتى او سيدونکى دى له پنځه دير شو کلو نو را هيسى کو چنى کبا ن په ژوندى او او مه ډول خورى

ده ويل پنځه ديرش کاله مخکى يى مى په يو کا نال کى کارکا وه څو کو چنى کبا ن مى وليدل هغه مى و خوړل او کبان مى له ستو نى تير شول او په هما غه ورځ مى څو کو چنى کپا ن و خوړل .

ده زيا ته کړه له دى وروسته هر کله چى کپا ن مو مى هغه ژوندى او او مه خو رى دى وايى کپا ن د څو ناروغيو لپاره در مل دى .

 دى وا يى تر اوسه پور ى يى په زر ګو نو کپا ن خو ړلى او دى کار ته د خپل عمر تر وروستيو شيبو پورى د وا م ورکوى خو مولوى عبدالغفار د با بارسول د ا کار د شريعت خلاف و باله ويى ويل چى د ژوندو کپا نو خوړل ددوى حق باندى تيرى دى .

 د عا مى روغتيا وزارت يو چار وا کى وا يى د ما هى غو ښه که بښه او او مه وى د ا نسا ن بدن ته ګټه لرى خو بايد پهدى پوه شو چى معده ددى د هضمولو توان لرى او که نه .

 د با بارسول وراره عبدالمنان

+ نوشته شوی په   Wed 8 Oct 2008ساعت 11:41 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
     

په اسرائيلو کې د دغه هيواد د يوه هوايي ډګر مامورينو يو امريکايي کس له دې کبله چې نوم يې اسلامي و په زور رقص يا نڅا کولو ته اړ کړ. يوه اسپانيايي ورځپاڼه ليکي چې عبدالرحيم جکسون بالرين هغه مهال د اسرائيلي مامورينو له دې غوښتنې سره مخ شو، کله چې هغه د هوايي ډګر د هويت پېژندنې له څانګې څخه تېرېده. عبدالرحيم، چې پلار يې مسلمان خو دى کافر دى د اسرائيلو له خوا نڅا ته د ده د اړ ايستلو کېسه داسې کوي: (زه زما له يو شمېر نورو دوستانو سره د اسرائيلو په يوه هوايي ډګر کې وم، غوښتل مې چې په الوتکه کې سفر وکړم، کله چې مې غوښتل چې د هويت له څانګې څخه تصديق واخلم هغوى له دې کبله چې نوم مې د مسلمان و په زور رقص کولو ته اړ کړم،ډېره هڅه مې وکړه چې هغوى قانع کړم چې زما پلار مسلمان دى او له همدې کبله يې زما نوم هم عبدالرحيم ايښى، خو هغوى نه منله او پوره يو ساعت يې راباندې رقص وکړ) عبدالرحيم جکسون وايي چې دى تر دې وړاندې هم يو ځل له دا ډول چلند سره مخ شوى (زه يو بل وخت هم د هوايي ډګر مامورينو له دا ډول چلند سره مخ شوم او هغه دا چې يو وخت له دمنيکن څخه امريکا ته په الوتکه کې راستون شوم، کله چې په هوايي ډګر راکوز شوم، د هوايي ډګر مامورينو راڅخه زما د اسلامي نوم له امله پوښتنه وکړه، هغوى ته مې د اسرائيلي مامورينو په څېر استدلال ووايه، خو هغوى هم د اسرائيلي مامورينو په څېر اړ کړم چې رقص وکړم، زه بايد نور ځان له رقص کولو سره عادت کړم)
 
+ نوشته شوی په   Tue 7 Oct 2008ساعت 11:23 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
    

يوې فرانسوۍ نهه پنځوس کلنې مېرمنې درې ماشومان، چې دوه يې نارينه او يو ښځينه و وزېږول. د راپورونو له مخې دغه ماشومان، چې نږدې دوه نيم کيلو ګرامه وزن لري د فرانسې په يوه روغتون کې تر جراحي عملياتو وروسته وزېږېدل. د فرانسې په کچه دا يوه بې ساري پېښه ده چې د لومړي ځل لپاره يوه نهه پنځوس کلنه مېرمن پر يوه وخت درې ماشومان زېږوي. احتمالا کېداى شي په نړۍ کې هم د لومړي ځل لپاره دا ډول يوه پېښه رامنځ ته شوې وي. د پاريس د يوه روغتون ډاکټران، چې د دې مېرمنې د لنګون پر مهال حاضر وو وايي چې درې واړه ماشومان د جراحي عملياتو په پايله کې زېږېدلي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى. دغه مېرمن چې په اصل کې د ويتنام اوسېدونکې ده د يوې مصنوعي القاح له لارې حامله شوې وه. دا په داسې حال کې ده چې په فرانسه کې روغتيايي کارکوونکي اجازه نه لري چې تر دوه څلوېښت کلونو د زيات عمر لرونکو مېرمنو ته مصنوعي القاح ورکړي

 

+ نوشته شوی په   Tue 7 Oct 2008ساعت 11:22 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
    

يوې ځوانې هندۍ نجلۍ تر هغه وروسته ځان وواژه، کله چې يې په ټلوېزيون کې د يوې لويې چاودنې انځور وليد. د ايسنا خبري اژانس د خبر له مخې، د چاپاى نومومې شپاړس کلنې هندۍ نجلۍ پلار بيهاري لال رسنيوته داسې وويل (زما لور وروسته تر هغه چې له يوه ټلوېزيون څخه يې د وروستۍ زمانې په اړه د وړاندوينې په توګه د يوې لويې چاودنې اټکليز انځور وليد ډېره حساسه او عصباني شوه، تل به يې ويل چې دا نړۍ او پر دې نړۍ د خلکو د ژوند پروسه پاى ته رسېدلې. هغه له دې کبله ډېره ناارامه وه، ځکه هندي رسنيو به په وروستۍ زمانه کې د اروپايانو د جګړې او لويو چاودنو انځورونه خپرول، داسې انځورونه چې د وروستي نړيوال جنګ وړاندوينه پکې شوې وه. موږ هڅه وکړه له هرې لارې چې وي بايد د هغې دا مفکوره ورواړوو او په ذهن کې دا ورکړو چې دا ټول افسانوي شيان دي، حقيقت نه شي بلل کېداى، ځکه دا ستونزمنه ده چې انسان د نړۍ او انسانانو د راتلونکې په اړه وړاندوينه وکړي، خو لور مې باور نه کاوه.) دغې نجلۍ مخکې تر دې چې ځان ووژني ويلي وو چې دا د خپلو دوستانو او د خپلې کورنۍ د غړو يوځايي وژنه نه شي زغملاى او همدا لامل دى چې دا ناارامه او له خپله ژونده په تنګ ده. خو ځايي پوليس بيا د هغې د پلار دا ادعا، چې ګواکې هغه د ټلوېزيوني خپرونې د ليدو او له هغه څخه د اغېزمنېدو له کبله مړه شوې نه مني او وايي چې هغې له خوړو څخه د مسموميت له کبله ژوند له لاسه ورکړى دى.

 
+ نوشته شوی په   Tue 7 Oct 2008ساعت 11:21 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
    

په نيوزلېنډ کې د يوه هوايي شرکت مسوولينو اعلان کړى چې د خپلو الوتکو لپاره داسې خدماتي پرسونل ته اړتيا لري چې د سرونو وېښتان يې توى شوي وي. د اېرانټ ويبپاڼې د خبر له مخې يو نيوزلېنډۍ هوايي شرکت لږ تر لږه اويا تنو کار کوونکو ته، چې سرونه يې کل او وېښتان يې توى شوي وي اړتيا لري. د ورکړل شوي راپور له مخې د نوموړي شرکت مسوولين غواړي چې د دغو کسانو پر سرونو ځينې تبليغاتي پيغامونه وليکي. د شرکت مسوولين باور څرګندوي چې دا د الوتکې سپرلۍ ته د پيغامونو د رسولو تر ټولو ښه او اغېزمنه لار ده. هغوى به د هوايي ډګر په ځانګړو ځايونو کې ولاړ وي او سپرلۍ به يې پر سرونو له ليکل شوو پيغامونو او لارښوونو څخه په ګټه اخيستنه عمل کوي. هغه کسان به، چې د دغه کار لپاره يې ځانونه نومولي د هر ځل تبليغاتي پيغام په بدل کې شپږ سوه شپېته ډالر تر لاسه کړي. د نوموړي شرکت مسوولين فکر کوي چې له دې لارې به کارونه چټک شي او د مسافرينو کارونه به د پخوا په پرتله ژر تر سره کېږي. دغه ليکلى پيغام او لارښود به په هرو دوو اوونيو کې پاک کېږي او نوى هغه به پرې ليکل کېږي.

+ نوشته شوی په   Tue 7 Oct 2008ساعت 11:20 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
    

د المان پوليس وايي يو تن پستچې، چې د زياتې ستړيا له کبله يې شل زره ليکونه پټ کړي او خپلو اړوندو ځايونو ته يې نه وو لېږلي نيولى دى. العربيه ټلوېزيوني شبکه خبر ورکوي چې پوليسو د دغه پستچې دفتر ته نږدې لسګونه ګونۍ موندلې دي، چې له ليکونو ډکې وې. پوليس وايي تر يو لړ پلټنو وروسته يې لسګونه نورې بوجۍ، چې د خلکو ليکونه پکې وو د نوموړي پستچې په ګودامونو کې موندلې دي. د دغه پستچې يو تن ګاونډي يوه ورځ هغه ليدلى و چې ليکونه کثافتدانيو ته اچوي، ځکه يې نو پوليسو ته خبر ورکړى و، تر څو هغه ونيسي او سزا ورکړي. پوليسو هغه له ليکونو سره يو ځاى محاکمې ته بېولى دى. دا به وروسته څرګنده شي چې محکمه هغه ته څومره څومره او څه ډول سزا اوروي.
 
+ نوشته شوی په   Tue 7 Oct 2008ساعت 11:18 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
  

يو ايرانى کس په کور کې د غالبوزو د زياتوالي له امله اړ شو چې له پوليسو مرسته وغواړي او اطفائيې ته خبر ورکړي. دغه کس وايي هغه مهال له اطفائيې څخه مرستې غوښتلو ته اړ شو چې کله يې په کور کې د راټولو شوو غالبوزو شمېر زرګونو ته ورسېد. د کور څښتن وايي په کور کې يې د غالبوزو شمېر ورو_ورو زياتېده، ان دا چې دوى يې دې ته اړ کړل چې له کوره ووځي او له پوليسو مرسته وغواړي. د اطفائيې موټر هم د هغه تر غوښتنې سملاسي وروسته د پېښې ځاى ته ورسېد او پر غالبوزو يې زياتې اوبه وپاشلې، چې له امله يې ځينې غالبوزې مړې او ځينې يې د نوموړي کور پرېښودلو ته اړې شوې. د اطفائيې مسوولين وايي پر کور د زياتو اوبو د شيندلو له امله ټول کور لوند شو، خو کوم ځاني او مالي زيان يې دى رسولى. د کور څښتن وايي عجيبه دا ده چې دوى به دغه غالبوزې ځورولې، د هغوى د وژلو هڅه به يې کوله، خو غالبوزو پرې کار نه درلود. دا په داسې حال ده چې د يوې نوې سروې له مخې د مارانو په پرتله زيات کسان د غالبوزو له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکوي. يعني هر کال په نړۍ کې دومره کسان د مارانو د چيچلو له امله نه مري، څومره چې د غالبوزو د چيچلو له کبله مري.

 
+ نوشته شوی په   Tue 7 Oct 2008ساعت 11:18 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

په سويزلېنډ کې لسګونه زره نجونې په يوه ټاکلې ځاى کې راټولې شوې وې او په دې تمه يې رقص يا نڅا وکړه، چې د نوموړي هيواد پاچا به د دوى له منځ څخه يوه خوښه کړي او د خپلې څوارلسمې مېرمنې په توګه به ورسره واده وکړي. د جهان په نامه نړيوال اژانس خبر ورکوي چې د دغو رقص کوونکو نجونو شمېر شپېتو زرو تنو ته رسېده. هغوى، چې يوه وړه لکړه د هرې يوې په لاس کې وه په نيمه لوڅو جامو کې نڅا کوله. د يادونې وړ ده چې هر کال په سويز لېنډ کې دا ډول مراسم جوړېږي، چې په لسګونو زره نجونې پکې برخه اخلي، د تېر کال په ورته مراسمو کې څلوېښت زره تنو نجونو برخه اخيستې وه، چې د سږ کال په پرتله يې شمېر لږ و. عجيبه خو لا دا ده چې دغه مراسم د نوموړي هيواد يو فرهنګي او ملي دود دى. سږ کال د نوموړي هيواد يو شمېر ډلو اټکل کړى چې کېداى شي د نوموړي هيواد پاچا مسواتي سوم له دغو نجونو څخه يوه هم د خپلې مېرمنې په توګه انتخاب نه کړي. دغه مراسم سږ کال ځکه د نورو کلونو په پرتله ډېر خوندور نيول شوي وو چې يو خو د دغه هيواد د پاچا د زېږېدنې څلوېښتم کال و او بل له انګرېزانو څخه د هغوى د خپلواکۍ د تر لاسه کولو څلوېښتمه کليزه وه. پاته دې نه وي چې د سويز لېنډ پاچا هر کال د دغو مراسمو پر جوړولو ديارلس ميليونه ډالر لګوي. دا په داسې حال ده چې له اقتصادي پلوه نوموړى هيواد د نړۍ يو له کمزورو او وروسته پاتې هيوادونو څخه شمېرل کېږي.
 
+ نوشته شوی په   Tue 7 Oct 2008ساعت 11:17 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
بم په سوغات کې     

يوه اته څلوېښت کلن کس په دې موخه، چې مېرمن به يې پرې ووژل شي خپلې مېرمنې ته يو بم د سوغات په توګه ورولېږه. د ورکړل شوي راپور له مخې، دغه کس لومړى يو ليک وليکه او په ليک کې يې هغه سوغات ته اشاره وکړه کوم چې ده خپلې مېرمنې ته له ليک سره يو ځاى د پسته خانې له لارې ورلېږلى و. هغه په ليک کې له خپلې مېرمنې څخه غوښتي وو چې پسته خانې ته ورشي او هغه بکس تر لاسه کړي، چې ده ورته د سوغات يا تحفې په ډول ورلېږلى دى. د هغه مېرمنې هم د ده له سپارښتنې سره سم له پسته خانې څخه بکس، چې په اصل کې يو بم و تر لاسه کړ او ورو_ورو يې بکس په لاس کې د کور پر لور حرکت وکړ. کله چې هغه کور ته ورسېده، بکس يې خلاصاوه چې په دې وخت کې پرې وچاودېد او ټول کور يې اور واخيست. نوموړې مېرمن د چاودنې له امله سخته ټپي شوه، خو له نېکه مرغه ونه وژل شوه. دغې مېرمنې تر صحت موندلو وروسته پوليسو ته خبر ورکړ چې د دې خاوند ونيسي او د دې د وژلو په تور يې محاکمه کړي. پوليسو هغه ونيو او د هغه د مېرمنې له غوښتنې سره سم يې محاکمې ته بوت. محاکمې د قضيې تر څېړلو وروسته نوموړي ته د اته کاله بند سزا واوروله. دا لومړى ځل دى چې يو خاوند د خپلې مېرمنې د وژلو په موخه هغې ته بم د سوغات په نامه ورلېږي او له دې عجيب تاکتيک څخه په کار اخيستلو د هغې د وژنې هڅه کوي.

 
+ نوشته شوی په   Tue 7 Oct 2008ساعت 11:16 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
 
       

په شمالي كوريا كې يو كس د زياتې لوږې او بې وسۍ له كبله لومړى خپله مېرمن، ورپسې زامن او بيا يې ځان وواژه. د راپورونو له مخې، دغه كس او د هغه د كورنۍ نور غړي وروسته له هغه له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شول كله چې دولت د نوموړي مېرمن له كار كولو څخه منعه كړه. د دې كورنۍ ټولې اړتياوې د دغه ځانوژونكي كس مېرمنې پوره كولې. دغه كس به تل له خپلې مېرمنې سره جنجال كاوه، چې وروسته يې ګاونډيان هم ورسره عادي شول، د دوى په كور كې چې به د دوى تر منځ هر څومره جنجال زيات شو نو ګاونډيانو به سر نه پرې ګراوه. ځكه ورسره عادت شوي وو. ان دا چې يوه ورځ د مېرمنې او خاوند تر منځ د زياتې لوږې له كبله سخته نښته وشوه. پر همدې مهال يې خاوند حوصله له لاسه وركړه او خپله مېرمن يې ووژله، د مېرمنې تر وژلو وروسته يې خپل اولادونه، چې يوه نجلۍ او يو هلك و هم ووژل. كله چې يې د خپلې مېرمنې او وړو ماشومانو مړي وليدل نو حواس يې له لاسه وركړل او ځان يې غرغره كړ. په نيوييمه لسيزه كې هم په دغه هيواد كې د زياتې قحطۍ له امله يو ميليون وګړو ژوند له لاسه وركړ. د نړيوال غذايي پروګرام مسوولينو دا يوه پېښه نه، بلكې يو ګواښ بللى او دغې سيمې ته د خوراكي توكو د رسولو لپاره يې مټي رانغښتي دي.  
 
ژباړه صالح   
+ نوشته شوی په   Tue 7 Oct 2008ساعت 11:15 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 1- د تبت په يوه سيمه کې يوه قبيله ژوند کوي چې د ميلمنو په وړاندي خپلې ژبې په پړو تړي دا خلک ځکه دا کار کوي چې له شيمات (غيبت) څخه ځانونه وژغوري.

2  -په شمالي امريکا کې د ښيښو په ډول ماران شته که انسان لاس وروړي د ښيښي په ډول تويږي.
  3 -د  ميوند غزا په 1880 زيږديز کال د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې پيښه شوه.
4-
 -د افغانستان لومړنی اخبار شمس التهار کابل نوميده.

5- - سينما افغانتسان ته د لومړي ځل لپاره په 1899 ز کال د امير حبيب الله خان پر وخت د هند له خوا ډالۍ شوه.

   6له اسلان نه وړاندي افغانستان 17 حکومتونه درلودل چې ټولو ځانونو ته شاهان ويل.
6-
په ملايا کې يوه ښځه اوسيږي چې د خولې پر ځای په پوزه توله وهې.
7-
د مراکش يوه پاچا اسماعيل 888 زامن او 540 سپاهيان درلودل چې ټول يې خپل زامن وه.
8-
مشهور ساينس پوه (ټامس ايډسن ) ورځپاڼه پلورونکی ؤ .
9-
د نړۍ تر ټولو سره زر په سولي افريقا کې دي .
10-
د نړۍ تر ټولو زيات ښونځې په شيکاګو کې دي.
11-
په نړۍ کې 8600 ډوله مرغان دي.
12-
نور محمد ترکې بزګر ؤ .
13-
سردار محمد داوود خان د لومړي بريدمن امام الدين لخوا وويښتل شو.
14-
حضرت ادم (ع) د لومړي ځل لپاره په مکه معظمه کې عبادت وکړ.
15
ملايکو د لومړي ځل لپاره مکه معظمه ودانه کړه.
16
کعبه شريفه ټول نهه منارې لري.
17
محمد (ص) د خپل عمر په اوږدو کې يو ځل حج کړی دي.
18
لومړنۍ ښځه چې پر محمد (ص) يې ايمان راوړ خديجه اکبري (رض) وه.
19
څوکۍ د لومړي ځل لپاره فرعون جوړه کړه.
20
حضرت امام بن حسن (رح) په 7 ورځو کې قران کريم حفظ کړ.
 21يو انسان د خپل عمر په اوږدو کې نږدې يو لک پيالي چای څښي.
 22 -د ناينو مغز تر ښځو زيات دی.
23
-د انسان سکليټ له 206 هډکو جوړ شوی دی.
 24 -هر منځنی انسان په کال کې يو ټن خواراک کوي.
25
  -زهرې ته د ځمکې خور وايې.

 

+ نوشته شوی په   Wed 23 Jul 2008ساعت 12:14 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

1- د نړۍ تر ټولو لومړنۍ ودانۍ مکه معظمه ده.
2-
د کعبې شريفي په جوړښت لس ميليارده رياله لګښت راغلی .
3-
د نړۍ نقشه د لومړي ځل لپاره الادريس جوړه کړه.
4-
د انسان د بدن انرژي که په بريښنا بدله شي نو کولي شي دوي دقيقي 60 ولټه ګروپ ولګوي.
5-
د انسان د مړينې وروسته د هغه زړه د شلو دقيقو لپاره ژوندی وي.
6-
انسان په کال کې 90 لکه ځله سترکي رپوي نو له دي مخي هر انسان په کال کې 1200 مياه واټن وهي.
7-
راډيو د لومړي ځل لپاره په 1873 ږ کال کې د جميز انګريز له خوا جوړه شوه.
8-
په وچ کاغذ کې په سلو کې لس سلنه اوبه وي.
9-
ټلويزيون د لومړي ځل لپاره په 1921 ږ کال کې امريکايې ساينسپوه (بيريد) اختراع کړ.

 

+ نوشته شوی په   Wed 23 Jul 2008ساعت 12:13 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

A first look at the world's cheapest car, Tata's Nano, 10 Jan 2008
د هند د ټاټا شرکت نن ېو نوی موټر اوښوده او واېې چه په نړئ ترټولو ارزانه موټر دی. دا نوی موټر چه د ټاټا د اولسی موټر په نامه ېاد شوی دی، دوه زره ډالر قېمت لری او څلور دروازی لری.

دا نوی هندی موټر نن د نوي ډلی کې د ېوه تجارتی نندارتون په دوران کې وښودل شو. خو دا موټر اېرکانډېشن او برقی دروازی نلری او نه هم د 'پاور سټرېرنگ' عصری سیستم لری.

+ نوشته شوی په   Sat 19 Jul 2008ساعت 2:5 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

Cell
موبایل ټیلیفون د چا دپاره ضرورت او د چا د پاره د ځان ښودولو یوه وسیله گرځیدلی ده.
نن سبا چی د ساینس د کمالاتو کومه نمونه ډیره زیاته زمونږ په ژوند کی لیدل کیږی، هغه موباییل یا گرځنده لاسی ټیلی فون دی.

نن سبا د موبایل ټیلی فون استعمال دومره زیات شویدی چی د ځینو خلکو په جیبونو او لاسونو کی د یو په ځایی دوه دری موبایل سیټونه لیدل کیږی.

موبایل ټیلیفون د چا دپاره ضرورت او د چا د پاره د ځان ښودولو یوه وسیله گرځیدلی ده.

خو اوس د طبی چارو ماهران وایی چی د موبایل ټیلیفون ډیر استعمال او اشنایی د انسان عصابو او د سماعت قوت ته تاوان رسوی.

تازه شوی طبی څیړنی وایی چی ډیر خلک چی زیات وخت د موبایل ټیلی فون سره تیروی. هغوی د اوریدو یا د سماعت دقوت د کمیدو شکایت کوی.

ماهران وایی چی یو نفر چی په ورځ کی یو ساعت نه زیات موبایل ټیلی فون استعمالوی او خصوصا د راسته طرف غوږ ته یی نیسی نو څه موده پس د ځینو اوازونو په اوریدو کی د مشکل سره مخ کیږی.

ډاکټر مایکل هوفر وایی چی هغه څوک چی ډیر زیات موبایل استعمالوی هغوی د سین. فی. ټی او ز نه شروع کیدونکی غږونه سم نشی اوریدی.

cell
'هر څوک چی تیز غږونه یی غوږ ته متواتر رسیږی د هغوی د اوریدو توان په خطرکی دی.'
هغه وایی چی مونږ چی کله خبری کوو نو لکه د راډیو د غږ په شان په څپو او موجونو کی مو غږ خپریږی، نو که څوک په غوږونو دروند شی نو هغه ډیری هغه کلیمی نه اوری چی س فی ټ او ز یی سر کی راځی.

 ډاکټران وایی چی په غوږ کی یو شان نری ویخته وی چی د اواز سرعت کنټرولوی. نو کله چی د موبایل ډیر استعمال کیږی نو دغه وخته کمزوری شی نو بیا د اوریدو قوت هم ورسره له منځه لاړ شی.

څېړونکو د سلو داسی کسانو چی موبایل ټیلی فون استعمالوی او پینځوسو داسی کسانوچی موبایل نه لری. د دواړو طرفونو امتحانی څیړنه کړی.

 دا څیړنه چی دولس میاشتی وخت یی نیولی دی په دی کی معلومه شوی چی هغه کسان چی زیات وخت موبایل ټیلیفون غوږ ته نیسی د هغو نورو په نسبت چی هیڅ موبایل نه گرځوی د اوریدو قوت یی ډیر کم شویدی.

 د موبایل ټیلیفون نه علاوه هغه خلک هم د اوریدو د قوت نه د محرومیدو ډیر امکانات لری. څوک چی د سندرو یا د لوبود مسابقو د روان جریان یا کمنټرئ د اوریدو دپاره راډیو یا ټیپونه د غوږ پوری نیسی یا یی په گوشکئ اوروی.

cell
هغه ډاکټران چی د غوږ پوزی ستونی سر او غاړی د مرضونو علاج کوی هغوی وایی چی هر څوک چی تیز غږونه یی غوږ ته متواتر رسیږی د هغوی د اوریدو توان په خطرکی دی.

 د موبایل ټیلی فون استعمالونکو ته ډاکټران دا مشوره ورکوی چی دوی کله غوږونو باندی گرمی احساس کړی یا یو څه درانه ورته محسوس شی نو باید یو څه وخت دپاره د موبایل ټیلی فون نه پرهیز وکړی.

که چری په غوږو کی شرهار محسوس کړئ نو هم معنا دا چی گنی کڼیدو ته ورنیزدی شوی یی.

 د موبایل ټیلی فون د استعمال سره د نورو طبی مسلو د پیدا کیدو په باب تحقیقات روان دی چی زر به تر خلک خبر شی.

+ نوشته شوی په   Sat 19 Jul 2008ساعت 2:4 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

د دغه عظيم الشان قران(١٤) پاڼي لا له وړاندې تهران ته ليږدول شوي دي ترڅو په هغه نندارتون کې چې د سپتمبر له (٢٢) د اکتوبر تر(٢) نيټې پورې به د ليدونکو په وړاندې پرانيستى وي نندارې ته وړاندې شي.

+ نوشته شوی په   Sat 19 Jul 2008ساعت 2:3 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

Rush hour traffic on Beijing streets. Beijing is one of the world's most polluted cities and poor air quality (File)
سوزوکي وايي ددغه موټر نه د اروپايي موټرو په پرتله، زېانمن گازونه لږ راوځي.
هند په اسیا کې د موټرو د تولیدوونکي هیواد په حیث په بین المللي بازار کې رامنځ ته کیږي. په دې بازارونو کې د وړو او ارزان قیمته موټرو لپاره د نړی په سطحه تقاضا زېاتیږي.

د سوزوکي په نامه د موټر جوړولو یوه کمپنۍ وايي یو نوی موټر چې د اروپا يي مستهلکینو په منځ کې ډیر اخېستونکي لري، د ډهلي ښار ته نژدې دهمدغه ډول موټرو تولید د بل کال د ډېسمبر په مېاشت کې پیل کوي.

 سوزوکي وايي ددغه موټر نه د اروپايي موټرو په پرتله، زېانمن گازونه لږ راوځي.

 دغه جاپانۍ کمپني په نظر کې لري چې په هند کې په راتلونکی کال کې د ١٥٠ زرو په شاوخوا کې همدغه راز واړه موټر تولید کاندي.

دا کمپني همدارنگه وايي چې هرکال به په هندوستان کې په خپلو فابریکو کې د یو اعشاریه اته ملیارډو ډالرو په اندازه پیسې ولگوي. سوزوکي یواځنۍ کمپني نه ده چې په هند کې موټر جوړوي او بیاېې په نړیوالو مارکیټونو کې دخرڅلاو لپاره وړاندې کوي.

د کوریا د هونډې په نامه شرکت هم دهند په جنوبى برخه کې موټر جوړوي. ددغو موټرونو ډیر شمیر یې اروپا، روسیې او لاتینې امریکا ته صادریږي. د صنعت ماهران وايي په هند کې موټر جوړول ډیرې گټې لري. دلته محصولات په ارزانه بېه جوړېږى، تخنیکى ماهران هم شته او پردې سر بېره په ملیونو اخېستونکي هم موجود دي.

Saleen customized Ford Mustangs
په لویدیزو هیوادو کې د گازونو په تولید باندې د سختو بندیزونو لگول او د تیلو د بیو جگیدل هغه عوامل دي چې اروپايي مشتریان وړو موټرو ته مخه کوي.
یوگندرا پراتاپ د اوورډرایف د مجلې مسئول مدیر وايي: "په هند کې د انجنیرۍ هغه ټول مهارتونه شته دي چې د موټرو په جوړولو کې پکاریږي او دلته د موټرو په جوړولو لږ مصرف کیږي او گڼ شمیر اخېستونکي هم شته دي. د مثال په توگه سوزوکي په هند کې د جاپان په پرتله ډیر موټر خرڅوي."

د نړی موټر جوړونکيو وړو موټرو جوړولو ته زور ورکړی دی ځکه د نړی په سطحه ددغو موټرو اخېستلو ته ته تقاضا ډیره شویده.

په لویدیزو هیوادو کې د گازونو په تولید باندې د سختو بندیزونو لگول او د تیلو د بیو جگیدل هغه عوامل دي چې اروپايي مشتریان وړو موټرو ته مخه کوي.

د اقتصاد پوهان دا اټکل کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې په ډیر و هیوادو کې خاصتاً چې اقتصاد یې وده کوي لکه هند، چین، روسیه او برازیل کې د منځني طبقې خلک د لوړې طبقې په شان دهغو موټرونو اخېستلوته مخه کوي چې قیمتونه یې د لسو زرو ډالرو نه ښکته وي.

دا کار ددې باعث شوی چې د موټر جوړولو غټې کمپنۍ لکه تویوتا او جنرال موټر داسې اعلان وکړي چې دوی داسې موټر جوړوي چې مصرف یې لږ وي او په اسیايي هیوادونو لکه چین او هند کې جوړیږي

+ نوشته شوی په   Sat 19 Jul 2008ساعت 2:2 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

Tooling the Web for information is faster and more convenient than leafing through reference works.  Many librarians have become computer search advisers
په وروستیو کالونو کې د ټیکنالوژیکي پرمختیا له کبله په ځینو هیوداونو کې اقتصاد وده کړې، د کار موقعې ډیري شوې او د بې وځلۍ کچه ټیټه شوې ده.

د موبل او کمپیوټر د استعمال له پراخیتیا سره په ځینو مخ پر وده هیوادونو کې د کرهڼې او روغتیا ده ډگرونو کې پرمختگ شوی، خو د دغو هیوادونو لپاره د اقتصادي پرمختیا ډېره اوږده لاره اوس هم پر مخکې پرته ده. 

په روانډا کې حکیم موسی کیرانگا، د بوټو څخه جوړ شوو داروگانو په هکله ډېر مالومات لري. او په دې هکله هغه د کمپوټر او انټرنیټ منندوی دی چې دی یې کاره وي.

هغه کمپوټر، د کمپیوټري د زده کړو په یوه کلیواله مرکز کې زده کړ. او اوس دغه شپیته کلن حکیم خپل مالومات د انټرنیټ له لارې د نورو حکیمانو سره په ټوله افریقا او حتې په کاناډا کې شریکه وي.

موسی وایی: "‎ما خپلې تجربې له دوی سره شریکې کړې دي، او دوی اوس ما پېژني. په بدل کې ما د هغو بوټو او ونو په هکله چې زه یې د خلکو د روغتیا لپاره کاره وم معلومات پراخ کړل."‎

اینډریو برنز د نړیوال بانک یو وتلی اقتصاد پوه دی او د ‏(‎مخ په وده ملتونو کې ټیکنالوژي‏)‎ رپوټ یو مهم لیکوال دی.

په رپوټ کې هغه وايي: مخ پروده هیودانو کې ټیکنالوژي تر پرمختللو هیوادونو په چټکۍ وده کړې. د کال ١٩٩٠ څخه تر کال ٢٠٠۴ پورې عاید لوړ شوي او د ټیکنالوژیکي پرمختیا له کبله د غریبو خلکو شمېر کم شوی.

اینډریو وایی: "‎که و گورو چې عاید په کومو هیوادونو کې ډېر شوي، او د ژوند کچه د چا لوړه شوې، دا هغه هیوادونه دي چې د ټیکنالوژۍ په ډگر کې یې تر هر چا ډېر پرمختگ کړی. د مثال په ډول په ختیځې اسیا او د ارام سمندر په هیودانو کې له څلورو څخه نیولې تر پنځو په سلو کې په کلینیو تولیدونو کې زیاتوالی رامینځته شوی."

د پاکستان په کراچۍ ښار کې دغه ډول ټیلفوني مرکزونه د هیواد په اقتصادي پرمختیا کې رول لوبه وي، او دا کار د کمپیوټر او استخباراتي ټیکنالوژۍ په ډگر کې د پرمختیا له کبله ممکن شوی.

دوی خلکو ده د کار زمینه برابره وي او ښه عاید ورکوي، بې له ټیکنالوژی به داسې ښه چانسونه په لاس نه وای ور رغلي.

احسان سعېد یو له دغسې خلکو څخه دی. هغه وایی: "‎دا کار زما د ژبې او د تبلیغي استعداد د ښوالي سبب ورگرځېدو، او زما حوصله یې را لوړه کړه. سړي ته تجربه ورکوي چې څنگه باید کار وکړي او له خلکو سره څنگه راشه درشه وکړي‏."‎

small_voamobile_graphic
خو موبل ټیلیفون بل تر هر څه زیات د خلکو په ژوند کې بدلون راوستی د نړۍ اتیا په سلو کې خلک اوس د موبل ټیلیفون شبکو په واټڼ کې ژوند کوي.

په واشنگټن کې د اختراع او بدلون د مرکز مشر، ارتر مولیلا، وايي موبل ټیلیفونونه ډول ډول اغیزې لري.

ارتر مولیلا وایی: "‎په دودیزو او د سخت دریزو رژیمونو په هیوادونو باندې موبل په رښتیا ډیموکراټیکه اغیزه لري. او په څرگنده ډول ډېر خنډونه له مینځه وړي. نو ځکه د برما په چېر هیوادنو کې چې تر سخت دریځه رژیمونو لاندي دي سیاسي ظلم پټ نه شي پاتې کیدای. او ژر د موبل او انټرنیټ له لارې را ووځي."

خو ضرورت نه ده چې نوې ټیکنالوژي د لودیځ ډوله خوشالي سبب وگرځي. ارتر وایی: "‎دا څرگنده ده چې ټیکنالوژي دغه کلتورونه داسې بدله وي لکه لودیځ چې بدله وي، خو په دغو ملکونو کې بیل اثرات لري. هر وخت د پرمختیا مقصد نه ترې لاسته کیږي. د مثال په ډول په امریکا کې  هر څه چي وي، ټیکنالوژۍ د غربت کچه یې کمه کړې او ډېر خلک اوس داسې موقعو څخه گټه اخلي چې ټیکنالوژي ورته برابرې کړې دي.

+ نوشته شوی په   Sat 19 Jul 2008ساعت 1:53 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

Tooling the Web for information is faster and more convenient than leafing through reference works.  Many librarians have become computer search advisers
په وروستیو کالونو کې د ټیکنالوژیکي پرمختیا له کبله په ځینو هیوداونو کې اقتصاد وده کړې، د کار موقعې ډیري شوې او د بې وځلۍ کچه ټیټه شوې ده.

د موبل او کمپیوټر د استعمال له پراخیتیا سره په ځینو مخ پر وده هیوادونو کې د کرهڼې او روغتیا ده ډگرونو کې پرمختگ شوی، خو د دغو هیوادونو لپاره د اقتصادي پرمختیا ډېره اوږده لاره اوس هم پر مخکې پرته ده. 

په روانډا کې حکیم موسی کیرانگا، د بوټو څخه جوړ شوو داروگانو په هکله ډېر مالومات لري. او په دې هکله هغه د کمپوټر او انټرنیټ منندوی دی چې دی یې کاره وي.

هغه کمپوټر، د کمپیوټري د زده کړو په یوه کلیواله مرکز کې زده کړ. او اوس دغه شپیته کلن حکیم خپل مالومات د انټرنیټ له لارې د نورو حکیمانو سره په ټوله افریقا او حتې په کاناډا کې شریکه وي.

موسی وایی: "‎ما خپلې تجربې له دوی سره شریکې کړې دي، او دوی اوس ما پېژني. په بدل کې ما د هغو بوټو او ونو په هکله چې زه یې د خلکو د روغتیا لپاره کاره وم معلومات پراخ کړل."‎

اینډریو برنز د نړیوال بانک یو وتلی اقتصاد پوه دی او د ‏(‎مخ په وده ملتونو کې ټیکنالوژي‏)‎ رپوټ یو مهم لیکوال دی.

په رپوټ کې هغه وايي: مخ پروده هیودانو کې ټیکنالوژي تر پرمختللو هیوادونو په چټکۍ وده کړې. د کال ١٩٩٠ څخه تر کال ٢٠٠۴ پورې عاید لوړ شوي او د ټیکنالوژیکي پرمختیا له کبله د غریبو خلکو شمېر کم شوی.

اینډریو وایی: "‎که و گورو چې عاید په کومو هیوادونو کې ډېر شوي، او د ژوند کچه د چا لوړه شوې، دا هغه هیوادونه دي چې د ټیکنالوژۍ په ډگر کې یې تر هر چا ډېر پرمختگ کړی. د مثال په ډول په ختیځې اسیا او د ارام سمندر په هیودانو کې له څلورو څخه نیولې تر پنځو په سلو کې په کلینیو تولیدونو کې زیاتوالی رامینځته شوی."

د پاکستان په کراچۍ ښار کې دغه ډول ټیلفوني مرکزونه د هیواد په اقتصادي پرمختیا کې رول لوبه وي، او دا کار د کمپیوټر او استخباراتي ټیکنالوژۍ په ډگر کې د پرمختیا له کبله ممکن شوی.

دوی خلکو ده د کار زمینه برابره وي او ښه عاید ورکوي، بې له ټیکنالوژی به داسې ښه چانسونه په لاس نه وای ور رغلي.

احسان سعېد یو له دغسې خلکو څخه دی. هغه وایی: "‎دا کار زما د ژبې او د تبلیغي استعداد د ښوالي سبب ورگرځېدو، او زما حوصله یې را لوړه کړه. سړي ته تجربه ورکوي چې څنگه باید کار وکړي او له خلکو سره څنگه راشه درشه وکړي‏."‎

small_voamobile_graphic
خو موبل ټیلیفون بل تر هر څه زیات د خلکو په ژوند کې بدلون راوستی د نړۍ اتیا په سلو کې خلک اوس د موبل ټیلیفون شبکو په واټڼ کې ژوند کوي.

په واشنگټن کې د اختراع او بدلون د مرکز مشر، ارتر مولیلا، وايي موبل ټیلیفونونه ډول ډول اغیزې لري.

ارتر مولیلا وایی: "‎په دودیزو او د سخت دریزو رژیمونو په هیوادونو باندې موبل په رښتیا ډیموکراټیکه اغیزه لري. او په څرگنده ډول ډېر خنډونه له مینځه وړي. نو ځکه د برما په چېر هیوادنو کې چې تر سخت دریځه رژیمونو لاندي دي سیاسي ظلم پټ نه شي پاتې کیدای. او ژر د موبل او انټرنیټ له لارې را ووځي."

خو ضرورت نه ده چې نوې ټیکنالوژي د لودیځ ډوله خوشالي سبب وگرځي. ارتر وایی: "‎دا څرگنده ده چې ټیکنالوژي دغه کلتورونه داسې بدله وي لکه لودیځ چې بدله وي، خو په دغو ملکونو کې بیل اثرات لري. هر وخت د پرمختیا مقصد نه ترې لاسته کیږي. د مثال په ډول په امریکا کې  هر څه چي وي، ټیکنالوژۍ د غربت کچه یې کمه کړې او ډېر خلک اوس داسې موقعو څخه گټه اخلي چې ټیکنالوژي ورته برابرې کړې دي.

+ نوشته شوی په   Sat 19 Jul 2008ساعت 1:52 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

شنه رنگ
شین رنگ د اسمان او د اوبو سره تشبح کیږی چی د ژوند او ارامش معنا لری.

شین رنگ سږ کال د کال رنگ شو. شین رنگ د طبابت له لحاظه په اعصابو ډیر ښه تاثیر لری.

په واشنگټن ډی سی کی یو داسی یو موزیم جوړ شوی چی ټول پکی شین رنگ څخه استفاده شوی ده.

 د شنو رنگونو ننداره، اغیزی یی په کلتور، او په ټکرانو کی له هغه څخه استفاده د تاریخ په اوږدو کی تل رواج لری دی. دا نندارتون په ټوله نړی کې له ابي رنگ سره د خلکو د مینې ښکارندوی دی.

لی تالبات په واشنگټن ډی سی کی د ابی رنگه منسوجاتو د موزیم مرستیال دی. هغه وایی په ټکرانو کې ځکه د ابی رنگ څخه ډیره استفاده کیږی چې دا رنگ د انسان د روحي ارامتیا سبب گرځی.

په ټولنه کې مختلف رنگونه د انسانانو په رواني حالت باندی ډول ډول تاثیرات لری. شین رنگ معمولاً د ارامش سبب گرځی چی په عمومی ډول سره ورته د ارامونکی رنگ په سترگه کتل کیږی.

نړی پیژتدونکی پدی عقیده دی چی رنگونه د انسانانو لمړنی تجربې گڼل کیږي. وینه او اور د سور رنگ سره تشبح کیږی او سور رنگ د خطر او ناارمی سره.

خو بل خوا ته بیا شین رنگ د اسمان او د اوبو سره تشبح کیږی چی د ژوند او ارامش معنا لری. په اوسني وخت کې د ټکرانو د رنگولو لپاره د کیمیاوی موادو څخه استفاده کیږي، په داسې حال کې چې د پیړیو راهیسې به خلکو د نیل په شان له طبیعی رنگونو څخه استفاده کوله. 

سږ کال د شین رنگ څخه ډیره گټه اخیستل شوی ده. په نړیواله کچه طراحان او هنرمندان د نړی د وضیعت د ارامش په موخه شین رنگ ته مخه کوی.

+ نوشته شوی په   Sat 19 Jul 2008ساعت 1:51 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

Global Warming blocks of ice

د انترکتېکا د ېخ ېوه پرخه برخه د زمکی د کری د گرمېدلو په وجه رالوېدلی او اوبه شوی ده.

ساېنس پوهان واېې چه د انترکتېکا د منجمدی قارې د ېخ د سطحی د دومره زېاتی برخی وېلې کېدل ددی خبری ښکاره ثبوت دی چه د نړئ د اقلېم بدلېدل په انترکتېکا باندی هم ناوړه اغېزه غورځوی.

د مصنوعی شپوږمئ په وسېله د اخېستلو شوو تصوېرونو نه معلومېږی چه د انترکتېکا ېو ډېر غټ برف کوچ اوس اوبه شوی دی او تقریبا څلور سوه پنځلس متره مربع داخلی ساحه ېې له منځ نه تللی ده. ېواځی ېوه نرئ برخه د ېخ پاتی ده.

ساېنس پوهان واېې چه تېرو پنځو لسېزو کی په انترکتېکا کی د حرارت سطحه ډېره لوړه شوی ده او شپږ غټ غټ برف کوچونه ېې د وېلی کېدو نه وروسته رالوېدلی دی

+ نوشته شوی په   Sat 19 Jul 2008ساعت 1:50 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
 

 
 
موندا او راني
موندا او راني به د بايسکل په وسيله بهر ته په چکر وتل .
په هند کې يوه کليوال سړي د ښځينه يږې له مړينې وروسته د هغې
 
کوچنی بچی په خپل کور کې ورسره ساتلی او په ځنګل کې يې د
 
ښکاريانو له منګولو ژغورلی دی .

د ځنګلونو د چارو چارواکو د يږې ښکار نامشروع بللی او ويلي دي چې د ځنګلي څارويو

ښکار يو غيرقانوني کار دی .

خو ٣٥ کلن هندي وګړي راميش موندا بيا په خپل کور کې له ځانه سره د يږې بچی ساتلی

او مور يې د څارويو باغ ته لېږلې ده چې دغې يږې د نه خوړو اعتصاب کړی دی .

خو د يږې دغه کوچنی بچی بيا د خپلې مور له مړينې وروسته د خپل پلار له مينې هم بې برخې شوی دی .

ښاغلی موندا د يږې دغه بچی دوه کاله وړاندې د اوريسا ولايت په ختيځ ځنګل کې ژغورلی و .

د يږې دغه کوچني بچي هم له ښاغلي راني او دده له لور سره خپله مينه تبادله کړې ده، چې ځايي رسنيو يې په اړه بېلابېلې

کيسې ليکلې دي .

د يږې د بچي له خوشي کېدا وروسته ښاغلي موندا هڅه کوله چې د څارويو هغو باغ ته ورشي چې د يږې دغه بچی پکې

ساتل شوی دی .

ښاغلی راني وايي چې دی د يږې د بچې د ليدو لپاره ډېر لېوال دی، دی وايي : " ما د يږې بچی د خپلې لور جولکي په څېر

وروزه او اوس يې ليدلو ته ډېر لېواله يم . "

د بېلتانه اوښکې

د راني لورکۍ جولکي هم د خپلې ملګرې (يږې) په بېلتون خپلې اوښکې تويې کړې .

ښاغلي موندا د يږې بچی راني هغه مهال ونيوله کله چې يې د اورلګولو لپاره لرګي راټولول .

خوشاله کورنۍ
پلار او دوه لوڼې!!! ؟؟؟

د يږې له مړينې وروسته راني يوازې پاتې شوه چې بيا وروسته يې موندا د خوړو او اوبو

چارې پرخپله غاړه واخيستې، او له خپلې لور سره يې يوځای پالنه او روزنه کوله چې

ډېرځله خلکو پر يوه بايسکل سپاره ليدلي وو .

په هند کې د څارويو په اړه له قانون سره سم انسانان د څارويو د بندي له بندي کولو منع

کړای شي، خو که چېرې دوی ناروغه او یا هم معلول وي

+ نوشته شوی په   Sat 5 Jul 2008ساعت 10:41 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

دهلمند ولایت د نادعلی ولسوالی د مرجی په سیمه کی اته تنه وسلوال

 

طالبان ووژل شوه .

 

دهلمند ولایت د نادعلی ولسوالی د مرجی د سیمی ډیری اوسیدونکی وایی

 

چی د وسلوالو طالبانو مړی لا دا مهال په سیمه کی پراته دی

 

دهلمند دامنی قومندان مل پاسوال محمد حسین انډیوال وویل : چی پرون د

 

یو لړ تصفیوی عملیاتو په ترڅ کی یی اته تنه وسلوال طالبان ووژل  او څلور 

 

موټره یی وسوځول شول

 

دامنی قومندان په وینا چی موږ به دیر ژر د نادعلی په ولسوالی کی هم

 

تصفیوی عملیات شروع کړو او نوموړی ولسوالی به هم له وسلوالو طالبانو

 

څخه پاکه کړو

 

دا په دی ولسوالی کی څویم ځل دی  چی یو لړ تصفیوی عملیات تر سره

 

کیږی او وسلوالو طالبانو ته په کی مرګ ژوبله اوړی

صفت الله  ذاهدی

+ نوشته شوی په   Sat 5 Jul 2008ساعت 10:19 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 

فایل سیستم داسې یو جوړښت دی دکوم په مټ چې دیوفایل نومول ،خوندې کول اوفایل ته لاس رسی ترسره کیږي .ویندوز ایکس پي په هارډیسکونو کې دری ډوله فایل سیستم کارولی شي :

۱-FAT (File Allocation Table)

۲- FAT 32

۳- NTFS (New Technology File System)

ددې لپاره چې دخپل کاراوسوادګرۍ لپاره مو ښه فایل سیستم غوره کړی اړینه ده  وپوهیږي چې فایل سیستم څنګه کارکوي همدارزا باید وپوهیږي چې څنګه  خپل فایلونه اوفولډرونه سنبال کړی ترڅو ځانګړي اواعتباري خبرتوکې موله امنیتې پلوه خوندي وي .

کله چې تاسو فایل سیستم غوره کوی نو باید په پام کې ونیسی چې دغه فایل سیستم دکومو کارونو دسرته رسولو جوګه دی یا په دې مانا چې په دغه فایل سیستم کې تاسو خپل په زړه پورې کارونه اوچارې سرته رسولی شی اوکه نه؟ همداراز تاسو باید دهر فایل سیستم اړې (limitations) هم وپیژنۍ دنمونې په توګه :دهارډیسک میچ،دکلسټر میچ،دفایل میچ،اودنورو عاملو سیستمونو سره دکارکولو جوګه توب اوداسې نور.دویندوزایکس پې لپاره ترټولو غوره فایل سیستم NTFSدی .تاسوکولای شی ډیر په اسانۍ سره دFAT اوFAT 32 فایل سیستمونه په NTFS واړوی مګر کله چې تاسو فایل سیستم له FAT اوFAT32 څخه په NTFSواړوو بیا نه شی کولای دNTFS فایل سیستم څخه یې بیرته FATیاFAT32 ته واړوی ترڅو موخپل هارډیسک فارمټ نه کړی .

دFAT فایل سیستم دمایکروسافت ډاس سره ډیر کاریدودFAT32 فایل سیستم بیاله ویندوز ۹۵ اونورسره منځ ته راغی مګر ویندوز ایکس پي دواړه یادشوي فایل سیستمونه کارولی شي .دFAT اوFAT32فایل سیستمونه ترمنځ په دریو غټو برخو کې توپیر لیدل کیږي :

۱- دهارډیسک میچ (Volume size)

۲- دکلسټر میچ (Cluster size)

۳- داچې له کومو عاملو سیستمونو سره کار کولی شي .

دیادونې وړده چې FAT کولای شي تر دوه ګیګابایټوپورې دهارډیسک میچ وکارولی شي له دې پورته نه شي کولای مګر FAT32 کولای شی د۳۲ګیګا بایټوپه میچ هارډیسک هم وکارولی شي .

اړینه ده چې که دهارډیسک میچ مو زیات وي نو په وړوبرخو یې وویشی چې دVolume په نامه یادیږي په FAT فایل سیستم کې تاسو کولای شی یوازې ددوه ګیګابایټوپه میچ والیوم جوړکړی له دې زیات نه شی کولای .مګر FAT32 تاسو ته تردې هم ډیر اسانتیا درکوي په دې مانا چې تاسو کولای شی له دوه ګیګابایټو څخه غټ میچي والیومونه جوړ مګر له ۳۲ګیګابایټو څخه یې باید میچ غټ نه شي .

دFAT فایل سیستم د۶۴کیلو بایټو په میچ کلسټرونه جوړوي مګر FAT32 د۱۶کیلو بایټوڅخه غټو کلسټرونو ته اجازه نه ورکوي دیادونې وړه دهر هغه فایل سیستم چې دهارډیسک دکلسټرونو میچ یې هرڅومره کوچنی وي ګټور دي ځکه چې خبر توکې په کلسټرونو کې خوندې کیږي اوکه چیرې کلسټر خراب شی نودهغه کلسټر ځای نشي کارول کیدای نو له همدې امله که کلسټر کوچنی وي اوخراب هم شي نو څه باک نشته اوکه فایل سیستم غټ میچې کلسټرونه جوړوي اوبیا زمونږ کلسټرخراب شي نو دخپل هارډیسک ډیر خبرتوکي اوډیر ځای له لاسه ورکوو نوځکه هرهغه فایل سیستم چې واړه کلسټرونه جوړوي غوره بلل کیږي .

بله مهمه خبره داده چې دواړه FATاو FAT32 دوه عامل سیستمونه په یوه هارډیسک کې چلولی شي چې دDual boot ورته ویل کیږي .

دادواړه فایل سیسټمونه له عاملونو سیستمونه سره په لاندې توګه کار کولی شي :

وینډوز ایکس پي له FAT,FAT32 اوNTFS دریو واړو سره کار کولی شي .

وینډوز ۲۰۰۰ پروفیشنل هم له دریو واړو پورتینو فایل سیستمونو سره کار کولی شي .

 Windows NT Workstation 4.0 له NTFSاوFAT سره کارکولی شي مګر لهFAT32 سره کارنه شي کولی.

Windows 95, Windows 98 اوWindows Millennium یوازې له FAT اوFAT32 سره کارکولی شي دغه وینډوګانې له NTFS سره کار نه شي کولی.مایکروسافټ ډاس بیایوازې له FAT سره کارکولی شي له نورودوویانې FAT32 او NTFSسره کار نه شي کولای .

دیادونې وړده که تاسو غواړی دوه عامل سیستمونه یا دوه وینډوز ګانې په خپل کمپیوټر کې وکاروی نو باید دفایل سیستم اوعامل سیستم دواړو په غوره کولو کې مو پام وي .که چیرې تاسو دوینډوز ایکس پي پروفیشنل عامل سیستم کاروی اوغواړی بل عامل سیستم هم ولری نو اړیاست چې دFATاویا FAT32 فایل سیستم غوره کړی .

دفایل سیستم غوره کول

کله چې فایل سیستم غوره کوی باید لاندې ټکي په پام کې ونیسی :

۱- کمپیوټر څنګه کاروی ؟
۲- کمپیوټر کې څوهارډیسکونه شتون لري

۳- دامنیت له پلوه ،دفایلونواوفولډرونو امنیت په پام کې نیسی که نه ؟

کله هم چې تاسو یو هارډیسک فارمټ کوی کولای شی له څو فایل سیستمونو څخه کارواخلی په دې شرط چې ستاسو هارډیسک به په څو والیومونو ویشل شوی وي اوهر والیوم کولی  شی دیوه ځانګړي فایل سیستم په مټ فارمټ کړی .

کله چې یو فایل سیستم غوره کوی لاندې توکې باید په پام کې ونیسۍ:

ایا کمپیوټر یو عامل سیستم کاروي اوکه ډیر یا په بل عبار ت ایا کمپیوټر به یوه وینډوز ولري اوکه څو ؟

ځکه هغه کمپیوټرونه چې ډیر عامل سیستمونه کاروي باید وڅیړل شي چې کوم فایل سیستم کارولی شي لکه مخکې چې یاد شول ځانګړي فایل سیستمونه له ځانګړیو عاملو سیستمونو سره کارکولی شي .

بله داچې دهغو هارډیسکونو میچ چې په کمپیوټر کې دي باید معلوم شي ځکه هر فایل سیستم په ټاکلي میچ هارډیسکونو سره کارکوي لکه مخکې مو چې وویل FAT له دوه ګیګابایټو غټ والیوم نه شي کارولی .

بله داچې دفایل اوفولډرونو امنیت باید په پام کې ونیول شي که تاسو غواړی چې ستاسو فایلونه اوفولډرونه دې خوندي وي نوNTFSدفایلونواوفولډرونو خوندیتوب  دEncryption په مټ ترسره کوي اوهمداراز هرفولډر ته دلاس رسي اجازي (Permission )هم سنبالوي .دیادونې وړده چې FAT اوFAT32 فایل سیستمونه دغه اسانتیاوي نه لري .

 

 په سپیڅلې کلیواله مینه

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

 

+ نوشته شوی په   Sun 22 Jun 2008ساعت 11:57 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
 

دشبکې دمزیو جوړول

واردمخه راځو دې  ته چې دشبکو مزی څه شی دی؟

دشبکو مزی داسې یومزی دی چې په مټ یې دشبکې له یوه توکې څخه بل توکې ته دخبرتوکیودلیږدرالیږد زمینه برابریږي .دشبکې مزې خوارزیات ډولونه لري چې ډیری یې په سیمیزه جالونو(LAN) کې کاریږي  داچې دیوه سیمیز جال لپاره باید څه ډول مزی غوره شي ددغه سیمیز جال په میچ ،ټوپولوژي اوپروتوکولونوپورې اړه لري  چې کاروي په دې مانا چې ددغه دریو (دسیمیز جال میچ،ټوپولوژي اوپروتوکولونو) سره سم مزی باید ورته غوره اووکارول شي .

په ټولیز ډول په شبکوکې دری ډوله مزي کاریږي چې عبارت دي له :

۱-Unshielded Twisted Pair (UTP)

۲-Shielded Twisted Pair (STP)

۳-Coaxial

۴- Fiber Optic

لومړی : Unshielded Twisted Pair :

Twisted (سره تاوشوی) مزی په دوبڼو Shielded (پوښ لرونکی) اوUnshielded (بې پوښه) راځي .مګر دامهال UTP ډیر کاریدونکی اوغوره مزی ګڼل کیږي له دې ډول مزی څخه دکمپیوټر په سیمیزو جالونو اوهمداراز دټیلفون په غوڼدالونو کې ډیر کار اخیستل کیږي. دامزي چې  له څلورجوړه کوچنیو مزیو څخه جوړدی په خپل ځان کې ګڼ ډولونه لري  ددغه مزې څلورجوړه کوچني مزې عبارت دي له :

۱- سپین نارنجي اونارنجي

۲-سپین اوبړۍ شین اواوبړی شین

۳- سپین اسماني شین اواسماني شین

۴- سپین نصوراي  اونصوراي

دیادونې وړده چې دغه مزی دایترنیټ مزی په نامه هم یادیږي.په دغه مزي کې اته نور مزې شتون لري اوهر مزی دیوه پوښ په مټ پوښل شوی چې هرمزی یوله بل څخه بیلوي اوهرمزی یوپه بل سره رااوښتی ده لکه په دالاندې څیره کې:

پورتنۍ مزی ډیر ډولونه لري لکه Cate2,Cate3,Cate4,Cate5 اوداسې نور مګر Cate5نن ورځ ډیر په سیمیزو جالونو کې کاریږي دغه مزی دسلومترو په واټن خبرتوکې لیږدوي مګر که چیرې تاسو غواړی چې دغه مزی له سلو مترو څخه په ډیر واټن کې وکاروی نو بیابه په منځ کې یوه بله وسیله چې Repeater بلل کیږي کاروی.

دویم : Shielded Twisted Pair (STP)

داډول مزی لکه څنګه چې یې له نوم نه ښکاري په څو پوښونو کې پوښل شوي وي چې داکار له بیرون څخه دنوروسیګنالونو دننوتلو اودخبرتوکیو دخرابولو په مخنیوي کې رول لري .دغه پوښونه مزی ددې جوګه کوي چې دراډیو یي فریکونسیو اوالکترومقناطیسي  لاسوهنو اوننوتنو سره مقاومت وکړي اومخه یې ونیسي .دیاودنې وړده چې دامزی له UTP څخه په بیه کې خورا لوړ دی اوهمدا لامل دی چې له UTP څخه ډیر کاراخستل کیږي .STP مزی هم دسلو مترو په واټن خبرتوکي لیږدوي.

دریم : Coaxial :

داسې وخت وه چې داکیبل ترهر بل یوه مزي ډیر کاریده چې دوه لاملونه یې درلوده یو داچې په هغه وخت داډیر په ټیټه بیه وه اوبل داچې کارول اوجوړول یې اسان وه

دامزی دهستې په بڼه په منځ کې یو مسي مزی دی چې وروسته دیوه عایق په مټ پوښل شوی ورپسې یو اوسپنیزه جالی پرې خوره اوبیااخرنی یو پلاستیکي پوښ لري .په دغو ټولو توکیو اوپوښونو کې یوازې اویوازې مسي مزی دخبرتوکیو دلیږد رالیږد چاره ترسره کوي .دامزی له UPT اوSTP څخه زیات دبهرنیو سګنالونو دننوتنې په مقابل کې مقاومت لري .دامزی دوه ډولونه لري :

۱- thin (thinnet)

۲-thik (thiknet)

دیادونې وړده چې دغه مزي تر ۱۸۵ متره واټن پورې خبرتوکې وړي راوړي دغه مزي دBNCپه نامه کونیکټرونه کاروي .اودتلویزونونو دشبکو لپاره هم کاریږي .دامزي دغږ،انخور،ویډیو اوخبرتوکیو دوړلوراوړلو جوګه دي  اوس مهال دغه مزی له UTP څخه په بیه ډیر ګران دی نو ځکه یې کاریدنه کمه شوي ده.

 

۴- رڼایي سپڼسیز مزي (Fiber Optic) :

دامزی هم په کمپیوټري اونوروراز،راز شبکو کې کاریږي چې خبرتوکې درڼا په مټ وړې اوراوړي نورومزیو ته په پام سره دامزی خوار ډیر په بیه ګران دی .دامزی دنورومزیو پرخلاف خبرتوکې درڼاپه بڼه له یوځای بل ځای ته لیږدوي اوبله داچې په خوار غټ میچ دخبرتوکیو دلیږد رالیږد توان په ځان کې لري

په سپیڅلې کلیواله مینه

ډاکټر ثواب الدین مخکښ

 

 

+ نوشته شوی په   Sun 22 Jun 2008ساعت 11:56 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
کلمه ( کلمه طيبه) د خدای (ج) سره يوه لويه ژمنه ده
 ددې لپاره چې يو څوک مسلمان شي نو تر هرڅه د مخه بايد هغه يو ځله د اسلام سپېڅلې کلمه (لا اله الا الله محمد رسول الله) ووايي .
پدې سپېڅلې کلمه کې مسلمان دا اقرار کوي چې يواځې د الله (ج) نه پرته بل هېڅوک د بنده ګی وړ نشته.
که دې ټکو ته ښه ځير شو د (لا) مطلب ده  (نه) – ياني دا چې پرته د الله (ج) نور هر څه ته نه.
دوهمه برخه (الا الله) مګر يواځې يو الله(ج) – پدې برخه کې مسلمان دا ژمنه کوي چې يواځې يو الله (ج) د بنده ګي وړ ده.
درېمه برخه (محد رسول الله) – کې مسلمان دا مني چې محمد (ص) د الله (ج) رالېږل شوي استازی ده . ياني دا چې د هغه امر به هم پدې ډول مني چې هغه چې څه وايي نو هغه هم د خداي (ج) امر ده او له خپله ځانه څه نه وايي .
زما په اند بنده ګي په لنډو ټکو کې دې ته واېې چې الله (ج) څه امر بنده ته کوي نو هغه به کوي او د کومو څيزونو نه چې هغه خپل بنده منعه کوي نو هغه به نه کوي. 
د يادونې وړ ده چې دا کلمه انسان پخپله خوښه وايي او هيڅ ډول زور او ظلم پرې نشته لدې کبله سړی په زغرده ويلی شي چې دا لويه ژمنه هم هغه د لوی څښتن (ج) سره پخپله خوښه کوي.
په همدې بنسټ ويلی شو چې دا کلمه د خپل پروردګارسره پخپله خوښه د مسلمان يوه لويه ژمنه ده او هغه دا چې خپل ټول ژوند به د هغه د لارښودنو سره سم تېروي.
نو زما مسلمانه وروره: راځه چې نن خپل ځان سره دا حساب وکړو چې مونږ تر کومې کچې خپلې دې ژمنې ته رښتيني يو.
آیا مونږ د خپل رب امرونه تر کومې کچې په ځای کوو؟ 
ایا د کومو څيزونو څخه چې مونږ هغه منعه کړي يو تر کومې کچې له هغو نه ځان ساتو؟
آیا د خپل رب سره د ژمنې د ماتولو به سزا څه وي؟
آیا زمونږ خپلې دې لوېې ژمنې ته کله پام هم کېږي او که نه؟

ډاکټر فيض الله (ثاقب)   

+ نوشته شوی په   Sun 22 Jun 2008ساعت 11:46 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 

 

 

د روحاني درې خاطرې

عبدالمالک عاصم  له کابله            

 

زه به تر مرگه د روحاني هغه غيرتي څېره هېره نکړم چې پکې داسې خوږه ژبه پرته وه چې دهر چا سره په يو ځل خلاصېدو ېي هغه خپل ځان ته ور مات کړى وو .

 

 

 

 

 

 

 

هغې بورې بوډۍ مورکۍ ، هغه سپين ږيري پلار ته ډالۍ چې ټول عمر به يې د روحاني په خاطرو سترگي له اوښکو ډکيږي .

د روحاني هغې ماشومې ته ډالۍ چې لابه يې د خواږه ځوانيمرگ پلار غيږه نه وي پېژندلي .

زه به تر مرگه د روحاني هغه غيرتي څېره هېره نکړم چې پکې داسې خوږه ژبه پرته وه چې دهر چا سره په يو ځل خلاصېدو ېي هغه خپل ځان ته ور مات کړى وو .

زما به هېڅکله د روحاني د ژوند هغه خوږه کيسه له ياده ونه وځي چې له دوهم واده وروسته يې يو ځل په کابل کې راته وويل چې په نړۍ کې به داسې څوک هم وي چې له خپلې نوې مېرمنې سره دده غوندې مينه او خوږ ژوند ولري .

زه يې څو شيبې سترگو او څيرې ته ځير شوم . صمد په رښتيا چې له زړه او روحه خوښ ښکاريده . په هغې شيبې مې ورته وويل چې مينه زه نشم تللى چې له نورو سره يې درته پرتله کړم .

خو دده د مړينې د خبر له اوريدو سره سم اوس به هغه کونډه ځوانه ميرمنه دده په قبره خپلې څو مره اوښکې چاته تويې کړي . خداى بښلي روحاني خپله مينه له ځانه سره گور ته يوړه او نيمگړې ځوانيمرگې هېلې يې خپلې کورنۍ او ملگرو ته پرېښوې .

زه به په ټول ژوند دروحاني دغه درې کليمې هېرې نکړم ( خانه ، جان او خيرت دى )
کله به چې روحاني په کابل کې دفتر ته راغلو نو لومړۍ خبره به يې داوه چې خانه څنگه يې ؟ خانه دا خو راکړه ؟

کله به چې د معمول سره سم ما هر ورځ په لسو بجو ده ته ټيليفون وکړ ده به تر سلام وړاندې راته وويل : جان سلام . وروسته به روغبړ پيل شو .

او کله به چې ما هر سهار له ده څخه په هلمند کې د روانو حالاتو او درپوټ لپاره د ورځنيو پېښو په اړه پوښتنه کوله نو که به هر څو مره بده پيښه شوې و ده به راته ويل : خيرت دى . له څو پوښتنو وروسته به يې راته وويل هلته بمبار شوى ، هلته چاودنه شوې او هلته دومره کسان وژل شوي .

مابه ورته وويل چې نو دا څه ډول خيرت دى . ده به راته ويل چې نو دا خو زموږ د بد مرغه ژوند يوه برخه گرځېدلې البته په همدې کې به مو خير وي .

اوس نو تاسو اټکل وکړئ چې صمد روحاني له اخلاقو پرته څومره باغيرته او د لوړ همت خاوند وو .

په وروستي ځل له مړينه څلور ورځې وړاندې مې په کابل کې ټوکه ورسره وکړه . ما ورته وويل چې روحاني صاحب دا ځل خو دې ږيره بيخي کوچنۍ کړي ،څو ک په هلمند کې څه نه درته وايي ؟ هغه راته وويل هلمند تاسو ته ډير نا ارامه سېمه ښکاري ،ده وويل هلمند داسې نه دى لکه چې په کابل کې خلک فکر کوي .

له مرگ ځلور ورځې دمخه په وروستي مازديگر چې کله له کابله هلمند ته روانيده نو داسې خداى په اماني يې را سره وکړه لکه چې بيا نه سره وينو .

روحاني دا هم دوه ځلې تر غوږو را تيره کړه چې ځم خپلې کورنۍ پسې په دغو دوې ورځې مساپرۍ کې خپه شوى يم . نو اوس چې ته د تل لپاره ترې ولاړې ستا کورنۍ مېرمن، مور او پلار به خپل خفگان له چا سره شريکوي .

ددغې ټولې ليکنې د ليکلو پر وخت مې د روحاني په وير اوښکې تويې کړې او په ځان مې دا يو پور وبالۀ چې لږ تر لږه دده د خواږه ژوند څو خاطرې در سره شريکې کړم .

 

+ نوشته شوی په   Sat 21 Jun 2008ساعت 3:7 بعد از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
په لومړي ځل، یوې امریکایۍ مسلمانې، افغاني تابعیت، پس له ‌ډیرې اوږدې مودې، تر لاسه کړې
 

Map of Afghanistan
دغه امریکایي افغانه میرمن له کابل ښار وتی سیمې، د ماهیپر تنګي په کلي کې ژوند کوي.
په لومړي ځل، یوې امریکایۍ مسلمانې، افغاني تابعیت، پس له ‌ډیرې اوږدې مودې، ترلاسه کړې. دا امریکايۍ اوس مریم بابکرخیل نومیږي

 مریم بابکر خیل په کال ۱۹۵۴ کې د امریکې دمتحدو ایالاتو د کیلفورنیا د سانټیاګو په ښار کې زیږېدلې. د هغې پخوانی نوم ډبرلین ویدر بي دی. 

مریم بابکرخیل څه موده وړاندې په ده سبز ولسوالۍ کې افغاني تابعیت واخیست. 

مریم وايي چې دا په دولس کلنۍ کې په لومړي وار په ۱۹۷۱ کې افغانستان ته راغلې، خو هغه وخت یې له افغانانو سره مینه پیدا شوه؛ کله چې افغانان له جګړو کډه کولو ته اړ شول.

مریم بابکرخیلې خپل کلي ته د نورو خیریه کارونو تر څنګ یو ښوونځی هم جوړ کړی چې نیږدې شپږ نیم سوه زده کوونکي پکې زده کړه کوي.

دغه امریکایي افغانه میرمن له کابل ښار وتی سیمې، د ماهیپر تنګي په کلي کې ژوند کوي. هغه وایي چې په کلیوال چاپیریال کې ورته ژوند له خوند ‌ډک دی. 

د مریم خاوند، ببرک بابکرخیل دهغې په اړه وایي چې نوموړې ورسره دیوې افغانې په څیر ژوند کړی.

مریم مسلمانه ده. هغه وايي د ژوند تر پایه به په افغانستان کې پاتې شي

+ نوشته شوی په   Tue 4 Mar 2008ساعت 7:19 قبل از ظهر  واسطه صفت الله (ذاهدی) | 
 
لومړی صفحه
بریښنالیک
آرشیف
په باره کی دویب پاڼي
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی

دتليفون نمبر

0708373448 او یا هم

0088216---8441545سټلایټ نمبر

دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com

safatz@internews.af

او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي

صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد

زړې لیکنی
آبان 1388
مهر 1388
شهریور 1388
مرداد 1388
تیر 1388
خرداد 1388
اردیبهشت 1388
فروردین 1388
اسفند 1387
بهمن 1387
دی 1387
آذر 1387
آبان 1387
مهر 1387
شهریور 1387
مرداد 1387
تیر 1387
خرداد 1387
اردیبهشت 1387
فروردین 1387
اسفند 1386
بهمن 1386
دی 1386
آبان 1386
ورځنې تودې پیښې
انځورونه
شعرونه
لیکنی او نظرونه
خبرونه
لنډي كيسي
د نړی عجایبی او جالبی ټوټي
له دوستانو سره خوشحاله شيبي
تاريخ او ژوند
دپارلمان غړو نمبرونه
کمپیوټر پوهنه
اسلامی نری او نبوی احادیث
هلمند او هلمندیان
د تولنی ترجمانان څوك دي ؟
دپولیسو او پوځ رتبي
اړیکی
ګرمسير
ياهو
جي ميل
پژواك خبري اژانس
بينوا
وخت خبري اژانس
بي بي سي پښتو
ملالي جويا
تل افغان
بي بي سي ناظر
دجګري اوصلحي راپوروركولو انستيوت
طلوع تلويزيون
امريكاږغ ويب پاڼه
ښايست
هيله دافغان ښوو ځوانانو ويب لاګ
پيمان ملي ورح پانه
ځنځیر بلاګفا
ملل متحد
ټوکمار بلاګف
 

 RSS

POWERED BY
BLOGFA.COM

دقالب جوړښت
صفت الله ذاهدی

safatullah zahidi 333