![]() |
![]() |
|
| دصفت الله (ذاهدی) خبري،ټولنيزه ،كلتوري او فر هنګي خپرونه |
بېنظیر بوټو دا په معاصر تاریخ کی د یوه اسلامی هیواد لومړنی ښځینه مشره وه. په کال ١٩٧٧ کی، کله چی جنرال محمد ضیاء الحق په یوه پوځی کودتا کی قدرت ونیوی، ذوالفقار علی بوټو یې محاکمه کړ، او ځکه یې اعدام کړ چی ویل یې په کال ١٩٧۴ کی یې د یوه سړي د قتلولو امر ورکړی وو. بېنظیر بوټو په وروسته اوو کالو کی څو ځله په خپل کور کی نظر بنده سوه. په کال ١٩٨۴ کی بېنظیر بوټو انگلستان ته وتښتېده او هلته د پاکستان د پیپلز پارټی، چی د دې پلار تاسیس کړې وه، مشره سوه. جمهور ریس ضیاءالحق په کال ١٩٨٨ کی د متحده ایالاتو د سفیر سره یو ځای د الوتکي د لوېدلو په یوې پېښی کی مړ سو او په پاکستان کی د قدرت خلا منځته راغله. ------------------------------
دغه ٢٣٨ ټنه ایسیکس نومې کښتۍ، د نهنگانو په ښکار پسی وتلې وه چی د هډوکو او غوړیو څخه یې ډېره زیاته گټه ترلاسه کېدله. یوه قهرېدلي نهنگ دوه ځله پر کښتۍ باندی حمله وکړه او پر بل مخ یې واړوله. ددغی بېړۍ شل تنه عمله په نورو وړو کښتیو کی وتښتېدل مگر پنځه لس تنه یې په څپو کی ډوب سول او یوازي پنځه تنه یې ژوندي پاته سول. ددغو پنځو تنو څخه دریو تنو یې په ډېرو خواریو یې ځانونه د جنوبی امریکا سواحلو ته ورسول او دوه نور یې په لار کی د لوږي څخه مړه سول. ------------------------------
دا بالون دوو وروڼو ژاک ایتینی او جوزف مایکل مونټگولفایر اختراع کړی وو. انسانانو په حقیقت کی د بېخې ډېره وخته د الوتلو خوبونه لیدلي وه. د یونان یوه افسانه موږ ته وایی چی ډیډېلس وزرونه جوړ کړل او د موم پیوندونه یې پکښی وهل او هوا ته والووت. لوناردو داوینچی په پنځه لسمه پېړۍ کی د داسی الوتونکو ماشینونه رسمونه وایستل چی اوسني هیلیکوپټر ته ورته وه. خو د انسانانو دا ارزو ایله د ١٧٨٠ په لسیزه کی پوره سوه، او انسان په هوا کی وگرځېدی. ------------------------------
دا یوه عجیبه خبره وه چی تر دغه وخته پوری د ټوټان خامین قبر ته هیڅوک نه وه ورغلي او هغه ثابت پاته سوی وو، او په هغه کی دننه ددغه تنکي ځوان پاچا د سرو زرو د یوه تابوت په شمول، چی د هغه مومیایی سوی مړی پکښی پروت وو، په زرهاو قېمتی شیان پیدا سول. کله چی په کال ١٨٩١ کی کارټر د لومړي ځل لپاره مصر ته ورغی، نو د مصر د پاچاهانو اکثر قبرونه لوټ سوي او قېمتی شان ورڅخه وړل سوي وه. او تر کال ١٩١٣ پوری اکثر لرغون پېژوندونکي په دې عقیده سول چی نور نو په مصر کی داسی تاریخی اثر پاته نه دی چی هغه کشف سوی نه وی. خو کارټر امید له لاسه نه ورکاوه او د مصر د پاچاهانو د قبرونو کیندلو ته یې، تر هغه وخته پوری چی د ټوټان خامین قبر یې پیدا کاوه، دوام ورکړ. پاچا ټوټان خامین په کوچنیوالي کی پاچا سو او تر لسو کالو پاچاهی وروسته د اته لسو کالو په عمر مړ سو، ځکه یې نو د مصر په تاریخ کی چندانی کارنامې پاته نه دی. د ټوټان خامین په قبر کی د سروزرو او جواهراتو پر یو شمېر آثارو برسېره، د کورسامانونه، کالي، یوه گاډۍ، وسلې او یو شمېر نور داسی شیان پراته وه چی د پخواني مصر پر کلتور باندی یې رڼا اچوله. د ټوټان خامین مړی درې زره دوه سوه کاله په دغه تابوت کی ساتل سوی وو او اوس د هغه له قبر څخه لاسته راغلي آثار د مصر د قاهرې په میوزیم کی ساتل کېږی. |
|||||||||||
|
+ نوشته شده در
Tue 4 Mar 2008ساعت 7:22 قبل از ظهر توسط صفت الله (ذاهدی) |
|
|
صفحه نخست پروفایل مدیر وبلاگ پست الکترونیک آرشیو عناوین مطالب وبلاگ |
| درباره وبلاگ |
صفت الله (ذاهدی ) دهلمند ولایت د ناوی ولسوالی دسرخدوزر اوسیدونکی دی ددولسم تولگی فارغ التحصیل دی او ددو کالو راهیسی دژورنالیزم به دگر کی کارکوی چی همدااوس هم دسلام وطن داره چی یوه ملی خبرونه ده به افغانستان کی دنوموری رادیو خبریال دی به هلمند کی
دتليفون نمبر 0708373448 او یا هم 0088216---8441545سټلایټ نمبر دايميل ادرس : zaihedy@gmail.com safatz@internews.af او له تولو هغه ويپ پاڼي كتونكو ته خبر ور كول كيږي چي له ګرمسير ويب سايټ څخه هره ورځ تازه خپرونه او مركي دهلمند په اره لوستي شي صفت الله (ذاهدي ) هلـــــمــــنـــــد |
|
RSS
|